سريزه
 ټولنه يا اجتماع
د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهر ( ژبه ، شعر ، متلونه ، قصې ، عنعنات )
د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې
تينجه
د كتاب ځانګړني:

كــتاب نوم : پښتو او پښتنواله
ليكوال : علامه پوهاند عبدالحى حبيبي
ټولوونكې : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
چاپكال : 1382ل/ 2003م كال
خپرندويه : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
چاپشمېر : پنځه سوه ټوكه
كمپوز/ ډيزاين : جبار ترنګ
كمپيوټرچارې : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
د خپرونو لړ : لومړى

زموږ يادښت

بېنوا فرهنګي ټولني د خپل تاسيس له مهاله دا پلان او اّرمان درلود چي نوموړې ټولنه به يو مركزي خپرونى ارګان لري، د ځوانانو، ښځو او نورو اړينو مسايلو په اړه به نوي خپروني لري، بوختوونكي او ارزوونكي پروګرامونه او غونډي به جوړوي، كتابونه به خپروي او . . . .
له دې جملې څخه يې ګڼ شمېر غونډي جوړي كړې چي محسوسي او ګټوري پايلي يې لرلي دي، مركزي خپرنى ارګان (ښكلا مجله) يې تر دې مهاله پنځمي ګڼي ته رسولې ده او دا دى خپلو سترو اّرمانونو ته د رسېدو پر لار يو بل د خير ګام پورته كوي او د لومړي ځل لپاره د هيواد او نړۍ د نامتو او نابغه ليكوال، پوهاند علامه ارواښاد عبدالحي حبيبي يو ډېر په زړه پوري او ګټور اثر (پښتو او پښتنواله) خپروي.
دا اثر هغه نسبتاً اوږده مقاله ده چي په پرله پسې توګه د (كابل مجلې) د 1354ل كال په ټولګڼه(كلكسيون) كي خپره شوې ده چي د پښتنو قانون (پښتونواله) يې په خورا عالمانه، ژوره او بېساري توګه څېړلى او پښتنو و نړۍ ته يې ورپېژندلى دى.
دا چي نوموړې ليكنه له يوې خوا په خپل ډول كي ډېره نوې بڼه درلوده، چي بايد په يو ځايي ډول د هر چا لاس ته رسېدلې واى او له بل پلوه بېنوا فرهنګي ټولني وغوښتل چي د ارواښاد د نولسم تلين په اړه او همدارنګه د تبرك لپاره د خپلو خپرونو د لړ د لومړۍ ګڼي په توګه دغه ډېر ګټور اثر خپور كړي، ځكه نو د ټولني كارنده او ځيرك مرستيال ښاغلي عبدالجبار ترنګ د سترګو په رپ كي په ډېره لېوالتيا سره دغه بېساري ارزښتمنه مقاله سره يوځاى، ترتيب، كمپوز، ډيزاين او سمه كړه او دا دى د يوه كوچني خو په منځپانګه ډېر بډاى كتاب په توګه يې ستاسو درنو لوستونكو لاسونو ته در رسوي، هيله ده چي وړ ګټه به ځني تر لاسه كړئ.
همدارنګه دا يادونه هم كوو چي بېنوا فرهنګي ټولنه غواړي چي دغه د كتاب خپرولو لړۍ د مهربان اللهج په مرسته وغځوي، چي په دې كار كي موږ د درنو فرهنګپالو او پښتومينو يارانو لاسنيوي ته سخته اړتيا لرو، ځكه وايي چي له يوه لاسه ټك نه خېژي، نو كتاب، مجله او ليكنه برابرول يې پر موږ د چاپ ځواني تاسو وكړئ؛ كه داسي وشي، نو ان شااْلله د ګوډ فرهنګ پښې به مو بيا روغي او د نړۍ سترګي به يې نندارې ته را واوړي.

تر همداسي يوه مهال پوري
د خداىج په اّمان!
اداره
13/4/1382ل_كندهار