څلورمه برخه: مكه او كعبه د حضرت محمد په وختونو كي  

 107ـ د مكې فتح
د حديبيې په معاهده كي چې د فريقينو ترمنځ وسوه، يو شرط دا وو چې ترلسوكالو به  د دوى ترمنځ جګړه نه كيږي. همدغسي د عربو قبايل اختيار لري چې د كوم فريق سره وغواړي، د هغو سره ملګري او يوځاى سي، او له دواړو جانبو څخه يو، داحق او اجازه نه لري چې د بل جانب پرحليف او اتحادي باندي لاس پورته كړي. د تړون د دغي مادې له مخي د بني خزاعه قبيله د مسلمانانو ملګرې وه. او د هغو حريفه قبيله بني بكرد قريشو سره يوځاى سوې وه. د تړون د دغي تصريح سره سره قريشو د حرم دننه د بني بكرو په ملاتړ پربني خزاعه وو بريد وكړ، ځيني وګړي يې په بې رحمى سره ور ووژل او ځيني نور يې آخوا دې خوا تيت او پرك كړه. تردې پېښي وروسته د بني خزاعه وو ځيني خلك مدينې منورې ته ورغلل او حضرت محمد  ته يې شكايت وكړ. رسول قريشو ته قاصد ولېږى، چې يا د مقتولينو خون بها ( ديت ) ادا كړئ، يا د بني بكرو ملاتړ پرېږدئ. اوكه داسي نه كوئ، نو بيا اعلان وكړئ چې د حديبيې تړون مات او له منځه تللى دى. قريشو چې دا شرايط واورېدل، د هغو په نماينده ګي قرظه بن عمر وويل: موږته درېيم شرط د منلو وړدى. بيا قريش پښېمانه سول او ابو سفيان يې د تړون د بيانوي كولو لپاره مدينې ته ولېږى او د رسول  حضورته حاضر سو. خو د رسول  د صبر پيمانه ډكه سوې وه او د بتانو له ناولتيا څخه يې د كعبې شريفي د پاكولو پرېكړه كړې وه. ځكه يې نو د تړون د بيانوي كولو څخه ډډه وكړه. او د كعبې د تطهير لپاره يې تيارۍ پېل كړې. لنډه داچي د هجرت په اتم كال د روژې مبا ركي پر لسمه نېټه د اسلام لس زره كسيز پوځ په خورا ډېرحشمت، عظمت او دبدبه د مكې په لور وخوځېد. محمدي لښكرو مكې مكرمې ته د يوه مزل يا تقريباً لسوكېلو مترو په وا ټن په " مر الظهران " نومي ځاى ( وادي فاطمه )كي واړول، او د رسول  د امرسره سم ټول پوځ بېل بېل ځايونه اورونه بل كړل. چې په دې ډول ټوله بېديا د امن ارشو وګرځېده. سره د دې چې د راز د خورا پټ سا تلو له امله قريشوته د دې لښكرو د خوځښت په باب څه پته نه وه. خو دوى د خزاعه وو سره د خيانت له كبله په ډاركي وه، چې رسول  به له دې امله ارو مرو د غوږ تاو راكوي. نو ځكه يې مشوره سره وكړه او پرېكړه يې وكړه چې كه د حضرت محمد  لښكر د جګړې لپاره راځي، نو د هغه په وړاندي به مزاحمت او مقابله نه كوي . او پردې سربېره به ابو سفيان بن حرب د دوى لخوا د رسول  څخه ټولو مكه والوته  د امان ترلاسه كولو لپاره، استازى وي. او هغه ته به خبر وركوي چې موږ مكه په دې شرط درسپارو، چې هغه د يوه آزاد ښار په توګه و پېژندل سي. او د اوسېدونكو د ځان او مال خوندي ساتل يې تضمين سي. خو هغو ابو سفيان ته دا دنده هم وركړه چې كه وپوهېدى چې د محمد لښكري لږ دي او قريش يې مقابله كولاى سي، نو هغه ته به د جنګ اعلان وركوي. البته قريشو د دې چارو لپاره حكيم بن حزام هم د هغه سره ملګرى كړ.  دغه مهال د حضرت محمد  اكا عباس بن عبد المطلب هم اسلام منلى وو، د مكې څخه يې د خپلي كورنۍ سره هجرت كړى وو اوپه لاره كي د هغه سره يوځاى سو او بيرته مكې ته رهي سو. كله چې اسلامي پوځ " مرالظهران " ته ورسېد او حضرت عباس  د هغه ډيرښت او پياوړتيا وليدل، نو هغه ته د خپل قوم د خوارۍ بېره پيداسوه، ځكه يې نو وپتېيل چې هرڅه ژر مكې ته ځان ورسوي او قريش د جګړې له نا خوالو وژغوري. هغه د شپې د مكې" اراك " نومي ځاى ته ورسېد او په همد غه شپه يې وغوښتل چې هلته يو څوك پيدا كړي چې په دې باب سمدستي مشوره وركړي. له ښه مرغه ابو سفيان، حكيم بن حزام او بُديل بن ورقاء په همدغه شپه د مسلمانانو  د لښكروپه هكله د معلوما تو تر لاسه كولو لپاره را وتلي وه. دوى نه وه خبر چې محمدي لښكري مكې ته د څلورو ميلوپه واټن نژدې رسېدلي دي. كله چې هغو له اراك څخه  د " مرالظهران " په لار كي خېمې، پوځ او زښت زيات اورونه وليدل سخت وارخطا سول، چې پاى د حضرت محمد د لښكرو څارندويانو ونيول او بنديان يې كړه. دغه مهال حضرت عباس او دوى سره پېښ سول. حضرت عباس مشوره وركړه چې اسلامي لښكروته بېله جګړې تسليم سي او امان وغواړي. ابو سفيان دغه مشوره بيله كوم تردده ومنل. نو هغه وو چې څارندويانو دوىبيرته خوشي كړه، ابو سفيان د رسول پرسپينه غا تره باندي چې حضرت عباس راوستلې وه، د هغه ترشا سپورسو او د رسول  د قرارګاه پرلور يې رهي كړ. په لاره كي حضرت عمر چې دغه شپه د لښكرګاه د سا تني كار ور سپارل سوى وو پرپېښ سو او چې وپوهېدى چې ابو سفيان د حضرت عباس ترشا سپور دى ورغږ يې كړه: اى د خداى دښمنه ! د خداى شكردى چې بېله كومي ژمني او معاهدې يې ما ته د شپې په لاس راكړې. ( د ابو سفيان تېري ټولي نا كردې ټولو ته معلومي وې. چې له هغو څخه هره يوه د هغه د وژني وړ وه؛ د اسلام سره د هغه عداوت او دښمني؛ پر مدينه منوره باندي په پلاوو پلاوو بريدونه؛ د عربوقبايلو را پاڅول او د رسول  د وژلو پټه توطئه،دا ټولي خبري د هغه د مرګ سبب كېداى سوې ). حضرت عمرته د ابو سفيان وژل ډېرآسانه كار وو، خو هغه چې وليدل چې د رسول الله د اكا ترشا د هغه پرغا تره سپور دى، په بېړه د رسول الله د اوسېدو د ځاى په لوري وخوځېد، څوله هغه څخه د هغه د وژلو امرترلاسه كړي. حضرت عباس د دې خبري په پوهېدوسره، د دې لپاره چې ترحضرت عمرد مخه د پېغمبرد اوسېدو ځاى ته ورسيږي، غاتره چټكه كړه او ترحضرت عمرد مخه ورورسېد. خو حضرت عمر هم سمدستي پسي ور ورسېد او د رسول الله  په مخكي يې د ده پرسر د حضرت عمرسره شخړه سوه. چې پاى رسول  امان ور ته وركړ او عباس ته يې وفرمايل چې ته يې نن شپه ستا په كوركي وساته، سبا سهار يې ماته راوله. وايې چې بُديل بن ورقاء كوم چې د خزاعه وو سردار او د مسلمانانو حليف ( ملګري ) وو او حكيم بن حزام چې د بي بي خديجې د اكا زوي وو، هم د شپې د عباس  په كوركي وه. خو ځيني بيا وايي چې كله حضرت عباس، ابو سفيان پرغاتره سپوركړ، دوي بيرته پرشا وګرځېدل. د ابو سفيان پرخېمه يې سختي پيرې ولګولې او كله چې سهار سو، هغه يې د رسول  حضور ته وروستى او ترڅه زړه نا زړه توب وروسته يې د حضرت عباس په مشوره ايمان راوړ ،او بيايې بېله مقاومته د مكې د سپارلو تړون ورسره لاسليك كړ. البته د رسول  لخوا هم تضمين او ډاډ وركړه سو چې دوي به د مكې د خلكو د مالونو او ځانونو ساتنه كوي. حضرت عباس حضرت محمد ته عرض وكړ چې ابو سفيان عزت خوښوونكى سړى دى، نو ده ته څه عزت او وياړ هم ور په برخه كړه. هغه وفرمايل:" ښه دى، څوك چې د ابو سفيان په كور كي يا په مسجد الحرام كي پناه واخلي. يا دخپلو كورونو دروازې په ځانو پسي وتړي يا وسله پر مځكه كښېږدي، هغه ته دي امان وركول كيږي". وايې چې دغه مهال حكيم بن حزام هم مسلمان سو او ده او ابو سفيان دواړو رسول  ته سلاوركړه چې تر مكې د مخه هوازن ته د جګړې لپاره ولاړسي خو رسول  ونه منل. بيا رسول  وفرمايل دوي د غرونو په يوه لوړه او تنګه ناوه كي ودروئ، څو د خداى د پوځونو د سترتوب ننداره وكړي او د هغو غښتلتيا، ښه نظم، ښې وسلې او د شمېر ډېرښت په درسته توګه وويني. تردې وروسته ابو سفيان مكې ته ولاړ او خپل قوم قريشو ته يې وويل: د محمدي پوځونو په وړاندي وسلې پر مځكه كښېږدئ او جګړه مه ورسره كوئ او هغوي يې د اسلام منلو ته هم وبلل. خو په دې وخت كي ځيني احساسا تي وكړي د قريشو د لښكرو د راغونډولو او د نبوي پوځ په وړاندي د ټينګار په تكل كي سول او ځينو د ابو سفيان له خبرو څخه سروغړاوه. ان چې د هغه مېرمني " هند " قريش د هغه وژلوته وهڅول. خو د دوى دې هڅو څه ځاى ونه نيو او خلك تردې خبرو اورېدلو وروسته سره تيت سول. چې په پايله كي د ټولو زړه ته تېره سوه چې د اسلام د پوځ سره مقابله بې ځايه كاردى. نو يې د ابو سفيان خبري ومنلې او د اسلام د پوځ په وړاندي يې د نه مقاومت پرېكړه وكړه. كوڅې يې خالي كړې ؛ وسلې يې وغورځولې او په خپلوكورونو، مسجد الحرام او د ابو سفيان په كوركي كښېنستل. رسول  د مكې په لار كي په " قديد " نومي ځاى كي خپل پوځونه پر قبايلي بنسټ سمبال كړه او له هغه ځايه يې د مكې په لوري په بشپړه تياري وخوځول. خوكله چې " ذي طوٰى " نومي ځاى ته چې اوس" زاهر " ورته وايې ورسېدل، نو دغه لس زريز پوځ يې پر پنځو غونډونو ووېشى. پخپله حضرت محمد  د لومړي غونډ مشر وو په كوم كي چې د مهاجرو او انصارو لويان او د عربو قبا يلو مشران او سرداران شامل وه. او د نورو څلورو غونډونو مشري يې خالد بن وليد  ، زبير بن عوام، ابو عبيده او سعد بن عباد ته وسپارل. خالد بن وليد ته يې حكم وركړچي ستا لښكردي مكې ته د هغې د لاندنۍ برخي ( ميمنې ) څخه ننوزي. زبير بن عوام ته يې حكم وركړچي د مكې له پاسنۍ برخي ( ميسرې ) څخه هغې ته ننوزئ او په " حجون " كي بيرغ جګ كړئ. پخپله هم له دغي لاري ور وخوځېد. د حضرت ابو عبيده پلي پوځ ته يې حكم وركړچي تاسي د مكې د ناوې منځ واخلئ او هغې ته ننوزئ. او سعد ته يې حكم وركړچي ستا پوځ دي مكې ته د هغې د جنوب لوېديزي لاري ننوزي. دغه راز رسول  د خپل پوځ قوماندانانو ته په مكه كي د وسلې نه كارولو او د پېښكي ( احتمالي ) جګړه كوونكو پرته د نورو وګړو نه وژلو په هكله ډېر سخت احكام صادركړه. بالاخره د هجرت په اتم كال د روژې پرشلمه ( د ورځو په نېټوكي اختلاف دى او ښې دقيقي نه دي ) نبوي پوځ بېله كوم مقاومته مكې ته ننووت. خو يوازي د خالد بن وليد لښكر د يوڅه سپك او بابېز مقاومت سره مخامخ سو. موْرخين په دې هكله وايي چې په لار كي د خالد بن وليد  له ملګرو څخه كُرز بن جابر فهري او حُبَيشُ يا خُنَيس بن الاشعر له دې امله چې د لښكرو څخه بېل سوي وه، او پربله لار روان وه، په شهادت ورسېدل. او په " خندمه " نومي ځاى كي د خالد لښكر د قريشو د پاى لوچانو د مقاومت سره مخامخ سو، چې په يوه سپك بريد كي دوولس يا اته ويشت، او په بل روايت اويا تنه مشركان ووژل سول او نور وتښتېدل.

 108ـ حضرت محمد ، مكه اوكعبه

لكه چې د مخه مو وويل،كله چې نبوي لښكري مكې ته ننوتلې، هلته بيله د خالد بن وليد له سپكي نښتي نوري څه پېښي ونه سوې. د دې پوځ يوه سالار حضرت زبير بن عوام ته دنده وركړه سوې وه چې د خپلو ځواكونو سره يو ځاي د مكې په " حجون " نومي ځاى كي واړوي . هغه په حجون كي د رسول  بيرغ پورته كړاو د هغه د اوسېدو لپاره يې قبه ( د څرمني خېمه ) ودرول او بيا رسول  ورغى او په خېمه كي واوسېدى. چې د هغه سره حضرت ام سلمه (رض) او حضرت ميمونه (رض) هم وې. حجون د " معلاآ " مقبرې ته نژ دې سيمه ده چې ورختل ستو نزمن وه، خو بيا معاويه، بيا عبد الملك، بيا مهدي او بيا په 811 س. كال كي او بيا د 820 س. كال په شا و خوا كي د مصر پاچا هغه اواره كړه او ختل يې ورته آسانه كړل. حجون اوس هم په مكه كي پا ته او پېژندوى نوم دى. خو د مكې د ښارد نوي پراختيا په پايله كي نوي ودانۍ پر راغلي دي. په فتح مكه كتاب كي وايي چې: " دغه ځاى د حضرت محمد  پوځي قرارګاه وه چې هغه د مكې د اوسېدو په مهال همدلته اوسېدى ". هغه  په داسي حال كي چې د الفتح سوره ويل، بېله احرامه مكې ته ننووت او اصحابو يې هم احرامونه نه وه تړلي. خوكله چې حضرت محمد  مكې ته د ننوتلو اراده وكړه، غسل يې وكړ اوله دغه ځايه يې چې شاوخوا او وروسته او وړاندي يې موجود انصار او مهاجراو پوځي قوماندانان روان وه، د مسجد الحرام په لوري مارش وكړ. او په ډېر هيبت او شان و شوكت د تكبيرونو په ويلو سره، مسجد الحرام ته ننوتل. هغه  د زيا تي ګڼي ګوڼي ( ازدحام ) له امله د حجر اسود استلام د لكړي په وسيله وكړ او بيايې د خپلي اوښي په سپرلۍ د خداى د كور طواف وكړ. بيا يې دوه ركعته لمونځ وكړ. بيا د زمزم څا ته ورغي، د زمزم اوبه يې وچښلې او اودس يې په تازه كړ. بيا يې د مقام ابراهم په نامه ډبره چې په بيت الله شريفه پوري نښتې پرته وه، پرهمدغه اوسني ځاى كښېښوول. خود واقدي په وينا كله چې رسول  د طواف څخه وزګار سو، نو له خپلي اوښي كوز سو او معمر بن عبد الله بن نضله د هغه اوښه د مسجد د باندي و ايستل او بيا يې زغره واغوستل او خول يې پر سركړ، چې توره لنګوټه يې ترهغه خول لاندي تړلې وه، مقام ابراهيم  ته ورغى. هلته يې دوه ركعته لمونځ وكړ. بيا د زمزم څاته ولاړ. رسول  د طواف په دوران كي په يوه ليندۍ پركعبه او د هغې پرشاوخوا درې سوه شپېته ځاى پرځاى سوي بتان مات كړه، چې د هغو د ماتولو په مهال يې ويل:  جاء الحق وزحق الباطل ان الباطل كان زهوقا  [ الاسراء :81 ] يعني: حق راغي او باطل له منځه ولاړ بېشكه چې باطل له منځه تلونكي دى. دغه رازيې و ويل:  جاء الحق وما يبدئ الباطل وما يعيد  [ سباء : 49] يعني: حق راغلى دى او اوس د باطل لپاره هيڅ نه سي كېداى. دغه رنګه يې حضرت عمرته وفرمايل چې: پركعبه باندي ټول تصويرونه ايسته كړي. البته حضرت رسول  له دې امله چې د احرام په حالت كي نه وو يوازي په طواف كولو بسنه وكره.

 109ـ په طواف كي پر پېغمبر باندي د يوه سړي بريد

 يوه سړي چې نوم يې " فضاله " بن عُمير ملوح ليثي وو، د مكې د فتحي د تاريخي ورځي د طواف په دوران كي وغوښتل چې رسول  ووژني. مګرخداى تعالى هغه له دې ناوړه قصده خبركړ چې دا كوښښ ناكامه سو او وروسته دغه سړي اسلام راوړ. كله چې دغه سړى رسول  ته نژدې سو، نو رسول  هغه ته مخ ور واړاوه او ځني ويې پوښتل: ته فضاله يې ؟ هغه ورته وويل هو ! اى د خداى رسوله زه فضاله يم. هغه ورته وويل : په زړه كي دي څه خبري كولې. هغه ورته وويل: هيڅ خبري مې نه كولې، د خداى  ذكر مې كاوه. رسول الله ومسل او ورته ويي فرمايل: له خدايه بخښنه وغواړه. بيا هغه خپل مبارك لاس د فضاله پر ټټركښېښود، چې په دې ډول د هغه زړه ارام سو. فضاله وايي: په خداى لوړم چې لا رسول الله  زما له ټټره لاس نه وو ايسته كړى، چې ماته د خداى په خلكو كي تر ټولو ډېرګران او راتېرسو. او په دې ډول هغه اسلام راوړ. فضاله وايي چې زه خپل كور ته بيرته راتلم چې په لار كي هغه ښځه په مخه راغله چې ما به پخوا وراني خبري ورسره كولې. هغې راته وويل: راسه خبري سره وكړو. ما ورته وويل: نور زه ستا سره خبري نه كوم. بيا يې څو اشعار وويل چې دغه يې ژباړه ده : دې و و يل را سه خبـــري وكـــړو مـا ورتــه و ويـــل چـي نـه يې كوم زه نور الله او ا سلام منع كـــړمـــه تـــا محمد او د خداى پــوځ ونـه ليد؟ چې دكعبې بتان يې ټوله مات كره نـوزه هـــم ستا د مخ بت نه لمانځم نور.

 110ـ رسول  ته دكعبې د كلۍ د وركولو څخه ډډه كول

 رسول  ترطواف او دكعبې د باندي بتانو ترما تولو وروسته حضرت بلال دكعبې شريفي په خادم اوكلي ساتونكي عثمان بن طلحه پسي واستاوه، څو دكعبې د دروازې كلي ځني راوړي. دكعبې حجابت ( خدمت او كلي ساتل ) به تل د بني عبد الدار سره وو. كله چې عثمان بن طلحه مسلمان سو او مدينې ته يې هجرت وكړ، نو د كعبې كلي د هغه مور ته ورسېده كومه چې د مكې د فتحي تر ورځي پوري لا پرشرك ولاړه وه. نو حضرت عثمان خپلي مورته ورغى او ورته ويې ويل چې د كعبې كلي حضرت پېغمبر  غوښتې ده، رايې كړه چې وريې وړم. خو هغې د كلۍ د وركولو څخه ډډه وكړه. عثمان ورته وويل: په څښتن لوړم چې ته به داكلي حضرت محمد  ته ارو مرو وركړې،كه يې ماته رانه كړې، بل يو رالېږي او دا كلي درڅخه اخلي. دوى دغه خبري كولې چې ناڅاپه يې د ابو بكر او عمر غږ واورېدى. د عثمان مور وبېرېدل او سمدستي يې كلي خپل زوى ته وركړه. حضرت عثمان د رسول  په حكم دكعبې دروازه پرانيستل، د هغې دننه يې د تصويرونو د ايسته كولو امر وركړ او هغه د لرګي څخه د كوتري جوړسوى بت يې پخپله مات كړ.

 111ـ د كعبې دننه د رسول  لمونځ

 تردې وروسته رسول په داسي حال كي چې اسامه او بلال هم ورسره وه، دكعبې دروازه وتړل. بيا له دروازې څخه مخامخ دېوال ته دكابو درو ګزو (138 سانتي مترو ) په واټن په كعبه شريفه كي شمالي لوري ته چې دوه ستونونه يې ښي لوري، يوستون يې كيڼ لوري، او درې ستونونه يې وروسته وه ( هغه مهال په كعبه كي شپږ ستونونه وه، اوس درې دي )، پر لمانځه و درېد اودوه ركعته لمونځ يې وكړ. حضرت اسامه  او حضرت بلال  هم دوه ركعته لمونځ وكړ.

 112ـ د رسول  تاريخي خطبه ( وينا )

 وروسته رسول  دروازه پرانيستل، د دروازې په دواړو بازوګانو پوري يې لاسونه ونيول او په داسي حال كي چې لاندي يې قريش او نور ټول انتظار وه و يې فرمايل:" له خدايه پرته بل د پالني وړ ( معبود ) نسته، هغه يودى، شريك نه لري. هغه خپله ژمنه رشتياكړه او د خپل بنده ( رسول ) سره يې مرسته وكړه او يوازي يې ټولو باطلو ډلګيو ته ماته وركړه. واورۍ ! د بيت الله د خدمت كولو او د حاجيانو د اوبو وركولو ( حجابت اوسقايت ) پرته نور ټول عزت، وينه اوشته زما تردغو دوو قدمونو لاندي دي. يعني د جاهليت ټول رسوم او دودونه باطل دي. په ياد ولرئ ! په خطا قتل يا شبه عمد قتل كي چې په شلاخه يالكړه وي، مغلظ ديت دى. يعني سل اوښان به وركوئ چې له هغو څخه به څلوېښت بلاربي اوښي وي. اى قريشو ! خداى ستاسي د جاهليت غرور او په پلار، نيكه وياړ له منځه يووړ. ټول خلك له آدم  څخه پيدا سوي، او آدم له خاورو پيدا سوى دى. بيا يې دا آيت تلاوت كړ:  يايها الناس انا خلقنكم من ذكر و انثٰى و جعلنٰكم شعوباً و قبائل لتعارفوا ان اكر مكم عند الله اتقٰكم ان الله عليم خبير  ". [ الحجرات:13 ] ژباړه: اى خلكو ! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا كړي ياست، او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولاست، څو تاسي يو له بله سره وپېژنئ. په حقيقت كي د الله  په نزد له تاسي څخه تر ټولو زيات عزتمن هغه څوك دى چې په تا سي كي تر ټولو زيات پرهيزګار وي. بيشكه الله  پرهرڅه پوهېدونكى او باخبره دى. بيا يې وويل:" اى قريشو ! تاسي څه ګومان كوئ چې زه له تاسي سره څه كړنه كوم ؟ " هغو ورته وويل: موږګومان كوو چې ته زموږ سره د ښو؛ ښه ورور او ښه وراره په توګه كړنه كوې. هغه  ورته وويل:" نو زه تاسي ته هغه خبره كوم چې حضرت يوسف  خپلو وروڼوته كړې وه: [ لا تثريب عليكم اليوم اذهبوا فانتم الطلقاء ]". يعني: پر تاسي باندي كومه مواخذه او سرزنش نسته، ځئ تاسي ټول عفو او آزاد ياست.

 113ـ دكعبې كلي بېرته عثمان ته وركول.

 كله چې ترخطبې ويلو وروسته رسول  په مسجد الحرام كي كښېنستي، حضرت علي  چې دكعبې كلي يې په لاس كي وه حاضر سو او ورته ويې ويل: اى د خداى استازې موږ ته د حاجيانو د اوبولو ( سقايت ) پردنده سربېره دكعبې دكلۍ د سا تلو ( حجابت ) عزت هم را په برخه كړه ( د خداى رحمت دي وي پرتا باندي ). د يوه بل روايت له مخي دغه غوښتنه حضرت عباس  وكړه. نو رسول  وفرمايل:" عثمان بن طلحه چيري دى ؟ ".كله چې يې هغه ورته راوست، ورته ويې فرمايل:" عثمانه ! واخله دغه ده كلي دي. نن د نېكى او وفادارى ورځ ده ". كتابونه وايې:كله چې هغه مبارك كلي وركول ورته ويې ويل:" دا دتل لپاره واخله. ستاسي څخه به دغه كلي هغه څوك اخلي چې ظالم وي. اې عثمانه ! خداى  تاسي د خپل كور امين كړي ياست، نو چې د دې بيت الله شريفي په سبب څه تاسي ته په لاس درځى په معروفه ؛ ښه پېژندل سوې ( حلاله ) توګه يې خورئ. او دا آيت يې تلاوت كړ:  ان الله ياء مركم ان توْدوا الامٰنٰت الٰى اهلها  [ النساء : 58 ] يعني: لوى څښتن پرتاسي موْمنانو امر كوي چې امانتونه د هغو اهل او څښتنانو ته وسپارئ ( دا آيت په ځانګړې توګه د عثمان بن طلحه په هكله نازل سوى دى ). عثمان بن طلحه وايې چې موږ د جاهليت په زمانه كي دكعبې دروازه هره دوشنبې او پنجشنبې خلاصول. يوه ورځ حضرت محمد  راغى، څو د نورو خلكو سره كعبې ته ننوزي. ما څه ترخوله تېره خبره ورته وكړه، خو هغه له سړې سينې ( حلمه ) كار واخيست، او ويې ويل: " اى عثمانه دا ځاى يې نخښه چې يوه ورځ به دغه كلي زما څخه وي ". ما ورته وويل: هغه مهال به نو قريش خوار سوي وي. ده وفرمايل:" نه، بلكي د عزت څښتنان به وي ". بيا هغه كعبې ته ور ننووت. د رسول  دې خبري زما زړه ته دا را تېره كړه چې په رشتيا به داسي وسي. ځكه نو ما و پتېيل چې اسلام راوړم. خو قوم مې له دې امله ډېر و زورولم. كله چې رسول الله د عمرآ القضاء لپاره مكې ته راغى، خداى تعالى مې په زړه كي اسلام را واچاوه. خو ما ونه سواى كولاى چې له نژدې ورسره وګورم، څو هغه بېرته مدينې ته ولاړ. بيا ما وكولاى سواى چې مدينې شريفي ته ولاړ سم. په مدينه كي مې د رسول  سره بيعت وكړ او هلته ورسره پا ته سوم، څو چې د مكې د فتحي د غزا لپاره ور سره رهي سوم، كله چې رسول  مكه فتح كړه زما څخه يې د كعبې كلي واخيستل او بيا يې بيرته ماته وسپارل، زه ځني رهي سوم. خو هغه راپسي را غږ كړه او زه بيرته ور وګرځېدلم. رسول  راته وويل: په ياد دي دي چې ما د مخه يو مهال در ته ويلي وه چې دا كلي به يوه ورځ زما سره وي ؟ ما ورته وويل: بلي ! زه شاهدي وايم چې بېشكه ته د خداى  استازى يې. وايې چې عثمان د رسول  ملازمت غوره كړ او دكعبې كلي يې خپل د اكا زوي " شيبه " ته وركړه.

 114ـ د كعبې شريفي خزانه

 كله چې ابراهيم  كعبه ودانه كړه د هغې دننه يې د ورننوتونكي ښي اړخ ته د څا غوندي د دروګزو په ژوروالي يو غارګډى وكيندى، او هغه شيان به يې ور اچول كوم چې خلكو به په سوغات كي ورته ډالۍ كول. لكه پسول، سره او سپين زر، خوشبويي او داسي نور. چې له دې امله دغه څاډوله ځاى دكعبې په خزانه ونومول سو. دغه رازد ځينو لاملونو له امله دغه ځاى ته " جُب " ، " غبغب " او " اخسف " هم ويل سوي دي. كله چې قريشو كعبه د رسول  تر بعثت پنځه كاله د مخه بيا ودانه كړه، دكعبې دغه غارګډى يې هماغسي پرخپل پخواني حال پرېښود، او پرهغه باندي يې هماغه د " هبل " په نامه يو ستر بت كښېښود،كوم چې د بني خُزاعه وو د قبيلې مشر او د مكې پخواني واكمن عمرو بن لحى له مآرب يا الجزيرې څخه ورته راوړى وو. امام ازرقي (رح) په اخبارمكه كي وايي چې رسول  د مكې د فتحي په مهال د مكې په دغه خزانه كي اويازره اوقيه سره زر و موندل. او علامه ابن خلدون په خپله مقدمه كي وايي چې په دغه خزانه كي لس لكه ديناره هم وه كوم چې وزن يې دوه سوه قنطاره وو. د هغو په هكله حضرت علي كرم الله وجهه، رسول  ته وويل كشكي دغه شته په جګړه كي ولګوې، خو هغه  لاس هم ورنه وړ. بيا ابو بكر هم د خپل خلافت په مهال څه غرض په ونه كړ. حضرت ابن وايل وايي: دكعبې د خادم شيبه نومي سره په كعبه كي پرچوكۍ كښېنستلم. هغه راته وويل: يو وخت پردغه چوكۍ حضرت عمر  كښېنستى او ويې ويل:" پتېيلې مې ده چې په دې كعبه كي چې څه سره او سپين زر دي، پرې نه ږدم او ټول پرمسلمانانو ووېشم . شيبه وايي: ما ورته وويل چې ستا دوو ملګرو حضرت محمد  او ابو بكر صديق  خو داسي نه دي كړي. نو حضرت عمر وويل هغه خو ستر سړي دي. كه هغو داسي نه وي كړي نو زه هم د هغو پيروي كوم او دا كار نه كوم. ( بخاري او ابو داود ). د ابن الزبير او حجاج لخوا دكعبې د بيا جوړوني په هكله چې تاريخ ليكونكو څه څرګندوني كړي دي په هغو كي د دغه څا په هكله څه نه په سترګوكيږي، چې آيا هغو دغه څا پرخپل حال پرې ايښى، كه يې ډك كړى دى. خو الحاج عباس كراره ليكي : داسي ښكاري چې ابن الزبير  دغه څا له ډبرو ډك كړى وي. او حجاج هم بيرته د پخواپه شان نه وي جوړكړى. چې البته ترنن ورځي پوري به دغسي پاته وي. نوكله چې يې دغه څا له منځه يووړ دكعبې خزانه يې د شيبه په كور كي خوندي كړه، او په وروسته كي به هم چې كوم شيان كعبې ته هديه كېدل، د شيبه حجبي په كوركي به ساتل كېدل. علامه ابن خلدون (رح) وايي چې دغه خزانه د افطس ترفتنې پوري چې په كال 199 س. كي پېښه سوه، خوندي وه. كله چې حسن افطس پر مكه واكمن سو، نويې له كعبې څخه دغه خزانه را وكښل او ويې ويل: دا خزانه چې په كعبه كي پرته وي په څه درد خوري، دغسي خو دا بې ګټي پرته ده،كعبه داڅه كوي ؟! زه د دې مستحق يم، دا بايد پرجهاد ولګوم. چې بالاخره يې هغه واخيستل او خرڅه يې كړه. له هغې ورځي څخه دكعبې خزانه له منځه ولاړه

 115ـ د مكې له شتمنو پور

 رسول د يوه فاتح په توګه كولاى سواى چې د مكې خزانه ياد مكې له مغلوبو شتمنو څخه هرڅه واخلي. خو هغه نه دكعبې له خزانې څخه څه واخيستل او نه يې د مكې له شتمنو څخه يو درهم په زور واخيست. سره د دې چې د ده پوځيانو د غربت او نشتمنۍ له كبله شتوته ډېره اړتيا هم درلوده. نبي  د مكې له شتمنو څخه د هغو په خوښه، يونيم لك درهمه په پور واخيستل او هغه يې د پوځ پر اړو وګړو ووېشل. بياكله چې هغه ته لوى څښتن د " حنين " په غزاكي پرهوازنو باندي برى ور په برخه كړ او له مشركينو څخه يې ډېرشته د ولجې په توګه په لاس راوړل نويې د مكې د شتمنو قرض د منني په ويلو سره بيرته وركړ.

 116ـ دكعبې پربام باندي د بلال  اذان

 كله چې د مكې د فتحي په ورځ د ماپښين د لمانځه وخت را و رسېدى، حضرت بلال د حضرت پېغمبر په امر دكعبې بام ته وختى او اذان يې وكړ. دغه مهال ابو سفيان، عتاب يا د هغه ورورخالد بن اسيد، حارث بن هشام او ځيني نور دكعبې په شاوخواكىكوم ځاى ناست وه. عتاب وويل: خداى پراسيد مهرباني وكړه چې د مكې ترفتحي يوه ورځ د مخه مړسو او دغه اذان يې وانه ورېد. حارث وويل: واورئ ! والله ! كه ماته معلومه سي چې هغه پر حقه دى، زه به يې دستي پيروي وكړم. ابو سفيان وويل: ګورئ ! والله ! زه څه نه سم ويلاى. ځكه زه چې هرڅه وايم، نو دغه شګي هم زما په هكله خبر وركوي. تردې وروسته نبي  دوى ته ورغى او ورته ويې فرمايل:" تاسي چې اوس كومي خبري كولې هغه ماته ټولي معلومي سوې. تا اى فلانيه ! داسي وويل. تا اى فلانيه ! داسي وويل. او تا اى فلانيه ! داسي وويل". د دې سره سم حارث او عتاب وويل: موږ شاهدي وايو چې ته د الله رسول يې. په خداى  قسم چې زموږ سره څوك نه وو ناست، چې زموږ له دغو خبرو څخه خبر سي او موږ ووايو چې هغه به تاته ويلي وي. او ابو سفيان وويل: ما خو اى د خداى رسوله څه نه دي ويلي. رسول  وخندل.

 117ـ د فتحي په دوهمه ورځ د رسول  خطبه

 د مكې د سوبي ( فتحي ) په دوهمه ورځ تر ماپښين وروسته بيا رسول د خلكو په منځ كي ودرېدى، د خداى حمد او ثنا يې وويل، ويې فرمايل: " اى وګړو ! خداى پر مكه باندي اصحاب فيل مسلط نه كړل، خو د هغه رسول او موْمنان يې پر واكمن كړل. او خداى  چې كومه ورځ اسمانونه او مځكي وموندلې، په هغه ورځ يې مكه حرامه ( د درناوي وړ ) وګرځول. نو د الله  د حرمت ( درناوي ) په سبب تر لويې ورځي ( قيامته ) د مكې ښار د درناوي څښتن دى. څوك چې پر څښتن او وروستۍ ورځ باور لري، هغه ته روانه ده چې په هغې كي ويني وبهوي او يا د دې ځاى كومه ونه ماته كړي. كه څوك ووايې چې محمد  دلته جګړه كړې، نو زه هم داكاركولاى سم. هغه ته وواياست، چې محمد  ته خو خداى  اجازه وركړې وه او تاته يې اجازه نه وه دركړې. اوماته هم داښار د يوه لږ مهال؛ د ورځي د څاښت د يوه ساعت لپاره حلال ګرځول سوى وو. او اوس يې حرمت بيرته د پخوا په شان د قيامت تر ورځي پرځاى سوى دى. اوس ښايي چې دغه خبري حاضران هغو ته چې نه دي حاضر هم ورسوي ". په بل روايت كي دا هم زياته سوې ده چې:" د دغه ځاى ځوزان دي نه شكوي. ښكار دي نه شړي ( د حرم د مرغانو ښكاردي نه كوي )، او پرمځكه لوېدلى شى دي نه پورته كوي، مګرهغه څوك دې پورته كوي چې د هغه د پېژندلو او اعلانولو نيت لري. او واښه دې نه شكوي". دغه مهال حضرت عباس  ورته ودرېدى او ورته ويې ويل: اى د خداى رسوله اِذخر دي شكوي. ځكه چې دا زموږ په قبرونو اوكورونوكي په كاريږي. بيا هغه وويل:" اِذخر دي شكوي ". اِذخرچي په دري " كاه مكي " او په انګرېزي ((Lemon Grass ورته وايي، په عربوكي يو ډول مشهور واښه دي چې د هغه پاڼي او بېخ يو ډول ځانګړى ښه بوى وركوي، اوګل اوبېخ يې د درملو په توګه هم استعماليږي. د هند، پاكستان او چين په ځينو سيموكي هم پيدا كيږي. ( خواص الادويه ). وايي چې بنو خزاعه وو په دغه ورځ د هزيل د قوم يو سړى وژلى وو. رسول  چې له دې امله زيات خفه او په غوسه سوى وو، په دې هكله وويل:" اى د خزاعه د قبيلې خلكو ! خپل لاسونه له وژنو څخه لنډ كړئ. كه وژل ګټور كار واى، نو ډېر ووژل سول. تاسي چې كوم سړى وژلى دى زه به د هغه ديت وركوم. كه بيا كوم چا څوك وواژه نو دوژل سوي سړي ترشا پاته كسان د دوو خبرو اختيار لري، يابه د وژونكي ويني بهوي يا به يې ديت اخلي. په يوه روايت كي دي چې تردې خبرو وروسته د يمن يوه سړي چې نوم يې ابوشاه وو، ولاړسو او ويې ويل: اى د خداى رسوله دغه خبره ماته وليكه. هغه  وفرمايل: " دا ابو شاه ته وليكئ ".

 118ـ د انصارو اندېښنې

څنګه چې مكه مكرمه د حضرت پيغمبر وطن او د زېږېدو ځاى وو، نو د مكې د سوبي په دوهمه ورځ،كله چې د هغې د فتحي چاري بشپړي سوې، د رسول الله ترتاريخي خطبې وروسته انصارو يوله بله سره وويل: اوس چې خداى  د رسول  وطن او ښار ورفتح كړ نو ښايي هغه دلته پاته سي. دغه مهال هغه د صفا پرغره ولاړ وو، لاسونه يې پورته كړي وه، دعايې كول. تردعا وروسته هغه پوښتنه ځني وكړه چې تاسي څه سره ويل. هغو وويل: موږڅه نه ويل. خو د هغه د ټينګار له امله يې هغه ته دغه خبره وكړه. رسول الله مبارك ډاډ وركړ او ورته ويې فرمايل:" زما ژوند او مړينه به له انصارو سره وي. او هيڅكله به له دوى څخه بېل نه سم ".

 119ـ بيعت

 كله چې خداى تعالى رسول  اومسلمانانو ته د مكې سوبه روزي كړه. نو د هغه ځاى خلكوته حق څرګند سو او پوه سول چې بېله اسلامه د برياليتوب بله لار نسته. ځكه نو دوى د اسلام اېل سول او پردې چاره د بيعت لپاره راغونډ سول او رسول د صفا پر غره له هغو څخه بيعت واخيست. چې په دې ډول له څو تنو پرته د مكې ټول اوسېدونكي په اسلام مشرف سول او پاته كسان بيا وروسته مسلمانان سول.

 120ـ د ښځو بيعت

 د نارينه وو تربيعت وروسته د ښځو ډلي اسلام ومانه او د رسول  سره يې بيعت وكړ. د دغي ډلي نوموتي ښځي د ابوجهل د زوى عكرمه مېرمن ام حكيم، د ابو سفيان مېرمن هند، د صفوان بن اميه مېرمن بغوم بنت المندل، د وليد بن مغيره لور فاطمه، د عمرو بن العاص مور هند بنت منبه وې. د دې بيعت په مراسموكي بي بي فاطمآ الزهرا، د رسول  مېرمني او د عبد المطلب دكورنۍ ښځي هم حاضري وې. وايي چې د ابو سفيان مېرمني هند له دې امله چې د حضرت حمزه بن عبد المطلب د شهادت توطئه يې جوړه كړې وه او يوحبشى مريى " وحشي " نومى يې د هغه وژلوته هڅولى وو، او د هغه د مړي بې حرمتي يې كړې وه، او له دې كبله يې خپله بڼه بدله كړې وه، څو رسول  د مناسب وخت د مخه هغه ونه پېژني. كله چې رسول  بيعت اخيستل پيل كړل ويې ويل: موږ له تاسي څخه پردې خبره بيعت اخلو چې د خداى سره به شريك نه نيسئ. او غلابه نه كوئ. دغه مهال هند وويل: ابو سفيان بخيل سړى دى، زه د هغه له شتو څخه لږ څه د هغه په پټه اخلم، دغه ما ته څنګه دي ؟ ابو سفيان هم هلته ناست وو. هغه ورته وويل: څه چې ته اخلې تاته حلال دي. رسول  دغه مهال هند وپېژندل، ويې مسل او ورته ويې ويل: ښه دا ته هند يې ؟ هغې وويل: هو، اى د خداى  رسوله!  څه چې تېر سوي دي هغه وبخښه، خداى دي تا وبخښي. بيا هغه وفرمايل: او زنابه نه كوئ. هند وويل: آيا يوه پتمنه ښځه زنا كوي؟ بياهغه وفرمايل: او خپل اولادونه به نه وژنئ. هند وويل: ما له كوچني والي هغه روزلى وو، خو چې لوى سو تاسي وواژه. نو تاسي او هغه ښه سره پوهېږئ. ( د هند زوى حنظله بن ابو سفيان د بدر په غزاكي ووژل سو ). پردې خبره حضرت عمر ډېر وخندل، او حضرت رسول هم موسكى سو. بيا رسول  وفرمايل : او پرچا تورمه لګوئ. او په ښو خبروكي د رسول نافرماني مه كوئ . د ښځو بيعت د نارينه وو غوندي نه وو. رسول  له نارينه وو څخه د لاسو په روغبړ بيعت اخيست، خو ښځو ته هغه لاس نه وركاوه.

 121ـ روژه او لمونځ

 د مكې د فتحي په سفركي رسول  او اصحابو روژه نيولې وه. خوكله چې د " عُسفان " او " قُدَ يد " په منځ كي " كد يد " نومي چينې ته؛ كومه چې له مكې څخه ( 24 ) ميله ليري ده، ورسېدل، روژه يې ماته كړه. ( صحيح البخاري ). رسول  هغه چا ته چې بيا يې هم روژه نيول نا فرمانه وويل. جابر بن عبد الله  وايي: كله چې موږ د ماپښين او مازديګر په منځ كي كديد ته ورسېدلو، نو رسول  د اوبو لوښى په داسي حال كي چې په ټولو يې وليد پر سر پورته كړ او روژه يې ماته كړه. دغه راز د مكې ترفتحي وروسته چې رسول هرڅو ورځي په مكه كي اوسېدلى دى ، لمونځ يې سفريانه كړى دى او روژه يې نه ده نيولې. د بخاري د ( كتاب المغازي، باب مقام النبي  بمكآ زمن الفتح ) له احاديثو څخه جوتيږي چې رسول  نولس ورځي په مكه كي و اوسېدى. او ده او نورو اصحابو لمونځ سفريانه كاوه. خو لكه چې ابن كثير په البدايآ والنهايآ كي د ابو داود او ترمذي په حواله ليكي : " رسول هغو وګړو ته چې په مكه كي تر فتحي د مخه اوسېدل او هلته دغه وخت مسلمان سوي وه، وفرمايل چې تاسي بشپړ لمونځ وكړئ.

 122ـ د مكې د خلكو سره ښه رويه

 البته مخكي مو وويل چې رسول  د مكې د فتحي په مناسبت په خپله تاريخي خطبه كي قريشو ته وويل چې :" لا تثريب عليكم اليوم اذهبوا فانتم الطلقاء ". ( پرتاسي باندي كومه مواخذه او سرزنش نسته ځئ تاسي ټول عفو او آزاد ياست. دغه راز د ثقه راويانو بيان دى چې د مكې د فتحي په مهال رسول  د هغو مشركينو سره چې كوم مخالفت به يې نه كاوه په ډېره نرمي كړنه كول. كه به كوم مجاهد دكوم مشرك په هكله ورته وويل چې ده د مخه پرتا باندي څونه ظلمونه كړي دي او څونه تكليفونه او مصايب يې درته متوجه كړي. نو هغه به په كلكه منع كاوه او ورته ويل به يې چې زه هم د دغي مكې له يوې ښځي څخه زېږېدلى يم.

 123ـ د ښځو سره زياته نرمه رويه

 مشهوره ده چې د مكې د فتحي په ورځ آنحضرت د هغه ځاى د نارينه مشركانو په پرتله د ښځوسره زياته ښه وضع كول. تردې چې حسان بن ثابت د هغه دغه ښه او نرمه رويه په خپلو اشعاروكي وستايل. څنګه چې به د مكې ښځي ډلي ډلي د رسول خدمت ته حاضرېدلې، نو هغه به په موسكا حضرت ابو بكر  ته وويل :" دوى ماته په هغه ډول عزت او درناوي را پرېږده چې حسان يې په خپلو اشعاروكي يادونه كړې ده ".

 124ـ د سپين ږيرو سره ښه وضعه

كله چې حضرت محمد  د مكې حرم ته تشريف يووړ، نو ابو بكر خپل پلار " ابو قحافه " د هغه حضور ته وروست. نو هغه وفرمايل :" دا لويان به دي په خپل كور كي پرې ايښي واى، څو موږ پخپله ورغلي واى ". بيا يې هغه په ډېردرنښت خپل څنګ ته كښېناوه اود هغه د سرپر سپينو ورېگښتانو يې د شفقت لاس تېركړ، ويې ويل:" دا سپين ورېښتان د ده ځانګړې نخښه ده". بيا يې هغه ته وفرمايل چې: مسلمان سه. هغه هم سمدستي كلمه وويل، مسلمان سو.

 125ـ د لوټ او وژني سره نه پخلا توب

 ابن اسحاق وايي:" كله چې سعد بن عباده مكې ته ننووت او اسلامي بيرغ يې په لاس كي وو، ويل يې: [ نن د وژلو او لوټولو ورځ. نن دكفارو د عزت او حرمت د له منځه وړلو ورځ ده ]. ( ځيني راويان دغه خبري په حضرت عمر  پوري تړي ). په هر حال دغه خبري يو چا رسول  ته ورسولې. نو هغه حضرت علي  ته وويل :" له سعده څخه بيرغ واخله او ته خپله مكې ته ننوزه ". ځيني وايي چې رسول  حكم وكړ چې له سعده څخه بيرغ واخلئ د هغه زوي ته يې وركړئ. او بيا يې وفرمايل: " نن دكعبآ الله د عزت او درناوي ورځ ده ".

 126ـ په مكه كي د رسول اوسېدل اوكار

 په مكه كي رسول  نولس ورځي و اوسېدى. په دې ترځ كي هغه د اسلام د شعايرو تجديد كاوه او خلكو ته به يې د سمي لاري د اخيستلو او تقوا تلقين كاوه. په دغو ورځوكي د رسول  په حكم حضرت ابو اسيد خُزاعي د حرم د پولو ( حدودو ) نخښي له سره نوي ودرولې. دغه راز رسول  اسلام ته د بللو او د بتانو د ماتولو لپاره د مكې شاوخوا ته بېلى بېلى ډلي هم واستولې. چې په دې ډول يې ټول بتان مات كړه او د هغه جارچي په مكه كي اعلان وكړ، چې څوك چې پرخداى او وروستۍ ورځ باور لري، هغه دي په خپل كوركي بت نه پرېږدي او مات دې كړي.

127ـ د مكې د فتحي د پوځ شمېره

 ابن اسحاق د مكې د فتحي په كاركي د ګډون كوونكي پوځ او په دغه ورځ د مسلمانو سوو وګړو شمېره په لاندي ډول ښوولې ده: له بني سليمو څخه زرتنه. له بني غفارو څخه څلور سوه تنه. هغه وكړي چې د فتحي په ورځ مسلمانان سوي څلور سوه تنه. له مزينه وو څخه يو زر و درې سوه تنه. له قريشو ( مهاجرو )، انصارو، تميم، قيس او اسد د قبيلو او د دوى ملګرو قبيلو څخه شپږ زره نه سوه تنه. چې ټول لس زره تنه وه او له هغو څخه دوه زره اتيا تنه سپاره او نور پلي وه. البته له مدينې منورې څخه چې كوم پوځ د مكې په لوري خوځېدلى وو، هغه لومړى اوه زره څلور سوه تنه وو، او بيا په لاركي نور هم ورسره يو ځاى سول. كه څه هم د دغه پوځ وسله ډېره وه، خو موْرخينو د هغې شمېره نه ده ښوولې.

 128ـ له مكې څخه د رسول تلل

كله چې حضرت محمد  د مكې د فتحي د چارو تر سمبالولو؛ هلته تر سم سمكي را منځته كولو او د مكې شا وخوا سيمو ته د بتانو د ماتولو او د اسلام د تبليغولو او خپرولو لپاره د ځينو اصحابو تر لېږلو وروسته، په دې خبره باندي و پوهېدى چې هوازن، ثقيف او ځيني نور قبايل د مالك بن عوف نصري په قومانداني، د هغه سره د جګړې په نيت " اوطاس" نومي ځاى ته رارسېدلي دي، نويې عتاب بن اسيد بن ابي العيض د مكې د والي په توګه وټاكى او د شنبې په ورځ دكوچني اختر د مياشتي پر ( 6 ) په مكه كي د هغه د اوسېدلو پر ( 19 ) ورځ د "حنين " پر لوري وخوځېدى. دكوچني اختر پرلسمه ورځ هلته ورسېدى او تر ستري سوبي او ډېرو ولجو په لاس راوړلو او په جعرانه كي د هغو ترځاى پرځاى كولو وروسته په همدغه مياشت كي طايف ته ولاړ اوهغه يې كلابند كړ. د طايف ترڅه باندي شلو ورځوكلابندى وروسته، د بني ثقيفو يعني د هغوكسانو چې د طايف په كلا كي كلا بند وه، استازو د رسول  څخه د امان غوښتنه وكړه. هغه دغه غوښتنه د هغولخوا د اسلام د منلو په شرط ومنل او ويې بخښل، بيا بيرته جعرانې ته ولاړى، د ولجو مالونه، اوښان او پسونه يې ووېشل، بيا يې له جعرانې څخه د عمرې احرام وتړى، عمره يې وكړه او مدينې منورې ته ستون سو. چې د ميانۍ پر ( 24 ) نېټه هلته ورسېد .

 129ـ د مكې د فتحي پايلي

 له مخكنيو څرګندونو څخه جوته سوه چې د رسول  لخوا پر مكه باندي د يوه لوى بريد د تيارى په پايله كي هغه بېله كوم د يادوني وړ مقاومت څخه فتح سوه. رسول  تردې پرېكړوني فتحي وروسته د مكې د خلكو سره ښه او كريما نه وضع وكړه، هغو ته يې عمومي عفو اعلان كړه، د هغو له زړونو څخه يې ناډاډمنتوب او اندېښنې ليري كړې او ژر او په خوښي سره يې اسلام منلوته رامات كړه. چې له هغو څخه يې ځيني وكړي په بېلو بېلو دندوكي استخدام هم كړه. په دې ډول د مكې خلكو ته څرګنده سوه چې د اسلام په نسبت د دوى پخوا نيو شكونو كوم بنسټ نه درلود. د مكې ترفتحي وروسته هلته د اسلام حاكميت د دوى د فكر او نظر افق پراخه كړ، د دوى د جاهلي ټولني عيبونه او مفاسد يې له منځه يووړه او د مكې ديني مركزيت او صلاحيت يې نه دا چې يوازي ښه وساتى، بلكي تر پخوايې لاډېر پراخه كړ. په مكه كي د اسلامي دولت ټينګښت او پر مختګ او د امن او سلامتيا خپرېدو دوى ته د دولت په اداره كي د برخي اخيستلو او د دوى د اقتصادي چارو د ودي او پراختيالپاره ښه فرصتونه په لاس وركوه. دوى د دولت په اداره كي پربرخي اخيستلو سربېره د جهاد په لويو جګړوكي هم شامل سول. چې په ډېرو برياليو معركوكي د اسلامي پوځونو ستر سالاران جوړ سول او ډېر يې د اسلامي دولت سترچارواكي سول. او ځيني يې داسي عالمان جوت سول چې د اسلام د فكري خوزښت په پرمختيا او د اسلامي علومو په غوړېدو او پراختياكي يې ستره برخه واخيسته. له بله پلوه د دغي بريالۍ سوبي له امله په عمومي توګه په ټوله جزيرآ العرب كي د بت پالني ځواك په داسي بشپړه توګه مات سو چې بيا يې هلته د نور دوام او پاته كېدو څه ګنجايش او د جواز وجه پاته نه سوه. دا ځكه چې عام قبايل ټول دې ته منتظر وه چې د مسلمانانو او بت پالانو ترمنځ د دې جګړې انجام څه كيږي ؟ دوى ته څرګنده وه چې پرحرم باندي هغه څوك مسلط كېداى سي چې پرحقه وي. او دا عقيده په دوى كي نيمه پېړۍ د مخه د اصحاب فيلو پېښي را منځته كړې وه. نوچي د دې پرېكړوني غزا په پايله كي مسلمانان پرمكه واكمن سول، ټول د اسلام پرحقانيت قانع او ډاډمن سول. او په دې ډول  د ټولي عربي ټاپووزمي پرسياسي اوديني افقو د اسلام لمر وځلېد. او له دې مهاله د دغي سيمي د ديني لارښووني اود نيوي قيادت واګي د مسلمانانو په لاس ورغلې.