څلورمه برخه: مكه او كعبه د حضرت محمد په وختونو كي
 

97ـ د حضرت محمدr نسب، ولادت او بعثت
نسـب:
حضرت محمدr د عبد الله زوي د عبد المطلب ( شيبه ) لمسى او د هاشم ( عَمٌرو ( كړوسى دى ، چې د نسب لړۍ يې حضرت ابراهيم  ته رسيږي. د حضرت محمد r
د انا نوم فاطمه وو، چې د عمرلور او د عا ئذ لمسۍ وه. د حضرت محمدr نيكه، د عبد الله واده د بي بي آمنې سره وكړ. عبد الله د عبد المطلب لخوا مدينې ته د خرما راوړولو لپاره ولېږل سو، خو هلته مړسو. ځيني اهل سير وايي چې هغه د تجارت لپاره شام ته تللى وو،  د قريشو د يوې قافلې سره مكې ته د بيرته راتګ په لاره كي د ناروغه كېدو له امله په مدينه كي پاته سو او هلته مړسو او د نابغه جعدى په كوركي يې د تدفين چا ري تر سره سوې. دغه مهال د هغه عمر ( 25 ) كاله وو. د ډېرو تاريخ ليكونكو په قول د عبد الله ترمړيني پوري حضرت محمدr نه وو پيدا سوى. خو ځيني بيا وايي هغه د عبد الله تر وفات دوې ميا شتي
د مخه زېږېدلى وو.
ولاد ت:
حضرت محمد مصطفٰى r د مكې په شعب بنى هاشم كي د 571 ع. كال د لومړۍ خور پر ( 12 ) چې د اپريل د ( 20 ) سره سمون خوري د دوشنبې د ورځي په سهار وزېږېدي.
البته دا د پخوانيو سيرت ليكونكو او تاريخ پوها نو خبره ده. خو د اوس مهال د محققو تاريخ ليكونكو؛ لكه علامه قاضي محمد سلميان منصور پورى (رح) او د مصرنامتو هيئت پوه علامه محمود پاشا فلكي (رح) په ډېر زيار او څېړنه او په رياضي دلايلو ثابته كړې چې حضرت محمد r د 571ع. كال د لومړۍ خورپه نهمه چې د اپريل د شلمي سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ زېږېدلى دى. او دا څېړنه ډېرو درسته بللې او منلې ده.
د ابن سعد روايت دى چې د رسولr مور وفرمايل:" كله چې آنحضرت پيدا سو، نو له ماڅخه يو نور پورته سو، چې ټول شام يې رڼا كړ". امام احمد د حضرت عرباض بن ساريه څخه هم تقريباً دغسي يوه خبره روايت كړې ده. په څينو روايتونوكي ويل سوي دي چې  د حضرت محمدr د زېږېدو په مهال د كسرا د ماڼۍ كنګرې ونړېدلې، د مجوسو  اورتون سوړ سو، د ساوه په نامه سمندرګى وچ سو او د هغه ځاى كليساوى وراني سوې.
خو دا خبري امام محمد غزالي (رح) درستي نه دي بللي. كله چې عبد المطلب ته د خپل لمسي د زېږېدو احوال ورسېد ، ورغى هغه يې را واخيستى كعبې شريفي ته يې يووړ  او د محمد نوم يې پركښېښود .
د حضرت محمدr دايي ته سپارل:
څو ورځي وروسته يې محمد د عربو د هغه مهال د دود سره سم د هوازن د سيمي  د حارث نومي مېرمني بي بي حليمې ته وسپارۍ، هغې تر دوو كالو شيدو وركولو وروسته  د هغه مور بي بي آمنې ته راوړ. خو څنګه چې هغې له يوې خوا په حضرت محمد r كي خير او بركت ليدلي وو او له بله پلوه په مكه كي وبا خپره سوې وه، نو بي بي حليمې بېر ته واخيستي.
د ټټرڅيرلو پېښه:
كله چې د حضرت محمدr عمرڅلور يا پنځه كلنۍ ته ورسېد، يوه ورځ يې دكوچنيانو سره لوبي كولې چې حضرت جبرائيل  ورغى، د هغه مبارك ټټر يې څيري كړ، زړه يې ځني وكيښ او له هغه څخه يې د ويني يوه ټوټه را و ايستل او ويې ويل:" دا په تا كي د شيطان برخه وه ". بيايې د هغه زړه په يوه "طشت " كي د زمزم په اوبو پرېولى. كوچنيان د هغه دايي ته په ځغاسته ورغلل او خبريې وركړ چې محمد يې وواژه. كله چې هغه ور ورسېده، نو هغه روغ رمټ وو، خو بڼه يې الوتې وه.
حضرت محمد r د مور په غېږ كي:
تردې پېښې وروسته حليمې خطره احساس كړه او هغه يې خپلي مور ته وسپارى. محمدr د شپږو كالو وو چې موريې د هغه د پلار د قبر د زيارت لپاره مدينې ته ولاړه او حضرت محمد r يې هم ورسره بوتى. هلته يې يوه مياشت تېره كړه، د بېر ته راتلو په مهال په لار كي ناروغه سوه او د مدينې او مكې په منځ كي په " ابوا " نومي ځاى كي مړه سوه اوهلته يې د يوه كوچني غره پرسرخاورو ته وسپارل. عبد المطلب خپل لمسى مكې ته راوست او په ډېر محبت او ناز يې ساتى. د حضرت محمد عمرلا د اتوكالو، دوو مياشتو، لسو ورځو وو، چې عبد المطلب مړسو او محمد د هغه د شفقت له سيورى بې برخي سو، او بيا د هغه پالنه د هغه اكا ابو طالب پر غاړه واخيسته.
كار او واده :
د ځوانۍ په لومړيوكي رسول الله r كوم ټاكلى كار نه درلود. البته دا خبره جوته ده چې هغه د مكې دخلكو وزې د څوقيراطو په بدل كي پوولې. كله چې د ( 20 ) كالو سو  د حضرت بي بي خديجې رضى الله عنها مال يې د تجارت لپاره شام ته يووړ. بي بي خديجه  د خويلد لور يوه بډايه او دعزت خاونده سوداګره مېرمن وه چې خلكو ته به يې خپل مال  د تجارت لپاره وركاوه. كله چې هغه بېرته مكې ته راغى او بي بي خديجې ته د رسول r رشتينولي امانت او ښه اخلاق څرګند سول، د هغه سره يې واده وكړ. دغه مهال لكه چې مخكي مو وويل د رسول r عمر د ( 20 ) كالو وو او بي بي خديجه د دوو مړونو څخه ( 40 ) كلنه كونډه وه.
په حرا سمڅه كي عبادت او وحي: پر رسول  لومړى ترشپږو مياشتو وحي د داسي ښو خوبونو په ليدلو راتلې چې هغه به د سپين سهار غوندي رشتيا كېدل. او هرڅونه چې د حضرت محمد r د نبوت زمانه رانژدې كېدل هغونه، هغه په ذهني او فكري لحاظ د خپل قوم څخه ګوښه كېدى او يوازي توب يې خوښېدى. تردې چې څه څورى او د خوراك، څښاك لوښي يې واخيستل او له مكې څخه دوه يا درې ميله ليري حرا سمڅي ( غارحرا ) ته ولاړ او هلته په مياشتو مياشتو و اوسېدى او  د خداى په عبادت لګيا سو. كله چې به يې څورى خلاص سو بيا به بي بي خديجې ته راتى او هغې به د څو زياتو ورځو لپاره نور څورى وركاوه. څو چې جبرائيل امين د ده د مبارك عمر په څلوېښتم كال ورته ورغى او د خداى تعالى له لوري يې وحي ورته راوړې؛ ورته ويې ويل: ولوله ! محمد r ورته وويل: زه خولوستونكي نه يم. جبرائيل هغه دونه په غېږكي ټينګ ونيو چې هغه بېخي بې حوصلې سو . بيا يې خوشي كړ او ورته ويې ويل: ولوله ! هغه بيا ورته وويل: زه خولوستونكي نه يم. ملايكي بيا هغه په غېږكي ټينګ ونيو ترڅو په هغه كي زغم پاته نه سو، بيايې پرېښود او ورته ويې ويل: ولوله ! هغه بيا ورته وويل: زه خولوستونكي نه يم . ملايكى بيا هغه د درېيم ځل لپاره په غېږكي ټينګ ونيو، ترڅو په هغه كي نور زغم او حوصله پاته نه سوه. بيا يې هغه پرېښود او ورته ويې ويل: ] اقراء با سم ربك الذى خلق تر ما لم يعلم[ پوري. يعني ولوله د خپل رب په نامه چې هغه پيدا كړ، دكلكي سوي ويني له يوې ټوټې څخه يې انسان پيدا كړ. ولوله ! او ستا رب ډېر مهربان دى، چې هغه د قلم په مرسته علم وښووى، انسان ته يې هغه علم او پوهه وركړه چى نه په پوهېدى. وروسته رسول  په رېږ د سو،كور ته ولاړى او دا حال يې بي بي خديجې ته ووايه او ورته ويې وېل چې پر ما يوشى واچوئ، پر ما يو شى واچوئ. بيا يې ورته وويل چې دا په ما څه سوي دي، او زه پرخپل ځان بېرېږم. هغې ورته وويل: ته هيڅكله مه بېرېږه، بلكي خوښ اوسه. په څښتن لوړم چې هغه به هيڅ وخت تابې پردې نه كړي. ځكه ته له خپلوانو سره ښه چلند كوې، رشتيا وايې اما نتونه اداكوې، د بې اسرې خلكو د اوږو پېټـي سپكوې، بي وزلوكسانو ته د وركړي لپاره زيار باسې، مېلمه پالنه كوې او په ښو چاروكي مرسته كوې.  بيا هغې دى خپل د اكا زوي ورقه بن نوفل ته وروستى كوم چې د تورات او انجيل عالم وو او ډېر بوډا او په سترګو ړوند سوى وو . كله چې هغه دا سرګذشت واورېدي ويې فرمايل: دا هغه ناموس ( جبرائيل )  دى چې لوى څښتن موسٰى  ته لېږلى وو. كاشكي زه ځوان واى او ترهغه مهاله چې قريشو ته له مكې ايستلاى، ژوندى واى . مابه ستا سره بشپړه مرسته كړې واى. په دې خبره رسول r حيران پاته سو چې زه خو له خپله قومه سره په رشتيا او صداقت روان يم. او قوم هم زه په امين اوصديق پيژندلى يم، نو دوى ولي ماله مكې باسي ؟ ورقه ورته وويل: دا ځكه چې هر چاچي ستا غوندي خبري قوم ته راوړي، هغو ارو مرو د ښمني ورسره اخيستې ده. ورقه څو موده وروسته ومړ او وحي هم تر درو كالو بندي سوې. مولانا صفي الرحمان مبارك پوري په الرحيق المختوم كي وايې چې زموږ د څېړني سره سم پرحضرت محمد r باندي د لومړى ځل لپاره د وحي د نازلېدو دغه پېښه د روژې
د مياشتي پر ( 21 ) نېټه د دوشنبې په شپه وسوه. چې ور پسې ورځ يې د 610 ع. كال د اګست لسمه وه. د سپوږميزكال په حساب حضرت محمد r د څلوېښتوكالو شپږو مياشتو دوولسو ورځو وو. او د لمريزكال په حساب د ( 39 ) كالو دوو مياشتو دوه ويشتو ورځو وو.
د تبليغ لومړي وختونه:
كله چې رسول r د خداى د استازيتوب د ستري دندي د ترسره كېدو په تكل كي سو  دكلونوكلونو لپاره د ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ سو. كه سړى په دقيقه توګه هغو ستونزو ته چې هغه پر ځان منلي وې ځيرسي او فكر ورته وكړي وبه مني چې په رشتيا داسي ستونزي بېله ده غوندي اولوالعزمو پيغمبرانو او د خداىY لخوا مامور سوو كسانو پرته، نور ساده وكړي پرسر نه اخلي. او كه د چا د پيغمبرۍ دعوه په درواغو وې، حتماً وايې چې دا په دونه تكليفونو نه ارزي او ارو مرو تر تېرېږي او د پيغمبرۍ دعوه پرېږدي .  حضرت محمد r د دې ستري او سپېڅلي فريضې د ښه ترسره كېدو لپاره له ډېرو هوښيارانه تدبيرونو څخه كار واخيست، او په ورو ورو يې هغه رسالت وړاندي بوت. هغه لومړى يوازي هغه كسان په ايمان مشرف كړل چې دى يې ښه پېژندى او د ده اخلاق، عادات اوحركات او سكنات ښه ورته معلوم وه. په دې ډول پرهغه تر ټولو لومړى بي بي خديجآ الكبري، حضرت ابوبكر صديق، حضرت علي مرتضى او حضرت زيد بن حارثه ـ دحضرت محمد  لخوا آزاد سوي مريي ــ ايمان راوړ. بيا د نبوت پر پنځم كال كله چې د ايمان راوړونكوكړۍ پراخه سوه، نو حضرت نبى  د ارقم بن ابي الارقم مخزومى كور چې د صفا غره كيڼ لور ته د ( 35 ) يا ( 40 ) مترو په واټن پروت وو او د اسلام د دښمنانو له سترګو ليري واقع وو د خپل رسالت د تبليغ لپاره مركز وټاكى. همدلته به حضرت محمد  لومړنيو ايمان راوړونكو ته په جماعت لمونځ هم وركاوه او دلته حضرت عمر هم مسلمان سو. بيا كعبه شريفه د اسلام د تبليغ منځۍ جوړه سوه.
بخولي او ويرونه:
د حضرت محمد  د سرښندونكو اصحابو د شمېر په زياتېدو سره، هغو نه د هغه او  د هغه د اصحابوكرامو بخولي او ناورينونه هم زياتېدل، او ورسره ورسره د قريشو د عناد اورلا زيات تازه كېدى. ځكه نو مسلمانا ن اړسول چې حبشې او بيا مدينې ته هجرت وكړي. د نبوت په لسم كال رسول  او اصحابوكرامو ته د ډېر ستر وير او غم پېښي  يو په بل پسې دا وې چې لومړى ابوطالب او دوې مياشتي يا درې ورځي وروسته بي بي خديجه وفات سول چې د دوى دواړو وفات رسول  او مسلمانان نور هم په وير اخته كړه. ځكه چې د ابوطالب تر وفات وروسته د مسلمانانو په زورولوكي د قريشو جسارت نور هم زيات سو. له دې امله رسول  د دغه كال نوم " عام الحزن " ( د غم كال ) كښېښووى، او دا كال په تاريخ كي په دغه نامه مشهورسو. د رسول  د زيات كوښښ سره سره د هغه اكا  د ايمان له نعمته بې برخي پاته سو خو د خديجې بي بي په هكله به يې ويل:"په ټوله نړۍكي څلور ښځي غوره او ممتازي دي: بي بي مريمه ، بي بي خديجه، د فرعون مېرمن  بي بي آسيه او بي بي فاطمه ".
98ـ د سپوږمۍ دوې ټوټې كېدل
قال الله تعالى :  اقتربت الساعآ و انشق القمر و ان يروا آيآ يعرضوا و يقولوا  سحر مستمر [ القمر: 1_2 ]
ژباړه: د قيامت ګړى را نژدې سو او سپوږمۍ و چاودل. خو د دغو خلكو حال دادى چې كه هره نښانه و ويني مخ اړوي او وايي دا خو داسي كوډي دي چې تر آسمانه رسيږي.  په صحيح بخاري، مسلم او نوروكي د انس بن مالك، عبد الله بن مسعود او نورو له روايتونو څخه او د فتح الباري او نورو كتابونو څخه جوتيږي چې مدينې منورې ته د رسول  ترهجرت نژدې پنځه كاله د مخه د قمري مياشتي څوارلسمه شپه وه، سپوږمۍ تازه راختلې وه، رسول  په مناكي وو، چې د مكې مشركانو ورته وويل چې موږ ته يوه معجزه راوښيه، څو موږ ايمان در باندي راوړو. نو خداى تعالى د خپل استازي د رشتينولى د جوتولو لپاره سپوږمۍ دوې ټوټې كړه. يوه ټوټه يې د مخامخ حرا غره يوې خواته او بله يې بلي خواته ولېدل سوه . دغه كيفيت يوازي يوه شپه دوام وكړ او بيا بيرته دواړي ټوټې سره يوځاى سوې . حضرت محمد  خلكوته وويل :" وګورئ او شاهدان اوسئ ". خوكفار د دې معجزې په ليدلو سره هم اسلام ته راوانه وښتل او ويې ويل چې د محمد  سحر پرآسمانو هم اغېزه كوي. ځينو وويل چې كه داكوډي وي نو هغه خو د ټولي نړۍ پرخلكو اغېز نه كوي، بايد انتظار و باسو، او له نورو مسافرو څخه په دې هكله معلومات وكړو . نوكله چې له ليرو ليرو سيمو څخه مسافر راغلل له هغو څخه يې په دې هكله پوښتنه وكړه هغوهم وويل چې په دغه شپه مو سپوږمۍ وليدل چې دوې ټوټې سول. خو بيايې هم اسلام ته غاړه كښې نه ښوول او ويې ويل چې د محمد  سحر ډېر قوي دى . په بخاري شريف كي د منا خبره نسته او يوازي وايي چې د مكې خلكو له حضرت محمد  څخه دا غوښتنه وكړه. خو په مسلم او نوروكي راوړي چې عبد الله بن  مسعود  ويلي چې موږ د رسول سره په منا كي وو،چې دا پېښه وسوه.  ځكه نو علامه محمدطاهركردي په سختى سره داخبره ردوي چې د سپوږمۍ  د دوه ټوټې كېدو پېښه د مكې د ابي قبيس پرغره سوې ده. او وايي چې دغه  روايت چې په خلكوكي عام او مشهور سوى دى درواغ دى اوكوم اصل نه لري.  دغه راز هغه وايي : كوم كيسه كوونكي چې وايي چې سپوږمۍ د رسول   په ګرېوان ننوتل اوله لستوڼـي يې راووتل داهم كوم اصل نه لري. دغه خبري مولانا  ابو الاعلٰى مودودي هم ردوي. او دا چې رسول په ګوته د سپوږمۍ خواته اشاره وكړه دا هم بېخي بې اساسه بولي.
99ـ د حضرت محمد  معراج
قال الله تعالى:  سبحٰن الذىّ اسرٰى بعبده ليلاً من المسجد الحرام الى المسجد  الا قصا الذى بٰركنا حوله لنريه من آيٰتنا انه هو السميع البصير [ بنى اسرائيل: 1 ] ژباړه: پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه ليري جومات ( مسجد الا قصٰى ) پوري بوتى، چې د هغه چا پېريال يې بركتي كړى دى، څو هلته په هغه خپلي ځيني نښانې وګورو. بېشكه چې هغه د هرڅه اورېدونكى او ليدونكى دى. لكه چې پوهيږو دغي پېښي ته " اسراء " او " معراج " وايي. د " اسراء " معنا د شپې بېول دي. دغه حيرانوونكى سفر له مسجد حرام ( مكې مكرمې ) څخه مسجد الاقصٰى ( بيت المقدس) او بيا له هغه ځايه تر ملاء اعلٰى پوري د رسول  په جسد د شپې سوى دى. ځكه نو قرآن كريم دغه سفر " اسراء " وباله. " معراج " لوړ ختلو ته وايې. څنكه چې حضرت محمد  په دغه شپه د ملاءاعلٰى د لوړ تللو مزل وهلى، او اوو اسمانو، سدرآ المنتهٰى او تر هغه هم اوچت سوى او د لوى څښتن قدرت يې ليدلى، ځكه نو دغه سفر معراج بلل سوىدى. مدينې منورې ته د رسول تر هجرت څه موده مخكي يوه شپه هغه مبارك په يوه روايت د كعبي شريفي ترڅنګ په حطيم كي، او په بل روايت د حضرت على كرم الله وجهه دخور ام هانئ بي بي په كوركي كوم چې مسجد الحرام ته نژدې د صفا او مروه په منځ كي واقع وو. په بل روايت د مسجد حرام. او په بل روايت د ده په كوركي د خوب او ويښتيا تر منځ وو چې ويې ليدل چې حضرت جبرائيل  د څو ملايكو سره تشريف راوړ، او هغه مبارك يې د زمزم څا ته بوتى هلته يې سينه مباركه ورڅيري كړه، زړه يې ځني وكيښ او د زمزم په اوبو يې پرېوى. بيا يې د ايمان او حكمت څخه د سرو زرو يوډك تش راوى او د هغه مبارك په سينه كي يې خالي كړ او بيا يې سينه ور وګنډل. بيا يې ترخره لوى او تر غاتري كوچنى سپين براق راوستى او رسول  يې پر سپوركړ دغه مهال هغه شوخي وكړه. جبرائيل  ورته وويل شوخي مه كوه، ترننه پوري پرتا باندي  تر محمد  زيات غوره وګړى نه دى سپور سوى. براق چې دا واورېده خوله خوله سو . پردغه براق رسول  بيت المقدس ته ورسېدى، هلته يې په اقصٰى جومات كي دوه ركعته لمونځ وكړ. كله چې له جوماته بهر راووتى جبرائيل  د شرابو او شيدو دوې پيالې ورته ونيولې. هغه مبارك د شيدو پياله ځني واخيسته. جبرائيل  ورته وويل چې تا فطرت غوره كړ، كه دي د شرابو پياله اخيستې واى امت به دي بې لاري سوى واى.  بيايې د جبرائيل  سره يو ځاى آسمانو ته تشريف يووړ، په لومړى آسما ن كي يې حضرت آدم ‏، په دوهم كي يې حضرت يحيٰى او حضرت عيسٰى  ، په درېيم كي يې حضرت سوسف  ، په څلورم كي يې حضرت ادريس  ، په پنځم كي يې حضرت هارون ، په شپږم كي يې حضرت موسٰى  ، په اووم كي يې حضرت ابراهيم  وليدل.
حضرت ابراهيم  د بيت المعمور په خواكي ناست وو،كوم چې هره ورځ او يا زره ملا يكي ور ننوزي او بيا نه ځني راوزي.  بيا سدرآ المنتهٰى ته ورسېدى. بيا بيت المعمور ور وښوول سو. بيا د شرابو، شيدو او عسلو پيالې ورته راوړه سوې، چې له هغو څخه يې بيا د شيدو پياله واخيسته او ويې خوړلې. بيا جبرائيل ورته وويل چې تا فطرت غوره كړ، له دې امله به ته او ستا امت پرفطرت ولاړ وي . بيا د خداى له لوري هغه څه ورته وحي سول چې بېله خداى او رسوله هيڅوك نه دي په خبر. خو لكه چې خپله حضرت رسول وايي دغه مهال پرده او د ده پرامت باندي پنځوس لمونځونه فرض سول. چې بيايې د موسٰى  په مشوره څوځلي د خداى له حضوره په  هغه كي لږوالى وغوښگتى چې پاى د ورځي پنځه لمونځونه فرض سول.

100ـ د مشركينو لخوا د معراج نه منل
حضرت ابن عباس وايي كله چې حضرت رسول  په هماغه شپه له معراجه بيرته راستون سو، سهار په حجر اسماعيل كي ګوښه او غمګين كښېنستى، ځكه پوهېدى چې قوم يې دا خبره نه ورسره مني. دغه مهال نا ببره ابوجهل راغى د هغه مبارك څنګ ته كښېنستى او په مسخره او استهزاگء يې ورته وويل: بيا خودي كوم نوى شى نه دى موندلى ؟ هغه ورته وويل: تېره شپه زه بيت المقدس ته او له هغه ځايه آسمانو ته بوتلى سوم. ابوجهل ورته وويل: د شپې دي بيت المقدس ته سفركړى او په سهار يې زموږ سره په مكه كي اوسې ؟ هغه ورته وويل: هو. نو ابوجهل ورته وويل: دغه خبره دي قوم ته هم كوې ؟ هغه مبارك ورته وويل: هو. نو ابوجهل ناري كړه چې اى د بنى كعب بن لوئي اولادې راسئ ! كله چې خلك را غونډ سول، نو ابوجهل رسول ته وويل: اوس هغه خبري چې ماته دي وكړې دوى ته وكړه. رسول  وويل: هو ! زه د شپې بوتلى سوم. هغو ورته وويل چيري ؟ ده ورته وويل بيت المقدس ته. هغو ورته وويل: او په سهار يې بيا زموږ سره اوسي ! ده ورته وفرمايل: هو. نو دوى په حيرت او تعجب كي ولوېدل او ويې ويل چې: دا ډېره عجبه خبره ده. ځينو له ډېره انكاره لاسونه مروړل، ځينو پرخندل، ځينو له حيرته لاسونه پرسرو ونيول، او ځينو چې پرده ايمان راوړى وو له دې امله بيرته له دينه واوښتل. وايي څنګه چې د قريشو زياتره وكړى د شام سوداګروه او بيت المقدس يې په پلاو پلاو ليدلى وو، نو هغو رسول  ته وويل چې كه ته رشتيا وايې نو موږ ته و وايه چې بيت المقدس څنګه ځاى دى ؟ رسول د دې خبري په اورېدو ډېرخفه سو. ځكه هغه خو د بيت المقدس د ليدلو لپاره نه وو تللي، بلكي هغه هلته دشپې رسېدلي وو او له هغه ځايه په هما غه شپه معراج ته تللى وو. خو لوى څښتن سمدستي  د هغه له مخي مادي پېڅولونه پورته كړه، چې په دې ډول يې دكفارو سوالونو ته دقيق جوابونه وويل. بي بي عايشه (رض) وايې بيا ابو جهل او څونور كسان حضرت ابو بكر ته ورغلل او ورته ويي ويل ايا ته دا منې چې ستا ملګرى د شپې بيت المقدس او بيا آسمانو ته تللى وي ؟ هغه وويل، محمد  دغسي وايي؟ هغه ورته وويل: هو. ابو بكروويل: كه هغه رشتيا دغسي ويلي وي نو رشتيا وايې. هغه ورته وويل ته دا منې چې هغه دي د شپې شام ته تللي وي او بيرته دي په دغه شپه د سهار د مخي راسي ؟ هغه ورته وويل: هو. نو له دغي ورځي حضرت ابو بكر په صديق ونومول سو.
101ـ له مكې څخه مدينې ته د حضرت
محمد  هجرت.
لومړنۍ پيلا مې:
د يثرب ( مدينې منورې ) خلكو د هغه ځاى له يهودو څخه اورېدلي وه چې يو نبي  د خداى له لوري را لېږونكى دى چې هغه به د مكې خلك له هغه ځايه وباسي، يثرب ته به راسي، موږ به يې پيروي وكړو او د هغه په ملګرتيا به تاسي د " عاد اٍرَم " غوندي ووژنو. نو هغه وو چې د نبوت په يوولسم كال د حج په مهال چې د 620ع. كال د جولاى سره سمون خوري، رسول  په منا كي د شپې لخوا د يثرب د خزرج د قبيلي د شپږو تنو ځوانانو سره مخامخ سو. د خبرو اترو په ترځ كي يې هغو ته د اسلام حقيقت څرګند كړ، قرآن يې ورته تلاوت كړ او د خداى  لوري ته يې را وبلل.  هغو يو له بله سره وويل چې دا خو بېخي هما غه نبي معلوميږي چې يهودو يې موږ ته  د راتلو په هكله ويلي وه. نو د دې لپاره چې يهود تر موږ وړاندي نه سي بايد د هغه خبري ومنو. نو هغه وو چې شپږ سره مسلمانان سول او ژمنه يې وكړه چې موږ به اسلام په يثرب كي نورو ته هم وړاندي كړو. كله چې دوى مدينې ته ورسېدل، نو يې هلته د اسلام پيغام خلكو ته واوراوه او له دې سره هلته كور په كور د رسول الله په هكله آوازه خپره سوه. د دې پايله دا سوه چې په راتلونكي كال كي چې د حج موسم را ورسېدى، نو د هغه ځاى دوولس تنه مخور د رسول الله  خدمت ته حاضر سول چې پنځه يې له هماغو وكړو څخه وه چې تېركال يې د رسول  سره ليدلي وه او اووه نور وه. دوى د منا په عقبه نومي ځاى كي د رسول  سره وليدل او پرڅو خبرو يې بيعت ورسره وكړ. ( دغه بيعت ته د عقبې لومړى بيعت وايي ).
مدينې ته د سفير لېږل :
د حج د مناسكو په پاى ته په رسېدو سره، رسول  د دغو خلكو سره خپل سفير حضرت مصعب بن عمير  مدينې ته ولېږى، څو د هغه ځاى خلكو ته د اسلام د دين احكام ور زده كړي او هلته اسلام خپوركړي. دغه سفير هلته د نورو مسلمانانو په مرسته  د اسلام په خپرولوكي غټ برياليتوب ترلاسه كړ. چې په پايله كي يې د نبوت په ديارلسم كال د حج په موسم كي د مدينې څخه تر اويا ډېرمسلمانان چې دوې تنې ښځي هم پكښېكي وې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره مكې ته ورغلل. دوى په مدينه كي يا د مكې په لاره كي يوله بله سره وويل چې موږ بايد رسول  مدينې ته را وبولو. نو هغه وو چې د ذي الحجي په ( 12 ) د شپې په تياره كي يې د رسول  سره د عقبې دوهم تاريخي او نامتو بيعت وكړ، او د رسول  په تجويز يې د خپلو قومونو دوولس تنه نقيبان هم وټاكل.
د اسلام نوى ټاټوبى:
د دې بيعت په ترسره كېدوسره اسلام د كفر او جهالت په ناولي چاپېر يال كي ځان ته د يوه نوي، سپېڅلي وطن بنسټ كښېښود، او رسول  مسلمانانوته اجازه وركړه چې خپل دغه نوي ټاټوبي، مدينې منورې ته هجرت وكړي. چې تردې بيعت دوې مياشتي اوڅو ورځي وروسته په مكه كي بېله هغو مسلمانانو چې مشركينو په زور راګرځولي وه، نور ټول د رسول ، ابو بكر  او علي په شمول له مكې څخه ووتل.
د مشركينو غونډه او د محمد د وژلو پرېكړه :
بالاخره د مكې مشركينو د نبوت د ( 14 )كال د صفري په ( 26 ) نېټه چې  د 622ع. كال د سپټمبرله ( 12 ) سره سمون خوري د پنجشنبېپه ورځ ترغرمې د مخه د مكې په پارلمان " دار الندوه " كي د تاريخ تر ټولو خطرناكه غونډه جوړه كړه چې په هغې كي د قريشو ټولو استازو ګډون وكړ. په غونډه كي د حضرت محمد دله منځه وړلولپاره ډول ډول تجويزونه وړاندي سول او مسترد سول، خو د ابوجهل دا تجويزد رايوپهاتفاق ومنل سو چې د هري قبيلې څخه دي يو يو تن په يوه پلا پرمحمد په تورو واري وكړي او ودې وژني. په دې ډول به د هغهوژنه پرټولو قبايلو و وېشل سي او " آل هاشم " به يوازي د ټولو قبايلوسره مقابله ونه كړاىسي.
د هجرت اجازه :  د دې سره سم حضرت جبرائيل سمدستي د خداى تعالى وحي رسول  ته راوړې او د قريشو له دغه جوړجاړي څخه د خبرولو په ترځ كي يې ورته وويل چې خداى تعالى دا نن شپه تاته له دې ځايه د تللو اجازه دركړې ده. تردې اطلاع وروسته هغه غرمه د ابو بكركورته ورغى، ورته ويې ويل چې ماته د هجرت اجازه سوې ده. حضرت صديق ورته وويل: ماته به هم ستاسې د ملګرتيا شرف را په برخه سوى وې ؟ هغه ورته وفرمايل: هو. په دې ډول د سفرلپاره تيارى ونيول سو او رسول  بيرته خپل كور ته ولاړ. هغه حضرت علي  را وغوښگت او ورته ويې ويل چې ما ته د هجرت حكم سوى دى او نن شپه مدينې طيبې ته ځم. ته به زما پركټ بيده سې او زما دغه حضرمي ( په حضرموت ياجنوبي يمن كي جوړ سوى ) پټو به درباندي واچوې . تاته د دوى له لاسه څخه څه تاوان نه رسيږي، سهار د هغو كفارو امانتونه چې ماته يې ايښي وه وركړه او بيا مدينې ته راپسي راسه.
د رسول  د كور كلابندي:
دكفارو د پلان سره سم د حضرت رسول الله  كور د يوولسو وسله والوكسانو لخوا محاصره سو، څو هركله هغه راووزي بريد پروسي او له منځه يووړل سي. العياذبالله. كله چې د شپې ډېره برخه تېره سوه، رسول الله حضرت علي پرخپل ځاى پرېښووى اوله كوره راووتى. د خداى په قدرت له دغو وسله والوكسانو څخه هيچا ونه ليدى. د حضرت ابو بكركورته ولاړى اوله هغه ځايه دواړه د جبل ثور پر لوري رهي سول او هلته د ثور په نامه په يوه سمڅه ( غار )كي پټ سول .
د ثور په څمڅه كي :
د صديق اكبر يو ځوان زوى عبد الله به چې ډېر هوښيار وو، شپه په دغه سمڅه كي تېرول او سهار وختي به ښارته تى، د قريشو سره به يوځاى سو، څه مشوره چې به هغو كوله  د هغې په هكله به يې د شپې رسول  ته اطلاع را وړله. دغه راز د حضرت صديق يوه آزاد سوي مريي عامر بن فهيره به د ورځي وزې پولې او ماښام به سمڅي ته ورغى، رسول   او حضرت صديق ته به يې شيدې وركولي. په دې ډول درې ورځي تيري سوې.
د قريشو لخوا د رسول  لټون :
كله چې قريش پوه سول چې رسول  يې له لاسه وتلى دى سخت په غوسه  سول او هرلوري ته يې په رسول  پسي سړي ولېږل، چې له هغو څخه يوه ډله د ثور د سمڅي تر خولې ورسېدل. څنګه چې ابو بكرد هغو د قدمونوكښهار  واورېدى و يې ويل: اى د خداى رسوله كه له دغو څخه يو سړى محض كښته  وګوري، نو سمدستي به مو وويني. هغه ورته وويل اى ابو بكره ! پټه خوله سه !  زموږ دوو، درېيم خداى  دى. د دې معجزې له مخي تلاښ كونكو دوى ونه موندل  او بېرته ولاړل.
د مدينې په لار كي:
رسول  له مكې څخه تر رخصتېدو د مخه لا يو اعتمادي كافر عبد الله بن اريقط  ليثي په اجوره د لاري د ښوولو لپاره ټاكلي وو. د پروګرام سره سم په څلورمه ورځ هغه  د حضرت صديق دوې اوښي جبل ثور ته ور وستې. او رسول ، ابو بكر  او عامر بن فهيره د مدينې په لوري رهي سول. تر يوې ورځي او شپې پرله پسې سفر وروسته بله ورځ غرمه چې تودوښه ډېره زياته سوه، نو حضرت ابو بكر د يوه سيوري په لټه كي سو، څو حضرت محمد  استراحت ورته وكړي. رسول  استراحت وكړ، او بيايې يوڅه شيدې ورته پيداكړې  او هغه وڅښلې او بيا رهي سول.
د قريشو يو بل چل :
قريشو ـ چې په خپلو ناپاكو مقاصدوكي پاته راغلي وه ـ يو بل چل په لاره واچاوه، ويې ويل: هرچا چې محمد يا ابو بكر ونيول او رايې وستل سل اوښان انعام وركول كيږي. كله چې سُراقه بن مالك دا خبره واورېدل، د هغه مبارك په لټه كي سو. اتفاقاً يې هغه  و موند، خو د خداى په قدرت د هغه آس نوك وخوړ او غوځار سو. دغه مهال سراقه د غشي په ويشتلو فال واچاوه چې حمله وكړم كه نه ؟ كه څه هم جواب نه وو، خو د سلو اوښانو ستر انعام هم څه داسي شى نه وو، چې د يوه غشي په فال يې پرېږدې. بيا پرآس سپور سو او په ډېره بېړه وړاندي وخوځېد، تردې چې رسول  ته بېخي ډېر ور نژدې سو. خو بيا يې آس نوك وخوړ او غوځارسو. بيا يې فال واچاوه او وپوهېدى چې معامله څه بل ډول ده. بالاخره يې امان وغوښت چې ومنل سو، او هغه د قريشو د انعام په هكله دوى ته معلومات وركړل او بېرته د مكې په لوري رهي سو.
په دي ډول د هجرت دا قافله مزل په مزل په امن او امان مدينې منورى ته ورسېدل.

102ـ د مكې سره د حضرت محمد مينه
د حضرت محمد چې د مكې مكرمې سره څونه مينه او الفت وو، د هغې اندازه د هغو الفاظو څخه لګېداى سي چې هغه كله مكه، مدينې ته د هجرت په منظور پرېښوول، هغې ته په خطاب كي يې وفرمايل:" ما اطيبك من بلد و احبك الى و لولا ان قومى اخرجو نى ما سكنت غيرك ". [ مشكوٰآ عن ابن عباس ].
ژباړه: ته څه عجيبه ښكلى ښار يې او ماته څه عجيبه ګران سوى يې. كه زما قوم زه له تا څخه نه واى ايستلى زه به بېله تابل ځاى نه واى اوسېدلى. يعني زه مكه نه پرېږدم، او زړه مې نه غواړي چې ځني ووزم، خو زما د قوم د نادودو له امله د خداى امردغسي سوى دى. د مكې سره د آنحضرت د ميني او محبت ژورتيا له دې حديث څخه نوره هم ښه څرګنديږي:
عن عبد الله بن عدى قال: رايت رسول الله واقفاً على الحزورآ،فقال: " و الله انكِ
لخير ارض الله الى الله، واحب ارض الله الى الله ولولا اني اخرجت منكِ ماخرجت ". مشكوٰآ.
ژباړه: عبد الله بن عدي وايي : ما رسول  وليدى چې په حزوره نومي ځاى كي ولاړ وو او مكې ته يې په خطاب كي ويل: " په رشتياچي ته د خداى ډېره غوره مځكه يې، او د خداى ډېره خوښه مځكه يې. اوكه زه له تا څخه په وتلو نه واى اړسوى ، زه به لتا څخه نه واى وتلى".

103ـ د بيت الله شريفي قبله كېدل
قال الله تعالى وتبارك: قد نرٰى تقلب وجهك في السماء فلنولينك قبلآ ترضٰها فول وجهك شطرالمسجد الحرام وحيث ماكنتم فولوا وجوهكم شطره [ البقره: 144]
ژباړه: د آسمان لوري ته ستا بيا بيا مخ اړول موږ وينو. دادى موږ به ارو مرو تا هغي قبلې ته وګرځوو چې ته يې خوښوې. نو د مسجد الحرام ( كعبې ) لوري ته په لمانځه كي خپل مخ وګرځوه. اوس چې تاسي هرچيري اوسئ، نو هغه لوري ته په لمانځه كي مخونه واړوئ.  په دې كي اختلاف دى چې ترهجرت د مخه قبله بيت الله وه، كه بيت المقدس ؟ ځيني وايي چې په مكه كي رسول  پرلمانځه بيت المقدس ته داسي درېدى، چې كعبه به يې هم په مخ كي وه. خو ځينو بيا ويلي دي چې يوازي يې بيت المقدس ته لمونځ كاوه. او امام بغوي (رح) ويلي دي چې رسول او مسلمانانو ترهجرت د مخه دكعبې شريفي پرلوري لمونځ كاوه. خوكله چې مدينې منورې ته مهاجرسول ترشپاړسو يا اوولسو مياشتو يې د بيت المقدس پرلوري لمونځ وكړ. او دغه قول صحيح بلل سوى دى. څنګه چې كعبه تر ټولو قبلو ستره او غوره ده. او رسول يې په سپېڅلتوب ښه پوهېدى او د هغې د سپېڅلتيا په هكله د عربو احساسات هم ښه ور معلوم وه. او سربېره پردې د هغه د اولني پلار ابراهيم  قبله وه او رسول  د هغې ترڅنګ وړوكى لوى سوى او د وړوكتوب په وختوكي د خپل نيكه عبد المطلب سره د هغې په دروازه كي ډېركښېنستلى او اوسېدلى وو. او له بله طرفه يې د يهودو د قبلې پرلوري لمونځ زړه نه غوښتى، نو يې د دې سره مينه وه چې كه د الله له لوري حكم راكړه سي چې بيا دكعبې په لوري لمونځ وكړم.
او په دې شوق كي به يې كله كله د آسمان په لوري مخ اړاوه، چې ښايي پرهغي ملا يكي يې سترګي ولګيږي چې داسي زېرى وركوي . البته دا خبره يې په زړه كي راګرځېدل، اما په خوله يې له ادبه نه ويل. نو بالاخره
د قبلې د ګرځېدو حكم په پورته ډول نازل سو. رسول  د هجرت په دوهم كال د خد اى تعالٰى يا برات په مياشت كي د ام بشر بن براء بن معرور مېلمه وو.كله چې د ماپښين وخت راغى او خلك يې د بني سلمه په جومات كي چې د مدينې له ښارڅخه د شمال لوېديز په لوري د درو ميلو په واټن پروت دى، لمانځه ته پاڅول، دوه ركعته لمونځ سوى وو، چې په درېيم ركعت كي ناڅاپه د دې آيت وحي راغلې او سمدستي رسول او په هغه پسي اقتدا كوونكي جماعت ټولو د بيت المقدس له لوري دكعبې لوري ته مخونه واړول. ښايي امام د مقتديانو شاته سوى وي او مقتديانو به يوازي مخ ګرځول نه، بلكي په څه ډېر خوځېدو به يې خپل صفونه د امام ترشابرابركړي وي. تردغي ورځي وروسته له دې امله دغه جومات ته  " مسجدالقبلتين " وايي، يعني د دوو قبلو جومات. او تردغي ورځي وروسته كعبه شريفه په ټوله نړۍ كي د ټولو مسلمانانو قبله وګرځېده.
104ـ د حديبيې سوله
څنګه چې د حديبيې سوله د مكې شريفي د فتحي او د اسلام د نورو زياتو برياليتوبونو بنسټ او پيلامه وه، نو ښايي چې لومړى د حديبيې د سولي په هكله معلومات وړاندي كړو او  د دغو معلوماتو په رڼاكي د مكې د فتحي په هكله رڼا واچوو: حديبيه د جدې پرلارد مكې مكرمې څخه تقريباً ( 15 ) كيلو متره ليري يوه ناوه ده چې پخوا هلته د حديبيې په نامه يوه څاته منسو به وه او اوس يې " شميسي" بولي. رسول
د هجرت په شپږم كال خوب وليد چې مكې ته په امن و امان ننوزي او عمره ادا كړي. د دې خوب په اورېدو سره اصحابو د رسول  څخه د عمرې په سفر د تللو غوښتنه وكړه.  نو هغه وو چې رسول  د ذوالقعدې ( ميانۍ ) په مياشت كي د (1400يا1500 ) تنو په ملګرتيا د عمرې په نيت د مكې په لور وخوځېد. هغو په " ذو الحليفه " كي د عمرې په نيت احرامونه وتړل او د هديي ( قربانى ) اوښان يې هم ورسره رهي كړل .
كله چې قريشو ته د حضرت محمد  د دې سفر په هكله معلومات ورسېدل په ډېر زور او زوږ سره يې د مقابلې لپاره تيارۍ پېل كړې، او د خپلو متحدو قبايلو ستري ډلي يې را وغوښتلې چې په دې ډول د مشركينو پوځونه د مكې د باندي په " بلدح " نومي ځاى كي سره راغونډ سول. په همدې ډول كله چې محمدي قافله مكې ته نژدې ( حديبيې ) ته ورسېده نو د دوى  اوښه هلته چو سوه او سره له ډېرو وهلو اوكشولو هيڅ له خپله ځايه ونه خوځېده ، ځكه نو هلته تم سول. له مسور بن مخرمه څخه روايت دى: كله چې رسول  په دغه ځاى كي واړول ، هلته يوڅا وو چې ډېري لږي اوبه يې درلودې. كله چې دا اوبه خلاصي سوې اصحاب  له تندي څخه بېتابه سول. نو له دې پېښي څخه حضرت رسالت پناه ته په خبروركولو سره ، د نبوي معجزې له مخي اوبه دونه ډېري سوې چې ټول لښكر په اوبه سو.  د خُزاعه د قبيلې وګړي تردې دمه لا په اسلام نه وه مشرف سوي. خو د مسلمانانو ملګري او د هغو په راز شريك وه. د هغو مشر بُديل بن ورقاء حضرت محمد ته ورغى او ورته ويې ويل چې د قريشو د پوځونو سېلاب را روان سوى، په بلدح نومي ځاى كي يې پر اوبو قبضه كړې، پرتاسو د بريد لپاره تياري كوي او تاسي ته دكعبې شريفي د زيارت كولو اجازه نه دركوي. رسول وفرمايل: هغو ته ووايه چې موږ د عمرې لپاره راغلي يو او جنګ نه كوو. ښه داده چې قريش تر يوې ټاكلي مودې پوري زموږ سره د سولي تړون لاسليك كړي. بُديل محمدي پيغام قريشوته واوراوه خو ناعاقبت انديش، جګړه مار، نوي ځوانان د دې پيغام اورېدوته تيار نه سول. البته زاړه، تجربه كاروګړي د خبرو لپاره تيار سول. نو هغه وو چې بديل د سولي ټول شرايط واورول، يوه د پاخه عمر تجربه كاره سړي عروه بن مسعود ثقفي وويل: محمد ډېر معقول شرطونه وړاندي كړي دي. كه ماته اجازه وي، نو زه د هغه سره دا معامله يوې خواته كوم. نو څنګه چې قريشو پرهغه بشپړ باور او اعتماد درلود هغه يې خپل استازى وټاكى او د خبرو لپاره يې حضرت محمد  ته ور واستاوه.  عروه د حضرت محمد سره ضروري خبري ترسره كړې او بيرته ستون سو. هغه قريشوته وويل: زه څوڅو ځلي د حبشې د پاچا نجاشي، د قسطنطنيې د پاچا قيصر او د ايران د پاچا كسرا دربارونو ته ورغلى يم مګر ما داسي پاچا نه دى ليدلى، چې د هغه عظمت او سترتوب دي د حضرت محمد  غوندي وي اود هغه درباريان او رعيت دي د هغه داسي درناوى وكړي، لكه د حضرت محمد اصحاب چې د هغه درناوى كوي. نو زما تاسي ته دا نصيحت او رايه ده چې د هغه سره سوله وكړئ.
له دې پلوه حضرت محمد  د سولي د خبرو لپاره خراش بن اميه ته خپله ځانګړې اوښه وركړه او قريشو ته يې ولېږى، خو قريشو اوښه ووژل او نژدې وو چې خراش هم ووژني. خو هغه يې ونه وژلاى سو. هغه دا ټوله ماجرا د رسول  په حضوركي وړاندي كړه. په دې منڅ كي قريشو پرمسلمانانو باندي د بريد لپاره يوه ډله ولېږل، چې د مسلمانانو لخوا ونيول سول. خو حضرت رسالت پناه د خپلو لوړو اخلاقي صفاتو په مقتضا هغه ټوله وبخښل.  نبي الرحمآ  د قرشو د دې مخالفانه او معاندانه رويې سره سره يوځل بيا د سولي كوښښ وكړ او خپل زوم حضرت عثمان  يې هغو ته د خپل سفير په توګه ور ولېږى. د هغه ترلېږلو وروسته اصحابو وويل: عثمان څونه بختور سړى دى،هغه به د بيت الله په زيارت او طواف مشرف سي او موږ دلته بې برخي ناست يو. خوكله چې دا خبره حضرت محمد  واورېدل، نو ويې ويل:" زما د عثمان پر وفادارى باندي بشپړ باوردى چې هغه بېله موږ د كعبې شريفي طواف نه كوي ".  همدغسي كله چې حضرت عثمان د حضرت محمد  پيغام قريشو ته ورساوه. هغو جواب وركړچي تاته د طواف كولو اجازه ده. خو محمد  ته موږ هيڅكله اجازه نه وركوو. مګر حضرت عثمان ورته وويل: زه هم د حضرت محمد  پرته طواف ته اړتيا نه لرم. هغه وو چې قريشو هغه بندي كړ او آوازه يې واچول چې قريشو هغه وواژه.كله چې دا خبر نبي كريم ته ورسېد، نو سخت ناكراره سو. بيا هغه مبارك  تريوې وني لاندي كښېنستى او ويې فرمايل چې د عثمان د ويني بدله اخيستل فرض باله سي. نو څوك چې غواړي په دې چاره كي شريك سي زما پرلاس دي بيعت راسره وكړي. چې ټولو اصحابو په خورا ډېر جوش او خروښ د ځانو د قرباني كولو بيعت ورسره وكړ. رسول  خپل كيڼ لاس د حضرت عثمان لاس وباله او پرخپل بل لاس يې كښېښود، د عثمان له لوري يې هم بيعت وكړ، څو هغه له دې ثوابه څخه بې برخي پاته نه سي . كه څه هم وروسته څرګنده سوه چې دا خبر غلط دى، سره د دې هم دغو سرښندونكو اصحابو د خپل شمېرد لږوالي او ظاهري اسبابو د نشتوالي سره سره د رسول  پرلاس  د سرښندنې او فدا كارى بيعت وكړ. نو خداى  د دوى د دې غوره عمل اجر عظيم دا وركړ چې په قرآن عظيم كي يې په ډېر صراحت سره د خپلي خوښي سند دوى ته وركړ او  د دې مبارك سند له مخي دغه بيعت د " بيعت رضوان " په نامه ونومول سو. حضرت مسور بن مخرمه څرګند وي چې په دې ترځ كي قريشو هم خپله غلطي احساس كړه او سولي ته چمتو سول، هغو خپل يو د اعتماد وړ، ژب غړاندى ويندوى سهيل بن عمرو مسلمانانو ته د سفير په توګه ولېږى. تر ډېرو خبرو اترو وروسته، په څو شرايطو باندي جوړه وسوه. د سولي د تړون ليكل د حضرت علي كرم الله وجهه پر غاړه وه.  رسول حضرت علي ته وفرمايل چې د تړون ليك په سركي بسم الله ا لرحمن  ا لرحيم وليكي. څنګه چې عربو د ليكونو په پيل كي د " باسمك اللهم " الفاظ ليكل او  د " بسم الله " شريفي سره نا بلده وه، ځكه نو سهيل بن عمرو وويل چې د بسم الله پرځاى دي همهغه پخواني الفاظ وليكل سي، او رسول  هم ومنل. بيا رسول  حضرت على  ته  د دې جملې د ليكلو په هكله فرمايل: هذا ماقا ضىٰ عليه محمد رسول الله. يعني: دا تړون محمد د خداى رسول ومانه. پدې باندي د سهيل تندي ګونجي وكړې او ويې ويل كه موږ تا د خداى د رسول په توګه وپېژنو، بيا خو جګړه پاى ته ورسېده. نو ته د دې پرځاي خپل اود خپل پلار نوم وليكه. رسول  ورته وويل: كه څه هم تاسي زما رسالت درواغ بولى، خوزه په خداى لوړم چې زه د خداى استازى يم. په هرحال رسول  ليكونكي ته وفرمايل چې يوازي زما نوم وليكئ خوحضرت علي د ډېري ميني او عقيد تمندى له امله د هغه مبارك پرنامه د خط كشولو څخه ډډه وكړه. چې بيا خپله رسول پر " رسول الله " باندي كرښه راوكښه او پدې توګه د تړون د شرايطو د ليكلوكار پېل سو.  تړون پرلاندي شرايطو لاسليك سو:
1_ سږكال دي مسلمانان بېله عمرې ادا كولو بيرته ولاړ سي.
2_ په راتلونكي كال كي دي عمرې ته راسي، او تردرو ورځو تېرولو وروسته دي بيرته ولاړسي.
3_ د وسلوسره دي نه راځي، هر يو صرف يوه توره دځان سره راوړلاى سي. چې هغه به هم په تېكي كي وي او تېكى به هم په كڅوڼه كي وي .
4_ په مكه كي چې كوم مسلمانان له پخوا څخه اوسېږي هغه له مكې څخه نه سي تللاى. اوكه له مسلمانانو څخه څوك په مكه كي اوسېدل غواړي، نو هغه به نه منع كيږي .
5_ د مكې له قريشو، يا مسلمانانو څخه كه څوك مدينې ته ولاړسي، هغه به بيرته موږ ته سپارئ. خوكه كوم مسلمان مكې ته راسي هغه به بيرته مدينې ته نه لېږل كيږي .
6_ د قريشو او مسلمانانو ترمنځ به ترلسوكالو جنګ نه كيږي.
7_ د عربو قبايل به اختيار ولري چې د فريقينو څخه د هر لوري سره چې وغواړي په تړون كي شريكېدلاى سي.
( د دې تړون له مخي بني خُزاعه وو د نبي  ملګرتيا غوره كړه او بني بكرد قريشو ملګري سول ).
تراوسه لا پرتړون لاسليكونه نه وه سوي چې ابوجندل نومى د سهل زوى،كوم چې اسلام يې منلى وو او په مكه كي دكفارو په بند كي وو او په پښوكي يې بېړۍ لاوې چې په يو ډول تښتېدلى او هلته ورسېد. د هغه پر بدن باندي د ظلم او تشدد او د كفارو د بربريت نخښي له ورايه ښكارېدې. خو حضرت محمد  د تړون د موادو د مراعتولو له امله هغه بيرته قريشوته وسپارى او هغه ته يې داسي تسلا وركول چې:" ابو جندله د صبراو زغم څخه كار واخله، خداى به تاته ارو مروكومه لار پرانيزي. څنګه چې دغه روغه په ښكاره د ذلت او مغلو بيت روغه وه، نو حضرت عمر او نور اصحاب سخت په خپه سول. دوى ويل چې د مسلمانانو د دې يو نيم زرسرښندونكو په مخكي قريش څه اهميت نه لري. خو د رسول  سترګي هغو احوالو او نتيجوته وې چې د نورو له سترګو څخه پټـي وې. هغه په بې مثاله استغنا ، توكل او تحمل دغه سوله ومنل او خپلو اصحابو ته يې په دې لنډو الفاظوچي " الله و رسوله اعلم " ډاډ اوتسلى وركوله. يعني الله او رسول په داسي خبرو باندي ډېر ښه پوهيږي . تردې وروسته پېغمبر اصحابو ته وفرمايل چې : اوس دلته اوښان حلال كړئ، سرونه وخرياست، يا يې ورېښتان لنډ كړئ او احرامونه خلاص كړئ. خو په دې خبره هيڅوك له خپله ځايه ونه ښورېگدل. پېغمبر درې ځله امر وكړ، خو پرصحابه وو باندي په هغه وخت كي د غم او خفګان او زړه ماتوالي داسي سخته غلبه وه چې له خپله ځايه يې هيڅ حركت ونه كړ. د پيغمبر  د رسالت په ټول دوركي تردغه يوه پلا پرته نور داسي ونه سوه. په دې باندي پېغمبر سخت خفه سو. خپلي خېمې ته ولاړ او د ام الموْ منين حضرت ام سلمه (رض) سره يې د زړه خواله وكړه. هغې ورته وويل چې ته په پټه خوله تشريف يوسه اوخپل اوښ ذبح كړه او سرخريونكى پيداكړه خپل سر وخريه. تر هغه وروسته به خلك خپل په خپله ستا پيروي وكړي. همداسي وسول. د پېغمبر د دې كار په ليدو سره خلكو هم قربانى وكړې، سرونه يې وخريل، يا يې ورېښتان لنډكړل او له احرامه را ووتل. او په داسي حال كي چې زړونه يې له غمه ډك وه مدينې ته رهي سول. په لاره كي د " الفتح " سوره نازله سوه او الله د دغي روغي نوم " فتح مبين " كښېښود.  105ـ د حديبيې د سولي سياسي ګټي كه د وجدان آزادي وي او تعصب نه وي، نو اسلام داسي يو دين دى چې خپل په خپله انساني كائنات ځانته را جذبوي. لكه څنګه چې د " حديبيې سولي" ته له دې امله د " فتح مبين" اعزاز ور په برخه سو چې څنګه د مسلمانانو اوكفارو ترمنځ د يوه تړون په ذريعه سوله منځ ته راغله اوجنګ وځنډول سو، نو مشركينو ته د امن او سكون په فضاء كي د مسلمانانو سره  د راشي د رشي موقع په لاس ورغله ؛ يو له بله په خبرو اترو او پوښتنو ګروېږنو سره مشغول سول اود اسلام مقناطيسي كشش اود مسلمانانو سولي خوښوني،كريمانه اخلاقو، ښو او غورو اعمالو، صداقت، عدالت، حق خوښوني او حق پوهني او داسي ډېرو نورو ښو صفاتوكفار  د هغو ګرويده كړه. چې په نتيجه كي دا سوله د مسلمانانو لپاره د لوى خير، رسميت پېژندلو او سترو بريو لامل سوه. لكه چې تردې سولي وروسته خيبرفتح سو، مسلمانانو ته ډېري ولجې په لاس ورغلې، خالد بن وليد او عمرو بن العاص، دوه نامتو شخصيتونه مسلمانان سول، اسلام زيات خپور سو، او په دوه كاله كي د مسلمانانو لښكر له يونيم زر تنو څخه لسوزرو تنو ته ورسېد، او په دې ډول د مكې شريفي د فتح كېدو شرايط راغونډ سول . هلته ابوجندل  د مكې په بنديخانه كي د اسلام د حق دين تبليغ پېل كړ چې د دغه تبليغ په نتيجه كي په يوه كال كي درو سوو تنو اسلام راوړ. په دې ترځ كي عتبه بن  اُسيد كوم چې لقب يې " ابو بصير" وو د مكې دكفارو له ظلمونو په عذاب سو او مدينې منورې ته وتښتېدى. قريشو په هغه پسي د رسول  خدمت ته دوه تنه ولېږل، او غوښتنه يې ځني وكړه چې د تړون سره سم زموږ سړى بيرته را وسپاره. رسول عتبه ته وفرمايل چې بيرته ولاړ سه. هغه عرض كړه ته مابيرته دكفارو منګلو ته سپارې؟ څو مابيرته كفرته مجبوره كړي ؟ هغه ورته وفرمايل :" خداى تعالى به ستا د ژغورني كوم تدبير وكړي". ابو بصير مجبوره سو د دوو تنو په محافظت بيرته د مكې په لور رهي سو. خوكله چې ذو الحليفې ته ورسېدى، يو كافر يې وواژه اوبل وبېرېدى، بېرته رسول  ته ورغى او شكايت يې وكړ. په دې وخت كي ابو بصيرهم بېرته مدينې ته ورسېدى او رسول ته يې وويل چې : تاخو زه د تړون سره سم بېرته ور ولېږلم. اوس نو پرتاسوكومه ذمه واري نسته او وروسته بيا له مدينې څخه " عيص " نومي ځاى ته، چې د سمندر پرغاړه " ذو مروې" ته نژدې وو، ولاړ او هلته يې استوګنه غوره كړه. وروسته د مكې مظلوم مسلمانان په پټه تښتېدل او د ابو بصير سره به هلته يوځاى كېدل. چې په دې ډول د ابو بصيرسره د اويا تنو مسلمانانو يوه غښتلې ډله را غونډه سوه . تردې وروسته به چې د قريشو د سوداګرۍ قافله له دې لاري شام ته تله، نو هغو به د قافلې سړي وژل او مال به يې ځني لوټاوه. چې په دې ډول دغه د غنيمت مال د هغو  د خرڅ، خوراك ذريعه وګرځېدل. بالاخره قريش دغو حالاتو په تنګ كړه او د رسول  په حضور كي يې عرض وكړ چې موږ د تړون ترهغه شرط تېر يو چې كه مسلمانان له مكې څخه مدينې ته تښتي موږ ته يې بېرته په لاس راكړئ. نوكه مسلمانان و غواړي چې مدينې ته ولاړسي هلته اوسېدلاى سي. او موږ يې بېرته نه غواړو. تردې وروسته ابو بصير او د هغه ملګري مدينې ته ورغلل او هلته و اوسېدل او  د قريشو دكاروان لار پرانيستل سوه.
106ـ عمرآ القضاء
قال الله تعالى : لقد صدق الله ورسوله الروْيا بالحق لتدخلن المسجد الحرام ان شاءالله آمنين محلقين روْسكم ومقصرين لاتخافون فعلم مالم تعلموافجعل من دون ذٰلك فتحاً قريباً  [ الفتح:27 ]
ژباړه: په واقع كي خداى  خپل پيغمبر ته رشتيني خوب ښوولي وو، چې هو به هو له حق سره سم وو. ان شاء الله تاسي به ارو مرو مسجد حرام ته د پوره امنيت سره ننوځئ، خپل سرونه به وخريئ او ورېښتان به لنډ كړئ او پر تاسي به هيڅ بيره نه وي. هغه په هغه خبري  باندي پوهېدى چې تاسي نه پوهېدلاست. له دې امله هغه د خوب د پوره كېدو د مخه تاسي ته د هغه نژدې فتح درپه برخه كړه.
حضرت رسول او درو زرو اصحابو د هجرت د اووم كال د ذي القعدې په مياشت  كي د حديبيې د تړون سره سم د هغي تاريخي عمرې لپاره كومه چې په عمرآ القضاء مشهوره سوه، مكې شريفي ته تشريف يووړ. دغه سفرته په اسلامي تاريخ كي په ډېر درناوي كتل كيږي . قريشو په مسلمانانو هيڅ كار ونه درلود، مسلمانانو په درو ورځوكي د عمرې د ادا كولو مناسك تر سره كړل، پدې وخت كي قريشو د مكې ښار پرې اېښي وو، او له نژدې غونډيو څخه يې  د مسلمانانو د مناسكو د ادا كولو ننداره كول. د مكې د خلكو دا خيال وو چې مسلمانان د مدينې شريفي تودې آب و هوا ضعيفه كړي دي، له دې امله رسول  وفرمايل چې د طواف په لومړيو درو شوطونو ( ګردشونو ) كي د اوږو په ښورولو سره د اتلانو غوندي حركات تر سره كړي ( دې حركاتو ته په عربي كي رمل وايې ) چې دا سنت تر اوسه پوري هم هماغسي جاري دى. د مسلمانانو دې رشتينو ديني ولولو او د عبادت دې ساده طريقې او ستر ديانت او امانت پر كفارو يوه عجيبه ستره اغيزه وكړه. ښار له خلكو تش وو،خو هيچا ته يو وړوكى تاوان هم ونه رسېدى. چې د مسلمانانو دې ښه كردار په سلګونو كفار د اسلام لوري ته مايل كړه.