پنځمه برخه: مكه او كعبه او تر حضرت محمد  وروسته اسلامي پير  

154ـ صفاريان، مكه اوكعبه

 يعقوب بن ليث صفار چې د سيستان، يعني د افغانستان د اوسني نيمروز ولايت اړوند زرنج ته نژدې د قرنين په كلي كي زېږېدلى وو، زموږ له ملي اتلانو څخه دى. هغه چې په يوه مسګره كورنۍ كي لوى سو، په خپله هېښنده مړانه او ځوانمردي له 238س.كال څخه د خپلي مړيني ترمهاله ( په جندي شاپور كي په كال 265س. كي وفات سو ) په واك كي وو او په 254 س.كال كي رسماً د سيستان واكمن سو او بيا يې د برېښنا په څېر په پرله پسې سوبو اوسنى افغانستان، كرمان، طبرستان، د ايران ټولي شمالي سيمي او ځيني نور ځايونه ترخپلي ولكې لاندي راوستل. بيا د خليفه معتمد عباسي د را پرزولو او د بغداد د نيولو په نيت وخوځېد ، خو د د جلې د سيند په ختيز كي په دير العاقول نومي ځاى كي يې له معتمد څخه ماته وخوړل. دغه اتل واكمن او ترهغه وروسته د هغه ورور عمرو بن ليث صفار په خورا برم، ځوانمردي، شجاعت او عدالت واك چلاوه. په سيستان كي واك ته د يعقوب تر رسېدو د مخه د حالاتو د ناسموالي له امله د جمعې لمونځ نه كېدى، خو كله چې دى هلته واك ته ورسېد، هلته يې د جمعې لمونځ له سره جاري كړ. تاريخونه د ده او د ده د ورور د واړو د ښې ديندارى كيسې كوي، په بېلو بېلو ځايونو كي يې جوماتونه او رباطونه جوړ كړي او په خير او خيرات او بخششونو وركولو يې نوم ايستلى وو. كله چې يعقوب فارس ونيو معتمد عباسي ته يې د 257س.كال د دوهمي خور په مياشت كي ډېر سوغاتونه ولېږل چې په هغو كي پنځوس دانې د سرو او سپينو زرو بتان وه كوم چې يعقوب دكابل او كندهار د بودايانو له بت تونونو څخه تر لاسه كړي وه. يعقوب معتمد ته وليكل چې دغه بتان دي كعبې شريفي ته وليږي چې هلته يې ويلي كړي او پيسې يې د حاجيانو د هوسايني پر چارو ولګوي. د " تاريخ سيستان " او نورو په وينا معتمد عباسي يعقوب ته پر خراسان، طبرستان، ګرګان، فارس، كرمان، او سيند او هند باندي د واك چلولو د فرمان لېږلو سره يوځاى د بغداد د شرطې ( امنيت ساتني ) مشرتوب هم هغه ته وسپارى او د دې سره سره اووه كاله د يعقوب پر نامه په حرمينو شريفينو كي خطبه ويل كېده. دغه راز كله چې عمرو د واك پر ګدۍ كښېنستى هغه ته هم د فارس، كرمان، اصفهان، ګرګان، طبرستان، سيستان، هند او سيند او ماوراء النهرد واكمنۍ فرمان وركړه سو او د بغداد د شرطې مشري او د حرمينو د ولايت چاري ور وسپارلي سوې او د هغه نوم يې پر بيرغونو او نورو وليكى. چې عمرو بيا په وار سره په كال 266 او 271 س. كي خپل خپلوان محمد بن ابي الساج او يوسف بن ابي الساج د ځان له لوري د مكې مكرمې واليان وټاكل او د دود سره سم به د حج په مهال د عمرو علم د مسجد الحرام د منبر سره ايښوول كېدى.

 155ـ د قُرمُطيانو فتنه

 څنګه چې قُرامُطه وو دكعبې شريفي ډېره ستره او تارخې بې حرمتي كړېده. او دغه راز يې د خداى  د دغه متبرك كور پر زيارت كوونكو او د مكې پراو سېدونكو ستر تاريخي ظلمونه كړي دي، ځكه نو تر پورتني سرليك لاندي په بېله او ځانګړې توګه څرګندوني كوو. په تاريخ الحضارآ العربيآ الاسلاميآ كي وايي چې: د قرمطيانو حركت د 261س.كال په شا وخواكي دكوفې په اطرافوكي را څرګند سو، چې حمدان قُرمُط ته منصوب دى او تر هغو په عراق، اهواز او يمن كي خپرېدى، څو چې ابو سعيد جنابي په كال 286 س. كي په بحرين كي را پاڅېدى او بدو عرب پر را غونډ سول. خو طبرې د 268 س. كال د پېښوپه ترځ كي وايي : په دغه كال ګډه سوه چې يوه ډله د قُرمُطيانو په نامه دكوفې په شاوخوا كي را پاڅېدلې وه . د دوى دكار پيل داسي وو چې يوسړى د خوزستان څخه راغلي وو او دكوفې په يوه سيمه كي چې" نهرين " ورته وايي، مېشت سوى وو. دغه سړي زاهدي او له ډول او سينګار ( تجمل ) څخه بې زارى څرګندول، ډېرلمونځونه به يې كول او د خپل لاس له كاره يې خواړه خوړل. د دغه سړى سره چې به څوك كښېنستى د دين پركاربه يې باعثه كاوه اود دنيا له كاره به يې بې رغبتى ته باله او ورته ويل به يې چې انسان بايد د ورځي پنځوس لمونځونه وكړي. بيا به يې ورته ويل چې د پيغمبر له كورنۍ څخه د يوه امام لپاره د بلني كار پر مخ بيايي يو وخت چې دغه سړى ناروغه سو، يوه سړي چې پرخپلو غويو به يې بارونه وړل او سرې سترګي يې وې ( دغه سړي ته له دې امله خلكو" كُرميته " ويل چې كرميته په نبطي ژبه د سور سترګي معناوركوي ). هغه خپل كور ته بوتى، چې بيا تر ښه كېدو وروسته هم د دغه سړي كور ته تي. دغه مهال يې د خپل مذهب څرګندونه وكړه او خلك يې د هغه منلو ته وبلل. چې د هغه ځاى خلكو هم د ده خبري ومنلې. نو هرڅوك چې به د ده په دين كېدى، ده به يو دنيارځني اخيست او ويل به يې چې دا د امام لپاره اخلم. بيا يې له خپلو پيروانو څخه دوولس تنه استازي د نقيبانو په نامه وټاكل او د خپل مذهب د تبليغ او هغه ته د خلكو رابللو لپاره يې هري خواته ولېږل. كومو بزګرانو چې به د ده به خوله پنځوس لمونځونه كول دكركيلې كار به ځني پاته وو. بالاخره دكوفې والي هغه بندي كړ. خو بيا له بنده وتښتېدى او څنګه چې د خپل ځان پر مرګ وبېرېدى شام ته ولاړى او د هغه سړي په نامه چې دى يې د ناروغۍ په مهال په كوركي او سېدى په " كرميته " ونومول سو. چې بيا دغه كرميته په " قُرمُط " واوښت . تر دې وروسته دغه مذهب هم په دغه نامه شهرت وموند. وايي چې دې مذهب په كوفه كي ډېره ترقي وكړه. او په زرګونو مسلمانان په دې فتنه مبتلا سول. وروسته د فرج بن يحيٰى بن عثمان كاشاني په نامه يوه سړي چې ځان يې د مهدي له استازو باله، په كوفه كي دقرمطي حكومت د ټينګولو هڅي وكړې خو بريالى نه سو. بيا د قرمطي مذهب يوه بل پيرو ابو سعيد حسن بن بهرام جنابي په كال286س.كي په بحرين كي د دې مذهب د خپرولو او حكومت د ټينګولوكوښښونه وكړل چې په دې كاركي بريالى سو. او په بحرين كي د هغه او د هغه د راتلونكي نسل واكمني ټينګه سوه. پاى په 364س. كال كي د دغي فرقې واكمنۍ ته د اصغر بن ابو الحسن ثعلبي لخوا د پاى ټكى كښېښوول سو. او اصغراو د هغه راتلونكي نسل پربحرين واكمن سو. علامه ابن كثير په خپل تاريخ كي ليكي: " دغو وګړو د هغو فاطميانو ( عبيديانو ) سره ټينګي اړيكي درلودې كوم چې د افريقا په لوېديزه برخه ( اوسني تونس )كي واكمن سوي وه. د هغو مشر ابو محمد عبيدالله مهدي بن ميمون القداح وو، چې په حقيقت كي يهودي وو، خو خپل ځان يې مسلمان او د بي بي فاطمې (رض) اولاد باله اوپه دې توګه واكمنۍ ته ورسېدى". ځيني وايي څنګه چې عباسي خلفا وو دى ياغي باله نويې يهودي وګاڼه او د القادر بالله په زمانه كي يې د فقها وو او قاضيانو په لاسليك د مصر فاطميان د فاطمې اولاد نه، بلكي يهوديان وبلل. ( په دې هكله به په راتلونكو پاڼوكي په مفصله توګه خبري وسي ). په هرصورت ابن خلدون ليكي چې له دغو قرمطيانو څخه د ابو سعيد جنابي زوى ابوطاهر سليمان چې د دغه عبيدالله مهدي له تابعانو څخه وو او د هغه پرنامه يې خطبه ويل په كال312س.كي د حاجيانو پرقافلو يرغلونه وكړل، ډېر شمېر يې ووژل، ډېريې بنديان كړل ښځي او ماشومان يې پربټي بيابان پرېښوول. چې بيا خپل په خپله مړه سول او په نتيجه كي له عراق څخه مكې ته د حاجيانو تګ بند سو. بيا خليفه مقتدر په كال 317 س. كي منصور ديلمي د قرامطه وو ټكولوته وګومارى. هغه د ترويې په ورځ د ابوطاهرقرمطي سره سخت جنګ وكړ، خومات سو. ابوطاهر د ترويې په ورځ دونه حاجيان مړه كړل چې د حرم غولۍ او د زمزم څا په ډك سو. او پرهغو سربېره يې د مكې د ښار او اطرافو او د خراسان او نورو ځايونو كابو دېرش زره تنه ترتېغ تېركړل او ټول شته او اسباب يې ورڅخه لوټ كړل. هغه دكعبې شريفي پرده ( غلاف ) څيري كړ، دكعبې دروازه يې وكښل او هغه ډېر بيي شيان يې چې د مخه د اسلام مشرانو او نوروكعبې ته په سوغات وركړي وه، ټول چوركړل. وايي چې دوو قرمطيانو غوښتل چې د مېزاب رحمت ناوه وكاږي او يو يې سي. خو هغه يې پر سر ولوېده او مړه سول. د مقام ابراهيم په هكله وايي چې هغه د حرم خادمانو په غره كي پټ كړى وو او په لاس يې وَرَنه غى. خو د حجراسود په هكله ويل كيږي چې د317س.كال د لوي اخترد مياشتي پر( 14 ) د يكشنبې په مازديګر جعفر بن حلاج د ابوطاهر په حكم حجراسود له كعبې وكښل او بحرين ته يې يووړه څو ددوى دواكمنۍ په منځي ( مركز ) " هجر " نومي ښاركي عبادتځاى جوړكړي؛ هغه پكښي كښېږدي اوخلك يې لمانځني ته وروبولي. خو بياڅلور ورځي كم دوه ويشت كاله وروسته چې د مكې او نورو مسلمانانو ډېرو هلوڅلو،ګواښونو او تلاښونو څه ځاى ونه نيوى او قرمطيانوته پرله پسې باجونو وركولو څه ګټه ونه كړه،كله چې د هغو مشرد خوړونكي (جذام ) په ناروغي مړسو د بحرين د هجر له ښاره د 339س.كال د لوى اختر د مياشتي پرلسمه د چارشنې په ورځ بيرته مكې ته ور وړه سوه اوپه كعبه شريفه كي په خپل هماغه پخواني ځاى كي كښېښوول سوه. ابن خلدون وايي :" كله چې عبيدالله مهدي له دې پېښو خبرسو نو ابوطاهرته يې يو تهديد آمېزه ليك ولېږى چې د دې ليك په رسېدوسره قرامطه د عبيدالله له حكومت څخه واوښتل". خو علامه ابن كثير بيا وايي چې:" د عبيدالله مهدى لخوا پر ابوطاهرباندي دا ملامتيا د سياست له مخي وه ".

 156ـ د قُرمطيانو تر فتنې وروسته د مكې اوكعبې حالت

 د قرمطيانو د 317س. كال ترفتنې وروسته د عباسي پېر ترپايه پوري د مكې او حج په اړه ډېري پېښي سوي دي. خو څنګه چې مخكي د هغو سمو او په ترتيب غونډولو ته زياته پاملرنه نه ده سوې، ډېر شيان موږ ته په هر اړخيزه توګه نه دي څرګند. البته تركومه ځايه چې موږ ته څرګند سوي، په دغه دوره كي كه ځيني كلونه د حج مراسم په امن و امان تېر سوي او ځينو واكمنو كعبې ته پوښونه او سوغاتونه وړي او ځينو هلته عدل و انصاف او امن ټينګ كړى خو زياتره كلونه مكه او په هغې كي د خداى كور، د حج مراسم او حاجيان او نور مسلمانان د ډول ډول ناخوالو، بدامنيو، ژوبلي، وژني او ظلمونو او تېريو ښكارسوي؛ لكه چې ډېركلونه د لارو د نه امنيت له امله ډېر مسلمانان د حج د فريضې له ادايني پاته سوي، ځيني كلونه پرلارو غلو، ظالمو واكمنو او داړه مارانو شكولي، ځيني كلونه په مكه كي د حج د مناسكو د ترسره كېدو څخه بې برخي سوي؛ بلكي زياتره وژل سوي او ژوبل سوي او شته يې ځني اخيستل سوي دي. چې دا حالت په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د قرمطيانو، عباسي، يمني او نورو واكمنانو او د ځينو مذهبي باطلو ډلو ټپلو د حرص او ځان غوښتنو او شخصي، فرقوي، سياسي اغراضوله امله د مخالفتونو، شخړو اوجنګ جګړو يېبره او زېږنده وو. لكه چې كله به د يوه واكمن عمالو مكه په زور نيولې وه، كله به د بل. كله به د يوه پرنامه خطبه ويل كېده،كله به د بل. په دې سبب په دغه دوره كي د مكې معظمې هغه پخوانى شهرت له منځه ولاړى او د هغې اصلي اوسېدونكي ( قريش ) د حالاتو د ناسمتيا او پرله پسې فتنو او ورانيو له امله په مكه، ياله هغې څخه بهر په نورو ملكونو كي په بې وزلي او وركنومي كي پټ او ګوښه اوسېدل. نوڅنګه چې دلته د دغسي ناخوالو له يادولو څخه بېله دې چې د ګران لوستونكي د سردردۍ او زړه بداوۍ سبب سي، بل څه نه متصوركېده، ځكه مو د هغو له ذكره صرف نظر وكړ. البته په دغه دوره كي ځيني ښې او د يادولو وړ پېښي په لاندي ډول څرګنديږي : په كال 366س. كي : په دغه كال كي د ناصرالدوله (1) ابي محمد الحسن بن عبد الله بن حمدان لور جميلې داسي حج وكى چې د ښو چارو په تر سره كېدو او سم ترتيب او تنظيم كي د مثال په ډول ياديږي. دې بختوري ښځي څلور سوه كجا وې د حج پر لاري رواني كړي وې چې ټولي په يوه رنګ وې او څوك نه پوهېدل چې دا په كومه يوه كي ناسته ده. هغې د حرمينو مجا ورينو ته ښې جامې او ډېر شته وركړه او كله چې يې پركعبه سترګي ولګېدې لس زره درهمه يې پر وشيندل. وايې چې د دې په قافله كي ډېر او ښان وه چې ډېري سپين سري ښځي او د لاري په اوږدوكي نور نارينه پردغه اوښانو د حج په سفر ورسره رهي سول. هغې ډېر شته د حج پر لاري او په حرمينو كي هم ولګول. په 367 س. كال كي : په دغه كال كي د مصراو افريقې واكمن العزيزبالله علوي مكې معظمې ته تللي وو. هلته ___----(1) ناصرالدوله د سيف الدوله ورور وو او دوى دواړو د متقي عباسي په وختوكي زيات واك درلود ،سيف الدوله د متقي اميرالامرا وو او ناصرالدوله د موصل واكمن وو.او دغه جميله د الطائع عباسي په وختوكي حج ته تللې وه. غله ورته ورغلل او ورته ويې ويل چې: موږ به پنځوس زره درهمه دركړو ته د حج د چارو او حاجيانو واك اختيار موږ ته راكړه، بيا څه چې موږكوو ته كار مه رالره. هغه ورته وويل ښه دى تاسي ټول سره راغونډ سئ، څود دغي معاملې تړون د ټولو په مخكي ترسره سي.كله چې دوى ټول څه د پاسه دېرش تنه سره راغونډ سول. العزيز ورته وويل:كوم بل يو مو پا ته دىكه نه ؟ هغو ورته وويل چې نه بل څوك مو نه دى پا ته. بيا عزيز ټول ونيول او لاسونه يې ور پرې كړل. په 397 س. كال كي: په دغه كال كي كه څه هم په ثعلبه كي د ابن جراح د مزاحمت له امله د عراق خلكو حج ونه كړ، خو د مصر د حاجيانو سره د مصر واكمن الحاكم د كعبې پوښ او د حرمينو د اوسېدونكو لپاره مال او پيسې ورلېږلي وې. په 342 س. كال كي: په دغه كال هم په لار كي د بې امنيتى له امله د عراق خلكو حج ونه كړ، خو له مصر څخه د حج د كاروان سره مكې ته د كعبې پوښ، د خيرات لپاره مالونه او د مكې د امير لپاره سوغاتونه ور ورسېدل. په 455 س. كال كي: په دغه كال د يمن واكمن علي بن محمد الصليحي حج ته ولاړى، د مكې واك يې تر لاسه كړ، ښه چاري يې تر سره كړې، د خلكو سره يې احسانونه وكړل، عدل يې ټينګ كړ او مفسدين يې وټكول. په دغه كال حاجيانو داسي په امن وامان حج وكړ چې د مخه هيچا نه وو كړى. د الصليحي د سياست او هيبت له امله حاجيانو شپه او ورځ په فارغه زړه عمرې كولې او شته او نور سامانونه يې خوندي وه. چې له دې امله ده ته د خلكو خولې په مننه او دعا وو خلاصي سوې. په 470 س. كال كي: په دغه كال عباسي خليفه المقتدي له بغداد څخه يو منبر مكې ته ورولېږى، څو هلته په مسجد الحرام كي ددغه خليفه په نامه دخطبې ويلو په وخت كي كار ورځني واخلي. كله چې منبر ورورسېدى دعراقي او مصري عسكرو تر منځ فتنه رامنځ ته سوه، شرايط بدل سول، خطبه دمصر دواكمن په نامه وويل سوه، او هغه منبر يې مات كړ او ويې سوځاوه. په 621 س. كال كي: له دغه كال څخه پر له پسي څلور كاله خلكو په ډېره هوسايي او امن و امان كي حج وكړ. چې هم د شام لاري په امان وې او هم په حرمينوكي امنيت وو. او سبب يې دا وو چې د مدينې منورې امير د شام د واكمن عيسٰى له پلويانو څخه وو، چې هره شپه به يې د شام پر حاجيانو باندي د هغو د امنيت د ساتلو لپاره پيرې درولي وې. او په مكه معظمه كي له دې سببه امنيت وو، چې په دغوكلونوكي هغه د مصر د ايوبي واكمن الكامل ترواك لاندي راغلې وه. نو په دې سبب د مفسدينو لاسونه لنډ او حاجيانو ته دكعبې ننوتل اسانه سول. ځكه چې د حج په مهال ترپايه شپه او ورځ د هغې دروازه د حاجيانو پرمخ پرانيستې وه. وايي چې كامل دكعبې خادمان ( بني شيبه ) د يو مقدار پيسوپه وركولو، په دې راضي كړل چې له حاجيانو څخه كعبې ته پرننوتلو باندي څه وانه خلي او د هغې دروازه ونه تړي. دوى به دكعبې پرننوتلو له حاجيانو پيسې اخيستې، چې په دې ډول به خلكو ته ډېر تكليف رسېدى. هغو به دكعبې پردروازه داسي ګڼه ګوڼه جوړه كړې وه، چې ځيني به د ځينو پر اوږو سپاره وه، نو به يو پربل سره لوېدل، چې كله كله به ځيني مړه سول او د ځينو به هډونه مات سول او ځيني به ټپي سول. په 655س. كال كي : په دغه كال بېله د حجاز د خلكو د نورو سيمو خلكو حج ونه كړ، ځكه چې په دغه كال چنګېزيانو پر بغداد يرغل ور وړى وو. په كال 656 س. كي يې د خليفه په وژلو سره، هلته اسلامي واكمني پاى ته ورسول او د بغداد د عامي وژني او لوټ او ورانۍ تاريخي پېښه يې رامنځته كړه. علامه فاسي (رح) وايي: په دې عامه وژنه كي مغولو اتلس لكه وګړي ووژل. چې تردې وروسته له عراق څخه مكې ته د حاجيانو تګ د دې پېړۍ په پاته كلونوكي بېخي لږ سو او نور د حج په مناسكو او مشاعروكي د عراقيانو مشري ګردسره پاى ته ورسېده.

 157ـ د اسلامي دولت سره وېشل او پرمكه اوكعبه باندي د هغه اغېزې

 اسلامي دولت د څلورو خلفا وو په وختوكي متحد او پياوړى وو. خو لكه مخكي چې مو وويل دغه دولت د حضرت عثمان  ترشهادت وروسته د حضرت علي په پېركي د كورنيو شخړو اوجنګ جګړو او تفرقو ښكارسو. خو بياهم يو واقعاًُ خالص، سپېڅلى او سوچه اسلامي دولت وو. اما اختلافات د هماغه د رسول  د وفات له مهاله لږ يا ډېر راڅرګند سول او له همدې امله د بني اميه وو په دوره كي د تشيع ډلي ربړه په اسلام كي په ښه څرګندتيا رامنځته سوه. چې تفصيل يې داسي دى: كله چې رسول  وفات سو،د هغه دكورنۍ غړو ( اهل بيتو ) خپل ځانونه يوازي د اسلام د خلافت مستحق بلل او نور قريش يې د دې وړ او مستحق نه ګڼل. خو لكه چې پوهيږو تر رسول  وروسته لومړى حضرت ابو بكر، بيا حضرت عمر، بيا حضرت عثمان ته د اسلام د خلافت واګي وسپارل سوې، او بيا حضرت علي د اسلام خليفه سو. كه څه هم په دې هكله اختلافات د رسول  تر وفات وروسته را ټوكېدلي وه او په تاريخونوكي په دې باب مفصلي خبري سوي دي، خو عملي شخړي او جګړې پرحضرت عثمان باندي د تورونو لګولو او د هغه ترشهادت وروسته، رامنځته سوې. په دې هكله هغه څه چې د مكې اوكعبې معظمې په باب پېښ سوي، د دې كتاب په مخكنيو پاڼوكي خبري پرسوي دي. د دې منازعو يوه لويه پايله دا سوه چې د بني اميه وو څخه خلافت د ابو مسلم خراساني په مټ بني عباسوته ولېږدول سو. خو د دې دولت په رامنځته كېدوسره د تشيع ربړي نورهم زور واخيست، اسلامي دولت هم عملاً سره ووېشل سو. او د ملوك الطوايفۍ بڼه يې خپله كړه. لكه چې د عباسي واكمنۍ ترڅنګ په اندلس كي د عبد الرحمان اموي په مشرى يو بل اسلامي دولت هم جوړ سو او وروسته بيا په نورو اسلامي سيموكي يو په بل پسې نور اسلامي دولتونه هم رامنځته سول. دا خو د اسلامي تاريخ پېښي دي چې بشپړ او مفصل څېړل يې د اسلام د تاريخ كار دى. خو موږ دلته هغه څه څېړو چې په دغه مهال او يا د دغو كشمكشونو له امله مكې مكرمې ته ور پېښ سوي دي. په عمومي توګه د دغو حوادثو مطالعه موږ دې پايلي ته رسوي چې كله له مدينې منورې څخه د خلافت مركز انتقال سو او دا حوادث راوټوكېدل بيا مدينې او مكې ته هماغه د رسول  د وختو پخوانى برم ورپاته نه سو او د دغه دوو مقدسو ښارونو اوسېدونكو د لاښو ورځو پرځاى ترډېره مهاله بدي ورځي ليدلي دي. په تېره د حج په موسم كي كعبې دغه د خداى  ستركور او د هغه زيارت كوونكو هم ډېري نادودي ليدلي دي. چې البته په دې هكله موږ په اموي دوره كي او په هغې كي د هغو د مخالفينو لخوا د مكې اوكعبې په اړه پېښي مخكي څېړلي دي. دغه راز مو د عباسيانو په دوره كي اود هغو د مخالفينو لخوا د مكې په اړه هم ښې او بدي پېښي تر يوې اندازې وڅېړلې. اوس به دا وڅېړو چې په عباسي دوره كي پر مكه معظمه باندي د دوى واك څنګه او تركله وو ؟ البته تردې څېړلو وروسته به بيا د ځينو نورو رامنځته سوو اسلامي دولتونو ښه او بد د مكې اوكعبې شريفي په هكله وڅېړو ان شاء الله.

 158ـ پرمكه مكرمه با ندي د عباسيانو د واك څرنګوالى

 ترامويانو وروسته له لويه سره عباسيانو پرمكه مكرمه باندي واك چلاوه. اوخپل واليان به يې چې زياتره به عباسيان وه هلته ټاكل. خوكله كله به ځينو علويانو اونورو مكه په زور ونيول او بيا به يا د جنګ جګړو يا څه نورو شرايطو د رامنځته كېدو په نتيجه كي د عباسيانو ترواك لاندي راغله. لكه چې په دې هكله مخكي څه څرګندوني هم سوي دي. كله كله به پخپله عباسيانو هلته داسي خلك د واليانو په توګه ټاكل چې له اصله به عباسيان نه وه. په 301س. كال كي د مقتدر عباسي په وختو كي محمد بن سليمان په مكه كي د عباسي خلافت له اطاعته سر وغړاوه او د هغه پرضد يې د حج په موسم كي خطبه وويل او په دې ډول يې هلته د بني سليمانو امارت ټينګ كړ. بيا د قرمطيانو فتنه او پرمكه معظمه باندي د هغو چپاوونه وه. بيا په 358س. كال كي د المغرب د عبيديانو د كاله المعز لدين الله د هغه د خادم قائد جوهركاتب صقلي په مټ مصر ونيوى. په دې ترځ كي لومړني شريف جعفر بن محمد بن الحسن بن محمد بن موسى علوي مكه په زور ونيول اوهلته يې د المعز لدين الله په نامه خطبه وويل. په سمط النجوم العوالي كي وايي چې د معز په وختوكي له بغداد څخه ترحلب پوري او په نورو ټولو ختيزو ولايتونوكي خطبه د مطيع عباسي پرنامه ويل كېده اوله حلب څخه ترالمغرب پوري د حرمينو په شمول خطبه د المعز په نامه ويل كېده. خو په وروسته كي چې د مكې مكرمې او نورو ځايونو پرسرد عباسيانو او عبيديانو رقابت توند سو داسي شرايط راغلل چې په مكه مكرمه كي كله د عباسيانو اوكله د عبيديانو پرنامه خطبه ويل كېده. داسي ښكاري چې په عمومي توګه عباسيانو پرمكه او مدينه باندي د هغو د خلافت له مركز څخه د ليري والي اوڅه نورو عواملو له امله بشپړ واك نه درلود. اوكه به والي هم دوى ټاكلي وو، يوازي خطبه به د دوى پرنامه ويل كېده او نور واك يې نه وو.

 159ـ په مكه مكرمه كي د بني سليمانو واكمني

 لكه چې مخكي مو وويل له لويه سره عباسيانو پرمكه باندي واك چلاوه. خوكله كله به ځينو نورو علويانو په زور ځني ونيول. خو زيا تره به دا نيول د څه مهال لپاره وه. اوبيا به بيرته مكه د عباسيانو ترواك لاندي راغله، لكه چې لومړى په كال 145س. كي محمد بن الحسن بن معاويه يا حسن بن معاو يه مكه د محمد المهدي ( النفس الزكيه ) په نمايندګي په زور ونيول. بيا په كال 169س. كي حسين بن علي په زور ونيول. بيا په كال 199س. كي حسين افطس په زور ونيول. بيا په كال 202س. كي ابراهيم بن موسى الكاظم بن جعفر په زور ونيول. بيا په كال 251س. كي اسماعيل سفاك په زور ونيول. تردې وروسته په مكه كي يوازي خطبه د عباسيانو پرنامه ويل كېده. او د دوى واك به تش په نامه پرچلېدى. خو څنګه چې د مستعين او معتز له وختو څخه د عباسيانو واك نور هم مخ پر كمزوري كېدو سو او هره خوا فتنې او پاڅېدني سوې په كال 301س. كي محمد بن سليمان نومي ګردسره په مكه كي د بني سليمانو د واكمنۍ بنسټ كښېښووى. هغه د المقتدر عباسي له اطاعته سر وغړاوه او د حج په موسم كي يې داسي خطبه وويل: " الحمد لله الذي اعاد الحق الى نظامه، و ابرز زهرالايمان من اكمامه، وكمل دعوآ خيرالرسل باسباطه لا ببني اعمامه صلى الله عليه وعلى آله الطاهرين. وكف عنهم ببركته اساءآ المعتدين. وجعلها كلمآ باقيآ في عقبه الى يوم الدين ". ژباړه : ټولي ستايني لوى څښتن لره دي چې حق يې خپل نظام ته راوګرځاوه اود ايمان شګوفه يې د هغه له لستو ڼي راڅرګنده كړه او د خيرالرسل ( پېغمبر )  بلنه يې د هغه په لمسيانو بشپړه كړه، نه د هغه د اكا په زامنو. او د هغه په بركت يې پردوى باندي د دښمنانو عداوت او بدي بې اغېزې كړه. او د هغه بلنه يې د تل پاته كلمې په توګه د هغه په توكم كي د قيامت تر ورځي پرېښوول. بيايې داشعرولوستى: ژباړه: موږ د توري په زور د حق لار لټوو. او هغه قوم ته چې سركښي يې كړې او پر موږ يې ظلم كړى خپل ځواك ور ښيو. دغو به له عرا ق څخه پر موږ باندي هره بلا را نازلول. څنګه چې د دغه محمد نومي مذهب زيديه وو، كوم چې د اماميه مذهب يوه څانګه ده، نوخپل لقب يې " زيدي " ايښې وو. د محمد بن سليمان په وختوكي لا د عراق حاجيان مكې ته تلل خو په 312س. كي ابوطاهرقُرمُطي د هغو پرقافلو يرغلونه وكړل چې په نتيجه كي له عراق څخه تر317س. پوري مكې ته د حاجيانو تلل بند سول. او په 317س. كي چې له عراق څخه مكې ته حاجيان ورغلل، بيا هلته قُرمُطيانو ستر، تاريخي لوټ، وژل، او وراني او دكعبې بې حرمتي وكړه. لكه چې د دې پېښو په هكله مخكي هم موږ د دې كتاب په (219) مخ كي د قرمطيانو د فتنې ترسرليك لاندي خبري كړي دي. بيا په 327س.كي قرمطيانو د عراق حاجيان مكې ته د ججې د اخيستلو په مقابل پرېښوول او په دغه كال په مكه كي خطبه د الراضي عباسي په نامه وويل سوه. بيا په 329س. كي په مكه كي خطبه د المتقي عباسي په نامه وويل سوه. بيا په 334س. كي خطبه د المطيع عباسي په نامه وويل سوه. بيا په 342 س.كي د عراق او مصرحاجيان مكې ته ورغلل. خو د دې پرسر چې خطبه د عراق د واكمن احمد بن بو يه پر نامه وويل سي كه د مصرد واكمن ابن الاخشيد پر نامه ؟ د هغو ترمنځ جنګ وسو. چې پاى مصريان مات سول او خطبه د ابن بويه پرنامه وويل سوه . احمد بن بويه د ديلم وو، چې د قزوين د سمندر په جنوب كي اوسېدى او له اهواز څخه يې بغداد ته لښكرى وروستې. خليفه مستكفي يې هركلى وكړاو د معز الدوله لقب يې وركړ او د هغه دوو وروڼو ته يې د عضد الدوله او ركن الدوله لقبونه وركړه. محمد بن طغج الاخشيد د متقي عباسي لخوا په 331س. كي د حرمينو، مصر او شام والي وټاكل سو او ترهغه وروسته يې د ده زامنو ابو القاسم اونجور او ابو الحسن علي ته هم دغه منصب سپارلى وو. چې د طغج الاخشيدي خادم،كافور الاخشيدي د هغه كفالت كاوه. بيا په كال348س. كي د بغداد او مصرحاجيان مكې ته ولاړه. د عراقي حاجيانو امير محمد بن عبيد الله علوي وو. هغه د مصر د حاجيانو امير تېر ايستى او ورته ويې ويل چې دواړه به د خليفه پرنامه د خطبې پر ويلو اتفاق وكړو او نه به د ابن بويه پرنامه خطبه وايو، نه د ابن اخشيد پرنامه.كله چې د مصر امير ور سره ومنل، د عراقيانو امير منبرته ورغى او امر يې وكړ چې د معز الدوله بن بويه پرنامه دي خطبه وويل سي. چې بيا كافور الاخشيدي له دې امله پرخپل ټاكلي امير په قهر سو او ويې واژه. په 356س. كي د عراق د حج قافله بيا مكې ته ورغله. خو د مصريانو د حج قافله بنو سليمو لوټ كړه او د هغو امير يې وواژه. بيا په 357س. كال كي د عراق حاجيان مكې ته ورغلل او په مكه كي د بختيا ر بن معزالدوله پرنامه خطبه وويل سوه. خو په بغدادكي مطيع عباسي خليفه وو. بيا څنګه چې سابور نومي د ابوطاهر قُرمُطي زوى خپل اكا احمد قُرمُطي وواژه، د ابوطاهر او احمد د اولادې ترمنځ شخړي پېښي سوې، چې مطيع عباسي د هغو ترمنځ سوله وكړه او د احمد زوى حسن يا ابو الحسن يې د هغه ځاى امير وټاكى. له دې امله د حج په موسم كي د مطيع پرنامه او ترحج وروسته د حسن يا ابو الحسن قُرمُطي پر نامه خطبه ويل كېده. بيا په كال 360س. كي حسن يا ابو الحسن قُرمُطي د مصر د عبيديانو له اطاعته بېخي ووتى او د مطيع عباسي پرنامه يې خطبه وويل. چې له دې امله مطيع د خوښۍ د څرګندولو په توګه تور بيرغونه ور ولېږل. دغه حسن قُرمُطي بيا دمشق ونيوى، په هغه ځاى كي يې د عبيديانو والي جعفر بن فلاح وواژه او هلته يې هم د مطيع پرنامه خطبه جاري كړه. بيا ابو الحسن يا حسن قُرمُطي په مصركي مړسو. كله چې ابو الحسن مړسو د مكې د ولايت واك بېرته بنو سليمانو ته ورسېدى او د محمد بن سليمان لمسى، لومړى شريف جعفربن حسن بن محمد بن سليمان د مكې واكمن سو. چې د معز عبيدي پرنامه يې خطبه وويل، او هغه هم رسماً د مكې والي وټاكى. بيا جعفر مړ سو او د هغه زوى عيسٰى بن جعفرد مكې والي سو. او د ده د مړيني تركال 384س. پوري يې ولايت دوام وكړ. او څنګه چې د مصر معز عبيدي په 365س. كي مړسو، دغه عيسٰى نومي د معز د زوى العزيز عبيدي پرنامه د خطبې ويل بندكړه. ځكه نو د عزيز لښكرو مكه محاصره كړه اود مكې پرخلكو يې ډېره تنګسه راوسته. چې پاى د حرمينو اوسېدونكو له مجبوريته د هغه اطاعت وكړ. بيا په 384س. كي د عيسٰى تر مړيني وروسته د هغه ورور ابو الفتوح حسن بن جعفر د مكې والي سو چې دغه ابو الفتوح په كال 390س. كي د الحاكم عبيدي په امر مدينه منوره هم له بني المهنا وو څخه ونيول. خو بيا په كال402س.كي الحاكم عبيدي ته ياغي سو او هغه د ده د اكازوى ابو الطيب د مكې والي وټاكى. او بيا بيرته ابو الفتوح او الحاكم سره جوړسول او د ابو الفتوح شان او شوكت ورځ په ورځ زيا تېدى او واكمني يې په مكه مكرمه كي ټينګېدل. بيا په كال 427س. كي د مستنصر بن ظاهر عبيدي په نامه خطبه وويل سوه او بيا دغه د مكې او بني سليمانو سردار ابو الفتوح په كال430س. كي د خپلي واكمنۍ په څلوېښتم كال وفات سو. بيا د هغه زوى شكر د مكې واكمن سو. هغه مدينه منوره هم ونيول او ترڅو چې په كال 453س. كي مړكېدى ( 23 ) كاله د حرمينو واكمن وو. او څنګه چې هغه اولاد نه درلود د هغه د مړيني سره سم د بني سليمانو واكمني هم پر مكه مكرمه باندي پاى ته ورسېده او تر هغه وروسته د هغه يو مريى واكمن سو. بيا د بنو ابي الطيب الحسينيون په نامه چې هغو ته يې هم سليمانيون ويل او د شكرله ټله څخه وه پر مكه واكمنان سول. خو تاريخونو د دوى شمېر اود واكمنۍ موده نه ده ښوولې.

 160ـ د مكې امارت او هاشميان

 د مكې دغه هاشمي اميران د ابو هاشم محمد بن حسن بن محمد بن موسٰى بن عبد الله ابي الكرام بن موسٰى جون اولاده ده. د دوى او بني سليمانو ترمنځ به تل شخړي رواني وې. علامه ابن خلدون او د سمط النجوم ليكوال وايي چې:" كله شكر مړ سو د مكې امارت دغو بني هاشمو ته ورسېدى، او د دوى مشر دغه مهال ابو هاشم محمد بن جعفر بن ابو هاشم محمد بن حسن وو چې د مصر د واكمن مستنصر عبيدي پرنامه يې خطبه ويل". خو په شفاء الغرام كي وايي چې د " مرآآ " ليكوال د 455س. كال د پېښو په ترځ كي وايي چې:" په دغه كال د يمن واكمن علي بن محمد الصليحي دكعبې كومي ګېڼې چې بنو ابي الطيبو لوټ كړي وې بېرته يې ځني واخيستې. بيا يې محمد د مكې په امارت وټاكى اوخپله يمن ته ستون سو". شفاگء الغرام زياتوي چې:" دغه محمد د شكر زوم وو". او ابن خلدون د هغه صفت كوي او وايي چې:" ده پربني هاشمو په ډېره نېكنامي حكومت وكړ او د هغه د ځانګړو ښېګڼو له امله ډېر نامتو سو". خو شفاء الغرام بيا د ابن اثير د الكامل او نورو په حواله وايي چې :" هغه، د هغو تركمنو له بيري له مكې وتښتېدى كوم چې په كال 484س. كي پرمكه مسلط سول. دغو تركمنو د محمد څخه هغه مالونه غوښتل چې ده له كعبې څگخه اخستي وه". دغه راز ابن اثير د دغه محمد بن ابي هاشم نور ډېر بد هم وايي. ښايي دا له دې امله وي چې هغه په كال 486س. كي حجاج لوټ كړه او ډېر يې ځني ووژل. او لكه چې مخكي اشاره ورته وسوه په 462س. كي يې دكعبې ګېڼې هم اخستي وې. علامه ابن خلدون د خليفه قائم عباسي او امير محمد د اړيكو په هكله ليكي :" كله چې سلطان الپ ارسلان سلجوقي پربغداد مسلط سو خليفه قائم له هغه څخه هيله وكړه چې هررنګه چې كېدونې وي بايد د حج لار پرانيستل سي. سلطان ډېر سامان اوشته په دې لار كي په كار واچول او د حج پرلارو له پرتو عربو څخه يې ضمانتونه واخيستل. چې په پايله كي په كال 456 س. كي د عراق د حج قافله مكې ته ورسېدل. ابو الغنايم زينبي هم د حاجيانو سره مكې ته تللى وو. او بل كال له مكې څخه بيرته ولاړى. په كال458س. كي اميرمحمد د عبيديانو له اطاعت څخه واوښگتى او د عباسي خلافت اېل ( مطيع ) سو. چې له دې امله هغه څه خواړه او نورچي له مصرڅخه مكې ته راتلل بند سول. ځكه نو د مكې اوسېدونكو اميرمحمد ملامت كړ او نصيحت يې ورته وكړ. چې بيايې بيرته د عبيدي خليفه پرنامه خطبه جاري كړه. خليفه قائم اميرمحمد ته د يوه ليك په ور استولو ډېرګواښونه وكړه، خو د دې سره يې ډېر سامان او شته هم د مكې د خلكو د زړونو د په لاس راوړلو لپاره ور ولېږل. چې وروسته په كال462س.كي د حج په موسم كي اميرمحمد بيرته د عباسي خليفه پرنامه خطبه وويل او له دې امله يې مصرته د خپل معذرت په هكله ليك واستاوه. تردې وروسته په 463س. كي عباسي خليفه بيا ابو الغنايم زينبي د عراقي قافلې امير وټاكى او مكې ته يې واستاوه. دا ځل د هغه سره يو لوى پوځ هم وو. او د اميرارسلان له لوري د مكې اميرته دېرش زره ديناره او يو ډېر بيه خلعت هم لېږل سوى وو. د حج په موسم كي امير محمد د عباسي خليفه په پلوي داسي خطبه وويل :" الحمد لله الذي هدا نا اهل بيته الى الراى المصيب و عوض بنيه لبسآ الشباب بعد لبسآ المشيب و امال قلوبنا الى الطاعآ، و متابعآ امام الجماعآ ". ژباړه: ټول ثنا اوصفت هغه لوى څښتن لره دى چې موږ د رسول اهل بيتو ته يې غوره او سمه لار راو ښوول. او اولادو يې د ځوانۍ جامې د زړښت ترجامو اغوستلو وروسته بدلي كړې او زموږ زړونه يې خپل طاعت ته او د جماعت امام ( عباسي خلافت ) ته راكښل. وروسته بيا دغه محمد نومي مدينه منوره هم ونيول. بيا القائم عباسي مړ سو او هغه څه چې به يې مكې ته لېږل بند سول. ځكه نو محمد بن جعفر د عباسيانو خطبه بنده كړه. بيا زينبي په بل كال ډېر شته ور وړه او اميرمحمد بيرته د عباسي خلافت خطبه جاري كړه. خو په 470س. كي چې المقتدي، ختلغ نومى تركي، د يوه نوي ډول جوړ سوي منبر سره چې په ( 210 او211 ) مخونوكي يې يادونه وسوه مكې ته د عراقي حاجيانو د امير په توګه ور ولېږى. ( دا لومړى تركى دى چې د حجاجو د امير په توګه مكې ته تللى وو )، اتفاقاً د شيعه وو او اهل سنتو تر منځ او عراقي او مصري پوځيانو ترمنځ ، نښتي وسوې او خطبه پر مقتدي نه، بلكي د مصر د واكمن المستنصر عبيدي پرنامه وويل سوه. بيا په كال 473س. كي د شيعه ګانو او اهل سنتو ترمنځ د فتنې او فساد اور بل سو، د مستنصر عبيدي پرنامه خطبه بنده سوه. او د المقتدي پرنامه وويل سوه. را وروسته كلونه هم ختلغ د حاجيانو د امير په توګه مكې ته تلى او ترهغه وروسته بيا خمارتګين نومى دې چاري ته وګومارل سو. څو چې سلطان ملك شاه سلجوقي او د هغه وزير نظام الملك وفات سول. او د هغو تر وفات وروسته په مكه معظمه كي د عباسي خلفا وو پرنامه خطبه ويل هم بند سول. او څنګه چې سلجوقي واكمنان په خپلوكي په جګړو اخته وه او د مكې پر لار پرتو عربو لوټمارۍ كولې، ځكه نو له عراق څخه مكې ته د حاجيانو د قافلو تلل هم بند سول. په دې ترځ كي د بغداد عباسي خليفه مقتدي هم وفات سو او پرځاى يې زوى مستظهرد خلافت پرګدۍ كښېنستى. دغه مهال د مصر عبيدي واكمن مستنصر هم وفات سو او زوى يې مستعلي واكمن سو. چې په مكه كي يې پرنامه خطبه وويل سوه. وايې چې امير محمد بن جعفر ترڅو چې مړكېدي تر 487س. كال پوري د مكې امير پاته سو. هغه د مكې لومړى والي وو چې ترڅه د پاسه سل كاله وروسته يې د عباسيانو پرنامه خطبه وويل. د ده د امارت موده د ابن خلدون په قول ( 33 ) كاله وه. قاسم بن محمد: د امير محمد تر مړيني وروسته په 487 س.كال كي د هغه زوى قاسم د المقتدي عباسي د وفات او د المستظهر عباسي د خليفه كېدو په كال، د مكې والي سو. خو په همدغه كال سپهبد بن سارتګين پرمكه مسلط سو او قاسم له مكې وتښتېدى چې بيا يې پوځونه را ټول كړه او سپهبد ته يې ماته وركړه او بيرته يې د مكې د ولايت واګي په لاس كي واخيستې. د هغه د واكمنۍ پېر په بد امنى اوپرېشانى تېرسو. خو ځينو نورو چې بنو مزيد يې ورته ويل او د " حلې" په نامه د يوه ځاى واكمن وه، هلته يوڅه امن ټينګ كړ، چې له دې امله بيا هركال د عراق حاجيان مكې ته تلل او په كال 512س. كي نظرخادم نومى د عراق د خليفه مسترشد لخوا چې په همدغه كال خليفه ټاكل سوى وو، د عراق د حاجيانو سره مكې ته واستول سو او د خليفه خلعت او مال او زر يې د مكې امير ته ورسول. قاسم د خپل امارت په دېرشم كال په 518س.كي وفات سو. فتيله يا ابو فتيله: بيا د قاسم زوى فتيله يا ابو فتيله د المسترشد عباسي د خلافت په مهال د مكې والي سو اود عباسي خليفه پرنامه يې خطبه اود هغه ښه وويل. وايي چې د ده تر مرګه د عراق د حج قافله د نظرخادم په مشرى مكې ته ورتله او ده ته به يې د خليفه خلعت او نور شته او زر ور وړل. دى د خپل امارت په لسم كال په 527 س. كي وفات سو. هاشم بن فتيله: بيا د فتيله زوى هاشم د المسترشد تر وژلو دوه كاله د مخه د مكې والي سو او د مرګ ترمهاله چې 549 يا 551 س.كال دى، د هغه ځاى والي وو. قاسم بن هاشم: بيا د هاشم زوى قاسم د مكې والي سو چې خطبه يې د هغه مهال د عباسي خليفه المقتفي اود هغه تر وفات وروسته د هغه د زوى المستنجد پرنومونو ويل. او مكې ته به نظرخادم د عراق د حاجيانو د امير په توګه ورتى. علامه فاسي وايي چې د قاسم ولايت تر 556س. پوري دوام وكړاو بيا د دغه كال د حج په مهال د ځينو بدو چارو له امله چې هلته كېدې د عراق د حاجيانود اميرله بيري له مكې وتښتېدى. بيا د هغه اكا عيسٰى د مكې والي سو. خو قاسم بيرته د 557س. كال په روژه كي مكه ونيول او لږ وروسته بيا ووژل سو. په سمط النجوم العوالي كي وايي چې المقتفي عباسي په كال 552س. كي دكعبې لپاره يوه ښكلې دروازه جوړه كړه او د نظرخادم په لاس يې ور ولېږل. عيسٰى بن فتيله: ترقاسم وروسته د هغه اكا عيسٰى بن فتيله د مستنجد د خلافت په مهال د مكې والي سو. د ده په دوره كي د عراقيانو د حج قافلې هركال پرله پسې مكې ته تلې. كله چې مستنجد په 566س.كي وفات سو. د هغه زوى مستضئي خليفه سو. هغه د عراقي حاجيانو د قافلې سره طاشتګين تركي ولېږى. عيسٰى د ده د مړيني تركال570س. پوري پر مكه واكمن وو. خو تاريخونه وايي چې د هغه ورور مالك بن فتيله د ولايت پر سر ور سره وران سو، د 566 س.كال د عاشورا په ورځ مكې ته ننوتى او نيمه ورځ پرهغې واكمن وو. څنګه چې د هغه اود هغه د ورور د پوځونو ترمنځ نښته وسوه، مالك بيرته له مكې ووتى او بياسره جوړ سول. د دغه عيسٰى د امارت په مهال،د مصر د عبيديانو واكمنۍ ته صلاح الدين ايوبي (رح) په كال567س. كي د پاى ټكى كښېښووى. چې د همدغه صلاح الدين پرنامه په حرمينو كي خطبه جاري سوه. بيا په 575س. كي مستضئي عباسي وفات سو او د هغه زوى الناصر عباسي خليفه سو. او د هغه پرنامه په حرمينو كي خطبه جاري سوه. داود بن عيسٰى: تر عيسٰى وروسته د هغه زوى داود بن عيسٰى د مكې واكمن سو. خو د 571س. كال د خداى تعالى د مياشتي په نيمايي كي له امارته ګوښه كړى سو. او سبب يې داوو چې د ده د امارت په وختوكي د خليفه الناصر مور حج ته تللې وه.كله چې بيرته بغداد ته ولاړه ناصرته يې د هغه ځاى په هكله د داود د ناوړوكړنو حالات وويل، ځكه يې نو هغه له كاره ليري كړ. خو ابن خلدون دغه كيسه په عيسٰى پوري تړي. مكثر بن عيسٰى: بيا د هغه ورور مكثر بن عيسى په 571س. كي د مكې والي سو. د دغه كال د حج په موسم كي د ده او د عراقي حاجيانو د امير طاشتكين ترمنځ سخته جګړه وسوه چې ډېره مرګ ژوبله او وراني او لوټ پكښي وسو. او په پايله كي يې مكثر په همدغه كال له امارته ګوښه سو. اميرقاسم بن مهنا: بيا مكه امير قاسم بن مهنا الحسيني د ( مدينې امير ) ته وسپارل سوه. دغه مهال لا مستضئي خليفه وو او هغه د مكې ولايت ده ته وركړ. هغه درې ورځي د مكې پر ولايت پاته سو، خوڅنګه چې يې د دغه ولايت د چارو د پرمخبېولو وړتيا په ځان كي ونه ليده،له ولايته يې استعفاوكړه. په دې ډول داود بن عيسٰى بيرته د مكې والي وټاكل سو،خو دا شرط پركښېښوول سوچي نور به له حاجيانو څخه هيڅ ججه نه اخلي. اما دانه ده څرګنده چې دغه داود تركومه د مكې والي وو. خو دا څرګنده ده چې مكه به كله د ده لاس اوكله د ده د ورور مكثر لاس ته لوېدلې وه. چې بيا تر پرله پسې لسوكالو يعني تر597س.كاله مكثر د مكې والي پاته سو. دا د مكې د هواشمو وروستى واكمن وو چې ابو قتاده مكه ځني ونيول او دى د نخلې په ناوه كي په كال 600س.كي وفات سو. په دې منځ كي په كال 581س.كي د صلاح الدين ايوبي ورور سيف الدين طغتګين بن ايوب د مكې والي سو. هغه په مكه كي په اذان كي د " حي على خيرالعمل " ويل منع كړه. د مكې يوه ډله وران كار چوپړيان ( مريان ) يې ووژل. د دراهمو او دينارو سكه يې د خپل ورور صلاح الدين ايوبي پرنامه ووهل او په داسي حال كي چې مكثر يې ملګرى وو داود ځني وتښتېدى.

 161ـ پرمكه مكرمه باندي د بني قتاده وو واكمني

 قتادآ النابغهكوم چې ابو عزيز يې ورته ويل، د موسٰى جون له توكمه څخه دى. او لكه چې د مخه د هواشمو په هكله وويل سوه، هغه هم د دغه موسٰى جون له اولاده څخه وه. قتاده د څو نورو ملكونو د نيولو په ترځ كي پر مكه معظمه هم بريد وكړ، هغه يې د مكثر له لاسه په 599س. كي وايستل او د خليفه ناصر عباسي پرنامه يې خطبه وويل. د ده د واكمنۍ سيمه ډېره پراخه وه. او پر مكه سربېره پر ينبوع، د يمن پرشا وخوا، پرنجد او د مدينې منورې پرځينو برخو هم د ده د واكمنۍ بيرغونه په برياليتوب رپېدل. د مكې د نيولولپاره د قتاده د تمي سبب د بني هاشمو په ناسمو چارو اخته كېدل او د هغو ظلم و زياتى وو. تاريخونه وايي چې قتاده يو جابر، وژونكى، سخت زړه او هيبتناكه او زړه ور، خو احتياط كاره سړى وو. چې خورا ډېر پوځ يې درلود او عرب ډېرځني بېرېدل. د قتاده د واكمنۍ په مهال په كال 608س.كي په منا او مكه كي يوه لويه فتنه رامنځته سوه چې ډېر عراقي حاجيان پكښي ووژل سول. او ډېر شته يې لوټ سول. په دغه كال د عراقي حاجيانو امير علاء الدين محمد بن ياقوت وو، د دمشق د حاجيانو مشر د شاروخ النجمي ورور صمصام اسماعيل وو، او د بيت المقدس د حاجيانو مشر شجاع علي بن سلار وو، او د ايوبي واكمنو دكورنۍ د يوه واكمن الملك العادل ابو بكر سيف الدين بن ايوب خور ربيعه خاتون هم د دمشق د حاجيانو په ډله كي وه. كله چې يوم النحر ( د لوى اخترلومړۍ ورځ ) سوه د جمراتو تر ويشتلو وروسته د اسماعيليه يا باطنيه ډلي يوه سړي د قتاده د اكا له زامنو څخه پر يوه سړي باندي چې بېخي قتاده ته سوى وو، په دې ګومان چې دى قتاده دى، بريد وكړاو د جمرې د ويشتلوځاى ته نژدې يې وواژه. اود مكې اشراف د غچ اخيستلو لپاره سره راغونډ سول، په مناكي دوو غرونوته وختل او په داسي حال كي چې د لا اله الا الله او الله اكبر نارې يې وهلې خلك يې په ډبرو او نورو وويشتل او د اخترپه ورځ او شپه او ورپسې ورځ يې لوټمار هم وكړ، چې له دواړو لوريو څخه ډېرخلك ووژل سول. بيا قتاده د عراقيانو مالونه چوركړه او ويې ويل چې تاسي خو زما د وژلو قصد كړى وو، نوزه په خداى لوړم كه يو عراقى لاهم ژوندى پرېږدم. چې بيا د عراقيانو د حج امير محمد بن ياقوت، له بيري دربيعه خاتون خېمې ته پناه وروړه. ربيعې قتاده ته وويل چې: د دې مسلمانانو ګناه څه ده ؟ قاتل دي هم وواژه اوهم دي دا پېښه د مسلمانانو د لوټولو لپاره پلمه كړه او په حرامه مياشت او په حرم كي دي د دوى ويني وبهولې؟ او ته پوهېږې چې زه څوك يم ؟ نوكه له دې كاره لاس وانه خلې زه بيا درسره پوهېږم. بيا د بيت المقدس د حاجيانو مشر ابن سلار، قتاده ته ورغى، و يې بېراوه او ورته و يې ويل چې: نور ارام كښېنه كه نه خليفه به له بغداده او موږ به له شامه درباندي راسو000 نو هغه وو چې بيا قتاده شخړه بس كړه او سل زره ديناره يې وغوښتل چې دېرش زره يې د عراق د حاجيانو له اميرڅخه واخيستل. وايي چې درې ورځي پرله پسې خلك د ربيعه خاتون د خېمې پرشا وخوا ځيني ټپيان، وږي تږي او ځيني مړه پراته وه. او ژوندي يې بيا په ډېر بدحالت بغداد ته ورسېدل. بيا په كال 609س.كي خليفه ناصر عباسي قتاده ته ډېر شته او سوغاتونه ور ولېږل او د دغي پېښي په باب يې هيڅ ونه ويل، بلكي د عراقي حاجيانو امير ته يې دنده وركړې وه چې قتاده وغولوي او ويې هڅوي چې بغداد ته ورسي. نو هغه قتاده ته وويل چې د بغداد واكمن ته داسي اطلاع ورغلې چې د مكې شرفا وو صرف د يوڅو حاجيانو شته لوټ كړي دي، بلكي خليفه اود هغه وزير ته بغداد ته بللي يې. نو هغه وو چې قتاده بغداد ته رهي سو،كله چې د عراق " المشهد الغوري " ته ورسېدى، هلته د هغه هركلي ته د بغداد يو شمېرخلك ورغلي وه. د دغو خلكو په ډله كي يو بې وزلى سړى هم وو،چې يو زمرى يې په زنځير تړلى وو اوكشاوه يې.كله چې قتاده هغه وليدى پر بدفالي يې ونيوى او ويې ويل: زما او د داسي ښار يې سره څه چې زمريان لا دغسي پكښي خوار وي. نو سمدستي بيرته حجاز ته وګرځېدى او عباسي خليفه ته يې دا شعرونه وليكل:
بلا دي ولو جارَت عليَ مريقَآ
ولى كَفُ ضرغام اذا ما بسطتها
تظل ملوك الارض تلثم ظهرها
اَ اَترُكها تحت الرهان ثم ابتغى
وما انا الا المسك في كل بقعآ
و لو اَنني اعرٰى بها و اَجُوع
بها اشترى عزالو رى و ابيع
و في بطنها للمجد بين ر بيع
خلا صاً لها اني اذً لو ضيع
يضوع و اما عندكم فا ضيع
ژباړه: زما هيواد ماته د ښه ژوند او هوسايى ځاى دى. كه څه هم پرما ظلم پكښي وسي يا لڅ يا وږى پكښي وګرځم. زه د پياوړي زمري پنجه لرم.كومه چې په خلاصېدويې د دنيا عزت رانيسم او پلورم. د نړۍ پاچهان د دغي پنجې شا مچوي. او په دننه كي يې وچكالى ځپلوته پسرلى دى. آيا زه دغه پنجه د ژرندي تر پله لاندي كړم ؟ او بيا د هغې د ژغورني هڅه وكړم ؟
اوكه داسي وكړم، نو زه به ټيټ سړى يم. زه هرځاى د مشكو غوندي خوشبويه كوم. خوستاسي په اند زه يوخواربوشكى يم.
يادونه:
دغه شعرونه ابن خلدون په بېلو لفظونو او سمط النجوم په بېلو لفظونو راوړي دي. خو موږله دواړو څخه هغه څه وليكل چې نسبتاً درست په نظرراغلل. كله چې الناصر عباسي دا بيتونه ولوستل له قهره سره و ايشېدى او له ډېره غضبه سره سور او شين سو. او شريف قتاده ته يې وليكل:" امابعد : فاذا نزع الشتاء جلبابه، ولبس الربيع اثوابه، قاتلناكم بجنود لا قبل لكم بها، ولنخرجنكم منها اذلۍ وانتم صاغرون ".ژباړه : كله چې د ژمي بو ډۍ خپل پوړنۍ ليري كړي او د پسرلي ناوې ښكلي جامې  واغوندي، په داسي پوځونو به مو ووژنم چې په تاسي كي به د هغو سره د مقابلې همت نه وي اوله هغې ( مكې مكرمې ) څخه به مو په ډېره خواري وباسم. په داسي حال كي چې تاسي به ډېر كوچني سوي ياست.
قتاده د دې ليك په رسېدو سره په مدينه منوره كي خپلو د اكازامنو ته ليك واستاوه، د مرستي غوښتنه يې ځني وكړه او د شعر په ژبه يې داسي ورته وليكل: اى زما د اكازامنو،  د موسٰى، جعفراو د حسين اولادې. څنګه زموږ څخه په صبرناست ياست. اى زموږ د اكا اولادې موږ او تاسي خو د يوې ستري وني د ښاخونو غوندي يو. نوموږ مه پرېږدى چې پوپناسو.كله چې يو وروربل وروركوم خوړونكي ځناورته پرېږدي، نولومړى يو ورورخوري بيا پردې بل ورګرځي.  په دې ډول د هغه په مرسته ډېر وكړي ورغلل. اوكله چې دغه ليك د ناصر عباسي پلويانو ترلاسه كړهغه يې څيري كړ. خوكله چې ناصر عباسي په خبر سو ډېرانعامونه ، شته او جايدادونه يې قتاده ته وركړه او په دې ډول يې د هغه سره د جنګ جګړې مخه ونيول.
بيا قتاده د عراقي حاجيانو د امير په مشوره د بخښني لپاره د خپل زوى سره يوه ډله مخور بغداد ته ولېږل چې له ځانو سره يې كفنونه اخستي وه او توري يې په غاړو ځړولي وې.
كله چې بغداد ته ورسېدل له دې پېښي څخه د پښېمانۍ په دود يې په ژړاوو پيل وكړ، چې نور خلك هم پررا ټول سول او هغو هم بې واكه ژړاوي ورسره پيل كړې. اود دې پېښي په هكله يې معذرت وغوښتى. كله چې دا خبر ناصر ته ورسېدى، هغه هم تردې ناكرده ورتېر سو.
وايي چې قتاده لومړى په مكه شريفه كي ښې چاري ترسره كولې اود مصر د عبيدي واكمنو مفسد پلويان يې له مكې پسي واخيستل. خو وروسته يې بدوكارونو ته لاس واچاوه. له حاجيانو څخه يې بيرته د ججو اخيستل پيل كړه، ان چې هغوى يې لوټول او خطبه يې هم پرخپل نامه ويل. او ويل به يې چې ترناصر عباسي زه زيات د خلافت مستحق يم. دغه راز ده
د حرم د حنفي او شافعي مذهبونو امامان هم ووژل. د ده په پېركي هم د جوماتونو په اذانو كي د " حى علىخيرالعمل " جمله ويل كېدل. پاى خداى تعالى د خپل زوى حسن په لاس  د 617 يا 618 س. كال د لومړۍ خور په مياشت كي وواژه، چې عمر يې اويا كاله وو.
او دواكمنۍ موده يې اتلس يا نولس كاله وه.  د وژلو كيسه يې په دې ډول ده:  كله چې قتاده د يوې ستري ډلي سره له مكې څخه مدينې ته رهي سو په " وادي الفرع " نومي ځاى كي يې د ناروغۍ له امله واړول. او د پوځ سره يې خپل ورور او حسن نومى خپل زوى ولېږى.كله چې لږ څه ليري سو د قتاده ورورځينو پوځيانو ته وويل چې قتاده مړسوى
دى تاسي ما د مكې اميركړئ. كله چې حسن دا خبره واورېده يو سړى يې ور ولېږى او هغه يې په خفه وواژه، او بيا يې په حرم كي د مكې اشراف او مخور راغونډكړل، خپل اكايې په تابوت كي ايښى وو، رايې وړى او خلكو ته يې داسي وښوول، چې دا ګواكي د هغه د پلار تابوت دى. او په دې ډول يې له خلكو څخه بيعت واخيستى او بيايې خپل اكا د شپې ښخ كړ. بيا يې له ينبع څخه خپل ورور را وغوښتى او په داسي حال كي چې د خپل پلار په حال يې نه وو خبركړى ويې واژه.كله چې بيا قتاده له مدينې منورې راغى او په دې خبرو خبرسو ويې پتېيل چې حسن ووژني. نو يې حسن را وغوښتى او بد رد يې ورته وويل او تهديد يې كړ.
خو حسن د يوه مريي او يوې مينځي په مرسته،كومو چې د قتاده خدمت به يې كاوه د خپل پلار لاسونه وتړل او په خفه يې وواژه، بيا يې د دې لپاره چې د پلار د وژلو خبر يې رسوا نه سي هغه مريى او مينځه يې هم ووژل. خو ځيني بيا وايي چې حسن خپل پلار په زهرو مړكى.
ترقتاده وروسته د هغه زوى او وژونكى حسن نومى د مكې والي سو او د دغي كورنۍ ور پسې سړي چې وروسته وروسته ډېر سول او په شرفا وو مشهور سول او د مكې والي ته به يې هم شريف ويل تر1343س. كاله پوري ( د دغي لړۍ د وروستي واكمن شريف حسين
د راپرزولو ترمهاله ) پر مكه واكمن وه. خو لكه څنګه چې ګران لوستونكي پوهيږي د مكې اميران تر630س. پوري تريوې اندازې خپلواك وه. خو وروسته به د مكې د امارت پرسرتل  د دغي كونۍ د واكمنو اود مصر او يمن د واكمنو ترمنځ شخړي رواني وې. چې كله به په مكه كي د مصر د واكمنو پرنامه خطبه ويل كېده اوكله به د يمن د واكمنو پلويان هلته په واك كي وه. بيا داسي ښكاري چې د مكې پرسر د مصر او يمن د واكمنانو لګگي درګي د656 س. كال په شا وخواكي ،كله چې مغولو په بغدادكي عباسي خلافت ګردسره له منځه يووى، پاى ته رسېدلي او بيا مصري واكمنو په يوازي سر تر923س.كال پوري د مكې كالخوايي كوله او د هغې واليان يې ټاكل. خو په دغه كال كي عثماني واكمن سلطان سليم خان شام، مصراو حرمين ونيول او په حرمينوكي خطبه د ده پرنامه و ويل سوه. چې وروسته په مصر او حرمينوكي عثماني واك ټينګ سو. اما پر مكه مكرمه باندي هماغه د قتاده دكورنۍ واكمنان واكمن پاته سول. ( په دې هكله دي ددې كتاب 247مخ هم وكتل سي )، چې په دې ډول مكې مكرمې په دغه اوږده پېركي ډېري بدي ورځي ليدلي دي. او ډېري ويني ان په حرم كي، پكښي توىسوي دي. د دغو اشرافو وروستى علوي شريف حسين پاشا وو چې د1326س.كال دكوچني اختر په شپږمه د تركي واكمن لخوا وټاكل سو. خو وروسته يې د انګرېزانو په لمسه په 1334س. (1914ع.)كي ځان د حجاز پاچا اعلان كړ. بيا د1343 س. كال د لومړۍ خور په اوومه ملك عبد العزيزبن عبد الرحمان د سعودي عربستان د اوسنيو واكمنانو د سرسړىمكې   مكرمې ته ننوتى او د1344س.كال د دوهمي خور په لومړيوكي ملك حسين د حجاز له واكه لاس واخيستي، چې بيا د دغه ملك عبد العزيز لخوا خالد بن لويي د مكې حاكم سو،كوم چې د ملك عبد العزيز خپل او د هغه د پوځ له مشرانو څخه وو. بيا امير فيصل ته، چې وروسته د سعودي پاچا سو،د خپل پلار ملك عبد العزيز په نيابت د مكې، مدينې او حجازواك وسپارل سو.