کاناډا کې یو میلیاردر او مېرمن یې مړه موندل شوي
په تورنټو کې د کاناډا یو میلیاردر او مېرمن یې پخپل کور کې مړه موندل شوي. د دوی مړي د کور په زېرخونو کې موندل شوي.
د عکسونو البوم: د ګوانتانامو د بندیانو هنري هڅې
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ښار په جان جې جنايي محکمې کالج کې د خورا بدنام ګوانتانامو زندان د بندیانو د لاسي هنر نندارتون جوړ شوی و.
"د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"
"ډېلي ټیلیګراف" ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی، چې وايي د عراق او سوریې جګړه کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې کارېدلې درېیمه برخه وسلې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې جوړې شوې.
جورج کلوني ولې خپلو ملګرو ته یو یو میلیون ډالر ورکړل؟
له هغه وروسته چې ښکاره شوې د هالیووډ لوبغاړی جورج کلوني خپلو ملګرو ته یو یو میلیون ډالر ورکوي، له هغه سره ملګرتیا له خوښیو ډکه ده.
سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي
که څه هم سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ورسره د هغه د مېرمنې او لور ایوانکا ټرمپ له سفر اوه میاشتې تېرې شوې، خو سعودي کې پر Google لټونګر لاهم د ایوانکا ټرمپ په اړه لټون روان دی.
چنګېزخان ته سپکاوی یوه سړي ته په یو کال بند تمام شو
په منګولیا کې- چې د چین یوه کورواکه سیمه ده- یوې محکمې یو سړی چنګېزخان ته د سپکاوي له امله په یو کال بند محکوم کړ. دې ۱۹ کلن سړي خپل دا سې فېلم اخیستی چې پکې د مغولو امپراتوۍ د بنسټګر چنګېزخان پر انځور خېږي.
"امریکا هند د افغانستان باوري ملګری بولي"
انډیا ټوډې ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستان سره د هندوستان اقتصادي، طبي او نورو مرستو هرکلی کړی او د امریکا کانګرېس ته یې ویلي چې هندوستان د افغانستان داسې یو متحد دی چې باور پرې کېدای شي.
د کانګو ماشومو سرتېرو ته لس میلیون ډالر تاوان ور کول کېږي
د جرمونو نړیوالې محکمې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ماشومو سرتېرو ته میلیونونه ډالر تاوان یا جرمانه ځانګړې کړه. د کانګو جنګسالار توماس لوبنګا دا ماشومان د سرتېرو په ډول کارول.
للو للو: د بيزوگۍ کیسه
د ماشومانو لپاره د بي بي سي پښتو ځانګړو کیسو دویمه برخه. د کیسو دغه لړۍ له بي بي سي پښتو او دغه راز افغانستان کې له شمشاد ټلویزیون او پاکستان کې له مشرق ټلویزیونونو کتلی شئ.
وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د ملکي خلکو ځورونې شکایتونه
د پاکستان بشري حقونو پخوانی مشر او د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه یوه غړي افرسیاب خټک وايي، د شمالي وزیرستان خلک لومړی بې کوره کړل شول او اوس یې سپکاوی کېږي.
''ملکه شیراوت ښايي له کوره وشړل شي''
د اپارتمان څښتن محکمې ته په عریضه کې د کور میزونو، څوکیو او یوه ګران بیه ساعت اخیستو غوښتنه کړې.
بیټکواین څه شی دی؟
د بیټکواین یا ډیجیټل پیسې نوم ګرده نړۍ کې د خلکو په ژبه څرخي. دا پیسې د ۲۰۱۷ کال پیل کې یوه یې له زرو ډالرو سره تبادله کېدله، خو په ډسمبر میاشت کې د یو بیټکواین بیه ۱۷۰۰۰ ډالرو ته ورسېدله.
پاکستان کې ښځينه قاضيانې
په پاکستان کې اوس شپږ ځايي قاضیانې یا "ججانې" شته خو یوه یې هم په ستره محکمه یا سوپریم کورټ کې قاضۍ نه ده.
لوبې
د لېورپول او مصر بریدګر محمد صلاح د ۲۰۱۷ کال غوره فوټبالروبلل شو. هر کال د افریقا د غوره لوبغاړي جایزه د بي بي سي د افریقايي څانګې لیدونکي په خپلو رایو ټاکي.
جمعیت ګوند: ارګ پر نور فشار اچوي چې استعفا وکړي
د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي بي بي سي ته وویل دا فشارونه د 'غوښتنو' په څېر مطرح شوي، خو ښاغلی نور لا له خپلې دندې لاس په سر شوی نه دی. ښاغلي حکیمي ویلي، جمعیت اسلامي به په دې هکله خپل دریځ ډېر ژر اعلان کړي.