لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

لنډيز _ ډلبندي
 

مشر ( رهبر):
 خپل هدفونه روښان او ترلاسه كېدونكي ساتي.
 د دندو ترمنځ يو تعادل ساتي، چې له زيانرسوونكو رواني فشارونو څخه خلاصون ومومي.
 د برياليتوب لپاره په پوره ځواك يوه غوڅه پرېكړه كوي.
 خپل چلند ارزوي، چې له ښه والي څخه يـې ډاډه شي.
 د اړتيا پر وخت خپل پروګرامونه بدلوي او يا بيا كتنه ورباندې كوي.
 د هدفونو ترلاسه كول جوتوي.
 د ماتې او زده كړې توپيرونه پېژني.
 اوچت باور لري او هغه ته كار كوي.
 بوختياوې او مصروفيتونه لري.
د رهبرۍ د ښځتابه ګگـټې:
څـگرنـګگه چې تاسې شخصي قدرت روزئ، نو ورپسې هممسلكي او وظيفوي ځواك هم راځي، تاسې ځان او نورو مسلكو ته د (بري _ بري) موقعيت ايجادوئ. چاپېريال ته د خپل ځواك په منلو، تاسې هغه ځواكمن كس جوړېدى شئ، چې هيله يـې لرئ.
ژوند مو په زړه پورى او راضي كوونكى تېرېږي، ځكه د ودې لپاره به وخت لرئ، تاسې داسي شيان لكه: سفر، په زړه پورې خونې او سيمينارونه تجربه كوئ او وينئ يې. په دې توګه ستاسو د ليد زاويه په هره برخه كې پراخېږي.
نور په زړه پوري خلك، ډېر مسئوليتونه او خبرتياوې هم وينئ، نور خلك به ډېره اړتيا درته لري، په عملي ډول ټول سازمانونه داسې مېرمنې لټوي چې د رهبرۍ لپاره ځواك ولري.
ښځينه رهبرانې ډېر لګښت ته اړتيا لري او له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي.
 ستاسو نفس ته درناوى زياتېږي.
 ستاسو د دندې وخت ډېرېږي.
 له ځواك سره د راحتۍ ډېر احساس كوئ.
دا ټول هغه دليلونه دي چې تاسې ښه ښځينه رهبره شئ دا مسئله په تاسو پورې اړه لري.
مسلكي پرمختـګ _ لنډيز:
هغه پوښتنې، چې وړاندې مو په صداقت سره ځواب كړې، تاسو ته دا لارښوونه كوي، له دې كتاب څخه زده كړي شيان وكاروئ، خپل ځوابونه به په مشخصو فاصلو كې په لنډه توګه بيان كړئ:
1. ستاسو د مسلكي پرمختـګ هدفونه كوم دي؟
2. په دې وروستيو كې مو كوم نوي مهارتونه زده كړي، چې هدفونو ته د رسېدو په برخه كې ستاسو مرسته كوي؟
3. خپلې مسلكي لوړتيا ته مو كومې زده كړې ليدلې دي؟
4. د سږ كال د زده كړې لپاره مو څه پلان جوړ كړى دى؟
5. په دې تېرو څو مياشتو كې مو د خپل كار په اړه كومې مسلكي ليكنې لوستې دي؟
6. اوس په كوم سازمان يا شبكې پورې اړه لرئ؟
7. د راتلونكي په اړه مو د مسلكي پرمختـګ پروګرام څه دى؟
8. څنـګه هوډ لرئ، هغه څه چې مو له دې كتاب څخه زده كړل، د رهبريزو مهارتونو په اړه يـې څنـګه ارزوئ؟