پنځمه برخه: مكه او كعبه او تر حضرت محمد  وروسته اسلامي پير  

 146ـ د عبد الملك لخوا له مكې څخه د حج انتقال

 څنګه چې ابن الزبير پر مكه واكمن وو او د حج په موسم كي به يې حاجيانو ته خطبې او ويناوي اورولې او د عبد الملك بد به يې ويل، نو د شام ډېرخلك د هغه لوري ته ورمات سول. له دې امله عبد الملك خلك له حج كولو څخه منع كړه. خو څنګه چې خلكو جنجال كاوه هغه د حج د لېږدولو لپاره د مسجدالا قصٰى پر هغه ډبره چې رسول  د معراج په شپه پښه پر ايښې وه يوه ستره ودانۍ جوړه كړه، د بيت المقدس پرجومات يې د كعبې غوندي پردې وځړولې، خادمان يې ورته وګومارل او خلك يې د هغه طواف ته مجبوره كړه. هغو به تر طواف وروسته د لوى اختر په ورځ قربانۍ كولې او سرونه به يې خريل. وايي چې پردغه ودانۍ يې دونه شته ولګول او داسي ښايسته او خوشبو يه يې كړه چې هغه مهال په ټوله نړۍ كي تر هغې ښكلې ماڼۍ نه وه. ( د ابن كثير تاريخ البدايآ والنهايآ اردو ژباړه 8/1247 او تاريخ مفصل اسلام 1/ 282 ). توبه العياذ بالله د سياست له ازميښته څخه. رشتيا رشتيا چې سياست ډېره بده بوختيا ده. په دې لوبه بوخت وګړي هرڅه چې يې په ګټه وي مخ نه ځني اړ وي او د خپلو ځانو او ګټو د ساتلو لپاره له هيڅ بد عمله ډډه نه كوي. دين، فضيلت، وجدان او پت د سياست په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري. لكه چې ډېر ليدل سوي دي چې په دې كاركي زوى پرپلار رحم نه دى كړى، پلار د زوى سترګگي ور ايستلي او د بيګناه اوبې وزلو خلكو وژل، او د خداى په مځكه كي وراني او فساد خو په سياست كي يو عادي كارګرځېدلى دى. دا دى نن دغسي كارونه هغه كسان چې د بشر د حقوقو او دموكراسۍ غرغړې به يې وهلې د خپلو دموكراتو ګوډاګيانو سره يوځاى په دې يوويشتمه پېړۍ كي (؟) په افغانستان، عراق او نورو اسلامي ملكونوكي په خورا سپين سترګۍ او رسوايى سره ترسره كوي، چې ان د دوى د جنايت كارانه بمباريو له امله په لسګونو ماشومان هم د مندو او پلرونو سره يو ځاۍ شهيدان كيږي. او دا چاري اوس يو عادي كارګرځېدلى دى. خو مسلمانان د مرګ په خوب بيده دي او د پردو غليمانو ګوډاګيان د پردو په زور او چلول پر واكمن دي. عبد الملك په دې تدبير هم ونه كړاى سواى ابن الزبير له منځه يوسي. نو يې د هغه سره په جګړه لاس پوري كړ. لومړى يې په 71 س. كال كي عراق ته لښكري واستولې او د ابن الزبير ورور مصعب يې وواژه او د هغه سر يې عبد الملك ته په دار الاماره كي وړاندي كړ. يوه عيسوي چې دا جريان وليد، ويې خندل. عبد الملك له هغه څخه د خندا علت وپوښتى. هغه وويل: ما په دې ودانۍ كي پر همدغه تخت وليدل چې د حسين سر يې ابن زياد ته راوړ. د ابن زياد سر يې مختار ته راوړ. د مختار سر يې مصعب ته راوړ. او اوس دادي د مصعب سر يې تاته راوړ. نو هغه وو چې عبد الملك سمدستي له تخته راكوز سو او امر يې وكړ چې دغه دكوفي دارلاماره ماڼـۍ ونړوي. بيا يې په 72 س. كال كي يو نامتو سفاك او بي باك سردار حجاج بن يوسف ثقفي چې د اسلام په تاريخ كي د ظلم او بې عدالتۍ يوه وتلې نمونه ده، د عبد الله بن الزبير د له منځه وړلو لپاره مكې ته وليږى. حجاج مكه محاصره كړه او ابن الزبير په مسجد الحرام ننووت. حجاج د 72 س. كال د ميانۍ د مياشتي په لومړۍ نېټه امر وكړ چې كعبه د منجنيق په واسطه په ډبرو وولي. لومړى منجنيق ويشتونكو له دې كاره څخه ډډه وكړه، خوچي حجاج ورته وويل چې:" كعبه وولئ چې د عبد الملك له بخششونو څخه برخمن سئ "، نو هغو هم كعبه شريفه وويشتل او يوركن يې ور ونړاوه. بالاخره ابن الزبير تر اوو مياشتوكلابندى ورسته د 73 س. كال د لوى اختر په مياشت كي په دې جنګ كي د خپلو ټولو پلويانو سره شهيد سو. او حجاج يې سر عبد الملك ته وليږى او تنه يې د حجون په " كداء " نومي ځاى كي وځړول. چې بيا يې وروسته دفن كړ او بيا حجاج د مكې له خلكو څخه د عبد الملك لپاره بيعت واخيست.

147ـ د قريشو لخوا د جوړي سوي كعبې په هكله د رسول  ناخوښي

 لكه څنګه چې مو وړاندي وويل قريشو په ابراهيمي كعبه كي بدلون راوست . كه څه هم حضرت محمد  پخپله دكعبې په وداني كي برخه درلوده، لكه چې د ډبرو په پورته كولو كي يې اوږه هم خوږ سوې وه او همدغه مهال، هغه په فهم او پوهه د ځانګړي نامه څښتن هم وو، خو قريشو دكعبې د ودانۍ پلان د خپلو لويانو په غونډه كي تصويب كړى وو. او لكه چې د واك د څښتنانو خصلت دى چې دوى يوازى خپل ځانونه په هركار پوه بولي او د بل چاخبره كه څه هم تردوى پوه وي، نه مني. دغسي په دې هكله هغوته د بل چاخبره د منلو نه وه. نوله دې امله حضرت محمد  هغه مهال په د ې هكله پټه خوله كېدل غوره وبلل. خو كله چې په نبوت مبعوث سو، نو حساس زړه به يې دكعبې شريفي دغه ناوړه بدلون ور زوراوه اوكله كله به يې په دې هكله خپلي مېرمني بي بي عايشې (رض) ته خپل د زړه درد وايه. يوځل بي بي عايشې د آنحضرت  څخه پوښتنه وكړه چې : د بيت الله شريفي وردكوم مصلحت له مخي دغونه لوړ جوړ سوى دى ؟ او د دغه ګردي دېوال " حطيم " حقيقت څه دى ؟ هغه وفرمايل :" عايشې ستا قوم دغه ور ځكه دونه لوړ جوړكړچي كعبې ته د خلكو دننه ورتلل د دوى په واك كي وي، چې چا ته يې زړه و غواړي ور پرې يې ږدي. اوچا ته چې يې زړه ونه غواړي ور پرې يې نه ږدي. او د حطيم د دغه ګردي دېوال برخه هم په كعبه شريفه كي داخله وه، خو ستا قوم د حلا لو پيسو د نه درلودلو له امله هغه همدغسي پرېښوول. عايشې كه ستا قوم د جاهليت زما نې ته نژدې نه واى او زه پردې نه بېرېدلاى چې دوى به د دې خبري پرسر يوله بله سره ونښلي، ما به ارومرو دغه برخه بيرته په بيت الله شريفه ګډه كړې واى. او دوې دروازې به مې؛ يوه د ختيزخواته، بله د لوېديز خواته وركړي واى؛ چې په يوه به خلك ننوتلاى او تربله به وتلاى ". خو افسوس چې نا مساعد حالات او مذهبي، سياسي او اقتصادي مسايلو ته د رسول الله  پاملرني، د هغه د دغي هيلي د تر سره كېدو په لاره كي خنډ سوې او دكعبې د ابراهيمي بنسټونو د دغه بدلون درد يې پر زړه له نړۍ ولاړ. ـ صلوٰآ الله عليه وعلى آله وسلم ـ چې بيا حضرت عبد الله بن الزبير  د هغه مبارك  دغه هيله ترسره كړه.

 148ـ عبد الله بن الزبير او د كعبې بيا جوړول

 حضرت عبد الله بن الزبير له يوې خوا له خپلي خاله بي بي عايشې (رض) څخه د قريشو دكعبې په باب د حضرت رسول  د ناخوښۍ په هكله اورېدلي او د هغه د دغه ارمان د پوره كېدو خيال يې درلود. او له بلي خوا د حصين د محاصرې په مهال دكعبې سوځني او شديد نقصان دا ضروري كړه چې كعبه بيا له سره ودانه سي. نو ابن الزبير په دې هكله سلا مشوره وكړه او تر درو ورځو استخارې وروسته يې وپتېيل چې د قريشوكعبه ونړوي او له سره يې د حضرت رسول  د هيلو سره سمه د ابراهيم  پر بنسټونو برابره جوړه كړي. ده دكعبې د نړولوكار د 64 س. كال د څلورمي خور ( جمادي الثاني ) په پنځلسمه ورځ پيل كړ او د حضرت عبد الله بن عباس  د مشو رې سره سم يې د بيت الله شريفي چار چاپېر څلور لرګين ستونونه ودرول او د ټوكره پرده يې پررا وګرځول، څو دكعبې غوندي بڼه غوره كړي او خلك په لمانځه كي هغې ته مخ كړي او طواف پر وكړي. حضرت ابن الزبير د كعبې شريفي د ودانۍ لپاره تر ټولو هغه ښه اهاك چې د يمن په صنعا كي مونده كيدل، د څلورو سوو دينارو په بيه رانيول او د " حراء " ، " ثبير " ، " المقطع " او" الخندمه " او نورو غرونو څخه يې ډبري راوړلې، او دغه رازيې د يمن د صنعا د ښار ډېري ښكلي مرمر ډبري چې " البلق " نومېدلې هم رانيولې. ابن الزبير  د ابراهيم  د كعبې اصلي بنسټونه لڅ كړه او د ښار عالمانو، صالحانو او مخورو مشرانوته يې وروښول. او بالاخره يې پر هغو باندي كعبه له نوي سره په ډېره ښكلې بڼه ودانه كړه. څنګه چې حضرت ابن الزبير" حطيم " هم په كعبه كي راوستى، له دې امله يې د اوږدوالي په نسبت، جګوالى كښته ښكارېدى. نو يې د قريشو د كعبې پرجګوالي نه ګزه نور ور زيات كړه، چې په دې ډول دكعبې دېوالونه په جګوالي اووه ويشت ګزه ( تقريباً40،5ـ فټه ) يا ( 14 ) متره او په بره درې فټه يا ( 91،5 ) سانتى وه. هغه كعبې شريفي ته د يوې دروازې پرځاى، دوې دروازې؛ يوه د پخوا پرځاى ختيز لوري ته او بله لويديز لوري ته وركړې، چې دواړي د مځكي سره برابري وې او په هره يوه كي يې دوې پلې كښېنولې. قريشو دكعبې دننه شپږ ستونونه وركړي وه. خو هغه درې ستونونه ځني ليري كړه او نور درې ستو نونه يې د خالصو عودو د قيمتي لرګيو څخه وركړه، چې د ژړ او سره رنګ په خورا ښكلي ګډون سره پسولل سوي وه. د هغو پنډوالى دېرش سانتي متره وو، چې اوس هم د څوارلسو پېړيو په تېرېدو سره صحيح او سالم پاته دي، چې البته په راوروسته كي د هغو د هر ستون پرلاندنيو برخو باندي، د هغو د ټنيګښت او ښايست لپاره د سپينو زرو درې پتري راګرځول سوي دي. اوكله چې په 1304س. كي د هغو په لاندنيو برخوكي څه درزونه پيدا سول، په 1314س. كي په ميخونو ټينګ او ونيول سول. دغه راز ابن الزبير دكعبې بام ته د ختلو لپاره دكعبې دننه د عراقي ركن لور ته د لرګيو زينه هم جوړه كړه او په هغو ډبرو يې چې دكعبې له ودانۍ څخه پاته سوي وې، دكعبې مطاف ( طواف ځاى ) فرش كړ. ابن الزبير  حجراسود چې دكعبې د اور اخيستلو له امله ، درې ټوټـې سوې وه، د كعبې له دېواله څخه تر را ايستلو وروسته د " ديبا " په يوه سپين، ورېښمن پوښ كي و پېچل او په يوه صندخ كي يې قلف كړه او د شيبه بن عثمان په كور كي يې وساتل. بيا يې په خپل ځاي كي د ايښولو په مهال، عباد نومي خپل زوى او جبير بن شيبه بن عثمان ته وويل چې هغه په يوه پټو كي كښېږدئ او كله چې زه د ماپښين د جما عت لمونځ پيل كړم تاسي هغه پخپل ځاى كي نصب كړئ. دا كار يې له دې امله وكړ، چې څوك بيا د قريشو د وخت غوندي د هغې د ايښوولو پر سركومه شخړه جوړه نه كړي. بيا هغه پرهغې لاندي باندي د سپينو زرو خول راوګرځاوه. كله چې د كعبې د ودانۍ كار پاى ته ورسېد، حضرت ابن الزبير مشك او عنبر، دننه او د باندي په ووهل او د " قباطي " په نامه د مصري كتان پوښ يې په واغوست او امر يې وكړ: پركوم چا چې زما د اطاعت حق دى هغه دي د دې ستركار د سرته رسېدو له امله د شكر ايستلو په منظور " تنعيم " ته ولاړ سي او عمره دي راوړي. او چې څوك د اوښ د حلالولو وس لري، اوښ دي حلال كړي، څوك چې د پسه د حلالولو وس لري، پسه دي حلال كړي، او څوك چې د دې دواړو وس نه لري، د خپل وس سره سم دي صدقه وركړي. نو هغه وو چې د 64 س. كال د خداى تعالى ( رجب ) د مياشتي په ( 27 ) ورځ تنعيم ته پياده ووتى، چې نور ډېر خلك هم ورسره ووتل او عمره يې راوړه. نورو خلكو هم ډېر څاروي قرباني كړه او ابن الزبير سل اوښان حلال كړه. په پاى كي بايد زياته كړو چې ابن الزبير د مسجد الحرام د پراختيا دكار په لړكي په حرم پوري نښتي كورونه او د ابي شيبه وو دكور نيمه برخه په لس زره ديناره رانيول او په حرم يې ګډه كړه. دغه راز د اخبار مكه ليكوال امام ازرقي (رح) هم وايې چې ابن الزبير زما د نيكه " ازرق " نومي دكور يوه برخه په شل زره ديناره رانيول او په مسجد الحرام يې ګډه كړه او هغه ته يې پرخپل ورور مصعب بن الزبير چې د عراق امير وو، حواله وركړه. خو څنګه چې مصعب او عبد الله دواړه د عبد الملك او حجاج سره په جګړو كي ووژل سول، هغو ته پيسې ونه رسېدې. همداراز ابن الزبير د مسجد يوه برخه هم وپوښل او هغه لومړى سړى وو،چې تر لمانځه د مخه او وروسته يې حجراسود مچ كړه او بيا د ده دغه عمل ترده وروسته اميرانو ښه وباله او په دې هكله يې د ده پيروي وكړه. وايې چې د قريشو او ابن الزبير د بناء ترمنځ ( 82) كاله وا ټن وو.

 149ـ عبد الملك، حجاج او دكعبې بيا جوړول

دكعبې پرهغي ودانۍ باندي چې ابن الزبير جوړه كړې وه، ترلسوكالو تېرېدو وروسته، حجاج وغوښتل چې هغه بېرته د جاهليت د زمانې سره سمه جوړه كړي. خو پدې هكله له عبد الملك بن مروان څخه بېرېدى، نو يې هغه ته ليك ولېږى چې ابن الزبير دكعبې په ودانۍكي پخپل سر تصرفات كړي دي، او په هغې كي يې داسي زياتوالى راوستى دى چې اصلاً له كعبې څخه ندى. او اجازه يې ځني وغوښتل چې هغه بېرته پرهماغه پخواني حال برابره جوړه كړي. كله چې عبد الملك دا اجازه وركړه، حجاج په 74 س.كال كي هغه دېوال چې د حجراسماعيل په لوري وهل سوى وو، ليري كړ او دكعبې لويديز لوري ته دروازه يې بنده كړه او اصلي دروازه يې ور لوړه كړه او كعبه يې بيرته د قريشو لخوا د جوړي سوي كعبې په ډول جوړه كړه. وايې كله چې عبد الملك بن مروان پوه سو چې ابن الزبيردكعبې ودانۍ د رسول  د هغه حديث په موجب جوړه كړې وه. كوم چې له خپلي خاله بي بي عايشي صديقې (رض) څخه يې اورېدلى وو، پرخپله اجازه پښېمانه سو. خو حجاج كعبه جوړه كړې وه، او كار تركار تېر سوى وو.

 150ـ خالد القَسري او دكعبې چارچاپېره

 د لمانځه دودول خالد بن عبد الله القَسري د عبد الملك او د هغه د دوو زامنو وليد او سليمان په وختوكي د مكې مكرمې والي وو. ( د هشام بن عبد الملك لخوا د عراق، خراسان او سيستان د چارو واګي هم ورسپارل سوي وې، چې هغه بيا نور خراسان او سيستان ته د واليانو په توګه استول ) كعبې شريفي ته د ده خدمت د مكې په واليانوكي تر ټولو څرګند دى. هغه په هغو پيسو چې وليد دكعبې د پسوللو لپاره ورلېږلي وې، دكعبې دروازه، دكعبې دننه دېوالونه او ستونونه وپسولل او دكعبې شا وخوا يې د شپې لخوا په ډېوو رڼاكړه. دغه راز ازرقي وايې چې د خالد تر ولايت د مخه ښځو او نارينه وو پركعبه شريفه باندي ګډ طواف كاوه. خوكله چې هغه د مكې والي سو ښځي او نارينه يې په طواف كي سره بېل كړه او دكعبې شريفي پرهركنج يې ساتونكي و درول چې شلاخي به ورڅخه وې او نارينه او ښځي به يې سره بېلولې. بل ډېر ستر كار چې هغه كړى دى؛ دكعبې چار چاپېره د لمانځه دودول دي. پخوا دكعبې چار چاپيره د لمانځه صفونه نه درېدل، خلكو به د روژې تراويح د مسجد الحرام په لوړنۍ برخه كي ادا كولې چې محراب به لوړ او تر مقام ابراهيم وروسته ايښوول سوى وو، او امام به تر محراب وروسته او خلكو به د امام ترشا لمونځ كاوه. نو چې د چا به خوښه وه د امام سره به يې لمونځ كاوه او چې د چا به خوښه وه پركعبه شريفه به يې طواف كاوه. كله چې خالد بن عبد الله القسري د عبد الملك بن مروان لخوا د مكې والي وټاكل سو او د روژې مياشت سوه، نو خالد قاريانو ته امر وكړ چې د مقام ابراهيم ترشا ودريږي او د مقتديانو صفونه دكعبې پرشا وخوا جوړ سي. دا له دې امله وو چې لمونځ كوونكي د مسجد په لوړنۍ برخه كي نه ځايېدل. نو يو چا خالد ته وويل: طواف دي د غير فرضي لمانځه، يعني تراويحو لپاره بند كړ؟ نو خالد امر وكړ چې د هري ترويحې ترمنځ دي د غونه وقفه كيږي چې خلك اووه ځلي پركعبه طواف وكړي. بيا خلكو ورته وويل چې كوم كسان چې د لمانځه لپاره د مسجد په پاى او اطرافوكي نا ست وي، هغه د طواف د پايته رسېدو څخه نه خبريږي، څو ځانونه لمانځه ته تيار كړي. نو خالد دكعبې خادمانو ته امر وكړ چې د هري ترويحې په وخت كي دي د طواف ترشپږم شوط پوري تكبيرونه وايي. نو هغو به په دغه وخت كي " الحمد لله و الله اكبر " ويل. كله چې به شپږم طواف وسو، نو به يې تكبيرونه بندكړه، څو خلك پوه سي چې طواف مخ پرختمېدو دى. نو چاچي به لمونځ كاوه هغه به يې لنډ كى او ځانونه به يې د تراويح لمانځه ته د طواف كوونكو سره يو ځاي چمتو كړه. كله چې به اووم شوط ترسره سو، نو به موْظف سړي په زوره وويل:" الصلوٰآ رحمكم الله ". وايې چې عطا ء بن ابي رباح او عمرو بن دنيار او نورو عالمانو دغه ترتيب ليدى، خو په دې هكله يې كوم اعتراض نه كاوه. ابن جريج ويلي دي چې ما عطاء (رح) ته وويل: " كه په مسجد الحرام كي خلك لږ وي، د مقام ابراهيم ترشا ودريږي، اوكه پركعبه چارچاپېره صف جوړكړي ؟ هغه وويل پركعبه دي چارچاپېره صف جوړكړي. او دا آيت يې ولوست:  و ترٰى الملائكآ حافين من حول العرش  [ الزمر: 75 ] ژباړه: او ته به وګورې اى محمده چې ملايكي د عرش چارچاپېره طواف كوونكي وي.

 151ـ د ابو حمزه خارجي لخوا د مكې نيول

خوارج څوك دى؟ لكه چې د مخه مو وويل، د حضرت علي  او حضرت معاويه  تر منځ د صفين تر جګړې وروسته، هغوى پردې سلا سول چې حضرت ابو موسٰى اشعري او حضرت عمرو بن العاص د دوى ترمنځ حكميت وكړي. نوكله چې حضرت علي له شام څخه كوفې ته ولاړى، هلته د هغه د پوځ يوه ډله چې شمېر يې د لسو، يا دوولسو زرو پوځيانو په شا وخواكي وو، د هغه له پوځ او اطاعته ووتل؛ ورته پورته سول او ويل يې چې :" حكميت بېله خدايه بل چا ته نسته. او علي ته نه ښايېدل چې ابو موسٰى اشعري يې په حكميت منلى واى ". نو له دې امله يې حضرت علي  كافر وګاڼه او څه نور تورونه يې هم پر ولګول. بالاخره د حضرت علي او هغو تر منځ سختي جګړې وسوې. نو څنګه چې دوى د حضرت علي او معاويه له شخړو او بيعته ووتل، ځكه يې نو دوى ته خوارج وويل. كه څه هم حضرت علي د خوارجو فتنه له منځه يووړه، خو د هغو باطله عقيده په اسلامي ټولنه كي پا ته سوه، چې وروسته وروسته ډېري ډلي ځني وټوكېدلې او په اسلامي هيوادو په تېره د فارس د خليج په څنډو، د عمان د سمندر په ټاپوګانو او د افريقې په ختيزو پولوكي يې فتنې واچولې. ان چې پاچهۍ او امارتونه يې جوړكړه. په دې لړكي عبد الله بن يحٰى الاعور الكندي يو خارجي مشر وو،چې د 129 س. په شا وخوا كي يې حضرموت، صنعا او ظفار ونيول او ځان يې " طالب الحق " وباله. هغه ابو حمزه مختار بن عوف ازدي، اباضي، بصري، خارجي د مكې نيولو ته وګومارى. دغه ابو حمزه به د مخه هركال مكې ته تى او خلك به يې د بني اميه وو د وروستي خليفه مروان ( ثاني ) بن محمد او د هغه دكورنۍ پرضد پارول. خو د 129 س. كال د حج په مهال هغه په مكه شريفه كي بل ډول څرګند سو. په دغه كال ناببره د عرفې په ډګركي توري لنګوټې او د نيزو سرونه وليدل سوه. د ابو حمزه سپاهيان وه چې شمېر يې په يوه روايت لس زره، او په بل روايت چې قوي ښكاري اووه سوه تنه وو. حاجيان د دوى په ليدو وبېرېدل. هغو ته يې وويل چې تاسي څوك ياست او څه كوئ ؟ هغو ورته وويل موږ د مروان ثاني او د هغه دكورنۍ مخالف يو. نو عبد الواحد بن سليمان بن عبد الملك چې د مكې او مدينې والي وو، سړى ور واستاوه او د سولي په هكله يې خبري ورسره وكړې. هغو ورته وويل : موږ د خپل حج كارته ډېر ارزښت وركوو او هغه ډېر راته په زړه پوري دى. بيايې د هغو سره داسي سوله وكړه چې د حج د مراسمو د وروستۍ ورځي ترپا يته رسېدو به ټول په سوله كي اوسو. بيا دوى اونورحاجيان بېل بېل په عرفات كي ودرېدل. كله چې د حج د مراسمو د پايته رسېدو وخت راورسېدى، عبد الواحد مكه بېله جګړې ابو حمزه ته پرېښوول. وروسته ابو حمزه په مكه كي ابرهه بن الصباح الحميري د خپل استازي په توګه پرېښووى او خپله د مدينې په لوري وخوځېد. په لاركي يې په " قديد " نومي ځاى كي د مدينې د خلكو سره نښته وسوه او ډېر يې ووژل. وروسته ابو حمزه مدينې منورې ته ورسېد اوعبد الواحد شام ته وتښتېد. ابو حمزه تردرو مياشتوپه مدينه كي و اوسېد ى. وروسته يې خپل يو ملګرى هلته پرېښووى او پخپله له مدينې ولاړى او د مدينې د باندي په " وادي القرٰى " نومي ځاى كي د مروان د څلورو زرو سپاهيانو سره، چې قوماندان يې عبد الملك بن عطيه سعدي نومېدى مخامخ سو او ووژل سو. خو په يوه بل روايت كي وايي چې په دې جګړه كي د ابو حمزه قوماندان او ملګري ووژل سول او ابن عطيه، ابو حمزه په مكه مكرمه كي وموند او په جګړه كي ابرهه بن الصباح او ابو حمزه دواړه په كال 130 س. كي ووژل سول. بيا ابن عطيه په طالب الحق پسي يمن ته ولاړ، هلته يې هغه وواژه او سر يې مروان ته واستاوه. مروان ورته وليكل چې مكې ته د حج د امير په توګه ولاړ سه. څنګه چې د مكې په سفركي د هغه سره لږ نفر وه، ځينو عربو د هغه د حج د امارت مكتوب ونه مانه او ده او د ده ملګرو ته يې وويل چې تاسي غله ياست او ويې واژه. بايد ياده كړو چې په پورته مطلب كي ذكرسوى مروان هغه دى چې مروان حمار يا مروان ثاني يې ورته ويل. په " مختصر تاريخ خلافت اسلاميه " كي وايي چې:" دده په پېركي خوارجو چې تردې مهاله چپ وه، سرونه راپورته كړه او پر مكه مكرمه او مدينه يې قبضه ولګول". مروان ثاني د عباسيانو سره په جګړه كي ماته وخوړه او مصرته وتښتېد او د 132س. كال د لوى اختر ( ذي الحجې ) د مياشتي پر ( 28 ) د عباسيانو سره په مخامخ مقابله كي د مصر په " بوصير" نومي ځاى كي ووژل سو، اوپه دې توګه خلافت عباسيانوته ورسېدى.

 152ـ عباسي خلفاء، مكه اوكعبه

 د عباسي خلافت لومړۍ دوره د 132 س. كال د لوړۍ خور له ( 14 ) څخه پيل او د 656س.كال د صفري ترڅلورمي يې دوام وكړ، چې مركز يې انبار او بغداد وو. په دې پېركي ( 37 ) تنه خلفاگء يو په بل پسې واكمن سول. دوهمه عباسي دوره له 659س. څخه پيل او تر923س. پوري يې دوام وكړ چې دارالخلافه يې قاهره ( مصر ) وو. په دې دوره كي ( 17 ) تنه خليفه ګان يو په بل پسې د خلافت پرګدۍ كښېنستلي دي. دغه دواړي دورې چې يوه تر ( 524 ) كالو اوبله تر( 264 ) كالو وغځېدې سره له دې چې ځيني تاريخ ليكونكي ځيني نيوكي پركوي، د اسلام د وياړلي تاريخ زريني پاڼـي جوړوي. په دې پېركي مسلمانانو داسي سوبي وكړې، او اسلام داسي پكښي خپورسوى چې د سترو بريو د بدبو يې د ډېرو ځواكمنو واكمنيو ډېري كلكي او دنګي ماڼۍ ولړزولې، ډېري پياوړي ټولواكمنۍ يې راوپرزولې، او ډېري ليري ليري سيمي يې د اسلام د اتلو سپا هيانو تر پښو لاندي كړې او ويې نيولې. دغه راز په دې پېركي علومو او فنونو په بېلو بېلو برخوكي داسي ستر پر مختګونه وكړه چې وړانګو يې ټوله نړۍ پر سر واخيسته او ډېر ستر تمدن يې رامنځته كړ. خو د دې سره سره په دې دوروكي د بېلتون، مذهبي او سياسي ډلو جوړېدو، فتنو، ورانيو، كورجنګى او ملوك الطوايفى اور هم ډېرڅه لولپه كړه. په هرصورت په دې هكله څېړني زموږ دكتاب موضوع نه ده. اوڅه چې موږ يې څېړو او را سپڼو هغه،هغه څه دي چې په دغو اوږدو كلونوكي د مكې اوكعبې په اړه ترسره سوي دي. البته په دې اړه ډېرڅه سوي دي. چې يو څه يې موږ د دې كتاب په بېلو بېلو برخوكي ياد كړي او يا به په خپلو خپلو ځايوكي خبري پر وكړو. سمدستي په عامه توګه ويلاى سو چې عباسيانو په تېره د هغو ځواكمنو واكمنو يا د دغه پېر نورو دولتي چارواكو عمراني او مدني چاروته د پاملرني او اسلامي شعايرو او مقدساتوته د درناوي او خدمت په لړكي، د مكې او مدينې د چارو سمون او د كعبې خدمت، ساتني، بيا بيا رغوني، د حرم د پراختيا او ښكلا او د حج د نورو متبركو اماكنو د ودانۍ او د حاجيانو د هوسايى د وسايلو د برابرولو لپاره، ډېر څه كړي دي. په دې پېركي ډېرو واكمنو د مسلمانانو عقايدو او غوښتنو ته په درنه سترګه كتلي او د هغو د رفاه او هوسايى اسباب يې په كار او لګښت برابركړي دي. دغه راز په دې پېركي پر مكه او كعبه ډېري بدي ورځي هم راغلي دي. اوډېري نادودي او جفاوي يې هم ليدلي دي، چې موږ به په راتلونكو پاڼوكي د هغو پېښو په هكله چې د يادوني وړ دي ترخپلي وسي يو په بل پسې رڼا واچوو ان شاء الله.

 153ـ د عباسيانو په دوره كي د مكې اوكعبې په اړه لنډ پېښليك

 په 145س. كال كي : كله چې د عباسي دورې دوهم خليفه ابو جعفر عبد الله المنصور د خلافت پرګدۍ كښېنستى داسي آوازه سوه، چې د امام حسن بن علي  له پښگته څخه محمد بن عبد الله ( النفس الزكيه ) د مخالفت رپۍ ( بيرغ ) پورته كوي. له دې امله منصور د محمد وروڼه او ځيني نور بني حسن بنديان كړل. كله چې دا خبره په مدينه كي محمد بن عبد الله ته ورسېده، په كال 145س.كي يې بغاوت وكړ، خپل ځان يې په مدينه كي خليفه وباله اوخپل ورور ابراهيم يې بصرې ته ولېږى، چې هغه بصره، اهواز اوفارس ونيول. او دغه راز يې په يوه روايت حسن بن معاويه او په بل روايت يې محمد بن حسن بن معاويه مكې ته ولېږى. چې هغه مكه ونيول او د عباسيانو والي سري نومى بن عبد الله يې له هغې وايستى. څه موده وروسته محمد بن عبد الله دى مدينې ته ور وغوښتى، خو هغه لاپرلاري وو،چې منصورد محمد سره جګړې ته عيسى بن موسى د يوه ستر لښكرسره ورولېږى. د دغه كال د روژې پرپنځلسمه د دواړو ترمنځ سخت جنګ ونښتى او پاى محمد بن عبد الله النفس الزكيه ماته وخوړه. كله چې محمد بن حسن مدينې ته نژدې " قديد " نومي ځاى ته ورسېدى له دې پېښي خبرسو اووتښتېدى. په 169س. كال كي : د موسى بن الهادى د خلافت په مهال د حسن بن علي  له پښته څخه حسين بن علي بن حسين د هغه په خلاف را وپاڅېدى، د مدينې والي عمر بن عبد العزيز ته يې ماته وركړه، او مكه او تقريباً ټول حجاز يې ونيوى. الهادي د هغه د مقابلې لپاره محمد بن سلمان د پوځ سره ورولېږى او د ترويې په ورځ يې د مكې څخه درې ميله ليري حسين بن علي ته ماته وركړه او ويې واژه. په 170س. كال كي: د دغه كال د لومړۍ خور پر ( 15 ) هارون الرشيد عباسي خليفه سو. د عباسيانو په دوره كي د ده عصر له هره پلوه ښه بلل سوى دى. په تېره د ده په پېركي دكعبې او نورو متبركو اماكنو ډېر ښه خدمت سوى دى. وايې چې مسلمانان د عبد الملك او حجاج له وختو دكعبې د ودانۍ په هكله له دې امله چې حجاج پرخپله سليقه برابره جوړه كړې وه، اندېښمن او دوه زړه وه، چې آيا بيرته د ابن الزبير په ډول جوړه سي كه په همدې بڼه پاته سي؟ دغه اختلاف نظر د هارون الرشيد تر وختو پاته وو. كله چې هغه خليفه سو، و يې غوښتل چې كعبه ورانه كړي او له سره يې د ابن الزبير د ودانۍ غوندي جوړه كړي. په دې هكله يې له امام مالك ( رح ) څخه فتوٰى او مشوره وغوښته. هغه ورته وويل چې:" داكار مه كوه. ځكه د بيت الله شريفي په پلاوو پلاوو نړولو او جوړولو له امله د هغې سترتوب د خلكو له زړونو څخه وزي او د واكمنو د لاس لوبونې كيږي؛ هر نوى واكمن به مخكنۍ ودانۍ نه سي زغملاى او نړوي به يې او له نوي سره به يې جوړوي. چې دا چاري د دې درنې خوني سره نه ښايي". له دې امله هارون الرشيد دكعبې د بيا جوړولو څخه تېر سو. دغه خليفه دكعبې شريفي پر ترميم، تزئين او خدمت سربېره، نه واره دكعبې حج هم كړى دى او بېخي ډېر شته يې پرحرمينو لګولي او پربې وزلو وېشلي دي. يو ځل يې د حج لپاره له بغداد څخه احرام وتاړه. بل ځل له مكې مكرمې څخه تر منا او عرفات پوري پر پښو ولاړى او د نورو سپېڅلو ځايونو زيارت يې هم پرپښو وكى. همدا راز يې د 179س. كال په روژه كي له دې امله چې د ده يو پياوړى مخالف خارجي وليد بن طريف ووژل سو، د شكرانې په دود عمره وكړه، بيا مدينې منورې ته ولاړى او د حج د وخت تر را رسېدو هلته پا ته سو، او پخپله او په خلكو يې حج وكړ او دا كال يې هم هغسي وكړه لكه تېركال چې يې كړي وه. په 199س. كال كي : په عراق كي د محمد بن عبد الله ورور ابراهيم كوم چې د منصور په خلافت كي يې بصره ونيول او بيا په جنګ كي ووژل سو، څه او لاده پاته وه. له هغو څخه يو محمد بن اسما عيل بن ابراهيم وو. څنګه چې د هغه د پلار ژبه ګونكۍ وه هغه ته يې " طبا طبا " يا " ابن طبا طبا " ويل. د دغه طبا طبا ډله زياتره زيد يه وه، كوم چې د ده امامت يې مانه. په 199س. كي طبا طبا پورته سو او د خپل امامت او خلافت دعوه يې وكړه. د بني شيبان په نامه د يوې قبيلې مشر" ابو السرايا " سري بن منصور بيعت ورسره وكړ او د هغه په ملاتړ يې په لږو ورځوكي يو ستر لښكر جوړكړ اوكوفه يې ونيول. دغه مهال ناببره طبا طبا مړ سو. وايې چې ابو السرايا زهر وركړي وه. بيا دغه ابو السرايا ډېري سوبي وكړي، خو وروسته بيرته دولتي ځواكونو په مداين كي ماته وركړه. خو د دې سره سره هغه د حسن بن علي  له پښته حسين افطس بن حسن بن علي زين العابدين مكې ته ولېږى. دغه مهال په مكه كي د مامون الرشيد چارواكي د مسرورخادم اكبر په نامه او سليمان بن داود بن عيسٰى په نامه موجود وه، هغو د " افطس" له بيري د حج په مهال مكه خوشي كړه. افطس طواف او سعى وكړه، عرفې او مزدلفې ته ولاړ، خلكو ته يې د سهار لمونځ وركړ، او د حج په شپوكي په منا كي تر اوسېدو وروسته يې د كعبې پوښ وكيښ او بل هغه پوښ يې په واغوستي چې د ځان سره يې راوړى وو، حاجيان او د مكې خلك يې لوټ كړه، دكعبې دوه سوه قنطاره طلا او نور هغه څه چې د جاهليت له زماني څخه تردغه مهاله په كعبه او د كعبې په زيرمتون ( خزانه ) كي خوندي وه ټوله يې چور كړه. وايې چې په دغه كال حاجيانو بېله امام او خطبي څخه حج وكړ.كله چې ابو السرايا تر ماتي وروسته په تېښته تېښته تر" جلولا " نومي ځايه ورسېدى، د هغه ځاى والي ونيوى او زنځيراو زولانه يې نهروان ته ولېږى، او حسن بن سهل وزير ته يې وسپارى. چې هغه په 200س.كال كي وواژه او تنه يې د بغداد پرپله وځړول. افطس تردغه مهاله لا پر مكه واكمن وو، خوچي د ابو السرايا له مرګه يې واورېدل و يې ليدل چې د ده اود ده د ملګرو د بدو خويونو او اعمالو له امله خلك بد ځني وړي. نودى او ملګري يې، محمد بن جعفرالصادق ته ورغلل او ورته ويې ويل چې موږ ستاسره بيعت كوو. كه څه هم هغه په دې نه ووخوښ، خو د محمد د زوى علي په واسطه يې هغه قانع كړ او د 200س.كال په لومړۍ خور يې بيعت ورسره وكړ او د خلكو څخه يې هم،كه د هغو خوښه وه كه يې نه وه خوښه، بيعت ورځني واخيست، او د اميرالموْمنين نوم يې پركښېښووى. خو د هغه د زوى علي او افطس د ناوړو كارونو له امله هغه هيڅ واك نه درلود. له دې امله ابراهيم بن موسٰى كاظم بن جعفرالصادق د خپلي كورنۍ سره يمن ته ځني ولاړى، هلته يې په ډېره لږ موده كي د يمن ډېري سيمي ونيولې او ډېر خلك يې ووژل. د يمن والي اسحاق بن موسٰى بن عيسٰى عباسي ځان له مرګه وژغورى او مامون ته يې ځان ورساوه. هغه ډېر پوځ او د جګړې سامان د هغه په واك كي وركړ. كله چې اسحاق مكې ته ورسېدى، محمد بن جعفرالصادق ته يې ماته وركړه او څنګه چې محمد وتښتېدى، نو هغه يې د نيولو په لټه كي سو او هري خواته يې سړي پسي ولېږل. محمد امان وغوښتى، اسحاق يې امان ومانه او مكې ته يې راوستى. هغه د مامون د خلافت سره بيعت وكړ او د هغه پرنامه يې خطبه وويل. ( ابن خلدون ) خو ابن جريراو شفاء الغرام وايې چې اسحاق چې له ابراهيمه وتښتېدى په " مشاش " نومي ځاى كي د مكې ځيني اوسېدونكي كوم چې د علويانو ( افطس او محمد بن جعفرالصادق ) له لاسه تښتېدلي وه ورسره ملګري سول او اسحاق د محمد سره جنګ وكړ. خو وروسته يې جنګ ښه ونه ګاڼه او عراق ته رهي سو. پرلاري هغه پوځ پرپېښ سو چې د عباسيانو پلوى هرثمه نومي د عيسٰى بن يزيد جلودي او ورقاء بن جميل په مشرۍ مكې ته ليږلي وو. اسحاق بېرته د هغو سره يوځاى مكې ته وګرځېدى، پاى يې علويان مات كړه او محمد بن جعفر امان وغوښتى. چې له مكې وايستل سو او بيا يې مدينې ته نژدې، څو ځلي د مدينې د والي هارون بن المسيب سره جنګونه وكړه، خو پاى مات سو او ډېر خلك يې ووژل سول. بيا يې له جلودي او ورقاء څخه امان وغوښتى، هغه امان وركړ او چې د 200س. كال د لوى اختر د مياشتي لس ورځي پاته وې په مكه كي جلودي منبر ته پورته كړ، جلودي تر هغه يوه پله لوړ ولاړ وو، او په داسي حال كي چې توره قبايې اغوستې وه ويې ويل: " ماته ويل سوي وه چې مامون مړسوى دى، نو ځكه ما ځان اميرالموْمنين وباله. خو اوس چې د هغه ژوند راته جوت سو، نو زه معذرت غواړم. په دې توګه يې ځان خلع كړ، له خدايه يې د بخښني غوښتنه وكړه او بيا عراق ته رهي سو. څنګه چې مامون په مروكي وو، هلته ورغى. مامون وباخښه، خو څو وخته وروسته مړسو او د جنازې لمونځ يې مامون وركړ. دغه راز په همدغه 200س. كال يوه بله ډېره ناوړه پېښه هم په مكه كي وسوه: لكه چې مخكي مو وويل ابراهيم بن موسٰى كاظم يمن ونيوى او يو سړى يې اميرالحجاج وټاكى او د ډېر پوځ سره يې مكې ته ولېږى. كله چې مزدلفې ته نژدې د بطن نخله ، بستان ابن عامر ته ورسېدى، خبرسو چې ابو اسحاق بن هارون الرشيد د امير الحجاج په توګه د ډېر پوځ سره راغلى دى. نو چې د هغه سره يې د مخا مخ كېدو وس په ځان كي ونه ليدى په همدغه بستان ابن عامركي تم سو. دغه مهال د حاجيانو او سو داګرو يوه قافله هلته ورسېده چې دكعبې شريفې پوښ او عطرونه ورسره وه. د دغه سړي پوځيانو پوښ، عطرونه او د سوداګرو شته ټوله لوټ كړه او حاجيان او سوداګر په ډېره بده ورځ مكې ته ورسېدل. د دې خبر په اورېدو سره جلودي د ابو اسحاق په اجازه د دغه سړي پرلښكرو ور ودانګل، ډېر يې ووژل او ډېر يې اسيران كړه او دكعبې پوښ او هغه شته يې چې د دغه سړي نفرو بلي خواته نه وه وړي بيرته ځني واخيستل. دغه اسيران يې لس لس دُرې ووهل او خوشي يې كړه. چې بيايي د يمن د لاري په اوږدوكي فقركاوه او پاى له لوږي اوكالو نه درلودلو له امله مړه سول. وايې كله چې جلودې محمد نومى د مامون حضورته بېوى، نو يې په مكه كي يزيد بن محمد بن حنظله المخزومي خپل نايب ټاكلي ووكوم چې بيا په 202س.كال كي ابراهيم بن موسٰى كاظم مكه په زور ونيول او يزيد يې وواژه. په 251س كال كي: د دغه كال په لومړۍ خور كي اسماعيل سفاك بن يوسف علوي په مكه معظمه كي پاڅېدى، د مكې والي جعفر بن فضل بن موسٰى وتښتېدى. اسماعيل بې خرته وژل او لوټول وكړل، دكعبې شريفي پوښ، دكعبې د زيرمتون سره او سپين زر او عطرونه او د مكې د خلكو نژدې دوه لكه ديناره، د ابو جعفركور او د خليفه د اميرانوكورونه يې ټول لوټ كړل او د مكې يو څه برخه يې وسوځل. بيا يې پنځوس ورځي وروسته پرمدينه منوره شوا خون ور وړ. او بيا دوهم ځل مكې ته ورغى. دا ځل يې مكه داسي محاصره كړه چې ډېر حاجيان له لوږي او تندي مړه سول او دونه ګراني سوه چې ډوډۍ، اوبه او غوښي په ډېره لوړه بيه هم په مشكل پيداكېدې. بيا تر ( 57 ) ورځي وروسته، جدې ته وخوځېد، هلته يې پر خلكو خواړه بند كړل، د سوداګرو مالونه يې لوټ كړل او په بېړيوكي چې هر څونه مالونه وه ټوله يې چوركړل، بيا د حج په مهال بېرته مكې ته ورغي. له دې پېښو چې المعتز عباسي خليفه خبر سو، نو يې محمد بن احمد بن عيسٰى چې " كعب البقر " يې ورته ويل او عيسٰى بن محمد المخزومي يې د يوه غښتلي لښكر سره، مكې ته وليږل، هغو د اسماعيل سره سخته جګړه وكړه، چې له دې امله يوولس سوه حاجيان شهيدان سول او پا ته وتښتېدل. په دغه كال پر عرفات باندي د درېدو لپاره نه دورځي چا ته موقع په لاس ورغله نه د شپې. ( تاريخ طبري او شفاء الغرام ) او ابن خلدون زياتوي چې اسماعيل تردې وروسته بياجدې ته ولاړى او بيا يې هغه لوټ كړه. او پاى تر پاڅېدو يوكال وروسته دكوي په ناروغي مړسو. څنګه چې اسماعيل كوم اولاد نه درلود، د هغه پرځاى محمد اخيضر كښېنستى. هغه پريمامه بريد وكړ او د توري په زور پرواكمن سو. د ده تر مړيني وروسته د يمامه واكمني د دوى په كورنۍ كي پاته سوه، ترڅو چې قُرامطه پرغالب سول. په 256 س. كي: په دغه كال د خليفه المهتدي په پېركي علي بن الحسن هاشمي د مكې والي وو. هغه د لومړي ځل لپاره د مسجد الحرام په ناسته كي ښځي اونارينه سره بېل كړل، په دې ډول چې د مسجد الحرام په ستونونو پوري يې رسۍ وتړلې، چې يوې خواته به يې ښځي اوبلي خواته به يې نارينه ناست وه . په 265 س. كال كي: د ابو عيسٰى محمد بن يحيٰى المخزومي په نامه يو سړى د مكې والي وو. ځيني وايي چې دغه والي خليفه معتمد عباسي ټاكلى وو، خوځيني وايي چې فضل بن عباس ټاكلى وو. په هرصورت معتمد د هغه په زور ليري كولوته اړسو. نو يې ابو المغيره بن عيسٰى المخزومي ته دا دنده وسپارل. هغه د ابو عيسٰى سره جنګ وكړ او ويې واژه او خپله د مكې والي سو. د ابو المغيره په هكله دا هم وايي چې د معتمد د ورور موفق لخوا،كوم چې بيا د معتمد په ژوندوني مړسو،د مكې د والي په توګه ټاكل سوى وو. دغه راز تاريخونه دا هم وايي چې هغه په 265 س. كال كي د زنګ د واكمن علي بن احمد لخوا ټاكل سوى وو. لكه چې ابن جرير هم وايي چې په 265س.كي ابو المغيره د هغو زنګيانو سره چې د ده سره ملګري وه، په زوره په مكه ننوتى. علي بن احمد ته يې " صاحب الزنج " ويل ځكه چې د بصرې زنګباريان د هغه ملاتړي وه. هغه په كال 254س. كي پورته سو،كار يې جوړ سو، ترقي يې وكړه، او د خليفه المهتدي لښكروته يې پرله پسې ماتي وركړې اوترڅوارلسوكالو وروسته يې راوپرځاوه. علامه فاسي (رح) وايي چې دغه د زنګ واكمن علوي نه وو،خو هغه خپل ځان علوي باله او د خداى په مځكه كي يې ډېره وراني وكړه. په 266 س. كال كي: د دغه كال په لومړۍ خور كي ابو الساج نومي د عمرو بن ليث صفار يو قوماندان چې د اهواز او كوفې حكمران وو او د عمرو د لښكرځي څخه بغداد ته تي، په جندي شاپوركي مړسو او د هغه زوى محمد د عمرو لخوا د حرمينو او د مكې د لاري والي سو.كله چې محمد مكې ته ولاړى ابو المغيره د ترويې په ورځ جنګ ورسره وكړ. خو محمد هغه تېښتي ته اړ ايستى او د هغه شته يې حلال وګرځول. په267س. كال كي : په دغه كال كي د ډېري ګرمۍ له امله، ډېر خلك د حج په لاركي بېرته وګرځېدل او ډېر بيا حج ته ولاړل. خو ډېر يې په لاركي مړه سول. دغه راز په همدغه كال كي د احمد بن طولون او عمرو بن ليث صفار د عاملانو ( چارواكو ) تر منځ د دې خبري پر سر شخړه رامنځته سوه چې په مسجد الحرام كي د منبرپه ښي لوري كي دي كوم يو خپل رپۍ ( بيرغ ) ودروي . هريوه دعوه كول چې ولايت د هغه د مشردى. پاى توري وايستل سوې او ډېرخلك له جوماته ووتل . د مكې د والي هارون بن محمد نفرو چې زنګيان وه د عمرو بن ليث صفار د عامل لورى ونيو او هغه پركوم ځاى چې يې غوښتل هلته خپل رپۍ ودراوه . هارون خطبه لنډه كړه او خلك سلامت پاته سول. په 268س. كال كي په دغه كال بېرته ابوالمغيره مكې ته ولاړى. د مكې والي هارون بن محمد هاشمي د هغه مقابلې ته تياري ونيول او د دوو زرو تنو په شا وخواكي عسكر يې غونډكړل.خو ابو المغيره د " مشاش " د اوبو چينه كوره كړه او بيا جدې ته ولاړى. هلته يې د خلكو خواړه لوټ كړل اوكورونه يې ور وسوځول، چې له دې امله په مكه كي ډوډۍ ډېره ګرانه سوه. په دغه كال هارون په خلكو حج وكړ او ابن ابو الساج د پېښو د مخنيوي او د لارو د ساتني كار پرغاړه اخستى وو. په 269س.كال كي:
احمد د طولون زوى چې په خټه " طغز ترك " وو په 220س. كي زېږېدلى وو. كله چې د معتز عباسي خليفه لخوا د مصر د ادارې چاري د تركانو سرغنه " باكباك، يا بايكباك " ته وسپارل سوې، هغه احمد بن طولون په مصركي د خپل نايب په توګه وټاكى. ابن طولون  د خپل لياقت او ښو اجراآتو له امله ترقي وكړه او د يوه خپلواك واكمن غوندي يې مصر اداره كاوه. خو وروسته د معتمد عباسي ورور، موفق ور سره وران سو او پرهغه باندي يې پر منبر باندي د لعنت ويلو حكم وركړ. دغه حكم يې مكې شريفي ته هم ولېږى، څو د حج په موسم كي پر ابن طولون لعنت وويل سي.  د 269س.كال د لوى اختر په مياشت كي احمد بن طولون خپل دوه سرداران محمد بن سراج او غنوٰى نومى د دوو زرو پياده اوڅلورسوه اويا سپروسره مكې ته ولېږل. هغوكله چې دوې ورځي ميانى ته پاته وې، د چارشنبې په ورځ مكې معظمې ته ورسېدل.  دغو سردارانو د مكې قصابانو او ځينو نورو دكاندارانو ته، دوه دوه ديناره او نورو مشرانوته يې اووه اووه ديناره وركړه. هارون بن محمد عباسي چې دغه مهال د مكې والي وو، د مصريانو له بيري له مكې وتلى وو، او په بستان ابن عامركي اوسېدى. موفق، جعفر د باغمردي زوى مكې ته ور واستاوه. كله چې درې ورځي د لوى اختر مياشتي ته پاته وې، د دووسوو سپرو سره مكې ته ورسېدى. هارون د يوسل و شلو سپرو، دوو سوو تورپوستو، د عمرو بن ليث د دېرشو سپرو او د عراق د دوو سوو پياده وو په ملګرتيا د هغه هركلي ته ووتى. دې ځواكونو جعفر غښتلى كړ او ټولو د ابن طولون د نفرو سره مقابله وكړه.  د خراسان ( اوسني افغانستان ) حاجيانو هم د جعفرسره كومك وكړ. پاى د ابن طولون دوه سوه تنه په جګړه كي د مكې په زړه كي ووژل سول. اوپاته يې غروته وتښتېدل،  پټ سول او اسان او شته يې لوټ سول. جعفر ته د غنوٰى خېمه په لاس ورغله او دوه سوه زره ديناره يې پكښي وموندل. هغه مصريانو، قصابانو او نوروته امان وركړ او په مسجد الحرام  كي يې هغه ليك چې پر ابن طولون باندي د لعنت ويلو په باب ور رسېدلى وو ولوستى. پرمصرباندي د ابن طولون او د هغه د اولادې واكمني له 213س. څخه تر292س.  پوري دوام وكړ.   په 271 س. كال كي: په دغه كال يوسف بن ابي الساج چې د مكې والي وو، بدر نومى" طايي " مريى چې  د حاجيانو امير وو، ونيوى. نو يوې ډلي عسكرو د ابن ابي الساج سره جګړه وكړه، څو چې مريي يې خوشي كړ، او ابن ابي الساج يې بندي كړ او بغداد ته يې وليږى. دا جګړه د مسجد الحرام د دروازو سره ونښته.  په 295 س كال كي :
د دغه كال د لوى اختر د مياشتي په دوهمه لسيزه كي د تركانو د امير عج بن حاج او د اجنادو په نامه د نورو حاجيانو تر منځ نښته وسوه؛ يو شمېر پكښي ووژل سول اونور حاجيان بستان بن عامر ته وتښتېدل. چې د هغې خوا په بېرته راګرځېدوكي د داسي تندي سره مخامخ سول، چې يو شمېر يې له دې امله مړه سول. وايې چې يوه سړي په خپل ورغوي كي متيازي كولې او چښلې به يې.