سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            

د پخلي په اړه څو ضروري يادوني
د پخلى تر پېل كېدو د مخه بايد ټوله ضروري شيان او لوښي اماده سي. ځني خواړه موږ اومه استعمالوو او ځني پخوو او بيا يې خورو. دواړه ډوله خواړه بايد لومړى ښه پاك كړاى سي. په پخولو سره په زياتره خوړو كي موجود مكروبونه له منځه ځي. خو كله كله بيا پكښي پاتيږي. نو له دي امله تر هر څه د مخه د هغو مينځل او پاكول ضروري دى.
پر سبو او ميوو باندي پراته مكروبونه په پاكو اوبو پريولو سره له منځه ځي.
خو ښه دا ده چي په اوبو كي يو څه پوټاشيم پرمنكنيت ( پټاس ) يا مالګه واچول شي او وروسته په پاكو اوپو پرېولل سي.
ريښه لرونكي او شين پاڼگـي سابه بايد په ځانګړي توګه ښه پاك پرېولل سي. سابه يا مېوه بايد تر ډېره په اوبو كي پرې نه ښودل سي. ځكه چي پدي ډول د سبو يا مېوو ګټوري برخي لكه وېټامينونه، معدني مواد او نور له منځه ځي.
د ناروغانو د پرهېز دانې او خوړو پاكوالى ته بايد ځانـګړې پاملرنه وسي ځكه چي د ناروغۍ او كمزورۍ له امله په ناروغ كي د مكروبونو په وړاندي د مدافعې ځواك او طاقت ډېر كم وي او په دې هكله لږ ناپامي د ناروغ د لا زياتي ناروغۍ سبب كيږي.
پدې كتاب كي زياتره ويل سوي دي چي دا شى په يخچال كي 24 ساعته او يا 12 ساعته كښېږدى پداسي حال كي چي له بده مرغه اوس زموږ په ګران هيواد كي په ډېرو لږو ځايو كي برېښنا او په ډېرو لږو كورو كي يخچالونه سته. نو پدې صورت كي بېله يخچاله هم د دې كتاب تركيبونه تطبيق كيداي سي فرق يې يوازي دونه دى چي غوښي په تېره د چرګ غوښي په يخچال كي ډيري ښې پستيږي نور يې نه په خوند كي فرق راځي او نه يې په ظاهري شكل او بڼه كي بدلون راځي. نو كه څوك د هيواد په سړه سېمه كي اوسيږي غوښي دي په مساله ووهي او تر دوو درو ساعتو پوري دي په يوه يخ ځاي كي كښيږدي دا كار په يخچال كي د ايښولو سره برابر دى. خو كه څوك په توده سېمه كي اوسي داسي به هيڅ نه كوي بلكي هر څه ژر به يې پخوي.
د پخلى د پاره چي مو كومو شيانو ته اړتيا وي هغه پخپله رانيسي خو ډېر مه را نيسى ځكه چي ډېر شى ارو مرو ډېر ضايع كيږي او لږ پكاريږي او بل دا چي شى په كوچني يا ملازم مه رانيسى ځكه زياتره دكانداران كوچني ته خراب شى وركوي او ملازم كيداي سي چي د شي په رانيولو كي ناپامي وكړي او يا د كوم دوست يا شناخته دكاندار څخه خراب يا زوړ يا د شپي پاته شى رانيسي. پخپله چي څوك شى رانيسي حتماً يې ښه ګوري او تازه او صاف ستره شى رانيسي.
بله د يادولو خبره دا ده چي كيداي سي تاسي د دې كتاب كوم خورك په لومړي ځل سم پوخ نه كړاى سى، نو ما يوسه كېږى مه بلكي د هغه د سم او خوندور پخيدو لپاره څو ځلي كوښښ وكړى. زه تاسي ته يقين در كوم چي تاسي بالاخره هغه سم پخولاي سى. پدې هكله بايد ووايم چي د ځينو خوراكونو سم پخېده په لومړي ځل نسي كېداى بلكي څو ځلي كوښښ ضرور غواړي. ما ته پخپله دغه مشكل په وارو وارو را پېښ سوى، يو خورك مي تر څو واره پخولو وروسته سم او خوندور پوخ كړى او بيا مي په دې كتاب كي درج كړى دى.
بله خبره چي بايد له ياده ونه وزي دا ده چي تل يو ډول خواړه مه خورى بلكي د دې كتاب د بيلو، بيلو خوړو څخه بېل، بېل وختونه استفاده كوى. دا ځكه چي خوراك بايد پر خوندورتيا او غذايت سر بېره د صحت او تندرستى لپاره متوازن هم وي پدې معنا چي بايد زموږ بدن ته ډول، ډول وېټامينونه پروټينونه معدنيات او نور و رسيږي او دا هله كيداي سي چي زموږ په ورځني غذا كي دا شيان شامل وي او څركنده ده چي دا شيان له متنوعو غذاوو څخه په لاس راځي.
خو زموږ دا خبره بايد داسي تعبير نه سي چي موږ ډېر وخورو بلكي له ډول، ډول خوړو څخه لږ وخوړل سي خو له خوند او غذايت څخه ډك وي كه په يو خورك كي خوند وي خو غذايت ونه لري او داسي اجزاوي پكښي نه وي چي بدن ته قوت وركوي نو معلومه خبره ده چي د خوړونكي روغتيا به تر اغيزي لاندي راولي او په ډول، ډول ناروغيو به اخته سي. او كه په يو خورك كي صرف غذايت وي خو خوند و نه لري نو دا به د درملو په څېر وي چي خوړونكى به يې له ماتي خوا خوري.
په بل عبارت هغه شيان چي په خوله خوندور وي هغه معده هم ډېر ښه قبلوي او د بدن ډېر ښه اجزا جوړېږي او هغه شيان چي په خوله بد خونده وي هغه معده هم نه مني او پر صحت بد لګيږي. نو ښايي چي
زموږ خواړه خوندور، غذايت لرونكي او متوازن وي او لږ لږ وخورو.

د غوښو ساتلو لاري چاري.
غوښي، چرګ او ماهيان بايد د يخچال د يخي په ځاي كي كښېښول سي. ماهيان په يوه نازك ټوكره كي وپېچى او كښې يې ږدى. غوښي چي د يخچال څخه را وباسى ډېر وخت يې مه پريږدى بلكي په دغه يخ والي كي يې پخوى. پخي غوښي بايد په يوه سر تړلي لوښي كي كښېښو ل سي. د چرګ غوښي ښه پرېولى بيا يې وچي كړى او د پخېدو تر وخته يې ښه يخي وساتى. هغه غوښي چي پخې نه وي خو وچي وي او مالګه په وهل سوې وي په تياره او هوا لرونكي ځاي كي تر ډېره وخته ساتل كيداي سي.
كه غواړى چي غوښي وچي كړى نو يې كوچنۍ ، كوچنۍ ټوټگـې كړى مالګه پر واچوى او وچي يې كړى. كوچنۍ ټوټگـې د غټو ټوټو په نسبت ډېر ژر وچيږي. په وچېدو سره د غوښو خوند په ډېره اندازه بدليږي، اوبه يې ننيږي خو غوښي نه خرابيږي. د ماهيانو په تجارت كي دغه طريقه د كوچنيو ماهيانو د حفاظت لپاره په كار اچول كيږي.
په ځينو هيوادو كي د غوښو پر ټوټو باندي مالګه اچوي او په غټوخونو كي يې ايږدي او د لرګو براده ورته لګوي او په دغه ډول يې وچوي. په دود كي د ځينو موجودو مركباتو د تعامل له امله غوښي له خرابېدو څخه خوندي پاته كيږي.
د ګر ميو په موسم كي د غوښو ساتلو لپاره يو ټوكر را واخلى په سر كه باندي يې لوند كړى. بيا په غوښي پكښي و پېچى او كښې يې ږدى، تر ډېره وخته نه خرابيږي .


د پخو خوړو د مالګي لږولو لاري چاري.
كه كله په خوړو كي ډېره مالګه واچول سي نولا ندي تر كيبونه استعمال كړى:
اوړه خيشته كړى او كوچنۍ، كوچنۍ ټگـيكۍ ځني جوړي كړى دېګ ته يې واچوى. كه يې په يوه پلا خوند سم نه سو دوهمه پلا نور ور واچوى په دغه ډول يې مالګه لږيږې.
د خوړو د مالګي لږولو بله لاره دا ده چي يو سپين پاك كاغذ سالن ته ور واچوى، كاغذ مالګه جذبوي. كه يوه ټوټه سكور پريمنځى او دېګ ته يې واچوى هغه هم مالكه جزبوي.


د هګيو له خرابېدو څخه د خونديتوب لاري چاري.
د هګيو د خرابېدو د مخنيوي لپاره ډېر ښه ځاې يخچال دى. څرګنده خبره ده چي په يخچال كي د هګۍ تازه ګي ساتل كيږي. خو په بل ځاى كي ممكن هګۍ په ډېر لږ وخت كي خرابي سي. خو كه هګۍ په ميده مالګه ووهى او كښې يې ږدى تر ډېر وخته نه خرابيږى. دغه راز كه هګۍ په تودو مو موكي غوټه كړى او بيا يې په يوه ساړه ځاى كي كښېږدى، تر څو مياشتو پوري نه خرابيږي.
هګۍ هغه مهال مينځى چي پخوى يې ځكه چي د هګى پر پوست باندي داسي يو نازك ورغ سته چي هګۍ د هوا او بوى څخه ساتي نو كه هګۍ پرېولل سي دغه ورغ يې ضايع كيږي. او ژر خرابيږي.
د ايشيدلو هګيو څخه د پوست په اساني سره د ليري كولو لپاره د هـګيو د اېشولو په وخت كي په اوبو كي لږ څه مالګه واچوى په دې ډول به د هګۍ پوست په ډېره اساني سره ځني جلا سي.

د سبو رانيول او پخول
څنـګه چي زموږ د ورځني اړتيا ليري كولو لپاره تازه سابه په كار دي نو ښه به دا وي چي په خپل كور دننه يا د هغه د باندي شا و خوا ته نژدې سابه او داسي نور شيان وكرو. څو هره ورځ د خپلي اړتيا سره سم تازه سابه ځني تر لاسه او پاخه كړو. خو په عام ډول دا كار ممكن نه دى او په تېره بيا په ښارو كي ډېر مشكل دى. ځكه نو موږ اړكيږو چي دا شيان د بازار څخه رانيسو. نو كوښښ بايد وسي چي ښه او تازه سابه رانيسو. شومانده او وچ مېږنو سبو د خپل غذائيت ډېره برخه د لاسه وركړې وي.
كه چيري سابه تر پرې كولو وروسته لمر ته كښېښودل سي دهغو كيروټين (1) وېټامين C او وېټامين B زياته برخه له منځه ځي. كه سابه او داسي نور تر سايې لاندي هم كښېښول سي هم په دوې ورځي كي د هغو 8 فيصده وېټامين له منځه ځي. د سبو د اوبو د وچېدو سره سم د هغو وېټامين هم له منځه ځي نو د سبو د ساتلو ډېر ښه ځاى يخچال دى چي ښه يې پكښي و اوډو او له 39 څخه تر 45 درجې حرارت كي يې كښېږدو خو كه يخچال نه وي بايد هغه په يوه يخ ځاي يا زېر زميني كي كښېږدى. د سبو په پاكېدو كي بايد ډېر ضروري اجزاوي ځني ضايع نه سي. نو د دې دپاره بايد حتى الامكان كوښښ وكړو چي د سبو كوم جز بېله ضرورته ځني و نه غورځوو.
د ګل ګوبي په نرمو پاڼو كي ډېر قيمتي اجزا په تېره كېروټين سته چي بايد وخوړل سي. د كاهو په شنو پاڼو كي د هغو د ژړو پاڼو په نسبت زيات كېروټين او ډېر ښه پروټين سته.
د ليمو په اوبو او سركه كي داسي مواد( سټرك اسيډ ) سته چي مكروبونه وژني. كه دغه د خورك سره سره په چټني او يا اچارو كي واچوو ډېر ګټور دي. پياز او اوږه هم مكروب وژونكي دي كه دا هم په سلاد كي استعمال سي ډېر به ښه وي.
مېوې بايد تر خوړلو د مخه ښه پاكي پرېولل سي. عموماً د مېوو مكروبونه د نل په اوبو سره له منځه ځي. د مېوو په پرېوللو كي بايد د ډېر احتياط څخه كار واخيستل سي او كوښښ وسي چي ډېري ښې پرېولل سي. ځكه مېوې په ظاهره ډېري پاكي معلوميږي خو د هغو پر پوست باندي ډېر مكروبونه نښتي وي.


د پخلنځي اصول
له بده مرغه زموږ په هيواد كي د زياترو كورونو پخلنځي د اصولو سره سم نه دي جوړ سوي ډېر پخلنځي كړكۍ نه لري او واړه واړه دي چي پدي توګه كار په اساني نه پكښي كيږي. د دود وتلو كوم معقول انتظام يې نه وي سوى زياتره ان د ورځي له خوا هم تياره وي چي له دې گامله زموږ د خويندو او د هغو د ماشومانو روغتيا ته ضرر من واقع كيږي.
لكه چي تاسي پوهېږى زموږ د كورنيو ښځو تر نيمايي زيات وخت په پخلنځي او يا په هغه پوري اړوندو چارو لګيږي. نو له دې كبله ښايي چي پخلنځي او د هغه د ننه د پخلنځي د اصولو سره سم جوړ سي. پخلنځي ته بايد د دود د وتلو د پاره دود كښ _ د هوا او ړنا راتلو لپاره روشن دان او كړكۍ وركړه سي. پخلنځي بايد ډېر پاك او ستره وساتل سي. كه په پخلنځي كي له ګاز څخه كار اخيستل كيږي بايد ډېر په احتياط استعمال سي. د ګازو د اشټوپ لپاره بايد بېل ځاي جوړ سي. د ګازو ډبې ( سلنډر ) ته نژدې تېل او داسي نور شيان اېښودل يا كار ور ځني اخيستل ډېر خطرناك دي. د ګازو ډبه بايد د اشټگـوپ څخه ليري كښېگـښول سي.
پخلنځي بايد د مېرمنو د كار لپاره په ولاړي وي يا په ناسته يو مناسب ځاي ولري. كه پخلنځي د لوښو او دېگـګونو د پاره بندي المارۍ يا سټگـينډونه ولري. ډېر به ښه وي. په پخلنځي كي بايد جالۍ ونه لګول سي. بلكي له هنداري څخه كار واخيستل سي. هره ورځ بايد جارو او صافه سي. چت يې بايد په اوني كي يو ځل پاك سي. مځكه يې بايد په اوبو پرېولل سي. د وړو، وړو خزندو څخه بايد پاك وساتل سي. په مياشت كي يو يا دوه واره DDT يا كوم بل داسي پوډر پكښي وشيندل سي. خو په ياد مو وي چي ټول لوښي او د خورك او څښاك شيان بايد د پخلنځي څخه و ايستل سي، پاك سي او پوډر پكښي وشيندل سي.
لكه چي پوهيږو مكروبونه د انسان كولمو ته ځي او د ډول ډول ناروغيو سبب كيږي ځكه نو بايد په پخلنځي كي د څښلو اوبه كښي نه ښودل شي. د خوړو شيان هيڅ كله بايد په پخلنځي كي پرې نه ښودل سي. لوښي بايد ښه پاك پريولل سي. مات كلوچ او كاږه لوښي بايد هيڅكله استعمال نه سي ځكه چي په داسي لوښو كي مكروبونه ځاى نيسي چي بيا په اساني سره نه پاكيږي. همدا راز د پخلنځي چړې بايد ډېري پاكي وساتل سي. زياتره خلګ چي په چاقو كوم شى ميده كړي نه يې پاكوي او دغسي يې اېږدي چي دا د ډول ډول مكروبونو د پر را ټولېدو سبب كيږي نو بايد چړې د كارا خيستلو وروسته پاكي پريولل سي او په وچه صافه وچي سي او په يوه بند ځاى كي كښېښول سي.
دغه راز تر پخلى پېل كولو او سبو ميده كولو د مخه بايد لاسونه په صابون پرېولل سي. د مېرمنو د لاسونو نوكان بايد اخيستل سوي وي. كه مېرمن په ټوخي او زكام اخته وي د پخلى څخه بايد ډډه وكړي. د تريچېدو په وخت بايد ارو مرو پر پزه او خوله دستمال ونيسي. كه يې پر لاس كوم ټپ وي نو خا مخا دي پټگـۍ پركښېږدي. ځكه چي پر لوڅ ټپ باندي مكروبونه ځاي نيسي كه دا ممكنه نه وي نو د سبو او سلاتې د ميده كولو په وخت كي دي د ستكشي په لاس واغوندي.

سابه ميده كول او سلاته جوړول
له سبو څخه د خوړو جوړولو په كار كي بايد څلور خبري په پام كي ونيول سي.
1- سابه بايد تازه وي. كه د استعمالېدو په مهال له بوټگـي څخه پرې سي ډېر به ښه وي. 2- سابه بايد له ښه قسمه وي،چينجي،ناپاكي او نور شيان نه وي پر موښتي. پيزي او وچ نه وي. په تېره ناروغانو ته بايد له ډېرو ښو سابو څخه خواړه پاخه سي. 3- څو ډوله سابه بايد سره ګډ سي او سلاته ځيني جوړه سي څو سلاته هر ډول غذائي او ضروري اجزا ولري. مثلاً:- په سلاته كي بايد پياز، روميان، بادرنـګ، مولۍ ، چمبرخيال، ګازري، جغندر، شنه مرچك، شنې پاڼگـي، لېمو او داسي نور شامل وي. ښه به دا وي چي د يوه وخت په سلاته كي د لېمو سره لږ تر لږه درې ډوله سابه شامل وي. د بل وخت په سلاته كي بيا دري ډوله نور سابه شامل سي، چي په دې ډول به په سلاته كي تنوع راسي او خورك به يـې خوندور، خوش رنـګه او ګټور سي. 4- د سبو په پاكولو كي بايد لاندي لار ښودني عملي سي، څو سابه له چېنجيانو، مكروبونو او نا پاكي څخه پاك شي.
د بېلو بېلو سبو د پرې كولو او مېنځلو لاري چاري بېلي بېلي دي.
د غټو پاڼو لرونكو سبو لكه كاهو، كرم او داسي نورو پاڼگـي بېلي كړى. وچي او پېزۍ پاڼگـي يې ځيني لېري كړى، شنې پاڼگـي يې ځني جلا كړى او د مالګي په اوبو كي يې پرېولى، بيا يې تر پاكو اوبو وباسى، په صافي كي يې واچوى او اوبه يې ځني وننوى.
د كوچنيو پاڼو لرونكو سبو لكه پالك، سار مكۍ ، خلفه او داسي نورو څخه كلك نارونه او ريښې ليري كړى، بيا يې د مالګي په اوبو كي پريولى او بيا يې تر اوبو وباسى.
رېښه لرونكې سابه لكه ګازري، شلغم، مولۍ ، پټاټگـې او داسي نور په پاكو اوبو كي واچوى او پرې يې ولى بيا يې مېده كړى، د مالګي او لېمو په اوبو كي يې واچوى تر څو تازه پاته سي.
زڼگـي لرونكې سابه لكه روميان، بادرنـګ، چمبرخيال، كډو او داسي نور پرېمنځى. كه ضرورت وي سپين يې كړى او كوچنۍ، كوچنۍ ټوټگـې يې كړى. خو د نازك بادرنـګ او چمبرخيال سپينېدو ته ضرورت نسته. سابه چي ميده سي د مالګي او لېمو په اوبو كي واچول سي، مضر مكروبونه يې له منځه ځي او تازه پاته كيږي. بيا بايد په پاكو اوبو پريولل د ډېرو فلزي لوښو خوند او رنـګ په خوړو كي د موجودو موادو د تاثير له امله څه نا څه خوړو ته ور وزي. يا د لوښو خوند او په خوړو كي موجود مواد يو له بله كېمياوي اغېزې ښندي. چي دا كله كله ډېر ضرر ناك تمامېږي. د مسو، جستو – او سپني او ټېم په لوښو كي دا خبره په ځانګړې گتوګه ليدل سوې. هغه مېوې او سابه په كومو كي چي تېزاب وي تر پخولو وروسته بايد تر ډېره وخته په لوښي كي كښې نه ښودل سي ځكه چي تېزاب فلز ويلي كوي او په غذا كي ګډيږي چي په دې ډول ضرر ناك كيږي. د مېوو اوبه هم بايد د جستو په لوښي كي كښې نه ښودل سي ځكه چي په اوبو كي موجود تېزاب د جستو سره يو ځاي كيږي او مالګه ځيني جوړيږي او د مېوې اوبه بدخونده كوي. د مسو مالګه معده او كولمې سي. خو بيخ لرونكې سابه بايد په جالۍ داره لوښي كي واچول سي او په اېشېدلو اوبو كي يوه غوټه وركړه سي چي په دې ډول د هغو مكروبونه هم له منځه ځي او سابه ښه خوندي پاته كيږي.
د مېوو اوبه له مكروبونو څخه بالكل پاكي وي. خو كه يو څه د لېمو اوبه ور واچول سي ډېر به ښه وي.


د خوړو پخولو لوښي او د پخو خوړو ساتل

د ډېرو فلزي لوښو خوند او رنـګ په خوړو كي د موجودو موادو د تاثير له امله څه نا څه خوړو ته ور وزي. يا د لوښو خوند او په خوړو كي موجود مواد يو له بله كېمياوي اغېزې ښندي. چي دا كله كله ډېر ضرر ناك تمامېږي. د مسو، جستو، اوسپني او ټېم ( ټين ) په لوښو كي دا خبره په ځانـګړې توګه ليدل سوې. هغه مېوې او سابه په كومو كي چي تېزاب وي تر پخولو وروسته بايد تر ډېره وخته په لوښي كي كښې نه ښودل سي ځكه چي تېزاب فلز ويلي كوي او په غذا كي ګډيږي چي په دې ډول ضرر ناك كيږي. د مېوو اوبه هم بايد د جستو په لوښي كي كښې نه ښودل سي ځكه چي په اوبو كي موجود تېزاب د جستو سره يو ځاي كيږي او مالګه ځيني جوړيږي او د مېوې اوبه بدخونده كوي. د مسو مالګه معده او كولمې خرابوي او وېټامين C له منځه وړي. په هغو مسي لوښو كي چي په قلعي ښه نه وي سپين سوي دغه مالګه ژر جوړيږي او د خوړو سره ګډيږي.
د اوسپني كړايي هم د تېزابي خوړو د پخولو او ساتلو دپاره مناسب نه دى. په مڼو او نورو كي موجود تېزاب پر نكلي كاچغو باندي تور داغ اېږدي. ځني نقره يې لوښي چي د نكلو، جستو، او مسو څخه يې جوړ كړي وي د تېزابي خوړو څخه خرابيږي. د المونيم لوښي بايد د مالګي په تېزابو يا سوډا په اوبو پرې نه ولل سي، په دغو لوښو كي تېزابي خواړه پرېښول د ډېر وخت لپاره ښه نه دي.
د خوړو په لوښو كي تر ټولو ښه د بېداغه فولاد و يا سټگـيل ( Stain Less Steel )لوښي دي چي نن سبا په هر ځاى كي په پراخه پېمانه پيدا كيږي. خو د بېداغو لوښو بيي ډېري جګي دي كه دا نه وي د خوړو ساتلو دپاره چيني يا ناشكن لوښي مناسب دي چي دا نسبتًا ارزانه په لاس راځي. خو اوس داسي لوښي را وتلي چي د اور تودو ښه يې نه خرابوي. نا سوزه يا ( Fire Proof Glass ) لوښي د پخلى لپاره ډېر مناسب دي پر دغو لوښو تېزاب يا كوم بل شى هېڅ كېمياوي اغېزه نه كوي او د خوړو خوشبويي هم نه ضايع كوي. د دغو لوښو تر پرې وللو وروسته په هغو كي د كوم شي بوي هم نه پاته كيږي. نوكه كېداي سي دغه لوښي استعمال كړى.

د بخار دېګ
نن سبا د بخار د دېګ استعمال ډېر عام سوى دى. پدې كي پخلى څو ګڼي لري.
1 - خواړه د حرارت په 112 درجه كي پخېږي كوم چي ډېر كم وخت پر لګيږي. د مثال په ډول په ساده دېګ كي پر ګازرو پخول 40 دقيقې لګيږي خو په بخار دېګ كي صرف په 3 دقېقو كي پخيږي.
2 – په خوړو پخولو كي بايد ډېر لږ اوبه استعمال سي. څنګه چي د بخار دېګ بند وي هغه ته د دباندي اكسېجن نه ور ننوزي نو لږ اوبه ور اچول كيږي چي په دې ډول د دېګ اوبه نه وچيږي او د خوړو ضروري او مهم اجزا او د هغو خوشبويې تر ډېره حده پكښي پاتيږي. دغه راز د اكسېجن د لږ ورسره يو ځاي كېدو له امله د خوړو ويټامين C هم د ګرمي سره سره د ضائع كېدو څخه خوندي پاته كيږي. د اكسېجن په نسته والي كي دغه ويټامين ډېر ژر د يوه ډول انزايم له اثره ( چي پخپله په تازه سبو كي وي ) ضايع كيږي. خو كله كله داسي هم كېداي سي چي كه پام ونه سي نو د بخار په دېګ كي د خوړو د ډېرو پرېښودو له امله هغه زيات پاخه سي او ګټور مواد يې ډېر ضايع سي. نو كه د بخار په دېګ كي خواړه پخوو د وخت پابندي بايد ډېره وسي.

په توښ كي د پخولو دېګ

اوس په توښ كي د پخولو لپاره د دوو دېوالونو لرونكي ځانګړي دېګونه را وتلي دي. په دغو دېګو كي خواړه په توښ كي ورو ورو پخيږي او پستيږي. چي په دې ډول د سبو خوشبويې او غذائيت نه ضايع كيږي.
او پستيږي. چي په دې ډول د سبو خوشبويې او غذائيت نه ضايع كيږي. ځكه چي په دېګ كي ډېره تود وښه نه وي او د خوړو ګټوري برخي په اوبو كي نه ويلي كيږي او نه ضايع كيږي. كومي مېرمني چي په كور كي په كار ډيري بوختي وي هغو ته دغه ډول دېګونه ډېر ضروري دي. په دې چي په دغو دېګو كي د خوړو د سوځلو يا پر سر راتلو بېره نسته. دغه داسي يو ډول دېګونه دي چي په قلعي وهل سوي او تل يې ډېر بنډ وي او سر يې په يو دول ځانګړي سر پوښ بنديږي چي پر كم زوره اور اېښول كيږي او خواړه په خوله يا توښ كي پخوي. پدې كي سابه لومړي سره كيږي او بيا يې سر ټينـګ تړل كيږي چي پدې ډول له سبو څخه په ډېر لږ وخت كي اوبه بېليږي او سابه پستيږي. د كومو سبو اوبه چي لږوي د هغو تر سره كېدو وروسته يو څه تودې اوبه يا د سبو يخني ور لوېږي او د پنځو دقيقو لپاره پر تېز اور باندي اېښول كيږي بيا اور پر كميږي بيا له 20 څخه تر 40 دقيقو پوري په دېګ كي اېشي او په دې ډول سبزي پخيږي او خوشبويې اوخوند يې نه ضايع كيږي چي له دې وجي ډېر ګتوراوخوش خوره وي.


خوړنځگـى ( طعام خوري )
زموږ په هيواد كي يو شمېر كورونه كوم چي په عصري ډول جوړ سوي د پخلنځى تر څنـګ خوړنځى هم لري، خو زياتره كورونه كوم خاص خوړنځى نه لري او خلـګ ډوډى په خونو يا د خونو دباندي كوم بل ځاي خوري. ښه دا ده چي په هغه كورو كي چي خوړنځي نه وي د ډوډۍ خوړلو دپاره ځانـګړى ځاي وټاكل سي او تل هلته ډوډۍ وخوړل سي. د ډوډۍ خوړلو ځاي بايد ښه پاك و ساتل سي كه خوړنځى يخ او تياره وي ښه به وي. خو په هغه كي د هوا د جريان معقول انتظام بايد وسي. خواړه بايد له مچانو، غوماشو او نورو شيانو څخه وساتل سي. كه په خوړنځى كي جالۍ هم لګېدلې وي بيا هم د خوړو پر لوښو باندي بايد سر پوښونه كښې ښول سي. خوړنځى او پخلنځى ته نژدې بايد جارو، د خځلو لوښي او داسي نور هيڅ كله كښې نه ښودل سي.
ارام چاپير يال، پاك لوښي، صاف ستره ميز يا سترخان هم د خوږو خوړو غوندي ډېر ضروري دي. پر ككړ سترخان يا بې ډوله او ناپاكه مېز باندي ډېر خواږه خواړه هم خوند نه كوي. پر سترخان باندي بايد سړى د ټولو فكرو څخه وزګار وي او د خوښۍ په فضا كي ډوډۍ وخوري. په خوابد تيا سره ډوډۍ خوړل يا د ډوډۍ خوړلو په وخت كي زړه بدونكي خبري كول يا پر داسي مساْله باندي بحث كول چي خوړونكى د هغه په باب بېلي بېلي رايْي وركوي طبيعت خراب او بې مزې كوي چي نتيجه يې بد هضمي او د معدې څخه شكايت او داسي نور وي.
پر مېز باندي ښكلې او پاك سرميزي غوړول او د هغه په منځ كي د ډول ډول ګلانو ګېډۍ او شنو شيانو ايښول سترخان ښايسته كوي، زړه او دماغ تازه كوي او سترګو ته فرحت بخښي. او كه د دې تر څنګ پر
سترخان باندي موسكا او زړه خوشحالونكي خبري هم شاملي وي نو د ډوډۍ خوندور توب او ګټور توب دوه برابره كوي.


د مېلمستيا اّداب
د ډوډۍ خوړل په ټولو لويو او كوچنيو مېلمستياوو كي بايد په ځانګړو تياريو او تشريفاتو سره وي. له دې امله بايد سترخوان او د خوړلو لوښي ډېر پاك او زړه را ښكونكي وي.
د سترخوان ښكلا او د ډوډۍ خوندورتوب د كوربه په سليقه، نظافت او پاملرنه پوري اړه لري، نه په ډېر خرڅ او مصرف پوري. د لوښو كاچغو، پنجو او چړو سم اوډل او د سترخوان د رنـګ سره برابر د لوښو، اېښوول يا پر سترخوان باندي د ګلانو اوډل يا د خورك غاب په تركاريو ښايسته كول يا په ژمي كي د وچو او ژمنيو مېوو او په دوبي كي د ګلانو او نورو شنو پاڼو پر سترخوان اېښول او د برېښنا د ړنا سره سره پر سترخوان د شمعي لګول او خوږې خبري او خوشالونكي او تفريحي مطالب ويل د كورنيو مېگـلمستياوو له اصولو څخه بلل كيږي.
په مېلمستيا كي د خوړو او تشريفاتو په برابرولو كي تر حد تېر زياتوالى مه راولى ځكه چي كېداي سي دا كار ستاسي ځان ښكاره كول و بلل سي ځكه نو كه خواړه په اندازه وي ډېر به ښه وي.
په هر صورت د مېلمه ډېر عزت او حسن معاشرت په دوستانو او اشنايانو كي د كوربه محبوبيت زياتوي او د شخصي مقاصدو په تر سره كولو كي وړ مرسته كوي پدې ډول تاسي كولاې سى د خلګو زړونو ته لاره ومومى دوستان مو ډېر كړى او كورنۍ مو سر لوړې كړى.
همدا راز بايد په ټېنـګه په پام كي ولرى چي د مېلمنو په مخ كي ټول كارونه په سړه سينه تر سره كړى او له اضطراب او تلوار څخه هېڅ كار مه اخلى او د كور هېڅ غړي ته كوچنۍ خوشكه هم مه كوى.
اشنايانو كي د كوربه محبوبيت زياتوي او د شخصي مقاصدو په تر سره كولو كي وړ مرسته كوي پدې ډول تاسي كولاې سى د خلګو زړونو ته لاره ومومى دوستان مو ډېر كړى او كورنۍ مو سر لوړې كړى.
همدا راز بايد په ټېنـګه په پام كي ولرى چي د مېلمنو په مخ كي ټول كارونه په سړه سينه تر سره كړى او له اضطراب او تلوار څخه هېڅ كار مه اخلى او د كور هېڅ غړي ته كوچنۍ خوشكه هم مه كوى.

د ډوډۍ خوړلو اّداب
د فقهي په كتابو كي د خورك په باب ويل سوي چي خورك او څښنـګ د ګيډي د مړېدو او تندي د ماتېدو لپاره په هغه اندازه چي انسان ځان له مړيني په وژغوري او لمونځ او روژه په ادا كړاى سي فرض دى بلكي د رسول ( ص ) د حديث په حكم اجر او ثواب لا هم لري. او كه څوك په مړه ګېډه د دې لپاره څه خوري چي د بدن قوت يې په زيات سي دا مباح كار دى. خو كه څوك تر مړتيا زياته ډوډۍ خوري چي ګيډي ته يې تاوان ور ورسيږي دا حرام دى. همدا رنګه د فقهي په كتابو كي وايې چي دومره لږ خورك چي سړى د عبادت په كولو كي نا توانه كي نا جايز كار دى او د ډول ډول مېوو خورك څه پروا نه لري. اما د ډول ډول مېوو خوړلو پرېښول ښه كار بلل سوى دى. ممكن دا له دې امله وي چي د ډول ډول شيانو خوړل صحت ته ښه نه وي او بل اسراف دى. د خورك په سر كي بسم الله ويل او په اخير كي اَلٌحَمٌدُلله ويل او تر ډوډۍ خوړلو د مخه او وروسته د لاسو پرېولل سنت كار دى. خو بِسٌمِ الله بايد په زوره و ويل سي او اَلٌحَمٌدُلله دي هغه مهال په زوره وايي چي ټوله له ډوډۍ خوړلو څخه فارغ شي. او د ډوډۍ خوړلو لپاره چي لاسونه پرېولي نه دي وچوي دا د دې لپاره چي د لاس په وچېدو سره ممكن كوم مكروب د ده په لاس پوري ومښلي خو چي د ډوډۍ خوړلو وروسته لاسونه پرېولي په دستمال دي وچوي څو يې د لاسو څخه د غذا اثر ليري سي. او د نمك دانۍ او كاسې اېښول پر ډوډۍ باندي او يا په ډوډۍ لاس يا كاچغه پاكول مكروه كار دى.
په ردالمحتار كي وايي چي ډوډۍ خوړل په لڅ سر او چي تكيه يې وهلې وي څه پروا نه كوي اما د طبابت له نظره د ډوډۍ خوړل په داسي حال كي چي تكيه يې وهلې وي ممكن صحت ته تاوان پېښ كړي.
دغه رنـګه په ردالمحتار كي وايي چي د ډوډۍ د منځ خو ړل او څنډي پرېښول اسراف دى. او په خورك كي سنت دا دى چي د كاسې له منځه څخه نه بلكې د څنډي له خوا څخه له يوه ځايه څخه خواړه و خوړل سي خو د ډول ډول مېوو د لوښي څخه كېداي سي چي د هره ځايه څخه يې و خوري. او چي ډوډۍ خوري چپه پښه دي تر ځان لاندي كوي او راسته پښه دي دروي.
ډوډۍ دي ګرمه نه خوري او نه دي بويوي او نه دي داسي پوكي چي د اف اواز ځيني پورته سي. د ډوډۍ خوړلو په وخت كي پټه خوله كيدل هم مكروه كار دى. بلكي د خوړو پر وخت بايد ښې ښې او خوږې خبري وسي. دغه راز د ډوډۍ خوړلو وروسته د كاسې پاكول هم سنت كار بلل شوى دى.
بله د يادولو وړ خبره دا ده چي پر خوړو باندي عيب اېښول ښه كار نه دى كه د چا كوم خواړه خوښ نه وي نه دي خوري. همدا راز د ډوډۍ خوړلو په مهال ټېغونه اېستل او تر حد ډيري خبري كول هم ښه ندي. د ډوډۍ خوړلو په وخت خوله داسي خلاصه نيول چي ژوول سوي خواړه ښكاره سي او يا ډېر ځلي په خوله كي ګوتي وهل چي په غاښو كي بند شيان را وكاږي هم ښه نه دى. د ډوډۍ خوړلو په اخير كي دا دعا لولى. ( الحمدلله الذي اطعمنا و سقانا و جعلنا من المسلمين ).
د خوړو په پخولو كي بايد د موادو د وزنونو په تېره د مسالو د وزنونو په هكله ځانـګړې پاملرنه وسي او دېګ ته د شيانو د اچولو د مخه هغه د عقل په تله هم و تلل سي. خو لكه څنګه چي پوهېږى د خوړو په هكله زموږ د هيواد د هري برخي د وګړو عادتونه بېل بېل دي د مثال په توګه ځيي په خوړو كي مرچك او نوري مسالې لږ او ځني يې ډيري استعمالوي. همدا راز ځني خلګ خواړه ډېر ترش او ځني يې لږ ترش خوري. نو لدې امله حتمي نه ده چي د غوړو او نورو مسالو په هكله پدې