سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            
حــلــوا
د سوجي حلوا
لازم مواد :-
1- سوجي نيم كيلو 2- بوره يو كيلو 3- غوړي نيم كيلو 4- بادام دولس دانې 5- هېل دولس دانې 6- زعفران يا ژړ رنـګ لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- په غوړو كي سوجي واچوى او پر خام اور باندې سره كړى. كله چي سوجي سره سول او خوشبويي يې پورته سول راكښته يې كړى په يو بل دېګ كي يونيم كيلو اوبه واچوى او يو كيلو بوره ور واچوى او كښېږدى چي و اېشي كله چي پر قوام راغلل صاف يې كړى او زعفران يا ( ژړ رنـګ ) ور واچوى. وروسته بيا دغه شربت ور سره كړى سوجي ته يې واچوى او پر خام اور يې كښېږدى او ورو ورو يې لړى كله چي حلوا پر غوړو راغلل راكښته يې كړى او پر سر باندي يې هېل او خلال سوې پسته او بادام وپاشى او را وايې خلى.

د اوړو حلوا
لازم مواد :-
1- د غنمو سپين اوړه يو كيلو 2- بوره ( 750 ) ګرامه 3- غوړي
( 750 ) ګرامه 4- اوبه څلور ګيلاسه 5- عرق ګلاب نيم ګيلاس 6- زعفران
يا ( ژړ رنـګ ) نيم مثقال.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوړي په يوه دېګ كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى. تر څو سره سي بيا اوړه ور واچوى او اور يې خام كړى او ورو ورو يې سره كړى كه تاسي غواړى چي ښه حلوا پخه كړى بايد اوړه يې ښه سره كړى تر څو يې رنـګ خرمايي سي او خوشبويي يې ولاړه سي. بيا بوره په اوبو كي واچوى او ښه يې و اېشوى تر څو بوره تار وكړي. بيا عرق ګلاب او زعفران په شربتو كي واچوى او سره يې كړى اوړه ور واچوى او ښه پر غوړو باندي راسي كه چيري حلوا لږ نرۍ وي يو څو دقيقې يې نوره هم پر اور باندي كښېږدى. ( كله چي مو شربت حلوا ته واچول، وروسته يې بايد پر اور باندي ډېر مه ايږدى، پدې چي شربت يې سوزي). وروسته بيا حلوا په يوه دېش كي واچوى او لږ د پستې او بادام خلال پر وپاشى.

د نخودو د اوړو حلوا
لازم مواد :-
1- د نخودو اوړه نيم كيلو 2- بوره 375 ګرامه 3- كشمش ( 100 ګرامه )
4- غوړي 375 ګرامه 5- هېل دولس دانې 6- كهويا 125 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- په غوړو كي هېل واچوى او سره يې كړى. بيا كشمش پاك كړى، ور وايې چوى، بيا د نخودو اوړه ور واچوى او سره يـې كړئ، تر څو يـې بوي ولاړ سي.
بوره په لږ اوبو كي واچوى او وې اېشوى چي ښه خټه سي. بيا د نخودو سره سوي اوړه او كهويا ور واچوى او په كاچغه يـې لړى، څو يـې اوبه وچي سي. كله چي يې اوبه وچي سوې راكښته يې كړى. په دېش كي يې واچوى، زربرخ يې پر سر ور كښېږدى او نوش جان يې كړى.

د كراچي حلوا ( سوهن )
لازم مواد :-
1- نشايسته نيم كيلو 2- بوره دوه كيلو 3- هېل ( 200 ) ګرامه 4- ژړ رنـګ نيمه د چايو كاچغه 5- د بادامو مغز ( 250 ) ګرامه 6- د پستې مغز ( 150 ) ګرامه 7- جائفل دوې دانې 8- جاوتري لږڅه ( د جائفل پوست ته جاوتري وايي اوجائفل يوډول جوز دي)9-ټگـاټري يولږڅه.”Tatri”- (Cream of tatar) مخفف دى. هغه مساله چي خميره ځني په لاس راځي په هند، پاكستان او نورو هيوادونو كي موندل كيږي.
د پخېدو ترتيب :- بوره په يو كيلو اوبو كي حل كړى او جاوتري، ټاټري اوجائفل ور ميده كړى، هېل، جوكويه ميده كړى، ور وايې چوى او پر اور يې كښېږدى او خټه شربت ځني جوړ كړى، بيا په يو كيلو اوبو كي ژړ رنـګ (رنـګ شيرين ) او نشايسته سره حل كړى او تر يوه ټوكره يې صاف كړى بيا يې د بورې شربتو ته واچوى او پر خام اور باندي يې د پخېدو لپاره كښېږدى او ښه يې په كاچغه ولړى او لږ چي پاخه سي پسته او بادام ور واچوى او ښه يې پاخه كړى چي د كاچغي وهل پكښي مشكل سي بيا يوه يوه كاچغه غوړي ور اچوى او لړى يې تر هغه مهاله چي حلوا پر غوړو راسي بيا تاسي دا په يو پتلي غوري يا پتنوس كي واچوى او كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول لوز لوز يې پرې كړى.

د دال نخود حلوا
لازم مواد :-
1- دال نخود نيم كيلو 2- غوړي 275 ګگرامه 3- بوره نيم كيلو 4- كهويا
125 ګرامه 5- د بادام مغز 125 ګرامه 6- پسته لږ څه 7- كوپړا لږ څه
8- شيدې يو كيلو 9- هېل دولس دانې.
د پخېدو ترتيب :- دال نخود پاك كړى او خشته يې كړى. دوه ساعته وروسته د دې اوبه توى كړى او نخود وچ كړى شيدې ور واچوى او پر اور يې كښگـېږدى. چي پاخه سي. كله چي پاخه سول شيدې يې وچي سوې راكښته يې كړى او په مكسر يا اونـګ كي يې ميده كړى بيا په غوړو كي د هېل دانې واچوى چي غوړي ښه سره سول دا ميده دال نخود ور واچوى او سره يې كړى. وروسته كهويا ور واچوى او سره يې كړى كله چي كهويا سره سول بوره ور واچوى او سره كوى يې بيا كوپړا هم ور واچوى او سره كوى يې كله چي ښه پر غوړو راغلل راكښته يې كړى. بادام او پسته ميده كړى پر سر يې ور وپاشى. دا د دال نخودو حلوا به ډېره خوندوره وي.


د بادامو حلوا
لازم مواد :-
1- د بادامو مغز نيم كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- غوړي نيم كيلو 4- كهويا 250 ګرامه 5- هېل 10 دانې 6- زعفران لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى بادام خشته كړى او سپين يې كړى بيا يې ميده كړى. په بوره كي 250 ګرامه اوبه واچوى او و اېشوى چي خټه شربت ځني جوړ سي بيا په غوړو كي د هېلو دانې واچوى لږ يې سرې كړى او بيا ميده سوي بادام ور واچوى او يو دوه واره يې سره واړوى بيا كهويا ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا نو خټه شربت ور واچوى او ژر ژر يې ولړى. كله چي اوبه وچي سوې. زعفران ور واچوى. چي پر غوړو باندي راغلل راكښته يې كړى. په يوه پتنوس كي واچوى چي ساړه سي او بيا يې په چاړه باندي لكه برفي لوز لوز كړى يا يې د حلوا په ډول د چايو سره استعمال كړى.

د خرما حلوا
لازم مواد :-
1- تازه خرما نيم كيلو 2- شيدې دوه كيلو 3- بوره 250 ګرامه 4- دال نخود 250 ګرامه 5- غوړي 250 ګرامه 6- د پستې مغز يوه كاچغه 7- د بادامو مغز دوې كاچغي 8- هېل لس دانې.
د پخېدو ترتيب :- خرما پرېمنځى او دانې يې وباسى. دال نخود پاك كړى او پرېمنځى او په شيدو كي يې واچوى او و اېشوى كله چي دال نخود پاخه سول شيدې يې وچي كړې راكښته يې كړى. بيا په پاكو لاسو باندي خرما وموږى او ميده سوي دال نخودو ته يې واچوى. په يوه كړايي كي غوړي واچوى بيا دال نخود او خرما ښه پكښي سره كړى كله چي ښه سره سول بوره ور واچوى كله چي د بورې اوبه مخ پر وچېدو سوې هېل ميده كړى ور وايې چوى پسته او بادام ميده كړى پر سر يې ور وشيندى او د خورك دپاره يې را واخلى.


د ګاجرو حلوا
لازم مواد :-
1- ګاجري يو كيلو 2- شيدې دوه كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- بوره 375 ګرامه 5- د بادامو مغز ( 100 ګرامه ) 6- پسته ( 50 ګرامه ) 7- هېل دولس دانې 8- كيوړه څلور كاچغي 9- زربرغ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ګاجري وتراشى او د منځ لرګى يې ځني ليري كړى. او د تراشك څخه يې وباسى يا يې خلال كړى او په شيدو كي واچوى او پر اور باندي كښېږدى كله چي شيدې وچي سوې بوره ور واچوى او اوبه يې وچي كړى. كله چي اوبه وچي سوې بيا په يوه كړايي كي غوړي واچوى او د هېلو دانې پكښي سرې كړى او بيا كهويا ور واچوى او سره يې كړى وروسته ګاجري ور واچوى او سرې يې كړى تر هغه مهاله چي خوشبويي يې ولاړه سي او پر غوړو راسي كله چي پر غوړو راغلل كيوړه او ثابت بادام ور واچوى او راكښته يې كړى بيا نو پسته او لږ هېل ميده كړى پر سر يې ور واچوى او زربرغ پر كښېږدى او را وايې خلى.

د كډو خوږه حلوا
لازم مواد :-
1- حلوايي كډو يو كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- د بادامو مغز
دولس دانې 4- هېل لس دانې 5- پسته دولس دانې 6- دار چيني لږ څه
7- غوړي 125 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- كډو سپين كړى او منځ يې صاف كړى او تر تراشك يې وباسى. پسته نازكه خلال كړى. بادام هم سپين كړى. كډو په يوه دېګ كي واچوى پر اور يې كښېږدى چي پوخ سي كله چي كډو پوخ سو اوبه يې وچي سوې بيا نو په يوه كړايي كي غوړي واچوى سره يې كړى بيا د كډو حلوا ور واچوى او سره يې كړى. چي رنـګ يې لږ واوښتى بيا بوره ور واچوى ( بوره د ضرورت په اندازه د يوه پاو څخه تر نيم كيلو پوري ور اچولاي سى ) كله چي مو بوره ور واچول ژر ژر كاچغه پكښي و وهى او وې لړى تر څو د بورې اوبه وچي سي او كډو پر غوړو راسي بيا نو هېل ميده كړى او وروايې چوى كله چي مو په دېش كي واچول بيا نو پر سر باندي پسته او بادام وپاشى او را وايې خلى.

د كډو حلوا
لازم مواد :-
1- كډو يو كيلو 2- غوړي 375 ګرامه 3- بوره 375 ګرامه 4- كهويا 250 ګرامه 5- هېل دولس دانې 6- كيوړه يوه غټه كاچغه 7- زربرغ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كډو سپين كړى او تر تراشك يې وباسى او په يوه دېګ كي يې واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى چي په خپلو اوبو كي پوخ سي كله چي پوخ سو اوبه يې وچي سوې كهويا ور واچوى او سره كوى يې چي اوبه يې وچي سي. وروسته په يوه كړايي كي غوړي واچوى او هېل پكښي سره كړى بيا كډو ور واچوى ښه يې سور كړى چي رنـګ يې واوړي او كهويا ښه پكښي سره سي بيا نو بوره ور واچوى او سره كوى يې تر څو يې اوبه وچي سي او حلوا پر غوړو راسي بيا يې راكښته كړى بادام او كيوړه يې پر سر ور وپاشى او زربرغ پر كښېږدى.

د هګيو حلوا
لازم مواد :-
1- هګۍ دولس دانې 2- بوره 125 ګرامه 3- غوړي 125 ګرامه 4- هېل دولس دانې.
د پخېدو ترتيب :- هګۍ ښه سره و وهى چي بيخي سره يو ډول سي. بيا نو بوره ور واچوى او ښه يې سره و وهى. چي بوره او هګۍ سره حل سي بيا په يوه كړايي كي غوړي سره كړى او هېل ور واچوى چي د هېلو بوى پورته سو بيا نو وهل سوې هګۍ ور واچوى او ژر ژر يې لړى تر هغه مهاله چي هګۍ سرې سي او پر غوړو راسي بيا يې راكښته كړى. كه غواړي چي پسته او بادام پر واچوى هغه ستاسي خوښه ده كه نه دغسي ساده يې را واخلى د زربرغ كاغذ پر كښېږدى.

د كېلې حلوا
لازم مواد :-
1- اومې كېلې يو درجن 2- بوره نيم پاو 3- غوړي نيم پاو 4- كشمش،
بادام، پسته لږلږ.
د پخېدو ترتيب :- كېلې په اوبو كي و اېشوى او بيا يې سپيني كړى او ميده يې كړى بيا په كړايي كي غوړي واچوى او كېلې پكي سرې كړى چي ګلابي سي بيا بوره او اوبه ور واچوى او د كاچغي په شا باندي يې وټكوى چي لكه حلوا داسي سي بيا يې په پاي كي ښه سره كړى او وچي مېوې ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى او په يوه دېش كي يې واچوى او زربرغ يې پر سر ور كښېږدى.

ســمــنــو
لازم مواد :-
د يو كيلو غنمو دپاره څلور كيلو اوړه.
د غنمو د شنه كېدو ترتيب :- غنم پاك كړى او څو پلا يې پرېمنځى او لږ څه سړې اوبه يې پر سر ور واچوى چي اوبه تر غنمو درې څلور ګوتي لوړي وي بيا دا غنم د دوو ورځو لپاره خشته كړى او يو دوه واره يې اوبه ور بدلي كړى تر څو غنم تيغ و وهى بيا يې په صافي كي واچوى چي اوبه يې وننيږي بيا يو نازك ټوكر په اوبو لوند كړى او غنم په دستمال كي واچوى او دستمال په يوه لوښي كې كښېږدى كه مو تلوار وي چي غنم ژر شنه سي په يوه تاوده ځاي كې كښېږدى او د ورځي دوه واره يې ټوكر ور لوندوى خو اوبه مه پر پاشى چي غنم وراسته كيږي. كله چي غنمو ريښه پيدا كړه په يوه لوښي كي يې هوار كړى او يو لوند ټوكر پر هوار كړى تر څو د غنمو تيغ غټ سي كله چي لږ غټ سول و شنه كېدو ته يې مه پرېږدى او د سمنو دپاره يې استعمال كړى.
د پخېدو ترتيب :- شنه سوي غنم وكوټگـى يا يې تر ماشين وباسى او په يوه لوښي كې واچوى او لږ اوبه پر واچوى او ښه يې ګډ كړى بيا يې تر خاصې خاصې وباسى، چي شيره يې ووځي او ښه يې په لاسو كي كښېكاږى چي شيره يې ښه ووځي، بيا اوړه په يوه دېګ كي واچوى او د غنمو شيره ورواچوى او وې لړى، بيا دېګ پر اور باندي كښېږدى او لړى يې ترڅو واېشي او خټه سي. سمنو بايد ولړل سي چي غټگـى نه سي او كوينى ونه نيسي تر هغه مهاله يـې لړى چي اوبه يـې وچي سي او سمنو لكه حلوا داسي سي، خو غوړي او بوره مه وراچوى.( په دې چي هغه غنم چي تېغ يـې وهلى وي، خپله خواږه وي او لږ غوړزګي هم لري).
د شيدو ورجي
لازم مواد :-
1- ورجي ( 200 ګرامه ) 2- شيدې دوه لېټره 3- عرق ګلاب نيم ګيلاس
4- بوره د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكي كړى او ښه يې پرېمنځى او دوه ساعته د مخه تر پخېدو يې خشتې كړى چي ښه ژر خوړيني سي بيا د ورجو اوبه ځني ايسته كړى او دوه ګيلاسه اوبه ور واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي ورجي پخې سي او دانه يې خوړينه سي بيا شيدې ور واچوى او لړى يې چي دانه يې ښه خوړينه سي او كوينى ونه نيسي بيا بوره ور واچوى كله چي اوبه وچي سوې بيا عرق ګلاب يا هېل ور واچوى او پنځه دقيقې وروسته يې راكښته كړى او په غوري ګانو كي واچوى.

ژړه خوږه شوله
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- بوره دوه كيلو 3- غوړي ( 150 ګرامه ) 4- زعفران يو مثقال 5- عرق ګلاب يو ګيلاس 6- د بادامو خلال ( 150 ګرامه ) 7- پسته ( 50 ګرامه ) 8- دار چيني دوې كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- لومړى خشتې سويو ورجو ته شپږ برابره اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى. تر څو و اېشي او كله كله يې د سر ځګ ځني اخلى كله چي د ورجو مغز پوخ سو اودانه يې خوړينه سوه بيا بوره ور واچوى او سره لړى يې كه چيري شوله كلكه وه يو څه تودې اوبه نوري ور واچوى بيا زعفران په ګرمو اوبو كي حل كړى او ور وايې چوى غوړي هم سره كړى ور وايې چوى بادام لږ پرېږدى او نور ور واچوى عرق ګلاب يا هېل هم ور واچوى او سره لړى يې چي ښه ټوله سره ګډ سي. بيا د شولې سر ور بند كړى او اور يې ور خام كړى او لږ اور يې پر سر ور واچوى او د نيم ساعت دپاره يې دم كړى. وروسته د دېګ سر ور ليري كړى او شوله په غوري ګانو يا دېشو كي وكاږى او پر سر باندي يېپسته بادام او دارچيني ور و اوډى.

كــهــيــر
لازم مواد :-
1- ورجي ( 250 ګرامه ) 2- شيدې دوه كيلو 3- بوره 250 ګرامه 4- كيوړه څلور غټگـي كاچغي 5- هېل لس دانې 6- د بادامو مغز ( 250 ګرامه ) 7- پسته ( 100 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكي كړى او خشتې يې كړى د يونيم ساعت يا دوو ساعتو خشتېدو وروسته شيدې پر خام اور كښېږدى او ورجي ور واچوى او د پخېدو دپاره يې كښېږدى. او اور يې د دې دپاره ور خام كړى چي شيدې پر سر رانسى او توي نه سي. كاچغه بيخي مه پكښي وهى يو ساعت وروسته يې وګورى چي شيدې وچي سوې بيا نو بوره ور واچوى او په كاچغه يې لړى تر هغه مهاله يې لړى چي د بورې اوبه وچيږي او ورجي په شيدو كي خوړينيږي. ورجي بايد داسي خوړيني سي چي دانه يې هيڅ معلومه نه سي. بيا نو هېل او كيوړه ور واچوى او راكښته يې كړى اوس نو كه تاسي غواړى چي په خاورين لوښي كي يې واچوى يا يې په چيني دېش كي واچوى دا ستاسي خوښه ده بادام په اوبو كي واچوى سپين يې كړى او نازك يې خلال كړى او پر وې شيندى او زربرغ ( زرورق ) كاغذ يې پر سر ور كښېږدى.
د پټاټو كهير
لازم مواد :-
1- پټاټگـې 250 ګرامه 2- شيدې يونيم كيلو 3- بوره 375 ګرامه يا د ضرورت په اندازه 4- بادام ( 150 ګرامه ) 5- پسته ( 50 ګرامه ) 6- هېل لس دانې.
د پخېدو ترتيب :- شيدې و اېشوى او بيا پټاټگـې سپيني كړى او څلور ځايه يې كړى و شيدو ته يې واچوى او كښېږدى چي پخې سي. كله چي پټاټگـې ښه خوړيني سوې بوره ور واچوى او په كاچغه يې ښه ولړى چي پټاټگـې په شيدو كي ښه خوړيني سي ( لكه كهير داسي سي ) بيا نو پسته او بادام ميده كړى ور وايې چوى او راكښته يې كړى په يوه چيني دېش كي يې واچوى او كښېږدى چي ساړه سي. وروسته تر سړېدو يې نوش جان كړى.

د ګاجرو كهير
لازم مواد :-
1- ګاجري يو كيلو 2- شيدې دوه كيلو 3- ورجي ( 250 ګرامه ) 4- بوره 250 ګرامه 5- غوړي 125 ګرامه 6- هېل لس دانې 7- كيوړه څلور كاچغي 8- بادام ( 250 ګرامه ) 9- زربرغ د ضرورت په اندازه. د پخېدو ترتيب :- ګاجري وتراشى او د منځ لرګى يې ځني وباسى يا يې خلال كړى. شيدې په يوه پتلي دېګ كي واچوى او پر اور يې كښېږدى چي و اېشېدلې ګاجري او خشتې سوي ورجي ور واچوى او اور يې ور خام كړى. يو يا يونيم ساعت وروسته يې وګورى كه ګاجري خوړيني سوي وې او شيدې وچي سوي وې او يوه اندازه يې پاته وې نو بوره او غوړي ور واچوى او په كاچغه يې ښه پكي حل كړى تر څو داسي سي لكه كهير بيا نو هېل او كيوړه ور واچوى او كښته يې كړى. په دېش كي يې واچوى يا يې په غابو كي واچوى او پر سر يې ميده بادام ور وشيندى او زربرغ پر كښېږدى.

د غنمو كهير
لازم مواد :-
1- د غنمو اوګره ( 250 ګرامه ) 2- غوړي ( 150 ګرامه ) 3- بوره 125 ګرامه
4- شيدې نيم كيلو 5- هېل اته دانې.
د پخېدو ترتيب :- ګرګره سوي غنم په غوړو كي سره كړى چي رنـګ يې بادامي سو نيم كيلو اوبه ور واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى. كله چي غنم خوړين سول او اوبه يې وچي سوې شيدې ور واچوى او پر خام اور يې كښېږدى. كله چي شيدې وچي سوې بوره ور واچوى څلور پنځه دقيقې يې ولړى او وروسته هېل ميده كړى ور وايې چوى او راكښته يې كړى چي ساړه سي. د دې څخه يو خوندور كهير جوړيږي او تاسي كولاي سى چي د يو خوږ ديش په ډول يې را واخلى.

خــوږ مــغــز
لازم مواد :-
1- د پسه مغز دوې دانې 2- بوره 250 ګرامه 3- سوجي 250 ګرامه 4- غوړي 250 ګرامه 5- هېل اته دانې 6- د بادام مغز ( 100 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- ماغزه په اوبو كي واچوى او وې اېشوى بيا يې د اوبو څخه را وباسى او په سوجي كي يې واچوى او ښه يې سره ګډ كړى او د هغه څخه كوچنۍ كوچنۍ ټيكۍ جوړي كړى او په غوړو كي يې سرې كړى او را وې باسى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول بيا يې ښه ميده كړى چي لكه سوجي داسي سي بيا يې بيرته په غوړو كي سره كړى بوره ، بادام او هېل ور واچوى په پنځه دقيقو كي يې راكښته كړى.

فـــرنـــي
لازم مواد :-
1- د ورجو اوړه ( 250 ګرامه ) 2- شيدې دوه كيلو 3- بوره 250 ګرامه
4- هېل لس دانې 5- كيوړه څلور غټگـي كاچغي 6- بادام 250 ګرامه 7- پسته ( 100 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- كه د ورجو اوړه نه وي ورجي خشتې كړى او بيا يې ميده كړى او تر خاصې يې وباسى او لږ شيدې ورسره ګډي كړى چي نرى سي بيا يې شيدو ته واچوى او لړى يې چي ورجي غټگـى نه سي او ونه موښلي كله چي فرني ستاسو په خوښه پاخه سول بيا نو بوره ور واچوى او پام كوى چي د ورجو اوړه ور واچوى فرني ډېر مه پخوى كه مو ډېر پاخه كړل خوندور نه راځي. شيدې لومړى ښه پخې كړى چي بيا وروسته د شيدو د وچېدو ضرورت پيدا نه سي. فرني هم ستاسي خوښه ده چي په خاورين لوښي كي يې اچوى يا په چيني لوښي كي. بيا نو پسته او بادام خلال كړى يا يې ميده كړى پر سر يې ور وشيندى او زربرغ پر كښېږدى.
* كيوړه يو ډول ګل دى چي ډيره خوشبويه دى او په هند و پاكستان كي موندل كيږي د كيوړې ارغ ( عرق ) هم سته.
يادونه :- كه خشتې ورجي په كاشين كي وزدووى او زدوول سوي ورجي تر خاصه وباسى او بيا په پورته ډول فرني ځني پاخه كړى ښه صاف او خوندور به وي.


د سوجي فرني
لازم مواد :-
1- سوجي 125 ګرامه 2- شيدې يوكيلو 3- بوره 125 ګرامه 4- غوړي 375 ګرامه 5- هېل شپږ دانې 6- د بادامو مغز 100 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- په غوړو كي هېل واچوى او سره يې كړى بيا سوجي ور واچوى او سره يې كړى كله چي سره سول او خوشبويي يې پورته سول بيا نو شيدې او بوره ور واچوى او په كاچغه يې لړى چي خټه سول راكښته يې كړى په غوري يا دېش كي يې واچوى او پر سر باندي يې پسته او بادام ور وشيندى.


د پټاټو فرني
لازم مواد :-
1- پټاټگـې 250 ګرامه 2- شيدې دوه كيلو 3- بوره 375 ګرامه 4- هېل لس دانې 5- پسته او بادام ( 100 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- لومړى پټاټگـې و اېشوى بيا يې سپيني كړى او په لاس يې خوړيني كړى يا يې تر ماشين وباسى. شيدې پر اور باندي كښېږدى چي ښه و اېشي او خټه سي بيا پټاټگـې ور واچوى او ښه يې په كاچغه ولړى چي فرني سم سي بيا نو بوره ور واچوى كله چي د بورې اوبه وچي سوې هېل ور واچوى او راكښته يې كړى په يوه دېش كي يې واچوى پسته او بادام ميده كړى پر سر يې ور واچوى.


د غنمو فرني
لازم مواد :-
1- غنم ( 250 ګرامه ) 2- شيدې نيم كيلو 3- بوره 125 ګرامه 4- هېل اته دانې 5- كشميش بادام او پسته لږلږ.
د پخېد ترتيب :- د پخولو څخه يوه شپه دمخه غنم خشته كړى. او بيا هغه ميده كړى. او شيره يې وباسى بيا دغه شيره په شيدو كي واچوى او پر اور يې كښېږدى او په كاچغه يې لړى كله چي خټه سول بوره ور واچوى او لږ نور يې پاخه كړى بيا نو هېل، بادام، پسته او كشمش سپين كړى ميده يې كړى او ور وايې چوى او په غابو يا په دېش كي يې واچوى كله چي ساړه سول را وايې خلى.

مـــاغـــوت
لومړى اوبه و اېشوى او لږ خوږ رنـګ يا زعفران ور واچوى. وروسته بيا كارن فلور په لږو سړو اوبو كي حل كړى او اېشولو اوبو ته يې واچوى او په كاچغه يې لړى چي و اېشېدل بوره ور واچوى او په غوري يا غابو كي يې واچوى پر سر يې د پستې او بادام خلال وپاشى. ماغوت تيار دي.