افـسـانـه

يو ورځ به زما او ستا د ميني كيسې
لكه خزان را رژولي پاڼـي
لكه زيارت كي ليګدلي سوځيدلي شمعي
لكه ماشومي هيري سوي سلګۍ
د خلكو هيري وي او وړي به وي
د زمانې توندو وحشي بادونو
د دغه سيند پر غاړه
د دغي ګاري ترڅنـګ
چي همېشه د يوه بل په غيږ كي
د زمانې له بدو سترګو ليري

كله كيسې ، كلكه ګيلې ، كلكه قولونه كوو
نوري به زموږ د پلونو نخښي نه وي
پېـړۍ به تيري وي
او بيا به دلته
د همدې ګاري ترڅنـګ
د بلي ميني افسانه جوړيـږي
او بيا به ستا په شاني ښكلي نازولي نجلۍ
د چا په غېـږه كي خوره وره وي
قسمت به هم لـكه چلبازه جادوګره بوډۍ
د هر غروب سره وعدې د سباوون وركوي
د سيند پر غاړه به دګاري ترڅنـګ
ځي راځي
خو د نيسم سره به
ملـګري نه وي زما او ستا زمزمې

89 ــ 30 ــ 10