پنځمه برخه: مكه او كعبه او تر حضرت محمد  وروسته اسلامي پير  

 136ـ حضرت عمر ر ض مكه اوكعبه

 لكه څنګه چې پوهيږو په اسلام كي د راشده خلفا وو سپېڅلى دور له حضرت ابو بكر صديق  څخه راپيليږي. خو څنګه چې له يوې خوا د اسلام د دغه ستر لومړنى خليفه  د حكومت زمانه ډېره لنډه وه او له بلي خوا هغه په قبايلي سيموكي د امنيت په ټينګولو او نورو ډېرو اړتيا وړ ربړو په اوارولو بوخت وو. او د هغه په وختوكي مكې اوكعبې ته دنه اړتيا له امله څه كار نه دى سوى. ځكه نو موږ دلته د مكې او كعبې په اړه د حضرت عمر  دكار او خدمت په هكله معلومات وړاندي كوو. له صحيحو احادثو څخه ثا بتيږي چې رسول  د جزيرآ العرب څخه د ټولو مشركينو، يهودو اونصارا وو د وتلو حكم وركړى وو. چې دا حكم د هغه  د وروستي وصيت سره سم د لومړي ځل لپاره حضرت عمر فاروق د خپل خلافت په دوره كي په عملي توګه پلى او تطبيق كړ.هغه د عربو ټول ملك د مشركينو او نورو ټولو غيراسلامي عناصرو څخه پاك كړ او  حرمينو شريفينو ته يې د هغو ننوتل د تل لپاره قانوناً منع كړه چې د هغې له مخي د جدې، ينبع اوصنعا تر بندرونو پوري نامسلمانه وګړي راتلاى سواى، خو مكې مكرمې ته نه سواى ننوتلاى.  دغه قانون ترحضرت عمر  وروسته هم د اسلام نورو ټولو خلفا وو او واكمنانو په ټينګه عملي كړ. چې تر همدې اوسه په سعودي كي عملي كيږي. د مكې مكرمې څخه تقريباً ( 23 ) كيلو متره وړاندي، د پوليسو يوه څانګه ځاى پرځاى سوې او هلته پرسړك باندي پر يوه غټه لوحه  د ځانګړو نخښو په واسطه د مسلمانانو او غير مسلمانانو، سره بېلي سوي لاري ښوول سوي اوپه نخښه سوي دي. پردغه لوحه باندي ښي خواته په عربي ليكل سوي: ( غيرالمسلمين ) او تر هغه لاندي په انګريزي ليكل سويNon Moslems.) ) ورپسې ليكل سوي : ( مكآ المكرمآ للمسلمين فقط ). اوترهغه لاندي په انګرېزي ليكل سوي: (Makkah Moslems Only) له دې امله دى چې ترنن ورځي د خداى په فضل او مرحمت دغه مقدسه ارشود غليمانو له  ناپاكو لاس وهنو څخه خوندي پاته ده، او مسلمانان هم د دغسي لاس وهنو په وړاندي ډېرحساس او جدي دي.  بل له ډېرو پخوا مهالونو څخه په مكه مكرمه كي ډېر ورانوونكي سېلابونه راتلل، چې له هغو څخه به نه يوازي ځاني اومالي تاوانونه رسېدل، بلكي بيت الله شريفي ته به يې هم ډېر سترتاوان اړاوه. نوحضرت عمر  د دغو سېلابونو د مخنيوي لپاره " مروه " ته نژدې په " المدعٰى " نومي ځاى كي يو ډېر پياوړى بند ودان كړ، چې د هغه په جوړلو سره تركابو  ( 185 ) كالو حرم شريف اود مكې اوسېدونكي د سېلابونو له آفته خوندي وه. خو په كال 202 س. كي دغه بند د زمانې په تېرېدو سره د كمزورۍ له امله بيرته يوه سېل يووړ، چې دغه سيل ته " سيل ابن حنظله " وايي. دغه راز په كال 17 س. كي چې حضرت عمر  د حج د فريضې د اداگ كولو لپاره مكې ته تشريف يووړ، د مكې او مدينې په لاركي يې پرهر مزل د حاجيانو او نورو مسافرو د هوسايى لپاره تمځايونه، سرايونه، چينې، سيوري لرونكي ځايونه او د مسافرو مېلمستونونه جوړكړل . ډېر نوي څاګان يې وكيندل او د پخوانيو څاګانو د پاكولو حكم يې هم وركړ. همدغه سترصحابي او د اسلام خليفه د لومړي ځل لپاره د حرم شريف د پراختيا په منظور د هغه شاوخوا ډېركورونه رانيول اوهغه يې پراخه كړ. ده  د يوه داسي ستركار بنسټ كښېښود چې لړۍ يې ترهمدې اوسني مهاله روانه ده. اوهيله ده بياهم د اړتياپه مهال روانه اوسي.  كله چې اميرالموْمنين حضرت عمرفاروق  د اسلام د خلافت د چارو واګي په لاس كي واخيستې، نو د اسلام د فتوحاتو د ډېرښت له امله دكعبې د زيارت كوونكو شمېره دونه  زياته سوه چې په مسجد الحرام كي نه ځايېدل. نو هغه  په كال 17 س. (638 ع.) كي  د لومړي ځل لپاره د حرم د پراختيا يوه هراړخيزه پروژه جوړه كړه، كعبې ته نژدې كورونه يې په ډېرو پيسو رانيول او د هغو په نړولو او له منځه وړلو سره يې د حرم غولۍ پراخه كړ. بيايې چارچاپېره دېوال پرراوګرځاوه، د شپې به يې پردغه دېوال ډيوه هم ايښوول، چې حرم به په رڼاكېدى .

 137ـ يوه ډېره لنډه كيسه

 وايي چې حضرت عمر  پركعبه شريفه باندي د ښځو سره يوځاى د نارينه ووطواف منع كړى وو، نوكله چې يوه ورځ مسجد الحرام ته ننوتى ويې ليدل چې يو سړى د ښځو سره يوځاى طواف كوي. نو هغه يې يوه دره وواهه، او ورته ويې ويل : ته نه يې خبر چې ما دا كار منع كړى دى ؟ هغه ورته وويل : نه، زه نه يم خبر. حضرت عمر ورته وويل: په دې هكله دي زما له حكمه څه نه دي اورېدلي ؟ هغه ورته وويل: نه. بيا حضرت عمر ورته وويل : نو ونيسه زما څخه د دغي يوې درې قصاص واخله. هغه ورته وويل چې نه يې اخلم. عمر ورته وويل چې : بيا نو ما وبخښه. خو هغه ورته وويل چې نه دي بخښم. نو وايي چې حضرت عمرخواشينى ځني رهي سو. بله ورځ د حضرت عمر  په څېره كي د دې خواشينۍ نخښه له ورايه ښكارېده . نو يو چا دغه سړي ته وويل چې : د ښادۍ سې ورسه د اميرالموْمنين مخ ته وګوره چې څونه خوابدى دى. نو هغه وو چې سړى ورغى او ورته ويې ويل چې ما بخښلى يې.

 138ـ يوه بله لنډه كيسه

 په سپرټ اف اسلام كي وايي چې د حضرت عمر  د خلافت په پېركي يوه داسي پېښه وسوه چې هم د عبرت وړده او هم له هغې څخه په ډاګه جوتيږي چې په اسلام كي پاچا او بې وزلى څه توپيرنه لري. او په هغه كي مساوات تر ټولو لوړ او سترځاى لري. وايې چې " جبله " نومي د غسانيانو پاچا اسلام راوړ، اود حضرت عمر په مخكي د اطاعت د څرګندولو لپاره مدينې ته ورغى. حضرت عمر  د هغه په ډېر درنښت هركلى وكړ. كوم وخت چې هغه مكې ته ولاړى او دكعبې مباركي طواف يې كاوه، يو بې وزلى سړى هم دغه مهال په طواف بوخت وو،چې ناببره د دغه حاجي دكالو يو پېڅكى د پاچا پر اوږو ولوېدى. هغه په قهرسو او دغه بې وزلي ته يې يوه داسي چپلاخه وركړه چې غاښونه يې ور وايستل. د دې كيسې پاته برخه د حضرت عمر له هغي ليكني څخه لولو، چې ابو عبيده  ته يې،كوم چې په شام كي د اسلامي پوځونو سرلښكر وو، لېږلې وه: دغه بې وزلى سړى ماته راغى اود غور غوښتنه يې وكړه. ما جبله را وغوښت او پوښتنه مې ځني وكړه چې: ولي دي د يوه مسلمان ورور سره داسي بد سلوك كړى دى ؟ هغه راته وويل چې زما بې عزتي يې كړې وه اوكه د دغه پاك ځاى لحاظ نه واى، نو ما به هلته وژلى واى. ما ورته وويل چې په دې خبرو دي خپل جرم نور هم دروند كړ. او ترڅو چې له دغه سړي څخه بخښنه ونه غواړې، نو قانوني سزاته به غاړه ږدې. جبله راته وويل : زه يو پاچا يم او هغه يو عادي سړى دى. ما ورته وويل چې دلته د پاچا او نه پاچا خبره نه راپورته كيږي. تاسي دواړه مسلمانان ياست او دواړه د قانون په وړاندي يو برابر ياست. هغه راته وويل: دغه سزا يوې بلي ورځي ته ټال كړئ. ماهم د مظلوم په اجازه سزا وځنډول. خو جبله د شپې وتښتېدى او اوس د " عيسوي سپو " سره ملګرى دى. ( لومړنيو مسلمانانو به بازنطيني پاچهان په دغه لقب يادول. خو افسوس چې اوس عيسوي سپي ځينو خلكو د خپلو بادارانو په صفت منلي دي ). ابن خلدون په خپل تاريخ كي ليكي : دغه مرتد پاچا د مړيني ترمهاله هلته په قسطنطنيه كي واوسېدى او په 20 س.كال ومړ. د ثقاتو په روايت جبله بيا پرخپل دې بد عمل پښېمانه سو او تل به يې د مرګ ترساعته پرخپلو د غوكړو ژړل.

 139ـ حضرت عثمان ، مكه اوكعبه

 دكعبې شريفي د حرم د پراختيا په هكله د حضرت عمر  كار، د اسلام درېيم خليفه حضرت عثمان  ته دلاري ډيوه سوه. كله چې د اسلام خلافت هغه ته ورسېد، نو د مسلمانانو شمېرنور هم زيات سو او له دې امله د حرم پراختيا ته يو ځل بيا اړتيا وليدل سوه. په كال 26س. ( 647ع.) كي چې حضرت عثمان مكې مكرمې ته د عمرې ادا كولولپاره ولاړ، هلته يې په دې هكله د صحابهْ كرامو سره سلا مشوره وكړه او د هغې سره سم يې په دغه كال حرم ته نژدې ډېركورونه رانيول او د هغو په له منځه وړلوسره يې حرم شريف نورهم ښه پراخه كړ. او د هغه څلورو لوروته يې برنډې هم جوړي كړې. چې په دې ډول لومړنى سړى چې د حرم چاپېره يې برنډې وداني كړي دي، حضرت عثمان  دى. دغه مهال هغه د مكې د خلكو په غوښتنه د " شعيبيې" پرځاى د " جدې " د بېړيو تمځاى ( بندر ) هم جوړكړ، چې موږ يې په دې كتاب كي يادونه په څه تفصيل سره د " جدې " ترسرليك لاندي كړې ده.

 140ـ يوه تاريخي يادونه

 لكه چې د امام ازرقي د تاريخ مكه او تاريخ المكآ المكرمه له څرګندونو څخه ښكاري حرم ته د نژدې كورونو څښتنان پرحضرت عمر او بيا پرحضرت عثمان باندي د خپلو كورونو په پلورلو او د هغو په له منځه وړلو نه وه خوښ. امام ازرقي وايي: ځينوكسانو د خپلوكورنو د پلورلو او د هغو د بيو د اخيستلو څخه ډډه وكړه. نو عمر هغو ته وويل: تا سو دكعبې په غولي كي كورونه جوړكړي دي. په داسي حال كي چې دكعبې غولى د چا ملكيت كېداى نه سي. خو زه د دې سره سره تاسوته د دغو كورونو بيه دركوم. خو چې هغو ونه منل، حضرت عمر  د دغو كورونو بيي دكعبې په خزانه كي كښېښوولې او دكورونو د نړولو كار يې پيل كړ. هغو بيا وروسته دغه پيسې په خوښي سره واخيستلې. دغه راز د حضرت عثمان  په وختو كي هم ځينوكسا نو د خپلو كورنو د خرڅولو څخه ډډه وكړه. كله چې حضرت عثمان  هغه نړول، نو هغو شورماشور جوړكړ. حضرت عثمان را وغوښتل او ورته ويې ويل: ستاسي سره حضرت عمر هم دغسي وكړه، خو پر هغه مو چيغي ونه وهلې او زما سره تاسي زما حلم دې كار ته هڅولي ياست. نو يې د هغو د بندي كولو امر وكړ. خو د يوه صحابي چې عبد الله بن خالد بن اسيد نومېدى، په منځګړيتوب يې بيرته پريښوول.

 141ـ شخړي، ډلي ټپلي او پرې او جنبې

 ګرانو لوستونكو ته به دغه سرليك څه حيرانوونكى او عجبه غوندي ښكاره سي، چې د مكې اوكعبې په تا ر يخ كي د دې خبرو په باب څرګندونو ته څه حاجت دي ؟ عرض دادى چې د حضرت عثمان  ترشهادت را وروسته په مسلمانانو كي شخړي، پرې جنبې، جګړې، ډلي او مخالفتونه را وټوكېدل. چې دې چارو د اسلام پر ټولو شوْونو، په هغو كي د مكې او مدينې پراوضاعو او د مقدسو حرمينو پرحال تاثير اچولى دى. او دغه تاثير ډېري تاريخي پېښي زېږولي دي. چې موږ په راتلونكو پاڼوكي اړكيږو د هغو په هكله يادوني وكړو. نو ځكه لازمه ده چې دلته لومړى د دغو پرو جنبو په هكله څه رڼا واچوو. څو په راتلونكې كي د دغو اغېزو له امله د ځينو پېښوله بنسټيزو عواملو څخه په خبر تيا كي تاريخي مسائل وڅېړو. د سپرټ اف اسلام ليكوال اميرعلي وايې :" هر مسلمان چې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفى  سره مينه لري په دې خبرو به افسوس وكړي او وبه شرميږي. هغه وايې افسوس خو پردې دى چې د انساني توكم مذهب او نړۍ والي ورورولۍ په خپلوكي د جګړو اوكركو له ناخوالو څخه ځان خلاص نه كړاى سو. او هغه مذهب چې مقصد يې مايوسي، او سره پاشلي نړۍ ته د هوسايۍ او نېكمرغۍ رسول وو، په خپله د غضبناكو جذباتو او واك د تر لاسه كولو د شوق له امله ټوټه ټوته سو. په اسلام كي چې كومي ورانۍ رامنځته سوي، هغه د دنيوي حرص او د اشخاصو او طبقو د واك تر لاسه كولو دكوښښونو له امله وې. كه نه د اسلام حقانيت په ډاګه كړه چې د عربو د تربګنيو اوكورنيو او قبيلوي ډېرو پخوانيو منازعو او جنګ جګړو سره سره مسلمانان د مځكي له يوه ګوټ څخه تربله ګوټه د طوفان په شان ورسېدل او د نړۍ فاتحان سول. هغه عرب چې تل به په جګړو او اختلافاتو اخته وه او د شپنو او نيمه كډوال ژوند يې وو، د اسلام په بركت د صحراوو له غارونو را ووتل اوپه دېرشوكالوكي يې له هندوكش څخه نيولې د اقيانوس د بحيرې ترغاړو د هر اولس دروازه ور وټكول. د اسلام پيغام يې هغو ته ورساوه او پاى يې په ډېره لږ موده كي داسي يو سلطنت جوړكړچي په پراختيا كي ترهغه حكومت ډېر زيات وو، چې روميانو په پرله پسې پراختيا سره په ديارلسو سووكالو كي جوړكړى وو. خوله بده مرغه بالاخره هغه فرقوي پرې او جنبې او قبيلوي رقابتونه كومو چې عرب يې د رسول تر بعثته پوري يوكېدوته نه پرېښوول، نه يوازي د اسلامي ستري واكمنۍ د له منځه تللو لاملونه سول؛ بلكي د مسلمانانو د واكمنۍ د زوال او د هغو د خوارۍ او بدمرغۍ اسباب هم جوړسول. او څنګه چې د دغو قبيلوي او فرقوي تربګنيو نښانې تراوسه پوري په اسلامي نړۍ كي موجودي دي، دغسي د هغو د اغېزو له امله په اسلامي نړۍ كي خوارۍ او بې وزلۍ هم ورسره موجودي دي. ډي اوهسن ( D Ohsson ) وايې:" كه چيري د حضرت محمد منونكي د خپل لارښود پرپله سم تللي واى او د لومړنيو خلفا وو تګ لاره يې غوره كړې واى، نو د دوى واكمني به د روميانو ترواكمنۍ لاهم ډېره پراخه واى. خو له ده مرغه چې د عربو حرص او سركښۍ او د ځاني واكمنۍ ميني هغه كلكه، ټينګه او ستره ودانۍ ورانه كړه كومه چې لومړنيو مسلمانانو په ډېره مېړانه او مينه جوړه كړې وه ". په هرصورت د اسلام مقدس دين د عيسوي ديانت غوندي د دنننيو اختلافاتو او جګړو له امله سره ووېشل سو. او تاريخ پوهان د دې تفرقو ذمه وارپه پيل كي سياسي اوكورني اسباب او مسايل او هغه قبيلوي زړې جګړې او د حسد مضبوط احساس بولي كوم چې قريش يې د بني هاشمو په خلاف راپاڅولي وه. البته په دې هكله خبري ډېري دي، خو موږ به له خپلي موضوع څخه نور ليري نه ځو، دغه پورتنۍ لنډي څرګندوني كفا يت كوي چې كه په راتلونكو پاڼو كي د مكې اوكعبې د تاريخ په ځينو پړاوونوكي د دغسي مواردو سره مخامخ كيږو موږ به يې په اصلي عواملو پوهيږو او راته جوته به وي چې عيب په مسلماني كي نه؛ بلكي په مسلمان كي دى. يا : جنګ هفتاد ودو ملت همه را عذر بنه چـون نديدندحـقيـقـت ره فسانه زدند

 142ـ د حضرت علي او معاويه شخړي او مكه اوكعبه

 د حضرت علي كرم الله وجهه او حضرت معاويه  د شخړو له امله په 39 س. كي د حج په موسم كي په مكه معظمه كي سخت تشويش رامنځته سو. كه څه هم د دوى او نورو يوله بله مخالفتونه او جنګ جګړې د دې كتاب مورد بحث خبري نه دي، خو موږ د دې لپاره چې زموږ پر مورد بحث موضوع څه رڼا اچول سوې وي، اړيو د هغې سوابق ولټگوو،كوم چې تفصيل يې په لاندي ډول دى: كله چې حضرت علي  له مدينې څخه كوفې ته د بي بي عايشې سره د جګړې په نيت وتى، نو يې د 36 س. كال د لومړۍ خور په وروستيوكي قثم بن عباس د مكې د والي په توګه وټاكى. بيا د حضرت علي او معاويه ترمنځ د صفين تر مشهوري جګړې وروسته، د هغو او د هغو د پوځونو اوپلويانو پردې سلاسوه چې حضرت ابو موسٰى اشعري او حضرت عمرو بن العاص به د دوى ترمنځ حكميت كوي. نو هغه وو چې دوى تريوه كال خبرو اترو وروسته پرېكړه وكړه چې حضرت علي او معاويه دواړه دي له امارته معزول سي. او د امارت كار دي د خلكو مشورې ته پرېږدي. نو دوى د خلكو په وړاندي ودرېدل. لومړى ابو موسى اشعري وويل چې : موږ دواړو حكمانو په اتفاق علي او معاويه د امارت له كاره ګوښه كړل. بيا عمرو پاڅېدى او ويې ويل: دغه سړي چې څه خبري وكړې تاسي واورېدې. هغه خپل مشر معزول كړى دى او زه هم هغه د ده غوندي د امارت له كاره ګوښه كوم او خپل مشرحضرت معاويه د امير په توګه ټاكم. وايي چې حضرت ابو موسٰى اشعري پردې خبرو عمرو ته بدرد وويل او هغه يې هم جواب وركړ. دغسي وايې چې د حضرت علي د پوځ مشر پرعمرو بريد وكړ او په دره يې وواهه خو د عمرو زوى بيا راپاڅېد، هغه يې په دگره وواهه او د دې سره خلك ولاړ سول اوهر يو پرخپله تړه ولاړى. د دغي پرېكړي په تمسك حضرت معاويه خپل ځان خليفه اعلان كړ. او يزيد بن شجرآ الرهاوي يې د درو زرو جګړنو سره د حج په مهال مكې ته د حج د امير په توګه ولېږى. څو هم په خلكو حج وكړي، هم له خلكو څخه د هغه لپاره بيعت واخلي، اوهم د علي والي له هغه ځايه وشړي. نوكله چې يزيد مكې ته ورسېدى، د هغه او قثم ترمنځ شخړه رامنځته سوه او دواړو يو د بل امارت نه مانه. چې نژدې وو خبره جګړې او ژوبلي وژني ته ورسيږي. خو پاى حاجيانو له پوهي كار واخيست، د كعبې شريفي خادم شيبه بن عثمان بن طلحه يې د حج د امير په توګه غوره كړ او په دې توګه د جګړې مخه ونيول سوه.

 143ـ اموي پېر، مكه اوكعبه

 اسلامي دولت له 37 س. كال څخه د فتنو او سره وېشني سره مخامخ سو. په دې چيمسلمانانو د علي كرم الله وجهه سره د شرعي خليفه په توګه بيعت وكړ، خو د شام خلكو بيعت ورسره ونه كړ. او د حضرت معاويه ملا يې وتړل، كوم چې د حضرت علي له اطاعته ووتى او د هغه پرضد را پاڅېدى. چې له دې امله اختلافونه اوجګړې رامنځته سوې. په 41س. كال كي د حضرت معاويه په خليفه كېدو سره د اموي خلافت پېر پيل سو، چې د معاويه په ګډون څوارلس تنه خلفا يونوي كاله پراسلام واكمن وه. په دې پېر كي له يوه پلوه ډېر كلك مخالفتونه او ډېري ستري او ناوړي پېښي رامنځته سوې، چې ډېره بده او زړه دردوونكې يې د حضرت حسين  د شهادت پېښه ده، چې په تاريخونوكي پردې او نورو پېښو په مفصله توګه خبري سوي دي. بل د دې پېر د يوه واكمن عبد الملك بن مروان په زمانه كي د تاريخ ډېر ستر او نامتو ظالم اميرحجاج بن يوسف ثقفي رامنځته سوى، چې د ظلمونو په كيسو يې تاريخونه ډك دي، اوتر اوسه يې هرڅوك په دې صفت پېژني او كركه ځني كوي. زيات شمېر تاريخونه د دې دورې پر زياتو واكمنانو نيوكي كوي، په مذهبي بې لاريو ( انحرافاتو ) يې تورنوي او غندي يې. خو د دې په عكس ټول تا ريخونه او اسلامي ليكوال او عالمان د دې پېر يو خليفه حضرت عمر بن عبد العزيز(رح) ستايي، ان چې هغه په خلفاى راشدينوكي شمېري. دغه راز تاريخونه وايي چې امويانو اسلامي خلافت كوم چې انتخابي وو، ميراثي كړ او د اسلام واك په يوه اموي كورنۍ او بيا هم په عباسي كورنۍ كي وساتل سو. دغه راز اسلامي نظام هم ورو ورو دپرديو په پېښو او تقليد د بيزنطيني او ساماني ټولواكمنيو بڼه غوره كړه او ځيني تاريخونه لاوړاندي ځي او ليكي چې په دې دوره كي اسلامي نظام بېخي له دين څخه د سياست لوري ته واوښت. دغسي شرايط طبعاً پر مسلمانانو او اسلامي امورو ډېره بده اغېزه كوي. له دې امله او د حضرت علي او حضرت معاويه د شخړو په سبب نژدې وو چې په كال39 س. كي په حرم شريف كي مرګ ژوبله پېښه سي. ( د دې پېښي په هكله د دې كتاب په [195] مخ كي خبري سوي دي ). د اموي واكمنۍ په وړاندي د حضرت ابن الزبير د مقاومت له امله كعبې شريفي يوځل اور واخيست او دروند تاوان ور ورسېد. چې بياله سره ابن الزبير جوړه كړه. خو حجاج بيرته ونړول او پرخپله سليقه ( د جاهليت د زمانې سره سمه ) يې ودانه كړه. ( په دې هكله هم د دې كتاب په [206] مخ كي په تفصيل سره خبري سوي دي ). دغه شان لكه چې څه وروسته به وويل سي عبد الملك بن مروان پرمكه باندي د ابن الزبير د واكمنۍ له امله خلك له حج څخه منع كړه. خوچي هغو جنجال كاوه ګردسره يې حج له مكې څخه بيت المقدس ته ولېږداوه. اوكله چې عباسيانو له بني اميه وو څخه واك ترلاسه كړ نو ځيني امويان د عبد الرحمان اموي په مشرى اندلس ته ولاړه او هلته يې بېل واك ټينګ كړ. وايي چې د اندلس د بني اميه واكمنو خپلو دولتي كاركوونكوته حج ته د تللو اجازه نه وركول چې نه چې هلته د عباسيانو تراغېزي لاندي رانه سي. نوڅوك چې د هغه مهال دغسي شرايطوته وګوري بايد ووايي چې په دغسي اوضاع او احوالوكي بايد اسلام هيڅ پرمختګ نه واى كړى. خو برعكس د اموي واكمنۍ پېر د اسلام د سترو بريو، د جهاد د حيرانوونكي پرمختګ او خپرېدو عصر وو. په دغه دوره كي د اسلام واكمني له ختيزه ترلوېديزه، له اباسينه تر اتلس سمندر پوري وغځېده. چې داپه هغه پېركي د مځكي پرمخ يو ډېر ارت او پراخ دولت بلل كېدى. پر دې سربېره په دې دوره كي په مذهبي، ادبي، علمي، عمراني او نورو ټولنيزو چاروكي هم د يادوني وړ پرمختګونه وسول. خو دكعبې د خدمت په هكله د دغي دورې د واكمنوكارونه دونه ډېرنه دي. البته څه كارونه چې په دې دوره كي دكوموواكمنو لخوا سوي دي پرهغو د دې كتاب په بېلوبېلو برخوكي خبري سوي دي.

 144ـ په مكه مكرمه كي د حضرت معاويه ځيني كارونه

 حضرت معاويه  د خپل خلافت په پېر كي د مسجدالرام د رڼاكولو لپاره د مسلمانانو د بيت المال څخه يو مقدار شته د قنديلونو او تيلو او د هغو د نورو ضرورياتو د رانيولو لپاره بېل كړه. دغه راز هغه له شام څخه يوكوچنى منبر هم حرم ته وروړ او هلته يې د حج په مهال خطبه پر وويل. په دې توګه هغه لومړى خطيب بلل سوى دى چې د مكې په حرم كي يې پر منبرخطبه ويلې ده. هغه د دارالندوه ماڼۍ هم ترميم او له سره ودانه كړه، څو كه كله هغه حج كوي، هلته پكښي واوسي، همداشان هغه په مكه كي خپل والي ته امروكړ چې د حرم انصاب ( د مكې د حرم د ارشو د نخښو څلي ) د هغو په هكله د يوه پوه صحابي، محرز بن علقمه په مرسته، په دقت سره له سره نوي ودان كړي، چې هغه داكار وكړ. امير معاويه  دكعبې د خدمت لپاره يو شمېر مريان له شام څخه ورولېږل، چې بيا دا كار ترده وروسته نورو هم كاوه. دغه راز هغه د حج په مهال او دخداى تعالى په مياشت ( رجب ) كي دكعبې د خوشبويه كولو لپاره ډول ډول عطرونه له شام څخه ورلېږل او د هر لمانځه په مهال دكعبې د خوشبويه كولولپاره يې نفر ورته وټاكل. د دغه خليفه په پېركي د هغه په امركعبې ته په كال كي دوه ځلي، دعاشورې په ورځ د ديباج د ټوكره ( ديباج د ديبا معرب دى. ديباج نقشي مزيني ښايستې ورېښميني جامې ته وايي،كومه چې موږ ورته اتلس وايو ). او د روژې په مياشت كي د قباطي د ټوكره غلاف ( پوښ ) وركول كېدى. ( قباطي يو ډول كتان وو چې د مصر د يوه كلي قبطيانو به جوړاوه ). هغه په مكه مكرمه او د هغې په شاوخواكي د اوبو برابرولو كارته توجه وكړه، لس چينې يې د مكې په پاسنۍ سيمه كي له حرا نومي سيمي څخه تر اوسنۍ جعفريې پوري، وايستلې. يوه بله چينه يې په كښته مكه كي وكيندل، چې د هري چينې سره يې د مكې د اوسېدونكو او حاجيانو لپاره د اوبو څښلو ځايونه ودان كړه او هم يې دكرني يوه كرونده او د خرماووبڼ جوړكړه. هغه په مكه مكرمه كي ودانيزو چاروته هم پاملرنه وكړه او د مروه،قراره او سويقه په لوړو سيمو كي يې لس ماڼۍ جوړي كړې. چې د حضرت معاويه د دې فعاليتونو په پايله كي د مكې د لوړي برخي په هره خواكي ماڼۍ او ودانۍ، بڼونه، د اوبو چيښلو سيستمونه، د ډول ډول توكو د خرڅولو بازارونه او دكانونه رامنځته سول.

 145ـ حضرت ابن الزبير، مكه اوكعبه

 حضرت عبدالله د زبير زوى يو ډېر متقي، مهربانه او زړه ور شخصيت وو. د هغه پلار زبير بن عوام بن خويلد درسول  د نيكه عبدالمطلب د لور بي بي صفيې زوى دى چې د رسول عمه كېدل. زبيرد پنځلس كلنۍ په شا وخواكي اسلام راوړى. حبشې او مدينې ته يې هجرت كړى، د اسلام په ټولو جګړوكي يې برخه اخستې، د مكې د فتحي له پنځو قوماندانانوڅخه وو، چې په " حجون " كي يې د رسول  لپاره خېمه ووهل او د اسلام بيرغ يې هلته د لومړي ځل لپاره اوچت كړ. دى له عشره مبشره وو څخه دى او رسول  دده په هكله ويلي دي : هر نبي لره حواري وي ( وفادار او غوره مرستندوى ) او زما حواري زبيردى. . دى د حضرت عثمان له مدافعينوڅخه وو، خوكله چې د " جمل" د جګړي په ورځ حضرت علي  د رسول  يو حديث ورپه ياد كړ، نو هغه له جګړي راوګرځېد او مدينې ته ولاړ هلته د عمرو بن جرموز په نامه يوه سړي وواژه ، د هغه سر يې حضرت علي ته يووړ او د هغه سره يې د ليدني اجازه وغوښتل. حضرت علي وويل: هغه ته اجازه مه وركوئ؛ بلكي د دوږخ زيرۍ ورته وركړئ. زبير، حضرت اسماء د ابو بكر صديق لور غوښتې وه او عبدالله له هغي څخه پيداسو. مدينې ته تر هجرت وروسته په مسلمانانوكي لومړي زوكړى همدغه عبدالله دى، چې د هجرت په لسمه مياشت وزېږېدى. پلار يې رسول  ته وروړى، چې هغه مبارك  خرما وژوول او په خوله كي يې وركړه او د عبدالله نوم يې پركښېښود. كله چې حضرت معاويه  د 60 س. كال د خداى تعالى ( رجب ) په مياشت كي مړسو، د هغه زوى يزيد د خلافت پرګدۍ كښېناست. هغه د مدينې منورې والي وليد بن عتبه ته وليكل چې له حضرت حسين، حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عبد الله بن زبير څخه هرڅه ژر په زور بيعت واخله. خو حضرت حسين او ابن الزبير د يزيد له بيعت څخه سر وغړاوه او مكې مكرمې ته ولاړل. او حضرت ابن عمر  څو ورځي وروسته وليد ته ورغى او د ابن عباس  سره يو ځاي يې د يزيد سره بيعت وكړ. خو له دې امله چې وليد له حسين او ابن الزبير څخه بيعت وانه خيستلاى سواى، پر هغه په قهر سو او د مكې والي عمرو بن سعيد يې د هغه پرځاي مدينې ته وټاكى. هغه په همدغه كال عمرو بن الزبير د عبد الله ورور چې د هغه سره يې دښمني درلوده د مدينې د پوليسو افسر وټاكى. هغه د عبد الله پلويان، دوستان او زامن او ان وروڼه او ورېرونه ښه ووهل. بيا عمرو بن سعيد هغه د عبد الله بن الزبير سره جنګ ته وګومارى. هغه وويل: زه تيار يم چې د هغه سره وجنګېږم او دكعبې په زړه كي پر هغه بريد وكړم. هغه ووچي د انيس بن عمرو اسلمي په ملګرتيا د دوو زرو پوځيانو سره مكې ته وخوځېد. هلته يې مكې ته نژدې په " ذي طوٰى " نومي ځاى كي د مكې د اطرافو له خلكو څخه ماته وخوړه، څو پوځيان يې ووژل سول او نور يې تيت او پرك سول او پخپله عمرو بن الزبيرد عبد الله بن الزبير لخوا په " عارم " نومي محبس كي بندي سو. او په يوه روايت تر وهلو لاندي مړ سو. حضرت حسين  د عراقيانو د بلني له امله هغه ځاى ته د تللو په تكل كي سو.  وايي چې حضرت ابن الزبير په مكه مكرمه كي سهار او ماښام حضرت حسين ته ورتى او عراق ته د تللو مشوره به يې وركول. خو حضرت ابن عباس  او نورو به بيا هغه له تللو راګرځاوه او په ډېر ټينګار سره به يې ورته ويل چې هلته مه ځه. خو هغه د هيچا دا ونه منل او  د عراقيانو د پرله پسې غوښتنو او بلنو له امله د 60 س. كال د لوى اختر د مياشتي پرلسمه له مكې څخه كوفې ته وخوځېد، چې پاى دكربلا په خونړۍ، دردونكې او تاريخي پېښه كي په شهادت ورسېد. په 63 س. كال كي د مدينې خلكو د امام حسين د وژلو له امله د يزيد بن معاويه  د خلافت د نه منلو اعلان وكړ او له مدينې څخه د هغه د والي او د يزيد د قوم بني اميه وو د شړلو پرېكړه يې وكړه. يزيد د يوه سپين ږيري او ضعيفه سړي مسلم بن عقبه په قومانداني د لسو، پنځلسو زرو كسانو په شاوخواكي پوځ ور ولېږى او امر يې ورته وركړ، چې د مدينې ترلوټولو وروسته مكې ته د حضرت ابن الزبير د راپرزولو لپاره ولاړسه. هغه وو چې مسلم درې ورځي په مدينه كي عام قتل، لوټ او د خلكو هرڅه حلال وګرځول، چې په دې ترځ كي  د قرآن كريم ډېر قاريان او نور لويان شهيدان سول، ډېر شته لوټ سول، ښار وران سو او ستر
شر او فساد رامنځته سو. وايې چې په دې جريان كي د زرو په شا وخوا كي بي مړو ښځي بې پته او حاملې سوې. ( په تاريخ مفصل اسلام كي وايې چې پرشپاړسوزرو پېغلو نجونو باند تېرى وسو. چې ښايي مبالغه وي ). په هر ډول په دې ستر ناورين كي د رسول  ډېر سترستر اصحاب د لسو زرو تنو عامو مسلمانانو په شمول و وژل سول او ډېر په سمڅو ( غارونو ) او  نورو ځايونو كي پټ سول. دا پېښه چې په تاريخ كي د مدينې د " حره " د جګړې په نامه ياديږي د چار شنبې په ورځ د 63س. كال د لوى اختر د مياشتي پر 27 يا 28 نېټه وسوه. په دغه كال حضگرت ابن الزبير په خلكو حج وكړ او د امارت په هكله يې د شورا رايه منله. كله چې د دې پېښي خبر ور ورسېد ډېر ويرجن سو او د شاميانو سره د جګړې لپاره  د تياري په لټه كي سو. چې ډېر خلك يې دې جنګ ته وهڅول او هغو هم بيعت ورسره وكړ. د64 س. كال د محرم الحرام په پيل كي مسلم بن عقبه د ابن زبير او د هغه د ملګرو سره د جنګ لپاره مكې ته وخوځېد. خو هغه په لار كي مړ سو او پرځاى يې د يزيد د مخكنۍ لارښووني سره سم حصين بن نمير السكوني ته د جګړي قومانداني وسپارل سوه. دغه مهال خداى تعالى يزيد هم د مځكي له سره واخيست او د دغه كال په لومړۍ خوركي ومړ. حصين بن نمير مكې ته ولاړ او د دواړو خواوو ترمنځ سخت جنګ ونښتى چې پاى د مكې خلك تيت او پرك سول او ډېر يې ووژل سول. كله چې ابن الزبير او د هغه ملګرو ځانونه په محاصره كي وليدل، نو يې د كعبې شا وخوا خېمې ودرولې، څو د حرم شريف د درنښت له امله  د شامي پوځونو له بريدونو خوندي پاته سي. خو د دې په خلاف شاميانو " ابي قبيس " او  " قعيقعان " غرونو ته څرمه پر" سره غره " پنځه منجنيقه ودرول او د هغو په واسطه يې پردوى اوكعبه شريفه شپه او ورځ ډبري اورولې. چې بالاخره دكعبې شريفي پوښ ( غلاف ) اور واخيست او د كعبې ودانۍ ته دروند تاوان واوښت.ازرقي (رح) ليكي چې دغه پېښه د شنبې په ورځ د لومړۍ خور په درېيمه وسوه. خوځيني وايي چې ځينو وګړو شا وخوا اوربل كړى وو، له هغه څخه دكعبې پردې اور واخيست او دا پېښه رامنځته سوه. او ځيني نور بيا وايي چې ابن الزبير د شپې په تياره كي  د مكې پريوه غره باندي د تكبير آواز واورېد، هغه د معلوماتو لپاره د نېزې په څوكه اور پورته كړچي د هغه يو بڅركۍ دكعبې د ركن يماني او حجراسود ترمنځ پر پرده ولوېد او اوريې واخيست، او حجراسود له دې امله توره سوه؛ وچاودله اودرې ټوټې سوه.  دا محاصره د دوهمې خور تر وروستيو روانه وه، چې د يزيد د مړيني خبر ور ورسېد.
هغه د 64 س. كال د لومړۍ خور پر ( 14 ) د ( 45 ) كالو په عمر مړ سوى وو، چې درې نيم كاله يا درې كاله اته مياشتي يې حكومت وكړ. ابن الزبير د مكې له خلكو څخه څو تنه حصين ته وليږل. هغو د خبرو په ترځ كي دكعبې شريفي د دې سوځني پړه پرحصين واچول او د هغې د سوځلو او ورانولو د ډېري ستري ګناه په هكله يې څرګندوني وكړې. هغو حصين ته وويل چې اوس خو يزيد مړسوى دى نو تاسي د څه لپاره جګړې او وژنو ته ملاتړلې ده ؟ ښه داده چې شام ته وګرځئ او وګورئ چې د يزيد زوى دوهم معاويه څه وايې ؟ او آيا خلك پر هغه راټوليږي كه نه ؟ نو هغه وو چې حصين او ملګرويې د ابن الزبيرپه اجازه دكعبې طواف وكړ او وروسته د دوهمي خور پرپنځمه بېرته شام ته وګرځېدل او په دې ډول حضرت ابن الزبير ترنوكالو پوري پرواك پاته سو او په دې وخت كي پرحجاز، يمن، عراق، مصر، خراسان او ان د شام پر ځينو برخو حاكم سو.
د 64 س. كال د لومړۍ خور پر( 14 ) د يزيد زوى چې معاويه نومېدى خليفه سو. وايې چې دى ډېر ښه سړى وو. په يوه روايت يې شل ورځي او په بل روايت يې څلور مياشتي حكومت وكړ. د حكومت په مهال ناروغه وو، او د خلكوپه وړاندي هيڅ څرګند نه سو او  د ( 21 ) كالو په عمر وفات سو. دغه مهال په شام كي مروان بن الحكم د خپلي واكمنۍ بنسټ كښېښود او په دمشق او  د هغه په شا وخوا كي يې واك په لاس راوړ او د اموي ډلي په ملګرتيا يې د ابن الزبير سره  د مخالفت او جنګ جګړې لار خپله كړه چې د دې سره جوخت د خراسان خلكو د سلم بن زياد سره بيعت وكړ، ان چې د خپل خليفه په توګه يې خوښ كړ. د اسلامي واكمنۍ په ځينو نورو سيموكي ځيني نور پاڅونونه،حركتونه او جنګ جګړي هم را منځته سوې چې په حقيقت كي د اسلامي خلافت ادارې د ملوك الطوايفى بڼه غوره كړه. خو د ابن الزبير امارت په مكه كي ټينګ سو. هغه خپل ورور عبيدالله په مدينه كي خپل نايب وټاكى او عبيد الله بني اميه له مدينې څخه وايستل. خو وروسته د مروان خبره هم دې ته ورسيده چې مصر يې ونيو او مدينه او عراق ته يې لښكري ولېږلې. بيا د همدغه 65 س. كال د روژې په مياشت كي د مروان د مړيني خبر خپور سو. د هغه د مړينى كيسه داسي وه چې ډېرو خلكو داسي ګڼل چې د معاويه بن يزيد ترمړيني وروسته بايد د هغه ورور خالد بن يزيد خليفه سي. نو مروان د دې لپاره چې خالد د  خلكو په سترګو كي خوار و ايسوي او خلك بيعت ورسره ونه كړي د هغه مور يې چې د يزيد كونډه وه وكړه. خو څنګه چې خالد او مور يې په دې خبره وپوهېدل، نو يوه شپه چې مروان بيده وو، د خالد مور د هغه پرخوله بالښت وركښېښود او ويې واژه. دا پېښه د 65س. كال د روژي پر درېيمه وسوه. چې په دې ډول د مروان د امارت دوره څه د پاسه نه مياشتي وه.  وايي چې د مروان پلار " الحكم " د رسول  له ډېرو سترو دښمنانو څخه وو. هغه   د مكې د فتحي په ورځ اسلام ومانه او بيا مدينې ته ولاړ. خو حضرت پيغمبر هغه طايف ته جلا وطنه كړ او هلته مړسو. دا هم وايي چې مروان د حضرت عثمان  د محاصرې د ناوړي پېښي ستر لامل وو. ځكه چې هغه د حضرت عثمان له خولې يو جعلي ليك د استازيو د يوې ډلي د وژلو لپاره مصر ته لېږلى وو. د ده په هكله په ځينو كتابونو كي نوري ډېري ناوړي خبري  هم ليكل سوى دى. كله چې مروان مړ سو د 65 س. كال د روژې پر درېيمه د دمشق او مصر او د هغو  د شا وخوا سيمو خلكو د عبد الملك بن مروان سره بيعت وكړ. هغه د مروان لومړنى زوى وو چې په 23 يا 26 س. كي زېږېدلى او په 86 س. كي مړ سوى دى. څه د پاسه ( 21 ) كاله يې حكومت وكړ چې لومړي اووه كاله يې عبد الله بن الزبير د هغه په وړاندي مزاحمت وكړ او ( 14 ) كاله يوازي په شام كي واكمن وو.