لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

رهبران؛ د ستونزغوڅوونكو په توګه


كه باور ونه لرئ چي ستونزه حل لار لري، نو هېڅكله يې پر حلولو نه بريالي كېږئ.
ماروين هاريس
د ستـونزغوڅولو لپاره اته پړاوونه:
1_ ستونزې د وضعې د ښه والي لپاره د يوې ښې شېبې په توګه ومنئ.
2_د هغو كسانو تصورونه چې ستاسو تر اغېز لاندې راځي، ترلاسه كړئ او توپيرونه وپېژنئ.
3_ تر ممكنه حده ستونزې په ځير سره تعريف كړئ.
4_ د ستونزې د شتون دليل وشنئ، حقايق سره راټول كړئ او د ستونزو غوڅونې خنډونه وپېژنئ.
5_ تر ممكنه حده د ستونزو د حل ټولې لارې وپېژنئ.
6_ د ستونزو د نهايي حل لپاره معيارونه وټاكئ.
7_ د حل داسې لار وټاكئ، چې له دغو معيارونو سره ډډه لګوي.
8_ تصميم ونيسئ او د پايلې د اندازه اخيستلو لپاره يوه وسيله وټاكئ.
د اختلافونو د حل سبكونه:
د حل لپاره پنځه بنسټيزې لارې شته، دا لارې چارې په لاندېني جدول كې سره رالنډ شوې دي. هغه كړنلارې چې له خپلو كاركوونكوسره يې ډېرې كاروئ په (ف)، او كه يې له خپلو همكارانو سره ډېرې كاروئ، په (هـ) او كه يې له مديرانو سره ډېر كاروئ په (م) سره په نښه كړئ.

سبك

د چلند څرنګوالى

د كاركوونكي ځيرنه

ف، هـ يا م

ډډه

د ناندرۍ نشتوالى، له موضوعګانو څخه سترګې پټوي او يا يې هم نوروته لېږدوي، د مسلې شتون دا موضوعګانې دروغوي.

توپيرونه دومره واړه او لوى دي چې يې له منځه وړلاى  نه شو. هره هڅه كېدى شي اړيكو ته زيان ورسوي او ياهم لويې ستونزې وزېږوي.

 

مرسته

موافق اونرم چلند د همكارۍ حس درلودل، اّن چې د ځينو شخصي هدفونو د له منځه وړلو پلمه.

داړيكو په خطر كې اچول، عمومي ناسازګاري ارزښت نه لري.

 

وړل او بايلل

مخامخېدونكى، بې پروا او ستغ، هر څنګه چې وي بايد بريمن شي.

غوره پايښت بايد خپل لوړوالى وساتي، دا كار له اخلاقي او مسلكي پلوه ښه دى.

 

سوله

ټول لوري بايدبنسټيزو هدفونو ته ورسېږي او ښه اړيكي وساتي، ناندرۍ كوونكى، خو مرسته كوونكى.

هېڅ عقيده لرونكىكس بشپړ نه دى، د هر كار لپاره يـې د حل يوه لار شته. د لاسته راوړلو لپاره بايد وركړه ولرو.

 

دستونزو حل

د د واړو غاړو اړتياوې مهمې دي.

د متقابل ملاتړ ډېر درناوى.

بې پروا خو مرسته رسوونكى.

كله چې دواړې غاړې په ازادۍ سره موضوعګانې څېړي، دواړو ته د حل يوه ګټوره لار مونداى شو، چې د يوې غاړې حق هم له منځه لاړ نه شي.

 


د اختلاف تمرين:
1. له چا سره اختلاف لرئ او درلودلى مو دى؟
(الف) _____________________________________
(ب) _____________________________________________________________________________________________________
(ج) ______________________________________
2. د اختلاف وجه څه ده/ څه وه؟
(الف) __________________________________
(ب) _______________________________________________
(ج) ___________________________________
له نورو سره مو يو اختلاف له پورتني نيوليك څخه وټاكئ او د هغه په اړه لاندېنۍ پوښتنې ځواب كړئ. په حل كې يـې د اختلاف د حل كوم سبك اغېزناك و؟ ايا ومو كاراوه؟
(الف) ________________________________
(ب) _________________________________
(ج) _________________________________
د اختلاف حل:
په موږ كې هر تن بېل ليدلورى لري. كه ټول د يوه هدف پر تصميم سره جوړ شي، بيا هم د اختلاف امكان شته. په دې توګه كه وپتېيل شوه چې تاسې يو اغېزناك مشر شئ، بايد د اختلاف حل لار زده كړئ. تاسو به هم د ښځو په اړه يو سولېدلى نظر اورېدلى وي چې: دوى له اختلاف او نيوكې څخه ليرې تښتي. ځواكمن او واكمن مشران كه ښځې وي يا نارينه، بايد په ستونزو غوڅونه كې استادان وي، تاسې هېڅكله د دې سولېدلو نظرونو او كليشو پلوي ونه كړئ.
د اختلاف د حل لپاره اووه پړاوونه:
1. د وضعيت په اړه له بلې غاړې سره غونډه جوړه كړئ.
2. په غونډه كې يوه خبره راواخلئ، چې دا وښيي اختلاف وجود لري.
3. له "زه" ضمير څخه كار واخلئ چې د تورنولو مخنيوى وشي. مقابل لورى هم وهڅوئ چې همدغه ضمير وكاروي.
4. نېغې پوښتنې او ځوابونه مطرح كړئ او بله غاړه دېته اړباسئ چې د وضعيت په اړه خبرې وكړي.
5. هغه څه چې اورئ تكرار كړئ،"د هغه څه پر بنسټ چې تاسو يې وايئ تاسې وضعيت په دې ډول وينئ." دا ښه لار ده چې تاسې ډاډه شئ او د بلې غاړې پر موخو هم پوهېدى شئ.
6. بلې غاړې ته وواياست چې: د نتيجې په توګه مو موخه څه ده او دا هم ورڅخه وپوښتئ چې څه غواړئ.
7. دا سره غوټه كړئ چې د حل لارې لپاره به كار كوئ او د اړتيا په صورت كې به د وضعيت د ښه روڼولو لپاره بله غونډه جوړوئ.
دكاركوونكومديريت:
ستونزې لرونكي خلك هر ځاى پيدا كېږي. كېدى شي دوى منفي باف، ځوروونكي او په ظاهره نه سمبالېدونكي وي او په هر ځاى كې چې وي خپلو نژدې خلكو ته هم ستونزې پيدا كړي. كله_ كله داسې ښكاري چې هوسا دي، كه له دغو خلكو څخه ډډه وكړو او يا يې ليرې كړو، دا د اوږدې مودې لپاره حل لار نه ده، كه دا زده كړئ چې ددې سړيو چلند وارزوئ او په مينه يې واورئ، كولاى شئ هر ستونزې لرونكى كس لارې ته راولئ، ښه مديران هېڅكله د مديريت له ستونزمنو موقعيتونو څخه ډډه نه كوي.
له تاسو سره د مرستې لپاره لاندې اووه ډوله ستونزې لرونكي كسان ليكل كېږي. په ټولو كې لومړى د هر يوه چلند شرحه كېږي، وروسته اغېزناكې هڅې، چې تاسې يې د حل لپاره ارايه كولاى شئ.
اووه ډوله ستونزې لرونكي كسان
1.يرغـلـګر:
چلند: دا خلك خپلې نظريې په زوره پرمخ بيايي، له خلكو څخه غواړي چې خبرې يې واوري، هغوى وخت او فضا ته اړتيا لري چې خپله تودوخه رابرسېره كړي.
ستاسو اقدام: دا خلك د كرارۍ په نامه، ټينګ راوبولئ، له هغوى څخه وغواړئ چې كښگـېني، وروسته يې خبرې په ځير سره واورئ.
دا خلك چې هر وخت ارام وي يو څه منطقي وي او كېدى شي ګټور وړانديزونه هم وكړي، هغه بد چلند چې كېدى شي تاسې يې ولرئ دا دى چې يرغل ته په يرغل ځواب وركړئ.
2. ځانغوښتونكي:
چلند: دا خلك هم ځانونه پر نورو تپي. خو كېدى شي دوى د يرغلګرو پرخلاف موضوع پېژندونكى وي.
ستاسو اقدام: د هغوى پوهې ته رښتينى درناوى وښيئ، خو د هغوى لېوال نه شئ. په بدل كې د هغه څه په اړه پوښتنې وكړئ چې هغوى پرې پوهېږي او په دې برخه كې ورڅخه ګټه اوچته كړئ. كه ګټور معلومات وركوي، درناوى يې وكړئ، خو دا هم مه هېروئ چې تاسې هم مشر ياست.

3. برلاسي كسان:
چلند: دا ډله خلك هوايي ګوزارونه كوي او تل له ټوكو او پوزخند څخه د وسلې په توګه كار اخلي.
ستاسو اقدام: له دې خلكو څخه نېغې پوښتنې وكړئ او پوه يې كړئ چې ريشخند نه خوښوئ. د امكان په صورت كې له مثبتو تقويتونو څخه كار واخلئ، چې هغوى هم ډلې ته د غړيتوب اوږه وركړي.
4. قرباني منونكي كسان:
چلند: قرباني شوي خلك ټول څيزونه منفي ويني. كمزوري، ماتې خوړلي او غالباً د ټولو كسانو او څيزونو په اړه اندېښنه ښيي.
ستاسو اقدام: له هغوى څخه وغواړئ چې د وضعې د ښه والي لپاره هڅې وكړي. پرېږدئ چې منفي نظرونه وركړي، وروسته يې هريو په منطقي او مثبت ډول وارزوئ.
5. منفي ګرايه كسان:
چلند: دا خلك د خپلو ترلاس لاندې شيانو په اړه معمولاً بدبينه دي او په دې عقيده دي چې خپل چلندونه يې ښه دي.
ستاسو اقدام: پرېږدئ چې دا خلك خپلې ټولې منفي وسلې په "غونډه" كې وكاروي. وروسته پرېږدئ چې همكاران يې د حل لارې په اړه خپلې نظريې وړاندې كړي. هغوى به هڅه وكړي چې منفي ګرايو ته په ډاګه كړي، چې د حل ښې لارې هم شته.
6. نه موافق كسان:
چلند: دا خلك د دوستۍ وړ دي، له دوى څخه چې هرڅه وغوښتل شي، د خپلو ټولو اړتياوو په ارزښت يې مني. دوى تر حد ډېگره تعهد مني او غالباً ټول خلك نهيلي او ستړي كوي.
ستاسو اقدام: دندې يـې وڅارئ، چې داخلك تر خپل توان بهر كار ونه مني.
7. غلي خلك:
چلند: ددې خلكو مديريت تر ټولو ستونزمن دى، په ظاهره يې پر خبرو راوستل ناشوني وي.
ستاسواقدام: له رڼو پوښتنو څخه كار واخلئ، چې ځواب يې يوازې"هو" يا هم "نه" وي. د ځواب اورېدو په برخه كې له زغمه كار واخلئ، ددې پرځاى چې تاسې يې جملې نيمګړې كړئ، مقاومت وكړئ. هغوى ته ورسپارل شوي فعاليتونه وڅارئ او داسې دندې وركړئ چې په راتلونكو غونډو كې يې د پايلو په اړه ګزارش وركړي.

د ستونزو لرونكو خلكو درهبرۍ تمرين:
د ستونزو لرونكو خلكو يوه برخه چې تاسې بايد ورسره كار وكړئ، ياده كړئ او پر هغوى واكمن چلند اوستونزې بيان كړئ.
شخص چلند
1_- 1_
2_ 2_
3_ 3_
4_ 4_
5_ 5_
وروسته د هر ستونزو لرونكي كس ستراتيژۍ وڅېړئ او داسې تګلار ځان ته وټاكئ، چې په راتلونكي كې له دې هر يوه شخص سره په كار كې ګټوره وي.
1_
2_
3_
4_
5_
روزنې او مشورې:
اغېزناكو مشرانو ته د كاركوونكو د روزنې او مشورې لارې معلومې وي. تر دې ارزښتمنه دا چې ددې دوو مهارتونو ترمنځ توپير او له هر يوه څخه د كارونې مهال هم پېژني، دا دوه مهارتونه كولاى شو په لاندې ډول تعريف كړو:
مشوره: يوه پلويزه پديده ده، چې مدير په هغې كې له كاركوونكو سره مرسته كوي، چې پر خپلې كړنلارې اغېزناك مسايل وپېژني او حل يې كړي.
روزنه: يوه لارښوده پديده ده چې مدير د هغې له لارې كاركوونكو ته زده كړه وركوي او د كار له چاپېريال سره يې اشنا كوي، چې كاركوونكي وكړاى شي د خپلو غورو كارونو او كړنلارو خنډونه ليرې كړي.
په ډېرو ځايونو كې د پالنې او مشورې مهارتونه سره ورته دي. كله_كله دا مهارتونه يو له بل سره غاړه غړۍ وي، نو چې داسې ده، لاندېنۍ څرګندونې په پام كې ولرئ. داڅرګندونې له تاسوسره مرسته كوي چې ددې دوو پديدو توپير وكړئ.