دوهمه برخه: د مكې مكرمې په هكله معلومات

51ـ په مكه مكرمه كې د جمعې لمونځ
د اسلام په لومړيوكي په مكه مكرمه كي د پنځو لمونځونو جماعت او د جمعې لمونځ
نه سول كېدلاى. له دې امله هلته تريو ويشتوكالو پوري د جمعې لمونځ و نه سو. خو په مدينه منوره كي ډېر د مخه د جمعې د لمانځه ادا كېدل پيل سوي وه. كله چې د هجرت په اتم كال رسول  عتاب بن اسيد  د مكې په امارت وټاكى چې هغه يا هبيره بن سهل يا معاذ بن جبل د لومړي ځل لپاره په مكه مكرمه كي د جمعې لمونځ په جماعت وركړ.كه څه هم د مهالونو په تېرېدو سره د مكې اوسگېدونكي زياتېدل، خو بيا هم خلك د جمعې د لمانځه د ادا كولو لپاره مسجد الحرام ته حاضرېدل. دا چاره د اتم سپوږميزكال څخه تر 1375س. كال پوري همدغسي ترسره كېدل. بيا كله چې د ښار وګړي بېخي ډېر او ودانۍ يې تر ډېرو ليرو ځايونو پوري پراخه سوې، نو په مسجد الحرام كي د جمعې لمونځ د مكې د ليرو سيمو وګړو ته ستونزمن او ان بېخي نا ممكن سو. د دې ترڅنګ د مكې په شاو خواكي نوي جوماتونه هم يو په بل پسي ودان سول. لكه چې تر 1375س. ( 1955 ع.)كال پوري په مكه كي ( 150 ) جوماتونه رامنځته سول.  د دې سره سره د مسجد الحرام د پراختيا او تعمير د پلان د پلي كېدوكار هم تر لاس لاندي ونيول سو. د دې حالاتو او اړتيا وو له مخي سعودي حكومت د مكې په بېگلو بېلو جوماتونوكي د جمعې د لمانځه د ادا كولو اجازه وركړه چې تردې اعلان وروسته د سعودي د اوقافود ادارې د څرګندونو سره سم په كال1384س. (1964 ع.) كي د مكې په ( 15 ) جوماتونوكي د جمعې لمونځ ادا كېدى.
52ـ د مكې مكرمې جوماتونه
په مكه مكرمه او د هغې په شاو خوا كي پخواني او نوي جوماتونه خورا ډېر دي چې موږ يې د څو پخوانيو جوماتونو يادونه د الف بې په ترتيب كوو:
ابراهيم جومات :
دغه جومات د ابي قبيس غره پر سر په لومړۍ هجري پيړۍ كي جوړ سوى دى. امام ازرقي (رح) دغه جومات ابراهيم القبيسي ته منسوب بللي دي،كوم چې د دغه غره پر سراوسېدي. دغه جومات چې د علامه كردي په قول يوه هندي جوړكړى دى، د تاريخ په اوږدوكي څو ځلي تجديد بنا او ترميم سوى دى.
اجابه جومات :
دغه جومات د مكې له لورې د منا په لار كي ښي اړخ ته په " ثنيآ اذا خر" نومي ځاى
كي واقع دى. زموږ ستر پيغمبر  د دغه جومات پرځاى لمونځ كړى دى. دغه جومات په كال 720س. كي ودان سوى او څو ځلي نړېدلى او تجديد بنا او ترميم سوى دى.
تنعيم جومات:
د دغه جومات ښي لوري ته چې كوم غر پروت دى هغه ته " نعيم " وايي. د هغه كيڼ لوري ته چې كوم غر واقع دى، هغه ته " ناعم " وايي او د د غو غرو په منځ كي ناوې ته
" نعمان " وايي. له دې امله د دغه جومات سيمي ته " تنعيم " وايي .  په كال 10 س. كي چې رسول  حج ته تشريف وړى وو، بي بي عايشه (رض) هم ورسره وه. هغې د حج مناسك ادا كړه، خو د ښځينه مياشتنۍ ناروغۍ له امله يې طواف او سعى و نه كړاى سول. كله چې له ناروغۍ ووتل، رسول  د عمرې راوړلو لپاره د هغې د ورور عبدالرحمان  سره تنعيم ته چې مكې مكرمې ته ترحرم د باندې تر ټولو نژدې سيمه ده وليږل. هلته هغې د احرام نيت وكړ او عمره يې راوړل. البته د دې د غه عمره ترحج وروسته وه او له دې امله دغه جومات ته مسجد عايشه هم وايي .
ابن حيثم وايي: كله چې ما عطا بن ابي رباح، مجاهد ، عبدالله بن كثير الداري او ډېر نور وليدل چې د روژې د مياشتي په ( 27 ) شپه د تنعيم څخه عمره ادا كوي نو ما هم ټوله عمر خپل معمول وګرځاوه، چې هركال په دغه شپه له تنعيم څخه عمره ادا كړم، خو چې بوډا سوم دا كار را څخه پاته سو.  پردغه ځاى باندي د لومړي ځل لپاره محمد بن علي شافعي جومات ودان كړ او بيا نورو ډېر ښكلي جوړكړ. بيا په كال 619س. كي ملك مسعود. په كال 1011 س. كي سلطان محمود عثماني او بيا ځينو نورو تجديد بناء كړى او ترميم كړى او په اوس وختونو كي سعودي واكمنو ډېر ستر او ښكلى جوړكړى او د هغه په خوا كي يې د اوداسه او غسل ډېرښه ځايونه جوړ كړي دي.
د جعرانې جومات:
رسول له دغه ځايه د عمرې احرام تړلى دى. بيا د قريشو يوه سړي پردغه ځاى دغه جومات جوړكړ. دغه جومات ته يې د امام ازرقى په وختوكي " مسجداقصٰى " ويل. وايي چې له جعرانې څخه درو سوو نبيانو د عمرې احرام تړلى دى. هلته يو څا دى چې رسول  په خپله د هغه په كارولوكي برخه اخيستې او بيا يې د هغه اوبه چښلي دي او نورو ته يې هم وركړي دي. د دغه څا اوبه ډېري رڼې او خوږې دي. دغه ځاى د قريشو يوې ښځي ته منسوب دى كومه چې نوم يې رايطه وو او د كعب نومي لور او د اسد بن عبدالعزٰى مېرمن وه او لقب يې" جعرانه " وو. د جعرانې جومات په كال 1263س.كي د هند د حيدر آباد د سالارالملك مېرمني له سره ترميم او جوړ كړى دى.
جن جومات :
دغه جومات د مكې مكرمې په پاسنۍ برخه كي حجو ن ته مخامخ په سوق المعلٰى يا غزه كي پروت دى. د امام ازرقي په وختوكي يې دغه جومات مسجد الحرس باله. او مسجد جن يې له دې امله بولي چې په دغه ځاى كي پېرانان د رسول  حضور ته ورغلي وه او ايمان يې پر راوړى وو. اما په بل روايت كي وايي چې رسول  د دغه جومات پرځاى عبدالله بن مسعود  كښېنولى وو او د هغه چار چاپېر يې كرښه راګرځولې وه څو د پېرانانو له اغېزې وژغورل سي. بيا خلكو پر دغه ځاى جومات جوړكړ او په دغه نامه يې ونوماوه. دغه جومات په كال 1012س. كي د جدې والي ابراهيم بيګ له سره جوړكړ او بيا په كال 1363س.كي ترميم سوى دى. په دغه مسجد كي د  قل او حي ...  سوره تر اخره پوري نازله سوې ده.
  
د خالد بن الوليد جومات :
علامه محمد طاهر كردي وايي چې دغه جومات په هغه ځاى كي جوړ سوى دى چې د مكې د فتحي په ورځ خالد بن الوليد خپل بيرغ پر درولى وو دغه جومات اوس هم د مكې څخه د تنعيم پرلار ښي اړخ ته د " حارآ الباب " ترڅنګ ودان دى كوم چې په كال 1280س.كي حسن افندي نومي جوړكړ او بيا په دغه كال يوه هندي پراخه كړ. دغه مسجد په كال 1376س. كي د سعودي د مكې د عامه اوقافو ادارې په ډېره ښكلې بڼه جوړكړ، چې كار يې په كال 1377س.كي بشپړ سو.
خيف جومات :
دغه جومات په منا كي تر ټولو ستر او مشهور جومات دى. د دې جومات په فضايلوكي د رسول  ډېري ويناوي روايت سوي دي. امام ازرقي (رح) وايي چې په دې جومات كي اويا تنو او په بل روايت پنځه اويا تنو انبياوو لمونځونه كړي دي. امام ازرقي په اخبار مكه كي او د عربي لغاتو د قاموس ليكوال په خپل كتاب " الوصل والمنٰى في بيان فضل منٰى " كي په جيد سند روايت كوي چې ابو هريره  به ويل: كه چيري زه په مكه كي اوسېدلاى، زه به هره شنبې خيف جومات ته تلاى او لمونځ به مې پكښي كولاى.
په دغه جومات كي زموږ سترنبي  لمونځ كړي او زموږ ځينو ديني مشرانو هم توصيه كړې چې ترڅوكېداى سي حاجيان دي په دغه جومات كي لمونځ كوي. خو افسوس چې زموږ مسلمانانو ترمنځ كركي تردې پولي رسېدلي چې ډېرحاجيان په دغه ستر متبرك جومات كي پرلمانځه د منا د خيمو لمونځونوته ترجيح وركوي.
دغه مسجد په كال 241 س.كي مكې ته د جعفر المتوكل على الله د لېږل سوي بنا اسحق بن سلمه لخوا له سره جوړ سوى. بيا په كال 256س. كي د المعتمد احمد بن متوكل په وختوكي ترميم سوى. په كال 559س.كي وزير محمد بن علي جواد اصفهاني. بيا د خليفه ناصرعباسي مور. بيا د يمن واكمن ملك مظفر. بيا په كال 674 س. كي د يمن بل واكمن منصور عمر بن علي، په كال720س.كي د دمشق يوه سوداګراحمد بن عمر ابن المرجاني،په كال820س.كي شيخ علي بغدادي، په كال853س.كي ملك ظاهرجقمق، په كال 874س.كي ملك اشرف قايتباى، په كال1072س.كي سلطان محمد قزلار آغا او په كال 1092س.كي د سلطان محمد خان عثماني په حكم سليمان آغا نومي ترميم كړ او اوس مهال سعودي حكومت په كال 1396س.كي په بشپړه، پراخه عصري او ښكلې توګه جوړكړىدى.
ذي طوٰى جومات :
رسول  چې به كله د عمرې يا حج لپاره مكې مكرمې ته تى، نو په ذي طوٰى نومي ځاىكي چې اوس " زاهر " ورته وايي تم كېدى. شپه به يې تېروله او د سهار تر لمانځه وروسته به يې مكې مكرمې ته تشريف وړى. حضرت عبدالله بن مسعود  به هم دغسي كول. دغه راز رسول  د مكې د نيولو لپاره هم خپل پوځونه په دغه ځاى كي تم اوسره ووېشل. څه موده وروسته يوې بختوري مېرمني زبيدې بازج په دغه ځاى كي جومات جوړكړ.
الرايه جومات :
د دغه جومات پرځاى رسول الله  د مكې د فتحي په ورځ خپله جنډه رپولې وه او د جبير بن مطعم بن عدي څا ته نژدې يې لمونځ كړي وو، ځكه نو دغه جومات ته مسجد الرايه يعني د بيرغ؛ رپي يا جنډې جومات وايي. دغه جومات چې عبيدالله بن عباس بن محمد بن علي بن عبدالله بن عباس جوړكړى د مكې مكرمې په پاسنۍ برخه كي له مكې څخه معلٰى ته د تلونكي ښي لاس ته د " زاويآ الرفاعي " مخامخ د زبيدې د چينې د ولې په خوا كي په " جودريه " نومي ځاى كي واقع دى. دغه مسجد په كال 640س. كي مستعصم عباسي، په كال 801 س.كي اميرقطلبك حسامي، په كال 898 س.كي ابوالعباس مشهور په ابي شامه، په كال 1000 س.كي سلطان محمد خان عثماني، ترميم كړى او بيا په كال 1361س.كي د ملك عبدالعزيز په امر له سره جوړ او پراخه سو. خو وروسته په كال 1379س.كي دغه جومات او د هغه شاو خوا كورونه د مكې د سړكانو د پراخېدو په لړكي ونړول سول او پرځاى يې (250) متره ليري، نوي جومات ودان سو.
صخرات جومات:
دغه جومات د عرفات د جبل الرحمت د غره په لمن كي معروف جومات دى چې كوچنى دېووال پر راګرځېدلى دى اوسر يې لڅ دى. وايي دغه جومات د عرفات په ورځ د رسول  د درېدو پرځاى تر درېيمي هجري پيړۍ وروسته جوړ سوى دى. خو لكه څنګه چې د ديني عالمانو له كتابونو څخه څرګنديږي دا نه ده جوته چې دغه ځاى به واقعاً د رسول  د درېدو ځاى وي.
صديق جومات:
دغه جومات د مكې مكرمې په مسفله محله كي واقع دى كوم چې د ابوبكرصديق  كور وو. له دغه ځايه رسول  د ابوبكرصديق سره يو ځاى مدينې ته هجرت كړى وو. علامه ابن جبير اندلسي په خپله سفرنامه كي د دې جومات په هكله وايي:" د ښار په وروستيوكي د خرما، انارو او انګورو د شنو بڼونو په منځ كي دغه جومات چې پخوا د ابوبكر صديق كور وو، واقع دى.  سعودي حكومت دغه جومات دوه پوړه جوړكړى، چې په لاندي پوړكي يې " فرقانيه مدرسه " او دفتر دى او په لوړ پوړ كي يې لمونځ كيږي.
صولتيه جومات:
د مكې مكرمې د حارت الباب محلې د صوليته مدرسې دغه جومات په  كال 1302س. كي مشهور عالم مولانا رحمت الله هندي جوړ كړى دى.
د مزدلفې جومات :
دغه جومات په مزدلفه كي يوازنى مشهور جومات دى . دغه جومات په كال 760س.كي مشهور اميريلبغا خاصكي، په كال 842س.كي د سلطان جقمق په امر امير سودون، په كال 874 س.كي د سلطان قايتباى په امرد مكې امير شريف محمد بن بركات او په كال 1072س.كي د سلطان محمد عثماني په امرد جدې والي سليمان بيګ ترميم كړى دى. اوس مهال سعودي واكمنو په خورا ښكلې او عصري توګه جوړكړى دى.
د نَمِرې جومات :
دغه جومات ته مسجد ابراهيم ، مسجد عُرٌنه او مسجد عرفات هم وايي. د رسول  په وختوكي دغه ځاى خالي ډاګ وو. نَمِره او عُرٌنه له عرفات څخه وتلي ځايونه دي. په دغه ځاى كي د جوړ سوي جومات يوه برخه له عرفات څخه ده او بله برخه يې په عرنه كي واقع ده. د دغه جومات جوړونكى نه دى معلوم، خو د تاريخونو له مطالعې څخه دونه څرګنديږي چې ښايي د عباسي دولت په لومړيو وختونو يعني د ( 150 ) س. په شاوخواكي جوړ سوى وي. وروسته دغه جومات په 559 س.كال كي جواد اصفهاني، په 843س.كال كي د سلطان جقمق په امر امير سودون، په 847س.كال كي سلطان قايتباى، په 1074س.كي د سلطان محمد عثماني لخوا، د جدې والي سليمان بيګ ترميم كړ. اوس مهال سعودي واكمنو هغه په خورا شانداره او عصري توګه ډېرستر او پراخه جوړكړى دى. 

53ـ د مكې مكرمې زيارتونه ( مولد ا لنبي او جنت ا لمعلٰى )
په مكه مكرمه كي ځيني داسي سپېڅلي او متبرك ځايونه وه چې زموږ د اسلافو يادګار او اسلامي لرغوني آثار بلل كېدل او زيارت يې مستحب او اجر او ثواب يې درلود. خو دغه ځايونه تقريباً ټوله د حرم او مكې د ښار د وروستيو پراخولو او نوي جوړولو له امله له منځه تللي دي. يوازي د رسول  د زېږېدو ځاى او معلٰى هديره پاته دي. چې موږ يې په لاندي ډول يادونه كوو:
  
مولد النبي ( د رسول  د زېږېدو ځاى ) :
د صفا او مروه تر منځ د مسعٰى ختيز لوري ته د حرم د باندي د ميدان په سركي يوه ودانۍ ده، چې همدغه د رسول  د زېږېدو ځاى دى. د رسول  نيكه عبدالمطلب كله چې په سترګو ړوند سو په خپل ژوند كي خپل حق خپلو اولادونو ته ووېشى چې دغه مولد النبي د رسول  پلار عبدالله ته ورسېدى. بيـا رسول ته په ميراث پاته سو. امام ازرقي (رح) وايي:
" كله چې رسول  مدينې منورې ته هجرت وكړ دغه ځاى د رسول  د اكا زوى عقيل بن ابي طالب ونيو ". خو ابن اثير اونور وايي چې هغه يې عقيل ته بخښلى وو. په هر صورت د مكې د فتحي په مهال رسول  هغه له عقيل څخه وا نه خيستى او وروسته عقيل هغه د مشهور ظالم اميرحجاج پر ورور محمد بن يوسف ثقفي وپلورى او هغه په خپل كورګډكړ.كله چې په كال 171س.كي د هارون الرشيد مورخيزران حج ته ولاړه، دغه كور يې رانيوى او جومات يې ځني جوړ كړ. خو د مهالونو په تېرېدو سره دغه جومات بيرته په كور واوښت، چې په بېلو بېلو مهالونوكي واكمنو تعمير او ترميم كړ.
بيا عثماني واكمنو ديني مدرسه ځني جوړه كړه. په كال 1343س.كي دغه ځاى ونړېدى. بيا په كال 1370س. كي د مكې مكرمې يوه پخواني ښاروال شيخ عباس بن يوسف القطان په خپل ځاني لګښت د هغه د جوړولوكار پيل كړ، خو دوې مياشتي وروسته وفات سو. بيا د هغه زوى دغه كار بشپړكړ. ارواښاد عباس قطان وصيت كړي وو چې په دغه ځاى كي دي يو ستركتابتون پرانيستل سي چې د دغه وصيت سره سم په دغه ځاىكي د " المكتبآ المكآ المكرمآ " په نامه ستركتابتون پرانيستل سوى وو. خو لكه چې قاري شريف احمد وايي په كال 1415س.كي پردغه ودانۍ باندي د كتابتون لوحه يا كومه بله داسي نخښه نه ليدل كېدل. ما هم په كال 1421س.كي پر دغه ودانۍ دكتابتون كومه لوحه و نه ليدل. د ودانۍ ورونه تړلي وه او څوك نه پوهـېدى چې دننه يې څه دي.
جنت المعلى ( د مكې مكرمې تاريخي هديره ) :
معلٰى، معلاآ يا معلا هديره ( حظيره )، په مكه كي يو مشهور او تاريخي متبرك ځاى دى چې په هغې كي حضرت بي بي خديجآ الكبري ، د رسول  د زامنو قاسم او طيب، د رسول  د نيكه عبدالمطلب، د اكا ابوطالب او زښتو زياتو صحابه كرامو، تابعينو، د خداى د وليانو او ديني عالمانو زيارتونه دي. خو د هيچا زيارت په هغې كي په ټاكلې توګه نه دى معلوم. لكه چې وايي چې يوه صالح سړي د بي بي خديجې قبر په خوب كي ليدلى چې د فضيل بن عياض د قبر ترڅنګ واقع دى. چې بيا يې د دغه خوب پربنسټ پردغه قبرګمبته جوړه كړه .  لكه چې د اسلام د تاريخ له ځينو كتابونو څخه څرګنديږي په دغه هديره كي پرډېرو قبرونو ډېري ښكلي ګومبتي جوړي سوي وې. په تېره د بي بي خديجې قبر په ډېرو ښكلو " شميس " ډبرو جوړ سوى وو. پردغه قبر په كال 940س.كي يوه سړي چې امير سيد محمد بن سليمان چركسي نومېدى ګمبته جوړه كړه او په ډېر ښه ډول يې تزئين كړه چې بيا يې د غولي او روضې كار هم بشپړ سو. خو په كال 1289 س.كي د دغي هديرې ټولي ګومبتي د سعودي واكمنو لخوا ونړول سوې.  دغه هديره د مسلمانانو په هديروكي د مدينې منورې ترجنت البقيع وروسته افضله هديره ده چې په فضيلت كي يې ډېر احاديث وارد سوي دي. او د دغي هديرې زيارت مستحب دى. د دغي هديرې سيمي ته ( غزآ ) وايي او هغې ته نژدې بازار ته سوق المعلٰى وايي. د جن جومات هم ډېر ورته نژدې دى. په دې وروستيوكي په مكه مكرمه كي د نوو نقشو د پلي كېدو له امله د دې هديرې په منځ كي سړك تېر سوى چې له دې امله هغه پر دوو برخو وېشل سوې ده. اوس د دغي هديرې په يوه برخه كي د مړو ښخول منع سوي دي خو په بله برخه كي يې د مكې د خلكو او عامو حاجيانوكوم چې هلته وفا ت كيږي د ښخولو ممانعت نسته.

54ـ په مكه مكرمه كي كاروانسرايونه
او رباط افغاني
كاروانسراى او مسافرخانې ته په عربي رباط وايي. په مكه مكرمه كي په تېرو مهالونو  كي يوشمېرواكمنو اوشتمنو چې ځيني همتناكي ښځي هم پكښېكي دي په مكه مكرمه كي، زيات شمېركاروانسرايونه جوړكړي او د مسافرو حاجيانو، بې وزلو اود علم د طالبانود هوسا او آرام اوسېدو لپاره يې وقف كړي وه. په دغو كاروانسرايونو كي به خلك بېله دې چې څه خواړه وركړه سي اوسېدل، چې ځيني به د نارينه وو د اوسېدو لپاره وه او ځيني به  د ښځولپاره. دغه ټول رباطونه ترهمدې نژدې وختونو پوري په مكه كي موجود وه، خوكله چې په كال 1375س.كي سعودي حكومت د مسجد الحرام او د مكې د ښار د و دانيو او واټونو په پراخولو او په نوې بڼه سمولو لاس پوري كړد دغو رباطونو زيات شمېر يې ونړول اوله منځه يې يو وړل.  له ښه مرغه د افغانستان هغه كاروانسراى چې لومړى په رباط سليماني نومول سوى وو او وروسته په رباط افغاني او رباط احمدشاهي مشهور سوى دى تردغو نقشولاندي نه دى راغلى او روغ رمټ پرخپل ځاى پاته دى. د دغه كاروانسراى د سوابقو په هكله ستر موْرخ عزيزالدين وكيلي په خپل تاريخ " احمدشاه وارث و مجدد امپراتوري افغانستان " لومړي ټوك كي ليكي: " اعليحضرت احمدشاه دردران د1133ل.كال په پسرلي كي چې د 1167س.كال د دريمي خور، خداى تعالى او برات د مياشتو او د 1754ع.كال د اپريل، مى او جون د مياشتو سره سمون خوري، وپتېيل چې د حجاز ( اوسني عربستان ) په سپېڅلې مځكه كي افغاني حاجي خانه ودانه كړي او د هغې د بنسټ ايښوولو امر يې صادركړ. چې د جوړولو كاريې د 1135ل.كال د لېندۍ ( قوس ) د مياشتي (د 1170س.)كال په لومړۍ خور پاى ته ورسېد. څنګه چې افغانان سليمان غره ته ( 1 )، كوم چې شاوخوا يې د افغانستان لرغونى منځۍ باله سي، په نسبت وركولو سره سليماني بلل سوي دي او عرب، افغانان په دغه نامه ډېرښه پېژنينو اعليحضرت احمد شاه بابا(رح) ددغه ځاى نوم [ رباط سليماني ] كښېښود. اعليحضرت احمد شاه بابا چې دغه مهال په لاهوركي په سوبو بوخت وو، په دې اړه يوفرمان وليكى او مهريې كى اوحاجي محراب خان نورزي ته چې د احمدشاه بابا لخوا په [ ديندارخان ] مخاطب وو او حاجي عبدالكريم خان باركزي ته يې كوم چې د دغه رباط د جوړولو چاري هم ورسپارل سوي وې، حكم وكړ چې د دغه رباط د تاريخ لوحه پر ډبره وليكي اود هغه د دروازې له پاسه يې ولګوي".  د دغه ډبرليك (كتيبې ) متن، چې عزيزالدين وكيلي په نوموړي كتاب اوفاضل استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور " رشاد " د احمدشاهي شاهنامې پرهغي شرحي باندي چې تراوسه لا چاپ سوې نه ده، د كندهار د طلوع افغان جريدې د 1311ل.كال د چنګاښ د مياشتي د لومړۍ نېټې له ګڼي څخه را اخستى دى په دې ډول دى:
ګشاده باد به دولت اين درګاه بحـق اشـهـد ان لا الـه الا الله حسب الامر مقدس امر و مقرر شدكه برسنګ سر دركاروانسراىكه در كعبه معظمه زاد  ها الله شرفاً و تعظگيماً ساخته مې شود بنويسد كه چون جماعهْ سليماني كه عبارت از جماعــهْ  ( 1 ) د سليمان د غره لړۍ له څو لويو او كوچنيو غرونو څخه جوړه سوې ده. دا غر د پېگواړ د غاښي په جنوب كي له سپين غر څخه بېل سوى،لومړى جنوب او بيا جنوب لوېديز ته غځيږي. دا غرټول شپږسوه كيلو متره اوږد دى او پر دوو برخو وېشل كيږي : ختيز سليمان راغ او لوېديز سليمان راغ. د سليمان د غره ختيزه برخه چې د ختيز سليمان راغ په نامه ياديږي، له افغانستان څخه ذ باندي پرته ده او د وزيرستان سيمه يې جوړه كړې ده.لوېديزه برخه يې له پكتيا او پكتيكا څخه تر بلوچستان پوري پرته ده. د دې غره لوړه څوكه د سليمان د تخت په نامه (3383)متره جګه ده. د سليمان پر غره باندي اورښت زيات كيږي اوځيني برخي يې په ځنګلونو پوښلي دي. (دنړۍ هينداره: آسيا،لومړى ټوك) د پښتنو په لرغونو اوسېد نځايونو كي يوه ډېره مشهوره او تاريخي سيمه د سليمان د غرونو لمني دي.د دې غرونو لمني د شپږو سوو كيلو مترو په شاو خواكي اوږدوالى لري اوپښتانه له ډېري لرغوني زمانې تراوسه په كافي تعداد د دغو غرونو په لمنو كي استوګنه لري. د غه د سليمان غرونه په ځينو كتابونو او تاريخي آثارو كي (دكسي  غره ) په نامه هم راغلي دي او د جنوبي پښتونخوا،بلوچستان،ډېرو ( ډېره جاتو ) او د كندهار د شاوخوا خلك اوس هم د سليمان غرونه دكسي د غره په نامه يادوي. ( د پښتو ادبياتو تاريخ ) افغاني باشد در مكه معظمه زاد ها الله شرفاً و تعظيماً محل سكونت را نداشتند و بخصوص چګونګي آن بعرض اقدس رسيد، بنابر دعاى خيرجهآ ذات بابركات شاهنشاه دردران خلد الله ملكه وسلطانه دربلدهْ مقدسهْ معلٰى فرمودندكه خود جماعهْ سليماني چه دراني وغيردراني هرافغانيكه درين جا وارد ګردد دركاروانسراء كه ساخته مې شود فرود آيد و بحسب قسمت الٰى هروقتيكه درحجره هاى كاروانسراى مذكور ساكن باشد احدى به ايشان رجوعى نداشته بعلت وجه كرايه مزاحمت نرساند. بنابرآن عاليجاه حاجى الحرمين الشريفين حاجى محراب ديندارخان دراني نورزايي و حاجى الحرمين الشريفين حاجي عبدالكريم خان دراني باركزايي را مامور ساختن كاروانسراى در آن بلده مقرر و مامور فرموديم و به اهتمام ايشان به اتمام رسيده است. و هركس ازجماعهْ سليمانى چه دراني و غير دراني كه افغان بوده باشد وارد اينجا ګرديده درحجره هاى كاروانسراى مذبور ساكن شود تا ماداميكه درينجا باشد هيچكس بعلت كرايه ازو چيزى نګيرد تاكه اين دولت خدا داد روزافزون به ثواب همايون ما ازجناب اقدس الٰهى پايدار باشد. كرايهْ حجره هاى كاروانسراى مذكور بجماعهْ سليماني بخشيده ايم و من بعد الٰى يوم رستخيز نيزكرايهْ آن بجماعهْ سليماني چه درانى و غير درانى هرافغاني كه بوده باشد در كاروانسراى مذكور سكونت نمايد وقف باشد. وهرګاه حجره هاى كاروانسراى مذبور اضافه از جماعهْ مذبور باشد به اشد رضا به ديګر مردم بكرايه داده بعداً كرايهْ آنرا اولاً به تعمير آن صرف كند و اضافهْ آن هرچه باشد آنرا نيز بجماعهْ سليماني صرف ما يحتاج نمايد و سواى اين جماعهْ سليماني چه دراني و غير دراني و هر افغاني بوده باشد ديګرى در آن طمع و توقع نكنند و در وجه جماعهْ مذكور الٰى يوم رستخيز وقف دانند و هرګاه احدى درين جا طمع و توقع نمايد نزد خدا ورسول مواخذه و مخاطب بازخواست خواهد ګرديد. في غرهْ شهر ربيع الاول روز پنجشنبه 1170هـ  وكيلي زياتوي :" د دغه ډبر ليك ليكنه په كال 1311ل.كي ليدل سوې ده او د هغې د موندلو څرنګوالى په دې ډول دى: اعليحضرت محمد نادرشاه د دغه كاروان سراى د بيا ودانولو لپاره خپل د دربار وزير او د اكازوى احمد شاه خان، د مولوي سيف الرحمان خان، آخوندزاده عبدالقيوم خان او مولوي سيد مبشرخان طرازي چې په ابونصرملقب وو، په ملګرتيا د هيات په توګه د 1310ل.كال دكب په مياشت كي له كابل څخه د جلال آباد او هند له لاري عربستان ته ولېږل، چې د 1311ل.كال د وري پر اوومه د يكشنبې په ورځ مكې مكرمې ته ورسېدل او د سعودي عربستان د پاچا ملك عبدالعزيز لخوا يې هركلى وسو.  د اړوندو چارواكو سره د خبرو اترو په پايله كي څرګنده سوه چې د دغه كاروانسراى د دېوالونو د نړېدو له امله دغه ډبرليك بل خوندي ځاى ته وړل سوى دى. هغه وو چې افغاني  هيات پورتنى متن له دغه ډبرليك څخه نقل كړ.  استاد رشاد وايي چې د دربار وزيرد اعليحضرت محمد نادرشاه لخوا دمبشرطرازي او مولانا سيف الرحمان خان الكوزي په ملګرتيا حج ته ولاړ، هلته يې دغه كاروانسراى ترميم كړاو د پښتنو د ټاټوبي ځاى يې وګرځاوه. ( مولوي سيد مبشرطرازي اصلاً د تراز وو چې په كال1307ل.كي د اعليحضرت امان الله شاه غازي په بلنه اندخوى ته راغى، د سقاو د اغتشاش په مهال بيرته خپل وطن ته ولاړ، په كال 1309ل.كي بيا كابل ته راغى او په ارګ كي د عربي او تركي ژبو د ژباړن په توګه ومنل سو؛ عربي ژبه يې د يوه مصري عالم غوندي زده وه؛ دري، تركي او روسي ژبي يې هم زده وې؛ پاى د ظاهرشاهي پېر په منځنيو وختونو كي له افغانستان څخه وايستل سو. او مولوي سيف الرحمان د افغانستان د جمعيت العلما غړى وو). خليل الله خليلي چې په 1345 ل.كال په سعودي كي د افغانستان سفير وو،ستر موْرخ وكيلي ته يوليك استولى چې هغه په نوموړي تاريخ كي راوړى دى. له دغه ليك څخه څرګنديږي چې دغه كاروانسراى تر دوو سووكالو پوري نه وو ترميم سوى او له شپېتو كالو څخه د سعودي دولت هغه تر خپل تصرف لاندي راوستى وو. بيا د انيس ورځپاڼي د1348ل.كال د مرغومي د شپږمي نېټې له ګڼي څخه ښكاري چې د افغانستان لخوا يو هيات په مكه مكرمه كي د دغه رباط د بيا جوړولو په هكله د سعودي چارواكوسره خبري اتري كړي وې. چې بيا د معلوماتو له مخي دغه كاروانسراى ترهمدې نژدې وختونو پوري فعال وو او افغاني حاجيان به پكښي اوسېدل، خو په دې وروستيوكلونوكي په داسي حال كي چې ډېر خراب سوى دى، بيرته تړل سى دى. د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د ځينو چارواكو له خولې افغانستان په مكه مكرمه كي ځيني نور ملكيتونه هم لري، خو متاسفانه چې له هيڅ يوه څخه هم د افغاني حاجيانو په خدمت كي هيڅ كار نه دى اخيستل سوى. په داسي حال كي چې زياتره اسلامي هيوادونه د خپلو حاجيانو د خدمت او هوسايني لپاره ستري ستري ودانۍ په واك كي لري. په هغو كي زموږ ګاونډى هيواد پاكستان په مكه مكرمه كي د " پاكستان هاوس " په نامه يوه ستره اووه پوړيزه ودانۍ لري چې روغتون، دحج دفتر او نور پكښي ځاى پرځاى سوي دي. هيله ده زموږ اړوند چارواكي پرخوځښت راسي او دغه ځايونه د خپلو حاجيانو خدمت ته چمتو كړي.  سردار شاولي خان فوفلزي چې د احمدشاه بابا د ديوان اعلى كشكچي باشي وو، په خپله " تاريخيه رساله " كي د رباط سليماني په هكله داسي منظوم عبارت ليكلى دى: زهجرت هزار و صدوشصت وهفت پيـش محـاسـب چـوازســال رفت اراده بـفــرمــود مـالــك رقــاب زمـيـن ازشـريـف مـعلـى جـنـا ب
بـخواهـد دراطـراف بـطـحـاديـار مـكـانـى بـســازد شـــه كـامــګـار
كه افغـان و غيـره سـكـونت دران نـمـاينـد در آن مـقــدس آستـــان
بآن قـصـد مكتـوب پيـش شـريـف كه بودسـت مسـعـود نـام آن منيـف
فـرستـاد پـس شـاه محـراب خـان كه آن كـرده بودست حج پيش ازان
چـو ازحـكم سـلطـان عالى مكـان بـشـد جـانب كـعبـه محـراب خـان
پاته دي نه وي چې په پورته نظم كي ويل سوي دي چې احمدشاه بابا مكتوب د مكې شريف مسعود ته واستاوه،خو دغه مسعود بن سعيد په 1165س.كال كي مړسوى دى اوترهغه وروسته مساعد بن سعيد تر1171س.كال پوري د مكې والي وو.

55ـ د مكې مكرمې ښاروالي
پخوا د حجاز په ښارونوكي ښاروالۍ نه وې. كله چې تركان له حجازه ووتل او د مكې شريف حسين په كال 1334س. كي د حجاز خپلواك واكمن سو، نو د خپل هيواد ودانۍ او د خلكو د ژوند ښه كولو ته يې پام واړاوه. څنګه چې مكه مكرمه د حجاز يو ستر متبرك ښار او له پخوا څخه د حجاز مركز وو، نو هغه يې د هيواد پلازمېنه هم وټاكل. شريف حسيــن هغه مهال چې د تـركانو لخوا د حجاز د والي په توګه وټاكل سو، په كال 1332س.كي د " امانآ العاصمآ " په نامه د مكې د ښاروالۍ د تشكيلېدو امر وكړ.  د مكې د هغه مهال ښاروالۍ يو رئيس او شپږ تنه غړي درلوده، چې په هغو كي يو تن يې انجنيروو. هغه يو ځل د مكې ښار يان او نور راغونډ كړه او ورته ويې ويل: هرچيري چې مو واورېدل چې د ودانيو خاوندان د مځكي يا ودانۍ پرسرجنجال سره لري، موږ په خبركړئ څو موږ هغوى سره جوړكړو او يو پر بل تېرى ونه كړاى سي.
دغه راز يې هغو ته څرګنده كړه چې كه له تاسو څخه كوم يوه ځان ته كور جوړاوه، نو د هغه نوركسبكار ملګري دي درې ورځي وړيا كار ورسره وكړي. پردې سربېره د دغه مهال ښاروالۍ د خلكو سره دكور جوړولو په چاروكي هم مرستي كولې. بيا كله چې ملك عبدالعزيز آل سعود پر حجاز واكمن سو د مكې مكرمې په هره برخه كي ستر پر مختګونه او بدلونونه راغلل، چې د دې بدلونونو سره د مكې د ښاروالۍ كار او پرسونل هم پراختيا وموندل.
56ـ د مكې مكرمې غرونه
د مكې مكرمې په غرونوكي ځيني تاريخي او مذهبي ارزښت لري. ځكه نو موږ له دغو غرونو څخه ځيني په لنډه توګه درپېژنو:
حرا غر :
دغه غر د مكې مكرمې څخه منا ته د تلونكي كيڼ لاس ته پروت دي. دغه غره ته نور غر
( جبل نور ) هم وايي. په دغه غره كي د حرا سمڅه ده چې رسول  به ترنبوت د مخه عبادت پكښي كاوه. پر رسول لومړۍ وحي په دغه غره كي نازلي سوي دي. دغه غر له حرم څخه دوه ميله ليري دى.
ابي قبيس غر:
دغه غرچي ( 420 ) متره جګ دى د مسجد الحرام په ختيز لوري كي پروت دى اود مسجد الحرام له دننه او د باندي څخه معلوميږي. د ځينو روايتونو له مخي خداى تعالى دغه غر تر نورو ټولو غرونو د مخه پيدا كړى دى. د ايادو د قبيلې يوه سړي ابو قبيس نومي تر ټولو د مخه پردغه غره كور جوړكړى وو، چې له دې امله هغه " جبل ابو قبيس " بولي. د جاهليت په وختوكي يې دغه غر " امين " هم باله ځكه چې حجر الاسود د نوح د طوفان له مهاله د ابراهيم تر وختو په دغه غره كي خوندي وه. چې بيا د حضرت ابراهيم  په لاس د كعبې په كنج كي ځاى پرځاى سوه.
ثور غر:
دغه غر ( 759 ) متره جګ او له مسجد الحرام څخه تقريباً څلوركيلو متره ليري دى. دغه غره ته نژدې ثور بن عبدمناف اوسېدى، ځكه نو "جبل ثور " ورته وايي. د دغه غره په سركي د ثور په نامه سمگڅه ( غار ) دى كوم چې نبي  د ابوبكر صديق په ملګرتيا په هغه كي د مكې څخه د هجرت په مهال درې شپې پټ وو. دغه سمگگڅه څه د پاسه څلور متره اوږده ده او دوې خولې لري چې يوه يې كوچنۍ او بله يې څه غټه ده.
په 1299س.كال كي د مكې امير شريف عون د هغه يوه خوله نژدې يو متر پراخه كړه. په كال1318س.كي دغه غره ته پرختلې لار د خلكو د هوسايى لپاره څلور ځايه دكانچې جوړي سوي وې. چې بيا د مهالونو په تېرېدو سره هغه د ډبرو په كوچنيوكوچگني كوټو بدلي سوې.
په كال 1299 س. كي د حجاز والي عثمان پاشا نوري او په كال 1307س. كي د حجاز بل والي سيد اسماعيل حقي پاشا دغه لار پراخه كړه . دغه غار ته پرختلو باندي نژدې دوه ساعته تېريږي، ضعيفه او ناروغ وګړي دي دې غار ته نه خيژي. ځكه ډېرخلك هلته لاندي رالوېدلي او مړه سوي دي.
57ـ د مكې مكرمې فضايل
د مكې مكرمې د سترتوب او فضيلت لپاره دا كافي ده چې په خپله لوى څښتن په قرآن كريم كي د هغې ستاينه كړې اوكعبه غوندي متبركه خونه يې په دې مباركه بقعه كي ودانه كړې ده. مكې ته په همدغه ستركتاب كي " ام القرٰى " ( د وطنو مور ) ويل سوي. اوپه دې پاكه ارشوكي حضرت محمد  غوندي سترپيغمبر او د نړۍ ژغورونكى، زېږېدلى دى. په دې ځاى كي پرهغه باندي د خداى لخوا وحي راغلي او له دې څخه د خداى 
د توحيد په لوري بلنه پيل سوې، او د اسلام رڼا خپره سوې ده .
د مكې د فضايلو په باب په قرآن كريم كي ډېر آيتونه راغلي او د احاديثو په كتابو كي ډېر احاديث روايت سوي دي، چې موږ دلته ځيني د نمونې په توګه ذكر كوو:
 ان اول بيت وضع للناس للذي ببكآ مبٰركاًو هدى للعٰلمين فيه اٰيٰت م بينٰت مقام ابراهيم و من دخله كان اٰمنا  [ آل عمران : 96 ]
ژباړه: بېشكه لومړۍ كوټه چې تر ټولو د مخه د خلكو د عبادت لپاره جوړه سوې ده، هغه كوټه ده چې په مكه كي ده.كومه چې بركتناكه او خلكو ته لارښوونكې ده په دې كي څرګندي نخښي سته، له هغو څخه د ابراهيم مقام دى او هرڅوك چې په دې ( د حرم په حدودگگو ) ننوځي نو امن يې په برخه سي.  مولانا ذكريا (رح) وايي: دغه ځاى په دوو وجهو د امن مقام دى: يو د آخرت په اعتبار چې په هغې كي د لمانځه، حج او نورو په كولو سره د دوږخ له اوره په امن كيږي او دوهم چې څوك د هغې د باندي څوك و وژني او دې ته ننوځي، نو د هغه په بدل كي هلته نه قصاصيږي. البته پر هغه به خوراك او نور بند وي. څو راوتلو ته اړ سي او چې د باندي
را ووتى بيا به قصاصيږي. بل د مكې شريفي د ډېري سپېڅلتيا له امله دى چې خداى پاك په هغې په قرآن كريم كي په دې الفاظو قسم كړى دى:
 و التين و الزيتون و طور سينين و هذا البلد الامين  [ التين : 1 _ 3 ]
ژباړه: قسم دى په انځر او زيتون او په طور سينا غره او قسم دى د مكې په دې امان وركوونكي ښار. دغه راز څښتن تعالى فرمايي:  لآ اقسم بهذا البد  [ البلد: 1 ] ( قسم خورم د مكې په دې ښار ).
د تاريخ المكآ المكرمه مصنف ليكي چې:" په قرآن كريم كي د مكې مكرمې ذكر تقريباً پنځوس ځايه سوى، چې دا ټوله په خپله د هغې پر فضيلت باندي ستر دليل دى".  عن ابن عباس قال: قال رسول الله  لمكآ : " ما اطيبك من بلد و احبك الى، و لولا ان قومي اخرجوني منك، ما سكنت غيرك " . مشكوٰآ . ژباړه : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى چې حضرت رسول الله  مكې ته په خطاب كي وويل:" ته څه عجبه ښكلى ښار يې او ما ته څه عجبه ګران سوى يې.كه زما قوم زه  له تا څخه نه واى ايستلى، زه به بېله تا بل ځاى نه واى اوسېدلى".  عن عبدالله بن عدى قال: رايت رسول الله  واقفا علي الحزورآ، فقال: "و الله انك لخير ارض الله الى الله و احب ارض الله الى الله ولولا اني اخرجت منك ما خرجت ". مشكوٰآ. ژباړه : عبدالله بن عدى وايي چې ما رسول الله  وليدى چې په حزوره نومي ځاى  كي ولاړ وو او مكې ته يې په خطاب كي وويل :" په رشتيا چې ته د خداى  ډېره غوره مځكه يې، او د خداى ډېره خوښه مځكه يې، او كه زه له تا څخه په وتلو نه واى اړ سوى، زه له تا څخه نه وتلم".
قال النبي  : " صلاآ في مسجدى هذا افضل من الف صلاآ فيما سواه، الا المسجد الحرام. و صلاآ في المسجد الحرام افضل من صلاآ في مسجدى هـذا بمائآ صلاآ ". رواه احمد و ابن حبان باسناد صحيح.
ژباړه : رسول  وايي چې زما په دغه مسجد ( مسجد نبوي ) كي يو لمونځ د بل مسجد تر زرو لمونځو افضل دى، ماسيوا د مسجد الحرام څخه چې هلته يو لمونځ زما د مسجد په پرتله په سل ګونه افضل دى، يعني په مسجد الحرام كي يو لمونځ د بل مسجد تر يو لكو لمونځو افضل دى".  په دې هكله يو شمېر احاديث په بېلو بېلو الفاظو روايت سوي چې ټول صحح بلل سوي او مضمون يې دا دى چې د مكې مكرمې، په مسجد كي لمونځ د يو لكو لمونځو ثواب لري. حسن بصري (رح) فرمايي:" په مكه كي يوه ورځ روژه د بل ځاى د روژې په پرتله د يو لكو روژو ثواب لري. هلته د يوه درم خيرات په بل ځاى كي د يو لكو درمو د خيرات ثواب لري. دغسي هلته هره ښېګڼه د بل ځاى د يو لكو ښېګنو ثواب لري".
د پام وړ يادونه:
مولانا محمد ذكريا (رح) وايي :" ښه دا ده چې حاجي مسجد الحرام ته داخل سي د اعتكاف نيت وكړي". هسي خو د هر جومات دا حكم دى، هر مسجد ته چې سړى د لمانځه لپاره ننوځي، د اعتكاف نيت بايد وكړي، څو په مسجد كي د اوسېدو په مهال د اعتكاف ثواب وګټي. او په مسجد الحرام او مسجد نبوي كي بايد په ځانګړې توګه دا خبره په پام كي ونيول سي. امام نووي (رح) ليكي:" دا ډېره مهمه خبره ده او بايد ډېر پام ورته وسي ".
د دغو ذكر سوو احاديثو په استناد، امام اعظم او د هغه اصحاب او امام احمد بن حنبل (رح) وايي چې مكه مكرمه د ټولي نړۍ ترښارونو؛ بلكې تر مدينې منورې هم افضله ده، خو لكه چې ملا علي قاري (رح) په مرقات كي وايي :" د مدينې منورې هغه برخه چې د رسول  مبارك اعضاء پكښي ښخ سوي دي تر مكې او كعبې او عرش هم افضله ده ".
د مكې فضايل بېخي ډېر دي خو موږ په دغونه ويلو بسنه كوو.