زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
جبران خليل جبران:

د اروا حمام

زه او زما اروا د ځانونو د مينځلو لپاره د ستر رود پر لوري روان شوو. كله چې ساحل ته ورسېدو، نو د يوه پټ ځاى په لټه كې شوو.
هماغسې روان وو چې يو سړى مو وليد. هغه پر لويه توره تيږه ناست و، يوه كڅوړه يې په لاس كې وه، چې موټي _ موټي مالګه يې ترې كښله او رود ته يې اچوله. زما اروا راته وويل:
"دى هماغه بدبين دى چې له ژوند څخه يوازې يوه سايه ويني. بايد له دې ځايه لاړ شو، ځكه د هغه د سترګو په وړاندي لمبا نه شو كولاى."
له هغه ځايه لاړو او روان شوو، يوه خليج ته ورسېدو، هلته هم يو سړى ولاړ و او پر يوې سپينې ګارې يې تكيه كړې وه، په لاس كې يې د مرغلرو صندوق نيولى و. له صندوق څخه يې د قندو ټوټې راكښلې او رود ته يې اچولې.
زما اروا راته وويل: "دى هماغه خوشبين دى چې د نېكۍ او خير لپاره ښه فالونه نيسي، راځه چې لاړ شو، ځكه ښه نه ده چې لوڅ مو دلته وويني".
روان شوو، يوه بل ساحل ته ورسېدو، هلته هم يو سړى و چې په ډېره مهربانۍ سره مړه ماهيان له ځمكې اخلي او رود ته يې اچوي. زما اروا راته وويل: "دى هماغه مينه ناك زړه سواند، سړى دى چې هڅه كوي د قبرونو مېشتو كسانو ته ژوند ور وګرځوي، بايد ترې ليرې شو."
له هغه ځايه هم ليرې شوو، يوه بل ځاى ته ورسېدو، هلته يو سړى ولاړ و چې سيورى يې پر اوبو ښكارېده، څپه به راتله او د سيوري انځور به يې ړنګاوه، هغه به بيا خپل سيورى غوړاوه او . . .
زما اروا راته وويل: "دى هماغه صوفي ډوله سړى دى چې له خپلو وهمونو څخه بوت جوړوي او بيا يې پرستش كوي، بايد يوازې يې پرېږدو."
هغه مو هم تر شا پرېښود او رهي شوو، يوه داسې سړي ته ورسېدو چې له اوبو څخه به يې ځګونه او حبابونه را اخيستل او بيا به يې د عقيقو په جام كې اچول. زما اروا راته وويل:
"دى د ذهن او خيال هغه اسير دى چې ځان ته د غڼو له تار څخه جامې جوړوي. ښه نه ده چې لوڅ مو وويني."
څو ګامه وړاندې لاړو، يو غږ مو واورېد چې ويل يې:
"دا هماغه رود دى، خپله دى، هماغه ستر او پراخ رود!"
زه او زما اروا په ډېره بېړه د غږ پر لوري روان شوو. هلته مو يو سړى وليد چې رود ته يې شا كړې وه او ناست و، د حلزونونو دوه صدفونه يې په غوږونو كې، لكه دوې څانګې او د خپل غږ ازانګه يې اورېده. زما اروا راته وويل:
"راځه له دې ځايه ليرې شو، دى هماغه لامذهبه زمانه ده، دوى له هغو ملكيتو سترګې اړوي چې پوهېدل يې ورته ګران وي، دوى حقيرو او بې ګټو جزياتو ته مخ اړوي."
هغه مو هم تر شا پرېښود، يوه بل ځاى ته ورسېدو، يو سړى مو وليد چې په لويو تيږو كې ګرځېده، سر يې ټيټ كړى و او په شګو كې يې سر پټ نيولى و. خپلي اروا ته مې وويل:
"راشه همدلته ځانونه ومينځو، ځكه دغه سړى به مو نه شي ليدلاى."
اروا مې سر وښوراوه او ويې ويل:
"نه! هېڅكله نه! دغه كس چې ستا په وړاندې دى، د خداى له تر ټولو بدو مخلوقاتو څخه دى، هغه يو خبيث ګناهكار دى، چې د ژوند له ناخوالو ځان پټوي، نو ځكه ژوند هم خپلې نېكمرغۍ او خوښۍ ترې سپموي."
پر دې مهال مې د اروا په څېره كې خواشيني څرګنده شوه، په ترخه غږ يې وويل:
"راځه له دغو سواحلو ليرې شو، د ځان مينځلو لپاره پټ او امن ځاى نه شو موندلاى. زه نه غواړم چې ددغو سواحلو باد راسره لوبه وكړي او هوا يې زما په پاكه مينه كې وردننه شي او رڼا يې زما پر سپېڅلي بدن خپره شي."
تر هغه وروسته ما او زما اروا هغه ستر رود پرېښود او د يوه ستر رود په لټه روان شوو.