زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
ظاهر تايمن:

غربت

د ژمي سهارني باد، پر ټولو شيانو سينه موږله، د دې تت خو يخ سهار په فضا كې به د واورو پاغوندو، په هوا كې د لالهاندۍ نڅا كوله. د بربنډو ونو د څانګو غږونو او چغو هم د سهار چوپتيا ماتوله.
ساړه باد په توندۍ سره زما پر بدن لګېده، د لوېدو له وېرې مې كرار- كرار ګام اخيست. له هر ګام سره به مې تر پښو لاندې كنګلونه ماتېدل، يوه ماشومان شيطنت، د كنګلونو ماتېدنه زما په زړه كې په خوند بدلاوه. څو دقيقې همداسې مخ په وړاندې لاړم، تر دې چې د موټرو تمځي ته ورسېدم.
د نورو ورځو په شان تر چتر لاندې ودرېدم، چې دغه ځاى په پېژندويه او اشنا څېرو ډك و. موږ به هره ورځ همدلته سره راغونډېدو، كه څه هم موږ يو بل ته پردي وو، خو ټول مسافر ښكارېدل. زموږ اړيكه به تر موسكا وړاندې نه غزېده.
زه د خپلو خيالونو په نړۍ كې ډوب د بس راتلو ته په تمه وم. يوه ناپېژندويه حس زما سترګې د چتر بلې څنډې ته واړولې، داسې مې وانګېرل چې يو څوك مې لټوي.
په تته رڼا كې مې پر يوه سپين ږيري سترګې ولګېدې، چې د څراغ ستن ته يې تكيه كړې وه او نېغ ما ته ځير و.
كله چې مو سترګې سره وجنګېدې، له څېرې څخه يې موسكا په تېښته كې وه، زما پر لوري راوړاندې شو، لا يو څو ګامه رانژدې شوى نه و، چې په نيمه انګرېزۍ ژبه يې وويل:
"سهار په خير!"
پرته له دې چې زما ځواب ته په تمه وي، په يوه ژوره ساه يې له سګرېټ څخه لوګى وايست، له سپږمو او خولې څخه يې شنه لوګي په نڅا- نڅا هوا ته جګ شول. د خولې توښ او د سګرېټو لوګي يې يوه شېبه څېره پټه كړه، د نيم سوي بلوط لرګي غوندې يې لنډه شېبه څېره نهام شوه.
په نه زړه مې په ځواب كې سر وښوراوه، د خبرو حوصله مې نه درلوده.
د هغه تېزې سترګې په ډېره توندۍ سره، راته ځير شوې. يوې ځوروونكې چوپتيا دا څو شېبې تر ستوني تېرې كړې، كله چې زما چوپتيا ته ځير شو، په ډېره كرارۍ سره يې په اسپانيوي ژبه په خبرو پيل و كړ.
د هغه دا پردى غږ له يوې ناپېژندويې سندرې سره په هوا كې تاوېده، څو كسان سپين ږيري ته ځير وو.
د سپين ږيري نظر په كلكه ځمكه كې ګنډل شوى و. ته وا د كنګل او كلكې ځمكې پيام راته په شعر اړوي. ناڅاپه يې په اسپانيايي ژبې خبرې بندې كړې.
په انګرېزۍ يې راڅخه وپوښتل:
"اسپانيايي يې؟".
غږ يې داسې و، لكه چې هيله لري زه بايد اسپانيايي واوسم. ته وا په يوه ګډ ټكي پسې لالهاند دى، هغه هم په دې پرديتوب كې.
په ناباورۍ سره يې په ما كې سترګې وګنډلې:
"نه، نه يم!"
ته وا زما په ځواب راضي نه دى. بيا يې وپوښتل:
"قواره او بڼه خو دې د اسپانيايانو ده".
حيران شوم، هېڅ مې هم ونه ويل.
دا ځل يې په ډېره سپين سترګۍ سره وويل:
"نو د كوم ځاى يې؟"
بيا هم نه پوهېدم، چې څه ځواب وركړم؟
غوښتل مې څه ونه وايم او دغو خبرو ته همدلته د پاى ټكى كښېږدم. خو ناڅاپه مې خوله پرانيستل شوه:
"تا ته څه توپير لري، كه زه د نړۍ له هرځاى څخه واوسم؟"
زما ځواب، سپين ږيرى په غوسه كړ، ته وا په ناخبرۍ كې مې د هغه پېژندګلوي تر پښو لاندې كړې ده.
نور هم رانژدې شو. په غوسې سره زما سترګو ته ځير شو... ته وا غواړي زما مغزو ته هم لار پرانيزي. په مات غږ يې وويل:
"توپير لري، ډېر توپير لري! انسانان لا د انسانيت هغه پړاو ته نه دي رسېدلي، چې له اصلي او فردي پېژندګلوۍ پرته دې ژوند وكړاى شي. ته كه وغواړې، كه ونه غواړې د ځان يې! ته دوه بېل انسانان يې، خو په يوه بدن كې؟"
په غوسې سره يې بېرته زياته كړه:
"ستا غوندې د انسانانو وركه پېژندګلوي هغې تحقير شوې اروا ته ورته ده، چې پر خپل غربت هم نه شرمېږي".
له دې سره يې پر شونډو يوه ترخه موسكا وغزېده. ويې ويل:
"وېرېږې؟ له څه نه زيات وېرېږې، له غربت نه كه له پرديتوب نه؟ ښايي له دواړو به وېره لرې. دا دواړه د يوه تار دوه ورك سرونه دي. چې تا جوړوي".
_"لكه چې غواړې ما ته پېغور راكړې".
په شك سره يې وويل:
"ستا غربت ستا له پېژندګلوۍ سره موازي تګ لري. لكه ته او ستا سيورى، كله هغه په تا پسې، كله ته ورپسې. كله دې څنګ ته، كله يې ته په څنګ كې، همدا وجه ده چې د يوې هستۍ پراختيا او ژورتيا دلته له تا بل څه جوړوي..."
سپين ږيري په خپلو خبرو سره زما پر اروا نوكارې لګولې، زه يې د ځان په موندنې پسې په ځان كې خوشې كولم. ځان به مې نه موند، په غربت كې به له ځانه وركېدم، په زړه او ذهن كې مې وېره په اېشېدو وه.
بيا يې وپوښتلم:
"اوس راته ووايه چې د كوم ځاى يې؟"
پرته له دې چې ځواب ته په تمه وي، زياته يې كړه...
"ځواب به دې ما ته له ستونزو تش نه وي. ښايي ستا ځواب هغه انځور مات كړي، چې ما په خپل ذهن كې جوړ كړى، ګوره زه هم غواړم تا په هغه بڼه ووينم، چې غواړم يې".
موسكا يې پر شونډو ځلېده او د يوې چوپتيا په مرسته يې وپوهولم، چې زما ځواب ته په تمه دى. دا ځل يې پوښتنې بله مانا خپله كړې وه. زه يې خپل هېواد او د خپلې زوكړې سيمې ته وركښلم.
غوښتل مې ووايم چې د افغانستان يم او چغه كړم، چې ټول يې واوري.
خو د هغه دا خبره راياده شوه، چې ويې ويل:
"ځواب به دې ما ته له ستونزو تش نه وي. ښايي ستا ځواب هغه انځور مات كړي، چې ما په خپل ذهن كې جوړ كړى، ګوره زه هم غواړم تا په هغه بڼه ووينم، چې غواړم يې".
پرته له دې چې څه ووايم له هغه ځايه روان شوم. خو ما ليدل چې په څه سپكاوي سره يې په ځير راته كتل.
تر هغې ورځې وروسته چې هر سهار تمځي ته ورځم، سترګې مې په ډېر تشويش سره په هغه سپين ږيري پسې ګرځي. په خپل ګومان سره يې هغه وركه لټوله، چې تر ما بهر وه.
هغه سپين ږيرى بيا هلته زما پر لوري ګام وانه خيست. زه هم نه پوهېږم چې ولې يې په وېرې له نظر څخه ليرې تښتم.