پـيـالـې نـسـكـوروم دي تـشـومـه
خو دي نه
نـصـيـبـه بـدلـوم دي قـبـلـومـه خو دي ن
تـقـديـره زولـنـې دي د جـانـان تـر كوڅې وړمه
زنــدانـه نړوم دي تـېرومـه خو دي نه
ازل مـي لـېونـتـوب دى له نـامـه سره كـرلـى
ګـرېـوانه څيـروم دي ټـولـومـه خو دي نه
د سـر سودا منـمـه خو چي سر ټـيـټـو ل غواړي
قـاصـده ستـنـوم دي ورلېـږمه خو دي ن
خـالـق مـي كـكـرۍ سجدې ته نه ده پېدا كړې
تـنـديـه مـاتـوم دي لـګومـه خو دي نه
يـاغـي يـم د فـريـاد دپـاره نـه يـمـه راغـلـى
اّسـمـانـه كڼگـوم دي ژړوم خودي نه
د غره پر ژبه غواړم د شيريني د نوم ذكر
جـنـونـه پاروم دي ويـدومـه خو دي نه
زخمونـه د حبيب دي د طبيت كوڅې ته نه ځم
پــرهـاره شوړوم دي رغـومـه خو دي نه
چې هر محراب تـه ځمـه ستا جلوه پكي بـليـږي
د يار د تـصـويـر خـالـه هېـرومه خو دي نه
چي شمېـر د جهانـي د ګناهـونـو بانـدي كيږي
زاهده ړندوم دي خـپـلـومـه خو دي نه
واشنګټـن ، 92 ــ 27 ــ 12