لړليک د څيړونکي پېژندنه سريزه لويه شتمني او زمونږ بېغوري
السلام عليکم      
 لويه شتمني او زموږ بېغوري

ځينې وخت په سړي باندې هغه د چا خبره د شينواري ماما ټوكه وشي او ځينو كارونو ته لاس تر زنې پاتې شي او د اندېښنو او سوچونو په سيند لاهو شي. زه چې اوس د كومې ستونزې او سودا سره لاس او ګرېوان يم هغه كومه معما نه ده بلكې زما سره د هغو توريو، جملو، القابو او خبرو كمى دى چې زه يې د دې كتاب ( ) د ښاغلي را ټولوونكي او څېړونكي په شان او ستاينه كې وكاروم.
او لامل يې دا دى چې د دغه ښاغلي د ژوند كيسې او څېړنې د ډېرو نورو هغو سره ښكاره توپيرونه لري. كه د ټولې نړۍ په ځاى يوازې خپل ګران هېواد د بېلګې په توګه ياد كړم نو ويلاى شم چې ډېر وګړي مو د خپل ژوند په دا لږ وخت كې وليدل چې زمونږ نه مخكې دې نړۍ ته راغلي وو او ولاړل يعنې پټې سترګې راغلل او ولاړل نه يې ځان ته كومه ګټه ورسوله او نه يې خپل دين او اولس ته خير ښېګڼه. او هم دا اوس هم ډېر خلك وينو چې د ژوند په اصلي او پراخه مفهوم نه پوهيږي. يوازې خوړل، څښل او راټولول (ماديات) ورته د ژوند موخې او غايېگ ښكاري او په دې ځانونه نه پوهوي چې د انسانيت او سړيتوب معيارونه او پړاوونه څه دي.
ارواښاد خان خوشال خان بابا وايي:

چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي

كه څه هم دغوايي كرغېړن اوښتون زمونږ د سلهاو زرو شازلميانو سرونه لو كړل. خو الحمدلله چې دغو بشر دوستانو (!؟) بې وګړيو نه كړاى شولو. خو بې سړيو (قحط رجال) او بې سره يې كړو.
هرګوره پورتنۍ كرښه د سل په سلو كې خبره نه ده په دې معنا ده چې يو ډېر شمېر سياست پوهان، عالمان او روڼ اندي مو سرو كودتاچيانو له خپلو ګوندي موخو او غوښتنو ځار كړل او يو شمېر نور ښاغلي چې د خپل مظلوم اولس د مشرۍ دعوى يې كولې د دغه بې وزلي اولس سره په خپلو كړيو ژمنو كې پاتې راغلل او نفسي جنون داسې كندو ته ټېل وهل چې اوس يې څوك په خوله پياز هم نه خوري.
خو په دا دويمه ډله كې داسې ښاغلي او منلي شخصيتونه هم وو چې د بهرنيو يرغلګرو او كورنيو انډيوالانو په وړاندې ښه په نره ودرېدل د سپېڅلي جهاد غږ يې وكړ او خپل سر يې خاص د اعلاء كلمۍ الله او د خپل اولس د پت، ناموس او ازادۍ د ګټلو له پاره په لاس كې ونيوه. دښتو، مېرو او تورو غرو ته پورته شول. د ډېرو كړاوو، سختيو، لوږو، تندو، لنډو او تنګو له ګاللو وروسته څښتن تعالى د همداسې سپېڅليو او رښتينو مجاهدينو د وينو او سرښندنو له بركته كورني او بهرني يرغلګر او دښمنان مات او ګونډه كړل. د دغو تش لاسو او بې وزلو مجاهدينو د بري او فتحې غږ دومره دروند او غښتلى و چې نه يوازې افغانان بلكې د ټولې نړۍ اسيران او د كمونيزم په كړيو كې ښكيل شوي او لسونه يې راويښ كړل، جرمنيانو د برلين او ياكلن دېوال ړنګ كړ ختيځ او لوېديځ جرمني يو اولس شو، تزاريان، مغل، ازبك، تاجك، تركمن، سربان، چچنيا، پولنډ، هنګري، وكراين او … ټول اولسونه را پاڅېدل او ځاى په ځاى يې د لېنين مجسمې په كاڼو او لوټو وويشتې او بالاخره يې راړنګې كړې او ان خبره تر دې را ورسيده چې پخپله له مسكو نه هم د لېنين تابوت پورته كړل شو او په دې ډول د شلمې پېړۍ د يوه ډېر ستر او نړېوال ځواك د باج او تاج كيسه د ډېرو بې وزلو او تش لاسو افغانانو په ذريعه د الهي نصرت په بركت ختمه كړى شوه. او زمونږ په تاريخ كې د وياړونو، اتلوليو او سرښندنو نوي بابونه پرانيستل شول.
كه د سرو لښكرو تر يرغل يو څو لسيزې مخ كې د وياړلي افغانستان تاريخ ته و ګورونو
د پرنګيانو شرمېدلې ماتې به مو تر سترګو شي چې د روانې پېړۍ په لومړيو كې يې د همدې اولس له خوا خوړلې وې. زمونږ تاريخ به هېڅ كله د هغو غازيانو او شهيدانو نومونه هېر نه كړي چې د پرنګيانو په
وړاندې يې د خپل اولس د مجاهدينو مشري په مختلفو سنګرونو كې كوله لكه مجاهد غازي چكنور ملا صاحب لوى مجاهد او عالم دهډې ملا صاحب، سترمجاهد ملا مشك عالم، اتل سپه سالار غلام حيدر خان څرخي، لوى غازي او تكړه مجاهد غازي محمد جان خان وردګ د ميوند فاتح ايوب خان د تورې او پوهې خاوند غازي عثمان خان ساپى، زړور او سرتېرى غازى مير مسجدي خان، د پوهې او تدبير خاوند وتلى مجاهد د ترنګزو ملا صاحب ،غازي مولوي تاج محمد خان (1) او په لسګونو داسې نور اتلان چې د تورې او مېړانې له بركته يې تقريباً نيمې نړۍ خپلواكي تر لاسه كړه.
همدارنګه كه زمونږ ننى تاريخ ليكل كيږي او سبانى كول (نسل) يې لولي نو په دې كې هېڅ شك نشته چې د شهيد ادم خان، رسول خان، شهيد مولوى محمد صديق خداى دوست (2)) او په لسګونو او سلګونو د هغو اتلانو، مېړونو او غازيانو د كار نامو ترڅنګ د ښاغلي مولوي عبدالشكور "ياسيني" كارنامې هم ولولي چې د سرو لښكرو سره يې د مخامخ غزا په وخت كړي دي.
د كودتا سره سم كمونستانو ښاغلى يا سيني صاحب بندي كړ قسمت ورسره ياري وكړه د يو څه وخت بنده وروسته ايله شو، مولوي صاحب د هجرت لار ونيوه او د يرغلګرو په وړاندې يې عملي جهاد پيل كړ اولس هم د مولوي صاحب مشري ومنله او تر شايې ودرېدل، د مولوي صاحب د جهاد او مبارزې سنګر يوازې كامه پاتې نه شوه بلكې د لوى ننګرهار د مختلفو سيمو مجاهدينو يې هم مشري ومنله. د مولوي صاحب د مجاهدينو او په ختيځو ولاياتو كې د سرو لښكرو د قطعاتو او ټولګيو تر منځ فقط يو سيند (كامه ثمر خېل) و او ډېر ځلې مجاهدينو پر روسيانو او همدارنګه ځينې وخت روسيانو په مجاهدينو بريدونه كول. دا چې مجاهدينو به په هر بريد كې روسيانو ته څومره د سر او مال زيان ور اړاوه او يا روسيان څومره د مجاهدينو د لاسه نارامه وو دا نو زمونږ د تاريخ يو ډېر لوى بحث دى چې په دې ليكنه كې يې ځايول ګران دي.
دغې ښاغلي كه په يوه لاس كې د حق د ساتلو او د ازادۍ د اخيستلو په خاطر ټوپك راخيستى دى ورسره جوخت يې په بل لاس كې قلم راخيستى او د خپلې ژبې اولس او كولتور د بډاينې او غنا په خاطر يې خولې تويې كړي او يو ډېر ستر كار ته يې ملا تړلې ده. چې په لنډه توګه يې داسې ښودلاى شوو.
لومړى: تقريباً څه كم دوه زره جهادي لنډۍ دي چې د پښتو ژبې تر ټولو لويه پانګه او شتمني ده چې د چاپ لاندې ده او كه خداى كول ډير ژر به مو تر ګوتو شي. كه څه هم زمونږ ډېر پوهان په دې ګروهه دي چې د لنډۍ خاص ويونكي جوت نه دي. خو دغه پورتنۍ لنډۍ ټولې ښاغلې ياسيني د جهاد په مختلفو سنګرونو او غزا ګانو كې ويلي دي. چې البته ګران لوستونكي به يې د ځينو لنډيو شرحې د كتاب په لمنو كې پخپله ولولي.

دوهم: جهادي خاطرې دي چې ټولې خوږې كيسې دي چې زمونږ د وياړلي تاريخ يوه برخه ګڼل كېداى شي.

درېم: شعرونه دي چې په سپينه وينا او غوڅه ژبه يې د ځينو دوستانو او دښمنانو ناخواې او نادودې انځور كړي دي.

څلورم: همدا ټولګه ده چې د پښتو ژبې او ادب تر ټولو نايابه او ارزښتناكې ګړنې، مقولې، متلونه او ورسره يوځاى ځيني فلكلوري "اولسي" او رښتينې كيسې او خبرې رانغاړل شوي دي. چې د ټولګې ښكلا او ارزښت يې لا پسې ښكلى او دروند كړى دى او هغه ځكه چې پښتو ژبه يوازې ژبه او د پوهاوي را پوهاوي وسيله نه بلكې پښتو يو قانون او د ژوند ضابطه هم ده. د يو ټبر په ژبه كې د ټولنې ټول كړه وړه دودونه، خويونه، نفسيات او ان تردې چې د مختلفو دورو ديني او مذهبي دودونه هم ځاى شوي وي. نو ځكه ويلاى شو چې پښتو ژبه د خپلو ځانګړتياو له مخې د نړۍ د ډېرو ژبو په څېر يوازې تشه ژبه نه بلكې يو ډېر لوى قانون هم دى. ګورو چې تر اسلامي سپېڅلي شريعت را وروسته هر خېل ځانته د خپلو ستونزو او شخړو د له منځه وړلو او روغې جوړې
له پاره لكه ځينې اروپايي هېوادونه چې تر ډېره وخته يې ليكلى (وضعې) قانون نه درلود او د خلكو تر منځ ټولې ستونزې او كړكېچونه په معقولو منل شويو متلونو حل او فصل كېدلې او مناسب متل به داسې حكم درلود لكه د كاڼي كرښه له ښه شامته د پښتو ژبه او ټبر له دې پلوه ډېره شتمنه او مړه ده په عقيدتي لحاظ هم پښتون هغه بختور ټبر دى چې د ژبې دا ټوله شتمني يې د اسلامي سپېڅلي شريعت مطابق ده. ځينې پوهان وايي چې د پښتانه رومان ټول په پښتو ټپه كې دى همدارنګه كه وويل شي چې د پښتون كولتور او ژوند دود هنداره متلونه او ګړنې نو بې مناسبه به نه وي. زه دغه پورتني توكي د خپلې خوږې او شتمنې ژبې روح او ترټولو لويه او ارزښتمنه پانګه بولم او همدارنګه په دغه لار كې كار كول، راټولول، څېړل او خوندي كول يې تر ټولو لومړنى او اړين كار بولم.
قدر منو او درنو لوستونكيو!
نور تاسې درانه نه ستړي كوم راځم خپلې وروستۍ خبرې ته او هغه د همدې درنې ټولګې په اړه يو څه څرګندونې دي:
لومړى: په كار خو داسې وه چې د ژبې دغه مختلف توكي متل، محاوره او …) د الف ب او … په ځاى جلاجلا څېړل شوي او وډل شوي واى.
په كار خو همداسې وه مګر مونږ سره ستونزې او اندېښنې؛ د وخت لږوالى، د تش لاس دښمني او همدارنګه په ژوند (عمر) بې باوري دا ټولې هغه خبرې وې چې زمونږ د نن كار يې سبا ته تم نه كړ، نغده سودا (كړنه) او دم ساعت مو غنيمت وګاڼه. كه ژوند ياري وكړه او په ګانده كې پخپله د دې ټولګي ښاغلى څېړونكي او يا د پښتو ژبې او ادب نورښاغلي په دې كړنه لاس بري شول. خپلې مورنۍ ژبې ته به يې ستر چوپړ كړى وي.

دوهم: دا چې ژبه د اولس او خلكو شتمني (مال) ده. نو د دې ګډې شتمنۍ د امانتدارۍ په خاطر د ځينو متلونو، ګړنو او … پورې اړونده داسې كيسې، ټوكې او خبرې په دې ټولګه كې را نغاړل شوي. چې ښايي ځينو لوستونكيو او په تېره بيا ځينو ښاغليو نقادانو ته يې څېړل او رانغاړل په دې ټولګه كې خوند، ور نه كړي. خو لكه څنګه چې پورته وويل شول دا هر څه د پښتون قوم سره د امانتدارۍ او خلوص له مخې شوې. دلته د يوې بلې خبرې يادونه اړينه ده او هغه دا چې د ملي ورورګلوۍ په خاطر د ځينو سيمو او خلكو پورې د ځانګړيو متلونو، ګړنو، ټوكو او ټكالو د راوړلو نه ډډه شوې. لازمه وه چې د ملي شتمنۍ او امانتدارۍ له مخې ځانګړي توكي هم دلته څېړل شوي او رانغاړل شوي واى. مګر د ننني ګران افغانستان باريكه او حساس حالت ته په پام لرنې سره تر راوړنې او څېړنې يې نه راوړنه او څېړنه غوره وګڼل شوه.
په هر ترتيب كه د پښتو ژبې په دغو توكيو څومره خبرې وشي بيا به هم لږې وي.
قدرمنو لوستونكيو ته يوه يادونه كوم چې دا ټولې خبرې، كيسې او متلونه ښاغلي مولوي صاحب د خپل ژوند په اوږدو كې د اولس نه اورېدلي او يا لوستي دي او بيا يې په خپله حافظه كې ساتلې وې يعنې په راټولولو پسې يې خپرونې او كتابونه نه دې لټولي، او دا دې له ښه مرغه د ستاسو تر لاسو او لوست يې درورسول.

زه ټولو پښتنو ته د دغه درنې ټولګې مباركي وايم او ښاغلي مولوي صاحب ته د خداى پامانۍ نه وروسته وايم چې:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه په كوم كوم ټولومه

مع الاحترام
اجمل اټك "يوسفزى"
د ښخي كولتوري ټولنې مشر