پنځمه برخه: مكه او كعبه او تر حضرت محمد  وروسته اسلامي پير  

 162ـ څله يې د مكې اميرته " شريف " ويل؟

كله چې د المطيع عباسي د خلافت په وروستيوكي په كال358س. كي جوهر قائد رومي صقلي، د المغرب د واكمن المعز لدين الله عبيدي مريي، د هغه لپاره مصر ونيوى او بيا مكې ته ولاړى او هغه يې هم د معز لدين الله تر ولكې لاندي راوستل. نو يې په مكه كي د شرفا وو د واكمنۍ بنسټ كښېښووى. تردغي نېټې وروسته به په مكه كي يوه نفر علوي د مكې د شريف په نامه واك چلاوه او د حج د چارو او د حاجيانو كالخوايي به يې كوله. لومړى شريف چې د افريقي اود مصرد واكمن معز لدين الله لخوا حكومت او شرافت تر لاسه كړ، جعفر بن محمد وو. دغه جعفرد مكې د بني سليمانو د لړۍ څخه يوتن دى چې د حسن يا ابو الحسن قُرمُطي ترمړيني وروسته يې د مكې واك په لاس راوړ او د دغو بني سليمانو د لړۍ وروستى واكمن شكر دى، چې په كال 452س. كي وفات سوى دى. تردې ورسته د مكې شرافت هواشموته ولېږدول سو،كوم چې هغه هم علويان دي. بيا په 597س. كي شريف قتاده د مكې واكمنۍ ته ورسېد كوم چې د جعفرد ورور شريف عبد الله لمسۍ وو. پر مكه باندي د واكمنۍ دغه اصول تر1343س. كال پوري چلېده. خو په تاريخونوكي زياتره دغه لقب د لومړي ځل لپاره د قتاده د نامه سره ډېر ليدل كيږي او بيا وروسته د مكې نورو واكمنو ته استعمال سوى دى. دكتور حسين قره چانلو وايي:" د شرفا ووپه دوره كي د حج مراسم خورا پرتمين ترسره كېدل. وايي كله چې د حج مراسم پيلېده، د مكې شريف به په داسي حال كي چې سپين كالي به يې اغوستي وه اود خداى د اطاعت په دود به يې توره په غاړه كي اچولې وه، دكعبې طواف به يې كاوه. دغه مهال به د شافعي مذهبو څخه يوسړى د زمزم پرګمبته درېدى اوكله چې به اميرد طواف يو شوط ( يوه دوره ) پوره كړه، دغه سړي او شريف به خپل دواړه لاسونه پورته كړه او تكبيربه يې وايه. بيا به چې اميرخپل طواف بشپړكړنورو خلكو به طواف پيل كړ. دغه مهال به يې دكعبې پردې پورته كولې. ټولي دروازې به پرانيستي وې، دكعبې دننه به يې ډېوه بله كړې وه او حاجيانو به كوښښ كاوه چې د مرمر پرهغه سره ډبره لمونځ وكړي چې د رسول  د لمانځه ځاى باله سي ". ( د دغي ډبري د رنګ، دكعبې د نس د فرش او په كعبه كي د رسول  د لمانځه په هكله د دې كتاب [ 281] او [284] مخونه وګورئ)

 163 عبيديان، مكه اوكعبه

 لكه چې د مخه مو يادونه وكړه د بني عباسو په وختوكي اسلامي دولت سره ووېشل سو. چې په دې لړكي په المغرب كي يو بېل دولت را منځته سو او بيا په دغه سيمه كي د عبيد الله المهدي په نامه يوه سړي چې ځان يې علوي او فاطمي باله. خپل واك ټينګ كړ، چې بيايې دغه واك اولادې ته پاته سو. او واكمنۍ يې د عبيديانو يا فاطميانو په نامه شهرت وموند. د دغي لړۍ د يوه تن معز لدين الله د واكمنۍ په مهال په كال 358س.كي د هغه مريي جوهر قائد پر مصر يرغل وكړ،دغه مهال په مصركي د اخشيديانو وروستى واكمن كافوراخشيدي وفات سوى وو او دواكمنۍ په هكله ګډوډي پكښي پېښه سوې وه، چې د دې ګډوډۍ څخه په ګټه اخيستنه، هغه مصر ونيوى او پاى له المغرب څخه ترحلبه د حرمينو په ګډون د دغه معز عبيدي پرنامه خطبه وويل سوه. او په دغو سيموكي د دغو عبيديانو واك ټينګ سو. چې په 362س. كي معز عبيدي خپله پلازمېنه مصر وټاكى. د دغو عبيديانو د نسب په هكله ډېر تاريخونه وايي چې دوى د بي بي فاطمې (رض) د اولادې څخه نه دي او ځانونه يې په درواغو فاطميان بلل. بلكي وايي چې د هغونيكه مجوسي وو، اود دوى زياتره كسان داسي زنديقان وه چې له اسلامه وتلي وه او ځينو به انبيا وو او صحابه وو ته ښكنځل كول. ان چې عبيد الله المهدي ته په باطني اوخبيث وايي. او وايي چې ده د اسلام كمزوري غوښتل. ماچي كوم تاريخونه لوستي دي، په هغوكي يوازي ابن خلدون د دې خبرو پلوي نه ده كړې او هغه دوى فاطميان بولي. حافظ ذهبي په خپل تاريخ " دول الاسلام " كي د عبيدالله المهدي د يهودي توب په هكله وايي: حسين بن محمد بن احمد بن عبد الله القداح علوي " سلميه " نومي ځاى ته ولاړى،كوم چې د ده د نيكه شته هلته په امانت ايښوول سوي وه. هلته د ده په مخ كي د ښځو خبره را منځته سوه او يوچا ديوه يهودي پښ دكونډي صفت وكړ، چې ډېره ښايسته وه. اود دې غوندي يو ښكلى زوى هم له دغه يهودي څخه ورپاته وو. نو دغه حسين علوي دغه ښځه په نكاح كړه چې بيا پرهغه ډېره ګرانه سوه. دغه راز د هغې زوى هم ډېر پرګران سو او علم او پوهه يې ور زده كړه. چې پاى ستر سړى او د لوى همت څښتن ځني جوړ سو. نو څنګه چې حسين علوي زوى نه درلود دى يې په زوى ګلويني ونيوى او ويل به يې چې دى زما ميراث خور دى. له دې امله به د علويانو پلويانو او مبلغانو د دغه يهودي د زوى پرنامه ليكونه ورلېږل. او حسين هم خپل ټول شته هغه ته وسپارل او خپلو پلويانو ته يې امروكړ چې د هغه اطاعت او خدمت وكړي او د خپلو، خپلوانو څخه يې يوه ښځه هم ورپه نكاح كړه. بياكله چې حسين مړسو، دغه د يهودي زوى يې ځاى ناستى سو او ځان يې عبيد الله وباله، خپل لقب يې" مهدي " غوره كړاو خپل نسب يې امام جعفرصادق او حضرت علي كرم الله وجهه ته منسوب كړ. او د علوي دعوت خپرولوته يې دوام وركړ. په دې ترځ كي د هغه يوه پلوي او مبلغ له المغرب څخه حال ورته ولېږى چې موږ دلته ډېري سوبي كړي دي او اوس موږ دلته ستا راتلوته سترګي پر لار يو. څنګه چې د ده دغه خبري د المكتفي عباسي په وختوكي خپرې سوې نو دى يې ور وغوښتى. خو دى اود ده زوى نزار نومى ځني وتښتېدل اود 297س. كال د لومړۍ خور په وروستۍ لسيزه كي په داسي حال كي چې د ده ملګري ورسره وه د قيروان " رقاده " نومي ځاى ته ورسېدل او په يوه ماڼۍ كي يې واړول او امر يې وكړچي په دغه ټوله سيمه كي دي د ده نوم په خطبه كي ياد سي. بيا يې د جمعې په ورځ خلك په زوره خپل بيعت ته وبلل. نوكه به چا د ده مذهب مانه ښه كړنه به يې ورسره كول اوكه به يې نه مانه نو بندي كاوه به يې. چې په دغه ډول يې د مړيني ترمهاله، تركال 322س. پوري واك وچلاوه. د ده په وختوكي قُرامته وو،كومو چې له دغه المهدي سره اړيكي درلودې په مكه كي ستره فتنه رامنځته كړه. چې د دې كتاب په مخكنيو پاڼو كي خبري پر وسوې. بيايې زوى نزار د القائم با مرالله په لقب د ده د مړيني تركال333 س. پوري په دغه ډول واكمن وو. بيا د نزار زوى اسماعيل د المنصور په لقب واكمن سو. او بيا د هغه زوى معد د المعز لدين الله په لقب واكمن سو چې پاى يې مصر هم ونيوى. د مصرد نيولو سره سم حرمين شريفين هم هغه ته تسليم سول او په مكه مكرمه كي هم د ده پرنامه خطبه وويل سوه. د ده په مهال د مكې والي جعفرنومي ته د شريف لقب وركړه سو اوهلته په اذان كي د " حي على خيرالعمل " ويل پيل سول. وايي چې دغه المعز لدين الله كعبې شريفي ته د سره ديباج يو ډېر بيه او ښكلى پوښ يا سايوان وركړ،كوم چې په ډېرو سرو زرو، ملغلرو، او ډول ډول ياقوتو پسوللى وو او د حج اړوند آيتونه په زمروتو پر ليكلي وه. كله چې المعز مړسو د مكې والي عيسٰى بن جعفرد ده د زوى العزيز پرنامه خطبه ونه ويل. ځكه نو د العزيز لښكرو مكه محاصره كړه او د هغې پرخلكو يې تنګسه راوسته. دغه راز د عبيدي لړۍ يوه بل واكمن الحاكم د مكې بل امير ابو الفتوح ته امر وكړچي د ابو بكر صديق او عمر فاروق  بد ووايي. خو هغه دا كار ونه كړاو ورته ياغي سو. چې بيا بيرته سره جوړسول. له دې پرته د دغي لړۍ د واكمنو لخوا د مكې اوكعبې سره د ښو په هكله په كتابونوكي زما څه نه دي په سترګو سوي.

 164ـ ايوبي پېر، مكه اوكعبه

 د سلطان صلاح الدين ايوبي پلار نجم الدين ايوب بن شاذي روادي كرد وو. د هغه دوست بهروز د سلطان مسعود بن محمد بن ملك شاه لخوا د بغداد كوټوال وټاكل سو، او دغه راز يې هغه ته د تكريت دكلا واك اختيار هم وركړ. نو بهروز بيا نجم الدين ايوب د تكريت حاكم وټاكى چې د خپل وفات ترمهاله د دغه ځاى حاكم وو. يو وخت د موصل حاكم عمادالدين زنګي د سلطان مسعود په ملاتړ په كال 520 س.كي د خليفه مسترشد په جنګ ورغى خو ماته يې وخوړه. نوكله چې بيرته موصل ته تى، تكريت ته ورسېدى. نجم الدين ايوب څه دلاري څورى ورته وركړ، اود دجلې له سيند څخه د تېرېدو لپاره يې پل ورته جوړكړ. په دې منځ كي د ده كشر ورور اسدالدين شېركوه په تكريت كي يو سړى وواژه، او ده يا ورور يې نجم الدين ايوب د هغه فديه ورنه كړه. ځكه نو بهروز هغه له كاره ګوښه كړاو بيا يې دواړه وروڼه له تكريت څخه وايستل. وروسته دواړه وروڼه عمادالدين ته ورغلل، هغه ښه وضع ورسره وكړه او جاګيرونه يې وركړه. كله چې زنګي په كال 532 س. كي بعلبك ونيوى، نجم الدين ايوب يې هلته خپل نايب وټاكى. كله چې په 541س. كي عمادالدين زنګي وفات سو، نود دمشق حاكم فخرالدين طغركين پربعلبك يرغل وكړ او هغه يې كلابندكړ. پاى نجم الدين ايوب په دې شرط وسله پرمځكه ورته كښېښوول چې هغه ته به په دمشق كي جاګير وركوي. نو هغه وو چې نجم الدين ايوب دمشق ته ورسره ولاړى. خو اسد الدين شېركوه د عماد الدين زنګي د زوى نور الدين محمود سره پاته سو او هغه يې سپه سالار وټاكي. بالاخره دغه سلطان نور الدين محمود زنګي د دغو دوو وروڼو په كومك په 549 س. كي دمشق ونيوى. دغه مهال د مصر فاطمي واكمني مخ پرله منځه تلو وه او صليبيانو د مصرځيني ښارونه هم نيولي وه. ان چې د قاهرې پردربارباندي يې هم تسلط ټينګ كړى وو، او ججه يې ځني اخيستل. دغه وخت په مصركي العاضد واكمن وو. خو د ده ټول واك د ده وزيرصالح بن زريك ځني اخستى وو. بيا شاور نومي وزير پر العاضد مسلط سو. بيا د ضرغام په نامه يوسړى د العاضد وزيرسو. او شاور يې پسي واخيستى. نو هغه وو چې شاورشام ته وتښتېدى اوپه كال556س. كي يې نور الدين محمود زنګي ته شكايت وكړ او ورته ويې ويل چې كه ته داسي پوځ راسره ولېږې چې ما واك ته ورسوي او بيا په مصركي په خپلواكه توګه واوسي، زه به تاته د مصرد ماليو يوه درېيمه دركوم. نو هغه ووچي هغه خپل سپه سالار اسد الدين شېركوه د پوځ سره ورسره ولېږى. شېركوه، ضرغام وواژه او شاوريې د هغه پرځاى په مصركي وزير وټاكى. خوكله چې هغه وزير سو غداري يې وكړه او شېركوه ته يې له مصرڅخه د وتلو حكم وركړ او پرخپله ژمنه ونه درېدى. نوهغه وو چې شېركوه هم بلبيس نومى ځاى اود مصرختيزښارونه ونيول. شاور چې دا حال وليدى له صليبي پرنګيانو څخه يې مرسته وغوښته. بيا مصري او صليبي دواړو لښكرو شېركوه په بلبيس كي تردرو مياشتوكلابندكړ. دغه مهال سلطان نور الدين محمود زنګي په نورو ځايوكي صليبيانوته ماته وركړه.كله چې دغو مصري اوصليبي لښكرو واورېدل چې په نورو ځايونو كي صليبيانو ماته خوړلې ده، د شېركوه سره يې سوله وكړه اودغه كلابندي يې بيرته پرېښوول. او شېركوه هم بيرته شام ته ولاړى. خو د شاور څخه يې د دې غدارۍ غچ اخيستل له زړه نه وه وتلي. چې بيا يې د شاور او فرنګي سره جنګونه وكړه. آخرفرنګيانو له شاورڅخه غټـي غټي ججې اخيستې او پاى يې مصركلابندكړ او څو ځايونه يې ځني ونيول؛ ډېري ورانۍ يې وكړې او ډېر مسلمانان يې ووژل. او په دې ترځ كي شاورد مصر يوه ښارته داسي اور واچاوه چې تر (54) ورځو لګېدى. دغه مهال خليفه العاضد د سلطان نورالدين محمود څخه په څو وارو مرسته وغوښته او د خپلو ښځو ورېښتان يې ور ولېږل او ورته ويې ليكل چې زما په داد ورسېږه او ښځي مې له پرنګيانو څخه وژغوره. نو هغه اسدالدين شېركوه او د شېركوه وراره صلاح الدين يوسف بن نجم الدين ايوب او نور ډېر تكړه پوځيان او لښكر مصرته ولېږل. كله چې مصر ته ورسېدل پرنګيانو مصر پرې ايښى وو. شېركوه د العاضد لخوا ډېرښه استقبال سو، شاور ووژل سو او شېركوه د العاضد وزير وټاكل سو. خو له بده مرغه دغه شېركوه دوې مياشتي او پنځه ورځي وروسته د564س. كال د څلورمي خور په مياشت كي وفات سو. بيا العاضد د مصر د ټولو لويانو او مخورو په خوښه صلاح الدين ايوبي د مصر وزير وټاكى،كوم چې په مصركي د سلطان نورالدين محمود نايب بلل كېدى. صلاح الدين ايوبي د پرنګيانو سره ترجنګونو اوښو سوبو وروسته، د 567 س. كال د حسن حسين د مياشتي له دوهمي جمعې څخه د العاضد پرنامه خطبه بنده كړه اود عباسي خليفه المستضئي پرنامه په مصركي خطبه ويل پيل سوه. او العاضد هم پس له څو ورځو د دغه 567س. كال د حسن حسين د مياستي په عاشورا مړسو او په دې ډول تر ( 208 ) كالو وروسته په مصركي د عبيديانو د واكمنۍ ټغر ټول سو، چې مسلمانان ډېر په خوشاله سول. كه څه هم بيا ځينو عبيدي پلوو حاكمانو له پرنګيانو مرسته وغوښته چې صلاح الدين ايوبي د يوې كودتا له لاري ليري كړي، خو خداى  داسي ونه كړه. نوكله چې سلطان نورالدين محمود زنګي په كال 569 س. كي وفات سو، صلاح الدين ايوبي د مصر او شام خپلواك واكمن سو. دغه د اسلام اتل بچي د 583 س.كال د خداى تعالى په مياشت كي د مسلمانانو لومړۍ قبله ( بيت المقدس ) د صليبي نصراني پاچهانو له ( 91 ) كلنۍ قبضې او ظلم او تعدى څخه وژغورى او نور ډېر ملكونه يې هم دكفارو له لاسه وايستل، چې له مصر او شام څخه يې تر يمن او افريقا پوري يو پراخ اسلامي سلطنت ټينګ كړ. لويه خدايه ! نن هم د مسلمانانو دغه لومړنۍ قبله د يهودو په لاس كي ده. مسلمانان د كفارو له لاسه تباه او برباد دي. اسلام د صهيونيت او نصرانيت له سترو خطرو سره مخامخ دى. مسلمانان نن هم سخت سره بې اتفا قه دي او غداران پكښي ډېر سوي دي، خو صلاح الدين ايوبي غوندي څوك نسته. نو لويه څښتنه ! ستا بيت المقدس ته، ستا اسلام ته، ستا بنده ګا نوته او ستا دښمنا نو ته، بيا يو ايوبي را و پاڅوې آمين. لنډه داچي د ايوبي په واكمن كېدوسره د هغه مشر ورور شمس الدوله توران شاه بن ايوب په كال 568 س. كي مكه او يمن هم خپل كړه او په حرمينو كي د سمط النجوم په قول د صلاح الدين ايوبي پرنامه اود شفاء الغرام په قول د سلطان نورالدين محمود پرنامه خطبه وويل سوه ( څنګه چې په دغه كال سلطان نورالدين ژوندى وو او صلاح الدين ايوبي دغه مهال په مصر كي د هغه نايب وو، ښايي په دغه كال خطبه د نورالدين په نامه ويل سوې وي. او څنګه چې په 569 س. كي نورالدين مړسو او صلاح الدين پاچا سو نو ښايي په 569س.كال په حرمينو كي د سلطان صلاح الدين پرنامه خطبه ويل سوي وي ). بيا په كال581 س.كي د يمن والي اود صلاح الدين ايوبي ورورسيف الاسلام طغتګين بن ايوب مكې ته ولاړى، هلته يې په اذان كي " حي على خيرالعمل " ويل بند كړه د مكې ډېر مفسد چوپړيان ( مريان ) يې ووژل اود خپل ورور سلطان صلاح الدين پرنامه يې د دراهمو او دينارونو سكه ووهل. ابن جبير په خپله سفرنامه كي وايي چې هغه سيف الاسلام طغتګين دننه په حرم كي وليدى چې پرښى اړخ يې مكثرد مكې والي او پركيڼ اړخ يې د شرعي قاضي ورسره وه او په داسي حال كي چې مكثر سپين كالي اغوستي او سپينه لنګوټه يې تړلې وه، طواف يې كاوه. بيا په كال 572 س. كي سلطان صلاح الدين ايوبي له هغو حاجيانو چې د سمندر له لاري به حج ته تلل،د ججو اخيستلو دود له منځه يووړ، اود دې په عوض يې دمكې امير،دكعبې مجاورينو او عالمانو او فقيرانوته د نغدو پيسو او نورو اوقافو ورلېږل ومنل. چې په دې توګه حاجيانو ته اساني او هوسايي پېښه سوه او خلك په خوشاله سول. وايې چې له هر حاجي څخه به اووه نيم مصري ديناره اخيستل كېدل. اوكه به چا نه درلوده،كه به څه هم نشتمن وو، ترهغو به يې بندي كاوه چې د عرفې ورځ به تېرېده. ان چې ابن جبير وايي چې كه به چادغه روپۍ نه سواى وركولاى، په ډول ډول دردوونكو عذابونو به يې اخته كاوه، لكه په خصيتينو ځړول او داسي نور. او دا عذاب د مصرد عبيديانو په دوره كي وو. دغه رازد ايوبي كورنۍ نورو واكمنو هم د حج پرلارو او په مكه كي ښه امنيت راوستلى وو. د حاجيانو ښه خدمتونه يې كړي او د كعبې حرمت او عزت يې ساتلى وو. لكه چې د شام واكمن ملك معظم عيسٰى ايوبي په كال 611س. كي د حج كولو په ترځ كي ډېرشته خيرات كړل او د مكې په ځينو برخو كي يې يولړسمونيز كارونه او ټولنيز خدمتونه ترسره كړل. په 621 س. كال كي د مصر ملك الكامل ايوبي دكعبې خادمانو بني شيبه وو ته ډېري پيسې وركړې، څو دوى نور دكعبې دروازه د حاجيانو پرمخ پرانيستې پريږدي. په 624س. كي د ميافارقين سلطان شهاب غازي ايوبي حج ته پرشپږو سوو اوښانو مالونه باركړل. صرف له دوى څخه د يوه تن ملك مسعود يوسف په هكله شفاء الغرام، سمط النجوم او نور وايي چې دغه ملك يوسف اقسيس چې د يمن واكمن وو او د مصر د واكمن ملك كامل زوى وو، په مكه كي ناوړه كارونه كړي دي. ده په كال 620 س.كي ترحج كولو وروسته د مكې د والي حسن سره د صفا او مروه په منځ كي جنګ وكړاو له مكې يې وايستى. او بيا د ده عسكرو په مكه كي لوټماري هم وكړه. دغه راز وايي چې دى به د زمزم د اوبو پرګمبته ختى او د حرم كَوتَري به يې په توپك ويشتلې. بل دا چې د هغه مريانو به په صفا او مروه كي د سعيي په مهال خلك پرپښو په تورو وهل او ورته ويل به يې چې ورو ورو درومئ ځكه چې سلطان په دارالسلطنه كي نشه بيده دى، چې راويښ يې نه كړئ. ( د ده د اوسېدو ځاى صفا او مروه ته نژدې وو، او دارالسلطنه يې ورته ويل )،خوداسي ښكاري چې داخبري سمي نه وي ځكه يو خود دغوخبرو ترذكركولو وروسته د شفاء الغرام ليكوال علامه فاسي وايي چې هغه مفسدين له مكې وشړل، پرمقام ابراهيم باندي يې ګمبته جوړه كړه اود ده د ولايت په مهال مكې ته د مصراو يمن د حاجيانو تلل زيات سول، ځكه چې د ده له هيبته اشرار لږسول او لاري په امنيت سوې. دغه راز ابن كثير هم په خپل تاريخ كي وايي چې ملك مسعود اقسيس بن كامل په مكه كي له عدله كار اخيستى، زيديه يې له هغه ځايه وشړل او د حج لاري په امن كي سوې. خو په دې پسي ابن كثير هم د هغه د ظلم او تعدٰى يادونه كوي والله اعلم. پاته دي نه وي چې سلطان صلاح الدين ايوبي په كال589 س. كي وفات سو او د هغه تر وفات وروسته د هغه پر واكمنۍ د هغه دكورنۍ نه تنه نارينه او يوه ښځينه واكمن سول. د دوى ټولود واكمنۍ پېر ( 82 ) كاله اوڅلور مياشتي وو، چې بيا تردوى وروسته په مصركي د مماليكو واكمني رامنځته سوه.

165ـ د مصر مماليك، مكه اوكعبه

 مماليك د مملوك جمع ده او مملوك مريي ته وايي. په مصركي د ايوبيانو ترواكمنۍ وروسته په كال648س. كي د هغو مماليك ( مريان ) واك ته ورسېدل. د دوى واكمني په تاريخ كي سترځاى لري. د دوى دور په حقه سره د پرله پسې خو ځښت او غوړېدو دور وو، چې په بهركي به يې جګړې، پراختيا او بري په برخه وه. او په دننه مصركي يې اقتصادي سمونونه، علمي لاسته راوړني او ټولنيز بدلونونه را منځته كړل. دوى ځيني تاريخ ليكونكي ترك اوځيني يې تركمن بولي. او پردوو ډلو بحريه اوچراكسه مماليكو يې وېشي. ( چركسيان اصلاً د قفقاز وه ) په دوى كي ډېر سترسړى ملك ظاهر بيبرس تېر سوى دى. ډېر موْرخين دى د ده دښواعمالو، سمونونو او فتوحاتو له امله د مماليكو د واكمنۍ رشتيانى بنسټ ايښودونكى بولي. ده عباسي خلافت چې مغولو په بغدادكي له پښو وغورځاوه بيرته په مصركي را ژوندى كړاو هلته يې په كال659س. كي احمد ابو القاسم عباسي د المستنصر بالله په نامه او ترهغه وروسته يې په كال661س. كي ابو العباس احمد د الحاكم بامرالله په نامه په ډېر درناوي د اسلام خليفه ګان وټاكل. چې دې لړۍ بياتر 923س. كال پوري دوام وكړ. او په دغه كال هم د مصر عباسي خلافت اوهم د مصر د چراكسه مماليكو حكومت دواړه د سلطان سليم خان عثماني لخوا پاى ته ورسېدل. د مصر دغو واكمنو د نورو ښو چارو ترڅنګ د مكې،كعبې او حج چاروته هم پاملرنه كول. لكه چې همدغه ملك ظاهر بيبرس د مغولي تاړاكګرو په وړاندي په مېړانه ودرېدى. او پرهغو باندي تربرياليتوب وروسته يې هركال د مكې مكرمې او مدينې منورې سپېڅلو حرمينوته سوغا تونه او تحفې لېږلې او هلته يې ډېر متبرك اماكن ترميم او ودان كړه. هغه ابو نمي رسماً د هغه ځاى والي وټاكى. او بيا يې د هغه د زامنو د ولايت په مهال هم د مكې چاري سمبالولې. دغه راز هغه په كال 667س.كي حج ته ولاړى، پرخپلو اوږو يې كعبې ته اوبه ور وړلې او په خپلو لاسونو يې هغه پرېو له. او بيا يې هرحاجي دكعبې دننه ته پرېښووى، چې د هر يوه سره به يې جلا جلا روغبړكاوه. دغه راز د مماليكو يوه بل واكمن ملك الصالح په مصركي د باسوس او سندبيس په نومونو دوه كلي دكعبې شريفي د غلاف د جوړولو د لګښتونو لپاره وقف كړه چې د ده له وختو څخه بيا ترسعودي پېر پوري به دكعبې غلاف له مصر څخه د مصري محمل سره ورلېږل كېدى. چې د مصر له خزانې څخه ډېري پيسې د دې كار لپاره بېلي سوي وې. د مماليكو يوه بل واكمن ملك شعبان قلاوون د مكې د حرم د الحزورې مناره جوړه كړه. ملك ناصر فرج، مسجد الحرام، چې په كال 802 س.كي د اور اخيستلو په ډېره ناوړه او دردونكې پېښه كي متضرر سوى وو،له سره ترميم كړ. هغه د بيسق په نامه خپل يو امير ور ولېږى او په ډېره لږ موده كي يې تر پخوا لا ښه جوړ كړ. بيا ملك موْيد شيخ محمدي د 618س. كال په وروستيوكي مسجد الحرام ته يو ښكلى منبراو دكعبې د دروازې زينه ور وليږل، اود حُنين د اوبو چينه يې هم له سره پاكه كړه او د هغې اوبه يې مكې ته ورسولې. دغه راز ملك ظاهر ططرد مكې شريف حسن بن عجلان ته هركال د مصرله خزانې څخه شل زره ديناره ور استول. اوكله چې ملك عزيز يوسف واك په لاس كي واخيستى. د مكې شريف بركات بن حسن بن عجلان ته يې سوغاتونه او خلعتونه ور ولېږل. اميرسودون محمدي يې د پنځوسو تنو اسپكيانوسره د مكې د امنيت ساتلو لپاره ور ولېږى. دغه راز د ملك اشرف يوه امير، جان بيګ نومي منا ته نژدې يو بڼ جوړكړ، او ډول ډول وني يې پكښي كښېښوولې. بيا سلطان اشرف قايتباى د مكې شريف محمد بن بركات ته سوغاتونه ولېږل، د مكې له حاجيانو څخه يې د ججو اخيستل له منځه يووړل او د 874 س. كال په وروستيو كي يې د خيف جومات ډېر پراخه كړاو ښه يې ودان كړ. هغه ته نژدې يې د حج د اميرانو لپاره كورهم جوړكړ، او هلته يې د حاجيانو د چښلو د اوبو د تسهيلاتو د برابرولو ترڅنګ څه نور عمراني كارونه هم ترسره كړه. د څلورو مذهبونو د تدريس، څلور مدرسې، د بې وزلولپاره مرستون، د يتيمانولپاره ښوونځي او نور يې هم هلته ودان كړه. دغه راز يې يو شمېركتابونه هم د دغو مدرسو د شاګردانو لپاره ور ولېږل. هغه په مصركي ډېري مځكي د مكې لپاره وقف كړې، چې د هغو حاصلات به يې هر كال د مكې اوسېدونكو ته لېږل. دغه راز د دغه پاچا په امر په كال884 س. كي كعبه د باندي او دننه په ډېرو درنو مراسمو پرېولل سوه او په دغه كال كي يې حج هم وكړ. مصري محمل يې هم وروړ، اود مكې د امراوو، مخورو او نورو ډېرو اوسېدونكو سره يې هم ډېري نېكۍ وكړې. بياكله چې په كال886س. كي مسجد نبوي د اور اخيستلو په ناوړه پېښه كي وسو،نو دغه ټولواك هغه بيرته تر پخوالا په ډېره ښه توګه ودان كړ، او په مدينه كي يې هم د مكې غوندي مدرسه او مرستون جوړكړه. اود مسجد نبوي كتابتون ته يې هم ډېركتابونه ولېږل. بيا ددې لړۍ وروستي واكمن قانصوه الغوري په مسجد الحرام كي ډېرتعميراتي كارونه وكړه، ډېري ودانۍ يې جوړي كړې اود مصري حاجيانو په لاركي يې هم د هغو د هوسايي وسايل او د چښلو د اوبو آسانتياوي برابري كړې.

 166ـ عثماني واكمني، مكه اوكعبه

 كله چې سلجوقي واكمنو د چنګيزي تاړاكونوله امله خپل ټاټوبى پرېښود او روم ته يې مخه كړه، د تركو د اغوز له تپۍ څخه يو سړى چې ارطغرل نوميدى ورسره ملګرى سو،كوم چې ( 340 ) تنه غښتلي مېړني ورسره وه ، د سلطان علاوالدين كيقباد سلجوقي خدمت يې غوره كړ او د هغه په پلوي يې ډېري سوبي وكړې. كله چې دغه ارطغرل په 697 س.كي وفات سو. سلطان علاوالدين د هغه زوى عثمان ته سوغاتونه، توره او نغاره ولېږل او دكفارو د ملكونو نيولو ته يې وګومارى. بيا چې سلطان علاوالدين مړسو عثمان د پاچهي پرتخت كښېنستى او د عثماني پياوړي امپراطورۍ بنسټ يې كښېښود. عثماني واكمني د اصحابو او تابعينو تر واكمنۍ راورسته ډېره ښه واكمني وه. په دې دوره كي قسطنطنيه فتح سوه،كومه چې د هغې له جوړېدو څخه چانه وه فتح كړې. لومړنيو مسلمانانو له 47 س. څخه څو ځلي د هغې د فتح كولو كوښښ كړى وو، خو بريالي سوي نه وه. دغه راز عثماني دولت په اروپاكي هم ستري سوبي وكړې چې د اسلام دښمنان يې پېړۍ پېړۍ هرځاى غلي كړي وه او د اسلام او د مسلمانانو برم او عزت يې ډېر ښه ساتلى وو. عثماني واكمني پاى د صليبي او صهيوني طامعو ، حاسدو او مغرضو ځواكونولخوا د آزادۍ ، د بشرد حقوقو، برابرۍ او نړۍ والي سولي او امنيت تر شعارونو لاندي ؟! را وپرځول سوه. كله چې په كال 923 س. كي سلطان سليم عثماني مصر ونيوى او پر زياتره اسلامي نړۍ يې واك ټينګ سو. دغه مهال د مصر وروستي عباسي خليفه د خلافت عنوان هم هغه ته وسپارى اود مكې والي شريف بركات د خپل ديارلس كلن زوى شريف ابو نمي په لاس د رسول  خرقه، رپۍ، هغه قرآنونه چې د حضرت عثمان او حضرت علي په لاسونو ليكل سوي وه، د ويس قرني خولۍ اود حرمينو كلۍ سلطان سليم ته ولېږلې. چې په دې سلطان ډېر خوښ سو او د مكې او مدينې امارت يې د پخوا په شان هغو ته وسپارى. دغه مهال وو چې د هغه رسمي خطيب په قاهره كي د خطبې په ترځ كي هغه ته " خاقان البرين والبحرين و خادم الحرمين الشريفين " وويل. چې تردې وروسته نورو عثماني واكمنو هم دغه لقب كاراوه. د مكې په هكله د عثمانيانو د دولت نظام داسي وو: پرمكه به د علوي اشرافو څخه يو تن امير وو. بل تركي به ترامير په ټيټه رتبه د مكې والي بلل كېدى، چې مالي او پوځي چاري به يې سمبالولې. د محكمې قاضي به هم ترك وو، چې د استنبول له " دار مشيخآ الاسلام " څخه ټاكل كېدى او چې يوكال به يې پوره سو، نور به يې په مكه كي قضا نه سواى كولاى او بل به يې پرځاى ورتى. دغه راز به په مكه كي عثماني پوځ او د پوليسو ځواكونه، چې له تركي او عربي پوځيانو او ساتونكو څخه به جوړ وه، د هغو د مشرانو سره به هلته اوسېدل، چې د عامه امنيت خوندي كول به يې پرغاړه وه. عثمانيانو اسلام ته د ډېرو سترو او تاريخي خدمتونو په لړكي د حرمينو چاروته هم ډېره كلكه پاملرنه كول او د حرمينو او د حج د لارو د امنيت ساتلو، د مكې او مدينې منورې د ودانۍ او د هغو ځايونو د عالمانو، فقها وو، فقراوو اوعامو خلكو د هوسايۍ او سوكالۍ لپاره يې تاريخي او له و ياړه ډك كارونه كړي دي. چې موږ دلته يوڅه بيانوو: په 923 س.كي عثمانيانو يوه ډله افريقايي كارګران وګومارل چې د مكې د لارو او د چښنګ د اوبو د زيرمو د سمون چاري ترسره كړي. چې په پايله كي يې د مكې په بيلو بيلو سيموكي د څښاك د اوبو آسانتياوي برابري سوې. د حجاز علوي شريفانو او اوسېدونكو به هركال د عثماني خلفا وو څخه نغدي مرستي ترلاسه كولې. هركال به د قسطنطنيې دربار د حج له قافلې سره د سرو زرو صندخ لېږى، څو په حجازكي ووېشل سي. د ټولواكمنۍ د زيرمتون اود مصرله عوايدو څخه به ډېري پيسې او غلې دغو مقدسو اماكنو ته لېږل كېدې چې تريوې اندازې به د دغو ځايونو د خلكو بې وزلي په ليري كېده. دغه راز عثماني تركانو د مكې او مدينې د دغو سپېڅلو حرمينو امنيت ښه ټينګ كړى وو، او د حاجيانو د كاروانونو سره به يې هم امنيتي ځواكونه لېږل. د سلطان سليمان قانوني په وختوكي له يوې خوا په مكه كي ودانيزكارونه پيل سول. له بلي خواد مكې د زبيدې د مشهوري ولې دله سره او سم جوړولو او مكې ته د عرفات د چينې د اوبو د رسولوكار پيل سو. سليمان قانوني نامتو معمار او د استنبول د جامع جومات جوړونكى مكې ته ولېږى، څو دكعبې شريفي د بيا رغوني نقشې برابري كړي. چې يوشمېركارونه د ده په وختوكي وسول. او د ولې كار د لسوكلونو تر زښت زيات زيار او درنو لګښتونو وروسته بشپړ سو. دغه راز د مسجد الحرام د ودانۍ كارهم د دريم سلطان مراد په وختوكي سرته ورسېد. بيا سلطان مراد غازي دكعبې شريفي د بيا ودانۍ تاريخي كار ترسره كړ. چې د دې سترو ودانيو په هكله د دې كتاب په نورو پاڼوكي په بېله بېله توګه خبري سوي دي. لنډه دا چې د دغه پېر دواكمنو لخوا په مكه، مدينه او نورو ځايوكي پرله پسې ودانيز او ترميماتي كارونه روان وه. چې ستر ستر لګښتونه به يې پركول او ډېر تكړه تركي معماران به يې ورلېږل. چې پاى مكې او مدينې كټ مټ د عثماني ښارونو بڼه غوره كړه. چې په هغو كي به په لرغونې څېره كورونه، زياتي ګومبتي، ښكلي منارې، او په ودانيوكي ښكلي تركي ښويي خښتي ترسترګوكېدې. دغه رازد مكې په وچه دره كي ښكلي بڼونه را منځته سول، او د تركي خلفا وو او هندي او نورو امراوو په بخششونو، لرغوني متبرك آثار او اماكن ترميم سول، او نوي ماڼۍ او ودانۍ هم پكښي جوړي سوې. ډېري مدرسې،كتابتونونه او جوماتونه پكښي جوړ او ډېر مرستونونه، روغتو نونه اوپخلنځي پكښي تاسيس سول. اود دې ترڅنګ د جوما تونو او زيارتونو هم ښه پالنه كېده.

 167ـ د سلطان مراد لخوا د كعبې بيا جوړول

 د حجاج بن يوسف لخوا د كعبې تر بياجوړوني وروسته د ( 966 ) كالو په موده كي،كعبې شريفي كله كله ترميم ته اړتيا پيداكول، چې د وخت د واكمنو لخوا به ترسره كېدل. ( په دې هكله به په راتلونكو پاڼو كي څرګندوني وسي ). خو په كال1039 س. كي د برات ( شعبان المعظم ) د مياشتي د نولسمي نېټې د چارشنبې په سهار په مكه شريفه كي داسي يو زورور اورښت وسوچي د مخه يې چا سارۍ نه ووليدلى. دغه توپاني اورښت د پنجشنبې په ورځ د برات په شلمه هم و اورېدى. چې د سېل اوبه يې دكعبې دننه د دېوالو ترنيمي لوړي سوې اوپه نتيجه كي شامي يا دحطيم د لوري دېگوال او دكعبې د ختيز اولوېديزد لوريو دېوالونه يوڅه ونړېدل او دكعبې دننه زينه هم ولوېدل. د دې ترڅنګ دغه سېلاب د خلكو كورونه وران كړل، په زرګونو وګړي يې ووژل او نور ډېر مالي تاوان يې ورساوه. كله چې د دغه زړه دردونكي پېښي خبرخپورسو، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكې شريفي ته دغونه وګړي ورغلل، چې تابه ويل د حج موسم دى. بالاخره د څلورم مراد عثماني په امرلايق مهنډسان راغونډ سول، مشوره يې سره وكړه او دا متبرك مكان يې د 1040 س. كال د لوى اختر ( ذي الحجې ) د مياشتي په دوهمه تقريباً د شپږ نيمو مياشتو شپه او ورځ هلوځلو وروسته بيا كټ مټ د حجاج د ودانۍ په ډول، ودان كړ. په دې بيا جوړونه كي زياتره هغه پخوانۍ ډبري وكارول سوې. خو د هغو ډبرو پرځاى چې د وخت په تېرېدو سره شوړېدلي وې د " شبيكه " د غره ډبري پكښي كارسوې. دكعبې شريفي د ودانولو په دغه كاركي د مكې امير مسعود بن ادريس بن حسن او د هغه ترمړيني وروسته د مكې بل امير عبد الله بن حسن، د مصر اميرمحمد پاشا الباني، د مدينې قاضي سيد محمد افندي، رضوان بيګ معمار او نورو دولتي چارواكو، ديني عالمانو او مخورو برخه اخستې وه. د نوموړي ټولواك دكعبې د ودانۍ په كاركي، دكعبې شريفي دېوالونه له حجر اسود پرته ټول ونړول سول، خو تهدابونه يې هماغسي د پخوا پرحال پاته سول او پرهغو پخوانيو بنسټونو باندي، نوي دېوالونه پورته سول. چې په دې ډول ترحجر اسود لاندي برخه اوس هم د عبد الله بن الزبير وداني ده. خو له دې پرته دكعبې اوسنۍ ودانۍ هماغه د عثماني څلورم مراد ودانۍ ده چې د حجاج د ودانۍ په شكل ودانه سوې ده. تردې وروسته نورو هم دكعبې ودانۍ د ضرورت او د وخت د غوښتنو سره سم ترميم كړېده.

 168ـ د تركا نو په پېركي د حج څرنګوالى

 د عثمانيانو په وختوكي په مكه مكرمه، په تېره په عرفات كي د حج مناسك او مراسم په ډېرو خوښيو، سترتوب او پرتمين توب لمانځل كېدل. د لوى اختر د مياشتي ( ذي الحجي گ) په نهمه كله چې به د عرفات پرغونډۍ ( جبل الرحمت ) اود هغه پرشا وخواپه لكونو ماړه او بې وزلي په يوه لباس ( احرام ) كي سره راغونډېدل. يو نېك چارى سپين ږيرى چې د مكې قاضي به وو، په داسي حال كي چې احرام به يې تړلى وو او پراوښ به سپور وو را څرګند به سو، شامي، تركي او د مكې د شريف توپونو به په داسي درزي سلامي وركړه چې په ټوله شا وخوا، دښتو او غروكي به يې ازانګې پورته سوې. د دې امام په ليدو به د حاجيانود لبيك ويلو زوږ آسمان ته وخوت. امام به منبرته نژدې ورغى، وبه درېدى ترشابه يې يو پراوښه سپور حبشى مريى ولاړ وو او پرامام به يې سپين سايوان نيولى وو. امام به په ډېر خوندور او فصيح آوازخطبه ويل. او ترهرو پنځو دقيقو وروسته به يې دسمال ښوراوه. چې ورسره سم به له څلورو خواوو نورو خلكو هم دسملونه ورته ورپول او په زوره زوره به يې تلبيه وويل. دغه مراسم به د ورځي له څلورو بجو څخه پيلېدل او خلكو به په ډېر شوق او ذوق د خداىتعالى حمد او ثنا او تلبيه ويل او د خداى د رحمت هيله به يې كول. په دې ترځ كي به شامي او مصري محملونه ( كجاوې ) راغلې. دغه مهال به له يوې خوا د باجې غږوونكود ډلي خوږ او موزون آواز په غرونوكي پورته سو او له بله لوري به د توپونو درزى سو. محملونه به جبل رحمت ته په نژدې كېدو سره ودرېدل، امام به خطبه پاى ته ورسول او په ډېره عاجزي او زاريو به يې دعاوي وكړې. چې په هغوكي به د مكې شريف، رئيسان، اميران، د پاچانايب، مخوراو بې وزلي ټول شامل وه. د دعاتر ويلو وروسته به د حج د مباركى آوازونه په غرو او دښتوكي پورته سول. د خوښيو د څرګندولو په دود به اورلوبي ( آتشبازى ) پيل سوې اود سلامۍ توپونه به وويشتل سول. پوځيانو به د سلامۍ مراسم ترسره كړل. بلېندي ( مشعلونه ) به ولګېدل او د لمر تر لوېدو وروسته به ټول حاجيان د مزدلفې په لوري رهي سول او دا مراسم به په عرفات كي پاى ته ورسېدل.

169ـ په عثماني پېركي د مكې د حكومتي چارواكو ورځنۍ كړني

 د تركانو په وختوكي د مكې د حكومت ادارې د حرم د امهانئ د دروازې ( باب امهانئ ) مخامخ سهيل لوري ته په بازار كي وې. هلته به د مكې والي، د پوځ د مشر او د پوليسو دفترونه وه. د باب القضا سره به د قاضي القضات محكمه وه. څنګه چې مكه د حجاز دارالخلافه وه، هلته به دوه ډوله حكومتي چارواكي په كار بوخت وه. انتظامي چاري به د مكې د شريف په لاس كي وې چې " سيد الجميع " به يې ورته ويل. او مالي او پوځي چاري به د مكې والي اداره كولې. والي به په عامه توګه ترك وو او د تركانو لخوا به ټاكل كېدى. چې شيخ الحرم به يې ورته ويل. بيا تركانو مسجد الحرام ته د " دائرآ الاوقاف " په نامه اداره جوړه كړه. چې د دغي ادارې مشرته يې " مديرالاوقاف " ويل. كوم چې د مسجد الحرام ټولي اړوندي چاري به يې پرمخ بېولې. او په ځانګړو دفا تروكي به يې د مسجد الحرام د ټولو موْ ظفينو نومونه ثبت سوي وه. دا اداره به له اداري پلوه په شيخ الحرم پوري، كوم چې د مكې والي وو مربوطه وه. او د مالي پلوه به يې د آستانهْ عليا ( قسطنطنيې ) په نظارت الاوقاف ( د اوقافو وزارت ) پوري اړه درلوده. د مكې شريف به له سهاره ترمازديګره اهمي مسالې او مقد مې فيصله كولې. د مازديګر او ماښام لمونځ به يې په مسجد الحرام كي كاوه. د ماښام ترلمانځه وروسته به يې په خپل كوركي د خپلو اولادونو او مېلمنو سره ليده كاته كول او ډوډۍ به يې ورسره خوړل. د جمعې په ورځ به يې په دارالاماره كي چې په شاهي كلا كي وو،د مكې د والي اونورو چارواكو او مخورو سره ليدل. تردې ليدنو كتنو وروسته به خلك د والي سلام ته ورتلل او شريف به د جمعې لمونځ په حرم كي كاوه. كله كله چې به په خپل اوړني استوګنځي ( طايف ) كي وو، په پرتمينو مراسمو به حرم ته ورتى او د جمعې او مازديګر ترلمانځه وروسته به بېرته طايف ته تى. دغه راز د مكې د خلكو دا معمول وو چې د مكې شريف ته به يې په كال كي يو وار د مكې د باندي په يوه سيل ځاى كي ډوډۍ كوله. چې هغه به په سترو او پرتمينو مراسمو جوړولو سره هلته د خپلو خاصو ملګرو سره ورتى. خلكو به دعاوي ورته كولې اود ده په مخ كي به يې ده ته د " يعيش " ( ژوندى دي وي ) شعارونه وركول. د ډوډۍ ترخوړلو وروسته به يې د " بدو " خلكو د آس د سپرلۍ او خنجر او توري وهلو د هنرننداره كول او بيا به بېرته ښارته تى.

 170ـ محمد بن عبد الوهاب، سعودي مشران، مكه اوكعبه

 په كال 1223 س.كي سلطان محمود ثاني د عثماني تركيې پاچا سو. د ده په وختوكي چې عيسوي هيوادونه د تركانو سره په جګړه بوخت وه. او نوري كورنۍ ستونزي هم ور پېښي وې، د نجد ربړه د يوې ستونزمني ربړي په توګه را منځته سوه. نجد د اوسني سعودي عربستان هغه برخه ده، چې د مكې او بصرې په منځ كي پرته ده. نجد د لوړي مځكي په معنادى. څنګه چې دغه مځكه ترحجاز او نورو لوړه ده، ځكه نو نجد ورته وايي. محمد بن عبد الوهاب نجدي په كال 1115س. كي چې د 1703ع. سره سمون خوريد نجد په العينيه كي وزېږېد،كوم ځاى چې د ده كورنۍ هلته اوسېدل او پلار يې هم هلته قاضي وو. ده تر علم حاصلولو وروسته خپل تحريك په لاره واچاوه. وايي چې خلك د ده د افكاروله امله له ده څخه ګوښه ګرځېدل اوپه ښه سترګه يې نه ورته كتل. پلار يې هم د ده له انتقادونو او اعتراضونو څخه خوښ نه وو. او ورور يې هم چې شيخ سليمان نوميدى، د ده د تعليماتو مخالفت وكړاو د ده د افكارو په رد كي يې كتابونه وليكل. خو وايې چې بيا بيرته ورسره پخلاسو او د ده افكاريې ومنل.كله چې د العينيې حاكم هغه له خپلي سيمي وايستى، نو د نجد اړوند " درعيې" ته ولاړى. ځكه هلته ځينو عالمانو او د محمد بن سعود مېرمني ( كله چې محمد بن عبد الوهاب د محمد مېرمني ته خپل دعوت وړاندي كړ، هغې له خپل مېړه څخه وغوښتل چې د هغه بلنه ومني ) او پخپله محمد بن سعود،كوم چې هغه مهال د درعيې حاكم وو او د سعودي كورنۍ د سر سړى دى، د هغه ننګه وكړه، د هغه عقايد يې ومنل او  د هغوخپرولو ته يې ملا وتړل. محمد بن عبد الوهاب ويل چې زه خلك له شركياتو څخه توحيد ته را بولم. اوځان يې د امام احمد بن حنبل په مذهب باله. خوكله چې د ده عقايد د مكې مكرمې عالمانو ته ورسېدل، پرهغه يې دكفر فتوا وركړه او مكې ته يې د وهابيانو ورتلل منع كړه. محمد بن عبد الوهاب په 1206 يا 1207 س. كي د ( 92 ) كالو په عمر وفات سو. هغه مهال چې محمد بن سعود، محمد بن عبد الوهاب ته پناه وركړه، يعني د 1158 س. كال په شا وخواكي، د محمد بن سعود امارت پردوو، درو ښارونو باندي وو،كوم چې د نجد په حنيفه ناوه كي واقع وه. دغه محمد بن سعود چې په كال1726ع. كي د درعيې امارت ته رسېدلى وو، د خپلي مړيني تركال (1760ع. ) پوري د دغه ځاى حاكم وو. د هغه تر مړيني وروسته، د هغه زوى عبد العزيز د پلار ځاى ناستى سو. د ده د واك ارشو ډېره پراخه سوه او تر رياض، الاحساء،كربلا، بحرين، عمان او راْس الخېمې پوري وغځېده. په كال 1218 س.كي عبد العزيزد يوه ايراني لخواچي عثمان نومېدى و وژل سو او زوى يې سعود نومي د هغه ځاى ونيو. د ده په وختو كي هم د سوبو لړۍ پر مخ روانه وه. چې په دې لړكي په كال 1218س. كي مكې معظمې ته ننوتى. دوه كاله وروسته مدينې منورې ته ورسېدى او د مكې شريف غالب نومى يې د سعودي واكمنۍ اېل ( مطيع ) كړ. بيا يې د يمن، عسير، تهامه، نجران او د خليج د غاړو رياستونو ته مخه كړه او مسقط او عمان يې په سعودي واكمنۍ ورګډكړل. د سعود په پېركي د عربو جزيره د ده د سلطنت ترسيوري لاندي راغله، له دې امله ده ته سعود كبير وايي. د خلاصآ الكلام او تاريخ مكه ليكوالان پردغه سعود لګيږي او وايي چې هغه ډېر مسلمانان قتل عام كړه، د معلٰى د هديرې قبې او د حضرت عبد الله بن عباس او رسول  د زامنو د روضې، د بي بي خديجې د زيارت او د رسول  ، ابو بكر او علي د زېږېدو دځايونو قبې يې ونړولې. په كال 1221س. كي يې شاميانو او مصريانو ته خبر وركړچي بيا به د حج محملونه مكې ته نه لېږي. دغه راز يې هغه د طبلو او مزاميرو له راوړلو او وهلو څخه هم منع كړه. بل كال چې شامي محمل مكې ته نژدې ورسېدى، څنګه چې وهابيانو مكې ته نه پرېښووى، نو د شام حاجيان بېله حج كولو، له لاري بېرته وګرځېدل او مصري محمل چې مكې ته ورسېدى، سعود د هغه د سوځولو امر وركړ. او د دې سره سره يې په مكه كي جار و واهه چې بيا به مكې ته ږيرخريلي نه راځي. ځكه نو تردې وروسته مكې ته د شامي او مصري محملونو ورتلل بند سول. دغه راز په 1221 س. كي وهابيانو په مدينه منوره كي هم لوټ وكړ او د ټولو زيارتونو قبې يې ونړولې. او د نبوي حجرې د خزانې ډېر بيي جواهرات يې هم لوټ كړه.
( دا د خلاصآ الكلام او تاريخ مكه څرګندوني دي، چې په سمتيا او ناسمتيايې خداى  علم لري ). عثماني دولت چې د سعود دا چاري او پر مختګونه ونه زغملاى سواى، نو يې د عراق والي پر راپورته كړ. هغه چې څه ونه كړاى سواى، بيايې د شام والي پر راوپاڅاوه. خو چې هغه هم څه ونه كړاى سواى بيا يې په 1805ع. كي محمد علي الباني د مصر والي وټاكى اود سعودي واكمنۍ له منځه وړلوته يې وګومارى. هغه ډېره موده د عثمانيانو په مرسته د سعودي واكمنۍ پرضد جګړې په لاره واچولې چې په دې ترځ كي يې په كال 1228س. كي بيرته مدينه، مكه، جده او طايف له سعود څخه ونيول. په كال 1229 س. كي سعود كبير وفات سو او د هغه زوى عبد الله واكمن سو. هغه په پوځي چارو كي ډېره تجربه نه درلوده او له بلي خوا د هغه د پلار اكا عبد الله بن محمد بن سعود دواكمنۍ دعوه وكړه. چې په دې ډول د سعودي كورنۍ په ليكوكي درز ولوېدى.
محمد علي پاشا خپل زوى ابراهيم پاشا د ډېروځواكونو سره د نجديانو سره جګړې ته وګومارى. چې پاى يې نجديان مات كړه. په كال 1818ع.كي درعيې سقوط وكړ او دغه نوې را منځته سوې واكمني له منځه ولاړه. عبد الله بن سعود، د هغه وزير او د هغه يو بل نژدې ملګرى مصرته، بيا قسطنطنيې ته ولېږل سول او بيا د سلطان محمود له خوا د " آياصوفيې " په ډګركي اعدام سول. درعيه د ابراهيم پاشا په امر ورانه سوه، په زرګونو مسلمانان ووژل سول اوكورونه يې ونړول سول.