د غـرور څـلى

دا مـنـمـه چي مي مـيـنـه پـښـتـنـه ده
دا مـنـم چي لـېـونـتـوب مي ازلـي دى
هـره شپـه مـي ستـا لـه خياله سره تبۍ ده
هر يو خوب مي ستا په ياد كي زنداني دى

خو بـېـرېـږم كه دي بل ځگـلي جواب كړم
دا مـغـروره كـكـرۍ به مي يـاغـي سي
نـور بـه نـه پـالـي سـيـنـه د چا يـادونـه
او زمـا پـلـونه بـه دي لاره كـي پردي سي

هـسـي نـه چـي مي د شعر معبد وران سي
هسي نـه چي دا سجدې مي بېـګانـه سي
مـرور مـي لـه خـيـالـونـو سي خـالـونـه
لا مي مـاتـه د نـظـمـونـو زولانه سي

ځـكه زړه كي نړوم د غرور څـلى
او خـوبـونـه غـولـوم ستـا په خـيـالـونـو
كه تـه نـه يـې نو يادونه خو مي خپل دي
زه مـالـك يـم د ايـسـتـلـو تـصـويـرونـو

91/ 26/ 8