څلورمه برخه: مكه او كعبه د حضرت محمد په وختونو كي  

130ـ د مكې لومړنى والي او نور
لكه چې مخكي مو وويل د مكې ترفتحي وروسته په اسلامي دوره كي د لومړي ځل لپاره د مكې معظمې د امارت عزت د عُتاب بن اَسيد بن ابي العيض بن اميه په برخه سو.  د هجرت په اتم كال د كوچني اختر د مياشتي پر ( 6 ) نېټه كله چې رسول  د مكې د فتحي له چارو وزګارسو او د حُنين غزا ته تى، نو دى يې د مكې امير ( والي ) وټاكى. چې دغه مهال هغه د ( 21 ) كالو وو. نبي r هغه ته وويل :" عُتابه ته پوهېږې چې ته ما پر اهل الله ( د خداى پر دوستانو ) باندي امير ټاكلى يې، نوته د دوى سره ښه كوه. د امام فاكهي (رح) په وينا : ده ته يې دكاله څلوېښت اوقيه سره زر معاش وركاوه. عتاب بن اسيد د مړيني ترګړيه پردغه دنده باندي پاته سو. د حضرت صديق t د خلافت په مهال هم هغه د مكې والى وو. او عجيبه پېښه لا دا ده چې دوى دواړه په يوه ورځ وفات سول.  دغه راز د ابن عقبه t څخه روايت دى چې كله رسولr د حُنَين غزاته تى، نو معاذ بن جبل t يې په مكه كي خپل نايب وټاكى او حكم يې ورته وكړ چې د هغه ځاى خلكو  ته قرآن مجيد او د اسلام د دين احكام ور زده كړي.  امام ابن عبد البر (رح) د طبري (رح) څخه روايت كوي: كله چې رسول r طايف
ته تى نويې هبيره بن سهل الثقفي t په مكه كي د خپل نايب په توګه پرېښو وى. دى لومړى صحابي دى چې د مكې ترفتحي وروسته يې په حرم شريف كي لمونځ په امامت وركړى دى . په ظاهره دغه درې روايته يو د بل مخالف ښكاري، خو علامه فاسي (رح) دغه درې روايتونه داسي تطبيق كړي دي : رسول r عتاب والي وټاكى، معاذ بن جبل يې د امامت او تدريس چاروته وګومارى او هبيره يې د معاذ مرستيال مقرركړ، څو د هغه په نسته والي كي د امامت چار ي پرغاړه واخلي.
131ـ د فتحي دكال حج
لكه څنګه چې مود مخه وويل د فتحي په كال چې د هجرت اتم كال كيږي رسول  له جعرانې څخه د عمرې لپاره احرام وتاړه او د عمرې تر ادا كولو وروسته د ميانۍ ( ذي القعدې ) په مياشت كي مدينې ته ستون سو. په دغه كال د محب طبري په وينا حضرت رسول اكرم r عتاب ته امر وكړ چې د اميرالحاج په توګه په خلكو د حج مناسك ترسره كړي. خو د ازرقي (رح) د وينا له مخي رسول r كوم څوك د امير الحاج په توګه نه دى ټاكلى؛ بلكي دغه كال مسلمانانو او مشركانو په ګډه حج وكړ. اوله دې امله چې عتاب د مكې والي وو مسلمانان دحج په مناسكوكي دهغه سره وه. ( فتح الباري ). البته ځرګنده ده چې دغه كال رسول r حج ونه كړ.
132ـ د ابو بكر په امارت د هجرت
د نهم كال حج د هجرت په نهم كال د ميانۍ يا لوى اختر په مياشت كي رسول r حضرت ابو بكر امير الحج وټاكى او مكې ته يې واستاوه. علامه ابن حجر (رح) د واقدي (رح) له قوله وايي: په دې حج كي د ابو بكر t سره درې سوه تنه صحابه وه او رسول r شل اوښان هم ورسره لېږلي وه. وروسته د قرآن كريم د براءت د سورې لومړۍ برخه ترڅلوېښتم آيته نازله سوه چې په هغې كي د مشركينو سره د سوو ميعادي اوغير ميعادي تړونونو د برابرى پربنسټ د هغو  د پاى ته رسولوحكم وركړه سوى وو. ( دغه حكم د دې لپاره وركړه سوى وو چې د ځينو مشركينو له لوري به تړونونه ماتېدل، او د ځينو لخوا د تړونونو سره سره، د اسلام پر خلاف د سيسې جوړېدې، لكه څنګه چې به يې لاس برېدى تړون به يې تر پښو لاندي كاوه او  د دښمنۍ په مورچل كي به درېدل. دغه راز دغه حكم د مكې د سوبي په شرايطوكي له ټولي عربي ټاپووزمي څخه په تمامه معنا د اسلامي هيواد جوړولو لپاره. او له عربو څخه د شركي او زاړه جاهلي نظام د بېخي محو كولو لپاره. او دكوم خطر په مهال دكورنۍ فتنې د مخنيوي لپاره، وركړه سوى وو. په دې هكله د زياتو معلوماتو لپاره د قرآن كريم د تفسيرونو د التوبه يا براءت د سورې لومړۍ برخي وګورئ ). د دې حكم تر رسېدلو وروسته رسول r حضرت علي كرم الله وجهه مكې ته ولېږى، څو د هغه لخوا دغه حكم اعلان كړي.  د وينو او شتو په هكله د عربو دا دود وو، چې تړون كوونكو به پخپله يا د خپلي كورنۍ د يوه غړي پرلاس د تړون په باب اعلان كاوه او د بل چا پرلاس اعلان نه منل كېدى. ځكه نو رسول  حضرت علي چې د ده د اكازوى وو، د دې كار لپاره وګومارى.
حضرت ابو بكر t او حضرت علي t په " عرج " يا " عجنان " ناوه كي سره يوځاى سول. ابو بكر ور څخه وپوښتل چې د امير په توګه راغلى يې، كه د مامور په توګه ؟ علي t ورته وويل: د مامور په توګه راغلى يم. هغه وو چې ابو بكر په خلكو د حج مراسم ترسره كړه اوكله چې د لوى اختر د مياشتي لسمه سوه، د قربانۍ په ورځ حضرت علي د جمرې سره ودرېدى او خلكوته يې هغه اعلان واوراوه چې رسول r يې حكم ورته كړى وو. دلته بايد څرګنده كړوچي په دې توګه يې د مشركينو سره ټول تړونونه ختم اعلان كړه او هغوته يې څلور مياشتي مهلت وركړچي كه يې په دغه موده كي اسلام راوړ ښه كه نه له جزيرآ العرب څخه به وزي. اوكه له دې دواړو څخه يو هم ونه كړي، نوبه حربي كافر شمېرل كيږي او مسلمانان به ورسره جنګيږي، څو د عربو جزيره دكفر او شرك له ناولتيا بېخي اود تل لپاره سپېڅلې سي.  دغه راز يې هغوكسانو ته هم دغسي څلورمياشتي وخت وركړ چې كوم تړون نه وو ورسره سوى. البته كومو مشركينو چې د مسلمانانو سره د تړون په عملي كولوكي څه ګرمه نه وه كړې او نه يې د مسلمانانو خلاف د چا مرسته كړې وه له هغوسره تړونونه يې تر ټاكلو مودو پوري پرخپل ځاى پرېښوول.  په دې ترځ كي حضرت ابو بكرt د اصحابو يوې ډلي ته دنده وركړه چې اعلان كړي چې څوك په لڅو ( بربنډ ) دكعبې طواف نه سي كولاى، بلكي په راتلونكي كال كي مشركين حج هم نه سي كولاى. چې دې اعلان په ټوله عربي ټاپووزمه كي بت پالني ته د پاى ټكى كښېښود.

133ـ د رسول r حجونه او عمرې
په هدايآ السالك كي له ابن اسحاق څخه روايت دى چې خداى تعالى تر ابراهيم u وروسته داسي نبي نه دى مبعوث كړى چې دكعبې شريفي حج دې نه وي كړى. علامه ابن حجر(رح) ويلي دي چې حاكم په صحيح سند وايي چې رسول r ترهجرت د مخه څو حجونه كړى دى. خو ابن جوزي وايي چې د دغو حجونو شمېره نه ده معلومه. او ابن ا ثير وايي چې ترهجرت د مخه يې هركال حج كاوه. اما لكه چې د صحيح مسلم او نوروكتابونو څخه څرګنديږي رسولr ترهجرت وروسته يو حج كړى چې هماغه حجآ الوداع  ( د خداى په امانۍ ) حج دى.  دغه راز رسول r څلور عمرې كړي دي چې درې يې په ميانۍ كي كړي دي او يوه يې د حجآ الوداع سره د لوى اختر په مياشت كي كړې ده. يوه عمره يې هغه وه چې  د حديبيې د سولي په پايله كي يې عملاً ترسره نه كړه او په حديبيه كي يې " هديي " ذبح  كړې، احرامونه يې خلاص كړه او بيرته مدينې ته وګرځېدل. بله يې د هجرت په اووم كال د حديبيې د سولي سره سمه ترسره كړې چې د تېركال د عمرې قضاوه. ( له دې امله دغي عمرې ته عمرآ القضاء وايي ). بله يې د مكې ترفتحي وروسته له جعرانې څخه وه. اوبله يې د هجرت په لسم كال د حجآ الوداع سره وه.
134ـ د حج فرضيت
د حج د فرضيت په هكله كتابونه وايي : په اسلام كي حج د هجرت په شپږم كال فرض سو. ځيني وايي : په اتم كال فرض سو. خوسمه داده چې حج د هجرت د نهم كال په وروستيو كي فرض سو او د فرضيت آيت يې دادى : ]و لله على الناس حج البيت [  [ آل عمران : 97 ] يعني : پرخلكو د الله دا حق دى چې كه څوك د هغه كورته د رسېدو وس لري د هغه حج وكړي. او دا آيت د زياترو عالمانو په قول په عام الوفود ( د هجرت دنهم كال په وروستيوكي ) نازل سو. او رسولr د حج ترفرضيت وروسته يو بشپړكال حج نه دى ځنډولى او دا چې لسم كال ته يې وځنډاوه د دې عذرله امله وو، چې د آيت نزول د حج  د وخت تر تېرېدو وروسته وو. ( الفقه الاسلامي و ادلته ).
135ـ حجآ الوداع يا د خداى
په امانۍ حج كله چې د حضرت محمد r د دعوت او تبليغ ستره دنده سرته ورسېده او د خداى تعالى " د الوهيت د اثبات " او له هغه يوه خدايه پرته د نورو د الوهيت د نفي او د محمد رسول الله r د رسالت پربنسټ د يوې نوي، سپېڅلي ټولني جوړښت را منځته سو، نو داسي ښكاري لكه چې غيبي ها تف د حضرت خاتم الانبياء r په زړه او شعوركي دا احساس پيداكړى وي چې نور په دې نابوده دنيا ګۍ كي ستا د اوسېدلو شپې ورځي پاى ته نژدې سوي دي. ځكه نو هغه مبارك د هجرت په لسم كال،كله چې يې معاذ بن جبل t د يمن والي وټاكى، هغه ته  د هغه د تللو په مهال د خبرو په ترځ كي وويل:" ښايي ته زما سره تردې كال وروسته ونه وينې. او ښايي بيا زما دې جومات او زما قبرته راسې". نو د دې خبرو په اورېدوسره حضرت معاذ بن جبل ډېر ډېر وژړل.  رشتيا خو داده چې په دې توګه لوى څښتن غوښتي وه چې په خپل استاى  د دغه  د عوت ثمرې و ويني، كوم چې د هغه په لار كي يې ترشلوكالو زياته موده ډول ډول ستونزي او مشقتونه وګالل.  د دغه ستر او پرتمين حج بشپړه كيسه صحيح مسلم، ابو داود، نسايي، دارمي، ابن ماجه ، ابن ابي شيبه، بزار، او عبد بن حميد د امام جعفرصادق t له خولې، د هغه د پلار امام محمد باقر څخه، او هغه له حضرت جابر بن عبد الله t څخه د يوه ستر،جامع او اوږده حديث په ترځ كي روايت كړې ده، چې موږ يې ژباړه دلته راوړو. البته د دغه حديث په ځينو برخوكي مو څه داړتيا وړ څرګندوني هم د ځينو كتابونو په تېره د الرحيق المختوم څخه راوړي دي چې هغه مو د دې لپاره چې د حضرت جابر د اصلي حديث څخه بيلي وښوول سي په لېنديو ( قوسينو ) كي ليكلي دي : حضرت امام جعفر د خپل پلار له خولې وايي : موږ جابر بن عبد الله ته ورغلو، هغه  زموږ څخه پوښتني وكړې، څو چې زما وار راورسېدى. ماورته وويل: زه محمد د علي زوى د حسين لمسى يم. نويې لاس زما سرته را وغځاوه او د ميني او شفقت له مخي يې زما دكميس  ( قميص ) لوړي اوكښته تڼـۍ خلاصي كړې، بيا يې لاس زما پرسينه كښېښود. په داسي حال كي چې زه دغه مهال ځوان هلك وم. بيايې راته وويل چې ښه راغلې اى زما وراره، څه چې دي زړه غواړي پوښتنه يې وكړه. نو ما پوښتنه ځني وكړه. البته دى په سترګو ړوند وو. كله چې د لمانځه وخت را ورسېد، نو دى په يوه جامه كي چې پرځان يې را پېچلې وه لمانځه ته ولاړ سو. دا جامه دونه كوچنۍ وه چې كله به يې اوږوته كش كړه د لاندي خوا به ورپورته سوه او پټو يې څنګ ته پر يوه دَربلۍ ( سه پايه ) غوندي شي اېښى وو. نو يې موږ ته لمونځ راكړ. بيا ما ورته وويل چې د رسول الله د حج په هكله موږ ته خبرراكړه. هغه د لاس او نو ګوتو په شمېره او اشاره وويل: رسول الله r په مدينه منوره كي نه كاله و اوسېدى او حج يې ونه كړ. بيا يې د هجرت په لسم كال خلكو ته اعلان وكړ چې رسول الله r د حج كولو اراده كړې ده. نو ډېر وګړي مدينې منورې ته راغلل. ټولو غوښتل چې په رسولr پسي اقتدا وكړي. او څنګه چې هغه r كوي هغسي وكړي. هغه ووچي ( د شنبې په ورځ چې د ميانۍ څلور يا پنځه ورځي پاته وې، د سفر لپاره يې تياري ونيول. ورېښتان يې ږمونځ او غوړكړه  د هديي څارويو ته يې د هديي د نخښي ځانګړي پټۍ ور په غاړه كړې، د ماپښين لمونځ يې په مدينه كي څلور ركعته وكړ)، بيا موږ د هغه سره له مدينې څخه را ووتلو، څوچي ( ترمازديګرد مخه )گ ذوالحليفې ته ورسېدو. ( هلته رسول r واړول او د مازديګر لمونځ يې څلور ركعته سفريانه وكړ، اوشپه يې هلته په ذوالحليفه كي تېره كړه ). هلته د عميس لور اسماء، محمد بن ابو بكر الصديق وزېږاوه. نو اسماء رسول r ته سړى ور واستاوه، چې څنګه وكړم ؟ رسول r ورته وويل :" غسل وكړه او د ويني ځاى په يوه ټوكره بند كړه او احرام وتړه ". ( بيا يې سهار صحابه ووته وويل: د شپې زما د څښتن له لوري يو څوك راغى او ماته يې وويل: په دې مباركه ناوه كي لمونځ وكړه او ووايه چې عمره هم  د حج په وخت كي ترسره كيږي )، ( بخاري او الرحيق المختوم ). بيا يې په جومات كي لمونځ وكړ( دغه لمونځ يې چې د ذوالحليفې په جومات كي وو، د احرام دوه ركعته سنت لمونځ وو. مرقات. خو په كيف حج النبي نومي كتاب كي وايي: د رسول r دغه لمونځ پردې دلا لت نه كوي چې محرم دي دوه ركعته د احرام سنت وكړي . لكه چې ډېر وګړي دغه كاركوي. دا لمونځ رسولr د مخه تردې چې احرام وتړي كړىدي. او لكه چې امام نووي (رح) د مسلم په شرح كي ذكر كړي دي حسن بصري (رح) ويلي دي چې دغه دوه ركعته  د سهار لمونځ وو). بيا آنحضرت د ماپښين ترلمانځه د مخه د احرام لپاره غسل وكړ. وروسته بي  بي عايشې د رسول r پربدن او سر په خپل لاس زريره ( هغه خوشبويي چې په پرېو للو له منځه ځي ) اوپه مشكو ګډه خوشبويي، ووهل، چې د دغي خوشبويى ځلا د هغه د سر او ږيري پر ورېښتانو ښكارېده . خو هغه دغه خوشبويي پرې نه وله، بلكي پرې اېښې يې وه . بيا يې لنګ اوڅادر واغوستل ( احرام يې وتاړه ) د ماپښين لمونځ يې سفر يانه وكړ، بيايې پر مصلى باندي د حج او عمرې لپاره يو ځاى د احرام نيت وكړ او د " لبيك " آواز يې پورته كړ ).  بيا ( بهرراووت ) پرخپله اوښه " قصواء " سپورسو ځو چې يې بيداء ته ورساوه ( بيداء هغي دښتي يا بيديا ته وايي چې څه نه وي پكښې اودغه بيداء د ذوالحليفې سره د يو ځاى نوم دى ) حضرت جابر وايي : ماچي وكتل چې سترګومي ليدل د رسولr په مخكي پلي او سپاره روان وه . ښي لوري ته هم دغسي اوكيڼ لوري ته يې هم دغسي او شاته يې هم دغسي پلي اوسپاره روان وه. او رسولr زموږ په منځ كي روان وو. په داسي حال كي چې پر رسول r قرآن نازلېدى اوهغه يې په تاويل پوهېدى. نوڅه چې به رسول r كول، موږ به هم هغه كول. هغه په توحيد ويلو، ( لبيك ويلو ) آواز پورته كړ :" لبيك اللهم لبيك . لبيك لا شريك لك لبيك، ان الحمد و النعمآ لك و الملك لا شريك لك ".  ( يعني : زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. لويه څښتنه !  ستا د فرمان پلي كولو او ستا چو پړ ته حاضر او تيار ولاړيم. ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم، تا لره هيڅ شريك نسته، زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چو پړته حاضر او تيار ولاړ يم، په رشتيا سره ټوله ثنا، صفت او نعمتونه تالره دي، او ټولواكي  تالره ده، تالره شريك نسته ).  خلكو هم په دغه لبيك ويلو سره آوازونه پورته كړه. خو رسول r په دې هكله څه ترديد ښكاره نه كړ. او رسولr همدغسي دغه تلبيه ويل. جابروايي : موږ بېله حجه د بل شي نيت نه ووكړى اود حج په مياشتوكي مو عمره نه پېژندل. څوچي د رسول r سره ( پوره يوه اوونۍ وروسته سر ماښام مكې ته ورسېدلو.
رسول r په ذي طوى كي تم سو، هلته يې شپه وكړه، د سهارترلمانځه وروسته يې غسل وكړ، بيا سهار مكې ته ننووت. دا ديكشنبې ورځ د ذي الحجې څلورمه وه، پرلاري اته ورځي تيري سوې ) بيا بيت الله شريفي ته را ورسېدو، رسول r د حجراسود استلام وكړ. بيا يې په طواف كي درې واره په درو شوطوكي رمل وكړ. ( يعني د طواف په لومړيو درو ګردشونوكي يې د جګړې د اتلانو غوندي د بدن او اوږو په خوځولوسره ځانګړى حركت ترسره كړ ) او په نورو څلورو شوطونو كي يې عادي تګ وكړ، بيا مقام ابراهيم ته ورغى اودا آيت يې ولوست :  ] واتخذوامن مقام ابراهيم مصلٰى [ [ البقره: 125 ] ( عبادت ته د ابراهيم د درېدوځاى په
ځانګړې توګه د لمانځه ځاى جوړكړئ ). بيا يې دوه ركعته لمونځ وكړ او مقام ابراهيم يې د خپل ځان اوكعبې ترمنځ راووست. ( يعني د مقام ابراهيم ترشايې دغه دوه ركعته لمونځ وكړ )، چې په دغو دوو ركعتونو كي يې ] قل هوالله احد [ او] قل ياايهاالكافرون [ وويل.  ( يعني په لومړي ركعت كي يې ترالحمد لله وروسته قل يا ايها الكافرون او په دوهم ركعت كي يې ترالحمد لله وروسته قل هو الله وويل. نووي د مسلم شرح ). بيا بيرته حجراسود ته وروګرځېد او مچ يې كړه. بيا د صفا او مروه د دروازې له لاري صفاته ووت. كله چې صفا ته نژدې سو دا آيت يې ولوست : ]ان الصفا و المروآ من شعائرالله [ [ البقره:158 ] ( صفا او مروه د الله له نښانو څخه دي ) او ويل يې : په هغه څه پيل كوم چې خداى تعالى پيل په كړى دى. نو په صفا يې پيل وكړ او ور وخوت، څوچي بيته شريفه يې وليدل، قبلې ته مخامخ ودرېدى او خداى تعالى يې په يووالي او لويي ياد كړ، ويې ويل: بېله رشتياني معبوده بل د عبادت وړ نسته او دغه معبود يودى او شريك نه لري. ده ته واكمني ده او ده ته حمد و ثناده او هغه پرهرشي قادر دى. او بېله رشتياني معبوده بل معبود نسته او دغه معبود يو دى كوم چې خپله وعده يې پرځاى كړه، هغه وعده چې د مكې د فتحي او نورو سترو فتوحاتو په هكله يې كړې وه، او برى يې وركړخپل بنده ( حضرت محمد ) ته. او يوازي يې دكافرانو او د ښمنانو ډلوته ماته وركړه. بيا يې د دغو اذكارو په منځ كي دعا وكړه او دغه ذكر او دعايې درې ځلي تكرار كړه. بيا له صفا راكوز سو اود مروه پرلور روان سو، څو چې د دې ناوې په نس او ژوره برخه كي يې چابك ګامونه واخيستل. بياكله چې مخ پرلوړه روان سو، عادي ګامونه يې اخيستل، څو چې مروه ته ورسېد. او بيا هماغسي د مروه غرګي ته وخوت څو چې بيته شريفه يې وليدل، قبلې ته مخامخ ودرېدى او هماغه توحيد و تكبير او دعا او سعي او د دغي ناوې د نس چابك تګ يې تكراركړ. بيا يې وفرمايل : " كه زه په دې خبره چې اوس په وپوهېدم، د مخه پوهېدلى واى " هدى " مې [ هغه قرباني چې په حرم كي يې حلالوي ] د خپل ځان سره نه راوستل اوحج مې په عمره بدلاوه او له احرامه را وتلم. نوكه په تاسي كي داسي څوك وي چې هدى نه وي ورسره، نودي د عمرې د اعمالو ترسرته رسولو وروسته ځان حلال كړي، له احرامه دي را ووزي او حج دي عمره وګرځوي ". نو سراقه د مالك زوى ودرېدى او ويې ويل: اى د خداى استازې ! آيا دغه عمره د حج په شپوكي ياد حج سره په همدغه زموږ په كال ده، كه به تل ترتله وي ؟ نو رسولr د تمثيل په توګه خپلي ګوتي يو په بله سره كښې ايستې اودوه واره يې وويل:" عمره په حج كي داخله ده او تل ترتله به داسي وي ".  له بلي خوا حضرت علي كرم الله وجهه له يمن څخه د رسول r اوښان راوستل او  بي بي فاطمه يې د هغو خلكو په ډله كي وموندل چې له احرامه راوتلي وه ؛ رنګ كړي كالي يې اغوستي وه او سترګي يې توري كړي وې. نو علي د دې دغه كار بد ومانه. دې ورته وويل چې : د دې كار امر مې پلار راكړى دى.  حضرت جابر وايي چې حضرت علي په عراق كي وويل چې : زه په داسي حال كي چې  فاطمې ته د دې كار له امله په غوسه وم، رسولr ته ورغلم څو د هغې د دغي خبري په هكله پوښتنه ځني وكړم. نو مې رسولr خبركړ چې ما د دې دغه كار ښه نه دى بللى . رسولr راته وويل: "هو. دا رشتيا وايي. دا رشتيا وايې. تاكله چې حج پرځان فرض كړڅه دي وويل؟ ". حضرت علي ورته وويل : ما وويل او داسي نيت مې وكړ چې: اى باري خدايه ما احرام وتاړه په هغو سره چې ستا رسول احرام تړلى دى. رسول وويل : " چې زما سره خو هديي دي ته هم احرام مه باسه ".  حضرت جابر وايي : نو هغه اوښان چې حضرت علي له يمن څخه راوستلي وه، اوهغه اوښان چې رسول r د ځان سره راوستلي وه، ټول سل اوښه وه. حضرت جابروايي : ټول خلك له احرامه را ووتل او د سر ورېښتان يې لنډ كړه. مګرحضرت نبي r اوهغه چې هديي ورسره وې په احرام كي پاته سول. كله چې د ترويې ورځ ( د لوى اختر د مياشتي اتمه ) سوه ټولو منا ته مخه كړه او د حج احرامونه يې وتړل. رسول r پرخپله اوښه منا ته ولاړ اوهلته يې د ماپښين، مازديګر، ماښام، ماخستن او سهار لمونځونه وكړل. بيا يولږڅه ټال سو، څو لمر راوخوت ( يعني د سهار لخوا لمر پرجبل ثبير باندي څرګند سو ) او امر يې وكړ چې د " نَمِرې " په ناوه كي دي ده ته خېمه ووهل سي. بيا رسول د عرفات په لوري وخوځېد. قريشو داسي نه ګڼل چې دى r دي د مشعر الحرام سره ونه دريږي. لكه چې قريشو د جاهليت په زمانه كي داسي كول.  نو رسول  تر مزدلفې ور تېر سو، څو عرفات ته ورسېدى، هغه خېمه يې وموندل چې ده ته په " نَمِرَهٌ " كي درول سوې وه او هلته تم سو، څو چې لمر وګرځېد او د زوال وخت سو. بيا يې امر وكړ چې د ده اوښه " قصوا " تياره كړي، هغه يې د ده سپرلۍ ته آماده كړه. نو دى د عرنې د ناوې نس ( منځ ) ته، كومه چې له عرفات څخه نه ده ولاړى. ( دغه مهال د ده پر  شا و خوا يولك څلېرويشت زره، يا يو لك څلور څلوېښت زره انسانان را غونډ سوي وه ). ده دې خلكوته خپله خطبه واورول، ويې ويل:" اى وكړو ! زما خبري واورئ، ځكه زه نه پوهيږم، ښايې زه تردې كال وروسته دلته ستاسي سره هيڅ ونه ليدلاى سم ). بېشكه چې ستاسي ويني او ستاسي مالونه پرتاسي باندي داسي حرام دي، لكه دغه ستاسي نننۍ د عرفي ورځ چې ستاسي په دغه د لوي اختر په مياشت كي ستاسي په ښار مكه كي حرامه ده. پوه سئ چې د جاهليت د چارو هرشي زما تر پښو لاندي دى ( يعني باطل دى ) او د جاهليت د وختو  د وينوكساتونه اخيستل هم له منځه تللي او باطل سوي دي. زه د لومړي ځل لپاره د خپلي قبيلې د وينو څخه د ربيعه بن الحارث د زوى ويني باطلوم كوم چې د بني سعد په قبيله كي په رضاعت شيدې وركړه سوي وې او هزيلو وواژه. او د جاهليت د زمانې سود باطل دى. او لومړى سود چې زه يې باطلوم زموږ د قبيلې له سوده څخه د عباس بن عبد المطلب سود دى چې ټوله باطل دى. ( دغه راز ) د ښځو په هكله پرهېز وكړئ او له خدايه Y وبېرېږئ، ځكه چې دوي تاسي د خداى Y په عهد او امان په نكاح كړي. او د دوى شرم ځايونه مو  د خداى په خبره او امر ځانوته حلال كړي دي. او ستاسي له حقوقو څخه پردوى باندي دا دي چې دوى ستاسي فرشونو ته داسي څوك رانه ولي چې ستاسي خوښ نه وي. ( مراد يې دا دى چې دوي دي ستاسي دكور دننه د تللو او هلته دكښېنستلو اجازه هغه چاته نه وركوي چې تاسي يې نه خوښوئ، خپل وي كه پردى ). اوكه دوى داكار وكړي داسي يې ووهئ چې ډېري خوږ نه سي. او دوى پرتاسي دا حق لري چې دوى ته پرمشروع طريقه خواړه او لباس وركړئ. ما په تاسي كي هغه شى پرې ايښى چې كه په هغه منګولي كلكي كړئ هيڅكله به بې لاري نه سئ، چې هغه د خداى Y كتاب ( قرآن ) دى. په ياد ولرئ ترما وروسته بل نبي نسته او ترتاسي وروسته بل امت نسته. ځكه نو د خپل خداى r عبادت كوئ، پنځه وخته لمونځ كوئ، د رمضان د مياشتي روژه نيسئ ، په خوښي سره له خپلو شتو څخه زكات وركوئ،  د خداى  د كور حج كوئ او د خپلو واكمنو اطاعت كوئ. اوكه داسي وكړئ، نو جنت له به داخل سئ. او تاسي به د قيامت په ورځ زما په هكله وپوښتل سۍ چې ما ستاسي سره  د خداى د احكامو په باره كي څه كړي دي. نو تاسي به څه وواياست ؟ ". اصحابو وويل: موږ شاهدي وركوو چې تا خپل رسالت موږ ته رسولى او خپل امانت دي ادا كړى او امت ته دي نصيحت كړى دى. نو رسول r د شهادت په ګوته په اشارې سره چې آسمان ته يې پورته كړه او خلكو ته يې ونيول، درې واره وويل:" اى باري خدايه شاهد اوسه ! ".
(كله چې رسول r له خطبې څخه فارغ سو د خداى جلت عظمته له لوري دغه آيت نازل سو: ] اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتى ورضيت لكم الاسلام ديناً [  [ المائده: 3] ژباړه: نن ماستاسي لپاره ستاسي دين بشپړكړ اوخپل نعمت مې پر تاسي پوره كړ او اسلام مې ستاسي لپاره د دين په توګه غوره كړ. څنګه چې حضرت عمر دا آيت واورېدى نو يې وژړل. چا پوښتنه ځني وكړه چې ولي ژاړي ؟ ويې فرمايل: ځكه ژاړم چې تربشپړ تيا وروسته زوال دى. بخاري له ابن عمر څخه ). بيا ( بلال  ) اذان وكړ، بيا ( يې ) اقامت وكړ، بيا رسول r د ماپښين لمونځ په جماعت وكړ. بيا ( بلال ) اقامت وكړ او رسول r د مازديګر لمونځ په جماعت وكړ او د دې دواړو لمونځو نو په منځ كي يې بل هيڅ لمونځ ونه كړ. بيا رسول r پرقصوا سپور سو څو چې په عرفات كي د درېدو ځاى ته ورغى، د خپلي اوښي قصوا نس يې د جبل رحمت د لويو  ډبرو خواته وګرځاوه چې جبل المشاآ نومى ځاى يې په مخ كي راغى، قبلې ته مخامخ ودرېدى او ترهغو هلته ولاړ وو، څو چې لمرلوېدى او ژړزګي يې لږڅه له منځه ولاړه او د لمرټيكۍ ډوبه سوه، اسامه بن زيد يې ترشا سپوركړ او له عرفات څخه د مزدلفي په لور رهي سو. د قصوا اوښي واګي يې تردې اندازې ځانته راكش كړي او ټينګي نيولي وې چې د قصوا سرد هغې د زين له هغه ځايه څخه نښتى كوم چې سپرلۍ پرهغه باندي د ستړيا په مهال، پښې ايږدي او د ښي لاس په اشاره يې وويل: اى وګړو په ډاډ او وقار د رومئ او ورو ورو ځئ. اوكله چې به د رېګوكومي غونډۍ ته ورسېد، د اوښي واګي به يې لږ څه خوشي كړې، څو اوښه چټكه پر وخيژي، څو چې مزدلفې ته ورسېد. هلته يې د ماښام او ماخستن لمونځ، ماخستن په يوه اذان او دوو اقامتو په جمع وكړ. او د دې دواړو لمونځونو په منځ كي يې كوم نفل يا سنت لمونځ ونه كړ. بيا رسول r اړخ وواهه، څو چې سپېدې وچاودې اوكله چې د سهار وخت ورته څرګند سو په يوه اذان او يوه اقامت يې د سهار لمونځ ادا كړ. بيا پر قصوا سپور سو څو مشعر الحرام ( قِزح غره ) ته ولاړى، قبلې ته مخامخ ودرېدى او خداى ته يې دعا وكړه او په تكبير، تهليل او توحيد يې ياد كړ، ترهغو هلته ودرېدى څوچي ښه رڼا سوه، بيا ترلمر راختو د مخه له مزدلفې څخه رارهي سو او د عباس زوى فضل يې ترشا سپوركړ. فضل ښكلي ورېښتان درلوده، سپين او پى مخى وو. نوكله چې رسول  له مزدلفې رهي سو، له داسي ښځو سره تېر سو چې پرهودج ( د اوښ پركجاوه ) سپرې تېرېدلې. فضل هغوته كتل پيل كړه. رسول  د فضل پرمخ لاس كښېښود ، فضل خپل مخ بل لوري ته واړاوه، نو رسول  له بلي خوا لاس ورواړاوه او د فضل پرمخ يې نيوى چې له هغې خوايې هم واړوى، ( په نورو صحيحو روايتونو كي وايي چې فضل يوې خثعمۍ ښځي ته چې د رسول  څخه يې پوښتنه كول،كتل اوهغې ده ته كتل. دغي ښځي د رسول  څخه پوښتنه وكړه چې زما پر پلار حج فرض سوى دى، خو هغه ډېر سپين ږيرى دى او پرسپرلۍ ځان نه سي تكيه كولاى، نو آيا زه د هغه لپاره حج وكړم ؟ رسول  ورته وويل:" هو ". متفق عليه له مشكوٰآ او مرقاآ څخه). څو چې رسول د مُحَسرد ناوې نس ته ورسېدى او اوښه يې لږڅه چټكه كړه. بيا يې هغه منځنۍ لار واخيسته،كومه چې جمرآ الكبرى ته ور وزي. او دغي جمرې ته كومه چې د وني سره پرته ده ورغى ( هغه مهال هلته يوه ونه ولاړه وه. جمرهْ كبرى ته جمرهْ عقبه هم وايي ) او په اوو شګو يې وويشته. په داسي حال كي چې د هري شګي ويشتلو سره به يې الله اكبر وايه. اودغه شګي دغونه وې لكه د باغليو دانې. رسول  دغه شګي دغي جمرې ته د هغي ناوې له  منځه وروويشتې كومه چې دغه جمره پكښي واقع ده. بيا د حلالېدو ځاى ته وروګرځېد او دري شپېته اوښان يې پخپل لاس حلال كړل. بيا يې حضرت علي ته د حلالولو دنده وسپارل او  هغه پا ته اوښان حلال كړل او رسول  حضرت على  په خپله دې قرباني كي شريك كړ. بيا يې امر وكړ چې د هر اوښ څخه يوه يوه ټوټه غوښه پرې كړي، چې په دېګ كي واچول سوې او پخې سوې. او له دغوغوښو څخه حضرت محمد  او حضرت على  وخوړې او ښور وا يې وچښل. بيا رسول  سپور سو او په بېړه كعبې شريفي ته ولاړ او د اِفاضې طواف يې وكړ اوپه مكه شريفه كي يې د ماپښين لمونځ ادا كړ. بيا د عبد المطلب اولادې ته ( چې عباس او د هغه زامن وه او عبد المطلب يې نيكه كيږي )،كوم چې خلكو ته يې د زمزم اوبه وركولې، ورغى او ويې ويل: اى د عبد المطلب اولادې ! ما ته د زمزم اوبه راوكاږئ. كه خلكو زما د عمل په پيروي ازدحام نه كولاى ما به ستاسي سره دغه اوبه راكښلي واى. نو هغو يوه سلواغه اوبه ورته راوكښلې او آنحضرت  وچښلي. ( تردې ځايه د جابرحديث وو ). دغه ورځ يوم النحر وه، يعنى د ذي الحجې لسمه د لوى اختر لومړۍ ورځ وه. په دغه ورځ هم څاښت مهال رسول  يوه خطبه واورول. بيا د ذي الحجې پر 11_ 12_13 ورځو، يعني په ايام تشريق كي رسول  په منا كي واوسېدى چې په دې ورځوكي يې د حج پر مناسكو او د خداى  پر ذكر سر بېره، خلكو ته د شريعت احكام هم ور زده كول. بيا په  يوم النفر ( دوتلو يا تللو ) په ورځ چې د ذي الحجې ( 13 ) كيږي، له منا څخه ولاړ او په ابطح ناوه كي يې د بني كنانه وو په خيف كي واړول. ( ابطح، محصب او خيف بني كنانه درې سره د يوه ځاى نومونه دي. اوس پردغه ځاى د مكې د ښار نوي ودانۍ جوړي سوي دي ).
د ماپښين، مازديګر، ماښام او ماخستن لمونځونه يې هلته وكړه، د ماخستن ترلمانځه وروسته لږڅه بيده سو، بيا راپاڅېد، سپور سو او بيت الله شريفي ته ولاړ، طواف وداع ( د خداى په امانۍ طواف ) يې وكړ او بيا د حج د مناسكو څخه په وزګارېدو سره مدينې شريفي ته ستون سو.