غــزل

ّسمـانـه بيا لـكه چي نوي افسانې جوړوې
چي سـر پـر سر مي پـرهـارونـه پـر سينې جوړوې
 

كـه دي مـجنون د تـورو زلـفـو رابـللـى نه يـم
وايـه حـلـقـه پـر حـلـقـه چـاتـه زولـنـې جوړوې

خـونـي منـګـول دي شـاهدي د فيصلې وركوي
د غـمـازانـو پـه خـولـه ولـي بـهـانـې جوړوې

شـيـخـه اّخـر بـه سي رسوا د مـېـفـروش پـورونـه
تـرڅـگو بـه پـټـي پـه خلوت كي ميخانې جوړوې

در څخه وركـي دي سـاقـي زما د ازل فـېـصلـې
چي د اغيار دپاره ډكي پېـمـانـې جوړوې

اوښكي يـې ستا لـه بـې فريـاده سوځېگـدلو نه دي
پـتـنـګـه ولـي په لـمـبـو كي اّشـيـانـې جوړوې

له هر قـدمـه سـره ښخ دي فـريـادي عـرضـونـه
جنـونـه څو لا پـه دې لار كي هـديـرې جوړوې

د جـهـانـي رنـځـوري شـپـې د ختمېگـدلو نه دي
طبـيــبـه ولـي رقـيـبـانـو ته پـلـمـې جوړوې

89/ 8/ 7