'د کابل ۷۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه ککړې دي'
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي د کابل ۷۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه غیرصحي دي او د کارونې وړ نه دي. اوسمهال د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخلي.
د پوهنې ډګر کې د پښتنو زده کوونکو لپاره په مورنۍ ژبه د ښوونکو کموالی
افغانستان کې د پوهنې وزارت وايي ښوونځيو کې یې د زده کونکو څلوېښت سلنه پښتانه دي خو په مورنۍ ژبه يې د زده کړو ښوونځي او ښوونکي کم دي.
د پېښور ټرافيکي ګڼې ګوڼې سرخوږی
د پېښور ټرافيکي ګڼې ګوڼې سرخوږی
د سخت دريځو اصلاح لپاره د سعودي مرکز
د یوې کېږدۍ د دېوال پر وړاندې، د ګلدوزي شویو بالښتونو ترڅنګ، د یمني القاعدې نهه تنه بندیان چې الکټرونیکي کړۍ یې تر پښو تړلې وې، ناکراره ناست وو، خپل لاسونه یې قاتول او پرانیستل.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۵۸ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
د ولې پوښتنه: ولې ځینې خلک د ځمکې تل ته ننوځي؟
انسانان څه شی دې ته هڅوي یا اړباسي چې ځمکه وکیني؟
"پاکستان سره کرېکټ نه کوو"
یو شمېر افغانانو پر خواله رسنیو د افغانستان پر کرکټ بورډ سختې نیوکې کړې، چې ولې يې د پاکستان سره د دوو دوستانه شل اوریزو لوبو اعلان کړی. یو شمېر کسانو د دغو لوبو د لغو کولو غوښتنه کړې ده.
د يوې کينيانۍ ښځې کيسه چې الشباب ډلې پرې جنسي تېری کړی
پر يوې کينيايۍ مېرمنې په سوماليا کې درې کاله جنسي تېری شوی. دغه نجلۍ د غلامۍ ځورونکې کيسه لري.
د بابا غر لوړې څوکې او اماتور غرختونکي
د افغانستان په لوړو مرکزي سيمو کې یوه ډله ځوان غر ختونکي د بابا د غرونو لړۍ لوړو برخو ته د ځان رسولو هڅه کوي.
کابل ۵ سترو پروژو کې د چین او پاکستان همکاري غواړي
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد له چین او پاکستان غوښتي چې له کابل سره د پنځو سترو اقتصادي پروژو پلي کولو کې مرسته وکړي، چې درې پټلي یو سړک او یو برېښنا بند پکې راځي.
استرالیا افغانستان ته ۳۰ نور سرتېري استوي
د استرالیا د دفاع وزیرې ویلي، هېواد به یې افغانستان ته د افغان ځواکونو د رزونې او ملاتړ په موخه ۳۰ نور سرتېري واستوي. د نویو سرتېرو په استولو سره افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو شمېر ۳۰۰ ته رسېږي.
سوات کې د 'مرګ کوهي' نهر ۲۶ ماشومان وژلي
د خیبر پښتونخوا د سوات کبل ولسوالۍ په بره بانډه کې داسې نهر دی، چې د 'مرګ کوهي' په نوم شهرت لري. په دې نهر کې تر اوسه شپږویشت ماشومان ډوب شوي او مړه شوي دي.
میرکل: اروپا نوره پر امریکا او بریتانیا تکیه نه شي کولی
د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدا او له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر پلوۍ تر رایو ورکولو وروسته، اروپا نوره پر امریکا او بریتانیا په 'بشپړه توګه' تکیه نه شي کولای.
خامنه اي سعودي عربستان امریکایانو ته 'پیوره غوا' بللې
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي د سعودي عربستان چارواکي په کې کفایتۍ تورن کړي او سعودي چارواکي یې 'د امریکایانو لپاره د پیورې غوا' په توګه یاد کړي دي.
افغان کرېکټ: پرونۍ نا اشنا لوبه، اوسنۍ میلیون ډالري سوداګري
د کابل ښار په شاه شهید کې د لوړو دېوالونو منځ کې ځوانان د پوځیانو په څېر منډې وهي، دوی ځان پوځي تمرین یا جګړې ته نه بلکې د کرېکټ عملي روزنې ته چمتو کوي.