تـنـهـايـي


 

زما څخه ليري نه سئ خلكو ما يوازى نه كئ
چي زما د شپـې زما د تيارو ملګرى
زما نابللي زما اغزن خيالونه
پر زړه تياره راولي
ما زوكلوي ، ما وېروي
او په تيارو كي راته
زاړه دردونه ويښوي ، نوي زخمونه كري
زه چي يوازي سمه ستاسي په څېر
په ويښو سترګ و جنتي خوبونه ، نه ګورمه
زه د پاوليو شرنـګى نه اورمه
زه په تش لاس كي پيالې نه كړنـګوم
زه د بوډۍ په ټال كي نه زانـګمه
 

زه چي يوازي سمه
لويه نړۍ را باندي تنـګه سي د قبر په څېر
او بيا اغزن خيالونه
لكه د قبر د چينجيو لښكر
زما په بگـې واكو ماغزو خولې لـګوي
زما نه ژوندون او سباوون هېروي
ما ته مرګى ماته پرون يادوي
ما ته سايـې د جلادانو ښيـي
ما ته راښيـي سرې ككړي تُوري
د چا زخمي زخمي سلـګۍ اورمه
او له يو شړك سره فرياد پورته سي
وايمه چيغي كړم ګرېوان وشلوم
د خداى دپاره ډېوې ولـګوئ
زما څگخه ليري مه ځئ
زما تنهايـي ما ته د تيرو شپو كيسې راولي
تللي ياران هيري سايـې راولي
 

او بيا مي اوښكي د نامرادو مينانو په څېر
د وچيدلو نه وي
زه له پرونه تښتېدلى يمه
بيرته ورتلونكى نه يم
پرون په خوب كي ليدل نه غواړمه
او چي يوازي سم پرون ته ځمه
زما څخه ليري نه سئ خلكو ما يوازي نه كئ
زه شاعر نه يم چي يوازي سم غزل وليكم
زه مين نه يم چي د زلفو په ټال و زانـګمه
زه مطرب نه يم چي خيالي سورونه و شرنـګوم
زه چي يوازي سم د تلليو اّوازونه اورم
زه چي يوازي سم تياري وينمه
د خداى دپاره ما يوازي نه كئ
دا ډېوې ولـګوئ ماته ډېوې بلي ساتئ
 

ورجينا ، 92/ نوامبر