دوهمه برخه: د مكې مكرمې په هكله معلومات

6ـ مكه مكرمه
د عربو په ټاپو وزمه كي د اسلام د مقدس دين د راڅرګندېدو په مهال يو شمېر خپلواك ښارونه وه چې د ځانګړو سيمه ييزوچارواكو لخوا اداره كېدل. په دې ښارونوكي تر ټولو نوموتى د مكې ښار وو.
مكه د عربو او اسلام په پېښليك كي سترځاى او ارزښت لري، ځكه چې دا په ټوله ټاپو وزمه كي له سترو ديني مراكزو څخه باله سي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان دحج او زيارت لپاره ورته را درومي او درناوى يې كوي.
د اسلامي هيوادونو دا محور او ملجاء ستر سوداګريز مركز هم دى. خلكو يې هم د تاريخ په اوږدوكي په سوداګري كي ستره ونډه درلوده او اوس يې هم لري. له دې امله يې استوګن د نورو هيوادو له حال احواله ډگ ېر خبر او د پراخ نظر خاوندان دي.
په مكه مكرمه كي حضرت محمد  زېږېدلى، پكښي اوسېدلى، قرآن پر نازل سوى، د نبوت اعلان يې پكښي كړى او ديارلس كاله يې خپل رسالت پكښي تبليغ كړى دى.
كه څه هم د مكې ټولو خلكو لومړى اسلامي بلنه و نه منل او د حضرت رسول سره يې ښه نه كول، خو د مكې ترفتحى وروسته يې د اسلام په خپرولو او د اسلامي پوځ او دولت په قيادت او اداره كي ستره برخه واخيسته.
دا ښارداسي سپېگڅلي ښار دى چې تراوسه په ټولو سياسي تحولاتو اوكورنيو او بهرنيو جنګ جګړوكي الهي قدرت، هغه او په هغه كي مقدس مكان ( كعبآ الله ) د اغيارو له نيوني او بلوسۍ ساتلى دى.
خداى دې د قيامت تر ورځي همدغسي، خوندي، ودان او ستر ولري آمين .
7ـ د مكې د نامه په هكله
مكې ته ځكه مكه وايي چې ګناهونه له منځه وړي. او يا له دې امله مكه ورته وايي چې د لږو اوبو مځكه ده او اوبه جذبوي. قيل : سميت مكآ لانها تمك الذنوب،اى تذهب بها، وقيل: لقلآ مائها. يا له دې امله مكه ورته وايي چې له هره لوري وګړې ورجذبوي او وربولي. وقيل: لانها يوْمها الناس من كل مكان فكانها تجذبهم اليها. يا له دې امله مكه ورته وايي چې وګړي ازدحام پركوي او يو له بله سره پوري وهي. يا له دې امله مكه ورته وايي چې هر څوك چې هلته ظلم وكړي له منځه يې وړي. و قيل: لانها تَمُكٌُُ من ظلم فيها،اى تُهلِكه. ياله دې امله مكه ورته وايي چې د جابرو واكمنو غرور اولويي له منځه وړي. وقيل : لانهاتمك الجبارين: اىتُذهب نخوتهم.
8ـ د مكې شريفي نور نومونه
هدايآالسالك وايي چې مكه شريفه خداى په " بكه " بللې او د مكې هماغه د وګړو د ازدحام او يو له بله دسره پوري وهلو معنايې ورته ليكلې ده. و سما ها الله تعالي " بكآ "، قيل: لازدحام الناس فيها تبك بعضهم بعضاً اى يدفع في زحمآ الطواف. په تفسيركبيركي هم
د " بكې " معنا په پورته ډول كوي او وايي:" ځينو ويلي دي چې ما محمد بن علي الباقر وليد چې په مسجد الحرام كي يې لمونځ كاوه او ښځه يې د لمانځه تر مخه تېره سوه، نو وايي چې زه ورغلم چې منع يې كړم، مګر هغه وويل چې پرې يې ږده،ځكه مكه له دې امله " بكه " بلل سوې چې وګړي يو له بله ازدحام پكښي كوي؛ ښځه د نارينه د لمانځه ترمخه تېريږي او نارينه د ښځي د لمانځه تر مخه تېريږي، په دې ځاى كي دا چاري پروا نه كوي".
په تفسير مظهري كي وايي: " بكه " او " مكه " دواړه په يوه معنا دي، عرب " ميم " په
" ب " بدلوي، لكه " نميط " او " نبيط " او " لازم " او " لازب " او " راتب" او " راتم ". خو ځيني عالمان بيا وايي:" بكه " كعبې او يا د هغې سره د طواف ځاى ته وايي او " مكه " د مكې د
ښار نوم دى.
په تفسيركشف الاسراركي وايي: " بكه د مسجد نبوي نوم او مكه د حرم نوم دى". او امام فخرالدين رازي په تفسيركبيركي فرمايي:" شك نسته چې مراد له بكه څخه همدغه مكه ده. او د بكې د نامه يوه وجه دا بولي چې مكه د جابرانو مغزي ورماتوي او ظالم لا بده اراده نه وي پكښي كړې چې بيا يې غاړه ور پرې كړې وي او له لويى يې اچولى وي".
همداراز په تفسيركبيركي د مكې بله معنا داسي كوي:" ځيني وايي چې مكه د مځكي په منځ كي پرته ده او د مځكي د چينو اوبه د مكې د لاندي څخه سرچينه اخلي. چې په دې توګه ټوله مځكه د مكې څخه اوبه اخلي".
په تاريخ المكآ المكرمه كي محمد عبدالمعبود د علامه محمد طاهركردي د تاريخ القويم په حواله ليكي چې:" د ابي قبيس او قعيقعان د غرونو ترمنځ برخه بكه ده اوكعبه د دغو دوو غرو په منځ كي واقع ده او مكه د همدغي مكې د ښار نوم دى". د مكې معظمې نور ډېر نومونه هم دي چې له هغو څخه ډېر مشهور يې : " ام القرٰى " او " بلد الامين " دي كوم چې په قرآن كريم كي يې هم ذكر راغلى دى.
علامه طاهركردي په تاريخ القويم كي د مكې شريفي د دېرشو نومونو په هكله د قاضي
ابوالبقاء بن ضياء الحنفي (رح) يو شعرنقل كړى او محمد عبدالمعبود په تاريخ المكآ المكرمه كي وايي چې علامه جمال الدين محمد جارالله، په جامع اللطيف كي تردې زيات يعني
( 56 ) نومونه راوړي دي.

9ـ د مكې شريفي جغرافيايي موقعيت
د اسلامي تاريخي رواياتو له مخي رب العزت مكه مكرمه د مځكي د نورو برخو تر پيداكولو دوه زره كاله د مخه پيدا كړېده. ( دكعبې شريفي د پيداكېدو په اړه د دې كتاب په
[93] مخ كي تر[58] سرليك لاندي مفصلي خبري سوي دي ). په تاريخ المكآالمكرمه كي وايي چې مكه مكرمه د مځكي د مخ په منځ كي واقع ده، كومه چې د مځكي نو باله سي. ځكه نو مكې ته " ام القرٰى " وايي او دا مځكه د بيت المعمور سايه ده. علامه طاهركردي ليكي چې مكه مكرمه د نړۍ زړه او د مځكي منځ دى. او كعبه شريفه په مكه شريفه كي داسي نقطې ته ورته ده كومه چې د يوې دايرې په منځ كي وي.
دغه مقدس ښار د طول البلد په 39 درجو،39 دقيقو او30 ثانيو او د عرض البلد په 21 درجو،25 دقيقو كي پروت دى او د سمندر له سطحي څخه ( 330 ) متره لوړ دى. د مكې ښار په يوه تنګه ناوه كي واقع سوى چې چارچاپېر يې غرونو طبيعي دېوال پر راګرځولى دى.

10ـ د مكې څلور خوا وي
په تاريخ مفصل اسلام كي ليكي چې: " مكه د عربستان د رېګستاني ټاپو وزمي په لوېديز پلوكي پرته ده چې شمال ته يې مدينه منوره، ختيز ته يې نجد او رياض، جنوب ته يې يمن او لوېديز ته يې جده او سور سمندر موقعيت لري ".
د مكې د ښارپه هكله محمد بن هوقل په كال331 س.كي ليكلي:" د مكې ښارد شمال څخه ترجنوب پوري په اوږدو د معلا ( د جنت المعلٰى د مقبرې ) څخه تر مسفلې پوري، درې ميله او د جياد له لاندنۍ برخي څخه د قعيقعان غره ترشا پوري په بره، دوه ميله دى.
دغه راز علامه محمد لبيب البتنوني ( رح ) په 1329 س.كال كي د مكې د ښار حدود
د شمال څخه ترجنوب پوري په اوږدو درې كيلو متره او له ختيزڅخه ترلوېديز پوري په بره د ابي قبيس له غره څخه د قعيقعان ترغره پوري يو نيم كيلو مترليكلي دي.
تاريخ المكآ المكرمه ليكلي چې د انسايكلو پيډيا اف برټانيكا د 1977 ع. كال په ايډېشن كي يې د مكې مكرمې ټوله رقبه (ارشو) لس مربع ميله ښودلې ده.
خو دې متبرك ښار د سعودي واكمنۍ په مهال ډېره پراختيا موندلې او اوس لا نور هم مخ پرترقي او لا زياته وداني روان دى.
11ـ د مكې اوبه
په مكه كي د سيندونو او ولو رواني اوبه نسته او ټولي اوبه د مځكي له دننه څخه راباسي. د دې ځاى خلكو له ډېره پخوا څخه تراسلام د مخه او وروسته د مكې په اړتيا وړځايونوكي څاګان كيندلي وه او د چښنګ اوبه به يې ځني راايستلې. د اسلامي خلافت له لومړيو څخه ځينو خلفاوو او نورو په مسجد الحرام او عرفات كي د چښنګ د اوبو د برابرولو لپاره كوښښونه كړي دي. په دې لړكي يو وخت خالد بن عبدالله القَسري د سليمان بن عبدالملك په امر هغوخوږو اوبو ته چې د ثبير د غره له لمني د " ثقبه " نومي ځاى څخه راوتلې، حوض جوړكړاو د هغه اوبه يې د رصاص د نلونو په ذريعه مسجد الحرام ته و رسولې، چې د مقام ابراهيم،حجراسود او زمزم څا په منځ كي جوړ سوي حوض ته د فوارې په بڼه تو يېدلې.
كله چې داكارسرته ورسېدى خالد القَسري لوى خيرات وكړ، اوښان يې حلال كړه، غوښي يې پرخلكو ووېشلې او عامه مېلمستيا يې هم خلكو ته وركړه. بيا يې خلك د جماعت لمانځه ته راوبلل،كعبې ته نژدې پر منبر وختى، د خداى ترحمد او ثنا وروسته يې وويل : " اى خلكو ! خداى ته حمد وواياست او هغه امير الموْمنين ته چې تاسي يې د تروو اوبو پرځاى په خوږو اوبو اوبه كړاست د عا وكړئ ". تاريخ ليكونكي وايي چې مراد يې له تروو اوبو څخه د زمزم اوبه وې. خو د دغو اوبو چښلو ته چا زړه نه ښه كاوه او د زمزم د اوبو پرچښلو به لا زياته ګڼه ګوڼه وه.كله چې خالد دا حال وليدى د يوې خطبې په ترڅ كي يې د مكې خلك له دې امله ملامت كړه. بياخالد له حوض څخه اوبه د يوه نل په واسطه د صفا د دروازې سره د اودس تازه كولو ځاى ته هم ورسولې. د بني اميه وو په پېركي دغه حوض پرخپل حال پاته وو اوكله چې خلافت بني عباسو ته ورسېدى، د مكې حاكم داود بن علي بن عبدالله بن عباس هغه وران كړاو دغه اوبه يې د مسجد الحرام د دروازې سره يوه حوض ته واړولې. چې په دې كار
خلك ډېرخوشحاله سول. وايي چې بيا د دغه حوض د اوبو پرنل باندي په كال 256 س. كي د هغه وخت د عباسي خليفه يوه چارواكي بشرالخادم څه كار وكړ او په هغه كي د سمون په راوستلو سره يې بيرته د ګټې اخيستني وړ وګرځاوه.
په دې ډول ويلاى سو چې د اوبو د نلونو لومړي رامنځته كوونكي د مكې مكرمې
اوسيدونكي عرب دي او د اوبو د نل غځوني كار په دوى كي ديارلس سوه كاله پخوا تر سره سوى دى.
12ـ د زبيدې چينه
زبيده چې نوم يې امآ العزيز وو او نيكه يې له نازه زبيده بلل، د ابي الفضل جعفرلور، د خليفه منصورعباسي لمسۍ او د هارون الرشيد د اكا لور اومېرمن وه.كله چې دا حج ته ولاړه ويې ليدل چې د مكې اوسېدونكي اوحاجيان د اوبو د لږوالي په سختو ستونزو اخته دي. نو په كال 194 س. كي يې په خپل ځاني لګښت د اوبو رسولو يوه ستره پروژه طرح كړه. هغې
د دې چاري د تر سره كولو لپاره ماهر انجنيران را غونډكړه او د " طاد " د غره او د " كراء "
د غره د لمنو د چينو څخه يې كار پيل كړ. چې پاى د دې پروژې په پلي كېگدو سره د ولو او
تر مځكي لاندي سوبو له لارې د " طاد " اوبه مكې مكرمې او د " كراء " اوبه عرفات، د عرفات جبل الرحمت، مزدلفې او بالاخره په منا كي يوه لوى تالاب ته ورسېدلې.
" طاد " غرد مكې مكرمې څخه ( 35 )كيلو متره ليري شمال ختيز لوري ته د
مكې ـ طايف لويي لاري ته نژدې د "حنين" په ناوه كي پروت دى. د دغه غره د چينې اوبو د حنين د اوسېدونكو د كركيلې مځكي او د خرما وني اوبولې. زبيدې د مخه مځكي له خلكو رانيولې، اوبه يې پردغو مځكو بندي كړې او د خپلي جوړي سوي ولې له لاري يې مكې ته ورسولې.
د " كراء " د غره چينه له عرفات څخه ( 12 ) كيلو متره ليري واقع ده. زبيدې د دغي چينې اوبه د " نعمان " د ناوې " اوجر " نومي ځاى ته ورسولې او بيا يې له هغه ځايه تر عرفات لوړ د دوو غرونو په منځ كي تېري كړې. د عرفات مځكي، جبل الرحمت، مزدلفې او پاي يې په منا كي هغه تالاب ته ورسولې چې وروسته په " بئر زبيده " مشهور سو.
تاريخونه وايي چې پردې ستركار باندي د زبيدې يو زر اووه سوه زره مثقاله سره زرمصرف سول چې معادل يې يو مليون اووه سوه زره د سرو زرو ديناره كيږي. كله چې دا كارونه پاى ته ورسېدل انجنيرانو زبيدې ته د دې كار د لګښت ليكلى حساب وړاندي كړ، هغې چې دغه مهال د بغداد د دجلې د سيند پرغاړه په يوه ستره ماڼۍ كي ناسته وه، امر وكړ چې د حساب دغه ټول كاغذونه دي دجلې ته واچول سي. او ويې ويل چې ما دغه حساب د حساب ورځي ته پرېښود. كه پرچا څه پاته وي، هغه د هغو دي او كه د چا پر موږ څه پاته  وي وربه يې كړو. بيا يې دغو كاركوونكو ته ښه انعامونه او سوغاتونه هم وركړه. تردې وروسته
د " طاد " چينه په عين زبيده او د " كراء " چينه په عين عرفات مشهوره سوه.
وروسته بيا د نورو خلفاوو او امراوو لخوا د اړتيا پر مهال په دې ولو كي ډېر سمونونه راغلل. خو د اوومي هجري پېړۍ په وروستيو كي دغه اوبه د سيل د راتللو له امله بندي سوې، چې د مكې د ښار خلك له دې امله بيا د سختو ستونزو سره مخامخ سول. په تېره  د حج په مهال د اوبو لږوالى تر دې كچي ورسېدى چې يو مشك اوبه به په لس دراهمه پلورل كېدې. دغه مهال د تاتارو د يوه پاچا سلطان ابو سعيد خدابنده نائب السلطنه اميرچوپان عراقي خپل يوه اعتمادي سړي ته پنځوس زره ديناره وركړه او په كال 726 س. كي يې بيا مكې مكرمې ته اوبه رواني كړې. خو دغه اوبه بيا له كال 930 س. څخه تر 970 س. پوري بندي سوې او خلك بيا له داسي سختو ستونزو سره مخامخ سول چې تقريباًدرې ليټره اوبه به په يوه سره پونډ خرڅېدلې. حاجيانو به له ډيرو ليرو ځايوڅخه عرفات ته اوبه وړلې. په عرفات كي به بې وزلو حاجيانو بېله اوبو د بل شي سوال نه كاوه او يا به يې شتمنو ته له ډېرو ليرو ځايو څخه اوبه راوړلې.
علامه قطب الدين (رح) وايي چې په 930 س.كال كي په ليري څاګانوكي هم اوبه وچي سوې. دى وايي : زه دغه مهال غټوكى هلك وم او د خپل پلار سره د عرفات پرډګرولاړوم. كله چې زموږ اوبه خلاصي سوې ما ډېري لږي اوبه د سرو زرو په يوه دينار رانيولې او فقيرانو به له تندي چيغي وهلې او ويل به يې : " دغونه اوبه راكړئ چې حلق مې په لوند سي ". نو هغه وو چې د خداى فضل وسو، نا ببره باران و اورېدى، سيلونه راغلل او خلكو د سيل اوبه وچښلې او خداى ته يې په ژړا وو وژړل.
بيا د دغو دوو ولو او چينو د سمون لپاره د سلطان سليمان عثماني لخوا د مكې له مجاورينو څخه يو ناظر د مصلح الدين مصطفٰى په نامه وټاكل سو چې په 931 س.كال كي په هغوكي اوبه رواني سوې. بيا دغه ناظر د دغو چينو د څارني لپاره د حكومت په پيسو تورمريان رانيول، د هغو د ژوندانه د لګښت مدركونه يې ورته برابركړل او د تل لپاره يې دې چاري ته وګومارل.
هغه يو وخت د دې كارد رپوټ وركولو لپاره د سلطان سليمان پلازميني ته ورغى،خو له بده مرغه مكې ته د ستنېدو پرلار په كال 939 س.كي په سره سمندرګى كي ډوب او شهيد سو. كله چې په كال 970 س. كي دغه ولې بيا وچي سوې، سلطان سليمان د هغو د اساسي چارې
د موندلو لارښوونه وكړه. نو هغه وو چې د څو تنو پوهانو لخوا رايه وركړل سوه چې د
عرفات واله دي سمه سي،كوم چې لګښت يې دېرش زره د سرو زرو ديناره اټكل كـړي وو.
دغه مهال فاطمه خانم سلطان يا مهر ماه د سلطان سليمان مېرمني د دغه كار سر ته رسول پر خپله غاړه واخيستل.
هغې خپل يوه اعتمادي نفر ته چې ابراهيم بن طغري بردي دفتردار نومېدى تراټكل سوي لګښت زيات پنځوس زره د سرو زرو ديناره وركړه او مكې ته يې ولېږى. هغه مكې مكرمې ته په رسېدو سره د پوهانو او مخورو په سلا مشوره لومړى د څښلو د اوبو څو څا ګان پاك كړه او بيا يې د عرفات د ولې په سمون لاس پوري كړ.
هغه پردې سر بيره چې د دې كار لپاره څلور سوه مريان درلوده، څه د پاسه زرتنه نوركارګران، مهنډسان، څاكيندونكي، پښـان، تركاڼان او بنايان له مصر، بلاد الصعيد، شام، حلب او استنبول څخه ډلي ډلې د ډول ډول اسبابو، اوسپنو، پولادو،قلعيو او نورو سره راوغوښتل. او هري ډلي ته يې د ولې په كار كي د هغو ټك ور وټاكى.
هغو داسي ګڼل چې دا كار به تر يوه كال په لږ مود ه كي بشپړ سي، چې بيا به دوى د سلطان دربارته ورسي او ستر ستر منصبونه به وګټي. خوكله چې د دې ولې كار د زبيدې ترڅا پوري، يعني ترهغه ځايه پوري ورسېدى چې زبيدې نوركار پر پرې ايښي وو نو پوه سول چې پخوا تردې وړاندي كار نه دى سوى او زبيدې نوركارله دې مجبوريته پرې ايښى وو، چې د زبيدې له څا څخه تر هغي سوبې پوري چې ترمځكه لاندي په ډبره كي كيندل سوې وه او د حنين د چينې سوبې ته وزي، يو سخت غرګۍ واقع وو، چې د بنايانو په ګزه دوه زره ګزه اوږد وو، او په ژور والي هم بايد پنځوس ګزه وهل سوى واى. چې دا كارناشونى برېښېدى، خو څنګه چې په دې كار پېل سوى وو، د عثماني ټولواكمنۍ د حيثيت د ساتلو له امله يې بيرته نه سواى پرېښوولاى. نو هغه وو چې د غرګى شاوخوا يې لڅه كړه، بيا يې سل باره وچ بوټي د غرګى پر اووه ګزه ساحه د پنځوسو ګزو په لوړوالي واوډل او درسته شپه يې ولګول. خوڅنګه چې داور لمبې لوړي تلې پر ډبره يې ډېره لږ اغېزه كول. كارګرو به پستې سوي، ډبري په اوسپنو جلا كړې او بيا به د اورلګېدل تكرارېدل، څو بېخي په نژدې شاوخوا غرونوكي لرګي خلاص سول او له ليري ليري ځايونوبه يې ورته راوړل.
په دې كاركي ډېرشته ولګېدل، خلك په تنګ سول، د امير ابراهيم ټول هست و نيست،
مريان او خادمان پكښي ولاړل، خو ده پرله پسې دغسي له ستونزو ډك كار په خورا بېړه پرمخ بېوى او بې همتۍ ته بې لار نه وركول، چې پاى يې يو زوى په مصركې د ده په نشتون كي وفات سو. بيا يې دوه غټوكي زامن د ډېرو مريانو سره مړه سول او پاى خپله دى په دې كاركي  د 974 س. كال د خداى تعالى د مياشتي پردوهمه وفات سو. بيا دې كار ته د جدې سنجق ( پوځي مشر ) اميرقاسم بيګ وټاكل سو او په همدغه 974 س. كال كي سلطان سليمان هم  وفات سو، زوي يې سلطان سليم پاچا سو، او دې كار ته يې د مصر دفتر دار محمد بيګ نومى  وټاكى. هغه هم په دې كاركي د ډېرو شتو ترښندلو وروسته په 976 س. كال كي وفات سو.
بياهماغه اميرقاسم بيګ دې كارته بېرته وټاكل سو. دى هم په دې كاركي په 979س. كال كي مړسو. بيا شيخ الاسلام قاضي حسين، د دې كاربشپړېده پرغاړه واخيستل. خو دى په پنځو مياشتوكي د دې كار په پايته رسېدوكي بريالى سو اوترلسوكالو شاقه كارونو وروسته د عرفات د چينې اوبه د حنين په واله كي وبهېدلې اود 979 س. كال د ميانۍ پر شلمه مكې ته ورسېدلې. چې دغه ورځ خلكو ته د يوه سترجشن او اختر ورځ وه، چې په سترو او پرتمينو مراسمو ولمانځل سوه او د تركيې دربار ته په تېره خانم سلطان ته په دې هكله زېرۍ وركړه سو.
تاريخونه وايي چې پردغه لس كلن كار څه د پاسه پنځه لكه اووه زره د سرو زرو ديناره ولګېدل. تردې وروسته بيا هم په بېلو بېلوكلونوكي عثماني پاچهانو او نورو په دې واله كي بدلونونه او سمونونه راوستل. ان چې د تيري پېړۍ په وروستيوكي د دې ولې د سمون لپاره د بسپني ټولولو څوكميټې وټاكل سوې. خو ملك عبدالعزيز په كال 1344 س. كي په خپل ځاني لګښت د دې ولې د سمون اساسي چاره وكړه او د هغې اوبه يې په نلونوكي مكې ته ولېږدولې.
د سعودي عربستان حكومت د چښلو اوبو په هكله نور هم ډېركارونه كړي دي.
د مسجد الحرام دننه او دباندي او د مكې مكرمې په هرلوري د زمزم او نورو اوبو نلونه او ذخيرې جوړي سوي او ملك فهد په خپل ځاني لګښت د حاجيانو لپاره د چښلو د اوبو يوه خيراتي پروژه هم په كال 1404 س.كي ايجاد كړې چې د پلاسټـيك په بوتلونوكي يخي اوبه برابروي او پرحاجيانو وړيا وېشل كيږي.
13ـ د مكې هوا
د مكې هوا ډېره سوځنده او توده ده او لږ باران پكښي اوري، خو سره د دې كله كله د مكې معظمې له غرو څخه د باران د اوبو ډېر ستر سيلونه راځي او ورانۍ پېښوي. د مكې شريفې په هوا كي ګړى په ګړى مختلف بدلونونه راځي، له دې امله مكيان وايي: " خداىگگ اويا هوا وي پيدا كړي چې نه شپېته يې په مكه او يوه يې په ټوله نړۍ كي ده ".
ډاكټرايچ. بي. خان ليكي: " دا ښارپه داسي وچو غرونوكي راګيردى چې لوړوالى يې له (200 ) فټوڅخه تر( 600 ) فټو پوري رسيږي". ځيني وختونه د مكې هوا په سړوكي ( 35 ) ډګري سانتي ګراډ او په تودوښه كي ( 50 ) ډګري سانتي ګراډ ته رسيږي. يعني په يخني كي معمولي ساړه وي او په تودوښه كي سخته تودوښه وي. دلته شپه او ورځ زياتره يو شانته وي او ډېرفرق چې كوي نيم ساعت وي.

14ـ د مكې وګړشمېرنه
محمد عبدالمعبود په تاريخ المكآ المكرمه كي وايي چې: علامه قطب الدين (رح) په كال 923 س. كي د دې سپېڅلي ښار د نارينه وو، ښځينه وو او ماشومانو شمېر دوولس زره تنه ښوولي دي. او علامه لبيب بتنوني د څوارلسمي لېږديزي (هجري) پيړۍ په پيل كي دغه شمېره يو لك او پنځوس زره ښوولې ده، چې په هغوكي يې لس زره تنه سليمانيه او افغانان بللي دي. علامه رفعت پاشا په 1309 س.كال كي د مكې مكرمې د اميريه مطبعي لخوا د يوې چاپ سوي جنترۍ په حواله دغه شمېره تر ( 120000 ) تنو زيا ته بولي.
دغه راز علامه طاهركردي چې په 1400 س.كي وفات سوى دى، په خپل عصركي د مكې د وګړو شمېر نيم مليون ښيي،خو وايي چې دا شمېره زما د ګومان اواټكل له مخي ده. بله وروستۍ شمېره د مكې د اوسېدونكو تعداد شپږ لكه تنه ښيي.
15ـ مكه د امن، خوښيو او نعمتونو ټاټوبى
مكه په رشتيا چې د دنيا د عجايبو مځكه ده. خداى تعالي د خپل صنعت او قدرت ټول مظاهر په دې پاكه مځكه كي څرګند كړي دي. په نړۍ كي څونه بدلونونه راغلل، خوكعبه هماغسي په خپل ورځ ترورځي ډېرېدونكي قدرت او عظمت د مسلمانانو په لاس كي پاته ده او چې حضرت ابراهيم  ويلي :" لويه څښتنه ! ماپه يوه وچه، بې اوبو او بې كښته ناوه كي د خپل اولاد يوه برخه ستا د درانه كور ترڅنګ مېشته كړېده، پروردګاره دا ما د دې لپاره كړېده چې دوى دلته ستا عبادت وكړي، نو ته د خلكو زړونه د دوى په تلوسه كړې او ته دوى ته د خوراك مېوې وركړې، ښايي چې دوى شكروباسي ". [ قرآن كريم، ابراهيم: 127 ]
بې شكه چې پاك خداى د هغه دعا قبوله كړې او دا سپېڅلې اُرشو يې د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ګرځولې، د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه د ډول ډول آدابو، رسمونو، مذهبونو، لباسونو، رنګونو او ژبو درلودونكي په پاك نيت او پوره اخلاص او مذهبي اواسلامي ولولو ورته ور درومي او د كعبې چارچاپېر طواف كوي. او د خداى پاك حضور ته د خپل عبوديت او په خلوص او عبادت سره، د خداى د خلافت تمثيل كوي، د خداى د اطاعت ډېره ستره مظاهره كوي، د خداى د شعايرو سترتوب او تقدس پرځاى كوي، يو د بل له احوالو ځانونه خبروي اود اسلامي ورورولۍ مزي ټينګوي. او چې حضرت ابراهيم  ويلي:" اى زما ربه ! دا ښارد امن ښاروګرځوه او له اوسېدونكو څخه يې چې څوك الله او آخرت مني هغو ته هر ډول مېوې روزي كړه ". [قرآن كريم، البقره: 126 ] بېشكه چې خداى  د هغه دا ټولي دعاوي قبولي كړي، دا ځاى يې د امن او امان داسي يوه ستره نمونه ګرځولې چې نه د نړۍ كفارو څه په كړي نه د مسلمانانو بې اتفاقيو د هغه امنيت خراب كړى او نه داسي غلاوي او فسق او فساد پكښي سته، لكه د نړۍ په نورو سيمو كي چې ليدل كيږي.
اوسره د دې چې د مكې مځكه وچ دښتونه او غرونه دي، هلته يې د زمزم داسي اوبه پيداكړي چې د دې دونه ډېروكارولو سره سره هيڅ لږېده نه لري. هلته چې ډېري دي، پاكي او خوندوري اوبه ډېري دي. نه د چښتلو د اوبو كمى سته، نه دغسل او اوداسه د اوبو. هره خوا د چښلو د اوبو ډول ډول وسايل برابراوچمتو سوي او هره خوا ډول ډول عصري تشنابونه او د اوداسه تازه كولو ځايونه سته.
سبحان الله ! د هرشي عجبه پرېماني ده، د هر فصل ډول ډول، ښې ښې مېوې، د وګړو د هوسايى اوراحت ډېر عصري اوښه وسايل، پاكي او نظافت، پراخه او بشپړه علم او پوهه، ښه ښه پوهنتونونه او مدارس، د هر فن په ښكلي او ښه طباعت كتابونه،كتابتونونه او نور علمي او فرهنګي مراكز ګرده خداى تعالي  هلته په پراخه پيمانه برابركړي دي.
فلله الحمد.
16ـ نيوكه
پر دغسي ډاډمن امنيت او پرېمانو نعمتونو بايد شكر وكاږو. خوكه د دولت لخوا د شيانو پربيو، په تېره د حج په موسم كي،كنټرول واى او لږ څه ارزاني هم واى ډېر به ښه واى. بل د مكې مكرمې او مدينې منورې ټول ماركيټونه د حج په موسم كي د غير اسلامي هيوادونو، په مصنوعاتو ډك وي او د دې مصنوعاتو د خورا ډېرخرڅلاو له دركه هغو ته ستري ګټي په لاس ورځي،كاشكي د دولت لخوا پردغو اموالو بنديز لګېدلى واى او پرځاى يې د اسلامي هيوادونو مصنوعات نندارې اوخرڅون ته وړاندي سوي واى.
بله خبره چې ډېره د تاثر او خواشينۍ وړ ده، هغه د مسلمانانو د بې اتفاقيو خبره ده. په ظاهره خو ټول مسلمانان په ګډه د كعبې طواف كوي، اما زړونه يې مذهبي بدګومانيو او ډول ډول تعصباتو ډېرسره ليري كړي او په نفاق اوكركو يې اخته كړي دي. سنيان نه وهابي مني، نه شيعه. وهابيان نه سني مني نه شيعه او شيعيان هم نه سني مني اونه وهابي ؟ كاشكي زموږ ديني عالمانو او سياسي لارښوونكو د دې كركو د ليري كولو او د ( و اعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا ) په مقتضا د اسلامي واقعي يووالي لپاره څه رغنده او اغېزمن ګامونه پورته كړي واى.

17ـ په مكه شريفه كي د اوسېدلو په هكله
د مكې شريفي د زيات او منلي فضيلت او درنښت له امله، هلته د خير او ثواب كارونه لكه طا عات اوعبادات، روژې اوصدقات او داسي نور ستر فضيلت او بركت لري. او كومي ښېګڼي او ثوابونه چې د عبادت په نتيجه كي له همدې مقدسي بقعې څخه د چا په برخه كيږى په بل ځاى كي نسي كېداى. خو همدا شان په همدې مباركه خاوره كي ګناه او خطا كول هم دغونه ډېره جزا لري او د خداى د لوى قهر سبب كيږي.
ابن مسعود  وويل: بېله مكې شريفي په بل هيڅ ځاى كي بنده په يوازي نيت سره د مخه تر عمل نه مواخذه كيږي او د خداى دا قول يې تلاوت كړ: و من يرد فيه بالحاد بظلم نذقه من عذاب اليم  [ الحج: 25 ]
ژباړه : او هرچا چې په دغه ( مسجد الحرام ) كي په ظلم سره د بېلارى اوكج روى اراده وكړه، نو موږ به په هغه دردناك عذاب وڅكو، يعني څوك چې په مسجد الحرام كي د بې لارى او كج روى كوم تمايل ښكاره كوي دهغه چا په نسبت چې دغه كار بل ځاى كوي، سخته سزا به وركړه سي.

يادونه :
كه څه هم ځيني علماى كرام مسجد الحرام صرف دكعبې شريفي مسجد بولي، خو نور ډېر عالمان چې په هغو كي امام ابوحنيفه (رح) هم دى، په دې باور دي چې له مسجد الحرام څخه مراد د مكې ټول حرم دى. او دا خبره په خپله د قرآن كريم له څو آيتونو څخه هم ثابته سوې ده. دلته د جز له يادولو څخه كل مراد دى.
په تفاسيروكي وايي : په حرم كي الحاد په يوه قول د حرامو حلال بلل دي. او نورو ويلي دي چې د هرمنهي عنه تر سره كول ان د حرم خادم ته ښكنځل هم الحاد دى. او ډېرعالمان پردې متفق دي چې په حرم كي د ګناه اراده د عذاب د استحقاق موجب كيږي. هرڅوك چې پرته له حرمه بل ځاى د ګنا ه قصدوكړي كه يې تر سره كړي سيئه يې پر ليكي، او كه يې تر سره نه كړي جزايي نه ورته ليكي. مګركه په حرم كي د ګناه نيت وكړي كه يې تر سره هم نه كړي جزايې ورته ليكي.
حضرت ابن مسعود فرمايلي دي:" كه څوك په عدن كي نيت وكړي چې پلانى به په مكه كي وژنم، عذاب اليم به وڅكي". ان چې مفسرين له اړتيا پرته قسم خوړل هم په حرم كي  الحاد شمېري. د حضرت عبدالله بن عمر په هكله روايت دى چې هغه دوې خېمې يوه په " حل " يعني د حرم له حدودو د باندي، او بله په " حرم " يعني د مكې په دننه كي درولي وې،كه به يې خپلوكوروالاوو او خادمانو ته څه سخته خبره كول، نو د مكې د حرم بهرخېمې ته به تى او هلته به يې ورته ويل. دا له دې امله چې ده داسي چاري الحاد بللې. حضرت ابن عباس به ويل :" احتكار او درواغ ويل په حرم كي د الحاد په منزله دي".  همدا راز ابن عباس وايي :" كه په بركيه نومي ځاى كي اويا ګناوي وكړم، ښه دي نه دا چې يوه ګناه په مكه كي راڅخه و سي".
له همدې بيري به اصحابو  ترحج او عمرې وروسته مكه پرېښوول. په تېره حضرت عمر به له همدې بيري حاجيانو ته ترحج وروسته ويل:" ووځئ او خپلوخپلو وطنو ته ولاړ سئ ".
نو ته فكر وكړه چې په دې د فسق او فجور، حرام خورى، د منهياتو د ترويج او د لهو او لعب او فساد د وسايلو د نشراو خپرېدو په وخت كي به څوك، څنګه له ګناه پاك په مكه كي واوسي ؟ دا چې په دې چارو كي د اخته كېدو او ككړېدو بېره وي، او دا چې په مكه كي اوسې اوخپل وطن دي و ياديږي او په مكه كي دي زړه تنګ سي او په خپل وطن پسي كښنده وي، تردې دا ښه نه ده چې په دې مباركه اُرشو كي و نه اوسو؟ له دې امله ځينو سا لكانو ويلي دي : ښه دا ده چې اوسې په وطن كي او زړه دي په كعبه كي وي.
حضرت امام ابوحنيفه، امام مالك او نورو (رح) ښه ويلي دي چې په مكه كي اوسېدل مكروه دي. ملا علي قاري (رح) په المسلك المتقسط كي وايي : " دا خو امام ابوحنيفه (رح) د خپل مهال په نسبت داسي ويلي دي او كه يې د دغي زمانې ( د امام ملا علي قاري د  زمانې ـ كوم چې د هرات وو او په كال 1014 س.كي په مكه كي وفات سو ـ )، د مكې د مجاورينو حال ليدلى واى، چې حرام خوري او د مكې تعظيم لكه څنګه چې ښايي نه كوي، حتماً به يې بېله كومه شك او شبهې ويلي واى چې په مكه كي اوسېدل ګردسره حرام دي. نو ته فكر وكړه چې كه امام صاحب زموږ په زمانه كي واى، څه به يې ويلي واى ؟
زما په نظرخو هرحاجي ته ښايي چې دا د حج يو څو شپې ورځي چې په مكه كي تېروي لا ډېرمحتاط اوسي او په هرقدم او هره شېبه كي پرځان ډېر ډېرفكروكړي او پام يې وي چې خداى مكړه څه خطا ځني و نه سي. خداى  مو دي له خطا وساتي ( آمين) همدا سبب دى چې ډېرو عالمانو او د خداى  د لاري سالكانو له ډېري بېري اوله ډېره احتياطه په مكه شريفه كي اوسېدلو ته زړه نه دى ښه كړى. دا چې د مكې شريفي اوسېدل د امام ابو يوسف او امام محمد اونورو (رح) په نزد مستحب بلل سوي، په دې كي خو هيڅ ترديد نسته، ( رسول  ، ابوبكر صديق، بلال اونورو هلته د اوسېدو اود بگېرته د ورګرځېدو هيله كړې )، خو دا هغو كسانو ته دى چې په ځان ټينګ باور لري چې په مكه مكرمه كي خطا نه ځني صادريږي او د مكې حق ور ادا كولاى سي او صرف حسنات پكښي تر سره كوي. په دې صورت كي د دغسي نېكمرغو انسانانو هلته اوسېدل افضل د عباداتو دى او په دې ډول هلته اوسېدل په اجماع سره او بېله ترديده فوز عظيم باله سي.

18ـ د مكې مكرمې مواصلات
د سعودي عربستان مخابراتي شبكې خورا عصري دي. دغه هيواد د 1993 ع.كال د معلوماتو له مخي 1،46 ميليونه ټيليفونونه لري. په دغه هيواد كي كورنى ارتباط د مايكرو ويف راډيو ريلي،كاكسل كېبل ( Coaxial) او فايبرــ اوپټـيك كېبل ( Fiber-Optic Cable ) له لاري نيول كيږي. سعودي عربستان د بحرين، اردن،كويټ، قطر، امارتو، يمن او سوډان سره د مايكرو ويف راډيو ريلي، دكويټ او اردن سره دكاكسل كېبل او د جيبوتي، مصر او بحرين سره د اوبو لاندي كېبل (Submarine ) له لارې اړيكي لري.
دغه هيواد په آرام اود هند په سمندرونوكي د انتلسات ( 5 ) د عربسات ( يو ) او د هند په سمندركي د انمرسات ( يو ) د سټلايټ مځكني سټېشنونه لري.
د راديويي خپرونو مركزونه يې : 13-FM, 43 – AM دي او د راډيوګانو شمېره يې په كال 1993 ع.كي پنځه ميليونه وه. د ټلويزيوني خپرونو مركزونه يې په كال 1997 ع.كي
( 117 ) او د ټلويزيونو شمېره يې په كال 1993 ع. كي څلور نيم ميليونه وه. تردې عمومي
معلوما تو وروسته به په ځانګړې توګه د مكې مكرمې د مواصلا تو او دغسي نورو تاگْ سيسا تو په هكله په راتلونكو پا ڼوكي رڼا واچول سي.
19ـ د مكې مكرمې د پوسټ سيستم
د اسلام په تاريخ كي تر ټولو لومړى حضرت محمد  د نړۍ واكمنانو ته ليكونه ولېږل. بيا حضرت معاويه د پوسټ نظام جوړ كړ. په دغه پېركي له يوه ځايه بل ځاى ته د ليكونو د رسولو لپاره له غاترو، اسانو او خرو او كله ناكله له اوښانو څخه كار اخيستل كېدى چې پر تقريباً هر( 23 ) كيلو متره واټن به ځانګړى ځاى جوړ سوې وو، چې تردغه ځايه به د يوه څاروي په ذريعه او بيا به تر بله ځايه د بل څاروي په واسطه ليكونه لېږل كېدل. مثلاً د مكې پوسته چې به يې جدې ته وړل د يوه څاروي په واسطه به يې تر ( 23 )كيلو مترو مسافې پوري الشميس ( حديبيې ) ته رسول. بيا به د بل څاروي په واسطه ( 23 )كيلو متره نور وړل كېدل او بيا به بل وړل، ترڅو چې پر درو څارويو به يې تر جدې ورسول.
په ځينو ځانګړو مواردوكي به د ليكونو او پيغامونو د ژر رسولو لپاره د يو ډول ځانګړو روزل سووكَوٌتَروڅخه كار اخيستل كېدى. دغسي كوتري به ډېري چټكي الوتې، لكه چې په يوه ورځ به يې تقريباً ( 5040 )كيلو متره واټن واهه. د مكې او مدينې تر منځ ( 500 )كيلو متره واټن دى. دغو ښارونو ته به دغوكوترو په يوه ورځ لس واره ليكونه وړلاى سواى. د دې كوترو بيه به ډېره جګه وه چې يوه به د سرو زرو د اوو سوو اشرفيو څخه نيولې تر زرو اشرفيو پلورل كېده او د هغو د دوو هګيو بيه به شل اشرفۍ وې. دغه كوتري به د خاصو وګړو لخوا روزل كېدې او په ډېرو ښو او هوا دارو ځايو كي به ساتل كېدې.
اوس اوس كه څه هم نوو ساينسي ايجاداتو د دغوكوترو ارزښت له منځه وړى دى، خو بيا هم په ځينو لوېديزو هيوادوكي د لرغونو توكو په څېر ساتل كيږي.
په مكه مكرمه كي د پوسټ رسولو نظام په عثماني پېركي ډېر پرمختګ كړ ى وو. جدې ، طايف، مدينې منورې او ځينو نورو ښارو ته به هره ورځ پوسته لېږل كېده. چې دا دود تر 1347 س.كال پوري روان وو. وروسته بيا د پوستې لېږلو چاري د موټرانو او بيا د هيواد دننه او د باندي ته د الوتكو په ذريعه تر سره كېدې.
په نوي پېركي د پوستې او نورو مواصلاتي چارو نوى نظام " الاسعاف الخيري" رامنځته كړى دى. د مكې مكرمې د پخواني واكمن شريف حسين په دوركي پرلفافو د پوستي ټكټونو نښلول هم پيل سول. بيا په سعودي پېركي د مكې شريفي لويه پوسته خانه په " القشاشيه" محله كي جوړه سوه. په 1379س.كي يې هغه د جياد د سيمي عمارآ الاشراف ته ولېږدول ، بيا يې له دې ځايه په " سوق المعلا " كي يوې ستري ماڼۍ ته و لېږدول.
په كال 1385س.كي په مكه مكرمه كي پنځلس پوسته خانې په بېلو بېلو سيموكي رامنځته سوي وې چې ډېري مهمي يې په قشاشيه، جياد، مسفله، شبيكه او جرول كي وې. د حج په ورځوكي په مناكي هم پوسته خانه پرانيستل كيږي. اوس اوس د دغو پوسته خا نو شمېرنور هم زيات سوى دى.
20ـ په مكه مكرمه كي ټيليګرام او ټيليفون
په مكه مكرمه كي د ټيليګرام او ټيليفون آسانتيا د عثماني تركيې د واكمنۍ په پېركي رامنځته سوه. د شريف حسين په وختوكي په مكه مكرمه كي تقريباً ( 20 ) ټيليفونه د غټو دولتي چارواكو لپاره په كار لوېدلي وه . خو كله چې په 1343س.كي په حجاز كي سعودي حكومت ټينګ سو، د هيواد په هره برخه كي پرمختګ رامنځته سو، چې په دې لړكي په هره دولتي اداره كي ټيليفونونه هم په كار ولوېدل او تركال 1358س. پورې تقريباً ( 5000 ) پايې ټيليفونونه نصب سوي وه. اوس اوس د مكې په هركور او دكان كي ټيليفون سته. ډېرخلك ګرځنده ټيليفونونه هم د ځانو سره ګرځوى، او په ډېرو ځايوكي وګړني ټيليفون ځايونه هم په ډېرو عصري وسايلو سمبال په دې برخه كي خلكو ته آسانتياوي برابروي. د حج  د متبركو اماكنو په شاوخواكي هم د سكه اندازو ټيليفونونو پر مختللي شبكې په كار اچول سوي دي.
21ـ د مكې مكرمې راډيو او ټلويزيون
علامه محمد طاهركردي وايي: بايد اعتراف وسي او د تاريخ په پاڼوكي درج سي چې د
سعودي راډيويي خپرونو رامنځته كوونكى، ملك سعود دى. كله چې دى لا وليعهد وو په همدې نوي پېركي په دې خبره باندي په پوهېدو سره چې راډيو د حكومت ژبه او د خلكو د شعور د ويښولو او د هغو د ژوندانه د پرمختيا او د هغو د يوله بله اوبهرنۍ نړۍ سره د اړېكو د ټينګتيا ډېره ښه وسيله ده، نو د هغې د رامنځته كولو په فكركي سو.
د 1368س.كال په وروستيوكي چې د 1949ع.كال سره سمون خوري د عرفې د ورځي د سهارد رڼا په خپرېدو سره د لومړي ځل لپاره د مكې راډيويې خپروني پيل سوې او تر ټولو لومړي دا غږ ځني خپو رسو:
" هنا مكآ المكرمآ ... ايها المسلمون في مشارق الارض و مغاربها... سلام الله عليكم من الارض الطاهرآ ". يعني: " دا مكآ مكرمه ده ... اى د نړۍ د لراو بر مسلمانانو... له دې سپېڅلي مځكي څخه تاسوته سلامونه ليږو".
دغي راډيو لومړي د يوې ( 3 ) كيلوواټه لېږدونكي (مرسلې) په وسيله خپرونې كولي.
د 1374س.كال دكوچني اخترد مياشتي پر26 نېټه په مكه كي د " المديريآ العامآ للاذاعآ و الصحافآ و النشر" په نامه اداره رامنځته سوه . په 1375س. (1955ع.)كال كي د مكې له راډيوڅخه دنوي لس كيلو واټه مرسلې په واسطه خپروني پيل سوې او د دې ترڅنګ يې په سټډيوګانو كي هم سمون او پراختيا رامنځته سوه، چې په دې لړكي دجدې د پخوانۍ سټډيو پرځاى دوې نوي سټډيوګاني نصب سوې.
په كال 1377س. (1957ع.)كي د مكې راډيو ته يوه نوې پنځوس كيلو واټه مرسله په كار واچول سو ه او د دې سره سم د يوې بلي قوي ( 450 )كيلوواټه مرسلې د نصبولو لپاره كار پيل سو. چې همدا اوس د مكې مكرمې راډيو د ډېرو قوي او پرمختللو مرسلو له لارې نړۍ والي خپروني كوي.
وايي: كله چې په نړۍ كي راډيويي خپروني پيل سوې او خلكو په سعودي كي راډيو ګاني واخيستلې په هغود سندرو نيول په ډېره سختي سره منع وه. اوكه به چا له راډيو څخه سندري اورېدلې حكومت به تعقيباوه او راډيو به يې ور ماتول. خو بيا په دې هكله كراركرار نرمښت راغى، څو چې خبره اوسني حال ته راورسېده.
اما د ټلويزيون له لاري د لومړى ځل لپاره په كال 1378س. (1959ع.)كي په مصركي خپروني پيل سوې او په سعودي كي د 1385س.كال په لومړۍ خوركي په مكه مكرمه كي ټلويزيون لومړنۍ امتحاني خپروني وكړې، چې بيا په ټوله سعودي عربستان كي دغه خپروني عامي سوې.
په دې وروستيوكلونوكي د سعودي عربستان د ټلويزيون دوه چينله او د راډيو( 23 )
سټېشنه، د حج پرمهال د حج په اړه اسلامي معلوماتي خپروني كوي،ځيني يې د حج د مناسكو بهير په ټوله نړۍ كي خپروي او ( 12 ) راډيو سټېشنه په بېلو بېلو بهرنيو ژبو،له هغو څخه په پښتو او درى هم نړۍ والي خپروني كوي. دغه راز د سعودي ټلويزيون او راډيو د حج په مهال د اسلامي او عربي هيوادو ټلويزيونونو او راډيو ګانو ته هم خپل پروګرامونه لېږدوي.
22ـ په مكه مكرمه كي له موټرانوكاراخيستل
په كال 1340س.كي د لومړى ځل لپاره مكې مكرمې ته موټر ورغى. دغه موټر د هندوستان يوه مشر سوداګر د حجاز پخواني واكمن د مكې شريف حسين ته په سوغات كي وركړ. خو شريف حسين له هغه څخه ډېر لږ كار اخيستى، ځكه يو هغه د آس د سپرلۍ ډېر شوقي وو او بل دمكې شريفي تنګي او لوړي ژوري كوڅې د موټرچلولو ته نه وې جوړي.
په كال 1343س. كي چې ملك عبدالعزيز پرحجاز واكمن سو تر ټولو لومړى د حرمينو شريفينو سړكونه پراخه او پاخه جوړ سول.
په 1346س. كي مكې مكرمې، مدينې منورې او جدې ته له لوېديزو هيوادونو څخه د موټرانو د واردولو لپاره يوه كمپنۍ پرانيستل سوه چې دا چاري وروسته ډېري پراخي سوې.
تر 1348س.كال وروسته په مكه مكرمه كي د موټرانو استعمال ډېر زيات سو چې ورسره سم كال په كال د حاجيانو شمېره هم مخ پر زياتېدو سوه.
په 1373 س. كي چې ملك عبدالعزيز وفات سو په مكه كي د اوښ او آس نوم لا نه وو او د ښار پرسړكونو په هرلوري كي ګړندي ګاډي تر سترګوكېدل. اوس هلته داسي كور په مشكل پيدا كيږي چې موټر دي نه لري او د ډېرو شتمنوكورنيو هر غړى ځانته موټرلري.
په پاىكي دا هم بايد ووايو چې اېركنډيشنډ بسونه په كال 1398 س. كي په مكه مكرمه كي په كار ولوېدل.
23ـ د مكې مكرمې چاپ خوني
زموږ سپېڅلي كتاب قرآن كريم د لومړىځل لپاره په عربي تورو په كال 1113س.كي د آلمان په هامبورګ ښاركي چاپ سو، چې د دغه چاپ يو ټوك او س هم د مصرد قاهرې په
" دارالكتب العربيآ المصريه " كي خوندي دى. بيا په كال 1516ع.كي قرآن كريم د ايټاليې په بندقيه ښاركي چاپ سو. تردې مهاله په اسلامي هيوادونوكي مطبعې نه وې، ځكه نو قرآن كريم هلته چاپېدى.كله چې په عثماني تركيه كي د دريم سلطان احمد په وختوكي مطبعه په كار ولوېده. د تركيې شيخ الاسلام په هغې كي د نورو كتابونو د چاپولو د جواز فتوا وركړه خو د قرآن چاپول يې په هغې كي جايز و نه بلل. بيا عثماني دولت مطبعه بنده كړه. بيا چې لومړى سلطان عبدالحميد پاچا سو بيرته يې د مطبعې په كار اچولو ته اجازه وركړه. بيا د لومړى سلطان محمود په وختو كي هغې ته ډېره پاملرنه وسوه او لومړى كتاب چې د تركيې په آستانه كي چاپ سو " صحاح جوهري " وو، چې په كال 1295س. كي يې د چاپ چاري بشپړي سوې.
په كال 1271س.كي د تونس امير محمد پاشا باى هلته مطبعه په كار واچول. په كال 1698ع. كي په حلب كي مطبعه په كار ولوېده. د لبنان يوه ډېره پخوانۍ مطبعه " قزحيا " ده چې په 1733ع. كال كي تاسيس سوه او لومړى يې په سرياني او بيا يې په عربي تورو هم د چاپ كار ترسره كاوه. دغه رازد بيروت ډېره پخوانۍ مطبعه " الشوير" ده چې په 1733ع. كي يې د لومړىځل لپاره د داود  مزامير په چاپ كړه. د بيروت بله ډېره پخوانى مطبعه " القديس جاورجيوس " ده چې په كال 1753ع.كي په كار ولوېده. بيا په كال 1822ع.كي په مالټا كي د امريكې يوه مطبعه په كار ولوېده چې بيا په كال 1834ع.كي بيروت ته وليږدول سوه. په كال 1848ع.كي المطبعآ الكاثوليكيآ په بيروت كي تاسيس سوه چې لومړى يې په ډبرينو او بيايې په حروفي تورو مواد چاپول. چې دا ترټولو لويه مطبعه ده، كومه چې په عربي، انګريزي، يوناني، سرياني، عبراني او ارمنستاني ژبوكتابونه چاپوي. په مصركي د لومړى ځل لپاره په كال1798ع.كي ناپليون بوناپارت مطبعه نصب كړه. ناپليون كوم چې پرمصر يې يرغل كړي وو په دغه مطبعه كي خپل فرمانونه او اوامر په عربي ژبه چاپول. دغه مطبعه چې " المطبعآ الاهليه " ( ملي مطبعه ) نومېدل په قاهره كي تركال 1801ع. پوري له مصرڅخه د فرانسويا نو د وتلوتر مهاله وه. بيا تر( 20 ) شلوكالو په مصركي مطبوعاتي كار بندوو. څو چې محمد علي پاشا هلته واك ته ورسېدى، دغه مطبعه يې بيرته په كال 1821ع.كي فعاله كړه او په مطبعآ بولاق ونومول سوه. ځكه چې وروسته هغه په بولاق نومي ځاى كي نصب سوه او ترهرڅه لومړى يې په كال1822 ع.كي ايټالويى ـ عربي قاموس چاپ كړ. دغه مطبعه تر نوي كالو زياته فعاله وه. په عربي نړۍ كي دا ترټولو لويه مطبعه وه چې بيا په مطبعآ الاميريآ ونومول سوه. او تر اوسه ډېركتابونه په ډېر ښكلي قطع او صحافت چا پوي. پس له دې په مصر اونوره عربي نړۍ كي يو په بل پسې ډېري مطبعې راووتلې. د افغانستان لوى مفكرحضرت علامه سيد جمال الدين افغاني (رح) له هيواده وتلو ته ترمجبورېدو وروسته اميرشيرعلي خان ته د اصلاحاتو يو پروګرام پرېښود. چې هغه د دغه پروګرام د پلي كولو پربنسټ په كال 1287س. (1870ع.) كي د مصطفوي مطبعې په نامه يوه مطبعه د لومړى ځل لپاره افغانستان ته راوړل. چې بيا زموږ په هيواد كي د مطبوعاتوچاري ډېري ښې پرمخ ولاړې. مګرله بده مرغه اوس زموږ د هيواد طباعتي چاري په ډېرو ابتدائي
وسايلو ترسره كيږي او زياتره كتابونه مو په بهركي چاپيږي، خو مكې مكرمې ته ترموږ ډېر وروسته په كال 1303 س.كي د حجاز والي عثمان پاشا نوري د لومړى ځل لپاره يوه وړه مطبعه راوړه اوحرم شريف ته نژدې په جياد محله كي يې په كار واچول.  د عثمان نوري پاشا دغه مطبعه د مصر په مطبعآ الاميريآ پوري اړه درلوده او مطبعآ ام القرٰ ى يې ورته ويل، چې بيا په سعودي پېركي په نوو وسايلو سمبال سوه او په (مطبعآ الحكومآ) ونومول سوه.  بيا په كال 1327س. كي شيخ محمد ماجد كردي په خپله ځاني پانګه يوه مطبعه په الفلق محله كي په خپل كوركي د ( المطبعآ الماجدي ) په نامه ودرول چې زښت زيات كتابونه يې په طبع كړه. بيا په كال 1345س. كي شيخ محمد صالح نصيف په مكه مكرمه كي المطبعآ السلفيه په كار واچول چې بيايې خرڅه كړه . دغه رازد طبع و نشر لپاره عربي شركت په مكه مكرمه كي د المطبعآ العربيآ په نامه يوه مطبعه په كار واچول چې د ( صوت الحجاز ) جريده يې په چاپول،كومه چې بيا په ( جريدآ البلاد السعوديآ ) ونومول سوه. بيا په كال 1373س.كي ځينو كسانو د مطابع الندوه په نامه مطبعه په كار واچول. بيا استاد صالح محمد جمال يوه مجهزه مطبعه، بيا استاد احمد السباعي د ( مطبعآ قريش ) په نامه او بيا يې په كال 1368 س.كي د مكې مكرمې د قرآن مطبعه تاسيس كړه او بيا نوري ډېري مطبعې يو په بل پسې راووتلې، چې دادى اوس مكې مكرمې اوسعودي عربستان په ښكلو قرآنونو او ښوكتابونو چاپولو اوجلد جوړولوكي  نړۍ وال نوم ګټلى دى.
24ـ د مكې مكرمې اخبارونه او جرائد په عربي نړۍ كي لومړى عربي اخبار په كال 1799 ع.كي د مصر په قاهره كي د ( الحوادث اليوميه ) يعني ورځنۍ پېښي په نامه د ناپليون بوناپارت لخوا راووتى، بيا لومړنى اخبارچي په كال 1858 ع.كي په لبنان كي راووتى ( حديقآ الاخبار ) نومېدى. بيا په كال 1865 ع. كي په دمشق كي د ( سوريا ) په نامه اخبار راووتى. په كال 1869ع.كي په عراق كي د ( الزوراء ) په نامه جريده راووتل. په كال 1879ع.كي په يمن كي د ( صنعاء ) په نامه جريده راووتل او په 1904 ع.كي په فلسطين كي د ( النفير العثماني ) په نامه جريده راووتل.  په مكه مكرمه كي لومړۍ جريده د ( الحجاز ) په نامه په كال 1301 س. كي راووتل. دغه جريده چې په عربي او تركي ژبو يې علمي او ادبي ليكني خپرولې په اوونۍ كي يو ځل د عثماني دولت لخوا تر1334س.كال پوري خپرېدل اوكله چې په دغه كال د عثماني تركيې واك پر مكه پاى ته ورسېدى، د دغي جريدې خپرول هم پاى ته ورسېدل. دغه جريده په څلورو مخونوكي په اميريه مطبعه كي چاپېدل.  په كال 1327س.كي په جده كي د ( الصفا ) په نامه جريده په عربي ژبه را ووتل او تر يوې ګڼې خپرولو وروسته بنده سوه. دغه راز په همدغه كال په جده كي د ( الاصلاح ) په نامه جريده د راغب مصطفى توكل لخوا راووتل چې د ليكني چاري يې د يوه لبناني ورځپاڼه ليكونكي اديب هراوي په غاړه وې. دغه جريده هم څو مياشتي وروسته بنده سوه.  دغه شان په كال 1327س.كي په مكه مكرمه كي د ( شمس الحقيقآ ) په نامه ورځپاڼه په عربي او تركي ژبو د محمد توفيق مكي په مسوْول مديريت راووتل، چې مرستيال يې ابراهيم ادهم وو. دغه اخبارچي په مكه كي د يووالي او پرمختګ د ټولني خپرنيز ارګان وو هم څو مياشتي وروسته بند سو.  بله جريده په كال 1334س.كي د ( القبلآ ) په نامه په مكه كي راووتل چې دا هم د لاري په لومړي سركي ودرېده. په كال 1338س. كي د ( الفلاح ) په نامه جريده راووتل . دا جريده د مخه په سوريه كي خپرېده، خو كله چې فرانسويان سوريې ته ننوتل، د دغي جريدې خپروونكي عمرشاكر هغه په حجاز كي خپره كړه .
دغه راز په همدغه 1338س.كال كي د مكې د كرني د ښوونځي د زده كونكو لخوا د كرني يوه مياشتنۍ مجله راووتل چې د هغې خپروني هم پايښتي نه سوې. په كال 1343س. كي په جده كي د ( بريد الحجاز) په نامه اوونيزه جريده راووتل چې تر 52 ګڼو خپرېدو وروسته په همدغه كال بنده سوه. دا د شريف حسين د وختو وروستۍ جريده وه.  بيا د دغه 1343س.كال د لومړۍ خور پر 15 د ملك عبدالعزيز د پېر په لومړيوكي
د ( ام القرٰى ) د جريدې لومړۍ ګڼه راووتل. بيا په كال 1347س. كي د ( اصلاح ) په نامه ديني او اخلاقي مياشتنۍ مجله راووتل، خو په كال 1349س. كي بيرته بنده سوه. په كال 1350س. كي د ( صوت الحجاز ) په نامه جريده د شيخ محمد صالح نصيف لخوا راووتل چې بيا د دغي جريدې امتياز شركآ الطبع و النشر العربيآ ته ولېږدول سو او په اوونۍ كي يوځل، بيا دوه ځله راوتل. بيا د جګړې په كلونوكي دكاغذ د نشتوالي له امله بنده سوه. بيا په كال 1365س.كي د ( البلاد السعوديآ ) په نامه راووتل چې دا ځل په اوونۍ كي دوه ځلي او بيا درې ځلي خپرېده. بيا په كال 1373س.كي ورځپاڼه سوه. دغه اخبارد عربي صحافت او ثقافت حق ډېر ښه اداكړ،چې د هري تپۍ خلك يې لولي. په كال1355س.كي د ( المنهل ) په نامه مياشتنۍ ادبي مجله په مدينه منوره كي د استاد عبدالقدوس الانصاري لخوا خپره سوه. دغه مجله چې د علم او ادب په ارشوكي ښه وځلېده د 1365س.كال څخه په مكه مكرمه كي هم خپريږي. بيا د 1366 س.كال د خداى تعالى په مياشت كي د ( مجلآ الحج ) مياشتيزه راووتل چې لومړى مسوْول يې استاد هاشم زواوي وو او په كال 1370س.كي يې د تاريخ القويم موْلف علامه محمد طاهركردي مسوْول مدير سو. دغه مجله په عامه توګه اسلامي مسايل او په حج پورې اړوند مسايل څېړي.  په دې ډول په عامه توګه د سعودي او په ځانګړې توګه د مكې مكرمې د ډله ييزو اړيكو وسايلوكه دولتي دي،كه شخصي ډېره پرمختللې بڼه غوره كړې اود ژورناليستيكو اصولو سره سم پر عربي ژبه سربيره په نورو ژبوهم په زړه پوري خپروني كوي چې كميت او كيفيت يې لا هم ورځ تربلي مخ پر زياتېدو او ښه كېدو دى .
25ـ د مكې مكرمې عامه كتابتونونه
په مكه مكرمه او مدينه منوره كي له شپږمي لېږديزي ( هجري ) پېړۍ څخه كتابتونونه وه كوم چې د اسلام خلفا وو او امراوو به دحرمينو شريفينو د مدرسو د زده كوونكو لپاره كتابونه وركول. پيرغلام دستګيرنامي په خپل ( تاريخ مكه معظمه ) كي د مكې مكرمې دوه عامه كتابتونونه راښيي. چې يو يې د " سليمانيه " په نامه يادېدى كوم چې د باب السلام سره په در يبه نومي ځاى كي وو او عثماني پاچا سلطان عبدالمجيد خان تاسيس كړى وو. په دې كتابتون كي د بېلا بېلو موضوعاتو په هكله كتابونه راغونډ سوي اوله قسطنطنيې څخه هم ډېر ډول ډول كتابونه ورلېږل سوي وه. بل د حجاز د پخواني والي شرواني زاره محمد رشدي پاشا كتابتون ووكوم چې د مسجد الحرام په باب ام هانئ كي وو. په دې كتابتونونوكي ډېركتابونه په عربي او ځيني په فارسي، اردو، تركي او جاوي ژبو وه. پير غلام دستګيرنامي وايي : " له دغوكتابونو څخه ځيني غلا سول او ځيني سيلاب ضايع كړه". خو نه وايي چې كله او د چا لخوا غلا سول. اما دونه وايي چې دغه كتابتونونه د نجديانو ترپېرد مخه وه. او د سيلاب كال هم 417 يادوي چې دا هم تېروتنه ده .  علامه محمد طاهركردي هم د تاريخ القويم په دوهم ټوك كي وايي چې په مكه مكرمه كي د وه كتابتونونه سته چې يو يې د ( مكي حرم ) كتابتون دى كوم چې څو پېړۍ پخوا د عثماني تركانو يوه واكمن تاسيس كړى وو. او لومړى ځاى يې د زمزم د څا د پاسه وو. كله چې تركي دولت د مسجد الحرام ودانۍ له سره جوړه كړه دغه كتابتون يې د مسجد الحرام دننه، په باب الدريبه كي په يوه خاص ځاى كي ځاى پرځاى كړ. بيا كله چې سعودي حكومت په كال 1375س.كي د مسجد الحرام په پراختيا ګوتي پوري كړې او باب الدريبه يې ونړول دغه كتابتون يې د باب السلام په خوا كي ځاى پرځاىكړ او دغه ځاى له پخواني ځايه ترسلو مترو زيات ليري نه دى.  له پورته خبرو څخه څرګنديږي چې دغه كتابتون هماغه سليمانيه كتابتون دى.  بل كتابتون علامه كردي د مكې مكرمې د كتابتون په نامه راښيي كوم چې اوس د غزې په  بازاركي د رسول د زېږېدني په ځاى كي ځاى پرځاى سوى دى. د رسول  د زېږېدو ځاى په كال 1370س.كي د مكې د پخواني ښاروال شيخ عباس قطان او د هغه د زوى لخوا له سره جوړ سو. دغه ښاروال وصيت كړى وو چې په دغه ځاى كي دي يو ستركتابتون پرانيستل سي.  علامه كردي وايي چې دغه كتابتون د څوكالو راپه دې خوا تاسيس سوى دى. ښايي د دې كتابتون يو څه كتابونه د هماغه شرواني زاده د كتابتون وي او له هماغه پخواني ځايه لېږدول سوى او درسول د زېږېدو په محل كي اوډل سوى وي او ځيني نوركتابونه هم پر  زيات سوي وي. دغه رازعلامه كردي د تاريخ القويم په څلورم ټوك كي ليكي :" د حرم د ځانګړي كتابتون د جوړولو په اړه د واكمنو لخوا امر سوى دى. ( نېټه يې نه ده ښوولې ) . د دغه كتابتون لپاره چې د مكې مكرمې كتابتون به نوميږي د مسجد الحرام د باب الملك عبدالعزيز د مخامخ ميدانۍ په سركي، مناسب ځاى ټاكل سوى دى. پردغه ځاى باندي چې كوم زاړه كورونه وه د هغو له څښتنانوڅخه په نه ميليونه رياله رانيول سول او د كتابتون د ودانۍ كار به د شپږو ميليونو ريالو په لګښت بشپړ سي". په 1423س.كال كي په رياض كي د تاريخ مكآ المكرمآ په نامه د عالمانو د يوې ډلي لخوا په يوه نوي خپاره سوي كتاب كي د
" مكتبآ مكآ " په نامه يوكوچنى كتابتون ښوول سوى چې حرم ته نژدې واقع دى اونادري خطي نسخې او ډېر ښه كتابونه پكښي سته. دغه راز د مكې مكرمې په " حي الزاهر" كي د پوهني د ادارې اړوند عامه كتابتون، په " حي العوالي " كي د " مكتبآ جامع الفرقان " په نامه اود " ام القرى " د پوهنتون اړوند كتابتون هم سته.
26ـ ښوونه او روزنه او د مكې
د زده كړو منځي په نړۍ كي هر ولس كه هرڅونه بې ځواكه او جاهل هم وي بيا هم د پوهني د ښووني لپاره بېل اوځانګړي ځايونه لري. خو دغه ځايونه د يوه ولس د ښووني د قابليت د فطري استعداد له مخي په ځينو كي لږ وي او په ځينو كي ډېر. په مكه مكرمه كي تر اسلام د مخه لا د هغه مهال د شرايطو سره سم ښوونځي وه. وايي چې د رسول الله د مېرمني بي بي خديجې د اكا زوى ورقه بن نوفل په عبراني ژبه ليكل كول. او د  انجيل آيتونه يې هم ليكل چې له دې څرګنديږي چې هلته د هغه په وړوكوالي كي د ليك لوست منځي ( مركزونه ) وه. د مكې مكرمې په اسلامي پېركي رسول  لومړنى ښوونكى وو. هغه به خلكو ته د قرآن كريم تلاوت او تفسيركاوه او د اسلام مبارك دين به يې ورته روښانه كاوه.  رسول  به دغه چاري په جومات او له جومات څخه بهر ترسره كولې؛ لكه چې خلكو به پوښتني ځني كولې او ده به جوابونه ورته ويل. وروسته دغه چاري راشده خلفاوو، اصحابو، تابعينو او علماوو او فقهاوو ترسره كولې. ښوونكى به د جومات په يوه خوا كي ناست وو، خلك به پرراګرځېدلې وه. او د پوښتنو له لاري به يې پوهه ځني ترلاسه كول. عالم به اړنه وو چې د يوې ټاكلي موضوع په هكله ښوونه وكړي؛ بلكې هغه به خلكو ته نصيحت كاوه او د علم او پوهي په بېلو بېلو برخو كي لكه د شعر، نحوي، لغت، تفسير، حديث او فقهي او نورو په هكله به يې د هغو پوښتنو ته جوابونه ويل چې په دې ډول پوهني او د هغې ښووني په سيخه توګه د اسلامي ټولني سره اړيكي لرلې. د هغو د اړتياوو سره د مستقيم تماس په لرلو سره به يې هغو ته خدمت كاوه او د هغو غوښتنو ته به يې جواب وايه. چې هم ښوونه او هم ښوونكي او هم زده كوونكي آزاد وه. او د آزادۍ په فضا كي به يې علم او پوهه ترلاسه كول او دولت به هيڅ مداخله نه پكښي كول. ځكه چې نه ښوونكي د دولت لخوا دې چاري ته ګومارل سوي وه او نه يې كوم معاش وركاوه. چې دا د اسلام تر راڅرګندېدو وروسته په لومړيو وختونو كي د علم او پوهي د غوړېدو، خپرېدو او تنوع ډېر با ارزښته عوامل جوت سول.  بيا څنګه چې د دغسي تعليم او تعلم چارو پراختيا وموندل، نو بېل ځايونه ورته وټاكل سول . دغه ځايونه به يې مدرسې بللې، چې ځيني به د جومات ترڅنګ او ځيني به بيلې وې.  د دې ترڅنګ د ماشومانو د ښووني او روزني لپاره هم بېل ځايونه جوړ سول چې ( كتاتيب ) به يې ورته ويل. په تاريخ القويم كي وايي چې د مكې مكرمې خلكو د مكې مكرمې او نورو عربو د لومړنيو زده كړو منځو ( مركزونو ) ته لومړى کتاب يا مكتب ( ښوونځى ) ويل. بيا يې د مهالونو په تېرېدو سره، چې مدنيت څه ډېرخپور سو دغو منځو ته مدرسه وويل، چې د درس او تدريس د ځاى معنا وركوي. او كټ مټ هماغه مكتب او ښوونځى باله سي.  اوس عرب د لومړنيو زده كړو منځو ته د كُتاب، مكتب او مدرسې درې سره نومونه كاروي او هسې نه ده لكه موږ چې مدرسه يوازې د ديني علومو د ښووني ځاى ته وايو. دغسې عرب د لوړو زده كړو منځو ته " كليآ " ( پوهنځى ) او " معهد " ( انسټيټيوت ) وايي او پوهنتون ته " جامعآ " وايي. د علم او پوهي د خپرېدو ډېرلرغوني منځي مكه او مدينه بلل سوي دي؛ لكه چې دغه دوه ښارونه د تفسير، حديث، فقهي او تاريخ پرعلومو سربېره د شعر، ادب او نورو هنرونو په برخه كي هم ډېر مشهور وه. وايي كله چې حضرت محمد  مدينې مورې ته ورغى هلته د ماسكه نومي ځاى يوه يهودي كوچنيانو ته ليكل ورښوول. پردې سربېره هلته څه باندي لس تنه داسي كسان وه چې
په ليك لوست پوهېدل چې له هغو څخه يو زيد بن ثابت ووكوم چې په عربي او عبراني ژبو يې ليكني كولې او بيا د رسول د ليكونكو د ډلې غړي سو. دغه راز د مدينې منورې د اوس، خزرج او ثقيف قبايل هم په ليك لوست پېژندوى (مشهور) وه.
تاريخونه راوړي چې رسول عبدالله بن سعيد بن العاص ته امر وكړچي خلكو ته په مدينه منوره كي ليك لوست زده كړي او وايي چې دغه صحابي ډېر ښه ليكونكى وو.
له دې څرګنديږي چې ترمكې مكرمې په مدينه منوره كي ليك لوست ډېر خپور سوى وو. په اسلامي پېركي مسلمانانو په مدينه منوره كي د ليك لوست چارو ته زيات پام اړاوه. وايي كله چې د بدر په غزا كي مسلمانانو يوه ډله قريش اسيركړل. د هغو نالوستي يې په فديه وركولو خوشي كړه،خو د لوستو فديه يې دا وټاكل چې هرلوستى دي د مدينې لسو تنو كوچنيانو ته ليك لوست وښيي. ابن ثعلبه وايي چې د رسول څخه مې وغوښتل چې يوچا ته سپارښتنه وكړه چې ليك لوست را زده كړي. نو هغه مبارك په دې هكله ابي عبيده بن الجراح ته سپارښتنه وكړه او ما ته يې وويل چې داسي سړي ته مې وسپارلې چې تعليم او ادب ښه در زده كړي.
په تاريخ القويم كي وايي لومړى سړى چې كوچنيان يې په ښوونځيوكي د زده كړي لپاره راغونډ كړه حضرت عمر  وو. هغه د هغو ښوونكى، عامر بن عبدالله الخزاغي وټاكي او لګښت يې له بيت المال څخه ورته مقرر كړ.
داسي ښكاري چې د اسلام د مشرانو سره هماغه وخت لا د نا پوهو او نالوستو خلكو په پوهنه اود ليك لوست په ګېڼه د سمبالولو غم وو. خو د هغو له دې څخه ښه نه راتله. وايي چې
حضرت عمر د يوه اعرابي سره مخامخ سو او ورته ويې ويل چې څه لوستلاى سي؟
هغه ورته وويل : هو. نو حضرت عمر ورته وويل چې ام القرآن ووايه. ( د ام القرآن معنا ده د قرآن مور خو په اصطلاح كي د فاتحې [ الحمد لله ] سورې ته وايي ). اعرابي ورته وويل: قسم دى كه مې له لوڼو څخه لا څه زده دي ته يې د مور خبره را ته كوې. نوحضرت عمر په دره وواهه او مكتب ته يې واچاوه چې څه ليك لوست زده كړي. هغه ترڅه مهاله هلته واوسېدى او بيا ځني وتښتېدى. كله چې خپل كلي كور ته ورسېدى دا شعر يې ووايه :
اتيـت مهـــاجرين فعلموني ثلاثآ اســــطرمـتتابعــات
كـتاب الله فـي رق صـحيح و آيات الـقرآن مفصـــلات
وخطوا لي اباجاد و قـــالوا تعلـــم سعفصاً و قريشــا ت
و مــا انا والــكتابآ والتهجي و ما خط البنين مع البنات
يعني له مكې راغلو مهاجرو ته ورغلم، هغو درې پرله پسې كرښي راوښوولې، يو د خداى كتاب په ښه او درسته باريكي سره، بل د قرآن مفصل آيتونه او بل يې ماته د ابجد توري وكښل او راته ويې ويل چې" سعفص" او " قرشت " زده كړه. او زه وګوره او ليك اولوست اوحروف تهجي ؟ او زه وګوره او دكوچنيو هلكانو او نجونو غوندي ليك زده كول؟ !
په هر صورت وروسته اسلام په دې برخه كي ستر او له وياړه ډك برياليتوبونه تر لاسه كړه او د اسلام په رڼا كي علوم او فنون هره خوا خپاره سول. هره خوا لويي او وړې مدرسې ډېري سوې او ستر عالمان او شخصيتونه يې وروزل.
په دې لړكي مسجد الحرام د دې ترڅنګ چې د مسلمانانو سترعبادت ځى وو. د هغو د اولادونو ډېر ښه ښوونځى او د اسلامي علومو د زده كړي معتبر پوهنتون هم وو. په دې ستر عبادتځي او پوهنتون كي به ديني او عربي علوم لكه تفسير، حديث او د څلورو مذهبونو فقه، بديع او بيان، صرف او نحو او نور، د سترو اوجامعو پوهانو او عالمانو لخوا تدريسېدل او د تاريخ په اوږدوكي يې اسلامي ټولني ته ډېر ستر او نوميالي عالمان وړاندي كړي دي.
پرمسجد الحرام سربېره په مكه مكرمه كي نوري مدرسې هم وې لكه د يمن د واكمن الملك الافضل عباس بن الملك المجاهد مدرسه چې په كال 770 س. كي يې په مكه مكرمه كي د امام شافعي د مذهب د فقهاوو لپاره جوړه كړه. يا لكه د ( دارالعجله ) مدرسه چې د دغه كال په شاو خوا كي د حنفي مذهب د فقهاوو لپاره جوړه سوه. يا د بنګال د واكمن
غياث الدين اعظم شاه مدرسه چې په كال 813س. كي د اسلام د څلورو مذهبونو د فقهاوو د تدريس لپاره تاسيس سوه او داسي نوري ډېري مدرسې چې د ټولو يادول دلته امكان نه لري.
خو داسي ښكاري چې د عثماني تركانو د واك په وروستيوكي د 1300س.كال په د مخه وختونوكي په مكه او نورو ځايونوكي د تعليم او تعلم چاري ډېري بابيزي سوي وې. اما د دې سره سره هم دغه مهال لاندي مدرسې په مكه مكرمه كي موجودي وې:
1_ رشديه مدرسه چې لومړى مسجد الحرام ته نژدې په اجيادو كي وه او بيا يې د المعلا خواته ولېږدول. دغه مدرسه بيا په " المدرسآ السعوديآ " ونومول سوه. بيا په كال 1375س.كي د هغې پرځاى " رحمانيه ثانوي مدرسه" رامنځته سوه.
2_ مدرسآ برهان اتحاد.
3_ مدرسآ الفخريآ العثمانيه.
4_ مدرسآ الخيريآكومه چې د 1315س. په شاو خوا كي د مكې يوه اوسېدونكي شيخ محمد بن حسين الخياط تاسيس كړې وه. د دغي مدرسې نوم د شريف حسين په وختو كي په
" مدرسآ الراقيه " واوښتى.
5_ مدرسآ الزراعيآكومه چې شريف حسين تاسيس كړه او استادان يې له بيروت څخه ورته راوغوښتل . ( دغه څلور مدرسې اوس نسته ).
تر1300 س. كال په وروسته موده كي په مكه مكرمه كي د قرآن كريم د زده كړي او حفظ، د ليك لوست د زده كړي او د املاء او حساب د مباديو د زده كړي لپاره ځيني نور لومړني ښوونځي هم پرانيستل سول. خود دې سره سره ډېرو خلكو د جهل او نا پوهى په تور تم كي د بي وزلۍ شپې سبا كولې او لږخلك د علم او پوهي له نعمت څخه برخمن وه. چې په عربي او تركي ژبو يې ليك لوست كاوه او زياتره دولتي چارواكي ، سوداګر او د مكې اشراف وه. اما په سعودي پيركي كله چې په نوره نړۍ كي د علم او پوهي رڼا هره خوا خپره سوه او نوي علمي او مدني پرمختګونه رامنځته سول د 1355س. كال را په دې خوا په سعودي عربستان كي علم هره خوا خپور سو. ښوونځي او پوهنتونونه ډېرسول. په عصري وسايلو سمبال سول. په ښوونيز او تحصيلي نظام كي سمون رامنځته سو. د تعليم او تدريس په چارو كي ډېر په زړه پوري پرمختګونه وسول. له سعودي عربستان څخه بهرته د لوړو زده كړو لپاره د زده كونكو لېږل عملي سول او په ټولو دولتي او ولسي تعليمي منځوكي د انګريزي، فرانسوي او نورو ژبو ښوول عام سول. د دې سره جوخت د سعودي هيواد په نورو ټولنيزو او فرهنګي برخوكي په زړه پوري بدلونونه رامنځته سول، چې د دې پرمختيا وو په رڼا كي د تاريخ القويم او نورو په مطالعه په دې وختوكي يوازي په مكه مكرمه كي پر ولسي مدرسو سربېره ( 51 ) لومړني ښوونځي، اووه منځني، دوه ثانوي ښوونځي، درې انسټيټوټه او د جامعآ ام القرى په نامه سترپوهنتون سته چې دا شمېره اوس نوره هم زياته سوې ده او په بېلو بېلو علمي ساحوكي شاګردان روزي.