زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
لومړنى ماشوم

د سهار لومړنۍ شېبې وې، چې د لومړي ځل لپاره د مريمې د ملا درد په زياتېدو شو، دا عجيبه برېښ او درد و، چې ناڅاپه يې د هغې پر ملا منګولې ښخې كړې، هغه په پيل كې پرې ونه پوهېده، خو اخر وپوهېده، چې مياشت يې پوره شوې ده او اوس يې وخت دى.
يوځل بيا د كور د كارونو په خاطر له ځايه اوچته شوه، ژوند ورته اسانه نه و، ارام كول هم ورته بې مانا ښكارېدل. هغه پوهېدله چې د خاوند كورنۍ يې له لومړۍ ورځې ورڅخه كركه لري. په ياد يې وو، چې د هغوى له لاسه څومره ځورېدلې او څه خبرې يې اورېدلې دي.
هغې هېڅكله هم دومره ستونزمن ژوند نه و ليدلى. د هغوى په خپل كلي كې وسايل دومره لږ نه وو، ژوند هم ښه و، خو دلته رښتيا هم چې ژوند ګردسره يو مصيبت و. دلته دومره كارونه زيات وو، چې كله- كله به د هغې حوصله ختمه شوه، كه څه هم ظريف اندام، ځوان او تود زړه يې درلود، تكل يې كړى و، چې د خپلې خور او نورو اندرندو په څېر خواري وګالي. كه څه هم هغوى تر مريمې ډېرې قوي وې.
په ډېرو ستونزو له ځايه اوچته شوه، غوښتل يې چې د غواګانو او مېږو شيدې ولوشي. نن ورته دا كار ستونزمن ښكارېده، ځكه دردونو كمزورې كړې وه، كله چې يې خاوند كروندو ته روانېده، نو له هغې څخه يې وپوښتل:
"ولې؟ څه درباندې شوي، ناروغه يې؟"
هغې په ځواب كې ويلي وو:
"روغه يمه".
مريمه په دې مينه دومره خوشحاله شوه، چې په بدن كې يې يوه نوې قوه وزېږېده او پرځان يې وياړ وكړ، چې څومره نېكمرغه او څنګه زړه سواندى مېره لري.
د مريمې خاوند، د خپلو وروڼو په پرتله خپلې مېرمنې ته زيات پام كاوه، مريمې له ځان سره وويل:
"خداى راڅخه راضي دى، زه به هم د خپل خاوند ماشوم له شورماشور پرته دنيا ته راوړم".
كله چې يې د شيدو لپاره غوجلې ته لوښي وړل، پر نري مخ يې د خولو نرمه څپه پرته وه. خواښې يې نارې كړې:
"ژر شه! موږ ټوله ورځ شيدو ته انتظار نه شو كولاى. لا زيات كارونه پاته دي، هلته يو خروار مستې هم پرتې دي، چې بايد وشاربل شي. كه داسې ځنډ وكړې، موږ يې دا ځل بازار ته نه شو لېږلاى".
مريمې ځواب ورنه كړ او د شيدو لوښي يې په پخلنځي كې كښېښوول، يوه كونج ته لاړه او يوه اوږده ساه يې واخيسته. سر يې وار په وار ګنګسېده. دردونه يې هم مخ په زياتېدو وو، هغې فكر كاوه، چې بايد نور ځان خپلې خواښې ته وسپاري. خو بيا يې فكر وكړ، چې كېدى شي دا د زېږون دردونه وي. دا نورې مېرمنې به ورباندې وخاندي. خداى ته يې دعا وكړه، چې حوصله وركړي، په خپلو كارونو پسې لاړه.
د كار پر وخت يې ذهن ته عجيبه خيالونه راتلل:
"كه د زېږون پر وخت ومرمه؟ خاوند به مې څومره راپسې خپه شي، يا كېدى شي خوشحاله شي، چې ژر د خپلې مېرمنې له شر څخه خلاص شو.
موسكۍ شوه او ويې ويل:
"نه داسې نه ده، زه پوهېږم چې خاوند مې زياته مينه راسره لري. دا يې ښه ثبوت دى، چې هر وخت به بازار ته ته، نو ما ته به يې يوه ګېډۍ ګلونه هم راوړل. دى لومړنى كس دى، چې كور ته راځي، په داسې حال كې چې وروڼه به يې دباندې ناست وو او چاى به يې څښلې.
هغه ورځ چې خواښې راسره جنجال وكړ، او ښكنځل يې كول، هغه راغى او زما لاسونه يې ونيول، ويې ويل:
(مريمې! ته غم مه كوه، زه درسره مينه لرم، درڅخه خوښ يم، ځكه چې داسې نازنينه مېرمن لرم)".
دا خيالونه د دې لامل شول، چې هغه تر پخوا لا زيات له خپل خاوند سره مينه ولري. داسې يې وانګېرل، چې له مينې څخه په يوه ډكه نړۍ كې الوزي. خوشحاله شوه، چې په ګېډه كې ماشوم لري.
"دغه ماشوم به هلك وي، كه نجلۍ؟ اى خدايه! كه هلك وي، څومره وياړ به راوبخښي، څومره لويه بريا ده! تر اوسه د دې كور يوې ناوې هم هلك نه دى زېږولى".
د هغې خسر او خواښې به تل د خپل بد قمست له كبله سر ټكاوه. اى خدايه! زما ځان واخله خو زوى راكړه! كېدى شي په دې توګه هغوى راڅخه خوشحاله شي.
خواښې يې چغې كړې:
"مريمې! مريمې! چېرې يې؟ بېكارې ښځې! خيال كوې چې په نړۍ كې يوازې ته اميندواره يې؟ مريمې!..."
وار په وار يې غږ اوچتېده.
مريمه د خيالونو له څپو څخه رابهر شوه او د خپلې خواښې پر لوري رهي شوه. خواښې يې پوزه كش كړه او زياته يې كړه:
"ژر شه! ولې داسې ارامه ناسته يې؟ دا ډوډۍ ځمكو ته يوسه... ته او خداى ژر شه..."
مريمه په چورتونو كې لاهو وه، ځكه نن دردونو اجازه نه وركوله، چې كروندې ته لاړه شي، بله دا چې كرونده هم زياته ليرې وه. غوښتل يې چې خپل عذر ووايي، خو مشرې ناوې زياته كړه:
"موږ به څومره خوارۍ ګاللې، اوس هم دا دي غنم اوړه كوو، غړكې شاربو او دا نور كارونه... ته يوازې دا ډوډۍ ځمكو ته نه شې وړلاى؟ موږ ته وګوره، موږ هم اولادونه زېږولي دي!"
مريمې غاښونه وچيچل او ملا يې سيده كړه، د ډوډۍ غوټه يې راواخيسته او رهي شوه. كله چې كروندې ته ورسېده، تر يوې ونې لاندې كښېناسته، خاوند او نورو كسانو به تر ونې لاندې ډوډۍ خوړله. هغې دسترخوان خپراوه، چې خسر يې راغى.
"تا بيا ځنډ وكړ، موږ له لوږې مړه شوو".
سپين ږيري لاسونه ومينځل، په لوړ غږ يې بسم الله وويله او په خوړلو يې پيل وكړ. نور كسان هم يو- يو راغلل او ګډ دسترخوان ته كښېناستل. مريم هم ورته ډوډۍ راايستله.
خاوند يې څو وارې وروكتل. خو د خپل پلار په وړاندې يې هېڅ هم ورته ونه ويل. كله چې يې ډوډۍ وخوړله او لاسونه يې ومينځل، ټول بېرته خپلو كارونو ته لاړل. خو د مريمې خاوند تم شو. ويې پوښتل:
"مريمې! كومه ناروغي لرې، ولې څه نه وايې؟".
مريمې ځواب ورنه كړ. د درد له كبله يې ټول بدن په لړزېدو شو، خو هغه يې په نرمۍ سره لاسونه ونيول او ويې پوښتل:
"مريمې! مريمې! څه درباندې شوي؟".
مريمې د زياتې مينې له كبله ځان كابو نه شو كړاى، ويې ژړل او په سختۍ سره يې وويل:
"وېرېږم، وخت مې رانژدې شوى دى".
خو خاوند يې په غوسې سره زياته كړه:
"ولې په كور كې پاتې نه شوې؟ دومره ليرې به نه راتلاى".
درد، مريمې ته نور وخت نه وركاوه، چې څه ووايي، خو خاوند يې په ټيټ غږ سره وويل:
"زه دې كور ته بيايم".
دواړه روان شول. خو دا ځل داسې درد پرې راغى، چې پښې يې ورولړزولې، هغې نور نه شواى كړاى، چې ګام واخلي. ويې ويل:
"يوازې مې پرېږده، نور نه شم كولاى ګام واخلم".
خاوند يې وويل:
"راشه دلته ارام وكړه، زه به مې مور راولم".
په منډه كور ته راستون شو، چې خپله مور راولي.
مريمه تر يوې ونې لاندې ارامه وغزېده. ټول بدن يې درد كاوه، داسې درد، چې په ټول ژوند كې يې نه و ليدلى. شونډې يې په غاښونو چيچلې وې، چې وينې ترې بهېدلې. كله به چې پرې د درد څپه راتله، نو پر لاندېنۍ شونډه به يې غاښونه كښېكاږل. په دې توګه به يې هڅه كوله، چې خپل دردونه كم كړي. نور نو په څه نه پوهېده، ښايي بېسده شوې به وه.
خو، نه پوهېده، چې څومره وخت ويده شوې وه. كله چې راويښه شوه، د خپلې خواښې غږ يې واورېد، چې څنګ ته يې ولاړه وه. د لومړي ځل لپاره د هغې غږ له مهربانۍ ډك و، چې ډاډ يې وركاوه. ويې ويل:
"حوصله وكړه، لورې، حوصله".
مريمې خپلې سترګې بندې كړې او خداى نوره له دردونو او ځور څخه وژغوله. د يوه ماشوم د ژړا نري غږ په سد كړه. څومره ګلالى غږ و! سترګې يې پرانيستلې، ويې ليدل چې خواښې يې ماشوم نازوي. په موسكا سره يې وويل:
"زما ګلالۍ ناوې! مبارك دې شه!"
مريمې، د زياتې خوشحالۍ له كبله خپل ټول دردونه هېر كړل. ټولې اوښكې او خطرونه يې له ځانه وشړل او په دې چورتونو كې لاهو شوه، چې كه هلك مې نه و زېږولاى، ايا خواښې به مې لا څخه خوشحاله وه؟ له سترګو څخه يې د خوښۍ اوښكې روانې شوې.
خاوند يې راغى او ويې پوښتل:
"مريمه چېرې ده؟"
مور يې وويل:
"هلك دى!"
د دې خبر په اورېدو سره د هغه اننګي سره شول، پرته له دې چې هڅه وكړي ماشوم وګوري، كروندې ته يې منډه كړه، چې پر خپل پلار او وروڼو زېرى وكړي.

د ژباړې نېټه:1382/سلواغه/4 - ل كال
خيرخانه مېنه، كابل