ابـليس وخـنـدل

خالق دا ښكلې دا رنـګينه مځكه
د هسكو غرونو د لعلونو د سيندونو سره
انسان ته وبخښله
او په سينه كي يـې وركېگـښودله خپله مينه
خو ده په زړه كي د شيطان په لمسه
د سرو او سپينو او د خاورو مينه وروزله
د همدې ميني په خاطر يې د ورور ويني توىكړې
د فرشتو له سترګو اوښكي راغلې
او شيطان و مسيدئ
د همدې ميني په خاطر يـې اولسونه اېل كړل
د يوه لوى سپه سالار په نوم پوځونه جوړ سول

مځكي يـي لاندي كړلې
جونـګړي ونړېگـدې
د سرو او سپينو خزانې جوړي سوې
سپه سالار له خپله ښاره كلا وګرځول
او د بل ښار د خزانو په طمع وخوځيدئ
توري را و وتلې
چړې په وينو سولې
سرونه و رغړېگـدل
كلي لمبه لمبه سول ښار او كوڅو اور واخيستئ
سپه سالار ښځي له ښاره څخه ليري يوړې
او په تاوده يـې كړل د سود او د سودا كونجونه
كتار كتار ځوانان يـې و درول
د ټولو زړونه رپېدل سترګي يـې هيښي پاته
او يو ګړۍ را وروسته
د لوى پېگـشوا په حكم
لكه برګونه د خزان سرونه و رژېدل

فرشتو وژړل شيطان له خوښۍ و نڅېگـدئ
پېړۍ پېړۍ د جنـګ لمبو ښارونه و سوځول
د بـې خبرو د ناپوهو خلـكو
د برېگـتـورو د غښتلو اتلانو
د زمرو په وينو
د غرو لمني د ښارونو كوڅې و رنـګېدې
او يوه شپه څه كرغېړني شيطاني وسوسې
د كوم ظالـم سپه سالار و زړه ته لار پېدا كړه
فوج يـې را وباله لښكري يـې راجمع كړلې
او د دښمن د ستر معبد خواته يـې مخه كړله
د فرشتو زړونه بيا و رپېدل
او پر شيطان له خوشاليه جامې تنـګي سولې
سپه سالار د خوني فوجه سره
په لار كي كلي، درمندونه لوى ښارونه چور كړل
هر څه يـې و سوځول
د غرو لمني بيا په وينو سرې سوې

دښتونه و رنـګېدل
هديرې ډكي سولې
له ښاره پورته سوې د ښځگـو ماشومانو چيغي
او د پوځونو له هېبته مځكه سره تبۍ سوه
سپه سالار لـكه خوني ځناور
سترګي يـې سرې وې غړومبېدئ لـه قهره
ايستلې توره د معبد پر لوري و خوځېدئ
او هلته پرې سول پر سجدو باندي پراته سرونه
يو ګړۍ وروسته معبد و نړېدئ
د خداى پر مېنه لمبـې و څرخېدې
د ليري ليري هيوادونو د بچو سينو كي
د انتقام بڅري وځلېدل
د هر يوه په زړه كي
د تل دپاره د غضب اورونو ځاله وكړه
په اّسمانو كي د ملـكو ساندي پورته سولې
او د ابليس له كوره راغلل د قاه قاه ږغونه

92 ــ 14 ــ 12