سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            

كـيـكـونـه
د ډول، ډول كيكونو د پخلى لپاره څو څرګندوني :
هغه ټكي چي د كيك د پخلى دپاره په پام كي نيول سوي دي په لاندي ډول دي.
1- هغه اوړه چي تاسي د كيك د پخېدو لپاره كار ځيني اخلى بايد ډېر پاسته او سپين او تازه وي.
2- داش مو بايد د مخه تود كړى وي.
3- هغه مواد چي تاسي يې په كيك كي اچوى بايد د مخه مو اندازه كړي وي او تيار مو ايښي وي.
4- اوړه بايد په پاي كي چي ټوله مواد جوړ سول په چټكي سره ور واچوى او ډېر يې سره ونه وهى په دې چي د اوړو پاړسوب كښيني نو بايد دغه مواد ژر په قالب كي واچوى.
5- د دې د مخه چي كيك پر مخ ښه پوخ نه وي د داش سر بايد په هېڅ ډول خلاص نه كړى.
6- د كيك قالب بايد ښه غوړ كړى او بيا كاغذ پكښي هوار كړى.
7- هغه كيك ته چي غوړي يا كوچي ور واچوى هغه بايد تاسي په يخچال كي كښې نه ږدى په يوه نايلون ټوكره كې وپېچى يا يې په يوه سر تړلي لوښي كي كښېږدى چي پوست وساتل سي.

څرنـګه موږ پوهيږو چي كيك پوخ دى؟ :
د دې دپاره چي موږ پوه سو چي كيك پر مخ پوخ دى يوه فلزي
ميله يا پنجه را اخلو او په كيك يې ننه باسو كه چيري پنجه يا ميله پوري شي نه وموښتى نو كيك پوخ دى.
ساده اسفنجي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ شپږ دانې 2- ترميده اوړه شپږ د ښوروا خوري كاچغي 3- بوره شپږ د ښوروا خوري كاچغي 4- بيكينـك پوډر نيمه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره جلا كوو. د هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډرو سره يو ځاي كوو سره ګډوو يې او ښه يې سره وهو تر څو رنـګ يې سپين وګرځي. د هګۍ سپين جلا سره وهو تر څو لكه ځګ داسي سي. بيا ژړ او سپين سره يو ځاي كوو او اوړه په جټكي سره ور اچوو او سره وهو يې چي ګډ سي. بيا وروسته ( بايد ډېر سره ونه وهل سي چي د اوړو پاړسوب كښېني ) دغه مواد په قالب كي دومره اچوو چي قالب درې څلور سانتۍ تش وي بيا يې د يو ساعت د پاره ايږدو چي پوخ سي تر هغه مهاله چي كيك نه وي پوخ سوى بايد د كيك سر ور خلاص نه كړى. كله چي پوخ سو بيا تاسي يوه پنجه واخلۍ او په كيك كي دننه كړۍ او بيا يې وګورى چي كه په پنجه پوري شى نه وه موښتي كيك پوخ دى. او كه چيري د كيك منځ اوم وو يو پنځلس دقيقې يې نور هم كښېږدى. بيا قالب را باسو او په چاړه باندي شا و خوا د قالب څخه جلا كوو او قالب چپه كوو. او ايږدو يې چي سوړ سي بيا دغه كيك تاسي كولاي سى چي په مربا يا پېروي او يا نورو كريمو باندي ښايسته كړى.
نوټ :- كه چيري داش يا د كيك دېگـګ نه وي تاسي كولاى سى چي پدغه عادي دېګ كي چي موږ ورجي پخوو يا بل شى پخوو په دغه دېګ كي پوخ كړى. د كيك مواد جوړ كړى دېګ غوړ كړى. او دغه د كيك مواد ور واچوى سر يې ور بند كړى د لاندي خوا څخه د اشتوپ اور ور خام كړى او دېګ پر كښېږدى يا يې پر سكرو باندي كښېږدى او پر سر باندي ښه ډېر د سكرو اور واچوى. خو د لاندي اور يې بايد ډېر كم وي. وروسته له ينم ساعته يې وګورى ستاسي د خوښي كيك به پوخ وي.

اسفنجي كيك د كريم او مربا سره
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ميده اوړه اته د ښوروا خوري كاچغي 3- بوره اته د ښوروا خوري كاچغي 4- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 5- پېروى 250 ګرامه 6- ميده سوې بوره څلور كاچغي 7- د سنـګترې د پوست مربا چي ښه تر ماشين ايستل سوې وي لكه جم يو ګيلاس 8- د هګۍ سپين دوې دانې.
( كه د سنـګترې مربا نه وي د هغه پر ځاي د سيبو يا اّلو بالو مربا ور واچوى )
د پخېدو ترتيب :- لومړى په يوه ګردي غالب كي اسفنجي كيك پوخ كړى او كښې يې ږدى چي سوړ سي.
بيا پېروى او د بورې پوډر سره ګډ كړى. او په پنجه يې ښه سره ووهى چي لكه كريم داسي سي. د هګۍ سپين په بل لوښي كي ښه سره ووهى تر څو لكه ځګ داسي سي بيا لږلږ پېروى ور اچوى
او ورسره ګډ يې كړى.
د سنـګترې د پوست مربا هم د پېروي سره يو ځاي كړى. او كيك په بره سره درې ځايه په تېره چاړه پرې كړى بيا په هره ټوټه كيك باندي لږ شربت وموږى او مربا چي د پېروي سره ګډه سوې ده پر وايې چوى او كيك بيرته سره وموښلوى او لږ يې كښېكاږى چي سره ومښلي بيا د كيك مخ په تيار سو يو كريمو چي د هګۍ او پېروي څخه جوړ سوي دي په وې وهى او د چړې په څوكه باندي يې صاف كړى او لږ ميده سوي چاكليټ يې پر سر ور وپاشى ښايسته يې كړى.

بادامي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ترميده اوړه څلور كاچغي 3- بوره اته كاچغي
4- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 5- انګليسي كريم يا پاتيسو كريم 6- تر ماشين ايستل سوي بادام ( 200 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره بيل كړى. د هګۍ ژړ د بورې او بيكنـګ پوډرو سره ګډ كړى. او ښه يې سره و وهى چي رنـګ يې سپين وګرځي د هګۍ سپين بيل په بل لوښي كي سره و وهى تر هغه مهاله چي ځګ وكړي. بيا سپين او ژړ سره ګډ كړى. او ميده سوي بادام او اوړه ور واچوى او سره ويې وهى چي ګډ سي. بيا دغه مواد په ګردي غوري سوي غالب كي واچوى او د يو ساعت د پاره يې كښېږدى. چي پوخ سي. بيا غالب را وباسى او كښې يې ږدى چي سوړ سي كله چي سوړ سو بيا يې د غالب څخه را وباسى او بيا دغه كيك په بره سره ګردي دوه ځايه كړى. او په هره ټوټه باندي يې لږ انـګليسي كريم وموږى او د كيك ټوټگـې بيرته يو پر بل باندي كښېږدى او كښېكاږى چي سره وموښلي بيا پاته كريم پر كيك وموږى او لږ ميده سوي بادام پر وپاشى او لږ د بورې پوډر پر وپاشى بادامي كيك تيار دى.

قهوه يي كيك د چاكلېټ سره
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ترميده اوړه ( 100 ) ګرامه 3- ميده سوي بيسكويت درې كاچغي 4- بوره ( 200 ) ګرامه 5- قهوه يوه كاچغه 6- پېروى ( 350 ) ګرامه 7- د بورې پوډر ( 150 ) ګرامه 8- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 9- د اّلو بالو مربا يو ګيلاس 10- تر ماشين ايستل سوي بادام ( 150 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- داش تود كړى ګردى غالب غوړ كړى او كاغذ پكښي كښېږدى يا لږ اوړه پر وپاشى بيا د هګۍ ژړ او سپين سره بېل كړى. د هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډر سره ښه و وهى چي رنـګ يې سپين واوړي. او د هګۍ سپين بېل دومره سره و وهى چي ځګ وكړي. بيا قهوه په يو دوو كاچغو شيدو كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى چي و اېشي بيا يې راكښته كړى. او د هګۍ ژړ سره يې يو ځاي كړى. او بيا د هګۍ سپين هم د ژړ سره يو ځاي كړى او وروسته بيا اوړه او ميده سوي بادام ور واچوى او سره ګډ يې كړى. او ميده سوي بيسكويت هم ور واچوى. بيا دغه مواد په غوړ سوي غالب كي واچوى غالب بايد درې سانتۍ تش وي بيا دغه غالب په داش كي كښېږدى چي پوخ سي او لږ برشته سي. بيا پېروى د بورې د پوډرو سره ګډ كړى. او د دې دپاره چي كريم ژر او ښه جوړ سي لوښي يې پر يخي باندي كښېږدى او په پنجه يې و وهى او يا يې د كريم په مخصوص ماشين باندي و وهى تر څو لكه كريم داسي سي. بيا كيك د داش څخه را و باسى او كښېږدى چي سوړ سي بيا يې د غالب څخه را وباسى او په تېره چاړه باندي په بره درې ځايه كړى بيا په هره ټوټه باندي لږ شربت و وهى او مربا پر واچوى او لږ پېروى پر واچوى او بله ټوټه پر كښېږدى او پر دغه هم لږ پېروى و وهى او په چاړه باندي يې صاف كړى او بله ټوټه يې كښېږدى او بيا په ټوله كيك باندي پېروى و موږى او د كيك پر سر باندي په قيف كي پېروى واچوى يا په يوه كلكه كڅوړه كي پېروى واچوى سر يې ور وتړى او يو كوچنى سورى ور كړى بيا كوچني كوچني ګلان د كيك پر سر باندي جوړ كړى. او د ګلانو پر سر باندي لږلږ د اّلو بالو مربا كښېږدى او د كيك پر شا و خوا باندي ميده سوي چاكلېټ و پاشى
كشمش كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ لس دانې 2- ترميده اوړه دولس كاچغي 3- بوره ( 200 ) ګرامه 4- كوچي يا غوړي ( 200 ) ګرامه 5- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي 6- ميده سوي جوز دوې كاچغي 7- سره كشميش دوې كاچغي 8- د سنـګترې د پوست مربا دوې كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- كوچي سره و وهى چي پاسته سي. بيا لږلږ بوره ور اچوى او سره ګډوى يې وروسته د هګۍ ژړ دانه دانه ور اچوى او سره وهى يې ( بايد ښه ځېر سي كله چي مو يوه دانه د هګۍ ژړ ور واچول ښه يې په كوچي كي و وهى بيا بله ور ماته كړى ) د هګۍ سپين په بېل لوښي كي اچوى. كله چي هګۍ ژړ خلاص سول بيا بيكينـګ پوډر كشميش او جوز د هګۍ و ژړ ته واچوى. بيا د هګۍ سپين دومره سره و وهى چي ځګ وګرځي بيا دا هم د هګۍ د ژړ سره ګډوو او په چټكي سره اوړه ور واچوى او سره ويې وهى او په قالب كې واچوى. بيا يې د يو ساعت دپاره كښېږدى چي پوخ سي. كله چي كيك پوخ سو او ښه وپړسېدى بيا يې را واخلى كښېږدى چي سوړ سي. وروسته يې د غالب څخه را وباسى كيك تيار دى.


د مستو كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ څلور دانې 2- مستې يو ګيلاس ( چي ښه خټه او خوږې وي )
3- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه 4- بوره ( 200 ) ګرامه 5- بيكينـګ پوډر نيمه كاچغه 6- غوړي ( 150 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره بېل كړى. د هګۍ ژړ د بورې سره ګډ كړى ا و سره ويې وهى تر څو رنـګ يې سپين واوړي. غوړي هم په كاچغه باندي و وهى چي پاسته سي د هګۍ سپين بيل سره و وهى چي ځګ وګرځي. بيكينـګ پوډر په مستو كي واچوى او سره و يې وهى وروسته بيا په چټكي سره اوړه ور واچوى او سره ګډ يې كړى. ژر يې په غوړ سوي قالب كي واچوى او بيا يې د يو ساعت دپاره كښېږدى چي پوخ سي. كله چي كيك ښه پوخ سو او رنـګ يې طلايي واوښتى بيا يې را واخلى او كښې يې ږدى چي سوړ سي د غالب څخه يې را وباسى او پر سر باندي د كريمو ګلان جوړ كړى.

د يوې هګۍ كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ يوه دانه 2- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه 3- شيدې يو كوچنى بوتل 4- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي 5- بوره ( 200 ) ګرامه 6- ويلي سوي غوړي ( 100 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى يو ګردى قالب غوړ كړى. بيا هګۍ بوره بيكينـګ پوډر غوړي دا ټوله سره ګډ كړى او ښه يې سره و وهى چي بوره يې حل سي. او وروسته بيا شيدې ور واچوى او سره وې وهى بيا اوړه ور واچوى او سره وې وهى تر څو ښه سره ګډ سي. بيا دغه مواد په قالب كي واچوى او يو ساعت يې كښېږدى چي كيك پوخ سي. كيك بايد بيخي وپړسېږي او رنـګ يې سور سي بيا يې را واخلى كښېږدى چي سوړ سي. كله چي سوړ سو قالب چپه را واړوي او كيك يې په غوري يا غټ ګردي غاب كي ځني واچوى او پر سر باندي لږ د بورې پوډر ور وپاشى.

جوزي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ شپږ دانې 2- اوړه ( 250 ګرامه ) 3- تر ماشين ايستل سوي جوز (125 ګرامه) 4- كوچي ( 150 ګرامه ) 5- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي 6- بوره ( 200 ګرامه ). د پخېدو ترتيب :- لومړى قالب غوړ كړى ا و لږ اوړه پر وپاشى او تيار يې كښېږدى. بيا كوچي په كاچغه و وهى چي لږ پاسته سي د هګۍ سپين او ژړ سره بېل كړى هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډر سره ګډ كړى او سره وې وهى تر څو د هګۍ رنـګ سپين و ګرځي. د هګۍ سپين بېل په بل لوښي كي سره و وهى چي ځګ وګرځي. بيا كوچي د هګۍ ژړ او سپين سره ګډوو بيا اوړه او جوز ور اچوو او سره ګډوو يې او په قالب كي يې اچوو او بيا يې د يوه ساعت لپاره ايږدو تر څو كيك پوخ سي وروسته له يوه ساعت يې را واخلى او پرې يې ږدى چي سوړ سي كله چي كيك سوړ سو بيا د دوو درو هګيو سپين ښه په يوه لوښي كي و وهى چي بيخي ځګ وګرځي بيا دوې كاچغي د بورې پوډر ور واچوى او سره ګډ يې كړى. دغه د هګيو سپين د كيك پر سر باندي ور واچوى او پر وموږى اويو څه د بادام خلال يې پر سر ور وپاشى او كيك د دوهم ځل لپاره پنځلس دقېقې كښېږدى. چي د بادام خلال او د هګۍ سپين لږ برشته او بادامي سي بيا يې را وباسى او كښېږدى چي سوړ سي كله چي سوړ سو د قالب څخه يې را وباسى كيك تيار دى.