زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
ويكتور هوګو:

خواران

يوه توره توپاني شپه وه. د رود ترڅنګ په زاړه او ځانته كور كې، چې منځ يې لږ څه تت ښكارېده، يوه خوا د كبنيونې جال پر دېواله راځوړند و، بل خوا پر كټ پنځه ماشومان تر بړستنې (تلتك) لاندې ويده وو. د منقل سره او رېږدېدونكې رڼا پر چت خپره وه. د ماشومانو مور چې د كبنيوونكي مېرمن وه، خپل سر د ماشومانو پر كټ ايښى و. ورو يې دعا كوله، خواشينوونكو خيالونو او وېروونكو فكرونو ورڅخه ارامي اخيستې وه. هغه يوازې وه او په ډېر ځراكت سره يې د بهر شر و ځوږ ته غوږ نيولى و. وېرې او وحشت يې اروا ځوروله او زړه يې رېږدېده. د كور تر شا قهرجن رود غړمبېده. توپان ټول څيزونه په خپلو منګولو كې مروړل. ځان يې په سپينو ځګونو له پوښل شويو څپو سره پر ساحل واهه. د رود له ځوږ او د توپان له چغې څخه غمجنتوب او ژړا احساسېده. د دې كور خاوند يو كبنيوونكى و، چې هغه مازيګر هم د ښكار لپاره د سمندر غاړې ته تللى و او تر اوسه بېرته راګرځېدلى نه و. ډېر مهال كېده، چې له توپان سره لاس و ګرېوان و او له څپو سره يې ډغرې وهلې. هغه له ماشومتوبه اړ شوى و، چې د ژوند هر فرمان ته غاړه كښېږدي او د كبنيونې خطرناكې دندې ته دوام وركړي. له هغو شپو څخه ډېر وختونه تېر شول. دى هم له دې وحشتناك او له اخ و ډبه ډك ژوند سره عادت شو. په توپاني او باراني هوا كې كه كنګل به هم و، د سيند غاړې ته يې ځان رساوه. ته وا مرګ ورته يوه ډېره عادي پېښه ښكاري او هېڅ څيز هم ورته ارزښت نه لري. له ځانه سره يې وويل:
"زما ماشومان ډوډۍ غواړي، زه بايد له توپانه ونه وېرېږم. بايد لاړ شم، له توپان او خروښنده څپو سره وجنګېږم".
له همدغو سوچونو سره به په بېړۍ كې كښېناست. په ناپايه سمندر او توپانونو كې به ورګډېده، دا څومره زړورتيا غواړي، چې انسان وكولاى شي ځان د سمندر په څپو كې ورګډ كړي او ورسره شخړه وكړي. دا څومره ستونزمنه ده، چې څوك دې له توپان او څپاند سمندر سره ډغره ووهي. د دې كار لپاره ډېره تجربه په كار ده، بايد ځواكمن مټ ولرو. د توپان پر مهال ځينې د ښامار غوندې څپې د بېړۍ له څنډو څخه ولاړېږي. دا به د باد وېره وي، چې څپې چغې وهي او سپين ځګونه رابرسېره كوي.
د كبنيوونكي مېرمن "ژاني" لا ويده شوې نه وه. كه څه هم خوب ورته، خو نه يې شول كولاى، هغه په اندېښنو او دردونو كې راښكېله وه او ارام ته يې نه پرېښوده. د توپاني شپې چغې او ځوږونه يې اورېدل او دېته يې اړ ايستله، چې ان واړه غږ ته هم غوږ ونيسي. كله به يې د سمندري مرغانو وچ او وېروونكى غږ تر غوږ شو او د هغې په نظر كې به يې خاوند انځور كړ، چې پر خپله بېړۍ ناست او د سمندر په خروښنده څپو كې به كښته پورته خوځي. "ژاني" خپل سر د ماشومانو پر كټ تكيه كړ او په ژره خواشينۍ كې ډوبه شوه.
له ځانه سره يې سوچ كاوه، چې له نېستۍ او فقر سره ژوند څومره ګران دى. له مفلسۍ سره يو كېدل ناشونى كار دى. موږ د دغو ستونزو پر زغملو سربېره ايله دومره توانېدلي يو، چې د جو ډوډۍ وخورو. د كور د ټولو غړو پښې لوڅې دي. بايد ټول ژوند له محروميت او ماتې سره تېر كړي. له نېستۍ سره مبارزه وكړي، خو ولې او د څه لپاره؟
د توپان له ډېرېدو سره جوخت سمندر هم غړمبېده. هره ګړۍ به څپې د غره په شان پر ساحل اوښتې او ړنګېدې به. كله- كله په پر سمندر كوم ستورى د پښ له كورې څخه په لوګيو كې د الوتي بڅري غوندې ځلېده او پناه كېده.
شپه نيمايي ته ورسېده، پر دې مهال به خامخا نېكمرغه او شتمن خلك په خوښۍ سره په عيش او نوش، نڅا او پايكوبونو بوخت وو. خو د كبنيوونكي څه حال و؟ هغه خوار په الوتې څېره د څرمنې بالاپوښ پر ځان تاو كړى او په ناپايه تيارو كې د خپل برخليك په انتظار كې پر بېړۍ ناست او پرمخ روان دى. خو ساحل نه ښكارېده. د هغه د بدمرغې مېرمن (ژاني) په نظر كې وېروونكي انځورونه او منظرې يو په بلې پسې ژوندۍ كېدې. زړه يې د وېرې په منګولو كې راښكېل و. له سترګو څخه يې اوښكې بهېدې، خدايه! څومره ډېر كبنيوونكي د سمندر په نس كې ښخ دي، هغوى هم د اوس په څېر په توپاني شپه كې تللي او بيا هېڅ بېرته راګرځېدلي نه دي.
ژاني پانوس راواخيست، دا ګومان يې وكړ، چې د خاوند د هركلي وخت يې رارسېدلى، له ځانه سره وبونګېده:
"سمندر تر اوسه ارام شوى نه دى. اوس به رڼا وي، توپان به كرار شوى وي. لاړه به شم وبه ګورم، چې د پېره داره برج روښانه دى كه نه".
له كوره ووته. لمر خاته ته لا ډېر وخت پاته و. د رڼې سپوږمۍ رڼا پر ټول سمندر خپره وه. سمندر تر پخوا زيات غړمبېده، باران هم په اورېدو و. ژاني په ډېرو ستونزو د ړندې په څېر وړاندې تله. كور په تيارو كې ډوب شو. نه په كې كوم څراغ بلېده، نه هم كومه رڼا ښكارېده. توند باد له سوري- سوري بام څخه په چټكۍ سره تېرېده او چغې يې وهلې. ته وا غواړي كوټه پر بل مخ واړوي. ژاني يوه شېبه ودرېده او سوچ يې وكړ، چې دا خو زما د ناروغې ګاونډۍ كور دى، بدمرغه ښځه په داسې شپه كې هم يوازې ده، وربه شم. ځكه مرستې ته اړتيا لري. رښتيا د بدمرغۍ او ژوند سوچونو بېخي راڅخه هېره كړې وه. خاوند مې پرون ويل، حال يې ډېر خراب دى. خامخا به يې وګورم. ور يې په زوره وډباوه، خو كوم ځواب يې وانه ورېد. له ځانه سره يې وويل:
"زړه مې پرې سوځي، هغه هم زموږ غوندې څه، چې تر موږ دېره نېستمنه ده. ماشومان يې بل څوك نه لري، د خوړو لپاره به هم څه نه لري. دا يوازې خواران دي، چې پر يو بل يې زړونه سوځي".
د وره له ډبولو سره يې نارې كړې، ګوندې څوك يې واوري او ور پرانيزي. خو غږ يې د توپان په غړمباري او ځوږونو كې وركېده. په ډېرو ټكولو يې ناڅاپه ور پرانيستل شو. كور ته ننوته. تياره خونه يې په خپل پانوس روښانه كړه، خو له لومړي ګام سره پر خپل ځاى ودرېده. د ګاونډي مېرمن په يوه كونج كې پرته ده، پښې يې يوڅه راټولې وې، خوله يې خلاصه ښكارېده. مظلومه اروا يې له بدنه وتلې وه. تر دومره ډېرو مبارزو وروسته يې همدغه سوړ بدن پاتې و، دوه ماشومان يې تر څنګ ويده وو. هغې د خوب پر وخت پر ماشومانو خپل شلېدلى او زوړ څادر غوړولى و. ژاني په ډېره خوارۍ پر لار تله. زړه يې درزېده، پښې يې رېږدېدې، په وېرې سره يې شا و خوا ته كتل. كله چې خپل كور ته ورسېده، د كټ تر څنګ پر وړه څوكۍ كښېناسته، لا هم د خپل خاوند په سوچ كې وه. غمونو او اندېښنو بيا پرې يرغل وكړ. نږدې و، چې زړه يې له غمه ودرېږي. له خولې څخه يې بې مانا او بې اړيكي خبرې راوتې. بيا يې له ځانه سره وويل:
"دا مې څه وكړل، د خپل خاوند غم او دردونه مې لږ وو؟ هغه زما او د ماشومانو لپاره دومره خواري كوي، اوس دا دوه نور هم پرې ورزيات شول، واه خدايه! لكه چې خاوند مې راغى. نه! هېڅكله! ګومان كوم، همداسې مې وانګېرل، هېڅوك نه شته. بده ورځ راغلې، موږ خپله د خوړو لپاره څه نه لرو، څومره بد كار مې وكړ. ما څه كولاى شواى، خاوند به مې خامخا وهي، زه پوهېږمه. زه د وهلو- ټكولو وړ يمه... لكه چې راغى. نه! دا د باد غږ دى. خدايه! څومره ساده يمه، ټوله شپه يې په بېصبرۍ او انتظار كې تېرومه او اوس يې په راتلو وېرېږم. هغه ستړې وه، خپل سر يې پر خپلو لاسونو كښېښود او په ناكراره خوب كې ډوبه شوه. نور نو د سمندر د غړمبا او د باد چغارې نه اورېدل كېدې. يو زورور لاس ناڅاپه د كوټې ور پرانيست، له وره څخه د سبايي كمرنګه رڼا كوټې ته راننوتله. له دې رڼا سره كبنيوونكى راننوت او نارې يې كړې:
"راغلم!"
ژاني ويښه شوه، په خوشحالۍ له ځايه رااوچته شوه او لاسونه يې د هغه پر غاړه ورتاو كړل. كبنيوونكى يې سترګو ته ځير شو. ژاني په ژړغوني غږ وويل:
"راغلې! جوړ خو به يې؟ ښكار دې وكړ..؟"
_ "ښكار نه و، پارو مې له لاسه ولوېد، جال څيرې شو. نژدې مړ شوى وم. څه وكړو، ماشومان ښه دي؟ څومره بده هوا ده، نژدې و چې ډوب شم. څو وارې د مرګ خولې ته ولوېدم، يوازې دې څه كول؟".
_ "تا ته مې كتل، يوه شېبه مې خياطي وكړه، نژدې و له وېرې مړه شم. تا ته ډېره اندېښمنه شوم. سمندر ټوله شپه وغړمبېده. ماشومان ټول ښه دي. پوهېږې څومره بده پېښه شوې، سهار د ګاونډي كور ته لاړمه، هغه بدمرغه تېره شپه مړه شوې. ماشومان يې يوازې پاتې دي".
د ژاني رنګ د خبرو پر مهال اوښت- رااوښت.
خپلې جملې يې بشپړولاى نه شوې، له وهلو وېرېده، لكه كوم بد كار چې يې كړى وي. بيا يې وويل:
"ډېر واړه دي، مشره لور يې ايله اوس په ګرځېدو راغلې".
كبنيوونكى په سوچ كې لاړ، اخر يې وويل:
"د بدمرغو څومره بد برخليك! خامخا به له منځه لاړ شي، څوك به يې وروزي؟ د كلي ټول خلك نېستمن دي، خپله خو څه نه لري، چې ويې خوري. زه يې په ورين تندي منم، خو موږ په خپله پنځه ماشومان لرو... څه وكړو؟"
خپله لنده خيشته خولۍ يې يوه ګوټ ته ګوزار كړه او دوه وارې يې تر شونډو لاندې وويل:
"د كوتريو (كونګريو- كوكريو) غوندې به مړه شي. اخر موږ هم انسانان يو".
خپل غږ يې لوړ كړ:
"ژاني! ورشه رايې وړه، ډېر به وېرېدلي وي،مور به يې هم د مړينې پر مهال ويلي وي، چې موږ به يې يوازې نه پرېږدو. زه يې منم، خداى به د هغوى په بركت ډېر ښكار راپه برخه كړي. لوى به شي، له موږ سره به مرسته وكړي".
ژاني په داسې حال كې چې د كټ په وړاندې په ګونډو شوه او د خوښۍ اوښكې يې له سترګو تويېدې، څادر يې ليرې كړ او يې ويل:
"دغه دي ډېر وخت كېږي، چې دلته دي".

د ژباړې نېټه: 1379/7/16ل كال