د سـحـر وږمـې
د مايا انجيلو د انګريزي شعر پښتو ترجمه د امريكا جمهور رئيس بيل كلينټگـن د تور پوستي شاعري مايا انجيلو څخه وغوښتل چي د ده د جمهوري رياست د افتتاحيه مراسمو د ورځي په مناسبت يو شعر ورته وليكي . مايا انجيلو يو اّزاد شعر ورته وليكئ او په تلويزيون او راديو كي خپور سو. دې شعر په يو ډول د افغانستان د روانو حا لا تو سره اړخ ولګاوه. نو ما هم هغه پښتو منظوم شكل ترجمه كړ.

ګگـاره او سـيـنـد او يوه لـويـه ونه
چي شــاهـدان دي د اوږدو كـلـونـو
او اوس د هـر يـوه لـه څـنـګــه سگره
تـښـي ښـكـاريـږي د زړو هـــډونـو
د ګـاري څـنـګ تـه او د سـيـند پـر غاړه
پـلـونـه پټ كـړي د زمان ګــردونـو
نن هــغـه ګاره هــغـه سـخـتـه ګاره
نارې وهي چي د اّدم زامــنـو

راسئ دا زما پر اوږو ودريږئ
و ويـنـئ لــيـري ازلـي وخـتـونـه
خـو زمـا پـه سـيوري كي بـه نـه پـټـيږئ
دلـتـه به نه لـټـوئ پټ ځـايـونـه

خـالـق پـيـدا كـړاست د مـلـكو په څـېـر
خو تـاسـي عـمـر پـه تـيارو كـي تېـر كـړ
د ورور پـه ويـنـو مـو لاسـونـه سره كړل
ژونـد مـو د جـهـل پـه شېـلو كي تېـر كړ


دلـتـه بـه نـه پـټـوئ تور مـخـونـه
مـاتـه بـه نـه راوړئ خـيـرن لاسـونـه

د دې جـهـان په يوه لـيـري كـونـج كي
د شـنـو او صـافـو اوبو سـيـنـد بـهـيـږي
سـيـنـد د زمـان ښـكلـې سـنـدره بـولـي
غواړي انـسان يـې څنـګ تـه و اوسيږي

سـنـدره وايـي خـو پـه ويــنـو ژاړي
پـه خـپـلو څـنـډو كـي قـتـلـونـه ويـنـي
پـر خـپـلـو شـنـو پـر خـپـلـو صـافـو اوبو
د انـسـانــانـو مـات هــډونـه ويـنـي

سيـنـد وايـي مـه سـوځـئ ودانـي خوني
زمـا پـر ښـايـستـه غـاړه كـورونه جوړ كئ
زمـا پـستـه غـېـږه ستـا سـي ټولو مال دى
دلـتـه كـي و اوسـئ مـلـكـونـه جوړ كئ

زه بـه هـر وخت پـه خپل خواږه اّواز كي
درته سـنـدري د زمان بـولـمـه
پــه خـواږه ږغ كـي چي خـالـق راكړى
كـيـسـې د مـيـنـي او انـسـان كـومـه

زه بـه د هـغـه وخت سـنـدري بـولـم
چي لا په ويـنـو نه وو سره لاسـونـه
د انـسـانـانـو پر تـنـديـو بــانـدي
نه وه د قـتـل خـونـړي داغـونـه

د سـيـنـد پـر غـاړه يـوې لـويـي وني
په مـيـنـه و زنـګـول شـنـه ښـاخـونـه
ويل يي هـېـر كئ د اّدم زامـنـو
ژبـه مـذهـب او دا د پـوسـت رنـګگـونـه
راسئ را ټـول سئ زمـا تـر سيوري لاندي
ستاسي دي ګاري سيـنـد او شنه بـرګونـه
يو ځـلـي سـتـرګـي كئ په مـيـنـه روڼـي
دغــه ښــايـسـتـه سـهـار تـه ومـسـېـږئ
يــو ځـلي هــيـري كـئ زړې دښـمـنـۍ
د يـوه بــل پــه غـيـږ كـي و زنـګـېـږئ
يـو ځـل د خـويـنـدو او د ورونـو په څېر
په مـيـنـه وګـورئ او وخـنـدېـږئ
ګاري او ونـي او سـيـنـدونـه خـپـل كئ
دا سـاړه سـيـوري شـنه ښاخونه خپل كئ

93 ــ 25 ــ 1