دوهمه برخه: د مكې مكرمې په هكله معلومات

27ـ ام القرى پوهنتون
ام القرى پوهنتون د سعودي له سترو پوهنتونونو څخه دى،كوم چې په مكه مكرمه كي واقع دى. د دې پوهنتون لومړنى زڼۍ د شريعت پوهنځى وو چې په 1369س.كال كي پرانيستل سو او په كال 1391س.كي د څو نورو پوهنځيو سره په جده كي د ملك عبدالعزيزپه پوهنتون پوري وتړل سو. خو په 1400س.كال كي په مكه مكرمه كي د جامعآ ام القرى په نامه پوهنتون رسماً پرانيستل سو. دغه پوهنتون اووه پوهنځي اود بهرنيانو لپاره د عربي ژبي د زده كړي انستيتوت لري اود طايف د روزني پوهنځى هم پوري تړلى دى. په دغه پوهنتون كي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زده كوونكي شامل دي اود ماسگترۍ او دكتورا په سويه ډېر شمېراسلامي پوهان ځني وتلي دي
  
28ـ ډېري ستري تاريخي مدرسې
صولتيه مدرسه:
صولتيه مدرسه چې د مكې مكرمې په " الخندريسه " كوڅه كي واقع ده په كال 1292س. كي د شيخ محمد رحمت الله ابن خليل الله هندي لخوا پرانيستل سوه. شيخ رحمت الله د ډيلي په ( كيرانه ) نومي ځاى كي زېږېدلى دى. چې ډېرنامتو عالم وو او د " اظهار الحق " د ډېر نامتو كتاب ليكوال دى. هغه له هند څخه مكې ته ولاړى او ډېره موده په مسجد الحرام كي په لوست وركولو بوخت سو. كله چې په كال 1292 س.كي د " صولت النساء بيګم " په نامه د كلكتې يوه شتمنه ښځه د حج لپاره مكې ته ولاړه شيخ رحمت الله ورسره وكتل او هغه يې په مكه كي د يوې مدرسې جوړلوته وهڅول. هغې د هغه دغه خبره خوښه كړه ،كافي مقدار پيسې يې وركړې او دغه مدرسه د هغې په نامه جوړه سوه چې په كال 1293س. كي د شاګردانو روزل پكښي پيل سول. په دغه مدرسه كي ډېرو سترو علما وو لكه د " غنيآ الناسك " د ډېر معتبر كتاب مولف علامه محمد حسن شاه سواتي او نورو درس وركړى دى او ډېر ستر علما يې هم روزلي دي چې په مكه مكرمه كي يې ستري ستري دندي په لاس راوړي دي.
الفلاح مدرسې:  الحاج محمد علي زينل چې د سعودي يو نامتو سوداګر وو او په بمبئ كي يې د جواهرو او مرغلروكارو باركاوه په كال 1320س.كي په جده كي يوه مدرسه د ( الفلاح ) په نامه را وايستل. بيا يې بله مدرسه په مكه مكرمه كي په كال 1329س.كي پرانيستل. دوې نوري مدرسې يې په دبى او بمبئ كي هم په دغه نامه پرانيستي دي. د جدې دغه سوداګرد عثماني تركيې، شريف حسين او سعودي په دروسرو مهالونو كي
د ډېر ښه نوم څښتن وو چې د ډېرو سترو بهرنيو شركتونو سره يې اړيكي لرلې او په حجاز، پاكستان، هند، بحرين او عمان او نورو ځايونوكي يې د علومو د خپرولو لپاره د يادوني وړ خدمتونه كړي دي. دغه علم خوښوونكى سوداګر د 1389س. كال د برات د مياشتي په لومړۍ ورځ وفات سو. د الفلاح په دغو مدرسوكي ټوله ديني او عصري علوم وړيا ښوول كيږي او سترستر عالمان يې اسلامي ټولني ته وړاندي كړي دي چې ډېرو سترو دندو ته رسېدلي دي. علامه محمد طاهر كردي د تاريخ القويم او نورو ډېرو كتابونو موْلف د مكې مكرمې د الفلاح له مدرسې څخه تر فراغت وروسته ازهر پوهنتون ته شامل سوى او له هغه څخه تر فراغت وروسته پنځلس كاله د دغي مدرسې مدرس وو.

29ـ له مكې مكرمې څخه بهرته د شاګردانو لېږل
تر1346س. يعني پرحجاز باندي د سعودي د واكمنۍ تردرې كلنۍ پوري څوك له مكې  مكرمې څخه د دولت لخوا بهرته د لوړو زده كړو لپاره نه دي ليږل سوي. هغو د ګوتو په شمېر څو تنو چې د مصر په الازهر پوهنتون كي تحصيل كړى، هغه هم د دوى يا د هغو د اولياوو په تشبث وو. خو په سعودي پېركي په كال 1346س. كي لومړۍ ډله شاګردان چې شمېر يې تر دېرشو اوړي له مكې مكرمې څخه مصر ته د لوړو زده كړو لپاره ولېږل سول. چې تر دې وروسته بېلو بېلو عربي، اروپايي او نورو هيوادونو ته د مكې څخه د شاګردانو لېږل تر اوسه تر سره كيږي. دغه راز په كال 1348س.كي د مكې د الفلاح له مدرسې څخه هم ځيني كسان د لوړو زده كړو لپاره د دغي مدرسې د موْسس لخوا بمبئ ته ولېږل سول چې وروسته هم دې كار ته ادامه وركړه سوه.
30ـ په مكه مكرمه كي د نجونو ښوونځي
په مكه مكرمه كي به ډېرو لږو نجونو ته په كورونو كي د هغو د كالخوايانو لخوا ښوونه كېده. خو په كال 1355س. كي د جدې يوه فاضل شتمن په خپل كوركي په يوه كوټه كي خپلې او د خپلو ګاونډيانو لوڼي راټولي كړې او يو سپين ږيرى او متدين سړى يې د ښوونكي په توګه ورته وټاكى چې له سهارڅخه ترغرمې به يې ليك لوست ور زده كاوه. كله چې دا خبره نورو واورېده، هغو هم خپلي لوڼي ور ولېږلې. په مكه مكرمه كي هم دغسي وسوه. بيا په كال 1379س.كي په ټول سعودي عربستان كي د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو رسمي امر صادر سو. او له دغه مهاله په مكه مكرمه كي د نجونو ښوونځي يو په بل پسې پرانيستل سول. علامه كردي وايي چې: د دغو ښوونځيو ښځينه ښوونكي له بهره را وغوښتل سوې.

31ـ عربي ژبه او ادب
څنګه چې د مكې مكرمې او د هغې د شاو خوا سيمو او هيوادونو وګړي ټول عرب دي، نو زموږ دا تاريخ به هله بشپړ وبلل سي او د مكې په باب به د لوستونكي معلومات هله بشپړ سوي وي چې د عربي ژبي او ادب په هكله هم لږ څه وليكو.

32ـ عـربي ژبه
عربي ژبه د نړۍ يوه داسي پر مختللې، خوږه، روانه، سپېڅلې او ښكلې ژبه ده چې سارى يې په مشكل موندل كيږي. د دې ژبي د الفاظو مخرجونه پرغوږو ډېرښه پرېوزي. ويندود يې ډېرفصيح او بليغ، تراكيب يې ډېر زړه راكښونكي اوصوتي اهتزازات يې ډېراغېزمن دي.  د دې او داسي نورو ښېګگڼو اوځانګېړنو له امله وو چې لوى څښتن د خپل سپېڅلي كلام لپاره دغه ژبه وټاكل او قرآن كريم غوندي معجز كتاب يې په دغه ژبه نازل كړ. چې بېله اختلافه د عربي ژبي او ادب داسي يواځنى كتاب دى چې د هغه د يوه سورت سارى هيڅ اديب او شاعر ترننه نه دى راوړى. ترقرآن وروسته په دغه ژبه د لوى څښتن د استازي حضرت محمد حديثونه راغلي چې په عربي ادب كي بيله اختلافه د فصاحت او بلاغت او معنوي جامعيت له پلوه د زرينو ټوټو حيثيت لري.  د ژبپوهانو په اند عربي ژپه د سامي ژبو يوه څانګه ده چې د نوح  د زوى سام اولادې ويل. دغه ژبه د ترلاسه سوو ډبر ليكونو، نقشونو او داسي نورو له مخي ژبپوهانو پر درو  ( ګړدودي ) لهجوي ښاخونو وېشلې ده:
1_ جنوبي عربي لهجه : د دې لهجې كتيبې د يمن په قتبان ، معين، سباء او نورو سيمو كي په لاس راغلي دي.
2_ شمالي عربي لهجه : د دې لهجې كتيبې د حجاز په شمال كي د ثمود قوم د اوسېدو په سيموكي ترلاسه سوي دي.
3_ آرامي نبطي لهجه : دغه لهجه د پورته دوو يادو سوو لهجو په نسبت نوې ده.
د دغو درو لهجو د ترلاسه سوو لرغونو آثارو څخه جوتيږي چې د هغو په ليكلو كي لومړى يو له بله ډېر توپير وو، خو وروسته د حالاتو په غوښتنه د لهجو اختلاف له منځه تللى، او د هغو د يوځاى كېدو د اړتيا، په تېره د ديني تقاضا وو اواغېزوله امله، يوه سپېڅلې اوخوږه ژبه ځني جوړه سوه. په حجازكي چې كومه ژبه ويل كيږي هغه د عدنانيانو ژبه ده او دا د يمني يا قحطاني ژبي په نسبت نوې ژبه باله سي. ځكه چې عدنان د حضرت اسماعيل  له اولادې څخه دى او د اسماعيل  مورنۍ ژبه عربي نه وه. ده عربي ژبه له جرهمو څخه زده كړه كوم چې د يمني يا قحطاني عربو يوه قبيله وه.  د جرهمو په نيكه ګانوكي قحطان او د اسماعيل  په نيكه ګانوكي فلج سره وروڼه وه او موږ ته چې د جاهليت د دورې د شاعرۍ كومه پانګه راپاته ده هغه په دغه عدناني ژبه ده .  څنګه چې قرآن شريف د عدناني عربو د يوې ستري قبيلې قريشو په لهجه نازل سوى دى نو دغي لهجې پرنورو لوړوالى وګاټه او پاى يمني او نوري ټولي لهجې د تل لپاره ختمي سوې او يوازي د قريشو لهجه پاته سوه.
33ـ عربي ادب
د ادب معنا :
لكه چې پوهيږو ډېرو عالمانو په خپلوكتابونوكي د لغاتو د مفردا توپه ټولولو، څېړلو او تنظيمولو لاس پوري كړى، د عربي صرف او نحوي د قواعدو په هكله يې كتابونه ليكلي، ادبي كره كتني او بلاغت ته يې پاملرنه كړې او د مهالونو په اوږدوكي يې د شعر، خطبو، رسالو،كيسو، امثالو، مناظراتو اوداسي نورو ودي، پرورښت او پرمختيا ته خدمتونه كړي دي اود ادب يوې برخي ته يې پر پاملرنه بسنه نه ده كړې؛ بلكي دا ټوله يې څېړلي او راغونډ كړي دي. البته چاچي به د ادب په يوه ځانګړې ارشوكي څېړنه كوله، نو د هغې ارشو ځانګړى څېړونكى به سو او په هغې كي به يې نوم وايست. چې په دې ډول د ثقافت اوكلتور په هكله د دوى پوهه او درك عام او پراخه وو او د دې ټولو خوا وو په هكله به يې د دوى پوهه او معرفت تمثيلاوه چې له دې امله د خلكو او په خپله د فرهنګيانو لخوا د اديب او فرهنګي تعريف داسي كېدى :  ( هغه څوك چې د هري پوهي په يوه پلو پوه وي ). چې دا صفت په عامه توګه په ټولو ادبي تاليفونوكي هم څرګنديږي لكه چې هيڅ يوه كتاب د ادب پر يوه ډول بسنه نه ده كړې. نودې ټكو ته په پاملرنه سره هر ويي پوه ( لغوي )، پېښليك پوه، مځكپوه او د نورو پوهنو د اړخونو څېړونكى اديب باله سي.  خود دوو اوسمهالومصري پوهانو، استاد احمد اسكندري او استاد مصطفٰى عِناني له نظره ادب عبارت دى له هرغوره فعاليت او تمرين څخه چې انسان د هغه په مټ د يوې ښېګڼـي د ترلاسه كولو په لاره كي وړتيا او مهارت ومومي. دغه فعاليت او رياضت لكه چې په كار اوپه چاروكي په دقت او پاملرنه او د نورو له تجربو څخه، په ګټه اخيستنه، ترسره كيږي، د
حكيمانه ويناووپه پلي كولو ـ كومي چې د هرولس ژبه يې لري ـ هم تحقق مومي.  ادب پوهان وايي چې په قرآن كريم كي كوم چې د ټولو سترو اخلاقي تعاليمو او انساني ښېګڼو جامع كتاب دى د ادب كلمه او د هغې مشتقات نه دي راغلي. خو لكه چې ښكاري د ادب لفظ رسول كارولى دى. روايت دى چې حضرت علي كرم الله وجهه رسول ته وويل: " اى د خداى رسوله ! موږ اوتاسي ټول له يوې مور او پلارڅخه يو، خو زه وينم چې ته د عربو له پلاوو سره په داسي ژبه خبري كوې چې موږ يې په ډېرو نه پوهيږو". نو هغه مبارك وفرمايل : " ادبني ربي فاحسن تاءديبي وربيت في بني سعد ".  يعني ماته زما څښتن ادب ښوولى او ډېر ښه ادب يې راښوولې. او بل زه د بني سعدو په قبيله كي روزل سوى يم . ( يعني: د بي بي حليمې سعديې په كورنۍ كي روزل سوي يم كومه چې هغه مهال د عربو په قبايلو كي په فصاحت او بلاغت نومانده وه ). ډاكټر عبدالحليم ندوي په تاريخ عربي ادب كي وايي : " تركومه ځايه چې ماته معلومه ده د [ ادب ] لفظ د لومړي ځل لپاره په عربي ژبه كي د حضرت محمد  د مباركي ژبي څخه راوتلى دى او غالب ګومان دادى چې ترهغه د مخه په عربي ژبه كي دغه لفظ نه ووكارول سوى". بله خبره دا ده چې د " ادب " جمع " آداب " ده نه " ادبيات ". لكه چې په هيڅ يوه معتبركتاب كي د ادب جمع ادبيات نه ده بلل سوې. خو اكادميسين ډاكټرجاويد د دغه ټكي د څرګندولو په ترڅ كي وايي :" كه څه هم د ادبيات كلمه د ژبي د قواعدو له مخي درست محمل نه لري خو له هغه ځايه چې ډېره ښكلې برېښېدلې، ځكه نو منلې سوې او معموله سوې ده".  دغه راز استاد جاويد د ادبياتو د تعريف په هكله وايي: " د ادبيه علومو مباحثو ته په پاملرنه كېداى سي چې وويل سي چې ادبيات عبارت دي د عقايدو، اندونو، دودونو او منثورو او منظومو ليكلو او ناليكلو آثارو له مجموعې څخه. په بل عبارت د وګړو ټولي ذهني او فكري  ښكارندي او لاسته راوړني او د هغو د ذوق او اندونو يېبري او په عامه معنا د يوه ولس فرهنګ په هره لهجه او ژبه، او په هره موضوع او مطلب كي چې وي، ادبيات باله سي". د ادب په هكله خبري ډېري دي خو موږ پرهمدغونه خبرو چې ومو كړې بسنه كوو.
34ـ د عربي ادب دورې
عربي ادب د تاريخ د بېلو بېلو پړاوونو، او د مهالونو ډول ډول لوړو ژورو څخه تېر سوى او اوسنۍ بڼي ته رسېدلى دى. چې د هغه په پرمختګ او تلپاته كېدوكي يې ستر رول لوبولى دى. ځكه نو غوره ښكاري چې د هغه بشپړ تاريخ پرهغو دورو او پړاوونو ووېشو چې له هغو تېر سوى دى.
استادجاويد وايي: " شيخ احمد الاسكندري او شيخ مصطفي العناني په[ الوسيط] كي او استاد احمد حسن زيات په[ تاريخ الادب العربي ] كي چې د عبدالرحمان طاهر سورتي لخوا په اردو ژباړل سوى اود ډاكټر سيد طفيل احمد مدني لخوا تلخيص سوى، د عربي ادب تاريخ پر پنځو دورو وېشلى دى". ددې دورو تفصيل په" الوسيط في الادب العربي وتاريخه" كي په لاندي ډول ذكر سوى دى:
1_ د جاهليت پېر: چې د اسلام په راڅرګندېدوپاى ته رسيږي او موده يې ( 150 )كاله ده.
2_ د صدراسلام پېر: دغه پېرچي دبني اميه وو عصر هم پكښي راځي د اسلام له را
څرګندېدو څخه پيل كيږي اوپه كال132س.كي د بني عباسو په واكمن كېدوسره پاى ته رسيږي.
3_ عباسي پېر: چې د بني عباسو په واك ته رسېدو سره پيل كيږي او د تاتاريانو په لاس د بغداد په سقوط سره پاى ته رسيږي.
4_ د ترك توكمو د يو په بل پسې حكومتونو پېر: دا پېرد بغداد په ړنګېدوسره پيليږي اود نوي نهضت په پيلېدو سره په 1220س.كال كي پاى ته رسيږي.
5_ د نوي نهضت پېر: چې په مصركي د محمد علي پاشاالباني دكورنۍ له واكمن كېدو
څخه پيليږي او تر اوسمهاله يې لړۍ روانه ده.
خو ډاكټرعبدالحليم ندوي او نوردغه دورې شپږ ګڼي او داسي يې توضيح كوي:
1_ د جاهليت زمانه :
دغه مهال په دوو دورو وېشل كيږي :
لومړۍ دوره : د پنځمي عيسوي پيړۍ څخه د مخه مهال يعني الجاهليآ الاولى.
( د جاهليت لومړي مهالونه ).
دوهمه دوره : د پنځمي عيسوي پېړۍ څخه تر23 _ 622 ع.كلو پوري چې د اسلام تر راتلو نژدې ( 50ا ) كاله د مخه پېل كيږي او د رسول د هجرت په كال يعني 23_ 622 ع. پاى ته رسيږي.
2_ اسلامي زمانه :
دا زمانه هم پردوو دورو وېشل سوې ده :
لومړۍ دوره : د اسلام لومړي كلونه كوم چې د رسول له هجرت څخه پېل كيږي او د حضرت علي تردورې رسيږي يعني د لومړي لېږديز(هجري) كال څخه تر40 ل. س. كال پوري. ( له 23 _ 622 ع. څخه تر 62_ 661 ع. پوري ).
دوهمه دوره : د بني اميه وو پېردى، كوم چې د حضرت معاويه  له خلافت څخه پيل كيږي. اود عباسي خلافت تر رامنځته كېدو يعني له 41 س. څخه تر132س. پوري رسيږي.
( له 62_ 661 ع. څخه تر750ع. پوري ).
3_ عباسي زمانه :
دا زمانه هم پردوو پړاوونو وېشل كيږي:
لومړۍ دوره: (د ترقۍ او عروج مهال ) له كال 132 س. څخه تر332س. پوري.
( له 750 ع. څخه تر 946 ع. پوري ).
دوهمه دوره: (د ملوك الطوايفى زمانه ) له كال332س. څخه تر656س. پورې رسېږي.( له 946ع. څخه تر 1258 ع. پوري ).كوم چې پر بغداد باندي د مغولو د تاړاك مهال دى.
4_ عثماني زمانه يا د ځوړتيا او انحطاط مهال :
دغه زمانه له كال656س. څخه تركال1220س. پوري رسيږي. ( له 1258ع. څخه تر 1797ع. پوري ).
5_ عبوري يا لنډ مهالې دوره :  دغه زمانه په كال 1798ع. كي د ناپليون لخوا د مصرد نيولو څخه يا په كال 1801ع. كي په مصركي د محمد علي پاشا له واكمن كېدوڅخه پېل كيږي. پركال 1919ع. پاى ته رسيږي.
6_ اوسنۍ دوره :  له كال 1920ع. څخه پېل سوې او تر اوسه روانه ده .
35ـ عربي نثر
عربي نثر تراسلام د مخه ډېر محدود وو. په دې پېركي نثر چې مُسجع به وو، زياتره په افسانو،كيسو او دكاهنانو په ويناووكي كارېدى.
قرآن كريم:
قرآن كريم د لوى څښتن هغه سپېڅلي كتاب دى،چې پرخپل وروستي پيغمبرحضرت محمد  يې د حضرت جبرئيل  په ذريعه، د عربي ژبي په قريشي لهجه نازل كړى دى. دغه سپېڅلى كتاب په مكه مكرمه او مدينه منوره كي او د رسول  د ځينو سفرونو پرمهال نازل سوى دى.  د قرآن كريم لومړني آيتونه، د سورت العلق لومړي پنځه آيتونه دي چې په كال 611 ع. كي په مكه مكرمه كي نازل سول، او د هغه وروستۍ سوره " النصر " ده چې د حجآ الوداع  په مهال د ايام تشريق (د لوى اختر د ورځو) په منځ كي په منا كي نازله سوې ده. البته له مختلفو روايتونو څخه څرګنديږي چې له دې وروسته ځيني نور آيتونه هم نازل سوي دي. چې ښايي د رواياتو د اختلاف پربنا د نساء د سورې وروستى آيت  يستفتونك قل الله يفتيكم فى الكلالآ  يا د البقره د سورې واتقوا يوماً ترجعون فيه  وي. د قرآن د مذهبي سپېڅلتيا او ارزښت څخه قطع نظركه يوازي د ژبي او ادب له نقطهْ نظره ورته وكتل سي نو جوتيږي چې دا لومړۍ صحيفه ده چې په عربي ژبه او ادب كي په  كتا بي بڼه او په ډېر ښه اوډون ترتيب سوې ده.  يمنيانو اوحِمٌيَريانو به بېله شكه خپلي ځيني كار نامې او مهم واقعات مرتب كړي وي. خو په كتابي بڼه د هغو د ترتيبولو ذكرنه دى موندل سوى. ټوله سترسترعالمان، مفكرين اوكره كتونكي پردې په يوه خوله دي چې قرآن كريم د خپل فصاحت او بلاغت، اعجاز او ژبي او بيان له مخي په عربي ادب كي ستر بدلون راووست. قرآن د عربي نثريو داسي منفرد او يواځنى ډول دى چې د يو ډول پېودلوجملو د اوډون د ډېرلوړ معيارد فني نثرله ګډون څخه يې د بيان يو بې سارى اسلوب غوره كړى دى. ځكه نو چا تر اوسه د قرآن غوندي د بيان اسلوب نه دى رامنځته كړى او هرد سليم عقل څښتن څوارلس سوه كاله د مخه د عربو غوندي له هره پلوه په ډېر وروسته پاته چاپيريال كي د دغسې بې سارى نثر چې څو ټوټي هم نه، بلكې( 6666 ) آيته  او ضخيم كتاب دى، نازلېدل په يقيني توګه د لوى څښتن له لوري بولي او بس.  قرآن اود هغه د بيان اسلوب پر عربي ژبه او لغاتو ځانګړې اغېزه وكړه چې له دې امله هغې ته يوځانګړې سپېڅلتيا او درنښت او ارزښت ور په برخه سو. د قرآن كريم په بركت په عربي ژبه كي نوي علوم را منځته سول. لكه چې د هغه د تشريح او توضيح لپاره تفسير پوهنه او د تفسير اصول تدوين سول. د هغه د معناوو او مطالبو د څرګندتيا لپاره د صرف او نحوي علوم او د بيان، بلاغت او بديع علوم ايجاد سول. له هغه څخه د مسايلو د استنباط په غرض،د فقهي، فرائضو يا وراثت پوهي، دفقهي اصول او علم كلام او داسي نورڅرګند سول.
دغه راز د قرآن د ښه ليكلو په غرض ليك پوهنه رامنځته سوه او د عربي ليكونو دونه نمونې راووتلې چې په هيڅ يوه بله ژبه كي نه موندل كيږي.
احاديث :
د رسول الله  خبرو،كړنو او تقرير ته حديث وايي. ( تقرير يو اصطلاحي لفظ دى چې مطلب يې دى، چې هغه مبارك څوك له كوم عمل يافعل څخه چې د ده په حضوركي يې ترسره كړى وي، نه وي منع كړى).
احاديث د عربي نثر يو بل داسي ښكلى ډول دى چې سارۍ يې د قرآن را وروسته د دې ژبي د نثرپه نورو ډولونوكي نه موندل كيږي. ټوله كره كتونكي او د ادب او لغت پوهان پردې متفق دي چې په عربي ژبه كي ترقرآن وروسته چې د رسول په احاديثو كي د فصاحت، بلاغت ، ايجاز، اغېزمنتيا او د بيان د اسلوب له مخي كوم ښايست او زړه راكښون سته هغه د بل هيچا په خبرو كي نسته. د هغه مبارك احاديث له مهملو، لغوو او چټي خبرو څخه بېخي پاك دي. له احاديثوڅخه په عربي ژبه كي نوي علوم او فنون را ووتل؛ لكه چې علم حديث، اسماء الرجال، اسلامي تاريخ، د رسول سيرت او نور ډېر علوم د رسول د احاديثو په بركت
رامنځه سوي دي.  پر عربي ژبه باندي د اسلام اغېزې:  تراسلام وروسته د عربي ژبي په هكله يو ستر بدلون راغى، ځكه د قريشو په لهجه د قرآگن د نازلېدو له امله نوري ټولي عربي لهجې په هغې كي ضم او مدغمي سوې او يوه عربي ژبه را منځته سوه چې د عربو او نورو ټولو مسلمانانو په يووالي او پيوستون كي يې ستر رول ولوباوه.  د بې شمېرو اسلامي سترو عالمانو او ډول ډول علومو او فنونو په رامنځته كېدو سره، د اسلامي سترو فتوحاتو په پايله كي، د ستر او ځواكمن اسلامي دولت په ټينګېدو او د اسلام د معتقدينو او پلويانو په ډېرېدو سره دا ژبه يوه ستره، پياوړې، غني ديني او دولتي اسلامي ژبه وګرځېده.
عام فني نثر: د دې ټولو بدلونونو او ارزښتونو په رامنځته كېدو سره په عربوكي ډېرفني او ښكلى نثر دود سو، چې هم به اغېزمن وو او هم به يې د پوهي سره مرسته كول. په پېل كي دغه نثرډېرساده وو، چې له موضوع سره به يې مستقيم تماس نيوى. عبارت به يې لنډ او موجز وو او الفاظ به يې واضح وه. د دغه نثر( عام فني نثر ) مهم اشكال رسالې، خطبې، روايتونه او تاريخي اخبار وه. بيا د ټولنيزي او پوهنيزي پرمختيا سره جوخت په دې نثركي هم پرمختيا راغله. په موضوعاتو او فنونوكي يې تنوع او تعدد رامنځته سو. معنا وي يې دقيقي سوې او په اسلوب او عبارت كي يې بدلون راغى. د دغه ډول عربي نثر لومړنى ستر ليكوال عبدالحميد الكاتب او عبدالله بن المقفع بلل سوي دي. بيا چې جاحظ راغى هغه ته يې نوره دونه پراختيا او شتمني ور وبخښله چې بېخي په دې هكله امام وګرځېد، او نورو يې پيروي وكړه. خو وروسته پردې نثر د لفظي ښايست، د معنا ګانو د دقت او د موضوعاتو د ژوروالي په حساب د بديعي محسنا تو د ډېرښت او اسراف څپو طغيان وكړ. لكه چې دا نخښي د عربي ژبي د وروستيو ليكوالو په ليكنو اوكتابونوكي په څرګنده ليدل كيږي. حقيقت دا دى چې د دغه فني نثر ښكلا ان د ډېرو تاريخ پوهانو، مځكپوهانو، فقهاوو او فلاسفه وو په كتابونوكي هم په څرګنده ليدل كيږي.
36ـ عربي ليك
ډاكټر عبدالحليم ندوي وايي:" زرګونه كلونه وړاندي كله چې مصريان د تهذيب او تمدن، صنعت، حرفت او حكومت لوړو پوړيو ته ورسگېدل نو د زړه د خبروكولو او په ليكلې توګه د هغو د ادا كولو لپاره يې د نخښو يا ځانګړو نقشونو د جوړولو يوه ځانګړې طريقه ايجاد كړه چې په عام عرف كي ( هيرو غليفي ) ليك نخښي يا لرغونى رسم الخط ورته وايي.  له دغه پخواني مصري ليك دود څخه عربي ليك نخښي راوتلي دي، په دې ډول چې له دغه مصري رسم الخط څخه فنيقي ليك راووتى. له هغه څخه آرامي او مسند ليك راووتى. مسند ليك چې د پيدا كېدوځاى يې يمن دى بيا پرصفوي، ثمودي، لحيا ني اوحيري يا انباري ليكونو وويشل سو، چې د عربو د ټاپو وزمي په شمالي برخه كي صفوي، ثمودي او لحيا ني ليك دود سو او په جنوبي خوا كي يې حِمٌيَري ليك دود سو.  د تاريخ القويم موْ لف علامه محمد طاهركردي او ډاكټرندوي وايي چې عربي ليك له يمن څخه د كنده او نبط د خلكو په واسطه د عراق حيره او انبارته رسېدلى، او بيا له دغو ځايونو څخه حجاز ته لېږدول سوى دى چې د اسلام تر راتلو پوري هلته دود وو او په حجازي ليك ونومول سوكوم چې د نسخ ليك بنسټ بلل كيږي.  اما مكې مكرمې ته د دغه ليك د رسېدو په اړه ټول موْرخين پردې متفق دي چې لومړى سړى چې دغه ليك يې په مكه كي رواج كړ، حرب بن اميه بن عبدشمس وو. حرب دغه ليك په ځينو سفرونوكي له بشر بن عبدالملك او عبدالله بن جدعان څخه زده كړى وو او دغو دوو تنو بيا ليك د حيره او انبار له خلكو زده كړې وو.  د اسلام د مبارك دين په ظهور سره په دې ليك كي ستر سمون او بدلون راغى، او د هغه په خپرېدو او ښكلا كي يې ستر رول ولوباوه. اسلامي عالمانو د دې ليك تورو ته سترخدمت وكړ. د تجويد صرف او نحوي او ليك پوهني او ښكلو هنرونو پوهانو او هنر مندانو ټولو په پېړيو پېړيو د دې ليك د سمون، معياري توب، پراختيا، تنوع او ښكلا لپاره كار وكړ، چې په پايله كي يې همدغه اوسنى عربي داسي ښكلى ليك رامنځته سو چې نور نو د ښايست نه و رته جوړيږي.
37ـ عربي شعر
شعر په عربي ټاپو وزمه، په تېره په حجازكي ډېره اوږده سابقه لري. د نړۍ په ولسونوكي ښايي عرب هغه ولس وي چې د شعر او شاعرۍ ذوق د دوى په خټه كي اخښل سوى وي.
د اسلام ترلمرختو ډېرد مخه دې ولس بدوي ژوند درلود او هرډول آزادي ورپه برخه وه. نه څوك پرحاكم وو او نه د حكومت د قيد و بند څه پروا وه. هره خوا چې ليدل كېدل پراخه صحرا وه. د ورځي ځلاند لمر د شپې سپينه سپوږمۍ او د ستورو سترګكونه، د سهار نسيم وو او د ماښام غروب او د هسك سرې كنګرې، او عربي شاعر په دې چاپيريال كي خپلي ننګېرني(احساسات)څرګندول، ځكه نو د دغه مهال شعركه څه هم په جاهلي پېركي وو ستايل كيږي او ښه شعر بلل سوى دى.  د جاهلي شاعر په خپل قوم كي ډېر عزت كېدى، ځكه هغه د خپل قوم ژبه وه، د هغو له ننګونو او وياړونو څخه يې ننګه كول او د هغو د دښمنانو نيمګړتياوي به يې څرګندولې او غندلې. د دې درناوي بل لامل دا هم وو چې د دغه مهال شاعر د واكمن او شتمن دروازې ته نه درېدى او غوړه مالي يې نه ورته كول.  د عربو سوداګر، ممتاز شاعران، ويناوال، د قبايلو مشران او مخور به هركال كله چې حج ته تلل دكوچني اختر، او په بل روايت د ميانۍ ( ذىالقعدې ) په مياشت كي شل ورځي د عكاظ په مېله ځاىكي راغونډېدل. ( عكاظد نخله او طايف په منځ كي له مكې څخه درې منزله ليري يوكلى دى ). په دغه ځاىكي به له 540ع.كال څخه مېلې او د مالونو د پېراو پلور بازارونه جوړېدل. تراسلام وروسته هم په دغه ځاى كي دا لړۍ روانه وه، څو په كال 129س. كي د ابوحمزه خارجي د لوټمار له بيري د تل لپاره پاى ته ورسېدل.  په دغه مېله كي به د شاعرۍ محفلونه جوړېدل او شاعرانو به خپل شعرونه پكښي ويل.  د مشاعرې په پاىكى به دكال د ډېري ښې قصيدې په هكله پرېكړه كېده او هغه به يې د قباطي په نامه د كتان پر يو ډول ټوكره د سروزرو په اوبو ليكل او د كعبې شريفي پر دېوال يا دروازه به يې ځړول چې دا به د هغې د ويونكي لپاره ډېر ستر وياړ وو.  دغسي قصيدې يې " معلقات " ( دكعبې پردېوال ځړول سوي قصيدې ) بللې او د اسلام تر راتګ پوري يې شمېر اووته ورسېدى. چې بيا د اسلام په پېركي هغه د كعبې له دېوال څخه راكښته كړى سوې او وروسته د كتاب په بڼه د " سبع معلقات " په نامه خپرې سوې.  عربي شعر د جاهليت له زمانې څخه د عباسي خلفاوو د دورې تر لومړيو پوري په خوله يو بل ته لېږدېدى. له دې امله دى چې د جاهلي دورې ډېر اشعار له منځه تللي او موږ ته يې ډېره لږ برخه رسېدلې ده، كومه چې د هغگې لرغونتوب تر اسلام د مخه تر 150 كلونو نه اوړي. دا هم د اسلام بركت وو چې د عربي ټولني دغه ارزښتونه يې سوچه او په ځانګړو ټولګو كي يې تدوين او غونډ كړه.  د جاهلي دورې د شعر هغه مهمي ټولګي چې موږ ته رسېدلي دي په لاندي ډول دي:
1_ المعلقات: دغه د ډېرو لرغونو عربي اشعارو ټولګه ده چې د جاهليت د مهال د اوو نامتو شاعرانو اووه اوږدې قصيدې حماد الراويه ـ چې په156 س. كال وفات سوى دى ـ پكښي راغونډي كړي دي.
2_ المفضليات: دغه ټولګه د " كتاب الاختيارات " په نامه د مفضل الضبي لخوا ـ چې په كال 164س. كي وفات سوى دى ـ ترتيب سوې ده. خو وروسته وروسته د ده نامه ته په نسبت وركولو سره په" المفضليات" مشهوره سوه. په دې ټولګه كي د 47 تنو جاهلي شاعرانو د 14 تنو المخضرمينو ( هغو چې په جاهليت كي زېږېدلي او په اسلام كي يې ژوند كړى )او د شپږو تنو اسلامي شاعرانو ټولي ( 126 ) قصيدې اوډل سوي دي.
3_ الاصمعيات: په دغه ټولګه كي نامتو اديب الاصمعي د 61 شاعرانو 72 قصيدې چې ( 1163 ) بيته كيږي راغونډي كړي دي.
38ـ اسلام او عربي شعر
لكه چې پوهيږو د اسلام مبارك دين د عربو او نوري نړۍ د خلكو په ژوند او نورو چارو كي ژور او بنسټيز بدلونونه راوستل. په دې لړكي اسلام د جاهليت د زمانې شعر هم كره كړ، د هغه منفي او ناسم اړخونه يې وغندل او د اسلام د مبارك دين د اصولو سره سم يې هغه ته لورى وركړ. د مشركينو د شاعرانو په هكله د قرآن كرريم نظر: و الشعرآء يتبعهم الغاون الم تر انهم في كل وادٍ يهيمون و انهم يقولون ما لا يفعلون
[ الشعرآء: 224 _ 262]  ژباړه : د مشركينو په شاعرانو پسي غولېدلي او ورك لاري خلك ځي. آيا ته نه وينې چې هغوى په هره ناوه ( هرلوري ) كي سرګردانه دي او داسي خبري كوي چې عملي كوي يې نه او محمد  داسي نه دى او د هغه حال هيڅ د شاعرانو حال ته ورته نه دى.  د اسلام د اصولو سره د ناسم شعر په وړاندي د رسول  برخورد:  په صحيح مسلم كي روايت دى چې ابو سعيد خدري وايي چې موږ د رسول  سره د مكې پرلار د عرج په سيمه كي ګرځېدو چې ناببره يو شاعرڅرګند سو چې شعر يې وايه. نو رسول  وويل چې:" دغه شيطان ونيسئ يا يې منع كړئ، ځكه تردې چې د يو چا نس له شعره ډك سي، دا ښه ده چې له نوونو ډك سي". وايي چې دغه شاعر داسي شعر وايه چې  د رسول  او د اسلام له نقطهْ نظره د اعتراض وړ وو.  دغه راز له نورو احاديثو څخه څرګنديږي چې رسول  په شعركي بې حيايي، فحش ويل، بد اخلاقي، په چټـي خبرو سركېدل، په تكلف مُسجع ويل، د درواغو ستايني او بد ويل، مبالغې، بې عمله ويناوي، په ريا ښكلي ښكلي خبري كول او په هغو د خلكو غولول او له منځ لارۍ څخه تېرېدل او ډېري خبري كول، دا ټول په كلكه غندلي دي.  د اسلام د اصولو سره د سم شعر په هكله د قرآن نظر :  لكه چې د مخه مو وويل اسلام عربي شعر له ناوړو اړخونوكره كړ او په اسلامي ارزښتونو يې وپسولى. په دې هكله قرآن كريم د جاهلي دورې د مشركو شاعرانو ترغندلو وروسته داسي وفرمايل: الا الذين آمنوا و عملوا الصٰلحٰت و ذكروا الله كثيراً و انتصروا من بعد ما ظلموا و سيعلم الذين ظلموا اى منقلب ينقلبون  [ الشعرا: 227 ]
ژباړه: په استثنا د هغو شاعرانو چې ايمان يې راوړ، غوره عملونه يې وكړل او خداى يې ډېر يادكړاوكله چې ظلم پر وسو، نو يوازي يې غچ واخيست او ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه سي چې دوى له څنګه برخليك سره مخامخ كيږي.  په دې آيت كي د شاعرانو له غندني څخه چې په مخكنيو آيتونوكي وسوه، هغه شاعران مستثنا كړاى سوي دي چې څلور صفته ولري:  لومړى دا چې موْمنان وي. دوهم دا چې پخپل عملي ژوندانه كي صالحان وي، بد كاران، فاسقان او فاجران نه وي او له اخلاقي بنديزونو څخه آزادي غوره نه كړي. درېيم دا چې د خداى  ډېر ډېر يادوونكي وي. څلورم دا چې د شخصي اغراضو لپاره د هيچا سپكاوى و نه كړي، خو كله چې د ظالمانو په مقابل كي د حق د ملاتړ لپاره اړتيا پېښه سي نو بيا له ژبي څخه هغه كار واخلي چې يو مجاهد ې له وسلې څخه اخلي. په هر وخت كي مړ ژواندى اوسېدل او د ظلم په وړاندي د عاجزۍ عريضې وړاندي كول، د مومنانو خاصه نه ده. د اسلام د اصولو سره د سم شعر په وړاندي د رسول  كړندود: د جاهليت د زمانې د شاعرانو هغه شعرونه چې فحش او هجو او داسي نوري ناوړي خبري به نه وې پكښېكي رسول  هم اورېدل او هم يې خوښوول، لكه چې په صحيح مسلم كي وايي چې عمرو بن الشريد له خپل پلار څخه روايت كوي چې هغه وويل : يوه ورځ د رسول ترشا سپور وم چې هغه مبارك راته وويل: " آيا د اميه بن ابي الصلت كوم شعردي په ياد  دى ؟ ". ما ورته وويل: هو. هغه راته وويل چې: ويې وايه. ما د هغه يو شعر ووايه. بيا يې وويل نور ووايه. مايوبل شعر ورته ووايه. بيا يې وويل چې نور ووايه. بيا مې هغه ته د اميه سل شعرونه وويل. اميه يوشاعر وو چې پركفر تېر سوى دى. خو څنګه چې يې د حكمت او نصيحت شعرونه ويلي وه، رسول  د هغه په هكله ويل: " آمن شعره وكفر قلبه ". يعني د اميه شعر د مسلمان دى خو زړه يې د كافر دى.  څرګنده ده چې رسول شاعر نه وو؛ لكه چې لوى څښتن فرمايي  : و ما علمنٰه الشعرو ما ينبغي له  [ يٰسن : 59 ] يعني نه مو حضرت محمد  ته شعر زده كړى دى او نه شاعري له ده سره ښاييږي.
خوكله كله يې د سليمي طبعي په مقتضا بېله قصده موزون كلمات له خولې وتلي دي. لكه چې په بخاري او مسلم كي له جندب  څخه روايت دى چې په يوه غزا كي د رسول  ګوته ويني سوه، نو يې ګوتي ته وويل :
يعني ته داسي ګوته يې چې دغه ويني كېده دي د خداى په لاره كي وليدل، چې البته دا نه ضا ئع كيږي او اجر لري.  او لكه چې پوهيږوكوم موزون كلمات چې د مو زونيت له ارادې پرته له خولې ووزي شعرنه بلل كيږي. همدا شان رسول  د نورو شعرونه او موزون كلمات هم د تمثيل په ډول ويلي دي. لكه چې رسول  د جاهليت د زمانې د نامتو شاعر طرفه بن العبد د معلقې دا بيت ويلي دي:  ستبدي لك الايام ما كنت جاهلا ويا ْ تيك بالاخبار من لم تزود يعني اى هغه څوكه چې د سفر توښه دي نه ده برابره كړې، ژر دى چې د مهال شپې او ورځي تا په هغو چې نه يې ورڅخه خبر، خبركړي.  دغه راز مشكوٰآ د بخاري او مسلم په حواله له براء  څخه روايت كوي چې رسول  د خندق د غزا په ورځ خاوري وړلې.كله چې يې نس مبارك په دوړو سپېره سو، نو د عبدالله بن رواحه  دا رجز يې وايه: يعني په لوى څښتن لوړم چې كه د خداى لطف نه واى موږ به سمه لار نه واى موندلې. نه به مو خيرات وركولاى او نه به مو لمونځ كولاى، نو اى څښتنه موږ ته سوكالي را په برخه كړې. كه د دښمن سره مخامخ سو پښې مو ورته ټينګي كړې، ځكه چې دوى پرموږ  تېرى كړى دى، څو موږ له دينه څخه د اوښتلو په فتنه اخته كړي، خو موږ يې ګردسره نه منو.  او " ابينا ابينا " به يې بياځلي ( په تكرار ) او په لوړآواز ويل.  رجز هغو اشعارو ته وايي چې عربو به د جګړو په مهال ويل. دغه راز رجز د شعر له نولسو بحرونو څخه يو بحر هم دى.  دغه شان رسول  شعر ستايلى او د هغه په هكله يې فرمايلي دي:" ان من البيان لسحراً ". رواه البخاري. يعني ځيني داسي ښې او غوره خبري او څرګندوني دي چې د زړونو په لاس راوړلوكي د سحرغوندي دي. بل ځاي رسول  فرمايي:" ان من الشعر حكمآ ". رواه البخاري. يعني ځيني شعرونه دپوهي اوحكمت متضمن دي او په شعركي ځيني داسي ګټوري خبري سته چې سړى له جهل اوكم عقلى څخه را ګرځوي. بل ځاى رسول  د مسلمانو شاعرانو په ستاينه كي وويل: " ان الموْمن يجاهد بسيفه و لسانه ". مشكوٰآ . يعني مسلمان په خپله توره او ژبه دواړو جهاد كوي.  بي بي عائشه (رض) وايي چې د رسول  په مخكي د شعر يادونه وسوه. هغه وفرمايل: " هوكلام، فحسنه حسن و فبيحه قبيح ". مشكوٰآ. يعني شعر داسي خبري دي چې ښې يې ښې دي او بدي يې بدي. حسان بن ثابت د مدينې منورې د جاهليت او اسلام د وختو ستر او نامتو شاعردى، چې شپېته كاله په جاهليت او شپېته كاله په اسلام كي ژوندى وو، او د رسول  ستايونكي وو. رسول  د قريظه د پېښي په ورځ ورته وويل: " د مشركانو هجو ووايه، جبرائيل په دې هكله ستا ملګرى دى". او همدغه راز به يې ورته ويل: " كافران چې په ماپسي څه وايي د هغو جواب ووايه". او فرمايله به يې : " اى خدايه ! د حسان د جبرائيل په واسطه ملاتړ وكړي. ( متفق عليه ). په بخاري كي له عائشې بي بي څخه روايت دى چې رسول  به په جومات كي حسان ته منبر ايښووى او هغه به پر منبر درېدى او د رسول په هكله به يې وياړني ويلې. او رسول  به ويل چې:" خداى تعالي د حسان په روح القدس (جبرائيل ) ملاتړكوي".  د عربي شعر په وړاندي د صحابه وو كړنلاره :
كوم نظر چې رسول  د عربي شعر په باب درلود،كټ مټ نظر اصحاب كرامو هم درلود. هغو په خپل وار شعر او شاعرۍ ته زياته پاملرنه وكړه. لكه چې مشهور روايت دى چې حضرت عمر حضرت ابو موسٰى اشعري ته وليكل چې خلكو ته د شعر زده كولو حكم وركړه، ځكه چې د شعر په بركت سړى په ښو اخلاقو روزل كيږي؛ د سمي رايي په ګېڼه سمباليږي او د انسابو په هكله علم ترلاسه كولاى سي.
دغه راز حضرت علي كرم الله وجهه او د هغه د اكا زوى عبدالله بن عباس  به پر شاعرۍ، صرف او نحوي او تاريخ او رياضي باندي وينا وي او تقريرونه كول او ځينو نورو اصحابو به د قرائت د علم او د خطابت او ليكوالۍ د هنرونو په هكله درسونه وركول.  د شعر په هكله د اسلامي عالمانو نظريې :
علامه ابن عابدين شامي په ردالمحتاركي له شهاب خفاجي څخه نقل كوي او وايي چې  د عربو بلغاء په شعر او وينا كي پر شپږو ډلو وېشلي دي:
1_ د جاهليت شاعران كوم چې عاد، قحطان او مخضرمون دي. ( مخضرمون هغو ته وايي چې په جاهليت او اسلام دواړوكي يې ژوند كړى وي). 2_ د اسلام شاعران ،
3_ مولدين، 4_ محدثين، 5_ متاخرين، 6_ هغه چې له متاخرينو وروسته په اوسنى عصر پوري اړه لري. چې د لومړيو درو ډلو تلاښ د شعرد بلاغت او جزالت لپاره وو، او د دوى د شعرونو په هكله پوهه ترلاسه كول، د فقهاوو په نزد فرض كفايي ده. ځكه چې په دې سره د عربي ژبي د قواعدو په هكله پوهه ترلاسه كيږي، كومه چې په هغې سره، سړى د قرآن او نبوي سنت په معنا وو پوهيږي.
دغه راز علامه ابن عابدين وايي:" شعرد ځان كسب او پيشه ګرځول او په داسي ډول تل ترتله ويل چې سړى د خداى  له ذكره او د شرعي علوموله زده كړي راوګرځوي مكروه دى، خو لږ ويل يې چې مطلب يې ځني د ښكلو او خوږو نكتو، لطايفو او تشبيها تو څرګندول وي باك نه كوي،كه څه هم د باړخو او قد او قامت په هكله وي. ځكه چې د بديع عالمانو د دې مقصد لپاره د مولدينو او نورو دغسي اشعار د مثال او شاهد په توګه راوړي دي".  او امام ابن الهمام په فتح القديركي وايي:" كه په شعركي د ټاكلي ژوندي هلك يا ښځي صفت، يا د شرابو داسي ستايل وي چې د سړي شوق پر راولي او يا پكښي د مسلمان او ذمي هجو وي، نو د داسي شعر ويل حرام دي ". خو په عالمګيري كي وايي:" په شعركي د ټاكلي ژوندي هلك يا ښځي صفت او د فسق او شرابو يادول مكروه دي ".  او امام غزالي (رح) د اسلامي تصوفو او اخلاقي نظره لا يعني خبري كول، فضول كلامي، په باطلو وينا وو سركېدل، جدال او مِراء ( چې د نورو د ويناوو د نواقصو په را سربېره كولو او پرهغو باندي په ايراد او اعتراض كولو سره طعن ويل او د ويونكي سپكول او تحقيرول او د خپل ځان د پوهي او لوړتيا څرګندول دي )، په باطلو او بېله علمه خصومت، په تكلف او په سجع او تصنع خبري كول، فحش ويل، لعن و طعن ويل، حرام ساز اوحرام شعر ويل، ډېري ټوكي كول، مسخرې او پوسخند وهل، د خلكو پټ رازونه لڅول، په درواغو ژمني كول، د درواغوقول او لوړه، غيبت، چوغولي، دوه ژبي، مدح او د خطاوو له باريكيوڅخه غفلت، دا ټول د ژبي له آفاتو څخه بولي. چې د امام غزالي دې خبرو ته په پاملرنه كېداى سي وويل سي چې په شعركي له دغو آفاتو څخه ژبه نه ساتل د اخلاقو مخالف كار دى. ځكه نو اوسنى عالم او فقيه دكتور وهبه الزحيلي په " الفقه السلامي و ادلته " كي غوټ حكم كوي چې شعر په اباحت او نه اباحت او كراهيت او استحباب كي د خبرو حكم لري چې ښه يې ښه او بد يې بد دي.