درېيمه برخه: د كعبې شريفي په هكله معلومات

58ـ كعبه شريفه
قال الله تعالى ان اول بيت وضع للناس للذي ببكآ مباركا و هدى للعٰلمين
[ آل عمران : 96 ]
ژباړه : بېشكه تر ټولو لومړى عبادتځى چې د انسانانو د عبادت لپاره ودان سوى دى، هماغه دى چې په مكه كي دى. هغه ته خير او بركت وركړه سوى، او د ټولو نړۍ والو لپاره
د لارښووني منځى ( مركز ) ګرځول سوى دى.  د كعبې د پيدا كېدو د څرنګوالي په هكله په كتابونوكي څو قوله را غلي دي: يو دا چې كعبه لومړۍ كوټه ده چې خداى تعالي د آسمانونو او مځكي تر پيدا كېدو دوه زره كاله پخوا پيدا كړې؛ د اوبو پر مخ يې را څرګنده كړې او بيا يې مځكه ترهغې لاندې غوړولې ده. بل دا چې كعبه لومړۍ كوټه ده چې د ملايكو لخوا د خداى په امر د آدم تر پيدا كېدو دوه زره كاله د مخه پر مځكه ودانه سوې ده چې ملايكو طواف پركاوه. بل دا چې كعبه لومړۍ كوټه ده چې آدم  پر مځكه ودانه كړې ده چې په هغې كي يې لمونځ كاوه او طواف يې پركاوه . د دغو درو سرو قولونو د هر يوه د ثبوت لپاره په كتابونوكي ډول ډول آثار او روايتونه راغلي چې ډېر يې ځينو صحابه وو او تابعينو ته او لږ يې حضرت نبي كريم  ته منسوب دي. او د زياترو ماْخذ د امام ازرقي (رح) تاريخ مكه يا اخبار مكه دى.
اخبار مكه ډېر ستر اوګټوركتاب دى او امام ابوالوليد ازرقي ډېرلوى عالم او موْرخ او د امام بخاري (رح) هم عصره وو. په اخبار مكه كي هغه زياتره روايتونه له خپل نيكه احمد بن محمد الازرقي څخه كړي دي كوم چې د امام بخاري استاد وو او امام بخاري په خپل كتاب " صحيح البخاري " كي ډېر روايتونه له هغه څخه اخيستي دي.  خو لكه چې ښكاري په اخبار مكه كي د كعبې د پيدا كېدو اړوند روايتونه زياتره ضعيف دي. لكه چې د دغه كتاب په ( 41 ) مخ كي د ( آسمانو او مځكي تر پيدا كېدو د مخه كعبه پر اوبو ولاړه وه ) تر سر ليك لاندي څلور روايتونه راغلي چې په هغوكي يو روايت كعب الاحبار ته منسوب دى. كعب الاحبار ثقه تابعي او لوى عالم دى،خو ده ته زياتره هغه خبري منسوبيږي چې له پخوانيو اسرائيلي كتابونو څخه را اخيستل سوي،كومي چې كېداى سي له لويه سره تحريف سوي اونا سمي وي. وايي چې كعب الاحبار به حضرت عمر ته د اهل كتابو خبري اورولې،هغه به د ده پر خبرو اخلاقاً غوږ نيوى، خو بېله څو خبرو چې د شرعي سره سمي وې نوري يې مسلمانانو ته نه بيانولې. دغه راز حضرت معاويه  د كعب الاحبار په هكله ويلي دي چې هغه په هغو وګړو كي چې له اهل كتابو څخه خبري كوي، ډېر رشتينى دى، خو بيا هم څنګه چې د هغه خبري د اهل كتابو پخوانۍ خبري وې موږ به ازمايلې چې نه چې درواغ نه وي. دغه راز عبدالله بن مسعود اوحذيفه رضي الله عنهما په ځينو مواردو كي د كعب خبري درواغ بللي دي. خوځيني وايي چې د معاويه او ابن مسعود اوحذيفه مراد دانه وو چې پركعب د درواغو تور ولګوي، بلكي مطلب يې داوو چې هغه د اهل كتابو د خبرو په نقل كي كله كله تېروتى. وګورئ صحيح البخاري كتاب الاعتصام بالكتاب والسنآ، باب قول النبي  " لاتساْلوا اهل الكتاب عن شيءٍ " (1298) مخ، فتح الباري (13/409) مخ، د ابن كثيرد تاريخ اردو ژباړه (1/61) مخ او الرد القويم (1/223) مخ.  د غه راز ځينو وروستنيو اسلامي عالمانو؛ لكه د تفسير المنار موْ لف محمد رشيد رضا  اود فجر الاسلام، ضحى الاسلام او نوروكتابونو موْ لف استاد احمد امين او د الاسرائيليات و الموضوعات في كتب التفسير ليكوال دكتور محمد بن محمد ابو شهبآ اونورو هم د هغه ناسمو اسرائيلي روايتونو ته په خپلو كتابونو كي ګوته نيولې ده.  د دوهم او څلورم روايت چې مجاهد ته منسوب دى، په راويانوكي يو هشام بن سعد دى. د هغه په هكله د اخبار مكه د پاى څوړ ( حاشيې ) ليكونكى د المعارف په حواله ليكي: " كان شيعيا لآل ابي طالب ". چې البته دابه د روايت په هكله دونه اغېزه نه لري.  د درېيم روايت چې حضرت ابن عباس  ته منسوب دى، په راويانو كي يو سعيد بن سلام القداح دى. د هغه په هكله د دغه كتاب د حاشيې ليكونكى د تقريب التهذيب په حواله ليكي: " صدوق يهم رمى بالارجاء، من كبار التاسعآ ". او دوهم طلحه بن عمرو دى. د هغه په هكله د دغه كتاب د حاشيې ليكونكى د تقريب التهذيب په حواله ليكلي: " متروك من الطبقآ السابعآ ". او علامه الباني په سلسلآ الاحاديث الضعيفه كي ليكي: " طلحآ بن عمرو، قال النسايي: متروك الحديث و قد انكر عليه عبدالرحمٰن بن مهدي ".  دغه راز د دغه كتاب په ( 44 ) مخ كي ( د آدم تر پيدا كېدو د مخه د ملايكو لخواد كعبې د ودانولو د بيان ) ترسرليك لاندي حضرت علي بن الحسين ( امام زين العابدين ) ته منسوب يو روايت راغلى چې د هغه په راويانوكي يو القاسم بن عبدالرحمان انصاري دى. د هغه په باب د دغه كتاب د حاشيې ليكونكى او علامه الباني ليكي :" ضعيف الحديث مضطر به، منكر الحديث، ليس بشئ ".
دغسې د دغه كتاب په ( 49 ) مخ كي د ( مځكي ته د آدم  د راكوزېدو، د هغه لخوا د كعبې د جوړېدو او پرهغې باندي د هغه د حج او طواف بيان ) ترسرليك لاندي ( 13 ) روايته راغلي چې حضرت ابن عباس، وهب بن منبه، محمد بن اسحاق، عمرفاروق ابان، عطاء بن ابى رباح، قتاده او عبدالله بن ابي زياد ته منسوب دي. چې د لومړي روايت په راويانوكي  دوه تنه هماغه سعيد بن سالم او طلحه بن عمرو دي.
د دوهم روايت په راويانوكي كومه خبره نسته خوكوم روايت چې وهب بن منبه ته منسوب دى يو بې اندازې اوږد دى. بل د عقل او مشاهدې خلاف خبري پكښي سته او الفاط يې هم د هغه پر ناسم والي دلالت كوي.
بل د هغه په وروستۍ برخه كي پخپله وهب وايي : ( د لومړنيوكتابونو په يوه كتاب كي مې لوستي دي )، چې له دې څخه په څرګنده جوتيږي چې دا يو اسرائيلي روايت دىكوم چې كېداى سي له لويه سره جعلي وي. وهب بن منبه ثقه تابعي دى، د صنعاء قاضي وواو د اهل كتابو له علم او پخوانيوكتابونو څخه په پوهه كي يې نوم درلود. اوڅنګه چې يې اسرائيلي روايتونه ډېر روايت كړي دي، ځينو متاخرينو ده ته منسوبو ناسمو اسرائيلي روايتونو ته د انتقاد ګوته نيولې ده.   درېيم، شپږم او نهم روايت په راويانوكي يو ابراهيم بن محمد بن ابي يحيٰى دى.  د هغه په هكله علامه الباني وايي:" وهو ضعيف جداً، و قد كذبه مالك و غيره وضعفه الجمهور". او د اخبار مكه حاشيه ليكونكى وايي: " قالوا: قدرى، معتزلى، جهمى ". د څلورم روايت د راوي او د پنځم روايت د ويونكي عثمان بن ساج په هكله دغه حاشيه ليكونكى وايي: ( فيه ضعف، وهو من الطبقآ التاسعآ ) د اووم روايت د ويونكي ابان په هكله دغه حاشيه ليكونكي وايي:" احد الضعفاء، قيل: متروك الحديث و قيل: كان نسياً للحديث ". د اتم، لسم او يوولسم روايت په راويانوكي هم هماغه سعيد بن سالم او عثمان بن ساج دى. د دوولسم روايت ويونكى قتاده دى. په دې روايت كي وايي چې:" آدم  له جنته د هند پر مځكه را  كښته سو، چې سر يې په آسمان كي وو او پښې يې په مځكه كي وې " (؟) چې دا په خپله د منلو وړخبره نه ده. ( درسول  په صحيح حديث چې په صحيح بخاري اوصحيح مسلم اود امام احمد په مسند كي له ابو هريره  څخه روايت سوى دى، قطعي ثابته ده چې د آدم  قد زموږ په متعارف ګزه [ذراع] شپېته ګزه وو ). په ديارلسم روايت كي يو راوي عبدالعزيز بن ابي عمران دى چې متروك او د شپږمې طبقې څخه بلل سوى دى. او بل راوي يې عمر بن ابي معروف دى چې " منكر الحديث " بلل سوى دى. او د روايت ويونكى هم عبدالله بن ابي زياد دى چې رښتيني او له لسمې طبقې بلل سوى دى.  دغه راز د دغه كتاب په ( 58 ) مخ كي ( د آدم  د حج او خپل ځوځات ته د هغه د دعا په هكله ) ترسر ليك لاندي اووه روايته راغلي دي چې عثمان بن ساج، ابو هريرآ، عبدالله بن ابي سليمان، محمد بن المنكدر، ابن لبيد المدني، سعيد بن المسيب او ابن عباس ته منسوب دي چې د لومړي روايت په راويانوكي هماغه سعيد بن سالم او عثمان بن ساج دي. د دوهم روايت په راويانوكي هماغه ابراهيم بن محمد دى. د درېيم روايت په راويانوكي يو عبدالله بن ابي سليمان دى چې د كتاب حاشيه ليكونكى د هغه په هكله وايي:" د ده په هكله كوم معلومات لاس ته نه دي راغلي ". د څلورم، شپږم او اووم روايت په راويانوكي هم هماغه سعيد بن سالم ، عثمان بن ساج او طلحه بن عمرو دي.  الحاج عباس كراره (رح) په تاريخ الحرمين كي وايي :" دا چې د كعبې په هكله ويل سوي چې د مځكي تر پيدا كېدودوه زره كاله د مخه پيدا سوې ده. په دې هكله اخبار او روايات ټوله د ځينو اصحابو او تابعينو ويناوي دي او د رسول هيڅ قول په دې هكله نسته. خو يو صحح حديث په دې هكله په بخاري او مسلم كي په دې ډول سته: عن عبدالله بن عباس  قال: قال رسول الله  يوم فتح مكآ : " ان هذا البلد حرمه الله يوم خلق السمٰوٰت  و الارض، فهو حرام حرمآ الله الي يوم القيامآ ".  ژباړه : حضرت عبدالله بن عباس وايي: رسول د مكې د فتحې په ورځ وويل:  " خداى تعالي په هغه ورځ چې آسمانونه او مځكي پيدا كول دغه مكه حرامه ګرځولې ده. نو له دې امله دا د خداى په حرمت د قيامت تر ورځي حرامه ده ".  خو دا حديث د كعبې د حرمت پر لرغونتوب دلالت كوي نه پر دې چې كعبه د آسمانونو او مځكي تر پيدا كېدو د مخه پيدا سوې ده. خو د دې سره سره عباس كراره په پخپل كتاب كي د امام ازرقي له اخبار مكه څخه همدغه روايتونه نقل كړي دي. دغسي نورو موْرخينو هم دغه روايتونه په خپلوكتابونوكي له اخبار مكه څخه را اخيستي دي.  د دغو روايتونو په مقابله كي چې څوك د صحيح بخاري، د " كتاب بدء الخلق " (ْ د مخلوقاتو د پيدا كېدو بيان ) وګوري نو ور ته جوته به سي چې د حضرت محمد  د صحيح حديث له مخي يو خداى وو، بل هيڅ نه وه. د خداى عرش پر اوبو ولاړ وو؛ يعني اوبه يې پخوا پيدا كړي وې، او بيا يې عرش پر اوبو پيدا كړ، او د هرشي په هكله يې په  لوح محفوظ كي وليكل او آسمانونه او مځكه يې پيدا كړه. د قرآن كريم آيتونه هم دغسې وايي او اسلامي موْرخين، لكه ابن كثير، ابن خلدون او نور هم دغسي وايي .  د دغو مطالبو د ليكولو په مهال د " اسرائيليات و الموضوعات في كتب التفسير " په نامه يو كتاب په كوټه كي په لاس راغى چې نوى پاكستان ته راوړه سوى وو. دغه كتاب د مصر د ازهراو د مكې مكرمې د ام القرٰى د پوهنتونونو د قرآن او حديث د علومو استاد دكتور شيخ محمد بن محمد ابو شهبآ ليكلى او د " مكتبآ السنآ، دار ثفاقيآ للنشر و التوزيع و البحث العلمي " لخوا نوى چاپ سوى دى، خو د چاپ ځاى او نيټه يې نه ده پر ليكل سوې.  په دغه كتاب كي د كعبې د جوړولو په هكله د اسرائيلي رواياتو په هكله يو فصل ځانګړى سوى چې لنډيز يې دا دى :  " سيوطي (رح) په خپل تفسير الدر المنشور كي د قرآن كريم د  و اذ يرفع ابراهيم القواعد من البيت  د تفسير په ترڅ كي د ازرقي او د هغه غوندي نورو موْرخينو او مفسرينو  څخه كوم چې هرڅه وايي او د سمو او نا سمو توپير نه كوي، د كعبې د ودانۍ او تر ابراهيم  د مخه د هغې د ودانوونكو په هكله ډيرڅه نقل كړي، چې زياتره يې اسرائيليات دي كوم چې له اهل كتابو څخه اخيستل سوي دي. خو كه هغه ( سيوطي ) پرهغه روايت باندي چې بخاري په خپل صحيح كي روايت كړي اختصار او بسنه كړې واى، موږ او ځان دواړه به يې هوسا كړي واى. او په دې اسرائيلياتو به يې د خلكو د ماغونه نه خرابولاى كوم چې د قرآن كريم آيتونه او د رسول صحيح احاديث موږ هغو ته نه احتياجوي. په دې هكله ابن جرير طبري هم په خپل تفسيركي له اسرائيلياتو څخه ډېر څه ليكلي دي". دلته د اسرائيلياتوكتاب د ساري په توګه دوه روايته راوړي كوم چې يو يې هماغه دى چې وايي:" كله چې آدم  له جنته را كښته سو پښې يې په مځكه اوسر يې په آسمان كي وو (!)". چې دې روايت ته هغه هم د شك او تعجب په سترګه كتلي او دا ټول يې اسرائيلي خرافات بللي او وايي چې په دې باره كي له رسول  څخه څه نه دي ثابت سوي. دغه راز دغه كتاب له ابن كثير (رح) څخه خوښي څرګنده كړې چې د بيهقي د دلايل النبوت هغه روايت يې كوم چې د عبد الله بن عمرو بن العاص له لاري رسول  ته منسوب سوى دى، ناسم بللى او ويلي يې دي چې دا د ابن لهيعه، له مفرداتو څخه دى، او هغه ضعيف دى. اوكېداى سي چې دا پرعبد الله بن عمرو بن العاص موقوف وي او د اهل كتابوله هغوكتابونو څخه رانقل سوى وي چې، هغه ته د يرموك په غزا كي په لاس ورغلي وه.  اسرائيليات كتاب وړاندي ليكي :" ابن كثير په البدايآ و النهايآ كي ويلي چې:  له رسول  څخه په صحيح خبركي دا نه دي راغلي چې تر ابراهيم  دمخه ګواكي كعبه ودانه وه".  داوې د اسرائيليات د كتاب څرګندوني. بايد زياته كړو چې د شفاء الغرام ليكوال هم  د ملايكو او آدم لخوا د كعبې جوړول درست او ثابت نه بولي. خو لكه چې د امام فخر الدين رازي (رح) په تفسيركبيركي د آل عمران د سورې د ( 96 او 97 ) آيتونو د تفسير په ترڅ كي  د هغه رايه ګورو هغه هم په دلايلو وايي چې كعبه د آدم  په زمانه كي موجوده وه.  او د نورو ډېرو اسلامي عالمانو له تاليفونو څخه هم دغه خبره په ګوته كيږي. بل كله چې  د قرآن كريم دې آيت ته چې وايي:  ربنا انى اسكنت من ذريتى بواد غير ذى زرع عند بيتك المحرم [ ابراهيم: 37 ]، دقيق سو ځني څرګنديږي، چې كله حضرت ابراهيم خپله مېرمن بي بي هاجره او خپل زوى اسماعيل عليهما السلام مكې ته بوتله اوهلته يې خوشي كړه خداى  ته يې عرض كړه چې پروردګاره ! ما په يوه بې اوبو او بې وښو ناوه كي د خپل اولاد يوه برخه ستا د [ محترم كور تر څنګ مېشته كړېده ] يعني د عند بيتك المحرم   له جملې څخه څرګنديږي چې كعبه د ابراهيم  د مخه د بيت حرام په توګه مشهوره وه او ځاى يې مشخص او ټاكلى وو، كه څه هم د زمانې د حوادثو له امله ورانه سوې وه.
له دې امله موږ په دې هكله اړيو چې و منو چې د ابراهيم  تر ودانۍ د مخه كعبه په همهغه بڼه وه اوځاى يې معلوم او مشهور وو، خو دا نه ده معلومه چې هغه تر ابراهيم د مخه د چالخوا اوكله جوړه سوې وه. ځكه چې په دې هكله كوم صريح آيت او د رسول  كوم صحيح حديث په نظر نه دى راغلى او هرڅه چې په دې باب ويل سوي د اصحاب كرامو، تابعينو او موْرخينو څرګندوني دي. چې ښايي تر اسلام د مخه، د قديموكتابونو او روايتونو په حواله وي، او ښايي له هغو څخه ځيني څرګندوني د روايتونو د تعدد او قدامت او  د ځينو راويانو د ضعف له مخي د واقعيتونو سره هم سمي نه وي.  خو څنګه چې په مطلقه توګه د كعبې موجوديت د حضرت ابراهيم  د مخه  د پورتني آيت او د مشهورو اقوالو له مخي جوت او ثابت امرباله سي، نو موږ به كوښښ وكړو چې په دې هكله د دغو رواياتو له منځ څخه هغه چې د حقيقت سره سم بريښي را نقل كړو.

59ـ د كعبې لومړنى پيدايښت
د تفاسيرو او نورو تاريخي كتابونو له مخي، دكعبې شريفي مځكه هغه سپېڅلې ټوټه ده چې د ټولي مځكي د پيدا كېدو بنسټ باله سي. د عبد الله بن عمر  ، مجاهد، قتاده او سدي په قول كوم چې ډېر مشهور دى،كعبه ترمځكي دوه زره كاله د مخه پيدا سوې ده. اوكله چې مځكه او آسمانونه پيداكېدل،كعبه د اوبو له مخي څخه ترټولو لومړى څرګنده سوه. په پيل كي كعبه سپين ځګ وو چې وروسته وچ او سره ونښتۍ او بيا مځكه تر هغې لاندي داسي وغوړېدل لكه د اوړو د زوالې څخه چې سړى ډوډۍ پخه كړي. ځكه نو مكه " ام القرٰى" يعني د ښارونو مور وبلل سوه.

 60ـ د ملائكو لخوا د كعبې ودانول

 خو ځيني بيا وايي چې كعبه لومړنۍ خونه ده چې پر مځكه ودانه سوې ده. د علي بن الحسين (امام زين العابدين ) څخه پركعبه باندي د طواف د پيل او څرنګوالي په هكله چا پوښتنه وكړه، هغه جواب وركړ: " كله چې خداى  ملائكو ته وويل چې : زه په مځكه كي ځانته يو خليفه دروم . نو هغو ورته وويل چې:" ته په مځكه كي هغه څوك خليفه كوې چې په هغې كي به وراني او فساد كوي او په ناحقه به ويني تويوي ؟ حال دا چې موږ ستا په تسبيح، حمد او تقدس بوختي يو". لوى څښتن ورته وفرمايل:  په هغو چې زه پوهيږم تاسي نه پوهيږئ . نو ملائكو داسي وګڼل چې د دوى په دې خبره خداى پردوى په غضب سوى دى. نو يې عرش ته پناه وروړه او د هغه ګرد چاپېر يې اووه واره طواف وكړ، څو چې خداى ځني راضي سو، او دوى ته يې د طواف لپاره بيت المعمور وټاكى. بيا يې ملائكوته وفرمايل چې ما ته په مځكه كي د بيت المعمور غوندي يوه خونه جوړه كړئ او د مځكي خلكو ته يې وفرمايل چې پر هغې باندي داسي طواف وكړئ لكه د آسمانو خلك چې يې پر بيت المعموركوي.
61ـ د آدم او شيث عليهما السلام لخوا د كعبې بيا جوړول

څنګه چې خداى تعالى قادر مطلق دى،كولاى يې سواى چې كعبه شريفه، چې د ده پاك ذات ته منسوبه ده د قيامت تر ورځي پوري د هماغسي لومړنۍ ودانۍ په شكل باقي وساتي. اوكه يې دا اراده واى چې څوك دي د هغې د ترميم كار و نه كړي، نو د جواهرو داسي يوه ټوټه به يې ګرځولې واى چې باد او باران او نورو حوادثو هيڅ اغېزه نه پركولاى او ترڅو دا مځكه، دا آسمان واى هغه به پر يوه حال ودانه واى. خو څنګه چې دا نړۍ، حادثه ( نوپيدا ) او طبيعتاً د هغې د ټولو اجزاوو سره د بدلون او تغير په حال كي ده؛ لكه چې حادث خداى تعالى د خپل حكمت بالغه په مقتضا متغيرخلق كړى او له يوه حالته بل حالت ته متحول دى. نو له دې امله د خداى تعالى په حكم د تاريخ په اوږدوكي كله نا كله كعبې بيا رغوني ته اړتيا پيدا كړې. چې خداى خپلو ځينو غورو بنده ګانو، او د مځكي ځينو نورو اوسېدونكو ته د هغې په جوړولو او بيا رغولوكي په برخه وركولو سره، ځانګړې نېكمرغي ور په برخه كړې ده. په دې ډول د مځكي د سر په وګړوكي لومړى د دې سپېڅلي خوني د جوړېدو نېكمرغي د ابو البشر آدم  په برخه سوې ده.  ابن عباس  وايي: لومړى سړى چې د لومړي ځل لپاره يې پر مځكه كعبه ودانه كړې او لمونځ يې پكښي وكړ، او طواف يې پر وكړ، او د حج مناسك يې تر سره كړه، آدم  وو. اوكله چې ملائكي ورسره مخامخ سوې، ورته ويې ويل چې ستا حج مبرور دى ځكه موږ تر تا دوه زره كاله د مخه د دغي خوني حج كړى دى. بيا چې تر آدم  وروسته د كعبې شريفي ودانۍ بيا جوړوني ته اړتيا پيدا كړه، نو حضرت شيث  ته د هغې د تجديد بنا نېكمرغي ور په برخه سوه.
د يادولو وړ خبره :
علامه ابن حجر عسقلاني په فتح الباري كي وايي:" كله چې آدم  دكعبې د ودانولو څخه وزګار سو، نو د خداى په حكم بيت المقدس ته په سياحت ولاړ او كله چې هلته ورسېدى د كعبې شريفي ترجوړولو څلويښت كاله وروسته يې هلته د بيت المقدس مسجد ودان كړ، چې بيا دغه مسجد سليمان  ودان كړ".

62ـ د نوح  طوفان
په ځينو روايتونوكي راغلي دي چې د نوح  د طوفان په پېښه كي؛كوم چې كيسه يې په قرآن كريم كي ذكر سوې ده، سره د دې چې د طوفان اوبو د مځكي ټوله كره پر سر واخيسته او د ډېرو لوړو غرونو ترڅوكو څلوېښت ګزه لوړي سوې، اما پركعبه شريفه يې د پورته كېدو قدرت نه درلود، بلكي اوبه لكه لوى لوى غرونه د هغې شاوخوا ولاړي وې. په دې حالت كي د نوح  بېړۍ د مكې مكرمې لوري ته مخه كړه او څلوېښت ورځي يې پركعبه طواف كاوه. بيا "جودي" نومي غره ته چې په " موصل" كي واقع دى ورسېده.
په ځينو نورو روايتونوكي بيا وايي چې د نوح  طوفان كعبه له بېخه وايسته او  د خداى  په امر آسمان ته پورته او هلته ودانه سوه. ترطوفان وروسته د كعبې ځاى د سرې غونډۍ غوندي ښكارېدى چې سيلونه نه سواى پر پورته كېدلاى. هلته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه وګړي د زيارت لپاره ورتلل، انبياوو  به يې حج كاوه او مظلومانو او بې وزلانو به په دې سپېڅلي مكان كي خداى ته دعا وي كولې. نو داسي وګړي به ډېر لږ وه چې خداى به يې  دعا نه قبلول.
63ـ د نوح  ترطوفان وروسته د مكې او كعبې حالت
لكه چې تاريخ ارض القرآن د ابن قتيبه او يعقوبي د تاريخونو په حواله ليكي د نوح  زوى سام د حرم په شاوخوا مځكوكي استوګن سو. او نوري تاريخي څېړني هم جوتوي چې د سامي قومونو مسكن كوم چې عرب هم له هغو څخه دي، همدغه د عربو ملك دى چې د زمانې په تېرېدو سره يو شمېر يې د بېلا بېلو موخو او لا ملونو له مخي له دغه ځا يه نورو ملكو ته خپاره سوي دي.
دغه راز تاريخي شواهد ښيي چې د نوح  ترطوفان وروسته د ابراهيم  تر وختو پوري د مكې معظمې په شاوخوا سيموكي عرب قبايل اوسېدل. لكه چې په تاريخ طبري او تاريخ ابن خلدون كي راوړي: " كله چې پر عاديانو د دوى د هلاك د پيلامې په توګه كاختي  ( قحطي ) راغله، نو يې څو تنه د باران د اورېدو د دعا لپاره مكې ته واستول او هغو لومړى د مكې او حرم د باندي د بكر بن معاويه په كوركي واړول او بيا د باران اورېدو لپاره مكې ته ولاړل".  دغه راز مكه مكرمه د عيسٰى  تر زېږېدو ( 2500 ) كاله د مخه د هغه كاروان تم ځاى وو، چې له يمن څخه تر شامه ( سوريې ) يې تګ راتګ كاوه. له دې او نورو دغسي رواياتو څخه معلوميږي چې تر ابراهيم  د مخه هلته د مكې په شاو خوا كي وګړي اوسېدل. خو په خپله د كعبې پرشاوخوا او په مكه معظمه كي څوك نه اوسېدل. او لكه چې مخكي هم وويل سوه د نوح  د وختو څخه د ابراهيم  تر وختو پوري دكعبې ځاى د سرې غونډۍ غوندي ښكارېدى، چې ترنوح وروسته هود او صالح عليهما السلام د كعبې د دغه مقدس ځاى حج كړى، او نور وګړي هم هلته د حج او زيارت لپاره تلل. خو په دې موده كي كعبه چا له سره نه ده ودانه كړې.

64ـ د كعبې معنا او د هغې نور نومونه
څنګه چې كعبه، دغه د خداى  كور همدغه ستر ذات ته منسوبه ده د هغې د سترتوب، شرف او عزت له امله په كعبه نومول سوې ده. ځكه عرب چې كوم شي ته د سترتوب او شرافت په سترګه ګوري، نو د كعب كلمه ورته كاروي.  البته كعبې ته له دې امله هم كعبه وايي چې مكعب او مربع ده يعني څلوركنجه كوټه ده او هره ودانۍ چې لوړه او څلوركنجه وي، هغې ته كعبه ويل كيږي. دغه راز وايي چې له دې امله يې كعبه بولي چې د مځكي په منځ كي واقع ده. اوځيني وايي له دې امله يې كعبه بولي چې له نورو ودانيو څخه بېله پرته ده. د خداى دغه كور په قرآن كريم كي دوه ځلي د كعبې په نامه ياد سوى دى. دكعبې نور نومونه " بكه "، " بيت الحرام "، " بيت العتيق "، " قادس"،" نادر "، " القريآ القديمه "، " البنيآ "، " الدوار" او " المسجد الحرام " او نوردي، چې هر نوم ځان ته علت او فلسفه لري چې په اسلامي رواياتو كي نغوتي ( اشارې ) ورته سوي دي.
داچي ولي كعبه څلور كنجه جوړه سوې ده او څلور ركنه لري، وايي چې كعبه د بيت المعمور پر برابر او بيت المعمور د عرش پر برابر واقع دى او عرش څلور ضلعي اوركنه لري، ځكه نو كعبه هم مربع جوړه سوې ده. د يوه بل روايت له مخي څنګه چې هغه كلمې چې د اسلام بنسټ پر ايښوول سوى دى، څلور دي، يعني څلور تسبيح ( سبحان الله و الحمد لله ولا اله الا الله و الله اكبر ) دي، ځكه نوكعبه هم څلور كنجه جوړه سوې ده. نو كوم حاجي او عمره كوونكى چې د ژور ليد څښتن وي هغه په دې اند وي چې پركعبه، بيت المعمور او عرش الله طواف كوي او د څلورو تسبيحاتو پر بنسټونو ګرځي راګرځي، چې د دغسي حاجي او عمره كوونكي زړه د خداى عرش ګرځي.  د كعبې د كنجونو د نومونو د وجهي په هكله د دې كتاب ( 311 ) مخ وګورئ.

65ـ ابراهيم 
څنګه چې د همدغي اوسنۍ كعبې ودانۍ له لويه سره هماغه ده، چې ابراهيم  يې بنسټ ايښى دى ( كه څه هم لږ و ډېر بدلون پكښي راغلى دى ) او څنګه چې ابراهيم 
د حضرت محمد  سرنيكه؛ بلكي جد الانبياء دى، او زموږ سپېڅلى دين، اسلام د هماغه ابراهيمي دين پر بنسټونو ولاړ دى. او د مكې اوكعبې تاريخ له همدغه ستراو سپېڅلي شخصيت څخه را پيليږي، نو لازمه ده چې د كتاب په دې برخه كي د خداى  د همدغه ستر نبي او د هغه د سپېڅلي ژوندانه او د هغه د زمانې د حاكمو شرايطو په باب څه معلومات وړاندي كړو:  حضرت ابراهيم  د " ابراهام "، " براهم "، " براهيم " ، " ابرام " او " براهمآ " په نومونو هم ياد سوى، د پلار نوم يې " تارخ " وو،كوم چې د خپل قوم مشر او لارښود وو، او موږ ته د" آذر" په نامه راپيژندل سوى او د مور نوم يې " نونا " وو.  د نوو څېړنو سره سم په كال 260 يا 189 قبل الميلاد كي د " بابل " د هيواد  د " اور " په ښاركي زېږېدلى. ( دغه ځاى ته چې د هماغه مهال ډېر سترصنعتي او تجارتي ښار وو، اوس عراق وايي ). په دې وروستيوكي د لرغون پېژندونكو د كيندنو له امله د غه ښار څرګند سوى كوم چې د فارس د خليج په خوله كي او د عراق پلازميني بغداد ته نژدې  پروت دى.  د ده ( ابراهيم ) نيكه ګان عرب نه وه؛ بلكي په عبراني ژبه يې خبري كولې. ابراهيم هم عبراني نوم دى، چې معنا يې ده " د سترتوب را منځته كوونكى ".
66ـ د بابل واكمني او ابراهيم 
د عيسى  تر زېږېدو تقريباً دوه زره كاله د مخه د بابل سلطنت ډير په غوره كي وو. مالي او اقتصادي حالت يې ډېر پياوړى وو، ستر پوځي ځواك يې درلود. هره خوا يې امنيت وو، او ښې او ښادۍ پكښي پرېمانه وې. له دې امله د دغه ځاى د دغه مهال واكمن دونه مغروره سوى وو، چې د ټولواكمنۍ په لويه بت خانه كي يې د خپل ځان زرينه مجسمه ايښې وه او رعيتو ته يې حكم كړى وو، چې د هغه عبادت وكړي.
لوى څښتن  د دغه لار وركي قوم سمي لارې ته د بېرته را اړوني او لارښووني لپاره حضرت ابراهيم  د پيغمبر په توګه وګومارى. هغه په خپل سم او سالم فكردا جوته كړه چې خداى يو او پر ټوله دنيا او مافيها واكمن دى. كوم بتان چې خلك جوړوي او عبادت يې كوي د خداى په وړاندي هيڅ هم نه دي.  نو يې وپتېيل چې خلك د خداى وحدانيت ته را وبولي، خو دوخت د پاچا غوږونه ؛ لكه زموږ د زمانې د ډېرو واكمنانو غوندي د حق له اورېدو څخه پردي وه، ځكه نو د توحيد غږ بد پر ولګېدى. دا له دې امله چې كه يې د ابراهيم  بلنه منلې واى د خدايۍ له رتبې څخه د بنده ګۍ مرتبې ته راټيټېدى، چې دا دغسي وګړو ته ناشونې خبره ده.
پاى د حضرت خليل الله  ستر دښمن سو، او د هغه د زورولو او له مينځه وړلو په لټه كي سو. چې د ابراهيم  او د دغه ظالم واكمن كيسه ډېره مشهوره ده او په ډېرو كتابونو په تېره د تفسير په كتابونو كي په تفصيل سره راوړه سوې ده. د حضرت ابراهيم  كورنۍ واكمن ته ډېره نژدې وه او له دې امله هغو هم د ابراهيم  سره واخيسته.

67ـ د حضرت ابراهيم  هجرت
حضرت ابراهيم  چې د كورنۍ، قوم او د وخت د واكمنو مخالفت وليد، نو يې   خداى په حكم د وطن پرېښوولو او هجرت لار ونيول. هغه د خپلي مېرمني بي بي ساره، خپل وراره لوط  او هغو لږو وګړو سره چې پر ده يې ايمان راوړى وو، په داسي حال كي چې څه مالونه او څاروي هم ورسره وه " حران " نومي ځاى ته ولاړ او ترڅه مهاله پكښي  و اوسېدى. بيا مصرته ولاړ، هلته له پخوانيو فرعونانو څخه يو ظالم فرعون واكمن وو. وايي چې بي بي ساره ډېره ښايسته وه، نو يو چا فرعون ته د هغې د ښكلا او جمال صفت وكړ. هغه سړي ور واستول او پوښتنه يې ځني وكړه چې دغه ښځه دي څه ده ؟  ابراهيم  وبېرېدى چې كه ورته ووايم چې مېرمن مې ده مړ به مې كړي. نو يې ورته وويل چې دا مې خور ده. فرعون ورته وويل چې دا به جوړه كړې او ماته به يې راولېږې. نو هغه وو چې ابراهيم  بي بي ساره ته ورغي او ورته ويې ويل چې : ته د ايمان له مخي زما خور بلل كېږې او ما دغه ظالم پاچا ته هم وويل چې دا زما خور ده، نو هوښ كوه چې ما ورته درواغجن نه كړې. هغه وو چې سارا يې فرعون ته ولېږل.كله چې ورغله او ورته كښېنستل، فرعون لاس ور واچاوه، خو لاس يې د خداى  په امر وچ سو. فرعون ورته  وويل چې خداى  ته دعا وكړه چې زما لاس بېرته روغ كړي. زه وعده درسره كوم چې تاوان به نه در رسوم؛ بلكې احسان به درسره وكړم. نو هغه وو، چې د سارا د دعا له امله يې لاس جوړ سو. دغه ظالم بيا لاس ور واچاوه، چې بيا يې لاس ترد مخه لا ډېر وچ او په درد سو. بيا يې عذر ورته وكړچي بيا يې د سارا د دعا له امله لاس جوړ سو. نو هغه وو چې فرعون بخښنه ځني وغوښته او بي بي هاجره يې د هغې د دلاسايى لپاره ور وبخښل. ( زياتره ويل كيږي او مشهوره ده چې بي بي هاجره مينځه وه. خو ډېرو محققينوجوته كړې ده چې  دا آزاده او د فرعون لور وه ).
كله چې بي بي سارا، ابراهيم  ته ورغله هغه پوښتنه ځني وكړه چې څه وسوه ؟ دې ورته وويل: لوى څښتن  د كافر، فاجر مكرونه په نطفه كي ورخنثٰىكړه او  هاجره بي بي يې د خدمت لپاره راكړه.
تردې وروسته ابراهيم  فلسطين ته ولاړ او هلته يې استوګنه غوره كړه، او په زړوالي يې د خداى  څخه د نېك اولاد غوښتنه وكړه. بي بي سارا ورته وويل: ماته خو خداى اولاد نه راكوي او مشوره يې وركړه چې دغه بي بي هاجره چې ښكلې، سپېڅلې او فرمان وړنكې ښځه ده، په نكاح كړه، ښايي له دې څخه خداى  اولاد دركړي.

68ـ ابراهيم، هاجره، اسماعيل  او مكه
څو موده وروسته پر هاجرې او اسماعيل  د بي بي سارا نيت بد سو او كست يې په وسو، نو يې بالاخره له حضرت ابراهيم  څخه وغوښته چې هاجره او زوى يې يوه ليري ځاى ته بوزي. په دې وخت كي ابراهيم  ته د خداى لخوا امر وسو چې د سارا خبره ومنه. نو يې هاجره او اسماعيل له ښاره را وايستل او مزل پر مزل يې مكې شريفي ته ورسول. هلته يې د " ابو قبيس " د غره په لمن كي د خداى بيتې ته نژدې كومه چې ورانه وه پرېښوول.  حضرت اسماعيل دغه مهال تى رودى. ابراهيم  په يوه خورجين كي څه خرما او په يوه مشك كي څه اوبه ور پرېښوولې او خپله ځني رهي سو. بي بي هاجره په پسې سوه او پسي ناري يې كړه: ما او زما دغه پرتي ماشوم په دې بټـي بيابان كي چاته پرېږدې؟ حضرت ابراهيم  ورته وويل: ماته خداى امركړى دى، چې دلته مو پرېږدم. بي بي هاجرې وويل نو چې داسي ده هيڅ پروا نه كوي موږ هغه خداى ساتي.
په دې ډول حضرت ابراهيم  له دوى څخه بېل سو او بيرته فلسطين ته ولاړ. كله چې له دوى څخه ليري سو د كعبې په لوري يې مخ كړ؛ لاسونه يې پورته كړه او دا دعا يې وكړه :  ربنا انى اسكنت من ذريتى بوادٍ غير ذي زرع عند بيتك المحرم ربنا ليقيموا الصلاآ فاجعل افئدآً من الناس تهوىّ اليهم و ارزقهم من الثمرات لعلهم يشكرون [ ابراهيم : 37 ]  ژباړه : اى ربه ! ما زما له اولادې څخه ( چې اسماعيل او اولاد يې دى ) ستا د درنې او ستري كوټې سره په يوه بې كښته ناوه كي استوګن كړه، څو ستا عبادت د هغه د ټولو حقوقو سره سم تر سره كړي. نو اى ربه ! د ځينو خلكو زړونه د دوى په مينه متمايل كړه او له هر ډول ميوو څخه روزي وركړه، څو شكر وباسي.  كله چې د بي بي هاجرې او اسماعيل هغه څه خواړه او اوبه خلاصي سوې او دواړه تږي سول، نو بي بي هاجره د اوبو په لټون اووه ځلي له " صفا " تر " مروه " ولاړه، راغله، خو نه يې اوبه وموندلې او نه داسي يو څوك چې اوبه وركړي. او تنده يې نوره هم زياته سوه.  عن ابن عباس  قال: قال النبي  : " فلذالك سعٰى الناس بينهما ". يعني حضرت ابن عباس  وايي چې رسول  وويل:" له دې امله حاجيان د صفا او مروه تر منځ سعى كوي".  كله چې بي بي هاجره د وروستي ځل لپاره مروه ته پورته سوه يو آواز يې واورېد، چپ سوه، چې غوږ يې ونيوى بيا يې آواز واورېد. نو ويي ويل : غږ خو مې واورېد، ښايي څوك وي چې مرستي ته مې را و دانګي ؟ هغه وو چې نا ببره د زمزم د څا پرځاى يوه ملائكه  ( حضرت جبرائيل  ) څرګند سو او د پښې پونده يا وزريې د اسماعيل ترقدم لاندي په مځكه ووهل او اوبه راووتلې.
بي بي هاجرې له دې بيري چې وچي نه سي اوبه ډم كړې، خپل مشك يې ځني ډك كړ او ويل يې: " زمزم " " اى اجتمع " يعني ډم سئ او ودرېږئ ، خو اوبه همدغسي پرخوټېدو او ډېرېدو وې. لنډه دا چې بي بي هاجرې اوبه وچښلې او خپل كوچني ته يې هم وركړې. په دې وخت كي ملائكي هاجرې ته وويل: بېرېږه مه ! دلته دغه ورانه بيته دغه هلك او د هغه پلار  جوړوي او خداى تعالى خپل دوستان نه هلاكوي.
رسول  وايي: " خداى تعالى دي د اسماعيل پرمور ورحميږي كه يې تلوار نه واى كړى يا يې د زمزم اوبه همدغسي پرې ايښي واى، خامخا به بهېدلي او رواني سوي واى.  لكه چې مخكي مو وويل دغه مهال د كعبې ځاى د سرې غونډۍ غوندي ښكارېدى چې  سيلونه به يې له ښي او كيڼي خوا تېرېدل او هاجرې هلته شپې او ورځي تېرولې چې آخر  د جرهم په نامه د يوه قوم د كوچيانو يوه ډله يا يوه كورنۍ هلته ورغله او د كعبې شريفي نژدې  شا و خوا ته د هاجرې په اجازه ميشته سول. په دې ترڅ كي حضرت ابراهيم  هغه خوب ولېد كوم چې د اسماعيل د قربانى مشهوره كيسه اوستره ازموينه ځني رامنځ ته سوه. وروسته اسماعيل په دغه قوم كي و روزل سو، عربي ژبه يې ځني زده كړه او كله چې ځوان سو له هغو څخه يې يوه ښځه هم په نكاح كړه. په دې ډول هلته كلى ودان سو، چې بيا ورو ورو  د مكې لوى ښار ځني جوړ سو.
وروسته د اسماعيل  مور وفات سوه او يو وخت ابراهيم  د هغو د پوښتني لپاره ورغي. اسماعيل يې ونه موند او د هغه مېرمن يې پيدا كړه او د اسماعيل پوښتنه يې ځني وكړه. هغې ورته وويل: وتلى دى چې كور ته څه راوړي. بيا يې د هغو د ژوند حال ځني وپوښتى. هغې ورته وويل چې ژوند مو ښه نه دى، په خواري او ارياني اخته يو. مطلب ناشكري يې څرګنده كړه اوښه وضع يې ورسره و نه كړه. نو ابراهيم  ورته وويل كله چې دي خاوند راغى زما سلام ورته ووايه. او ورته ووايه چې د كور د دروازې چارچوب دي بدل كړه.
كله چې اسماعيل  كورته راغى مېرمني يې ورته وويل چې يو سپين ږيرى راغلي وو، ستا پوښتنه يې را څخه وكړه او بيا يې زموږ د ژوند احوال وپوښتى، ما ورته وويل چې ژوند مو سم نه دى. هغه را ته وويل چې زما سلام اسماعيل ته ووايه او دا هم ورته ووايه چې د دروازې چارچوب دي بدل كړه. هغه ورته وويل چې دا زما پلار وو او په دې خبره يې ماته امر كړى دى چې تا طلاقه كړم، نو ته دي د خپلوانو كره ولاړه سه.
بيا اسماعيل د جرهم له قوم څخه بله ښځه وغوښتل. ابراهيم  بيا يو وخت راغى، بيا يې اسماعيل ونه موند او د هغه مېرمن يې وموندل او د هغه معلومات يې ځني وغوښت، هغې ورته وويل: تللى دى چې څه راوړي. ابراهيم ورته وويل چې ژوند مو څنګه دى ؟ هغې د خداى شكر ووايه او ورته ويې ويل چې ډېر ښه ژوند مو دى. ابراهيم  ورته وويل چې څه شي خورئ او چښئ ؟ هغې ورته وويل: د ښكار غوښي خورو او د زمزم اوبه چښو. ابراهيم  ورته وويل چې نور څه خواړه او ډوډۍ نه لرئ ؟ هغې ورته وويل چې نه. ابراهيم  وويل چې : اى باري خدايه ! د دوى په غوښو او اوبو كي بركت واچوه. حضرت ابراهيم  وصيت ورته وكړچي اسماعيل  ته ووايه چې د كور د دروازې چارچوب دي پرځاى پرېږده. كله چې ابراهيم  ولاړى، اسماعيل  كورته راغى. ښځي يې ورته وويل چې داسي يو سپين ږيرى سړى راغلى وو. هغه ورته وويل چې دا زما پلار وو او ما ته يې ستا په هكله د ښو او احسان امركړى دى.  په دې ډول اسماعيل  په مكه كي اوسگېدى، او ابراهيم  په شام كي د خپلي مېرمني بي بي سارا سره ژوند كاوه. او كله كله چې به يې فرصت پيدا كړ، د اسماعيل  پوښتني ته به ورتلى.
69ـ د كعبې د جوړولو امر
كله چې د لوى څښتن لخوا حضرت ابراهيم  ته امر وسو چې كعبه شريفه ودانه كړي، له شام څخه د اسماعيل  كره راغى او هغه يې په داسي حال كي وموند چې
د زمزم د اوبو د څا پر غاړه تر يوې وني لاندي د غشي په توږلو بوخت وو. اسماعيل چې خپل پلار وليد مخي ته ورغى، روغبړ يې ورسره وكړ، يو د بل غاړي ته يې لاسونه سره واچول او بيا ترهغه ونه لاندي كښېنستل، حال احوال يې سره وپوښتى او بالاخره حضرت ابراهيم  وويل چې : زويه ! خداى جل شانه ما ته امركړى دى چې دلته د خداى خونه جوړه كړم.  ( دكعبې پرځاى سرې غونډۍ ته يې اشاره وكړه ). اسماعيل  د دې كار لپاره په ډېره مينه خپل تيارى وښود.  نوهغه وو چې پلار او زوى د خداى  د لارښووني سره سم يوم اوكلنګ را واخيستل، په كار يې پيل وكړ. هغه غونډۍ يې وكيندل، څو چې د كعبې شريفي همهغه د آدم   د ودانۍ لومړني تهدابونه ښكاره سول، او بيا يې د كعبې شريفي د دېوالونو په پورته كولو پيل وكړ. ابراهيم  يې بنايي كول او اسماعيل ډبري ورته راوړلې،څو چې دېوالونه دونه لوړ سول، چې د ابراهيم  مبا رك لاسونه نه ور رسېدل. نو هغه وو چې ابراهيم  پر داسي يوه معجزه لرونكې ډبره پورته سو چې هرڅونه به دېوال لوړېدى، دغه ډبره به هم په هماغه كچه لوړېدل. ( دغه ډبره مقام ابراهم دى كوم چې د ابراهيم  د پلو نخښي باندي سته او اوس هم د يوې څرګندي معجزې په توګه،كعبې شريفي ته نژدې ځاى پرځاى سوې ده. په دې هكله نور تفصيل په [320 ] مخ او د هغه په وروسته مخونو كي وګورئ ).
كله چې د دې ودانۍ كار پاى ته ورسېد ابراهيم  ، اسماعيل ته وويل چې داسي يوه ډبره راوړه چې د دې متبركي بيتې په دېوال كي ځاى پرځاى سي، څو د خلكو د طواف د پيل او پاى لپاره نخښه وي. كله چې اسماعيل  په ډبره پسي ولاړى، جبرائيل  حجر اسود ورته راوړه او ابراهيم  د كعبې په دېوال كي نصب كړه. اسماعيل  چې ډبره راوړه ويې ليدل چې ابراهيم  ډبره ايښې وه. نو يې ورته وويل چې دا چيري وه او چا درته راوړه ؟ هغه ورته وويل چې دا هغه چا راته راوړه چې نه مې تا او نه مې ستا ډبري ته اړباسي. ( په دې هكله بشپړ تفصيل په [ 304 ] مخ كي وګورئ ).

70ـ د ابراهيمي كعبې د ودانۍ ځانګېړني
محمد عبد المعبود د تاريخ القويم او تاريخ مكه په حواله ليكي :
1_ حضرت ابراهيم  كعبه د حضرت آدم  د كعبې پربنسټونو ودانه كړه .
2_ هغه يوه ډبره پر بله و اوډلې او دېوالونه يې پورته كړه. خټـي، اهاك يا كوم
بل شى يې نه دى پكښي كارولى.
3_ حضرت ابراهيم  كعبه مستطيل شكله ( اوږده ) جوړه كړه.
4_ د هغه د كعبې ودانۍ څلوركنجه درلوده. ( د حجراسود كنج [ ركن ] ، عراقي، شامي او يماني كنجونه چې د څلورو واړو استلام به كېدى ).
5_ په لمرختيز دېواله كي يوه دروازه وه چې چارچوب يې نه درلود او دروازه نه وه پكښي ايښوول سوې، ( دكعبې شريفي دروازه لومړى تبع پاچا چې اسعد الحميري نومېدى پكښي ايښې او قلف هم، هغه د لومړي ځل لپاره ور اچولىدى ).
6_ دروازه يې د مځكي سره برابره وه، لوړه نه وه.
7_ حطيم ( حجر اسماعيل ) په كعبه كي شامل وو.
8_ كعبې چت نه درلود.
9_ كعبې شريفي غلاف نه درلود ( غلاف هم تر ټولو لومړى تبع وركړ ).
10_ د دېوالو لوړوالى نه ګزه ( 13ـ پټه، 6ـ انچه يا 4ـ متره 10 سانتى وو ).
11_ د دروازې يعني دلمرختيزلوري دېوال 23 ګزه ( 48ـ پټه، 6 ـ انچه يا 14 ـ متره
33ـ سانتى وو ).
12_ د حطيم د لوري يعني د عراقي ركن څخه تر شامي ركن پوري دېوال 22 ګزه
( 33ـ پټه يا تقريباً لس متره وو ).
13_ د ركن شامي څخه تر ركن يماني پوري 31 ګزه (46ـ نيم پټه يا 13ـ متره
58ـ سانتى وو ).
14_ د ركن يماني څخه تر حجر اسود پوري 25 ګزه ( 30 ـ پټه يا 9 ـ متره
15 ـ سانتي وو ).
د بيت الله شر يفي د ابراهيمي ودانۍ شكل په لاندي ډول وو :

71ـ د ابراهيم  لخوا خلكو ته د حج لپاره بلنه

كله چې ابراهيم  د كعبې له ودانولو وزګار سو. نو خداى  وحي ورته راولېږلې چې:  و اذن فى الناس بالحج  [ الحج: 27 ] يعني خلكو ته د حج لپاره عمومي بلنه وركړه. حضرت ابراهيم  عرض وكړ چې اى پروردګاره ! دلته خو تر ډېرو ليرو سيمو پوري څه ودانۍ نسته او چيري چې ودانۍ سته هلته خو زما غږ نه رسيږي ؟ خداى تعالى ورته وويل: ته اعلان وكړه، رسول يې پر ما دي. نو ابراهيم پرمقام ابراهيم يعني پرهغه مشهوره ډبره باندي كومه چې اوس هم په حرم شريف كي پرته ده، وختى او د دې مقام په واسطه لوړ پورته سو څو د ابي قبيس غره ترڅوكو لوړ سو او ناري يې كړه : اى خلكو ! خداى تعالى خپل كور جوړكړى او د هغه حج يې  پر تاسي فرض كړى دى، نو د خپل خداى بلنه و منئ او حج ته راسئ ! خداى  دغه بلنه په هرځاىكي هر روح ته ورسول. نو د هرچا چې حج په نصيب وو د هغه روح دغي بلني ته جواب وركړ چې: ( لبيك، اللهم لبيك، لبيك، لا شريك لك، لبيك ، ا ن الحمد و النعمآ لك و الملك ،لا شريك لك ).  يعني زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړيم. لويه څښتنه ! ستا  د فرمان د پلي كولو اوستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضراو تيار ولاړ يم. تا لره هيڅ شريك نسته، زه ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. په رښتيا سره ټوله ثنا، صفت او نعمتونه تا لره دي، او ټولواكي تا لره ده، تا لره شريك نسته. په دې ډول حضرت ابراهيم  د حضرت اسماعيل  او د جرهم  د قوم د مسلمانانو سره يو ځاى د حج مناسك ادا كړل او دحج د مناسكوڅخه ترفراغت وروسته خپل وطن شام ته ولاړ او هلته وفات سو.  (د سمط النجوم العوالى د درېيم ټوك په (503) مخ كي وايي چې :" د المسترشد بالله عباسي خليفه په زمانه كي په كال 514 س. كي د حضرت ابراهيم، او حضرت اسحاق او حضرت يعقوب  قبرونه كشف سول او د دوى اجسام مبارك داسي پكښي وليدل سول لكه هماغه ګړى چې پكښي ښخ سوي وي او د دوي د اجسامو سره د سرو او سپينو زرو قنديلونه او څه نورشيان هم وموندل سول. خو په دغه كتاب كي دا نه دي ويل سوي چې دغه قبرونه چيري وموندل سول ).  نو څوك چې حج كوي دغه ناره يې اورېدلې وي، چا چې يو ځل جواب وركړى وي، يو ځل حج كوي. چې د وه واره يې جواب وركړى وي دوه پلا حج كوي، او چې ډېرځله يې جوابونه وركړي وي ډېرحجونه كوي. خو چا چې د حضرت ابراهيم  دغه دعوت ته لبيك نه وي ويلى، هغه د خپل بد بخت له امله د حج له دې نعمت څخه بې برخي پاته وي.

72ـ هاجره او اسماعيل 
په لرغونوكتابونوكي بي بي هاجرې ته د ( هاجر ) لفظ استعمال سوى دى چې اصل يې عبراني لفظ " هاغار" دى. د هاغار معنا ده : پردۍ او اجنبي. هاجره د مصرد فرعون يا  د مصر د يوه قبطي پاچا لور وه . دغه بي بي چې كله مړه سوه په حطيم كي د كعبې شريفي د رحمت تر ناوې لاندي خاورو ته وسپارل سوه.  اسماعيل په اصل كي " شماع ايل " دى چې دا هم عبراني لفگگگظ دى او معنا يې ده " خداى اورېدل ". څنګه چې حضرت ابراهيم  او بي بي هاجرې له خدايه اولاد  غوښتى وو او خداى يې دغه دعا واورېدل، ځكه يې نو د هغه نوم " شماع ايل " كښېښووى، چې عربي او پښتو تلفظ يې اسماعيل دى او په عربي د ( اسمٰعيل ) په بڼه ليكل كيږي. حضرت اسماعيل  په 2074 قبل الميلاد كي په فلسطين كي زېږېدلى دى. 
73ـ د حضرت اسماعيل د قربانۍ لنډه كيسه
په قرآن مجيدكي ويل سوي دي چې خداى تعالى حضرت ابراهيم ته په خوب كي وښوول چې هغه خپل زوى حضرت اسماعيل  حلالوي. دا خوب يو ډول الهي حكم وو او پلار او زوى دواړه د دې حكم د تر سره كولو لپاره تيار سول او چې دواړو دا حكم ومانه او پلار، زوى د حلالولو لپاره پړ مخي پرې ايستى، نو خداى تعالى ورته ور غږ كړه:   اى ابراهيمه ! تا خوب رښتيا كړ. موږ نيكي كوونكو ته دغسي غوره مكافات وركوو.
په رښتيا چې دا يوه څرګنده ازموينه وه او خداى  يوه لويه حلاله ( لوى او چاغ پسه ) په فديه كي وركړ او اسماعيل  له حلالي وژغورل سو. [ سورهْ صٰفٰت : 103 _ 107 آيتونه ]

74ـ د ذى الحجې د اتمي، نهمي او لسمي په هكله
وايي چې حضرت ابراهيم  دغه خوب درې شپې پر له پسې وليد. لومړى يې د لوى اختر د مياشتي ( ذي الحجې ) د اتم په شپه خوب وليدى، سهار چې را پورته سو تر ماښامه يې په دې هكله چورت او فكر واهه چې آيا دا خوب به د خداى  له لوري وي كه د شيطان له لوري. ځكه نو دغه ورځ " يوم الترويه" وبلل سوه، يعني د غوركولو او چورت وهلو ورځ.  دوهمه شپه يې بيا هماغه خوب وليد، نو وپوهېدى چې دا خوب د خداى له
لوري دى. له دې امله دغه ورځ د ( عرفې ) په ورځ ونومول سوه. بيا يې درېيمه شپه هم دغسي خوب وليدى. نو يې د خپل زوى د حلالولو تكل وكړ. له دې امله دغي ورځي ته " يوم النحر " يعني د حلالي ورځ وويل سوه.
75ـ د جمراتو د ويشتلو په هكله
وايي كله چې حضرت ابراهيم  ته د هغه د زوى د حلالولو حكم وسو، نو شيطان  د انسان په بڼه حضرت ابراهيم ته ورغى، څو هغه وغولوى اوله دې كاره يې راوګرځوي.  خو ابراهيم  د هغه خبره و نه منل. بيا كله چې هغه عقبې جمرې ته ورسېدى، شيطان مخي ته ورغې او د هغه د غولولوكوښښ يې وكړ. خو حضرت ابراهيم  وپوهېدى چې دا شيطان دى. نو يې خداى ته دعا وكړه او د خداى د حكم سره سم يې اووه شګي واخيستې او شيطان يې په وويشتى او هغه وتښتېدى. بيا چې ابراهيم  منځنۍ جمرې ته ورسېدى هلته يې شيطان مخي ته ورغى، خو هغه بيا په اوو شګو وويشتى او شيطان وتښتيدى. بيا چې ابراهيم  جمرآ الاولى ( لومړنۍ جمرې ) ته ورسېدى بيا شيطان مخي ته ور ولوېدى او حضرت ابراهيم  بيا په اوو شګو وويشتى او شيطان ځني وتښتېدى. چې د دې واقعې په ياد حاجيان په منا كي دغه درې ځايونه كوم چې ځانګړي څلي پرجوړ سوي دي په شګو ولي.

76ـ د حلال سوي پسه د ښكرونو په هكله
په معتبرو روايتونو سره ثابته سوې ده چې د حضرت اسميعل  په فديه كي چې كوم مږ حلال سوى وو، د هغه ښكرونه د كعبې په خونه كي د حضرت عبد الله بن الزبير  تر زمانې پوري ساتل سوي وه. وروسته بيا كله چې حجاج بن يوسف په حرم كي ابن الزبير محاصره كړ او كعبه يې ورانه كړه، نو هغه ښكرونه هم ضايع سول. ابن عباس  او عامر دواړه د دې شاهدي وايي چې هغو په خپله د كعبې په خونه كي دغه ښكرونه ليدلي دي.

77ـ د قربانۍ د ځاى په هكله
دا خبره له پېړيو پېړيو راهيسي د عربو په روايتونوكي محفوظه وه، چې  د قربانۍ دغه پېښه په منا كي سوې وه او دا يوازي روايتونه نه وه، بلكي له هغه وخت څخه د پيغمبر تر زمانې پوري دا كارهم د حج په مناسكوكي شامل وو او پر له پسې كېدى. د منا هغه ځاى ته به خلك ورتلل،چيري چې حضرت ابراهيم قرباني كړې وه او هلته به يې څاروي قرباني كول. بياكله چې حضرت محمد  مبعوث سو نو هغه هم دغه كړنلار جاري وساتل، ان چې ترنن ورځي پوري د حج په ورځو كي د لوى اختر د مياشتي په لسمه ورځ په منا كي قرباني كيږي.

78ـ د مكې د ښار ودانول او د هغې تاريخي لرغونتيا
تقريباً څلور زره كاله د مخه د مكې مځكه ژرګو او نورو اغزنو ونو نيولې وه. هلته نه اوبه وې، نه شين ګيا او نه څاروي او نه انسانان، هرلور جګ جګ غرونه ولاړ وه او مځكه يې هم ډېره لوړه وه. د اورښت اوبو به د غرونو خاوري، رېګ، جغل او ډبري لاندي راوړلې او پرله پسې د مځكي په لاندنيو برخوكي يو ځاى كېدلې.  پردې سر بېره كله چې هلته د ښا ر ودانول پيل سول او ورو ورو د عربو قبايل له نورو ځايونو څخه راغلل، نو خلكو هم داكاركاوه. هغو به هم د غرو څخه ډبري او نور راكښته كول اود مځكي پرمخ به يې اوډل، چې په دې توګه ورو ورو د غرونو جګوالى كم سو. لكه چې لومړىكعبه شريفه پريوه غونډۍ باندي ودانه سوې وه، خو اوس دغه غوندۍ ګردسره نه معلوميږي اوكوم ځايونه چې كښته وه، هغه اوس دونه لوړ سوي چې له هغو څخه " شاميه محله " تركعبې شريفي تر سل متره زياته لوړه سوې ده.
هغه مهال ټولي لاري له كركنډو، ډبرو، رېګگو او اغزنو بوټو څخه ډكي وې. هلته  د لومړي ځل لپاره د ودانۍ او رفاهي ترقۍ د بنسټ ډبره حضرت اسماعيل  او د هغه مور بي بي هاجرې كښېښوول. بيا جرهميانو په دې كار كي برخه واخيسته او په دې ترڅ كي حضرت ابراهيم  اوحضرت اسماعيل  كعبه هم هلته ودانه كړه. چې له دې سره  د انسانانو شمېر هم هلته زيات سو او له دې امله په ودانيو، استوګن ځاېونو او خيموكي هم زياتوب راغى، او د دې ترڅنګ د يمن او شام د تجارتي قافلو تګ را تګ هم پيل سو.  په دې توګه دعربو ټولو قبايلو مكې ته د زړه له كومي احترام او درناوى كاوه او تراسلام وروسته هم د نړۍ د مسلمانانو قبله او تر ټولو ډېرسپېڅلي ځاى وګرځېد او زيات شهرت او د رنښت يې وموند.  دغه رازد عربو او نورو ګاونډيو سوداګرو لپاره يو عمومي او بين المللي با زار وو چې  خپل تجارتي مالونه به يې هلته وړل اوخرڅول. لكه چې د يمن، غسانيه، د فارس د خليج  د سواحلو، عمان، سره سمندرګي شام او نورو ځايونو د سوداګرو د قافلو ستركاروانونه به د تجارت لپاره ورته راتلل او د مكې قريش به هم هركال په ژمي يمن او په دوبي شام او نورو ځايونو ته تلل، چې بالاخره دې مقدس ښار پړاو په پړاو دا دى دونه پرمختګ وكړچي نن د نړۍ په ښكلو او  متمدنو ښارونوكي شمېرل كيږي او د دين او مذهبي تقدس سره سره، ستر تجارتي مركزهم دى.
79ـ مكه اوكعبه په يوناني او مسيحي تاريخونوكي د زبور د څرګندونو سره سم حضرت داود  د عيسي  تر زېږېدو يوولس سوه كاله د مخه د بيت الله شريفي د زيارت لپاره خپله ليوالتيا داسي څرګندوله :
" اى د لښكروخدايه. ستا كورڅونه زړه راكښونكى دى. زما اروا هغو دربارونو ته ليواله ده؛ بلكې پسې نوليږي. زما زړه او زما ژوندى پږى د خداى لپاره له خوښى څخه ټوپونه وهي. سپېڅلي دي هغه چې ستا په كوركي اوسيږي. دوى تل ستا ستاينه كوي. د چا چې په زړه كي د " صيون " لويي لاري دي هغه د " بكا " له ناوې تېريږي او د هغه ځاى په چينو كي ځان ته ځاى جوړوي". [ زبور: 84 باب: 6 شمېره ]
مسيحي تاريخ ليكونكى جرجي زيدان په عرب قبل الاسلام كي ليكي : " د يونان په لرغونوكتابونوكي د مكې اوكعبې نوم نه ترسترګوكيږي، خو " ديودورس الصقلي" ( Deodars) sickles) په 100 كال قبل الميلاد كي د نبطي قوم د پېښو د بيانولو په ترڅ  كي ليكي: " په حجازكي يو معبد دى چې ټول عرب يې تعظيم او درناوي كوى ". " للاب لوبس شيخو يسوعي" هم د نړۍ د مشهورو معبد ونو د يادولو په ترڅ كي ليكي:
" د نړۍ په ټولو معبد ونوكي ترټولو زيات مشهور د حجازكعبه ده. دكومي ذكر چې په  تاريخ كي تر ټولو دمخه "د يود ورس الصقلي" په كال 100 قبل الميلاد كي كړى دى ".  ( النصرانيآ و آدابها ). دغه رازجرجي زيدان ليكي:" څيړونكو په دې كي چې مكه د كومي ژبي لفظ دى اختلاف كړى دى. خو زموږ په اند سم قول دا دى چې دا د كلداني يا بابلي ژبي لفظ دى. ځكه چې په بابلي ژبه كي د مكې معنا كور دى، كوم چې همدغه كور ته عرب كعبه وايي.  په كال 1800 قبل الميلاد كي چې عمالقه هلته ورغلل، نو دوى پردغه ځاى دغه نوم كښېښود. دلته ترټولو د مخه د عمالقه وو ځاى پرځاىكېدل ترلمرڅرګند دي. وروسته دغه ځاى د ځينو جابرو واكمنو د واك د هوس نخښه سو.  ترعمالقه وو وروسته د قحطانيانو يوه تپۍ " جرهميان " له يمن څخه كډه سول او دلته ورغلل، د عمالقه وو سره يې جګړه وكړه او دغه ځاى يې ځني لاندي كړ. بيا ډېره موده وروسته بني اسمعيل ( د اسماعيل اولاده ) پرهغو برلاسي سول ".  د " انسايكلو پيډيا اف برټانيكا " د 1970 ع.كال په چاپ كي د مكې د لفظ د تشريح په ترڅ كي ليكي:" په عربستان كي دكعبې په نامه يو عبادت ځاى وو، چې د لرغونو روايا توسره سم حضرت ابراهيم  ودان كړى وو. كعبه د ټولو عربو په سترګوكي متبركه وه او له ډېري مودې يې د هغې حج كاوه ". دغه راز جرجي زيدان ليكي : " د حجاز په ښارونوكي مكې ځكه زيات شهرت درلود
چې هلته د حج مناسك ترسره كېدل. او تر پر له پسې څو سووكالو وروسته هغه يو تجارتي مركز جوړ سو. د حج په مهال د حاجيانو د ورتګ او د پلورني او پېرودني د ډېرښت له امله دغه ځاى د لويو لويو قبايلو او سردارانو د پاملرني او سراښۍ منځۍ جوړ سوى دى".  امريكايي پادري ايس. ام. زوسمير ليكي:" په دې كي شك نسته چې حجراسود د مكې تر ټولو لرغونې زېرمه ده ".  پطرس بستاني په خپل دايرآ المعارف كي ليكي: " حج په بېلو بېلو ولسونوكي  له ډېري پخوا زمانې څخه دود دى. كه څه هم په يقين سره نه سي ويل كېداى چې  تر ټولو لومړى په كوم ولس كي حج كول پيل سول، خو د عربو د جاهليت په  زمانه كي له ډېرو ليري ليري ځايونوڅخه ډلي ډلي وګړي د بيت الله د حج لپاره راتلل. له دې څخه څرګنديږي چې دا تر ټولو لومړى قوم دى چې د حج كول پكښي دود سوى دى. عرب وايي چې آدم  له آسمان څه تر راكوزېدو وروسته كعبه جوړه كړې وه او بيا د نوح  تر طوفان وروسته ابراهيم او اسماعيل بېرته ودانه كړه ".
80ـ دكعبې توليت، دمكې امارت او اسماعيل
كله چې حضرت ابراهيم  بي بي هاجره او اسماعيل په مكه كي دكعبې تر څنګ پرېښوول، نو يې دعاوكړه چې: " پروردګاره ! ما په يوه بې اوبو او بې وښو ناوه كي د خپل اولاد يوه برخه ( اسماعيل او بي بي هاجره ) ستا دمحترم كورترڅنګ مېشته كړه. پروردګاره ! داكار ماد دې لپاره كړى دى چې دوى دلته ستا طاعت وكړي. نو ته دا ملك ( مكه ) د امن ټاټوبى وګرځوه او د هغه له اوسېدونكو څخه چې څوك تا او آخرت
مني، هغو ته هر ډول مېوې روزي كړه. او د خلكو زړونه د هغو په تلوسه كړه."  او بيا چې يې كعبه جوړول نو يې دعا وكړه:" پروردګاره ! زموږ څخه دا خدمت ومنه.  ته د هرڅه اورېدونكى او په ټولو شيانو پوهېدونكى يې. اى ربه موږ دواړه تاته غاړه ايښوونكي وګرځوه او زموږ له اولادې څخه يو داسي قوم رامنځتهكړه چې تاته غاړه ايښوونكي وي.  موږ ته د خپل عبادت لاري اوليكي رازده كړه او زموږ لنډپارۍ وبخښه. اى ربه ! په دې خلكوكي ددوى له قومه څخه يو داسي پيغمبررا وپاڅوه چې دوى ته ستا آيتونه واوروي؛  هغوته كتاب اوحكمت ورزده كړي او پاك او ستره ژوند ور په برخه كړي.