غــزل

په ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم
د يار د وصل خياله هـديـرې ته دي درځم
يوه تشه وعده يې د ځوانۍ په بيه غواړم
سوالـګر نه يم اّسمانه چي كاسې ته دي درځم
منم چي تر منزله يې سكر وټـي دي كرلي
دا لار په ما ودانه ده كوڅې ته دي درځم
يوه لحظه دي مخ له رقيبانو پـټـومـه
لمبې خاموشه نه سې تماشې ته دي درځم
دا ستا د ميني اور دى چي محفل رنـګينومه
پانوس رنګه بلېږم بدرګې ته دي درځم
اختيار يـې لـه اقـرار سره جوړه را څخه يو وړ
يو نذر د خليل يمه چړې ته دي درځم
سنـګسار مي رسوا نه كړي مېخانې د خلوتونو
يو شور لا جوړومه غرغړې ته دي درځم
د هوښ پر لارو نه دى جهاني منزل د وصل
جنونه ځان تيار كه زولنې ته دي درځم
ويرجينا /1993/1/3