د ناندریز هندی فلم ننداره، د پولیسو او احتجاجیانو اخ و ډب
هند کې سخت دریځو هندوانو چې نندارې ته د بالیووډ یوه فلم وړاندې کېدو غوسه کړي دي، د سینما نندارچیان ګواښلي او له پولیسو سره یې اخ وډب کړی دی.
د پاخه عمر کسانو لپاره د ژوند ملګري موندلو وېبپاڼه
د هند سویلي حیدراباد ښار یوې مېرمنې د پاخه عمر هغو کسانو لپاره وېبپاڼه انلاین کړې، چې بې واده او د یوازیتوب ښکار دي.
د امريکا او پاکستان په اړيکو کې لوړې ژورې
په تېرو ۷۰ کلونو کې امریکا پرپاکستان ۵ ځله مرستې بندې کړي او بېرته یې ورکړي. د دغو دوو هېوادونو روانو اړیکو ته په کتو سره به امریکا ښايي یوځل بيا پاکستان د خپلو مرستو لړۍ پيل کړي.
افغانستان کې د کرېکټ راتلونکي لپاره تمې
د ځوانو لوبغاړو په لوبېدو سره اوس د افغان لوبډلې نیمګړتیاوې پوره کېږي. مخکې پر افغان ملي لوبډلې نیوکې دا وې چې د توپ وهنې برخه یې کمزورې ده خو د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبو ته په کتو سره ښکاري چې دغه کمی اوس په بشپړېدو دی.
سپینه ماڼۍ: بلخ کې نوي والي ته د واک لېږد لانجه دې ژر له سوله ییزې لار اواره شي
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې په افغانستان کې د بلخ ولایت پر سر شخړه له نژدې تعقیبوي او پر "ښکېلو غاړو یې" غږ کړی "نوي والي ته د واک لېږد لانجه" دې "ژر او له سوله ییزې لار اواره کړي".
ننګرهار کې بريد د بهرنيو مرستندويه بنسټونو تر منځ "اندېښنه" ډېره کړې
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په ننګرهار کې د ماشومانو د ژغورنې یا سیف دي چلډرن په نامه خیریه ادارې باندې د پروني برید په هکله په یو مطلب کې لیکي دې برید د بهرنیو مرستنیدویه بنسټونو ترمنځ اندېښنه ډېره کړې ده
افغانستان په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره سيالي کوي
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نيوزيلنډ ته په نړیوال جام کې په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووتله. افغانستان به په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره بخت ازمويي. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې نیوزيلنډ ته د توپ اچونې بلنه ورکړه.
خوست ته له پاکستانه د چرګانو پر واردولو بندیز
خوست کې دا وروستیو کې د چرګانو د فارمونو کاروبارپه غوړیدو دی او خوست والي وايي، ولسمشر هم څه موده مخکې لارښوونه کړي وه، چې باید په کور دننه تولیداتو څخه ګټه واخیستل شي.
کابل: هوټل برید کې د وژل شویو بهرنیانو مړي اړوند سفارتونو ته سپارل شوي
تېره ورځ دوه نور سوځیدلي مړي په هوټل کې موندل شوي او لا هم په عدلي طب کې دي. کابل کې د هغې خصوصي کمپنۍ د چارو کمزورۍ ته هم ګوته نیول کېږي چې وروستیو کې د هوټل د امنیت چارې ورسپارل شوي دي. پر هوټل له ډله ییز بریده څلور ورځې تيریږي، خو لا یې هم ځینې اړخونه تیاره پاتې دي.
ذهني فشار مو څنګه چاغوي؟
موږ ټول پوهېږو، چې د ډېرو کیلوریز خوړل او د خوځښت په بڼه یې لږ سون زموږ د چاغوالي سبب کېږي او دا رښتیا دي، خو یوه پوښتنه بیا هم پر خپل ځای پاتې کېږي او هغه دا چې ولې له اړتیا ډېر خواړه خورو؟
ځنګليزو سيمو کې د چايو کروندې
ځنګليزو سيمو کې د چايو کروندې د هند اسام ولايت کې لا پراخې شوې، خو د کروندګرو او پيلانو ترمنځ په کې د شخړو له امله مرګونه هم پېښېږي.
الوتکې ته د معلولانو د څوکۍ وړلو اسانه لار
الوتکې ته د معلولانو ګرځنده څوکۍ وړل، ښايي يو لوی سرخوږی وي، خو اوس يوه ښځه فکر کوي، حل لاره یې موندلې ده.
پاکستان کې د ناموسي وژنو ستونزه څنګه اوارېدی شي؟
پاکستان کې د ناموسي وژنو ستونزه څنګه اوارېدی شي؟
پاکستان کې د ناموسي وژنو کچه لوړه شوې
پاکستان کې د ښځو ناموسي وژنو کچه تېرو دوو لسيزو کې خورا ډېره لوړه شوې ده. د ۲۰۱۷ لومړیو څلورو مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې هم د شلو ناموسي وژنو راپورونه ورکړل شوي وو.
په ننګرهار کې د ماشومانو ژغورنې پر ادارې ځانمرګي برید
د ننگرهار ولايت چارواکي وايي، څلور ځانمرگو بريدگرو په جلال آباد ښار کې د ماشومانو ژغورنې ادارې يا "سېف دې چلدرن" پر دفتر بريد کړى.