شپږم څپرکى

بريښنا امنې او سراج ته دا خبره سپينه وکړه، چې که عقيده ورسره د څرک پر سر دعوه پيله کړي، دا يې ورسره پر مخه بيايي. ټولو له دې کاره منع کړه، ټولو پر دې خبره ټينګار کاوه، چې برېښنا د سلما خبره ومني او وتښتي، خو برېښنا همدا ويل:
ــ زه به په محکمه کې پر قرآن قسم وکړم، چې له هېچا سره به واده نه کوم، ان د حاجي په کور کې اوسېږم، خو زوى نه ورکوم او بيا نو دوى ولې له ما نه زوى واخلي. سليمان چې مړ شوى دى،دوۍ په کوم حق ما نه زوى اخلي؟
سراج که څومره استدلال ورسره وکړ، خو برېښنا پر خپلې خبرې کلکه ولاړه وه او ويل يې:
ــ زه ورسره دعوه کوم، زه دا دعوه حتماً ګټم. برېښنا له ځان سره دا لوړه کړې وه، تر هغو چې عقيده دعوه ونه کړي، دا به غږ نه پورته کوي، په دې منځ کې سلما څو، څو ځله راغله، د تېښتې يې ورته وويل، خو برېښنا به هغه رټله. ټول په تېره سلما برېښنا ته هېښه پاتې وه، له هغې برېښنا نه، چې سترګې يې هم په دروندواله اړولې، د دويم تن تر مخې يې خبره هم نه شوه کولاى، کله چې کوژده شوله، نو له سراج سره پوره يوه مياشت نه مخامخ کېده، سلطان څو، څو ځله ووهله، خو له ډېره ډاره يې په زړه کې هم نه ګرځول، چې ګنې سلطان وهلې ده، هماغې برېښنا په کلکه سراج ته وويل:
_ که مې ساتلى شئ، خو ښه او که نه ما ته کورونه ډېر دي.
سراج هم له ډېرې هېښتيا داسې غلى شو، چې بيا يې سڼ هم ونه خوت.
پوره دوې نورې مياشتې سلطان دوى بېخي غلي وو. برېښينا انګېرل ګنې زرغونې او عقيدې ترې لاس اخيستى دى او بله دا چې د يو او بل له خولې يې اورېدل، چې حاجې پر دې خبره کلک ولاړ دى، چې څرک د برېښنا زوى دى، هېڅوک يې د اخيستلو حق نه لري. دې خبرې برېښنا زښته ډېره هيله منه کړې وه، همدا وجه وه چې ځانته د يوې دندې پيدا کولو لپاره ګرځېده. دا مهال خو ښځو ته د دندو پېداکېدل، سم د مرغۍ پۍ وې، خو په روغتيايي چارو او په ښځينه نانوايانو کې ښځو ته دندې پيداکېدې. برېښنا غوښتل، داسې يوه دنده پيداکړي، چې د دې او څرک د خوراک او پوښاک پېټى يې پرې اوچت شي. د وزير اکبر خان په روغتون کې يې ځانته د چپړاسي دنده موندلې وه، زښته ډېره ورته خوښه وه. که څه هم دې د حقوقو پوهنځى لوستى و، خو اوس مهال ورته د چپړاسي دنده هم لوى غنيمت ښکارېده، دا ځکه چې د وزيراکبر خان په روغتون کې چپړاسيتوب هم ښځو ته نيمه پاچايي وه. سراج له دې دندې سره دومره خوښ نه و، همدايې ويل :
ــ رئيس ستا ځوانۍ ته سترګې نيولې دي، که نه دونه ښه سړى نه دى. برېښنا به په دې خبرو سره او شنه واوښته، لکه کړکه چرګه ببره به شوه او په قهر به يې وويل:
ــ ابا هر سور ږيرى ملا شا ګل نه دى، دا ولې تاسې سړي پر ټولو سړيانو بدګمانه يئ، لکه په سړو کې چې ښه انسان نشته، که څنګه؟
که څه هم برېښنا ته د پلار خبرې رښتيا ښکارېدې، خو اوس يې له سره اوبه تېرې ګڼلې او اوس ورته يوازي د نس غم، غم ښکارېده. په اصل کې هغې انګېرل، چې د پلار پر اوږو يو زياتى بار دى، هسې خو يې پلار د خپلې څلور کسيزې کورنۍ پېټى نه شو اوچتولى او لا پرې زيات و، ځکه خو برېښنا د خپل او زوى پېټي د وړلو ويلاړ کړى و، په دې ورځو کې خو هسې هم خپلې ګاندې ته يې عجيبه شان هيله پيداشوې وه؛ کله به يې څرک په خيالونو، خيالونو ځوان کړ، هغه به يې ډاکټر جوړ کړ، کوزده به يې ورته وکړه او کله به يې په خيالونو، خيالونو له عقيدې او زرغونې نه غچ واخسيته. دواړې به يې داسې وکړولې، له پښيمانۍ نه سر او تندى وهي، سلطان ته به يې داسې اروايي زيان ورساوه، چې پر بېوسۍ يې دا ژړيده، خو کله به يې خيال ليده، چې هلته لرې السکا ته تللې ده، هلته هېڅ افغان نشته، له خېښانو او خپلوانو نه هېڅوک نه ويني. په خپل لاس يې ګټي او په خپله يې څټي. دغو خيالونو نو اوس د برېښنا شپه او ورځ نيولې وه، د منګولې غوڅېدل يې بېخې له ياده وتې وو ، ان د خپلې منګلولې په غوڅېدو لا خوښه وه، چې ګنې د زرغونې او عقيدې له شره خو پرې خلاصه شوه. په رښتيا هم زرغونه او عقيده داسې غلې ناستې وې، چې د سلما پر خبرو اوس د برېښنا شک او ناباوري پر زياتېدو وه، دا خبره سلماکړې وه چې پر برېښنا د غلا تور عقيدې او زرغونې لګولى و او دا هر څه د دوى دواړو کار و. د برېښنا خو يو له دې وجې باور نه راته، چې زرغونه بايد له دې نه لا خوښه وي، چې دا پرې بن نه شوه او عقيده مور خو يو مهال د ښځو سازمان له هڅاندو غړو نه وه، د ښځو د انساني حقوقو په هکله يې له وړکتوبه په وار، وار په لوړو غونډو کې د عقيدې مور نارې او ويناوې اورېدلې وې، په محکموکې يې په وارو، وارو له قاضيانو سره د عقيدې د شخړو کيسې اورېدلې وې، چې څنګه يې د ښځو له حقوقو نه دفاع کوله او کله، کله به يې يوه وړه فضايي مسئله دومره پېچلې کړه، چې ان خبره به يې د ګوندي مرکزي کمېټې تر دارالنشاء ورسېده. خو عقيده مور به تر هغو نه تر شا کېده، تر څو چې ښځه به يې ګټلې نه وه. په دې وجه به د برېښنا څنګه باور راغلى واى، چې عقيدې مور دې دا کار کړى وي، خو بيا به يې هم کله، کله په زړه کې راګرځېدل، نه چې د سلطان د کورنۍ بيا پېريان وتورېږي. په دې منځ کې سلما څو، څو ځله راغله، هغې به بس همدا يوه خبره کوله:
ــ ورېندارې وتښته، وايم وتښته، تا ته بله لارنه ده پاتې، وتښته!
خو د سلطان او عقيدې چوپتيا برېښنا د سلما پر خبرو بې باوره کوله. داسې ورته برېښيده چې سلما مل ته وايي، لار ګوره او غله ته وايي لار نيسه. سلما به يې هر ځل خواشينې او ماڼېجنه لېږله. سلما به چې د برېښنا دوى له کوره ووته، نو مخامخ به کور ته لاړه، کور ته له ننوتو سره به يې جوخت د سلطان کوټې پسې ورمنډې کړې، د دې به اولنۍ خبره داوه:
ـــ زوى د برېښنا حق دى، اخيستل يې ګناه ده.
خو سلطان به چې ټوله ورځ يې د ويډيو او ډش پروګرامونو هغه هم د لوڅو چينلونو په ليدو تېروله، پرته له دې چې دې له وګوري، اوږې به يې پورته وغورځولې او په قهر به يې يو بل چينل رامخې ته کړ. د هغه دا کړنې سلما ته ويل چې ښه راباندې نه لګېږي. د برېښنا سپکې سپورې د سلطان له زړه نه لا نه وې وتلې او لا يې يوه، يوه په زړه وه، د برېښنا منګولې تر غوڅېدو وروسته سلطان يو ځل هم نه وتوانېده، چې برېښنا وويني، تر څو د هغې په بدنامۍ، بې وسۍ او غوڅ لاس ملنډې ووهي او ورته په ياد يې کړي، چې له ده سره په واده نه کولو يې څومره خطا کړې ده. څو، څو ځله يې زړه شوى و، چې کور ته ورشي، خو په نيمه لار کې له خپل هوډه راګرځېدلى و، د راګرځېدو پر مهال يې سلما او سراج ته څو کنځلې هم کړې وې. بيا يې هم د برېښنا تورو سترګو او مهينې موسکا لا په زړه چکونه لګول او لا يې له پخوا نه لېوالتيا ورته ډېره وه. هغه انګېرل چې وروستيو ناخوالو به د برېښنا ښکلا زيانمنه کړې وي، خو باور يې درلود، چې ښکلا به يې کمزورې شوې نه وي، دا ځکه چې د هغه عقيده وه، که ښکلا څومره وټوکل شي، په بله بڼه راڅرګندېږي او لا يې رنګينې ډېرېږې. همدغو انګېرنو به سلطان ځوراوه او داسې يې احساسوله، چې د ټولو ستونزو سره، سره بيا هم برېښنا ورته ګرانه ده او بيا يې هم زړه په وارو، وارو غواړي چې هغه خپله کړي. له دې انګيرنوبه يې مغز وسوځېد او په کور کې به يې ناحقه شخړه جوړه کړه. خو عقيده له پخوا نه سرکښه، مغروره او خوښه ښکارېده، د پخوا په شان ډېره نه ګړېده، له خپل يوازېني زوى (زمان) سره هم چندانې نه ګړېده، غلې ناستې پاستې يې ټول هېښ کړې وو، يوازي چې به کله، کله له زرغونې سره سترګه په سترګه شوه، نو پر شونډو به يې خندا راښکاره شوه او زرغونې به هم ورته په موسکا ځواب ورکړ. د دوى دواړو دا وړ موسکاوو ټول هېښ کړې وو.
د زرغونې د واده لس کاله کېدل، خو په دغو لسو کلونو کې داسې ورځ نه وه، چې زرغونه او عقيده دې له يو او بل سره ټونګه پر ټونګه نه شي، خبرې خو يې هېڅکله هم يو له بل سره نه کولې، د عقيدې ژبه به د دې د نيمګړتيا په ګڼلو، ګڼلو وچېده، چې د دې دا کار به کله، کله سلطان دومره قهرژلى کړ، چې د زرغونې په وهلو ټکولو به يې لاس پورې کړ او تر هغو به يې وهله، چې خوار کۍ به له اخ او ټوخه ولوېده. يوه ورځ خو يې د پلار کور ته ولېږله، خو که حاجي منځګړى شوى نه واى، نو اوس به يې لا د وخته په درېيو تيږو ويشتې وه. په هغه کال د حاجي په منځګړېتوب سلطان ايله د زرغونې راوړلو ته خوښه وکړه.
عقيدې به تل دلته او هلته ويل چې: سلطان پر زرغونې خاورې شوى دى، دا خبره خو به ضرور د سلطان تر غوږ و رسېده، چې ګنې زرغونه هومره ښکلې نه ده چې بايد واى. زرغونې به چې څومره سينګار وکړ، نو د عقيدې د ملنډو يوې موسکا به ورته ټولې خوارۍ په اوبو لاهوکړې او لا به سلطان لمسېده؛ هغه به چې د عقيدې له ملنډو ډکه موسکا وليده، نو پر زرغونې به يې راغړم وهل:
ــ سړى چې بدرنګه وي، سينګار يې نور ام بدرنګوي، دا څه له پر ځان رنګونه تپې؟
خو اوس وضع بل شان شوې وه؛ اوس د عقيدې ژبه عجيبه شان د زرغونې په ستايلو، ستايلو وچېده، اوس له يو بل سره څنګ تر څنګ کېناستې او له يو بل سره يې په پسپسې خبرې کولې. دهغوى هېښنده تړاو ته کور بانه څه، چې له کوره دباندې خپل خپلوان هم هېښ پاتې وو.
د دوى دواړو چوپتيا، ان سلطان او حاجي هم په دې باوري کړې وو، چې نور نو له دوى نه برېښنا هېره ده. خو يوه ورځ ناڅاپه سراج په تښتېدلې رنګ کور ته راننووت. دا ورځ هسکه وه، د نوي او تنکي پسرلي نرم لمر، لکه د سليمان نرم لاسونه، داسې د برېښنا تور اوږده وېښتان او نوي په غوښو ډک شوي اننګي ورنازول. هغه لمر ته ناسته وه، نوى پر خوږو خبرو راغلې څرک يې په غېږ کې پروت و، هسې خو يې يوازې ناسته عدت ګرځېدلې وه، نو کراره، کراره يې څرک ته سندره ويله:
ما له ډډه اوګۍ جوړه کړه شين غمى پرې کېږده
مرغلرې پرې چاپېره کړه زر شه و زرګره!
دا سندرې نيا ورزده کړې وې، نيا ته برېښنا زښته ډېره ګرانه وه، بس ټوله ورځ به يې په غېږ کې غزېدلې وه او هغې به ورته د خپل مهال سندرې ويلې. اوس يې هم ځينې سندرې په يادې وې:
خيالي ملنګه ورو، ورو کوزه که ليلا له کجاوو.
يا داسې نورې، يا خود نيا له خولې سندرې خوږې وې او يا خو دا سندرې خوږې وې، چې تر دې دمه د برېښنا په زړه او ذهن کې ژوندۍ پاتې وې. برېښنا ايله ما له ډډه اوګۍ جوړه کړه، سندره نوې راپيله کړې وه، چې د سراج غږ ورته غږ په ستوني کې وچ کړ:
ــ وبرېښنا وايم څه شوې؟ او چې څنګه يې پر برېښنا سترګې ولګېدلې، نو سمدلاسه يې ورته ټوله کيسه وکړه.
نن سراج ته سلطان خپل سړى رالېږلى و، چې سراج خبر کړي. تر څو برېښنا محکمې ته راحاضره شي. سراج چې خپله خبره پاى ته ورسوله، نو برېښنا وخندل:
ــ ابا ته هسې وارخطا يې، خو زه نه ډارېږم. خو له الوتې بڼې څخه يې دا څرګنده وه، چې ښه د مزى ډارېدله او هسې هېنډې اخيستې وه. سراج خپله خبره وکړه وخوځېده، همداسې له کوره ووت.
برېښنا تر مازيګره اندېښمنه ښکارېده. خو هڅه يې کوله چې نور پرې ونه پوهېږي.
تېر مازيګر و، چې سلما د خپلې سکنې توړۍ زوى اکبر خان سره د دوى کور ته راننوته،
سلما پوهېده چې برېښنا به د وچې مڼې تر څنګ ولاړه وي، ځکه خو د کوټې پر ځاى سيده انګړ ته ووته.
برېښنا د وچې مڼې تر څنګ غلې ناسته وه، څرک ترې ګرد څرخېده، خو دا خپلو اندېښنو په مخه کړې وه. سلما وړاندې ورغله، په کراره يې سلام ورواچاوه، برېښنا د سلما له سلامه سره شټ وواهه، خو د سلما د سلام ځواب يې ونه وايه، هماغه شان يې غلې، غلې وروکتل. سلما مخامخ کېناسته او په نرۍ موسکا يې وويل:
ــ ورېندارې اوس يې نو ورسره ګاله، وګورم چې چا ښه ويل او چا بد. برېښنا تر سترګو لاندې وروکتل، بيا يې اکبرخان ته وکتل، چې د چوترې له پاسه له زلمي سره ولاړ و او سپينې ټوپۍ او سپين واسکټ ورته ننګرهارۍ بڼه لا جوتوله او دوى ته يې په خپل کليوال انداز کتل. برېښنا ترې په کرارۍ سترګې واړولې او په ټيټ غږ يې سلماته وويل:
ـــ سلما زه نه وايم چې تا بد ويل، يا ما ښه ويل، خو زه به دا لوبه ګټم، زه پر دې خبرې يقين لرم.
دسلما په غوښنو شونډو کې د ملنډو يوه موسکا رابره شوه:
ــ ورېندارې! ستا چرګ يوه پښه لري.
ــ نا، داسې نه ده.
ــ نوڅنګه ده، چې له خپل خره نه، نه راکوزېږې؟
په داسې حال کې چې برېښنا د څا پر برغولي سترګې نښلولې وې ، په قهر ژلې ژبه يې وويل:
ـــ سلما دا خبره بايد سپينه شي. زه نوره د اندېښنو توان نه لرم، زه غواړم هر څه سپين شي. نور نو بايد دا تنسته وشلېږي، دا کېږي، که هغه کېږي، له ډېرو خبرو او غمونو نه به خلاصه يم.
_ او که هغوى...
برېښنا پر سلما بړچ وهل او خبره يې ورته په ستوني کې وچه کړه:
ـــ نا، سلما داسې به نه کېږي، اخر زه مور يم چې واده نه کوم، په ځوانه ځوانۍ دوه کلن ماشوم لويوم، دا خلک او د هغوى قانون له ما نه څه غواړي؟ زه به يې ضرور ګټم، داسې يې نه پرېږدم.
_ خو ورېندارې! په تېښته کې هېڅ تاوان نشته زما ومنه، دلته يوازي يوکال ښايي يو کال.
ــ بس که سلما! ستا يوې تېښتې رانه د ډېران لوټه جوړه کړه، بلې ته مې ګډوه، زه په خپلو کارونو ښه پوهېږم، وپوهېدې، بيا هم درته وايم چې په هغه اولې تېښېې مې هم غول خوړلي، خو دا ځل نه تښتم، ورسره وهم يې.
برېښنا له دې خبرې سره جوخت مخ پر کوټې منډه کړه. سلما پر خپل ځاى هېښه پېښه ولاړه وه، څرک په نرمو قدمونو په مور پسې وخوځېد. خو سلما پر خپل ځاى ولاړه وه، ښايي ډېره موده به ولاړه وه، چې د امنې غږ راپه خود کړه:
ــ لورې کار مه ورسره لره! برېښنا نو اوس د پشيانو غوندې اوږې پورته غورځولې دي، کله يې اوږې ښکته کېږي.
سلما په نهيلۍ او پرته له کومې خبرې اترې وخوځېده. د اکبر څنګ ته چې ورسېده، نو په کرار او نهيلي غږ يې وويل:
ــ اکبره! اوس درسره ځم.
اکبر خان د سلما په خبره هېښ پېښ شو، خو سلما تمه نه شوه او همداسې په منډه د سراج دوى له کوره ووته.
اکبر خان يوکليوال زلمى و، سره له دې چې هغه د سلما د توړۍ يوازېنى زوى و او سره له دې چې سلما يې په وارو، وارو له عقيدې او حاجي نه غوښتې وه، خو دواړو ورته خوښه نه ورکوله، ځکه چې که سلما له اکبر سره واده کړى واى، نو د سلما د مور ټول راوړى ميراث د اکبر خان کېده. عقيدې هڅه کوله چې سلما خپل وراره ته ورکوژده کړي او حاجي صيب هڅه درلوده، چې خپل وراره ته يې ورکوژده کړي.
اکبرخان نالوستى و، په کلي کې زېږېدلى او لوى شوى و، يو بشپړکليوال زلمى و، خو سلما يې چې د يوازېنۍ توړۍ لور وه، زښته ورته ډېره ګرانه وه. که څومره به حاجي او عقيدې ورته د جرګو سپکاوى کاوه، بيا يې هم په وارو، وارو غوښته. خو سلما ته اکبر يوازي د توړۍ زوى ښکارېده، هېڅکله يې هم دا نه وه احساس کړې، چې اکبر دې دې ته لږ کدرې هم ګران وي، يا دې هغه سره مينه ولري. خو د عقيدې او حاجي له کسده يې له اکبر خان سره ډېره نژدې ناسته ولاړه کوله. همدا وجه وه چې اکبر خان ګومان کاوه، ګنې سلما ته ګران دى. سلما د عقيدې او حاجي په نيتونوخبره وه، ځکه کله چې له برېښنا نه نهيلې شوه، نوهوډ يې وکړ چې له اکبر خان سره په سپينو پايڅو وتښتي. که څه هم سلما يو لوړه لوستې نجلۍ وه او اکبر خان يو بشپړ نالوستى زلمى و، هغه کليوال و او دا ښاري نجلۍ وه، بس د عقيدې مور له کسده ورسره وخوځېده، ګنې په دې ډول ترې غچ واخلي، خو اکبر د دې په دا ډول وړلو نه وخوښ.
د سراج دوى د کور تر مخې تم شو، سلما ته يې په مينه ناک نظر وکتل:
ــ ګوره ترورزۍ! زه دې غواړم، بيا دې ام غواړم، تر اغې پورې دې غواړم چې رادې کي، خو دا شان چې ته ما سره ځې، دا خلک، دا تربوران او دا کليوال به راته څه وايي؟
_ کليوال په تا پورې نه خاندي، پر ما به خاندي.
_ خو زه به سلطان لالا ته څنګه ګورم او له حاجي ماما سره به څنګه سترګه په سترګه کېږم؟
_ راځه، راځه! اغوى اسې هم سترګې نه لري، که نه په اينږور به يې لاس نه غوڅاوه.
اکبر خان په ننواتو وويل:
ــ ګوره سلما ښه جلۍ شه! په خبره خو ځان لږ پوه که كه نه؟
سلما په دې خبره وقهرېده:
ــ سمه ده هېڅ خبره نه ده، ځم د بل چا کره.
اکبر خان له ډېره قهره سور او شين واوښت.
ــ ترورزۍ! دا څه سپيتانه راته کوې؟
_ رښتيا درته وايم، په تا کې زما د وړلو غاښ نشته، داسې څوک به پيدا کم، چې دا غاښ ولري.
اکبر خان اوږده سا واخيسته:
ــ سيي ده، ځه څه چې کېږي نو كېږي به، خو پام دې وي چې دا خبره بيا ونه کې!
سلما او اکبر خان دواړه پر لاره وخوځېدل. سلما د تلو پر مهال د برېښنا دوى کور ته وکتل، لکه هلته ناستې برېښنا ته چې وايي:
ــ دا ټول ستا دلاسه دي.
بيا يې يو دوه ګامه وړاندې روان کليوال، غنم رنګي ننګرهاري، ساده اکبر خان سر تر پښو له نظره په نرمۍ تېرکړ، له ځان سره يې وويل:
ــ دا هم قسمت شو؟
له اکبر خان سره د سلما ناڅاپي تلل د حاجي کورنۍ هم هېښه کړې وه او هم خپه. د عقيدې له خبرو او ناکرارۍ نه د هغې قهر ژلى او ماڼېجن حالت ښه څرګندېده. عقيدې ته د برېښنا له تېښتې د سلما تلل دروند ښکارېده، زرغونې او عقيدې په ګډه په دې ګروهمنې وې، چې دا ټول د برېښنا لمسون و. خو د سلطان او حاجي صيب ګروهې بېلې، بېلې وې؛ سلطان عقيده مور ګرمه بلله، چې سلما يې بې ځايه او بې وجې ځوروله، خو حاجي بيا سلطان پر دې خبرې پړ ګاڼه، چې له برېښنا سره يې څو، څو ځلې سلما ترټلې او بې ځايه وهلې وه. سلطان په دې خبره کې بيا هم عقيده مور ګرمه ګڼله، ګنې عقيده وه چې دې يې د سلما وهلو او ټکولو ته هڅاوه.
د سلما د تېښتې پېښې د څو ورځو لپاره د حاجي کورنۍ له ځان سره بوخته وساتله او برېښنا يې ترې هېره کړه، خو د ورځو په تېرېدو ورو، ورو د سلما تېښتې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او يو ځل بيا برېښنا راياده شوه. مګر د عقيدې مور له زړه نه دا نه وتل، چې دا دې د برېښنا لمسون نه و، سره له دې يې پر خپل قهر پرده واچوله او پټوله يې، نو ځکه خو يې بيا د ځان په سينګار ګوتې پورې کړې. عقيده مور چې لا ځوانه وه، لا ئې د شقيقيو وېښتان سپين شوې وو او نور سر يې تګ تور و، خو مخ يې د ځوانو ښځو په شان ښوى او ښکلى و، ځکه خو ډول و ډال ورسره ښه ايسېده. دا د هغې عدت و چې کله به يې غوښتل، په حاجي صيب کومه غټه خبره ومني، نو په سينګار او ډول ډال به يې لاس پورې کړ.