سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            
د لـيـمـو اچـار
لازم مواد :-
1- ښه غټ غټ ليمو 30 دانې 2- بوره نيم كيلو 3- تور مرچ ( 100 ګرامه ) 4- سره مرچ د ضرورت په اندازه 5- د انـګورو سركه يو بوتل 6- شونډ ( 150 ګرامه ) 7- ميده مالګه نيم كيلو .
د جوړېدو ترتيب :- ليمو په پاكو اوبو باندي پرېمنځى او دوې دوې ټوټې يې كړى. شونډ ادرك سپين كړى او ميده يې كړى لكه پياز ټوټه سوي ليمو په يوه مرتبانه كي واچوى او مالګه پر وپاشى او هغه درې
ورځي دغسي كښېږدى. اما په ورځ كي يوه پلا يې ښه په مرتبانه كي
سره و وهى چي مالګه او ليمو سره ګډ سي. درې ورځي وروسته د
مالګي اوبه ځني توى كړى او ليمو پر يوه پاك ټوكره باندي كښېږدى
او ورو ورو يې كښېكاږى چي لږ د مالګي اوبه پكښې پاته وي هغه هم
ځني ولاړي سي. وروسته بيا په يوه غټ لوښي كي سركه بوره تورمرچ
ميده سوي سره مرچ او ادرك ( شونډ ) ټگـوټگـې ور واچوى دا ټوله ښه
سره ګډ كړى چي سره يو ډول سي بيا نو ليمو په يوه مرتبانه كي واچوى
او پر سر يې دغه تيار سوي مواد ور واچوى او ښه يې سر ور بند كړى
تر يوې هفتې پوري يې كښېږدى صرف په ورځ كي يې يوه پلا سره
وښوروى په لسو ورځو كي اچار د خورك لپاره تياريږي.

دوهم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- تازه غټ غټ ليمو دېش دانې 2- مالګه 125 ګرامه 3- زيره ( 100 ګراه ) 4- تور مرچ ( 100 ګرامه ) 5- لونـګ او غټ هېل ( 100 ګرامه ) 6- خواږه ولني ( 100 ګرامه ) 7- كوركومن يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو په پاكو اوبو باندي پرېمنځى او وچ يې كړى. بيا ټوله ليمو څلور څلور ځايه كړى او ټوله مساله ميده كړى او ليمو ته يې واچوى او پر سر يې لس دانې ليمو اوبه كړى او ور وايې چوى او د مرتباني سر ښه ور بند كړى. لس ورځي يې لمر ته كښېږدى په لس دولس ورځو كي اچار جوړيږي.

دريم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- ليمو پنځوس دانې 2- مالګه 125 ګرامه 3- سره مرچ ( 250 ګرامه )
4- ادرك ( شونډ ) 125 ګرامه 5- شنه مرچك 250 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو پرېمنځى او پنځه ويشت دانې يې په يوه لوښي كي اوبه كړ او پنځه ويشت دانې يې دوه دوه ځايه كړى او په دغه د ليمو په اوبو كي يې واچوى. مالګه او ميده سره مرچ ور واچوى او لمر ته يې كښېږدى بيا ادرك دړي دړي كړى او شنه مرچك هم ور واچوى كه يې د ليمو اوبه لږ وې او دغه شيان پكښي پټ نه سول لږ ايشولي اوبه ور واچوى.


څلرم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- ليمو دوه كيلو 2- مالګه 125 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو پرېمنځى او دوه دوه ځايه يې كړى هره ټوټه په
مالګه و وهى او په مرتبانه كي واچوى كله چي مرتبانه ډكه سول نيم ګيلاس جوشي اوبه ور واچوى او سر يې ور بند كړى او لس دولس ورځي يې لمر ته كښېږدى. اچار جوړيږي.

د ام اچــار
لازم مواد :-
1- غټ غټ اومه ام يو كيلو 2- سياه دانه ( 50 ګرامه ) 3- خواږه ولني
( 50 ګرامه ) 4- سره مرچ ( 250 ګرامه ) 5- مالګه د ضرورت په اندازه
6- د شړشمو ( سرسو ) غوړي نيم كيلو 7- كوركومن يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- لومړى ام وتراشى او د هغه مندكه وباسى او يو ام
دوې ټوټگـې كړى بيا سياه دانه خواږه ولني سره مرچ او مالګه دا ټوله سره ګډ كړى او د ام منځ ځني ډك كړى بيا يې په يوه مرتبانه كي واچوى او سر يې ور بند كړى او درې ورځي وروسته د شړشمو ( سرسو ) غوړي او كوركومن ور واچوى غوړي يې بايد دومره وي چي ام پكښي پټ وي او يو انچ ځني پورته وي بيا يې څو ورځي و لمر ته كښېږدى. كله چي اچار ورسېدى د خوړو سره يې را واخلى. ګډ كړى او د ام منځ ځني ډك كړى بيا يې په يوه مرتبانه كي واچوى او سر يې ور بند كړى او درې ورځي وروسته د شړشمو ( سرسو ) غوړي او كوركومن ور واچوى غوړي يې بايد دومره وي چي ام پكښي پټ وي او يو انچ ځني پورته وي بيا يې څو ورځي و لمر ته كښېږدى. كله چي اچار ورسېدى د خوړو سره يې را واخلى.

د ادرك ( تازه شونډ ) اچار
لازم مواد :-
1- ادرك 250 ګرامه 2- سپېركۍ ( 50 ګرامه ) 3- سپينه زيره ( 50 ګرامه )
4- توره زيره ( 50 ګرامه ) 5- سره مرچ ( 100 ګرامه ) 6- مالګه د ضرورت په اندازه 7- د ليمو اوبه 125 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ادرك ( شونډ ) سپين كړى او څرنـګه چي ستاسي خوښه وي هغسي ټوټگـې كړى بيا د ليمو په اوبو كي مالګه توره زيره سپينه زيره سپېركۍ مرچ واچوى او شونډ ور واچوى او د مرتبانې سر ټينـګ ور بند كړى په ورځ كي يو يا دوه واره بوتل سره وښوروى تر څو ښه سره ګډ سي او پنځلس ورځي وروسته يې وګورى چي شونډ به پاسته سوي وي او اچار به رسېدلى وي.

د ګاجرو اچار
لازم مواد :-
1- ګاجري دوه كيلو 2- اوري 125 ګرامه 3- سره مرچ ( 250 ګرامه ) 4- مالګه.
د جوړېدو ترتيب :- ګاجري وتراشى او څلور څلور ځايه يې كړى بيا په يو خاورينه مرتبانه كي څلور كيلو اوبه واچوى او پدې كي اوري مرچ او مالګه ميده كړى او ور وايې چوى او ورسره ټوټه سوي ګاجري واچوى او خوله يې په يوه ټوكره سره وتړى او هغه په يوه داسي ځاي كي كښېږدى چي لمر نه وي. اوه ورځي وروسته يې سر ور خلاص كړى وې ګورى چي زردكي به پستې سوي وي او رنـګ به يې سور سوى وي دا اچاربه ډېر خوندور وي.

د روميانو چكني
لازم مواد :-
1- روميان 125 ګرامه 2- اوږه دوې دانې 3- شنه مرچك درې دانې 4- سره مرچك او مالګه.
د جوړېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى. وروسته اوږه، شنه مرچك، سره مرچ مالګه سره وكوټگـى بيا روميان ټوټه كړى او تر ماشين يې وباسى او سره ګډ يې كړى يا ټوله تر ماشين وباسى ډېر خوندور چكني ځني جوړيږي دا چكني د هر ډول خوړو سره ښه خوند كوي.
لازم مواد :-
1- روميان 125 ګرامه 2- پياز 125 ګرامه 3- ګشنيز يو څو تاره 4- شنه مرچك درې څلور دانې 5- سركه دوې غټگـي كاچغي 6- ليمو يوه دانه 7- سره مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه.
د جوړېدو ترتيب :- پياز كوچني كوچني ميده كړى مالګه پر واچوى او بيايې پرېمنځى وروسته بيا روميان او ګشنيز هم دغسي لكه پياز كوچني ميده كړى او وروايې چوى ، مالګه او سره مرچك هم ور واچوى وروسته سركه ور واچوى او ليمو بيا بېل ورسره را واخلى او كه مو چيري ډېر ترش خوښ وي د ليمو اوبه يې پر سر ور واچوى مګر كچومر دغسي بېله ليمو اوبو ښه خوند كوي.

د انار دانې چكني
لازم مواد :-
1- اناد دانه ( 50 ګرامه ) 2- ګشنيز نيمه دسته 3- سره مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه 4- نعناع نيمه كوچنۍ دسته.
د جوړېدو ترتيب :- انار دانه پرېمنځى او پاكه يې كړى او ښه يې وكوټگـى كله چي ښه ميده سول مرچ او مالګه ور واچوى او ښه يې ميده كړى بيا ګشنيز اونعناع ترماشين وباسى يا يې دغسي وكوټگـى بياداټوله شيان سره ګډ كړى او لږاوبه ورواچوى چي لكه چكني داسي سي را وايې خلى.

د املي ( تمل ) چكني
لازم مواد :-
1- املي ( تمل ) ( 150 ګرامه ) 2- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 3- كشمش يو څو دانې 4- وچه نعناع يوه كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- تمل خيشته كړى او يو پنځلس دقيقې وروسته يې پاك كړى او د منځ دانې يې وباسى مالګه نعناع او مرچ ور واچوى او سره وې موږى بيا كشمش ور واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي ستاسي خوښه وي نري يا خټه يې جوړ كړى.

د ام چكني
لازم مواد :-
1- ام يونيم كيلو 2- بوره يو كيلو 3- سركه 250 ګرامه 4- مالګه د ضروروت
په اندازه 5- سره مرچ ( 50 ګرامه ).
د جوړېدو ترتيب :- د ام د چكني لپاره داسي ام پكار دي چي نه بيخي اومه وي او نه بيخي پاخه. دا ام پاك پرېمنځى وچ يې كړى بيا يې په يوه تېره چاړه باندي سپين كړى او نازك نازك يې پرې كړى او مندكه يې ځني وباسى بيا پر دغه نازك نازك ورغ باندي مالګه او بوره واچوى او د نيم ساعت لپاره يې كښېږدى. دا رنـګه ام اوبه كوي مالګه او بوره په مغز اخلي وروسته بيا دغه پر خام اور باندي كښېږدى او ټوله مساله د خاصې په يوه ټوكره كي واچوى او غوټه يې كړى او په ام كې واچوى تر څو د هغه خوند و ام ته ووزي ( مساله او مرچ هيڅ وخت و قوام ته مه اچوى پدې چي د چكني رنـګ خرابوي ) كله چي ام ښه پاخه سول او شربت يې خواږه سول راكښته يې كړى او د مسالې غوټه ځيني وباسى او كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول په يوه ښگـيښگـيي بوتل كې واچوى.


د املي ( تمل ) دوهم ډول چكني
لازم مواد :-
1- بې دانې املي ( تمل ) نيم كيلو 2- اوږه او شونډ ( 100،100 ګرامه )
3- ميده سره مرچ ( 100 ګرامه ) 4- كشمش 125 ګرامه 5- بوره 250 ګرامه 6- مالګه ( 250 ګرامه ) 7- سركه نيم بوتل.
د جوړېدو ترتيب :- د املي دانې وباسى او پاك يې كړى. اوږه سپينه كړى. ادرك ( شونډ ) ميده كړى. كشمش پاك كړى وروسته بيا دغه ټوله شيان په يوه دېګ كي واچوى مالګه او مرچ او سركه ور واچوى او يو ساعت يې كښېږدى بيا دغه پر اور كښېږدى او ښه يې پاخه كړى نيم ساعت وروسته يې وګورى كي تمل خوړين سوي سوي وه او داسي سوي وه لكه چكني راكښته يې كړى او كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول په يوه مرتبانه كي يې واچوى.

د روميانو چكني
لازم مواد :-
1- روميان يو كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- كشمش 250 ګرامه 4- سركه 250 ګرامه 5- اوبه نيم كيو 6- سره مرچ ( 100 ګرامه ) 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- روميان پاك پرېمنځى او ميده يې كړى په اوبو كي واچوى او ښه يې و اېشوى او راكښته يې كړى او د جالې تر ټوكره يې وباسى. پوست او دانې يې ځني ليري كړى. وروسته بوره ور واچوى او د دوهم ځل لپاره يې و اېشوى تر څو اوبه يې وچي سي او ښه خټه سي بيا
نو كشمش او سركه ور واچوى او راكښته يې كړى. كله چي ساړه سول په مرتبانه كي يې واچوى او د ضرورت په مهال يې را واخلى.


د بانجڼگگـو چكني
لازم مواد :-
1- تور ګردي بانجڼ دوې دانې چي 375 ګرامه وي 2- اوږه شپږ دانې
3- شنه مرچك شپږ داني 4- ګشنيز اونعناع لږ لږ څه 5- د املي ( تمل ) دانې لس دانې 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- بانجڼ تر تر تبخي لاندي يا په تناره كي يا پر ګيس باندي كښېږدى چي پاخه سي. نيم ساعت وروسته يې را واخلى په سړو اوبو كې واچوى په اوبو كي د بانجڼو پوټكي ايسته كيږي. وروسته دغه بانجڼ ميده كړى او ا وږه، شنه مرچك، ګشنيز، نعناع، تمل، او مالګه دا سره وكوټگـى بيا نو دغه ميده سوي بانجڼ هم ور واچوى او سره ګډ يې كړى.
( دا بانجڼ د اور د بانجڼو په ډول دي خو هغه ته مستې ور اچوي
دې ته تمل )

د ليمو چكني
لازم مواد :-
1- كاغذي ليمو يو كيلو 2- كشمش 250 ګرامه 3- شونډ ( 100 ګرامه ) 4- مالګه د ضرورت په اندازه 5- مرچك يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- لومړى ليمو پرېمنځى او وچ يې كړى بيا هغه مات كړى او اوبه يې وباسى او د پوستكو منځ يې د چړې په څوه باندي پاك كړى او پوستكي يې لكه پياز داسي خلال كړى بيا دغه ميده سوي پوستكي په اوبو كي واچوى او لږ مالګه ور واچوى پاخه يې كړى. كله چي پوستكي پاخه سول راكښته يې كړى او په صافي كي يې واچوى تر څو اوبه يې وننيږي او اوبه يې وچي سي د دې وروسته د بورې خټه شربت جوړ كړى شربت بايد داسي خټه وي چي تار وكړي بيا نو په دغه شربتو كي د ليمو اوبه او پوستكي ټوله واچوى لږ مالګه او مرچ هم ور واچوى او ادرك ( شونډ ) ميده كړي ور وايې چوي په پاي كي كشمش پاك كړى او ور وايې چوى. كله چي شربت ښه و اېشېدل يعني نيمى پاته سي راكښته يې كړى. ډېر خوندور چكني جوړيږي.

د روميانو رُب
د پخېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى او ميده يې كړى بيا يې په دېګ كي واچوى تفت ور كړى تر څو روميان پاخه سي بيا يې په يوه بل غټ لوښي كي واچوى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول ړنې اوبه يې پر سر باندي راځي دغه ړنې اوبه يې ځني ليري كړى پاته روميان ښه وموږى او بيا يې د جالې تر ټوكره وباسى چي رُب يې ووزي او پاته پوستكي او دانې يې په ټوكره كي پاته سي بيا دغه رُب په يوه دېګ كي واچوى پر اور باندي يې كښېږدى چي اوبه يې وچي سي بيا پر دوه كيلو روميانو باندي يوه د چايو كاچغه بوره ور واچوى او لږ مالګه او مرچك هم ور واچوى. او بوتلان ځني ډك كړى.
د روميانو رُب په لمر هم پخيږي. كله چي مو رُب و ايستى پوست او دانې مو ځني ليري كړې بيا نو رُب په غوري ګانو يا پتنوسانو كي واچوى و لمر ته يې كښېږدى لمر يې اوبه وچوي كله چي اوبه وچي سوې په بوتلانو كي يې واچوى دا رُب تر ډېر وخته نه خرابيږي.
يادونه:- ( كله چي مو رُب په غوري ګانو كي واچوى لمر ته مو كښې ښول لږ مالګه پر غوري ګانو باندي ودوړوى څو مچ پر كښې نني )

د نارنجو رُب
د پخېدو ترتيب :- د دې رُب د جوړېدو لپاره د نارنج اوبه وباسى صافي يې كړى او په يوه دېګ كې واچوى تر څو تار وكړي لږ بوره هم ور واچوى كله چي ښه خټه سول راكښته يې كړى.

د انـــارو رُب
د پخېدو ترتيب :- د انارو اوبه په يوه دېګ كي واچوى او
پر اور باندي يې كښېږدى. چي و اېشي يعني د درو كيلو څخه يو
كيلو پاته سي بيا يو څه بوره ور واچوى او ښه يې و اېشوى چي
خټه سو لكه عسل بيا يې راكښته كړى او كښې يې ږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول بوتلان ځني ډك كړى.


ماكاروني، اّش او اّشك
د ماكاروني د پخلى لپاره څو څرګندوني
ماكاروني د ايټگـالويانو د ښو خوړو څخه دي. لكه د افغانانو او ايرانيانو دا چي ورجي دي د دوى دا ماكاروني دي چي روزمره يې په كورو كي پخوي.
څنـګه چي تاسي ورجي په ډېره سليقه او دقت سره پخوى د ماكاروني لپاره هم ښه دقت په كار دى چي وروسته تر پخېدو كوچني رانه سي يا سرښنا كه نه وي ښه پاسته راسي.
لومړى په غټ دېګ كي اوبه واچوى او د هري كڅوړي ماكاروني لپاره دوې كوچنۍ كاچغي مالګه و اوبو ته واچوى كله چي اوبه و اېشېدلې ماكاروني ور واچوى او يو دوې كاچغي غوړي ور واچوى او پرېږدى چي ماكاروني پاسته او په مغز پاخه سي خو خوړين نه سي بيا ماكاروني په صافي كي صاف كړي او لږ نيم ګرمه اوبه پر واچوى چي تريوالى يې ځني ولاړ سي. كه چيري تاسي وغواړى چي ماكاروني د مخه پاخه كړى او كښېږدى. نو وروسته تر اېشېدو يې په سړو اوبو كي واچوى په دغه ډول كه يو يا دوې ورځي پاته سي هم نه خرابيږي.

ماكاروني د پوڅي سره
لازم مواد :-
1- ماكاروني يوه كڅوړه 2- پوڅه ( 150 ګرامه ) 3- كوچي ياغوړي ( 50 ګرامه ) 4- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماكاروني لكه مخكي چي مو ويلي وه هغسي يې پاخه كړى او صاف يې كړى لږ مالګه او مرچ پر ودوړوى او په يوه دېګ كې واچوى كوچي ټوټه ټوټه كړى او پر سر يې ور كښېږدى او دوې درې دقيقې يې پر خام اور باندي كښېږدى چي كوچي ويلي سي. ( ماكاروني بايد وروسته تر اېشېدلو ډېر پر اور باندي كښې نه ږدى پدې چي اوړه كيږي او سره موښلي ) بيا ماكاروني په دېش كي واچوى او ميده سوې پوڅه ورسره ګډه كړى. را وايې خلى.

ماكاروني او غوښي
لازم مواد :-
1- ماكاروني يوه كڅوړه 2- كوفته سوي غوښي نيم كيلو 3- د روميانو اوبه دوه ګيلاسه يا يوه كاچغه رُب 4- پوڅه ( 100 ګرامه ) 5- سره كړي پياز دوې كاچغي 6- كوچي ( 50 ګرامه ) 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماكاروني و اېشوى او تيار يې كښېږدى. سره كړي پياز په يوه دېګ كي واچوى او كوفته ورسره ګډه كړى او پر اور باندي يې كښېږدى. كوفته لږ سره كړى د روميانو اوبه يا رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حل كړى او كوفتې ته يې واچوى لږ مالګه او مرچ ور واچوى او كښېږدى چي كوفته پخه سي اېشولي ماكاروني په يوه دېګ كي واچوى كوچي يې پر سر ور كښېږدى او پر خام اور باندې كښېږدى چي كوچي يې ويلي سي. بيا ماكاروني په يوه دېش كي واچوى ميده سوې پوڅه ورسره ګډه كړى او پر سر يې كوفته ور واچوى يا ټوله شيان جلا جلا په دېشو كي را واخلى.


چاينيز مساله داره ماكاروني
لازم مواد :-
1- ميده سوي پياز نيم ګيلاس 2- د روميانو رُب نيم ګيلاس 3- كوټل سوې اوږه نيمه د چايو كاچغه 4- كوټل سوي ادرك ( شونډ ) يوه د چايو كاچغه 5- تور مرچ د چايو د كاچغي څلرمه برخه 6- مالګه د ضرورت په اندازه 7- كوچي دوې د ښوروا خوري كاچغي 8- پوڅه يوه ټوټه 9- ماكاروني ( 250 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- كوچي يا غوړي تاوده كړى اوږه ور واچوى بيا پياز مالګه او تور مرچ ور واچوى او ښه يې سره كړى. د دې وروسته د روميانو رُب ور واچوى او كښېږدى چي پاخه سي. ماكاروني و اېشوى. صاف يې كړى او په يوه دېش كې واچوى پر سر يې دغه مساله ور واچوى او پوڅه ميده كړى پر سر يې ور وپاشى.


پښتورګي او ماكاروني
لازم مواد :-
1- د پسه پښتورګي څلور دانې 2- د روميانو رُب يوه غټه كاچغه 3- ميده سوي شنه مرچك دوې دانې 4- ميده سوي شنه پياز يوه دانه 5- ميده سوې شنه اوږه نيمه د چايو كاچغه 6- كوچي يوه د خوړو كاچغه 7- مالګه د ضرورت په اندازه 8- تور مرچ لږ څه 9- ماكاروني دوه ګيلاسه اېشولي.
د پخېدو ترتيب :- كوچي تاوده كړى او شنه اوږه ور واچوى بيا پياز مالګه مرچ شنه مرچك او د روميانو رُب ور واچوى. د دې وروسته بيا پښتورګي ور واچوى او سر يې ور پټ كړى بيا يې سره كړى او راكښته يې كړى. ماكاروني په يوه دېش كي واچوى او پر سر يې دا پښتورګي او مساله ور واچوى.


كُرت او ماكاروني
لازم مواد :-
1- ماكاروني يو ګيلاس 2- زدوول سوي كُرت نيم ګيلاس 3- پوڅه يوه
د خوړو كاچغه 4- تور مرچ د چايو د كاچغي څلرمه برخه 5- مالګه
د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماكاروني په اوبو كي و اېشوى صاف يې كړى وروسته بيا كوچي تاوده كړى. كوفته مالګه او مرچ ور واچوى ماكاروني هم ور واچوى او سره سره يې كړى. وروسته بيا پوڅه ور واچوى او راكښته يې كړى په يوه دېش كې واچوى او ر پر سر يې كُرت ور واچوى.

اّشــــــك

لازم مواد :-
1- ترميده اوړه يو كيلو 2- ګندنه يو كيلو 3- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه 4- كوفته نيم كيلو 5- پياز درې دانې 6- ګشنيز او مرچك لږلږ څه 7- غوړي د ضرورت په اندازه 8- وچه نعناع يوه د خوړو كاچغه 9- مالګه د ضرورت په اندازه 10- رُب يوه غټه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوړي په يوه دېګ كي واچوى پياز ور ميده كړى كله چي پياز ژړ سول كوفته ور واچوى او يو څه يې سره كړى بيا نو د روميانو رُب په يو ګلاس اوبو كي واچوى حل يې كړى او و كوفتې ته يې واچوى مالګه او مرچك هم ور واچوى او سر يې ور پټ كړى چي كوفته پخه سي كله چي پخه سوه ګشنيز ور واچوى او تيار يې كښېږدى.
بيا اوړه ښه كلك واغږى او لږ مالګه ور واچوى د يو يا دوه ساعته لپاره يې كښېږدى چي وغوړيږي بيا ګندنه يا شنه پياز ښه په ځېر سره پاك كړى او پرېمنځى بيا يې په تېره چاړه يا قيچي باندي كوچني ميده كړى وروسته تر ميده كېدو لږ مالګه ور واچوى او په لاسو يې وموږى چي اوبه يې ځني ولاړي سي بيا لږ اوړه پر مېز باندي وپاشى او د اوړو څخه يوه كوچنۍ زواله واخلى او په اّش ګز باندي يې نازكه كړى بيا څرنـګه چي ستاسي خوښه وي ګردى يا څلور كونجه هغسي پرې كړى يا يې د چاينكي په سر باندي ګردى پرې كړى او لږلږ ګندنه يا شنه پياز پكښي كښېږدى او دا يوه خوا پر بله خوا باندي را واړوى لكه پېركى او څوكي يې ښه ور كښېكاږى چي بيا په اېشېدو كي سره ايله نه سي چي د منځ مواد يې په اوبو كي ځي دغه ټوله په دغه ډول سره جوړ كړى. بيا په يوه غټ پراخه دېګ كي اوبه واچوى او لږ مالګه هم ور واچوى پر اور باندي يې كښېږدى چي و ايشي كله چي اوبه و اېشېدلې اّشك ور واچوى او پرېږدى چي يو څو واره و ايشي او اوړه يې پاخه سي بيا هغه په صافي كي واچوى صاف يې كړى. بيا په يوه دېش يا غوري كي لاندي كُرت واچوى سره بېره يې اّشك پر كښېږدى بيا د اّشك پر سر باندي پاته كُرت واچوى او كوفته چي مو مخكي پخه كړې وه هغه يې پر سر ور واچوى او لږ سره مرچك او وچه نعناع يې پر سر ور ودوړى او را وايې خلى.


اّش

لازم مواد :-
1- اّش يوه كڅوړه ( 700 ګرامه ) 2- لوبيا يو ګيلاس ( 230 ګرامه ) 3- نخود يو ګيلاس ( 230 ګرامه ) 4- كوفته سوي غوښي ( 750 ) ګرامه 5- پياز ( 250 ګرامه ) 6- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه 7- د روميانو رُب يوه د خوړو كاچغه 8- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 9- وچه نعناع يوه د خوړو كاچغه 10- غوړي ( 150 ګرامه 11- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لوبيا او نخود يوه شپه د مخه خيشته كړى. غوښي او دوې دانې پياز هم تر ماشين وباسى پياز په غوړو كي سره كړى كله چي سره سول كوفته سوي غوښي ور واچوى او د پنځو دقيقو لپاره
يې سرې كړى بيا نو د روميانو رُب د كټوي دارو مالګه او مرچ او لږ اوبه
ور واچوى، د دېګ سر ور بند كړى تر څو كوفته پخه سي. كله چي كوفته پخه سول او پر غوړو باندي راغلل د اور څخه يې ليري كړى. لوبيا او نخود په بل دېګ كي د لږ مالګي او سوډا سره واچوى، لږ اوبه ور واچوى، پر
اور باندي يې كښېږدى چي و اېشي ( د اّش لپاره چي هر څومره دېګ
غټ وي او اوبه يې ډيري وي هغومره يې اّش ښه راځي ) بيا نو اّش
ميده، ميده كړى او اېشېدلو اوبو ته يې واچوى او پرې يې ږدى څو و
ايشي كله چي اّش پاسته سول صاف يې كړى او يو څه يخي اوبه پر واچوى بيا نو اّش، لوبيا او نخود سره ګډ كړى.
بيا نو په غوري يا دېش كي لاندي كُرت واچوى سربېره د لوبيا او نخودو سره ګډ سوي اّش واچوى پر سر يې كوفته واچوى وچه نعناع او سره مرچ يې پر سر ور ودوړوى. بايد ووايو چي ځني خلګ د ژمي
په موسم كي ډېر كُرت په كاسو كي اچوي او بيا اّش ور اچوي او پر سر يې كوفته ور اچوي.
يادونه:- د ګرميو په موسم كي تاسي كولاي سى چي د كُرتو پر ځاي د مستو څخه كار واخلى.

مــنــتــو
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه يو كيلو 2- د كوفتې غوښي يو كيلو 3- پياز يو كيلو 4- اوږه يوه غوزه 5- تازه ګشنيز يوه كوچنۍ دسته 6- كُرت يا چكيده د ضرورت په اندازه 7- نعناع لږ څه 8- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه 9- غوړي د كوفتې لپاره.
د پخيدگو ترتيب :- لومړى د اوړو سره لږ مالګه ګډه كړى او ښه كلك يې واغږى او يو لوند ټوكر پر واچوى او كښېږدى. نيم كيلو غوښي په بخار كي و ايشوى او بيا يې تر ماشين وباسى او نيم كيلو پياز په چاړه باندي يو رنـګه ميده كړى او د كوفتې سره يې ګډ كړى يو څه تازه ګشنيز مالګه او مرچك هم ورسره ګډ كړى او كښېږدى. نيم كيلو غوښي كوفته كړى او ايله يې پخه كړى بيا نو اوړه را واخلى په ماشين يا اّش ګز باندي نازك كړى او په چاړه باندي يې كوچني څلور كونجه ( چار كونجه ) پرې كړى او بيا يوه يوه ټوټه را اخلى او يو څه تياره سوې كوفته پكښي ايږدى او د مثلث په ډول يې خوله ور وتړى او بيا د مثلث دوه كونجه سره ونښلوى دا ټوله په دغه ډول جوړ كړى او بيا د منتو مخصوص دېګ غوړ كړى او منتو پكښي ووډى او په لاندي دېګ كي يې اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي اوبه ايشي منتو د هغه په توښ باندي پخيږي بيا يې وګورى كه پاسته سوي وه راكښته يې كړى بيا نو يو څه كُرت يا چكيده يا كلكي مستې په يوه غوري يا دېش كي واچوى او منتو پكښي ووډى او پر سر باندي يې كوفته ور واچوى او سر بېره نعناع او مرچك پر ودوړوى او پر مېز يا دستر خوان باندي را واخلى.

د روميانو ناوكۍ سلاته

لازم مواد :-
1- يوه اندازه ګردي روميان څلور دانې 2- سرې مولۍ د پاڼو سره يوه دسته 3- ګشنيز او نعناع يوه دسته 4- يوه اندازه اېشولي پټاټگـې څلور دانې 5- سپيني مولۍ يا شلغم يا بادرنـګ څلور دانې.
د جوړېدو ترتيب :- مولۍ يا شلغم يا بادرنـګ سپين كړى او لكه غټه هګۍ داسې جوړه كړى بيا د روميانو سر ګردى ور پرې كړى او منځ يې ور خالي كړى مالګه او مرچ پر ودوړوى او ميده سلاته ځني جوړه كړى او د روميانو منځ د ميده سلاتې څخه ور ډك كړى مولۍ يا بادرنـګ د روميانو پر سر ور كښېږدى بيا پټاټو ته د روميانو خوله د مرچكو غوږونه سترګي او پزه ور جوړه كړى او پټاټه د مولۍ په سر د خلال په خاشه يا د ورلګيت په خاشه باندي پر ټينـګ كړى او د رومي سر د پټاټگـې پر سر باندي ور كښېږدى. بيا سرې مولۍ د ګل په ډول سره سمي كړى. ګشنيز نعناع تربچه د ګردي غوري په منځ كي و اوډى او دغه ناوكۍ په ترتيب سره پر كښېږدى او سرې مولۍ د غوري په منځ كي كښېږدى.

د كبانو سلاته
لازم مواد :-
1- كنسرو كبان يو دبلى 2- شنه پخه سوې لوبيا يو ګيلاس 3- ايشولي هګۍ درې دانې 4- د زيتون غوړي درې د خوړو كاچغي 5- د ليمو اوبه يا سركه درې كاچغي 6- مالګه او مرچ.
د جوړېدو ترتيب :- د ليمو اوبه او د زيتون غوړي سره ګډ كړى او لږ مرچك ور واچوى بيا لوبيا او كبان ور واچوى او سره ګډ يې كړى. وروسته بيا سلاته په يوه لوښي كي واچوى او د زيتون دانې يې پر سر ور و اوډى او اېشولي هګۍ بيا څلور ځايه كړى او پر سر يې ور كښېږدى او شا و خوا ته يې د روميانو او پيازو هلغې و اوډى.

يو ډول د سبزيو سلاته
لازم مواد :-
1- پټاټگـې نيم كيلو 2- مستې يو ګيلاس 3- د زيتون غوړي نيم ګلاس 4- سركه نيم ګيلاس 5- شنه غټ مرچك څلور دانې 6- ښه غټ كلك روميان پنځه دانې 7- اېشولي هګۍ څلور دانې 8- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د جوړېدو ترتيب :- پټاټگـې و اېشوى او سپيني يې كړى او لكه خلال داسي يې ميده كړى. بيا نيمى سركه په مستو كي ګډه كړى او پټاټگـې ور واچوى. شنه مرچك هم لكه خلال داسي ميده كړى او د يوه غټ ګردي غوري په منځ كې واچوى. روميان هلغه هلغه كړى او د مرچكو پر شا و خوا يې و اوډى بيا په مستو كي ګډي سوي پټاټگـې د روميانو شا و خوا ته واچوى. پاته سركه او د زيتون غوړي ته لږ مالګه او مرچك واچوى او پر مرچكو او روميانو باندي يې واچوى بيا درې دانې هګۍ په تېره چاړه باندي اوږده اوږده پرې كړى او پر مرچكو او روميانو باندي يې واچوى بيا درې دانې هګى په تېره چاړه باندي اوږده اوږده پرې كړى او پر مرچكو باندي يې لكه ستوري داسي و اوډى او پاته يوه دانه هګۍ د ګل په ډول جوړه كړى او د مرچكو په منځ كي يې كښېږدى.

د فصل د سبزيو سلاته
ګردى ښكلى غوري خوښوو. او د غوري په منځ كي يوه خوا ته ګردي ګري نازك هلغه سوي بادرنـګ ايږدو بلي خوا ته يې هلغه سوي روميان ايږدو و بلي خوا ته يې د كاهو ميده سوى مغز ايږدو او د سلاتې منځ په نازكو هلغه سويو پيازو سرو مرچكو پوښو او لږ د زيتون توري او شني دانې يې پر سر ور اوډو او د سلاتې شا و خوا په شنو پيازو او روميانو او اېشولو هګيو باندي چي د ګل په ډول مو جوړ كړي دي ښايسته كوو او پر سر باندي يې د زيتون غوړي او سركه اچوو.

د بادرنـګو سلاته
لازم مواد :-
1- اېشولي پټاټگـې يو ګيلاس 2- كلكي مستې يو ګيلاس 3- د چرګ پخې غوښي يو ګلاس 4- د زيتون غوړي څلور د خوړو كاچغي 5- اېشولي شنه نخود يو ګيلاس 6- بادرنـګ 6 دانې 7- سرې مولۍ يوه دسته 8- مالـګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د جوړېدو ترتيب :- لومړى بادرنـګ پرېمنځى او د منځ خوا يې لږ ګردۍ پرې كړى او منځ يې ځني وباسى بيا د زيتون غوړي لږلږ په مستو كي واچوى او بيا مالګه، مرچ، د چرګ غوښي، نخود، پټاټگـې ور واچوى او په مستو كي ګډ كړى بيا د پادرنـګو منځ د دغه موادو څخه ډك كړى او پر سر يې د زيتون دانې ور و اوډى او شا و خوا ته يې سرې مولۍ چي د ګل په شان مو جوړي كړي دي ښايسته كړى.

د سبزيو سلاته

لازم مواد :-
1- كاهو دوې دانې 2- ګاجري نيم كيلو 3- كرم ( بند ګوبى ) نيم كيلو 4- سور كرم يا د جغندر پاڼي نيم كيلو 5- د زيتون غوړي يو ګيلاس 6- سركه نيم ګيلاس 7- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د جوړېدو ترتيب :- ګاجري سپيني كړى او د خلال په مخصوص ماشين باندي يې خلال كړى يا يې تر تراشك وباسى بيا د كاهو مغز نازك په چاړه باندي ميده كړى. سور او شين كرم هم په دغه ډول باندي ميده كړى. بيا نو لږ مالګه او مرچك په سركه كي حل كړى او د زيتون غوړي ور واچوى دغه سركه په ماست خورۍ كي واچوى بيا يو ګردى دېش يا غوري كي لومړى د كاهو مغز واچوى او شا و خوا ته يې ګاجري واچوى د ګاجرو وروسته سور كرم او ور پسې شين كرم و اوډى او پر مېز يې را واخلى. سركه بېله ورسره را واخلى او د خوړو په مهال كې پر واچوى.