دوهمه برخه: د مكې مكرمې په هكله معلومات

39ـ په عربي شعركي بدلونونه

 په دې ډول د اسلام د مبارك دين په راتلو او خپرېدو سره عربي شعر د عربو له صحراوو څخه ښارونو ته راغى او د نوي اسلامي ژوند په غوښتنه نوي موضوعات پر ور زيات سول. كله چې د مهال په تېرېدو سره اسلامي امت پر بېلو بېلو ډلو اوګوندونو ووېشل سو، سياست هم په شعر ورګډ سو. دغه مهال عربي غزل هم بېل رنګ خپل كړ، چې په پايله كي دوه ډوله غزل رامنځته سوه: سپېڅلې غزل؛ چې ځانګېړني يې ساده والى، رښتينولي او پوختيا وه. او د ښاري او سوكاله ژوند غزل؛ چې ډېري ابتكاري معنا ګاني او ښكلي خيالونه يې ورزيات كړل او الفاظ يې ور سوچه كړل. بيا په عباسي پېركي په شعركي ډېر بدلون راغى چې په ځينو برخو كي ضعيف او په ځينوكي غښتلى سو، او داسي مطالب پكښي رامنځته سول چې پخوا نه وه، يا لږ ليدل كېدل او پردې سربېره يې په معنا، خيال او الفاظوكي هم بدلون راغى.
په دې پېركي سياسي او حماسي شعر او سپېڅلې غزل بابېزسوه، او د مدحي او مرثيو اشعار قوي سول. دغه راز د دغه مهال په شعركي د مدنيت او ودانوني ښكارندي توصيف سوې او د زهد، تصوف، فلسفې، ښووني اوكسيو اونورو نوو موضوعاتو شعرونه څرګند سول. د دغه مهال شاعرانو به كوښښ كاوه چې د قصيدې په اجزاووكي تناسب او په معناووكي ترتيب په پام كي ونيسي. دوى به خفيف اوزان غوره كول او واضح او لطيف الفاظ به يې كارول. او د شعر بياني او بديعي ښكلا ته به يې زيات پام اړاوه، چې په دې ډول عربي شعر په تدريج سره د ساده او روانو معناوو او خيالونو څخه معقدو، تكلفي اوله مبالغې ډكو معناوو، صنايعو، استعارو او تشبيهاتو ته ور واوښت.
40ـ عربي كره كتنه
عربي ادب او كره كتنه د جا هليت په پېر كي:
دكتورحميد رضاشايګان فر، په خپل كتاب " نقدادبى " كي وايي:" د عربو د جاهليت د پېرد شعر دكره كتني ډېر پخواني ځايونه د مدينې، مكې اوطايف د شاوخوا بازارونه وه ". ډاكټر نورالحسن نقوى په خپل كتاب گ" فن تنقيد " كي وايي:" په عربوكي له ډېري پخوازمانې څخه ادبي كره كتنه ډېر ستر ارزښت لري ". دوى دواړه اوډاكټرعبدالحليم ندوى په تاريخ  " عربى ادب " كي او نور پوهان د دې خبري د ثبوت لپاره وايي چې د عكاظ په مېله ځاى كي به يې ( كوم چې مخكي د عربي شعر ترسرليك لاندي خبري پر وسوې ) يو پوه، د اعتماد وړ او د پاخه عمر شاعر، چې ټولو ته به منلى وو، د دريم ګړي يا " د مشاعرې دمير " په توګه
ټاكى . شاعرانو او هنرمندانو چې به خپل كوم هنري آثارلوستل،دغه دريم ګړي به تركره كتني لاندي نيول او د هغو په هكله به يې پرېكړه كول. چې دا پرېكړه به ټولو ته د منلو وړ وه. د دې كره كتني په پايله كي به چې د چا قصيده د ډېري ستايني او شاباسي وړ وګرځېده، هغه  به يې ـ لكه چې مخكي موهم وويل ـ په زرينوكرښو ليكل او دكعبې شريفي پردېوال يا دروازه به يې ځړول .
د عُكاظ په مېله كي به په دوديزه توګه د جاهلي پېرنامتو شاعر" النابغآ الذبياني" د مشاعرو مير يادريم ګړى ټا كل كېدى. ده ته به يې د څرمني ځانګړې، سره خېمه درول اوهغه به په هغې كي په ډېر سترتوب اوعزت ناست وو.  ادبپوهان وايي چې د عربو د دغه مهال كره كتنه په ځانګړې توګه ډېره متوازنه وه. دې كره كتني نه موضوع له پامه غورځول نه اسلوب. يعني اړينه وه چې په شعركي چې كومه خبره كيږي بايد هم ارزښتناكه وي او هم يې د ويلو ډول زړه راكښونكى وي. عربي ادب او كره كتنه په اسلامي پېر كي: د اسلام مبارك دين د خپلي رڼا په خپرېدو او د عربو او نوري نړۍ د خلكو په ژوند او نورو چاروكي د بدلونونو د راوستلو په ترځ كي د جاهليت د زمانې شعرهم تركره كتني لاندي ونيو. د هغه منفي او ناسم اړخونه يې وغندل او د اسلام د سپېڅلي دين د ارزښتونو سره سم يې هغه ته لورى وركړ. په دې لړكي هم قرآن كريم، هم رسول اوهم صحابه وو په خپل خپل وار عربي شعرتر اسلامي كره كتني لاندي نيولى او د هغه په هكله يې ارزښتناكي څرګندوني اولارښووني كړي دي. چې په پايله كي عربي شعر د اسلام په ښكلې ګېڼه سمبال او نور نوي موضوعات هم پرور زيات سول. دغه رازقرآن كريم د ختيزي، اسلامي ادبي كره كتني او د بلاغت او نورو ډېرو علومو د قواعدو په بنسټ ايښوولوكي هم پرېكړونې اغېزه درلودلې ده.  عربي ادب او كره كتنه په اموي پېر كي: د اسلام په اموي پېركي چې د شام خليفه ګانو اود هغو نورو چارواكو شعر و شاعرۍ ته پام لاره، نو شعر او ادب زيات دود سو. چې له دې امله كره كتني ته هم بشپړتيا ور په برخه سوه . په دې دوره كي هم د ادبي كره كتني خورې ورې نخښي ترسترګوكيږي، لكه چې يزيد بن معاويه پردې سربېره چې د شعر ديوان يې درلود پخپله هم شعرتركره كتني لاندي نيوى. عبدالملك بن مروان هم ادبي اوكره كتنيزه قريحه درلوده. هشام بن عبدالملك او وليد بن يزيد بن عبدالملك هم شعرونه تركره كتني لاندي نيول. دغه مهال په حجاز او عراق كي شاعرانو او نورو د يو بل ويناوي تركره كتني لاندي نيولې،لكه چې عمر بن ابي ربيعه او كُثَيٍر، يو د بل پر شعرونوكره كتني كولې. د دې دورې له كره كتونكو څخه بل هم ابن ابي عتيق دى چې د حضرت ابوبكرصديق  لمسى كيږي . دغه راز د دې دورې په ادبي كره كتونكوكي د حسين بن علي لور " سكينې" نوم هم يادوي او د ادب په كتابونوكي يې د هغې دكره كتنيزو رايو او ملاحظو يادونه هم كړې ده. (1)
عربي ادب او كره كتنه په عبا سي پېركي:
د اسلام د عباسي پېر په رار سېدو سره د عربو په ژوندكي يو ډول اوښتون راغى. چې د هغه سره د شاعرۍ رنګ هم بدل سو. او علومو او هنرونو ته د قدر په سترګو د كتلو او د هغو د خپرېدو، په تېره عربو ته د ژباړي له لاري د يوناني پوهنو د رسېدو په پايله كي دكره كتني ذوق نور هم د عربو سره مونده سو. او له دې سره سم په عگربي ادب كي بنسټيزه كره كتنه پېل سوه .
ابوعمرو بن العلاء، حمادالراويه ، مفضل ضبي، خليل بن احمد، خلف احمر، ابوعبيده او اصمعي د دغه پېرد شعرد پخوانيوكره كتونكو څخه شمېرل سوي دي. چې له هغو څخه مفضل ضبي، خليل بن احمد او اصمعي ليكلي آثار هم پرې ايښي دي. دغه رازكوموكره كتونكوچي دكركتني اصول وضع كړل او عربي ادب يې دكره كتني پر محك وڅېړه اوځينو يې په دې هكله كتابونه ليكلي دي، په هغوكي د يادوني وړ نومونه دي د: محمد بن سلام الجُمَحي، ابن قتيبه دينوري، عبدالله بن المعتز، قدامه بن جعفر، ابن رشيق قيرواني، ابن خلدون، جاحظ، ابوهلال عسكري، عبدالقاهرجرجاني، محمد بن يزيد المبرد، احمد بن يحيٰى ثعلب، ابومنصور ثعالبي، محمد بن احمد العبيدي، حسن بن بشر آمدي، ضياءالدين بن الاثيراونور. د عربي كره كتني پر پېل او پر مختيا چې غور و كړو، نو دې پايلي ته رسيږو چې
(1) د يادوني وړ ده چې دغه خبرابوالفرج اصفهاني په" الاغاني" كي، دكتور عبدالحسين زرين كوب په " آشنايې با نقد ادبي" كي او نورو ډېرو، كړې ده، خو علي محمد علي دُ خَيل د" سكينه" رسالې ليكوونكى يې ردوي او نه يې مني.
د لرغوني عربي شاعرۍ آره پانګه د قصيدو په بڼه ده. د دغو قصيدو نړۍ ډېره پراخه ده اوپه هغوكي د عربو بشپړ ژوند انځورسوى دى. اولكه چې پوهيږو دغو قصيدو تلپاتي ژوند ګټلى دى. البته كوم شي چې دغه قصيدې تلپاتي كړي دي، هغه دعربو سپېڅلى كره كتنيزشعور دى. د عامو خلكو په مخكي د مقابلې له مخي د څېړني اوكره كتني هنر او عمل لكه څنګه چې په عربوكي وده او پرمختيا وركړه سوې ده، د هغه سا رۍ په نړۍ وال ادب كي لږ ترسترګوكيږي .
د عربي ادب او كره كتني د ځوړتيا او انحطاط پېر:
ترابن اثير وروسته ترډېري مودې د عربي كره كتني او ادب په تاريخ كي كومه ځلانده څېره څرګنده نه سوه. په تېره څنګه چې د مغولو د تاړاك په پايله كي بغداد سقوط وكړ عربي واكمني ګردسره ړنګه سوه. او د دې سره علوم او ادبيات د ستر ناورين سره مخامخ سول. په دې پېركي نه كوم سترشاعراو ليكوال پيدا سو نه كوم كره كتونكى. ځينو ليكوالو چې د ادب او اديبانو په هكله څه ليكلي د هغو په تاليفونوكي دكره كتني په باب زيات څه نه ترسترګوكيږي.  صلاح الدين صفدي ( په764س.كال مړ ) كره كتني ته دونه پام نه دى اړولى، خو بياهم په دې هكله په خپلو هممهالوكي يوه نادره استثناگ وه. دغه راز ابوالعباس قلقشندي
( په823س. كال مړ ) هم په خپل كتاب گ" صبح الاعشٰى في صناعآ الانشاگء " كي ځيني كره كتنيز ټكي ځاى كړي دي .
دغه ځوړتيا د عثماني واكمنانو په پېركي خپلي وروستۍ كچي ته ورسېده. په دې پيركي شهاب الدين خفاجي ( په 1069س.كال مړ )، تاشكبري زاده ( په968س.كال مړ )، د ادب اوكره كتني په برخه كي د يادوني وړ دي. دغه راز يوسف بديعي ( په1073س.كال مړ ) دخپل مهال ستر اديب وو، چې د متنبي او ابوتمام په هكله يې دوه په زړه پوري كره كتنيزكتابونه ليكلي دي.
د عربو د بيا و يښتيا پېل:  د ديارلسمي سپوږميزي پېړۍ په لومړيوكي د عربي هيوادونو او ولسونو په احوالوكي لږلږ بدلونونه رامنځته سول. مصرد ناپليون د يرغل په پايله كي اود محمدعلي الباني اود هغه د ځاى ناستو په پيركي د اروپايي فرهنګ او تمدن سره آشنا سو. په تونس او الجزايركي د عربو او فرانسويانو ترمنځ د سولي او جګړې اړيكي رامنځته سوې. شام، لبنان اوعراق د عثماني واكمنۍ د بې واكۍ له امله د اروپاد تمدن او سياست سره مخامخ سول. دې حال احوال پر عربي ادب اغېزه وښندل، په تېره اروپايي فرهنګ او تمدن د عربو په وړاندي د فرهنګ او تمدن په هكله نوي ورونه پرانيستل. ځينو شاعرانو او ليكوالانو د نوو وطني او ټولنيزو مضامينو ليكلوته مخه كړه . دې چارو ورو ورو په عربي ادب كي نوي بدلونونه رامنځته كړل چې په كره كتنه كي يې هم انعكاس وموند.  په لبنان كي بطرس البستاني او احمد فارس الشدياق په خپلو ليكنوكي د اروپايي  كره كتني كړندود خپل كړ، د لبنان له اديبانو څخه شيخ ناصف يازجي لغوي كره كتني ته پام واړاوه . نامتو ليكوال، موْرخ اوڅېړونكي جرجي زيدان هم مهم او په زړه پوري كتابونه وليكل او په " الهلا ل " مجله كي يې خپل كره كتنيز، علمي، دقيق او معتدل ذوق څرګند كړ . په دې دوره كي د شام او مصر له اديبانو څخه څوتنه نور هم چې كره كتنيز ذوق يې لاره كېداى سي چې ياد سي. خو دكره كتني وروستى، بشپړ او بنسټيز نهضت له لويه سره د مصر د څو تنو وروستيو او اوسمهالو ليكوالو او اديبانو د هلوځلو يېبره ده. چې په دې هكله يې ځانګړې پاملرنه كړې او ارزښتناك آثاريي ليكلي دي. له دې ليكوالو اوكره كتونكوڅخه دي : ابراهيم مازني، عباس محمود العقاد، محمدحسين هيكل بګ، احمد امين او طه حسين اونور.

41ـ عربي شعر او ټولنه
عربي شاعرانو او اديبانو د جاهليت له دورې څخه تر ننني نوي ادبي نهضت پوري ستر شعري او ادبي ايجادات په ميراث پرې ايښي دي. د دوى د شعرفكر، لغت ، عبارت او لفظ روڼ ، د خيال او جمال تصويرونه، ښكلي او معنا وي يې دقيقي دي. چې د شاعرانو له عواطفو او افكارو او د خلكو د ژوندانه او چاپيريال څخه نماينده ګي كوي. د دې ترڅنګ د عربي شعر يوه برخه په تېره په عباسي پېركي په ټولنه كي د حاكمو او شتمنو ډلګيو نماينده وه چې د دغو ډلګيو د لوستونكو او اورېدونكو ذوقونو ته به يې جواب وايه او د دوي هيلي او غوښتني به يې منعكسولې او د دوى د خيالي او رشتيانيو لويانو ستايني به يې كولې.
البته دا ښكارندي ټولنيز لاملونه لري، چې ډېر مهم يې د واكمنو او د دوى د مرستندويو سوداګرو او مځكوالو د لږكيو په لاسونو كي د واك او شتو تمركز، د وګړو د سترو ډلو بې وزلي او د شتمنو او واكمنانو د ستايني په بيه د شاعرانو د ښه ژوند څخه د هغو نه خبرېدل دي. چې دا ښكارنده په ټولو پخوانيو ټولنوكي څرګنده وه.
خو د دې سره سره عربي شعر ان په عباسي دوره كي هم ټوله د دروغجنو ستاينو شعر نه وو. رشتيا دا ده چې ډېرو ولسي شاعرانو د خلكو د احوالو سره تماس نيولى، د دوى د ستونزو او دردونو شاعران وه. او د ولس فكر، ژوند او غوښتني به يې په خپلو اشعارو كي منعكسولې چې د دې حقيقت ډېر ښه سارۍ په اسلامي فتوحاتو او صليبي جګړو او نورو كي بېخي ډېر موندل كيږي.

42ـ د عربي ادب اغېزې د ختيز پرآدابو باندي
د عربي ادب شعر، نثر اوكيسو د موضوعاتو، معنا وو او اساليبو، شعري اوزانو، د لغاتو د مفردا تو او فصاحب او بلاغت له مخي د ختيزو ولسونو پرآدابو باندي اغېزه ښندلې ده. د پښتو، فارسي، تركي او نورو هغو ختيزو ژبو پر وده او تطور باندي چې د عربي اسلامي ثقافت په چاپيريال كي، يا هغه ته نژدې رامنځته سوي دي. د عربي ادب اغېزې په څرګنده ښكاري.
دغه راز د ختيزو ولسونو فرهنګيانو عربي ژبه زده كړه او خپل تاليفونه يې په وليكل چې له دوى څخه د عربي اسلامي ثقافت په بېلو بېلو برخو كي بې شمېره نابغه شخصيتونه راڅرګند سول. د اسلام د مبارك دين په رڼا كي پښتو او دري آداب د عربي ادب ترڅنګ د اسلامي آدابو په څېر راڅرګند سول او وغوړېده. پښتو او دري ژبو اديبانو اوپوهانو په پښتو او دري ژبو په عربي توروكتابونه وليكل او ډېر الفاظ يې له عربي ژبي څخه خپلو ژبو ته ولېږدول.
دغه راز ډېرو پښتنو او دري ژبو شاعرانو، د عربي شعرڅخه وزنونه، لغات او قافيې اقتباس كړې او په خپلو ژبو يې پرخپلو شعرونو او ليكنو تطبيق كړې. په تېره پر دري نثر باندي د عربي اغېزې ډېري ښكاري. خو په قرآني آيتونو، احاديثو، متلونو او عربي شعرونو استدلال او استشهاد په دواړو پښتو او دري ژبوكي ډېركيږي. د پښتو او فارسي ژبو اديبانو په خپلو شعري او نثري تخليقا توكي د عربي بديع او بلاغت قواعد هم پلي كړي او عربي اصطلاحات يې ډېر اخيستي دي.
دغسي پر تركي او كردي ادب هم كومي خبري چې د پښتو او دري په هكله وسوې، تر ډېره حده صدق كوي. د دغو ژبو آداب هم په مستقيمه توګه يا د فارسي ادب له لاري، په غير مستقيمه توګه د عربي ژبي څخه اغېزمن سوي دي. د هندوپاك ادب هم په ډېره ژوره توګه د اسلامي ادب تراغېزې لاندي راغلى دى. په هندي او پاكستاني مسلمانانوكي ډېر ستر ستر ليكوالان راڅرګند سول، چې په عربي ژبه يې ډېر كتابونه وليكل؛ چې زياتره يې پر ديني، لغوي او تاريخي مسايلو راګرځي. پردې سربېره د عربي او فارسي ثقافت تراغېزو لاندي نوې ژبه د اردو ژبي په نامه رامنځته سوه، چې ډېر موضوعات او معنا ګاني يې له عربي ادب څخه اخيستي دي.
43ـ د عربي ادب اغېزې پرلوېديزو آدابو باندي عربي ادب د هغو ولسي سندرو، بدلو اوكيسو له لاري كومي چې د خلكو په منځ كي مشهوري وې او په خوله يې يو بل ته لېږدولې پرلوېديزشعر باندي ستره اغېزه ښندلې ده.
د اسپانيې اوهغې ته د نژدې اروپايي ملكونو لكه فرانسې او ايټاليې د نصراني امراوو په ماڼيو كي د اندلس د سندر غاړو سندرو ته ډېره پاملرنه كېده. په يوولسمو او دوولسمو ميلادي پېړيوكي په اروپا كي يوه ډله بدل بول شاعرا ن راڅرګند سول، چې سندري او نغمې به يې د باجې سره يوځاى غږولې. دغو شاعرانو ته په "طروبادور" وويل سول. طرو بادور د عربي له "طرب" څخه اخيستل سوې كلمه ده. دا ځكه چې عربي رنګ د دغو شاعرانو په شعركي ډېر ښكاره وو.  دغه ډول ډېري عربي كيسې هم په اروپايي ژبو و ژباړل سوې؛ لكه چې لومړى " كليله و دمنه " په ديارلسمه ميلادي پېړۍ كي په اسپانوي او لاتيني اوبيا په نورو
ژبو و ژباړل سوه.  له دي امله دى چې د عربي كيسو اغېزې د ايټالوي ليكوال پوكاچو د " ديكاميرون " په كيسو كي په څرګنده ترسترګو كيږي. دغه رازد ادب تاريخ ليكونكو دابي العلاء المعري د " رسالآ الغفران" اغېزې د ايټالوي شاعر دانته په " الهي كوميډي " كي هم جوتي كړي دي.
په اوولسمه عېسوي پېړۍ كي عربي ادب ته د لوېديزو اديبانو پاملرنه زښته زياته سوه چې د ادب تاريخ ليكونكو لخوا د دې گ پاملرني اسباب د اروپا پراختيا، د رومانتيكي غورځنګ رامنځته كېدل اود ختيزو پوها نو د غورځنګ منظم كېدل ښوول سوي دي. دغه مهال د حي بن يقظان كيسه په لاتيني ژبه وژباړل سوه اود يو زر و يوې شپې ( الف ليلآ وليلآ ) كيسه په 1704ع. كال كي د لومړي ځل لپاره په فرانسوي و ژباړل سوه، چې بېخي ژر په اروپا كي خپره سوه او په ډېرو نورو اروپايي ژبو هم واړول سوه.
44ـ د مكې د اوسنيو ليكوالانو او شاعرانو په هكله
د مكې د يوه ليكوال څرګندوني
د مكې مكرمې د تاريخ ( تاريخ القويم ) ليكوال علامه محمد طاهركردي  ( 1321 _ 1400س.) په خپل كتاب كي د مكې مكرمې د اوسنيو ليكوالو او شاعرانو په هكله څه څرګندوني لري چې موږ يې غټ غټ ټكي را اخلو:
علامه كردي په دې عقيده دى چې څنګه چې شاعران په هره لوړه، ژوره كي سرګردانه او اديبان په هره برخه كي ليكني كوي، نو دوى په خپل فصاحت او بلاغت اوحسن اسلوب كولاى سي چې د خلكو لارښوونه وكړي. ده په خپل تاريخ كي د (160) تنو په شا و خوا كي د اسلامي عالمانو، ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو اود هغو د تاليفاتو په هكله ځرګندوني كړي او عقيده څرګندوي چې:" كه اديبان د شعر او ادب او ليكوالۍ خدمت ته وزګار سي، نو به په رشتيا چې ستر تخليقات رامنځته كړي. خو له بده مرغه چې هغو د ژوندانه پېټي پر اوږو اخيستي او په نورو دندو او كارونو بوخت دي".  دى زياتوي :" زه باور لرم چې زموږ په مهال د شعر او ادب صنعت د بشپړتيا تر وروستي پړاوه رسېدلاى سي. ځكه چې زموږ سره اوس د پوهي سرچينې او اډانې ډېري دي. خو موږ داسي ډېر اديبان او فاضلان لرو چې د حيا او ضعف له امله په ورځپاڼو او مجلوكي د خپلو ليكنو خپرولو ته زړه نه ښه كوي. ځكه دوى ګومان كوي چې كه د دوى كومه ليكنه خپره سي د اعتراضونو اوكره كتنو هدف به وګرځي، چې د دوى دا نظر درست او غوره نه دى. ځكه د آس په سپرلي كي هغه مهال مهارت تر لاسه كيږي. او سړي هغه وخت آس سپور باله سي، چې څو واره له آسه ولويږي. نو ځوانو ليكوالو او شاعرانو ته په كار ده چې علم او ادب او نورو ښو چارو ته په مېړانه او زړه ورتيا ور ودانګي؛ لكه چې پخوا لا يوه شاعر ويلي دي : يعني چې د خلكو د خبرو پر واكوي له غمه به مري. او زړه ور او مېړه سړى به په خوند خوند وژغورل سي.  دى مشرو او فاضلو اديبانو ته سپارښتنه كوي چې د ادب بڼ ته د نوو ورننوتلو ځوانانو
سره په مينه او نرمښت چلند وكړي. له ځينو خطا وو څخه يې سترګي پټي كړي او د تُندو او مرچكي كره كتنو په غشويې زړونه ور زخمي نه كړي، څو د هغو قلمونه د ادب او ليكوالۍ په هنركي ښه غښتلي سي او د ويښتيا، پاڅېدني او شجاعت اروا وده پكښي وكړي. او كه داسي وسي د شعر او ادب بازار به ښه تود سي".  دغه راز علامه كردي د " تاريخ القويم " په يوه بله برخه كي اديبانو او شاعرانو ته څه توصيې كړي او وايي:" علم بېله عمله او بېله عقله څرګند خسران دى او اديب بېله ادبه او شاعر بېله شعوره وبال د ځان دى. عالم ښايي په علم پسوللى وي او د جاهل كارونه و نه كړي. اديب ښايي په ادب ښايسته وي او بې ادبه نه وي. شاعر ښايي د شعور او احساس څښتن وي او د بې احساسوخلكو غوندي بې خبره نه وي. او د دوى له علم او پوهي څخه بايد خلكو ته ګټه ورسيږي". ( اروا دې ښاد وي ).
45ـ روغتيايي خدمتونه
پيرغلام دستګير نامي په تاريخ مكه معظمه كي چې په 1346س.كال يې ليكلى دى په مكه مكرمه كي د " خاصكيه " په نامه د يوه ستر روغتون يادونه كوي، چې لګښت يې عثماني سلطان سليمان قانوني وركاوه. دغه راز هغه وايي چې څلور ډسپنسرۍ ( واړه روغتونونه ) هم هلته د ناروغانو درملنه كوي چې دوه يې د مسعٰى سره، يو په جياد محله كي، او يو بل ځاى دى. چې دغه څلورم يې بېخي د عطار د يوه معمولي دكان غوندي دى. د مصر په خانقا كي  هم يو روغتون وو، چې كلنى لګښت يې اووه سوه مصري پونډه كېدى.  علامه كردي په تاريخ القويم كي وايي چې په مكه مكرمه كي د عثماني تركانو او شريف  حسين په وختوكي يو روغتون په اجياد كي او بل په " المدعاء " نومي ځاى كي د " القبا ن " په نامه فعال وه چې په دواړوكي پنځه تنه ډاكټران د ناروغانو په درملنه او دارو درملو وركولو بوخت وه. دغه مهال هلته يوازي يو درملتون د " حسنين " په نامه موجود وو.  په دغه پيركي يوناني طبابت ډېر دود وو، ځكه نو هلته د يوناني درملو دكانونه پرانيستي وه چې ځينو مسلمانو، هندي طبيبانو د طبيعي بوټو څخه جوړ سوي درمل پكښي پلورل. وروسته چې د مكې ودانۍ او وګړي ډېر سول سعودي حكومت ډېر ډاكټران له نورو ملكونو ور وغوښتل، ډير روغتونونه او درملتونونه پرانيستل سول. او ډېر سعودي ډاكټران په بهركي وروزل سول. اوس په سعودي عربستان كي، د يوې احصائيې له مخي هرو ( 297 ) تنو ته د روغتون يو كټ او ( 720 ) تنو ته يو ډاكټر رسيږي. ( په افغانستان كي هرو[1730] كسانو ته د روغتون يو كټ او [585]كسانو ته يو ډاكټر رسيږي. او په پاكستان كي هرو [2064] كسانو ته د روغتون يو كټ او[4000]كسانو ته يو ډاكټر رسيږي ).  د سعودي د عامي روغتيا وزارت هركال منظم پلانونه وضع او پلي كوي څو د حاجيانو د روغتيا ساتني په هكله وړخدمتونه ترسره كړي. په 1412س. (1992ع.)كال كي حاجيا نو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندي كولو لپاره ( 22 ) روغتونونه د ( 5363 ) كټونو په درلودلو سره او( 137 ) روغتيايي اساسي مركزونه په مكه مكرمه ، عرفات، منا، مزدلفه، د مدينې پرلويه لار او په مدينه كي په كار بوخت وه.  د حج په مهال لس زره تنه ډاكټران، ټكنيشنان، روغتياپالان ( نرسان ) او په روغتيايي ارشوكي نور بوخت كسان د حاجيانو روغتيا ساتني ته ګومارل كيږي. دغه راز د تودوښي له امله د جولې وهلو حاجيانو د درملني لپاره د سعودي د عامي روغتيا وزارت په اړوندو روغتونونوكي ( 105 ) روغتيايي ډلي هم په كار بوختي دي. پر دې سر بېره د لومړنيو روغتيايي مرستو ( 6 ) مركزونه په مكه، عرفات، منا او مدينه منوره كي د جولې وهلو حاجيانو سره روغتيايي مرستي كوي، چې هر مركز ( 140 ) كټه او اووه متخصص ډاكټران او نور پرسونل لري. څوكاله د مخه د سعودي د عامي روغتيا وزارت د لندن د ټراپيكل ډيزيزكالج په مرسته د كټ غوندي يوه داسي آله جوړه كړه چې د جولې وهلي ناروغ په علاج كولوكي كارول كيږي. وروسته يې دغه آله د نوي لوړي ټكنالوژۍ سره سمه نوره هم بشپړه كړه.
پردې سر بېره د سعودي د " ملي ګارډ " او"گ دفاع او هوايي چلند وزارت " هم د حاجيانو لپاره ثابت او ګرځنده روغتونونه لري چې ناروغان وړيا ګوري، وړيا درمل وركوي او  وړيا يې عمليات كوي. او د نا وړو پېښو ( ايمرجنسي ) په مهال د پوځ هليكوپټرونه چې د دغسې پېښو لپاره تيار ولاړ وي، ناروغ سمدستي د جدې پوځي روغتون يا د طايف د شهزاده منصور پوځي روغتون ته رسوي.
46ـ سعودي سره مياشت
څنګه چې حاجيان او نور خلك په پخوا وختوكي د علاج او روغتون ته د رسېدلو په لار كي د زياتو ستونزو سره مخامخ كېدل، نو ځينو نېك چارو، د لومړنيو مرستو او روغتيايي خدمتونو د ملي ټولني جوړلو ته لاس واچاوه. او په 1354س. كال كي د " جمعيآ الاسعاف الخيري " (د روغتيايي مرستو خيريه ټولنه)، جوړه سوه، چې حاجيانو او نورو ته يې روغتيايي او نور خدمتونه وړاندي كول. د 1383س.كال د امامانو د مياشتي پر ( 16 ) د دې لپاره چې دغه ټولنه وكولاى سي ښه او هر اړخيز خدمتونه ترسره كړي هغې ته د "جميعآ الهلال الاحمر"  (د سري مياشتي د ټولني) نوم وركړه سو، چې په 1963ع.كال كي يې د نړۍ وال سره صليب د سازمان غړيتوب هم ترلاسه كړ. په دې ډول دې ټولني ته دولت هم ډېره پاملرنه وكړه اوپه همهغه 1383س. كال كي يې يو ميليون رياله تخصيص ورته وركړ. دغه ټولنه د رياض پر مركزي دفتر سر بېره د سعودي په سترو ښارونوكي دفترونه او د روغتيايي مرستو مركزونه لري. حاجيانو ته د خدمت په لړكي په 1412س.كال كي دغي ټولني ( 250 ) روغتيايي مركزونه درلوده چې له هغو څخه ( 141 ) يې ګرځنده وه او د ( 428 ) امبولانسونو او ( 15899 ) تنو كاركوونكو په درلودلو سره يې خدمت كاوه.
47ـ قرنطين ځايونه
" Quarantine" (كورنتينا يا قرنطينه يا قرنطين ) هغه ټاكلې موده ده چې په هغې كي مسافر يا د وبا وهلي سيمي ناروغان يا په وبا ككړ سوي وګړي يا مالونه يا بېړۍ له نورو څخه بېل ساتل كيږي، څو ناروغي خپره نه سي. (د يوې انګرېزي _ فارسي ډكشنرۍ په خوله دغه موده څلوېښت ورځي ده). وايي چې قرنطين له لويه سره فرانسوي لغت دى. كله چې د فنيسيا فرنګيانو وليدل چې وباوي د ختيز او د افريقې په شمال كي د المغرب څخه اروپا ته ننوزي نو د لومړى ځل لپاره يې په1348ع. كال كي مامورين وټاكل، څو هغه بېړۍ چې له بهر څخه د دوى د هيواد پولو ته له دغه لوري رسېږي وپلټي او په دې پسي په 1403ع.كال كي
د ادرياتيك په يوه وړه ټاپوكي لومړى روغتيايي قرنطين ځاى، د لازاريټ ( Lazarette ) په نامه پرانيستل سو چې بيا يې د مهالونو په تېرېدو پراختيا وموندله .  څنګه چې مكې مكرمې ته هركال د حج او عمرې د ادا كولو لپاره په لكونو وګړي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ور درومي نو د وبا يې او نورو ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي او له دغسي ناروغيو څخه د سعودي د اوسېدونكو او حاجيانو د ژغورني لپاره دې چاري
ته هم پام واړاول سو. د تركانو په وختوكي د قرنطين روغتيايي عمليات د اړتيا په مهال د جدې ساحل ته نژدې په دووكوچنيو ټاپوګانوكي ترسره كېدل. له دغو قرنطين ځايونو څخه تر 1911ع.كال د مخه كار اخيستل كيدى. خو وروسته د روغتيايي علومو د پرمختګ له بركته دغو ځايونو ته اړتيا نه ليدل كېدل. خوكله چې په 1947ع.كال كي په مصركي كولرا څرګنده سوه، دغه قرنطين ځايونه بيا له مصرڅخه د راتلونكو مسافرو د تر قرنطين لاندي نيولو لپاره وكارول سول.  سعودي حكومت وغوښتل چې په 1926ع.كال كي چې په پاريس كي د نړۍ د دولتونو لخوا په دې هكله كوم روغتيايي تړون لاسليك سوى وو، د هغه ځيني مادې دي له منځه يووړل سي او ځيني دي هم تعديل كړاى سي. ځكه چې د فني شرايطو سره سمون نه خوري. له دې امله له بهرڅگخه پلاوى راغى او د جدې دغه قرنطين ځايونه يې له نژدې وكتل او نظريې وركړچي كه دغه ځايونه پراخه سي او سمون پكښي راسي د حاجيانو د راتلو په مهال د قرنطين خدمتونو ته په بشپړه توګه بسنه كوي. نو هغه وو چې سعودي حكومت د دغو قرنطين ځايونود پراختيا او بشپړتيا كارونه ترسره كړه. اما د يوه بل قرنطين ځاى لخوابه چې په " كمران " ټاپوكي وو، د هغو حاجيانو بېړۍ د روغتيايي نظره پلټل كېدې، چې د جنوب له لوري به جدې ته رسېدلې. خو څنګه چې سعودي حكومت دغه كار ته د جدې په مينا نومي ځاى كي خپل چارواكي وټاكل، نو په 1951ع. كي يې د كمران د ټاپو قرنطين ځاى لغوكړ.  د جدې د قرنطين ځاى ( 150 ) ودانۍ په نژدې ( 229000 ) مربع متره مځكه كي په داسي ځاى كي جوړ سوى چې د اوسېدو له سيمي څخه ډېر ليري دى. د دغه ځاى ټولي ودانۍ په برېښنا رڼا سوي او اداري دفترونه، د ټيليفون منځى ( سنټرال )، د موټرانوګاراجونه، باغچه، د تركاڼۍ كارځاى ( وركشاپ )، حمامونه، د چښنګ اوبه، پخلنځي، تشنابونه او نور ټول لازم تجهيزات لري.  پردې سر بېره په دغه قرنطين ځاى كي د روغتيايي روزني ( ټرينينګ ) ښوونځى، د قرنطين ځي د اړتياوړ يخي جوړولو فابريكه، عام روغتون، درملتون، د ډاكټرانو او نورو كورونه او داسي نور لوازمات ټول جوړ سوي دي.
48ـ د سعودي پيسې
د اسلام له پيل څخه د پيسو تاريخ:
ځيني وايي چې د رسول  په زمانه كي د فارس، روم، يمن او المغرب درهمونه او دينارونه چلېدل چې د فارس او روم پر درهمو به د هغو ځايونود پاچهانو تصويرونه وه. خو  څنګه چې په كتابونوكي د هغو د وزنونو په هكله ډول ډول خبري سوي دي، دقيق وزنونه يې  نسي ويل كېداى .
اسلامي سكه ( درهمونه او دينارونه ) د لومړى ځل لپاره د عبدالملك بن مروان په پېركي په 75س.كال كي ووهل ( ضرب ) سوه. خو جرجي زيدان د مصر په تاريخ كي وايي چې د راشده خلفاوو په وخت كي د مسو ساده سكه ضرب سوې وه او د سپينو زرو سكه د خليفه عبدالملك په وختو كي راووتل. ځيني وايي چې په اسلامي پېركي د لومړي ځل لپاره د حضرت علي ( ك ) په وختو كي درهم ضرب سو، چې بيا حضرت معاويه  او حضرت عبدالله ابن الزبير درهمونه او  دينارونه را و ايستل.
په تاريخ القويم كي وايي چې په 1276س.كال كي جواد نومي يوه ايراني د سپينو زرو يوه عربي سكه چې په 40 س.كال كي په بصره كي ضرب سوې وه " دارالسعادت " ته وړې وه چې پر يوه مخ يې په كوفي ليك ليكلي وه: " الله الصمد لم يلد و لم يولد و لم يكن له كفواً احد ". او چار چاپيره يې ليكلي وه : " محمد رسول الله ارسله بالهدٰى و دين الحق ليظهره على الدين كله ولوكره المشركون ". او پر بل مخ يې ليكلي وه : " لااله الا الله وحده لا شريك له ". او پر شاو خوا يې ليكلي وه : " ضرب هٰذا الدرهم بالبصرآ سنآ اربعين ".
په يوه بل كتاب كي وايي چې : " حضرت عمر د اړتيا له مخي پاڼي او څرمني د نقودو په توګه استعمالولې. په هرصورت په تاريخ القويم او تاريخ الحضارآ العربيآ الاسلاميه كي د راشده خلفاوو، امويانو، عباسيانو، فاطميانو، سلجوقيانو او صلاح الدين ايوبي د وختو د درهمونو او دينارونو تصويرونه خپاره سوي دي.
د حجاز د پيسو تاريخ :
په 827س.كال كي چې شريف علي بن عنان په مصركي وو، د مصر واكمن  " برسباي " هغه د مكې والي وټاكى. نو هغه وو چې شريف علي د لومړي ځل لپاره له مصر څخه مكې ته د پيسو د ضرب مطبعه راوړه. په يوه بل روايت كي وايي چې په 1100س.كال كي د مكې شريف احمد بن غالب ته احوال ورغى چې ځيني خلك په كورونو كي دراهمونه جوړوي، نو هغه د دوى د كورونو د نړولو حكم وكړ؛ له مكې يې وايستل او د سكو جوړولو وسايل يې ځني ضبط كړه.  پر مكه مكرمه باندي د عثمانيانو د واك په موده كي عثماني پيسې چلېدلې. بيا چې په 1334س.كال كي د عثمانيانو واك پر مكه پاى ته ورسېدى. هلته په همدغه كال د شريف حسين سكه راووتل. بيا چې په 1343س.كال كي د ملك عبدالعزيز واك پرحجاز ټينګ سو،  په همدغه كال د نيم قرش او د قرش د څلورمي برخي سكه راووتل. د نيم قرش پر يوه خوا ليكلي وه: " نصف قرش ضرب في ام القرٰى " ( ام القرٰى يعني مكه مكرمه ) او پر بله خوا يې ليكلي وه : " عبدالعزيز بن عبدالرحمن الفيصل سنآ 1334 " بيا په 1344س.كال كي د يوه قرش نكلي سكه را ووتل چې پر يوه مخ يې ليكلي وه: " قرش واحد 1344 ". او پر بل مخ يې ليكلي وه : " عبدالعزيز السعود ملك الحجازو سلطان نجد ". نيم قرش او د قرش څلورمه هم په دغه ډول ورسره راووتل. په 1346س. كي د سپينو زرو ريال را و وتى چې د هغه د لومړي مخ په منځ كي ليكلي وه : " عبدالعزيز بن عبدالرحمٰن السعود " او پر شا و خوايې ليكلي وه : " ملك الحجاز و نجد و ملحقاتها ".  البته پردغه مخ د سعودي رسمي نښان هم ضرب سوى وو او پر بل مخ يې ليكلي وه:
" ضرب في مكآ المكرمآ سنآ 1346گ ". او پر شاو خوايې د ( 1 ) پر عدد سربېره ليكلي وه: "ريال عربى سعودى واحد " او ښي او كيڼي خوا ته يې د خرماو ني رسم سوي وې.  په 1370س.كال كي د لومړي ځل لپاره د سرو زرو جنيه ( پونډ يا دينار ) راووتى چې د لومړي مخ پر منځ يې د سعودي د رسمي شعار سره ليكلي وه:" عبدالعزيز بن عبدالرحمٰن السعود ". اوچارچاپيره يې ليكلي وه:" ملك المملكآ العربيآ السعوديآ ". او د بل مخ پرمنځ يې ليكلي وه:" ضرب في مكآ المكرمآ سنه 1370 ". او شاو خوا يې د ( 1 ) پر عدد سربېره ليكلي وه : "جنيآ عربى سعودى". او ښي او كيڼي خوا ته يې د خرماوني رسم سوي وې. د جنيه په هكله د ديوبند د دارالعلوم د استاد مولانا وحيد الزمان كيرانوي په" القاموس الجديد" كي ليكلي دي: "جنيآ انكليزي: د سرو زرو انګريزي ګني، اشرفي. جنيآ انكليزي، د پاڼي (كاغذي ورقي ) پونډ". خو علامه طاهركردي وايي:" د ( جنيآ ) كلمه عربي نه ده او معنايې ديناردى او زموږد مهال په اصطلاح د سرو زرو ياكاغذي پيسو ته جنيه وايي. د جنيه نوم د افريقا د څنډو د يوه هيواد ګينيا د نامه څخه اخيستل سوى دى. په كال 1588 ع.كي يوه انګريزي تجارتي شركت د دغه هيواد په محصولاتوكي د هغه دكانونو سره زرهم د انګريزانو ملك ته ولېږل. انګريز حكومت له هغو څخه سكه ضرب كړه او د ګينيا په نامه يې ونومول . بيا چې په كال 1817 ع. كي انګريزي لېره را ووتل. ګينيا ناچله سوه . د سعودي عربستان د لسو ريالو كاغذي نوټونه د لومړي ځل لپاره په كال 1372س.كي راووتل. پردې نوټ باندي د " نائب رئيس مجلس الادارآ الشيخ عبدالعزيز بن عبدالله السليمان " او" المحافظ المسترجورج بلاور" او" نائب المحافظ راسم الخالدي" لاسليكونه سته او پرنورو عربي او انګريزي ليكونوعلاوه داكرښي هم پرچاپ سوي دي: دس ريال، عشرآ ريالات، ده ريال، سقولآ ريال.
اوس مهال د سعودي عربستان كاغذي پيسې د 1_ 5_ 10 _ 50 او100 ريالو نوټونه دي. يو ريال سل هلا يا شل قرشه كيږي او فلزي پيسې (توري ) يا ما تي هم لري.

49ـ د مكې مكرمې د خلكوكالي اوچلتار
مشهور سياح ابن بطوطه په كال726 س.كي د مكې مكرمې د خلكو دكالو په هكله وايي: " د مكې خلك ډېر ښه كالي اغوندي. سپين لباس يې ډېر خوښ دى، رانجه، عطر او مسواك هم ډېر استعمالوي ".
ابراهم رفعت پاشا په كال 1327 س. كي د مكې د اوسېدونكو دكالو اغوستلو دود داسي بيانوي: " د مكې خلك په كالو او خوړوكي له زياتي مبالغې كاراخلي. دكالو زرغونه، سره، ګلابي او ژړ رنګونه ډېرخوښوي. په كورونوكي د ښكلا او سينګار ډېر بيي شيان ډېرساتي. ښځې چې بازارونو ته وزي نو د پنډ ټوكره داسي بوغره اغوندي چې د سترګو پر برابر دوه واړه سوري لري او د دې سره، زياتره ژړ رنګه بوټونه په پښوكوي ".
نن مهال د مكې زياتره نارينه داسي سپين اوږده كميسونه اغوندي چې تربجلكو پوري يې رسيږي گگـ دغوكميسونوته توپ وايي ـ تردې كميسونو لاندي نېكرونه اغوندي اوبوټونه، هوايي يا نورچمپلونه په پښوكوي. ښځي هم اوږده كميسونه ( توپ ) او كوتنې اغوندي او پوړني پرسركوي. د دوىكالي زياتره رنګه او ډېر بيي وي. او نارينه او ښځي جرابي هم په پښوكوي. بازار يا حرم ته چې ځي د پخوا په شان توري بوغرې اغوندي، چې يو ډول د نوي طرز نرى نقاب پرمخ اچوي. البته بايدياده كړو چې د مكې ښځې ډېري بازارونو ته نه وزي او د بازار سودا نارينه كوي.
څنګه چې په مكه مكرمه كي ساړه نسته د دغه ځاى د خلكو د ژمي او دوبي جامې تقريباً يو شانته وي. مكيان ډېر پاك خوره دي،كالي، بستر، لوښگي،كورونه او هرڅه ډېر پاك ساتي. پخوا به د حجاز خلكو يو بېل ډول لنګوټې تړلې چې چا به په خپله نه سواى تړلاى او بېل خلك به وه چې په ځانګړو بازارونوكي به يې دغه كاركاوه. دغه لنګوټې به شل ګزه، سپين نازك ټوكر وو. بل ډول عادي دوه ګزه لنګوټې وې چې هرچا به په خپله تړلې. بيا په 1350 س. كي يا يو كال ترهغه د مخه ملك عبدالعزيز بن عبدالرحمان آل سعود امر وكړچي د دولت ټول چارواكي دي يو ډول چوخه ( المَشٌلَح ) اغوندي او پرسردي دستمال اچوي اوچلتار دي پرتړي. چې چلتار ته " عقال " وايي. له دغي نېټې څخه په ټول سعودي كي دغه لباس دود سو او د لنګوټو تړل له منځه ولاړل. لنګوټه تقريباً د ټولو اسلامي هيوادونو خلكو په تېره عالمانو او طالبانو تړل او اوس يې هم
په ډېرو ملكونوكي تړي، خو د دې ترڅنګ يې ځيني نوري خولۍ اوخولۍ يالنګوټې غوندي نورهم د عقال،كوفيه، طربوش، طاقيه، شُطفه او داسي نورو په نومونو له ډېر پخواڅخه پرسركول او تړل او تراوسه يې لا هم په ډېرو ملكونوكي استعمالوي. اوس اوس په مكه او نور سعودي كي زيات شمېر لوستي ځوانان ـ لكه د نورو ډېرو اسلامي هيوادو غوندي ـ لڅ سرهم ګرځي. خو خپل د سر ورېښتان پر وخت او داسي جوړوي چې بد ونه ايسي. ښه پاك يې ساتي، د ورېښتانو په ځانګړو غوړويا كريمونو يې غوړوي او ږمونځوي يې. داسي نه لكه زموږ ببرسري اوبې سواده موډكيان چې الف په ځكركي نه لري، نه د سر ورېښتان سم اوپر وخت اصلاح كوي او نه يې غوړوي او ږمونځوي. چې په دې ډول يې له سره څخه د وحشيانوكوډل جوړه كړې وي.

50ـ د مكې مكرمې حج ښوونكي
هغه كسان چې په مكه مكرمه كي د حاجيانو سره د حج په چارو او د حج د مناسكو په ادا كولوكي مرسته كوي " مطوفين " يې بولي او په مدينه منوره كي چې كوم كسان د حاجيانو سره مرسته كوي هغو ته " الادلاء " وايي، چې موږ يې په عامه توګه د حج معلمان ( حج ښوونكي ) بولو. په ډېرو پخوا وختونوكي نه حج ښوونكي وه او نه د حج ښووني فيس. خو په كال 760س. كي چې د مصر پاچا قايتباى حج وكړ، هغه احساس كړه چې د حاجيانو د خدمت، هوسايى اولارښووني لپاره د ښو او نېك چارو وګړو ټاكلو ته د معلمينو په توګه اړتيا سته. نو هغه وو چې د دغه پاچا د دغي هيلي له مخي د مكې شريف ابونمي څو پوهان او د تقوا خاوندان دې چاري ته وټاكل او د خداى د كور د مېلمنو خدمت ته يې وګومارل. چې داكار په راوروسته مهالونوكي عام او دود سو او پاى يې د مهالونو په تېرېدو سره دادى د يوې پېشې بڼه غوره كړې ده
د استاد احمد السباعي د گگ" تاريخ مكه " كتاب څخه څرګنديږي چې په كال 1205س. كي د مكې امير شريف غالب (رح) او همداراز په كال 1318س.كي د مكې بل اميرشريف عون (رح) مكې ته د ورتلونكو حاجيانو د هيوادونو د معلمۍ چاري پر بېلو بېلو سيمو سره وېشلې او معلم ته يې پرحاجي باندي له دې دركه اجوره وټاكل او شريف عون به د دغو سيمو د معلمۍ حقوق پرمعلمانو پلورل، چې په دې ډول به د حاجي څخه د معلم د ټاكلو په هكله پوښتنه نه كېده اوهغه به اړوو چې د هغه معلم معلمي ومني چې د ده د هيواد د معلمۍ حقوق يې رانيولي وه. د ابراهيم رفعت پاشا د "مرآآ الحرمين " او د علامه محمد طاهر كردي د " تاريخ القويم " له مطالعې څخه ښكاري چې دغسي كړنه تر شريف عون وروسته د مكې نورو اميرانو هم كول.د 1385س.كال د لومړۍ خور پر دوولسمه د مكې مكرمې په " الندوه " جريده كي د سعودي عربستان د پاچا ملك فيصل د 1385س.كال د دريمي خور د نهمي نېټې د ( 12 ) لمبرفرمان متن، خپور سو، چې د هغه له مخي حاجي ته د معلم په ټاكلو كي مطلقه آزادي وركړه سوې وه او پكښي څرګنده سوې وه چې له هر يوه حاجي څخه په مكه مكرمه كي د مطوف د خدماتو اجوره پنځوس رياله. په جده كي د وكيل د خدماتو اجوره اووه رياله.په مكه كي د زمزمي (د زمزم د اوبو رسوونكي) د خدماتو اجوره درې رياله او دېرش هلله. له الوتكي او اورګاډي څخه د حاجي او د هغه د سامانو د وړلو او راوړلو اجوره شپږ رياله او د الوتكي لګښت اووه رياله اوياهلله. په مدينه منوره كي د هغه حاجي د لارښووني اجوره چې زيارت كوي،لس رياله. جمله ( 84 ) رياله اخيستل كيږي. چې ښايي پرهمدې اساس به وو چې څوكلونه د مخه به له د غو معلمانو څخه ځينوكسانو افغانستان ته د خپلو نومونوكارتونه او ان خپل ليكلي او چاپ كړي د حج د مناسكو كتابونه رالېږل، او حاجيانو به دلته يا په لاره كي د يو بل په مشوره خپل معلمان ټاكل. ځينو نورو ګاونډيو هيوادوته به هم خپله معلمان او يا د دوي وكيلان راتلل او د حاجيانو سره به يې د ډول ډول خدمتونو ژمني كولې، خو بيا به يې هلته نه ترسره كولې. له لويه سره معمول داسي وو چې په جده كي به يې د پاسپورټ دكتلو په مهال د معلم د نامه پوښتنه كول. نو حاجي چې به د هر معلم نوم ور ته واخيستى، هغه به يې معلم وبلل سو. بيا به معلمانو د مكې مكرمې دروازې ته نژدې د حاجيانو هركلى كاوه، خو اوس دا دود نه دى پاته.  د افغانستان د وخت د اوقافو د عالي ادارې اړوند د " اوقافو " مجلې د 1356ل. كال د تلي، لړم اولندۍ د مياشتو د ګڼي په 59 مخ كي "د حاجيانو په باب دسعودي عربستان مقررات" ترسرليك لاندي ليكل سوي دي:" په مكه معظمه كښي د معلمينو اوپه جده كښي د معلمينو د نمايندګانو او د حمالانو او دليل يعني په مدينه منوره كښي د معلمينو د پاره ( 294 ) رياله حق الزحمه ده ". بل ځاى ليكي :" له دې امله چې د حاجيانو معلم او دليل د سعودي عربستان د هيئت له خوا ټاكل كيږي، حاجي ته په كاردي چه د خپلي كورنۍ او عايلې شمېر چه له ده سره په دغه سفر كښي ملګري دي د حاجيانو د توزيع هيئت ته ور معرفي كړي. همدارنګه ښځي حاجياني بايد خپل محارم د توزيع هيئت ته ور وپېژني تر څو د هغو سره يوځاى د يوه معلم ترلارښودني اوكنترول لاندي وي. له دې څخه څرګنديږي چې دغه مهال د سعودي هيواد لخوا د افغانستان حاجيان د معلمانو بېلو بېلو ډلو ته ور پېژندل كېدل، يعني لكه اوس غوندي د افغانستان حجاج د يوه مطوف په دفتر پوري نه وه تړلي او د معلم د ټاكلو واك هم د دوى په لاس نه وو.
اوسمهال سعودي حكومت د دې خدمت او څه نورو خدمتونو له دركه د هر حاجي څخه ډېري پيسې اخلي او زيات شمېر معلمانو ته د دولت لخوا د دې كار رسمي اجازه وركول سوې. نړۍ يې پرڅو برخو وېشلې او هر معلم ته يې له هغو څخه د ځينو برخو د حاجيانو د خدمت چاري سپارلي دي. چې هغو بيا د دې كارو لپاره ستر ستر دفترونه پرانيستي او زيات شمېر وسايل اوكاركوونكي يې په كار اچولي دي.
زموږ ځيني خلك چې حج ته ځي داسي فكركوي چې هلته حج ښوونكي ( معلمان ) موږ ته د حج د مناسكو د ادايني په هكله معلوما ت راكوي. خو نن سبا خبره داسي نه ده؛ بلكې حج ښوونكي زياتره د خپلو وكيلانو او نوروكسانو په واسطه په مكه او مدينه كي د حاجيانو د اوسېدو د ځايونو او خيمو د ټاكلو او برابرولو، د پاسپورټ د ساتلو، له جدې څخه مكې او له مكې څخه منا، عرفات ، مزدلفې، بيا بيرته مكې او بيا مدينې منورې ته د حاجيانو د رسولو د وسايطو د برابرولو او داسي نورو په هكله خدمات ترسره كوي چې په دې چاروكي ځيني حج ښوونكي څه بې پروا يې هم كوي. لكه چې په 1421س. كال كي يې زموږ د افغانستان په حاجيانو د ذي الحجې په اوومه ورځ احرامونه وتړل او د ذى الحجې د اتمي ورځې په مخكي شپه يې منا شريفي ته ورسولو. او بيا يې له منا شريفي څخه د سهار ترلمانځه د مخه د شپې زيات شمېرحاجيان عرفات ته بوتلل. په داسي حال كي چې سنت طريقه داسي ده چې حاجي د " يوم الترويې" يعني د ذي الحجې د اتمي د سهار لمونځ په مكه شريفه كي وكړي، بيا تر لمرختلو وروسته منا شريفي ته ولاړ سي او د اتمي ورځي د ماپښين، مازديګر، ماښام او ماخستن لمونځونه او د نهمي ورځي د سهار لمونځ په منا كي وكړي. بيا ترلمرختلو وروسته، كله چې لمرد منا د ثبير پر غره وليدل سي، عرفات ته ولاړ سي .