لومړۍ برخه: لومړني معلومات

2ـ جزيرآ العرب
څنګه چي مكه معظمه د عربو د ټاپو وزمي يو ستر، لرغونى او سپېڅلى ښاردى او د دې ښار د تاريخ، مځكي او نورو په هكله معلومات د عربو او د هغو د ټاټوبي سره په ارتباط كي وړاندي كيږي. ځكه نو لازمه ده چي لومړى د عربو د ټاپو وزمگي او د هغو د اصل او نسب په هكله هم څه معلومات وړاندي سي.
د عربو ټاټوبى د طبيعي حدودو له مخې يوه لويه او پراخه ټاپو وزمه ده چي درو خواوو ته يې اوبه او يوې خوا ته يې وچه ده . خو عرب ورته جزيرآ العرب ( د عربو ټاپو ) وايي. دغه ټاپو وزمه د آسيا د لويي وچگگگي په سهېل لوېديزكي پرته ده چي د لمرخاته حد يې د فارس خليج
( عربي خليج ) څخه پيل سوى، د عمان د سمندرګي په ګډون د هند پر سمندر پاى ته رسيږي. دغه هند سمندر د عربو د ټاټوبي پر ټولو سهيلي حدودو راګرځېدلى او د هغه پر لوېديزو او شمالي برخو باندي ترسره سمندرګي ( بحر قلزم ) پوري رسيږي. او شمال لوري ته يې د سويز آبنا راځي. بيا يې شمالي حدود له هغې كرښې پيليږي چي په سركي يې غزه ده. دغه كرښه پرطبريه يا ( مردار ) سمندرګي تېريږي، د اردن د سيند ختيز ته رسيږي، بيا له دمشق څخه تېريږي،د فرات سيند ته غځېدلې او پرفارس خليج پاى ته رسيږي. البته د ځينو حدودو په هكله اختلافات هم سته .
د عربو ټاپووزمي ته نژدې هيوادونه د ختيز لخوا ايران، د سهېل لخوا هند، د لوېديزلخوا حبشه، سوډان او مصراو د شمال لخوا سوريه، الجزاير او عراق دي.
عربي ټاپووزمه پراخه مستطيل شكله مځكه ده چي سور يې د ( 1200 ) كيلو مترو، اوږدوالي يې د ( 2000 ) كيلو مترو په شاو خوا كي اټكل سوى دى. ( تاريخ الحضارآ العربيآ الاسلاميآ ) او په قصآ و تاريخ الحضارات العربيآ كي يې د هغې ټول مساحت درې مليونه مربع كيلو متره ښوولى دى. د عربو د ټاپو وزمي لويه برخه وچه او بې كښته بېديا ده، سيندونه نه لري خو لوى لوى غرونه لري چي له هغو څخه د اوبو چينې راوتلي او په ځينو برخو كي تالابونه اوڅاګان د مځكو ناوې ( وادۍ ) خړوبوي او شنې كوي. د دغي ټاپووزمي دننه د غرونو يوه لړۍ ده چي " سرات " ورته وايي . دغي لړۍ دغه ټاپووزمه پرلوېديزاوختيزوېشلې ده. لوېديزه برخه د سرات له لمني څخه د سره سمندر ګي ترلاندي برخي رسېدلې، ځكه نو د دغي برخي لاندي سيمي ته غور يعني ژوره يا كښته سيمه وايي. او څنګه چي دلته ډېره تودوښه وي. له دې امله يې تهامه بولي. يعني د تندي ځاى. ختيزه برخه يې لوړه او سرحدونه يي د عراق سره نښلي. ځكه نو دغي برخي ته نجد يعني لوړه مگځكه وايي. او د دغو دوو برخو په منځ كي چي كومه مځكه ده هغې ته حجاز يعني بېلونكې پوله وايي.
د عربو د ټاپو وزمي د زياترو برخو آب و هوا ګرمه او وچه ده، خو ځيني برخي لكه طايف او نور پكښي سته چي د تودوښي په شپوكي يې هوا ډېره ښه او سړه وي. ان چي د يخنى په موسم كي يې ساړه دې كچي ته رسيږي چي د غرونو پر سرونو يې واوري ليدل كيږي. لنډه دا چي د عربو ټاپووزمه داسي يوه ارشوده چي بېلې بېلې هواوي، موسمونه او د ژوند بېل بېل ډولونه پكښي موندل كيږي او په دې ټاپو كي چي كوم وګړي اوسيږي د اروپا د وګړو څلورمه جوړوي.
3ـ عــــرب
عربو ته ولي " عرب " وايي ؟ دې پوښتني ته ډول ډول جوابونه وركړه سوي دي. " عرب " له اعراب څخه مشتق ( اخيستل سوى ) دى،چي معنايې ژبوري او د زړه د خبري څرګندونه ده. څنګه چي د عربو قوم ډېر ژبور او غړاندى وو، ځكه يې نو خپل نوم عرب كښېښووى او نورو ته يي ( عجم ) يعني ګونګي وويل:
د انسابو پوهان وايي: د دې ملك لومړى اوسېدونكى يعرب بن قحطان وو چي د يمن د عربو لومړى پلار دى، ځكه يي نو د دې ملك اوسېدونكو او دې ملك ته عرب وويل. خو دا بېخي د قياس او تاريخي معلوماتو مخالفه خبره برېښي.
د مځكپوهني ( جغرافيې ) پوهان وايي: د عربو د ملك لومړى نوم " عربآ " وو چي وروسته " عرب " سو. بيا د دغه ملك اوسېدونكي هم عرب وبلل سول، چي دا درسته خبره
برېښي او تر اسلام وروسته هم دغه نوم پا ته سوى دى.
بل سوال دا دى چي دې ملك ته ولي عربآ ويل سوى دى ؟ اصل دا دى چي په ټولو سامي ژبو كي " عربآ " د بېديا مفهوم رسوي. په عبراني كي "عربا " بيابان او ډګر ته وايي او په خپله عربي ژبه كي د دې لرغوني مفهوم پاتي شوني سته، لكه چي د عرابآ معنا بدويت دى او د باديې او صحرا عربو ته تر اوسه هم دغه نوم كارول كيږي.
څنګه چي د عربو ملك زياتره يو بې اوبو او وچ بيابان دى، په تېره هغه برخه چي له حجاز څخه د عربو ترباديې،شام او سينا پوري غځېدلې ده، ځكه نو د دې ملك نوم " عربا " ايښوول سوى او بيا د مهالونو په تېرېدو سره د دغه ملك اوسېدونكو ته عرب ويل سوي دي. په قرآن كريم كي د عربو ملك ته د عرب نوم نه دى كارول سوى. د حضرت اسماعيل  د
اوسېدني په يادونه كي دغه ملك ته " وادي غير ذي زرع " يعني بې كښته ناوه ويل سوې چي دا كټ مټ د عرب ژباړه ده. په تورات كي يې هم د اسماعيل  د اوسېدو ځاى " مدبار " بللى دى چي معنا يې ناودانه بېديا ده. اوكټ مټ د عرب ژباړه او د " وادي غير ذي زرع " مترادف لفظ دى.
د عرب لفظ ترټولو د مخه د عيسى تر زېږېدو (ميلاد) زركاله پخوا د حضرت سليمان  په وختو كي اورېدل سوىدى او بيا په عامه توګه په عبراني، يوناني او رومي تاريخونوكي ياد سوي دي.
4ـ د عربو اصل او نسب
د اقوامو د تاريخ ليكونكو په اند عرب د سامي ټبر يوه څانګه ده او دا ټبر د حضرت نوح  د يوه زوى " سام " اولاده ده. موْرخينو عرب د نسلي پلوه درې ډلي ښوولي دي:
1_ عرب بائده: يعني هغه لرغوني عرب تپۍ چي ګردسره له منځه تللي او د هغو په هكله ضروري تفصيلات هم په لاس نه سي راتلاى ، لكه عاد، ثمود، طسم، جديس، عُمالقه او نور.
2_ عرب عاربه يا قحطاني عرب : دا د يمن اوسېدونكي دي چي د يعگرب بن قحطان له اولادې څخه دي،كوم چي په تورات كي يې د يارح بن قحطان اولاد بولي.
3_ عرب مستعربه يا عدناني عرب: دا د حجاز، نجد او د هغو د شاو خوا سيمو عرب دي چي د عدنان نومي له نسله څخه دي او عدنان د حضرت اسماعيل  له نسله څخه وو. دغه وګړي په ( 19 ) قبل المسيح پيړۍ كي په حجاز كي مېشت سوي دي. دوى ته " مستعربه " ځكه وايي چي د اسماعيل  مورنۍ ژبه عربي نه وه. ده عربي له جرهمو څخه زده كړه،كوم چي يمني قبيله وه. " مستعربه " يعني عرب سوى قوم.
د جنوبي جزيرآ العرب يعني د يمن اوسېدونكي د قحطان اولاد او د شمالي جزيرآ العرب يعني د حجاز،نجد، تهامې او نورو اوسگېدونكي د عدنان اولاد په خپلو سيمو كي دونه ډېر سول چي بېلي بېلي قبيلې ځني جوړي سوې.
قحطاني عرب تر اسماعيلي عربو ډېرد مخه په تمدن كي وړاندي تللي وه او په تېرومهالونوكي يې ستري ستري واكمنۍ درلودې چي زيا تي مشهوري يې حِمٌيَرٌ ،كهلان
اوسبا وې. اسماعيلي عربو هم ترحضرت مسيح  د مخه او وروسته ځيني نوم وتي واكمنۍ درلودې چي تر ټولو نامتو يې نبطي حكومت وو.
5 ـ جــده
څنګه چي جده اوس مهال زيا تره په سعودي عربستان كي د نړۍ د حج كوونكو لومړنى تم ځاى بلل كيږي او په تاريخ كي ډېرځلي د مكې اوجدې په هكله په ګډه څرګندوني سوي دي چي له دې امله هغې ته دحرمينو دروازه وايي. ځكه لازمه ده چي ددې ښار
په هكله څه وويل سي.
په 26 سپوږميز. كال كي چي حضرت عثمان  له مدينې منورې څخه د عمرې لپاره مكې معظمې ته تشريف وړى وو، د مكې اوسېدونكو ورته وويل چي د شعيبيې د بېړيو تمځاى (بندرګاه) چي د جاهليت له زمانې څخه كار ورځني اخيستل كيږي له مكې څخه ډېرليري دى،نو ته د جدې پرساحل نوى تمځاى ودان كړه. له دې امله حضرت عثمان  جدې ته ولاړ او د بندرجوړولوځاى يې وكتۍ او هلته يي د بېړيو د تمځي جوړولو حكم وركړ.
د مسلمانانوخليفه هلته په سمندركي غسل وكړاو ويې فرمايل چي:" دا مباركي اوبه دي".
او حاضرين يې هم غسل كولو ته وروبلل. په دې ډول د شعيبيې پرځاى جده د بگېړيو تمځى وټاكل سو چي اوس يې د بېړيو او الوتكو د يوه سترنړۍ وال تمځي ( بندر ) بڼه غوره كړې ده.
جده د سعودي عربستان يو ستر ښاردى چي پر " باب حرمين شريفين " سر بېره " عروس البحر الاحمر" ( د سره سمندرګي ناوې ) هم ورته وايي. مساحت يې تر( 1250 )كيلو مترو زياتيږي او تريومليون زيات وګړي پكښي اوسي. تر1980 ع.كال د مخه جده يو معمولي غوندي ښار وو، خو اوس دې ښار دونه پرمختګ كړى دى چي د امريكې او اروپا د ښارونو سره سيالي كوي. د دې ښارد سمندرپرغاړو باندې پاچهانو او لويو چارواكو لوي لوي محلونه جوړكړي دي چي هغوي ته ماډرني تفريح ګانې برابروي.
په جده كي نه يوازې ستري ودانۍ، پراخ سړكونه، ستر ستر پلونه،غټ اوستر بازارونه اولوى لوى خرڅلاوځايونه سته، بلكي فابريكې، تصفيه خانې،كالجونه، پوهنتونونه او دمدنيت نوري ډېري نخښي نښانې هم سته. د جدې په شاو خوا كي هرځاى د تمدن او پرمختګ آثار ترسترګوكيږي. او د غير الكولي مشروباتو لكه كوكاكولا، پيپسې كولا، د مېوو د اوبو اونورو
خوراكي شيانو،كارخانې په كارلوېدلي دي. البته هلته نړۍ وال هوايي ډګر او حج ترمينل هم سته. خو هلته د داسي صنعتونو داسي نخښه نسته چي د هيوادونو د پرمختګ لپاره په كار وي.
د جدې د سوابقو په هكله بايد ووايو چي په شفاء الغرام كي وايي چي ابن جبيرپه خپله سفرنامه كي ويلي دي چي :" په جده كي يو ځاى وو چي په هغه كي يوه كلكه، پخه او لرغونې ګمبته وه او ويل كېدل چي دا د بي بي حوا انا مځكي ته د راكوزېدو ځاى دى ".
او فاكهي په خپل" اخبار مكه" كې د حضرت ابن عباس په روايت وايي چي:" د حوا انا قبر په جده كي دى". شفاء الغرام زيا توي چي:" په جده كي د حوا انا قبر يو مشهور ځاى دى ".
د ايران د مظفرالدين شاه قاجار د وختو يو چارواكي مهدي قلي خان هدايت (مخبرالسلطنه) دخپل 1321س.كال په يونليك " سفرنامهْ مكه " كي وايي:" په جده كي د ليدلو وړ ځاى زموږ د انا قبردى. دحوا انا قبرنه وو يو قيامت وو؛ پنځوس ګامه اوږد دى د دغه قبر د سر او نو پربرابر يوه نيمه ورانه كوټه غوندي وه ". علامه محمد طاهركردي په تاريخ القويم كي د الرحلآ الحجازيآ د ليكوال علامه بتنوني له خولې د يوه اوږده بحث په ترځ كي وايي چي د جدې په ختيزلوري كي د يوه كيلو متر په واټن د هغې د ختيزي دروازې په خوله كي ،كومه چي " باب مكه " يې بولي، يو اوږد قبردى چي ( 150 ) متره اوږد، يو مترلوړ او درې متره پلن دى او دغه د حوا انا قبر بولي. خو علامه كردي او علامه بتنوني دواړه دا خبره نه مني اوپه دلايلو وايي چي دغه د حوا انا اصلي قبر نه دى او ځينو ټګمارانو د خرافات خوښو ناپوهانو څخه د صدقو ټولولو لپاره له ځانه جوړ كړى دى. و الله اعلم.

  