زيری

تعليم الاسلام يا (ديني ښوونې ) دمولانا مفتي كفايت الله صاحب هغه اثردى چې دهند په نيمه وچه او ورته څېرمه پرتو نورو هيوادو پاكستان اوافغانستان كې يې شهرت ترهرچارسيدلى ، اوس دپښتو ژبې ته په نوې بڼه ژباړل شوى ،دنفيس خپروندويه علمي ټولنې له خوا خپورشوى
كتاب په عام ډول هرچاته اوپه خاص ډول نوي ځوان كول ته ډيرګټور دى چې په ډير ساده او روان انداز كې دژوند په هره برخه كې ټول ضروري احكام دسوال اوځواب په بڼه له ځان سره لري ، دغو ارزښتونو ته په پام سره ميندو اوپلرونو ته ښايي چې دديني مسوْليت له مخې يې پرخپلو اولادونو هلكانو اوانجونو دلوستلو ګټورې پايلې اونېكمرغه راتلونكې ولوروي .
( ديني ښوونې ) له پورته ښېګڼو سره سره له نني مروج اوښكلي صحافت څخه هم بې برخې نه دى . چې ترډيره حده دپښتو ليكدود په معياربرابردى .

يو نامتو هندى ليكوال ددې كتاب دارزښت په اړه ليكي

اّه ..! په رښتياهم خدايه ! موږ درته ګرم يو اولادونه او تنكى ځوان نسل مودخپلې لاپروايي له امله له ديني ښوونوبې برخې اوناخبره دى، په رڼو سترګو يې وينو چې ورځ تربلې د خپل خواږه پيغمبر له لارې سره نابلده كيږي اوپه نورو لاروسردي اودتعجب ځاى خودادى چې لاهم دډيروپلرونو، ميندو اومشرانو سردديني ښونوپه ارزښت اواړتيا خلاص نه دى.
خوږوميندو! پلرونو! اومشرانو!......كه چيرته نن هم دخپلو اولادونو دديني روزنې غم ونه خورو بيابه يې كله او څه وخت خورو ؟ .... راځىْ ګرانو ! .... خپل كمكى ځوان نسل ستاسې په لاس كې كتاب په لوستلوددين له ضروري احكامو خبر كړو اوكه چيرته ددې كتاب يوه يوه كرښه پرې داملاپه ډول وليكىْ يو خو به يې املا زده شي له بلې خوا به يې ددې كتاب هره مسئله دژوند ترپايه په ذهن كې ناسته وي اودتجربې خبره ده چې ددغه ډول بزرګانو په لاس كښلي كتابونه كه چيرته په مــاشومانو و لــوستل شي په اّينــده كې يې له ديني بې لارۍ ( انحراف ) ژغوري ....."