څلـورم څــپرکــى

برېښنا د شاهدانو د شاهدۍ په ورځ يوه خبره هم ونه کړه، لاسونه يې قوپۍ کړې غلي او په مړاوي نظر ناسته وه، داسې سا ختلې او دم ختلې ناسته وه، چې ان د شاهدانو بڼه يې هم په ذهن کې پاتې نه شوه. د دې ورځې په شپه کله چې غني دې ته په ډوډۍ وړلو کې لږ ناوخته کړه، ښايي نهه بجې به وې، چي سړه پيتي يې د يوې مړۍ وچې ډوډۍ سره واخيسته او د برېښنا د کوټې پر لور وخوځېد، خو د کوټې دروازه له دننه نه تړلې وه، غني له وارخطايۍ ټولو ته خبر ورکړ، دوى دروازه ماته کړه، چې ورننوتل، ګوري چې برېښنا خپل ستونى په خپل خيرن او ناولي پړوني کلک تړلى دى. مولوي عتيق الله څو لغتې ووهله او بيا يې ورته لاسونه له شا نه وتړل او غني ته يې وويل چې: تر سبا يې په کوټه کې کينې او خپله هم ګړى وروسته د برېښنا پوښتنې ته راته. غني تر سبا د برېښنا له سړو په ډکې کوټې کې په دوو پښو تېرې کړې، برېښنا غزېدلې وه، خو له رڼو سترګو يې ښکارېدل، چې خوب يې سترګو ته لار نه پيداکوي، غني که هر څومره وويل، چې ولې يې ځان وژنه کوله، د برېښنا له خولې يوه کليمه ونه وتله، بس لکه يوې کليمې چې هم هغه ټولې نړۍ ته رسوا کوله او بيا به ټول په دې خبر وو، چې برېښنا په بنديخانه کې... نا، له دې ډاره يې چوپتيا غوره ګڼلې وه او د غني د هرې خبرې په ځواب کې يې ان نا کدرې هم نه ويله، په پاى کې غني هم غلى کېناست، تر سبا يې يوه خبره هم ونه کړه، درې ورځې وروسته د درېيو ګونو محکمو حکم اعلان شو، دې په بې سارې ارامۍ د درېيو ګونو محکمو حکم واورېده او پرته له څه شور او زوږه يې وزغمه. د هغې بڼې نو اوس يو ناڅرګندحالت غوره کړى و، له هېچا، ان له غني سره يې هم خبرې نه کولې او نه يې سمه ډوډۍ خوړله، يوه مړۍ به يې لانه وه خوړلې، چې تالۍ به يې ټېله کړه او په ژړا به يې پيل وکړ، تر سبا به ويښه وه او په کوټه به يې خپل ګامونه ګڼل، پاسو او ارامې برېښنا يو عجيب ناشونى بدلون موندلى و، غني ورته هېښ پېښ پاتې و؛ ده ګومان کاوه چې برېښنا نوره لېونۍ شوې ده، غني ګرم نه و، په رښتيا هم د برېښنا ټول کړه وړه د لېونو وو، بېخي د لېونو له هغې شېبې وروسته يوازېنۍ خبره چې غني ته برېښنا وکړه، هغه دا وه چې ورته ويل يې:
ــ په تاسي کې مسلمان نشته، پښتانه خو له اصله نه ياستئ.
خو د جمعې په سهار کله چې غني برېښنا ته د خداى په امانۍ لپاره راغى، په هغې کې يې هېښنده بدلون تر سترګو شو، هېڅ باور يې نه راته، داسې ګومان يې وکړ، چې يا يې خو سترګې نه ويني او يا خو دا برېښنا نه ده. د برېښنا ويرژلې کمزورې او بې ډاډه نظر چيرې تښتېدلى و، له دې ښکلو سترګو ډاډ او وېلاړ څڅېده، لکه د يوه توريالي تور باس له سترګو چې څاڅي. پر شونډو يې يوه ناڅرګنده، خو ځواکمنه موسکا خوره وه. د پخوا په شان يې د خپل ګڅ لاس منګوله په ښې منګوله کې نه وه نېولې، لکه د برېښنا غلى نظر، وېرژلې بڼه او وچې شونډې يې غني ته ورلېږېدلې وي. د غني له سترګو او بڼې نه د هغه وېرژلى حالت او د زړه ماڼېجن انځور اوچت ښکارېده، بريښنا يې مخامخ له خپلې هوډمنې بڼې سره ناسته وه، خو لکه چې برېښنا په څه خبره وي، داسې ئې پر زيړو اننګو تودو اوښکو مخ په ښکته منډې کړې، خو له شونډو يې ډاډ او موسکا ونه تښتېده، پر برېښنا غني د رښتيا ګران و، داسې ګومان يې کاوه چې په دې بنديخانه کې يوازې نه ده، ان د هغه په شتون کې يې ځان يوازې او بې خپلوانو نه ګاڼه، لکه تل چې زلمى ورسره ګرځي؛ ډوډۍ ورته راوړي، پوښتنو ګروېږنو ته يې ورولي او پر خداى يې باور ته رابولي او د زړه ډاډ ورکوي. غني ورته د خپل تلو وويل، دې ترې د نن پاتېدو غوښتنه وکړه، خو غني پښې په يوه موزه کې ننه ايستې او ويې ويل:
ــ دنن په خاطرخو ځم، نور نو زما د پاتېدو ورځ نه ده، د دوى د جهاد...
_ نن که ته...
_ ګوره ښه يې واوره، هغوى زمونږ د ټولو لاسونه راوتړل، شپږ تنه شاهدان يې تېر کړل، شپږ تنه، د هېچا هېڅ ورسره په وس نه وه، ملا صاب خانو په دې فيصله کې نه و، شپږ تنه شاهدان! لا يې نور هم راوستي، هېچا هېڅ هم ونه سوه کړاى، هېڅ يوه يې ونه سوکړاى.
بيا يې ناڅاپه سر لوړ کړ، برېښنا ته يې نېغ، نېغ وکتل:
ــ برېښنا رښتيا ووايه، داڅه کيسه ده، زه خو يې هېڅ په سر و بر پوه نه سوم، دا ستا خسرګنۍ ولې پر خپل عزت نه ده، ته خو د هغوعزت يې نه؟ داڅرنګې خلک دي، دا پښتانه دي؟ دا خو پښتونواله نه ده، دا څرنګې پښتانه دي، دوى به نو ځانو ته مسلمانان هم وايي؟
_ خو زه ورته له زويه نه تېرېږم، هېڅ به تېره نه شم، يوه کليمه به تېره نه شم.
غني هېښ پېښ وروکتل، د برېښنا له سترګو د خپلو خبرو تصديق له ورايه ښکارېده. برېښنا بيا وويل:
ــ زه به مې زوى هېڅکله ورنه کم، هېڅکله، هېچا ته يې نه ورکوم، بس همدا يې زور دى.
ــ زه ستاسي په کيسه هېڅ نه پوهېږم، داڅرنګه خلک دي، نو دا ښاريان ټول د سره همداسې دي؟
برېښنا په هېښتيا وروکتل، خو غني خپلو خبرو ته نوې کړۍ واچولې:
ـــ زه رښتيا درته وايم، موږ خو سارايان يو، نه مو ښځي په اليپ او بې خبرې دي، نه نران، منګر تاسې خو ځانونه ښه هوښياران بولئ، پوهېږې زما نو نوره کرکه کېږي، زه يو څه له کيسې خبر يم
ــ څه کيسې نه ؟ .
_ له دې څخه چې ستا لېور تا ته سترګه دراړوله.
_ غني دا څه وايې، زه يې د ورور کونډه يم، که نه پخوا داسې نه و.
_ زه هم همدا وايم، زما يې پر بنيادمانو باور لږ کړ، پوهېږې زه نو اوس پر تا هم باور نه لرم، پوهېږې پر تا، ته چې ما ته له موره هم نژدې ښکارې، نه پوهېږم، نود رښيتا قيامت نژدې سوى او وينې سپېنې سوى دي، زما يې کرکه راوسته.
غني خپلې وروستۍ خبرې په داسې حال کې وکړې، چې نور نو له کوټې نه په وتو و، همدا چې له کوټې ووت. بيا لکه مياشه داسې الونياشوه، لکه هډو دې کوټه کې چې نه و، د سترګو په رپ کې يې په برېښنا پسې دروازه کلپ کړه، خو د هغه وروستيو خبرو د برېښنا په ذهن کې يو نه رامېدونکى شور جوړ کړ، له ذهنه يې د هغه وروستۍ خبرې په وار سره په تېرېدو شوې: (زه نو اوس پر تا هم باور نه لرم، پوهېږې، ته چې ما ته له موره هم نژدې ښکارې). له سترګو يې د اوښكو راڼه څاڅکي راوښويېدل. دغه تور کي ډنګروکى هلمندوال غني څه عجيب انسان و. د هغه خور خور ويلو به د دې په زړه کې د خورولۍ احساس راژوندى کاوه، خوږ و، خو سوچه کتلو به ئې دا د ځان خوا ته راښکله، خوږو کيسو به يې له ځان سره هلمنداو د هلمنديانو ساده، کليوال او پښتني ژوند ته وربېوله. د خپلې برېښنا خور د کيسو په کولو به يې دې ته دا ډاډ ورکاوه، چې دا غم يوازې پر دې نه دى او د عالم غم، نه غم دى. په يوه شېبه کې يې هغه ټولې شېبې له سترګو تېري شوې، کومې چې غني کله کوټې ته د کوم کار لپاره راغلى و، دا يې تحقيق، يا بل کوم قضايي کار لپاره چېرې بېوله او د دې لپاره چې دې ته اروايي ځواکنمتيا ورکړې وي، نولومړۍ او وروستۍ خبره به يې همداوه چې:
پر رب العزت باور ولره، د هغه هر څه په وس وي، خو نن ورته غني د تلو پر مهال داخبره ونه کړه، دغه تور کي هلک په خپلو تلو، تلو کې ټول هغه څه وويل، چې په دې څو ورځو کې يې د خور تر نامه لاندې په جبر پټول، هېښنده وه. غني ترې نيم عمر کشر و، دې ته لکه زلمى داسې ښکارېده، د دې هډو په زړه کې دا نه ګرځېدل، چې ګوا کې غني دى... دغه غني هم توپان کاوه؛ هغه به هېڅکله برېښنا ته نېغ نه کتل، هېڅکله يې ورسره ټوکو ته زړه نه ښه کاوه، ډېر به ورسره نه کېناسته، بس يوه، دوې خبرې به يې په ولاړه وکړې او په منډه به له کوټې ووت. د برېښنا پر پژۍ د سړو نرمه لړبکه راخوره شوه، خپلې مټې يې په دواړو منګولو کې کلکې ونيوې او همداسي د طالبانو د راتګ په هيله يې دېواله ته تکيه وکړه، پر کوټه يې نظر وځغلاوه، د کوټې ځمكه، چت او دېوالونه دا هر څه دغني له انځورونو ډک وو، د دغو انځورونو په ليدو وځورېده او سمدلاسه يې سترګې پټې کړې.
لا به د ګړۍ ستن پر اته نيمو بجو ولاړه وه، اوس خو د وخت په تېرېدو او بدليدو ځکه نه پوهېده، چې د سيلمان د لاس د سرو زرو ګړۍ ترې مولوي عتيق الله واخسيته او په دې نوم چې دا هم د غلا مال دى، هغه يې سلطان ته وسپارله، ځکه يې نو له ځان سره داسې وانګېرله، چې ګنې اوس به نو د ګهيځ اته نيمې بجې وي، همدا مهال به و چې مولوي عتيق الله د دو نورو زلمکيو طالبانو سره کوټې ته راننوت، همدا چې سترګې يې پر برېښنا ولګېدې، نو سمدلاسه يې په څېره کې يوه شيطاني موسکا راڅرګنده شوه، ورسره يې پر شونډو ژبه تېره کړه، د هغه پر دې کړنې ، لکه پر برېښنا چې چا اور ورلى وي، داسې سره او شنه شوه، په کرکه يې ترې مخ واړواه، دا ځکه چې د هغې پيښې يوه، يوه شېبه يې اوس هم له ذهنه په وار، وار تېرېده، اوس يې هم د عتيق الله د پنجو خاپونه پر ټولې پژۍ پاتې وو، د هغه د شونډو ټپ يې پر خپلو شونډو اوس هم لکه مرداره احساساوه. د هغه د مټو کلکې کړۍ اوس هم ورته سا په مرۍ کې بندوله او له نازکو او نرمو هډوکو يې اوس د ماتېدو ټکونه ختل او د هغه د اوږدې ږيرې او اوږدو وېښتانو له وجې اوس هم اننګو سوى کاوه، دا نو دې ته نه هېرېدونکې وه، خو مولوي هماغه شان خندان ولاړ و. برېښنا نو د هغه د خندانې بڼې د ليدو ځواک نه درلود، ناڅاپه يې پرې لاړې تو کړې، په ژړاند او قهر ژلي غږ وويل:
ــ ستا دې پر استاد لعنت وي، لولۍ زويه!
مولوي په ارامۍ پر خپل مخ توکړې لاړې پاکې کړې، بيا يې دوو زلمکيو طالبانو ته غږ کړ:
_ درويې نيسئ، نن خو بې اغى له بلا خلاصېږو او له دې خبري سره له کوټې ووت.
دوو زلمو په ولکه کې برېښنا له کوټې راوايستله شوه، خو د تلو پر مهال يې کوټې ته داسې وکتل، لکه دې کوټې نه د وتو زړه نه لري، رښتيا هم برېښنا ته په وروستۍ شېبه دا څرګنده شوه، چې دا کوټه ورته ګرانه ده، کوټه ورته يو ځل بيا د غني له تنکيو انځورونو ډکه ښکاره شوه، ژر يې سترګې پټې کړې او مخ يې ترې واړاوه او همداسې په پټو سترګو تورې ښيښې والې ډاټسني ته وخته.
د غازي سټډيوم لوى انګړ له خلکو ډک و، واړه، ځوانان او زاړه ټول په ګډه راټول شوې وو، خو راټول شوي نندارچيان ټول نارينه وو، ايله يوه، يوه ښځه په چادري کې تر سترګو کېده، چې ښايي کوم خپل به يې دلته سزا ليده. دلته خو هره جمعه همدا حال و، اوس نو په خلکوکې دا ګروهه ورو، وروپه سيکندو وه، چې ګنې څوک د جمعې په ورځ مړ شي، نو جنتي دى، دا ځکه چې دلته خو اکثره د جمعې په ورځ پر قاتلينو او زانيانو، حدود جاري کېدل، دلته به هره جمعه داسې نندارې کېدې. نور نو دلته په غازي سټډيوم كي د فټبال او واليبال لوبې نه ليدل كېدې او نه يې په خپله غېږ کې د هېواد د خپلواکۍ جشن ته ځاى ورکاوه. دلته به هره جمعه نور شان جشنونه او نندارې وې، نن هم همداسې يوې نندارې ته زښت ډېر خلک راټول شوې وو او همدا چې دوې تورې ښيښې والې ډاټسني د سټډيوم انګړ ته وردننه شوې. په سټډيوم کې ولاړو ټولو نندارچيانو ورته په يو وار مخ راوګرځاوه. که څه هم د برېښنا پر مخ څادري خوره وه، خو بيا يې هم ګڼه ګوڼه ليداى شوه، ځکه خو يې نو د خلکو په ليدو شټ وواهه او خپل ګڅ لاس ته يې وکتل. پر وجود يې نرمه لړزه راپرېوته، په تورو سترګو کې يې بې وسۍ او نهيلۍ نور هم ځان راجوت کړ، هغې خپلې بې وسه او وېرژلې سترګي هره خوا اړولې رااړولې، خو هره خوا تور سرونه وو، چې د دې د نندارې ليوالتيا د ټولو سرونو په سترګو کې اوچته ښکارېده، ناڅاپه يې مولوي عتيق الله ته چې تر مخې يې په لومړني سيټ کې ناست و، وکتل. خو هغه ورته د ملنډو ډکه خندا وکړه:
ــ څوک چې غلا کوي، همدا به يې حال وي.
دې هم بې ځوابه پرېنښود او په لوړ غږ يې وويل:
ـــ او چې زنا کوي؟
_ ښځه به سنګسارېږي، پر نارينه به دېوال چپه کېږي، اوس نو دې خوله نوره دربنده کړه!
خو د عتيق الله په څېره کې د ډار هېڅ نښه هم راڅرګنده نه شوه، ان په ډاډ او غرور يې ډرېور ته وکتل، چې غلى شان يې په انګړ کې ولاړو په سلګونو زړو ځوانو او وړو نندار چيانو ته په يوه متفکر او ماڼېجن انداز کتل. له دې سره مولوي تر ژبې لاندې ورو وويل:
ــ لکه چې زنا يې ام کړې، پر دغو بازارۍ ښځو هېڅ باور نسته، دوى له ګناه څخه يو عجيبه لذت اخلي. په دې ترڅ کې ډريور ده ته سترګې راواړولې، وړه سا يې واخيسته او بيا يې په هينداره کې د برېښنا ليدو لپاره سترګې جګې کړې، ويې ويل:
ــ مولوي ساب! داسې ام نه ده، خداى پوهېږي، چې په موږ کې څوک ښه خلک دي او څونې زانيان دي؟
_ ته نو پر...
_ يه، زه دا خلک ښيم چې ځان ښاري نه بولي.
مولوي عتيق الله ډرېور ته نور څه ونه ويل، همداسې يې وړاندي وکتل. څو شيبې وروسته په داسې حال کې چې پر موټرو د ټولو نندارچيانو سترګې نښتې وې، ډاټسنې ودريدې او له ډاټسنو وروستى تن برېښنا وه، چې راښکته شوه.
په سكينو قدمونو وخوځېده، که څه هم لړزېده، خو هڅه يې کوله چې خپله لړزېدا قابو کړي، تر څو ونه لوېږي. تر څنګ يې دوه زلمکي طالبان لكه دوه بې روحه پژۍ داسې بې غږ و بې غوږه روان وو، همدا چې برېښنا د خلکو تر مخې ودرېده، نو يوه تن يې ژوند ليک او ګناه ليک په ګډه ولوست. له هغه وروسته يو بل تن له اوږودو خبرو وروسته د دريېو ګونو محکمو فيصلې په وارسره وويلې. ډېرو به ډېرې خبرې کړې وي، خو برېښنا هېڅ هم نه اورېدل، هغې يوازې هلته وړاندې ولاړ سپينې چينې وال ډاکټر ته کتل، چې د جراحۍ سامانونه يې تر مخې پراته وو، ان برېښنا په دې هم ونه پوهېده، چې دې له يې کومه جزا او څرنګه جزا واوروله. د هغې يوازې دومره په ياد وو، چې پر هغې يې د غلا تور لګولى و او شاهدان يې پرې تېرکړي او پر غله باندې ګڅ لاس پرېکېږي، خو نا، طالبانو به کله، کله ښې لاس او ښې پښه هم پرېکوله، ځکه خو برېښنا هېښه وه، چې نن به له دې څخه کوم غړى پرېکېږي، کله به يې خپل ښي او کله به يې هم ګڅ لاس ته وکتل. کله، کله خو به يې خپلو پښو ته هم کتل او لا به يې په زړه کې راوګرځېدل، هسې نه چې سر ترې پرېكړي. له ډاره به يې اندامونه زيږه شول اولکه چا چي سړې اوبه پرې پاشلې وي، داسې يې شټ وواهه او د خيالونو له نړۍ څخه رابهره شوه. خلکو ته يې وکتل، خلک لږ سره ښورېدلې وو. خپله جوړه کړې ليندۍ يې نوره هم راتنګه کړې وه، خو دا يې په لامل ونه پوهېده، همدا چې زلمکيو طالبانو په ګډه ورته د خوځېدو وويل، ايله وپوهېده، په نهيلۍ يې خلکو او بيا زلمکيو طالبانو ته وکتل. سپينکى او غوښن طالب سترګې ښکته نيولې وې، د هغه له خنډۍ ونې سره د هغه دا رنګه پاسوالي څه عجيب خوند کاوه، خو تر څنګه يې غنمرنګي طالب غاړه څکه نيولې وه او داسې غلى او بې خوځښته ولاړ وو، لکه بې نومه شهيد ته چې درناوى کوي. په همدې ترڅ کې سپينکي طالب په نرمۍ وويل:
ـــ درخوځېږه!
برېښنا له خوځېدو دمخه تر شا مولوي عتيق الله ته وکتل، مولوي په خپلو ځلاندو موسو سترګو دې ته په ملنډو وکتل، د هغه په ليدو، لکه چا چې اور ورته اچولى وي، داسې يې رګ، رګ او ماغزه وسوځېدل، په کرکه يې ترې مخ واړاوه. دا ځل نو داسې په اوچتو ګامونو د ډاکټر پر لور وخوځېده، لکه مولوي ته چي دا ورپه ګوته كوي:
وينې دار ته هم داسې په نره روانه يم. خو داسې نه وه، څومره چې روغتيا پال ته نژدې کېده، په هماغه کچه يې له پښوسېک تښتېده، اوس نو په کړاو روانه وه، همداچې ډاکټر ته نژدې شوه، سترګې يې د جراحۍ پر سامانونو ولګېدې، سمدواره ولړزېده، ډاکټر ته يې وکتل، هغه سر ښکته نيولى و. که څه هم پرته له سترګو يې نور ټول مخ او سر څه په ماسک او څه په خولۍ پټ و، خو بيا هم د هغه په ښکته سترګو کې د هغه احساس برېښنا اوچت احساساوه.
همداچې ډاکټر د دې لاس ته په دسکشو پټ لاسونه وروړاندې کړل، د خلکو له منځه د تکبير نارې اوچتې شوې، لکه دې چې همدا نارو ته لار څارله، سمدواره يې ورسره داسې جوخته كړه:
لااله الا الله محمدرسول الله، بيا يې د ګڼو خلکو پر خوا وکتل، هغوى ټول داسې ښکارېدل، لکه يوې په زړه پورې نندارې ته چې راټول شوې وي، د هغوى له سترګو دې دا احساس کړه، چې همدا نارې وهي:
ــ ژر کوئ، ژر کوئ!
سمدلاسه يې دروم نرون له ذهنه تېر شو، چې هره ورځ يې د عيسويانو په وژلو خلک داسې روږدي کړي وو، چې نور نو خلکو ته د عيسويانو وژل او زورول يوه ننداره وه، يوه ډېره په زړه پورې ننداره. ډاکټر ته يې وکتل، هغه اوس هم سر ښکته نيولى و. دغه له ونې لوړ او ډنګروکى ډاکټر د نرون جلادانو ته نه پاتېده، دى داسې و، لکه څوک چې پر پرښتې په جبر ګناه کوي.
په همدې شېبه کې چې برېښنا ډاکټر ته کتل، ډاکټر سر لوړ کړ، د هغه د سترګو په ليدو برېښنا يو ګام تر شا لاړه، د هغه لوړه ونه، د هغه زر زې سترګي څه اشنا وې، ډېرې اشنا وې، د سترګو اشناورګي کسې يې د ماسک او خولۍ په منځ کې لا شنه ښکارېدل. د ماسک او خولۍ منځ راښکېلې سترګې يې خورا غټې ښکارېدې، خو يو ډول اشنا خوږوالى په کې احساسېده، د ډاکټر سترګې اوښلنې وې، برېښنا پرته له دې چې د ډاکټر تر مخې پرتو د جراحۍ سامانو ته وګوري، د ډاکټر لاسونو ته يې وکتل، چې د دې ګڅه منګوله په کې ښکېله وه او ډاکټر پرې د انستيزي عمل اجرا کاوه. برېښنا بيا په ليوالتيا د هغه سترګو ته، چې د دې پر سپينې او خوارې منګولې کلکې نښتې وې، وکتل. هېښنده وه، د هغه له سترګو اوښکو مخ پر ماسک لارې کولې او بيا په سپين ماسک کې ورکېدې. هغې همداسې ډاکټر ته يو کرار کتل، چې د ګڅ لاس په مړونده کې يې يو وړوکى شان سوى احساس کړ، ډاکټر د انستيزي عمل اجراکړى و او د برېښنا هم ايله خپل ګڅ لاس ته پام شو، چې د سيلمان د لاس کړۍ په کې ځلېده، ژر يې پر لاس ښي لاس تېر کړ، خو څه يې احساس نه کړه، لکه پر لاس چې يې هوا تيره شوې وي، ناڅاپه يې کيڼه منګوله په ښې منګوله کې کلکه کړه او همداسې يې د خلکو پر لور منډه کړه، زلمکيو طالبانو ورپسې په ځغاسته شول، خو برېښنا په پښو کې څالاکه وه، هغې غوښتل چې په ګڼوخلکو کې ځان ورک کړي او يا خو به يې غوښتل، چې څوک ورته د پناه غېږه پرانيزي، خو هغه په همدې شېبه کې جزاميانو ته ورته وه، چې هر چا ته نژدې کېده، هغه به ترې په ډار تښتېده، خو دې همدا نارې وهلې:
ــ ما د چا غلا نه ده کړې، پر ما يې تورلګولى دى، هغه مولوي هم په دې خبره خبر دى، ټول خبر دي. لکه د دې خبرې چې هوا غلا کولې، داسې هېچا وانه ورېدې. برېښنا د خلکو په منځ کې په پيدا شوو لارو کې ځغلېده، چې د امربلمعروف سړي له تورو کېبلونو سره راپيداشول، هغوى ډېر ژر برېښنا ونيوله، يوه کېبل والا پرې د کېبل ګوزارونه پيل کړل، بل کېبل وال لاس ورواچاوه، له مټې يې ټينګه کړه او همداسې يې پسې راکشه کړه. دا يې په کشولو، کشولو تر ډاکټره يووړه او لکه څوک چې مرداره ګوزاروي، داسې يې د ډاکټر پر لور ګوزاره کړه. دې لا ځان سماوه، چې چا يې لاس ته لاس ورواچاوه او په پوره ځواک يې د دې لاس ډاکټر ته په لاس ورکړ، دې هغه تن ته وکتل، يو بل کېبل وال و، چې له بڼې تک تور او ټول په وېښتو پټ و، انجړه لنګۍ يې پر اوږو د ډېرو منډو له لاسه ګډه وډه پرته وه، دې ته يې په قهر ژلې ژبه وويل:
ــ دغلې لورې چې غلا دې کړه، هغه وخت به دې پکر کاوه، اوس نوسزا ته کڅه.
له دې خبرې سره کېبل وال تر شا لاړ او يو دوه ګامه تر شا له خپل بل کېبل وال ملګري سره خوا پر خوا ودرېده. ډاکټر تر دې دمه غلى او بې خوځښته ولاړ و، په متفکر انداز يې دغو پېښو ته کتل. هغه به يو، يو تن له سترګو تېراوه، بيا به يې برېښنا ته وکتل او سمدواره به يې سا واخيسته. د برېښنا مخ په څادرۍ پټ و او چا نه ليده، مګر ژوندليک يې ټولو واورېده او ډاکټر هم په ښه غور اورېدلى و، ځکه خو داسې ورته ښكارېده، لکه هغه چې تر څادرۍ لاندي هم ويني. ډاکټر طالبانو په چپه په نرمۍ خپل کار کاوه، په نرمۍ يې د برېښنا له ګوتې نه د واده کړۍ راوايسته. هغه يې برېښنا ته ونيوه، برېښنا هم واخيسته او ژر يې په ګوته کړه. ډاکټر بيا هم په هماغه متفکر انداز هغې ته کتل، په تېره بيا د واده کړۍ ته يې په يوه عجيبه کرکجن انداز وکتل، خو سمدلاسه يې له سترګو کرکه ورکه شوه او بيا يې سترګو هماغه متفکر حالت ونيوه. برېښنا ډاکټر ته په هېښتيا کتل، ډاکټر لکه زړه نازړه وي، داسې يې زړه نازړه د جراحۍ پر سامانونو لاس کېښود، د ډاکټر ورو او زړه نازړه چلند، نوره برېښنا پوزې ته رسولې وه، هغې غوښتل چې هر څه زر خلاص شي، خو ډاکټر بيا دا غوښتل چې برېښنا لږ نورې شېبې هم خپل لاس ژوندى وويني، ځکه يې کرار، کرار کارکاوه. يو مهال يې په کرارۍ وويل:
برېښنا ما وبخښه!
دغه غږ نه و، لکه چا چې يې په غوږونوکې د ډېرو پخوا زمانو يو هېر زنګ کړنګولى وي، دا غږ داسې د دې په غوږونوکې وکړنګېد، لکه کلونه چې غلي و، اوس يې نو زنګ وهلى وي. له دې غږ سره د برېښنا په رګونوکې يوه سړه څپه وځغلېده، خو ډاکټر د دې د ګڅ لاس پر مړوند يوه نرۍ ليکه وښکله، بيا يې د جراحۍ پل ته خپل لړزنده لاس اوږد کړ، همدا چې د جراحۍ پر پل يې بيا لاس ولګېده، نو يوه شېبه تم شو، کيبل وال چې د ډاکټر د کرار کار له وجې له قهره کله سور او کله شين اوښته، وړاندې راغى او په قهر يې ډاکټر ته وويل:
ــ ډاکټره ژرکوه، ته ورسره څه زړه سوى لرې!
له دې سره ډاکټر خپلې په جراحۍ دسکشو پټې ګوتې پر جراحۍ پل راوګرځولې، په چټکۍ يې راجګ کړ، همدا چې ډاکټر د برېښنا د مړوند پر نښانه شوي ځاى د جراحۍ پل کېښود، يو ځل بيا د خلکو له منځه د تکبير نارې اوچتې شوې. په همدې شېبه کې برېښنا سترګې پټې کړې او ورو يې د تکبير له نارو سره جوخته کړه:
ــ بې شکه چې خداى (ج) لوى دى. دا هغه مهال و چې ډاکټر د برېښنا د مړونده سپين هډوکي سره بېلول، برېښنا ژر کليمه شريفه پر ژبه کړه، بيا يې په کرارۍ او پام سره سترګې پرانيستې، لا خو ډاکټر ورته لاس پانسمان کړى نه و او لا يې د منګولې او مړوند هډوکي سپين ښکارېدل، د خپلو هډوکو په ليدو يوه شېبه داسې بې خوځښته او بې انده پاتې شوه، لکه چا چې تر روح او ټول حواس لوټ کړي وي. ډاکټر ورته غوڅ مړوند ژر، ژر پانسمان کړ او همدا چې له خپله کاره خلاص شو، نو د لېونو په شان يې د خپلو جراحۍ سامانونو په ټولولو پيل وکړ او په يوه شېبه کې يې ځان چمتوکړ او وخوځېده، خو برېښنا پر خپل ځاى ولاړه وه او په اوښلنو سترګو يې خپلې غوڅې شوې منګولې ته کتل، چې مړاوې پر سپين مېز پرته وه، بيا يې ډاکټر ته وکتل، که ګوري چې ډاکټر نه دى تللى او لا پر خپل ځاى ولاړدى او د دې پرې شوې منګولې ته ګوري. له سترګو يې نارينه يې اوښکې په کتاني ماسک کې ورکېږي. ډاکټر همداسې په کتو، کتو کې وخوځېد، هماغه واړه لاسونه، هماغه ګامونه او هماغه ونه. دې لا ډاکټر ته کتل چې په لوډسپېکر کې د دې د ازادېدو اعلان خپورشو، خو له دې ازادۍ يې کرکه وشوه، داسې يې دغه د ازادۍ اعلان واورېده، لکه څوك چي د چا پښې او لاسونه ورغوڅ كړي او بيا ورته د ازادېدو خبر ورکړي. د ازادېدو له اعلان سره، سره برېښنا له ځايه ونه خوځېده. ډاکټر نو تللى و، اوس يې يوازې د ګامونو خاپونه ښکارېدل، چې يوسپينکي طالب ورته په يوه پلاستيکي کڅوړه کې د دې غوڅه منګوله ورکړه. د تلو پر مهال طالب مالګينه موسکا وکړه، خو د موسکا تر شا يې د وير خړه په توروسترګو کې اوچته ښکارېده. طالب سمدلاسه په خلکو کې له سترګو الونيا شو.
د هغه په تلو ايله برېښنا ته پلار او ورور ورپه ياد شول، په خلکو کې يې سترګې وګرځولې، خو څوک نه وو راغلي. د هغوى په نه راتلو لا خوښه شوه. تر شا يې وکتل، د يوه زانې ژوند ليک او ګناه ليک لوستل کېده، مخامخ لا خلک ولاړ وو، چې د دغې زانې د مرګ او د دوو قاتليونو د قصاص ننداره وکړي، سا يې تنګه، تنګه شوه، نور نو د دې ځاى هوا زړه تنګوونکې وه. خپله غوڅه منګوله يې په ښې لاس کې ټينګه کړه او همداسې وخوځېده.

  