تـيـاره سـبـاوون


رويـبـاره ړنـګـه سـوه د هيـلـو خـونـه
چي دي پـر شـونـډو كيسه ورانه سولـه
پـوه سـوم د وصـل لاري بنـدي سولې
زمـا د نصيب وعـده پښېـمـانـه سـولـه

دا زخـمـي زيـرى به لا څـو پـټـوې
رويـبـاره سـتـرګـي دي رازونـه وايي
د سـحـر بـاد يې جـنـارې راوړلې
نـسيـم پـه سـرو سـتـرګـو ويـرونـه وايي

رويـبـاره تـاتـه سـبـاوون ښـكاريږي
زما يې دخيال نيمګړي شپـې ماتي كړې
تـه يـې لـه ستـرګو نـوى زيـرى غواړې
زمـا پـه لېـمو كي يـې لشې ماتي كړې

زه د غـروب پـه ستـړو سـرو سترګو كي
د خـپـل ازل رنـځـور خـوبـونـه ويـنم
په الاهو كي وعدې مه راكوه
زه يې پـخـوا لا تـعـبـيـرونـه ويـنـم

هـغـه دي پـورتـه سـوې لمبې له كلي
هـغه دي وراني سوې كوڅې د جانان
پــه لالــه زار كي خـزان وغــوړېــدئ
د ګلو ښـار تـه ورشـيـوه سول زاغان

هـغـه دي څـاڅـي لـه شـهـبـازه ويني
د مـطـرب ګوتـو كـي نـغمې سوځيږي
ټـولۍ ټـولۍ فـرشـتـې والـوتـلـې
فـتـنـې به اوس په ښـار كي ونـڅـيـږي

شپـه د سـهـار پـه غـېـږ كي وغـوړېـده
زريـنـي وړانـګـي رخـصـتـونـه غواړي
د ښـار پـه مـنځ كـي بـلا لنـګـه سـولـه
بـاج كښي زلـمـيـو نـه سـرونـه غواړي

شـېطـان خـيـرنـه غـاړه هـسكـه كـړلـه
پـر تـورو شونـډو يـې مـوسكا پېدا سوه
د غره پر سر يې وزر وغوړاوه
د سـتـرګـو اور كي يـې رڼـا پـېـدا سوه

رويـبـاره څـلـه مـي زګـېـروي ويدوې
د زړه پـه تـل كـي مـي زخـمونه ژاړي
راته امـېـد د سـبـا مه راكوه
خـوږمـنـو ستـرګـو كي خيالـونـه ژاړي

دا زمـا پـه بـرخـه ليكل سـوي اوښكي
پـاس پـه لېـمو كي د سـاتـلـو نه دي
زمـا پـه قسمت كي رسېـدلـي كـوڅـې
د ستـنـېـدلـو پـرېـښـودلـو نه دي

93 ــ 3 ــ 3