لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

پلان جوړونه


يوساعت ژور سوچ پر يوې ورځې خوب ارزي.
مري، كي، اش
هغه څه چې نه دي ليكل شوي، هدف نه دى.
موخې:
موخې هغه پايلې دي چې تاسو غواړئ ترلاسه يې كړئ. هر بريمن رهبر خپلې موخې لري، سمې او ټاكل شوې موخې له تاسو سره مرسته كوي چې د خپل ليدلوري پر لوري وخوځېږئ، نو موخې بايد:
 ښه بيان شوي او د اخيستو وړ وي.
 د اندازه اخيستنې وړ وي.
 رښتينې وي.
 زمان بگندي ولري.
 د هڅو مراحل ولري او ډلبندي شوې وي.
 د اړتيا له مخې دې تجديد نظر شي او بدلې دې شي.
هدف جوړونه:
بايد موخو ته د رسېدو لپاره د هغو له پايلو څخه يو روڼ انځور ولرئ، هدف جوړونه داسې توكى دى، چې مطلوبې پايلې ته د رسېدو لارې چارې ځواكمنوي، موخې بايد د كچې له مخې لويې وي، چې تلوسې راوزېږوي، خو دومره لويې هم نه، چې وېره رامنځته كړي او ناشونې شي.
خپله هره موخه په ژور ډول تعريف كړئ،د هرې يوې په اړه: [څه، چېرې، ولې او څنـګه]. وشنئ.
هره موخه داسې روښانه كړئ چې د هغې خبرې بشپړ انځور راوكاږي، چې تاسې يـې د څرګندولو هڅه كوئ. يوازې دا مه واياست چې غواړئ ريس شئ، بلكې انځور بشپړ كړئ: دڅه شي ريس ، چېرې او څه؟؟ كله چې ور ورسېدئ، وضعه به څنګه وي، څوك به ور ورسېږي او له كوم سازمان سره ؟


خپله هره موخه د تصديق په توګه بيان كړئ:
د خپلو موخو د ملاتړ لپاره له خپلو تصديقونو څخه كار واخلئ. د هغو لپاره مرحلې او پړاوونه جوړ كړئ، تصديق يوه وينا ده چې پر"ما" پيلېږي او د حال زمان لپاره كارېږي. ته وا وړاندې هم خپلو موخو ته رسېدلي يئ، د ساري په توګه ، د يوه وظيفوي پرمختګ تصديق عبارت دى له:" زه په لندن كې د يوې تجارتي موسسې مدير يم."
" پرته له دې چې شاوخوا مې پېښې وڅارم، خپله سړه سينه او انډول ساتم."
د خپلو موخو يو فهرست جوړكړئ او بيا هرې يوې ته يوه تصديقي جمله وليكئ دا تصديقونه لږ تر لږه د ورځې يو ځل ولولئ.
د موخې د بري لپاره تمرين:
ځينې خلك د موخو ټاكل نه خوښوي، ځكه د دوى په اند كه هغو ته ونه رسېږي، د ماتې احساس به ورپيدا شي، لاندېنى تمرين "ماتې" (تېر وخت يا راتلونكى) بڼې سره بېلوي.
په لاندې تش ځاى كې ټولې پېښې چې فكر كوئ عمده شخصي ماتې ده لست كړئ، بيا هره يوه په يوه تور قلم په نښه كړئ، وروسته مو چې پر ټولو خط وكاږه، پاڼه څيرې كړئ او ليرې يې وغورځوئ.
په هدف جوړونه كې خپلې ډلې ته برخه وركړئ:
كه ټاكل شوې وي چې موخې مانا لرونكې وي، نو شخصي مشري دې منعكسه شي، هېڅوك نه شي كولاى په دوامدار او اغېزناك ډول د داسې يوې موخې په لټه وي، چې خپله په كې ګډون ونه لري. تاسې بايد د خپلو موخو مشره شئ او كه ټاكل شوې ده هغو ته ورسېږئ، نو خپله ډله وهڅوئ چې هغه ومني او د هغو د لاسته راوړنې لپاره فعاليت وكړي.
 

شخصي ماتې

د ډلې د مشر او غړو نقش لاندې خلاصه شوى، پر هغو مفاهيمو چې يووالى ورسره لرئ او غواړئ ويې ازمويئ، خط وكاږئ.

د ډلې غړى

مشر

د كړنلارې او موخو د معيارونو په ټاكنه كې مرسته كوي، دا داسې پرېكړه ده چې شخص يـې د پرمختګ لپاره له ځان سره كوي او داسې تعهد دى چې د نتيجې راايستلو لپاره ډلې ته وړاندې كېږي.

ډاډ ترلاسه كوي چې د ډلې موخو ته رسېدل شوني دي. په داسې حال كې چې د سازمان اړتياوو ته ځواب وركول د بري احساس وهڅوي.

د پايلې اخيستنو د اندازه كولو لپاره لارې جوړوي او د څارنې لپاره حساس ټكي ټاكي.

د معيارونو د پېچلتيا او څارنې ترمنځ برابري ټينګوي.

موخو او معيارونو ته د رسېدو لپاره فعاليتونه لنډوي.

د ډلې د اعتبار لپاره د نورو خلكو د كارونو په وړاندې اجرايوي پروګرامونه ازمويي.

په سازمان كې د همكارانو  ګډون مشخصوي.

وړ مرستې څېړي او كه ضرورت وي د هغو د جلب  لپاره فعاليت او مرسته كوي.

د پايته رسېدونكي كار د پرمختـګ ګزارش وركوي او د اړتيا پرمهال لارښوونې او مرستې غواړي، د اړتيا له مخې پروګرام ځنډوي.

د كار پرمختګ تعقيبوي او ځواكمنوي، همدا راز د ستونزو په غوڅونه كې هم مرسته كوي،ډاډ ترلاسه كوي چې موخو ته رسېږي، كه د وخت غوښتنه وه، نو ځنډول كېږي هم.

دا نقشونه د ډلې غړو ته كړنلارې په ګوته كوي او مشر هم خپلې مشرۍ ته متمركزوي.
سازمان موندل:
د مديريت يوه ليكوال ويلي:" په خپل سر سازمان موندل موخه نه ده، بلكې موخې ته د رسېدو يوه وسيله ده."
 هغه ځاى ته چې غواړئ ورسېږئ او هغسې پايله چې غواړئ ترلاسه يـې كړئ، پاملرنه وكړئ.

هغه شېبې چې هدفونو ته يـې د رسېدو لپاره ضايع كوئ، بايد تجزيه او تحليل كړئ.

موخو ته د رسېدو لپاره رغوونكي كارونه وكړئ.

هغه عادتونه او اندودونه چې ستاسو د اغېزناكتيا خنډېږي، تحليل كړئ او پر دې لارو دبرلاسۍ لپاره عادتونه اواندودونه (طرز تفكر) زده كړئ.

رهبرانې او د وخت مديريت:
كه غواړئ چې له خپل وخت څخه سمه استفاده وكړئ، بايد پوه شئ چې ترټولو مهم څيز كوم دى، وروسته خپل ټول امكانات ورته وقف كړئ.
لي ياكوكا
اغېزناك رهبران په بيړه او بې پروايۍ سره سفر نه كوي…بلكې هغوى:
 يو ټاكلى سرعت ساتي.
 د ناڅاپي پېښو په انتظار كې وي.
 پوهېږي چې د پايلې اخيستو لپاره څنګه دندې خپلې كړي.
- د نورو خلكو وخت نه تلفوي.
د وخت څارنه، په پروګرام جوړولو سره پيلېږي. هر هغه فعاليت، چې ستاسو له فعاليت سره اړه لري بايد تاسې خپلو هدفونو ته ورنژدې كړي. دا فعاليتونه هم بايد د ارزښتونو له مخې ډلبندي شي، تاسو بايد د خپل كار پر مېز ديادښت يوه كتابچه ولرئ، چې ورځني كارونه په كې خوندي كړئ.
هره اوونۍ(د ساري په توګه د شنبې سهار) د خپلو موخو د ارزونې او تصميم نيونې لپاره چې بايد په ياده شوې اوونۍ كې ترسره شي، ځانګړې كړئ.
عمومي فعاليتونه سره څنګ تر څنګ واوډئ. د ساري په توګه هڅه وكړئ په يوه ورځ كې يو ساعت ټليفون كولو او ټليفون ته د ځواب ويلو لپاره ځانګړى كړئ. دا كار له تاسو سره مرسته كوي چې نا انډولۍ ختمې كړئ، كه اړ ياست چې په يوه محفل يا غونډه كې د خپل كار له دفتر څخه ليرې واوسئ،هغه كارونه او غونډې چې هلته يې ترسره كولاى شئ وپېژنئ. دا كار د وخت د بېځايه تلف مخنيوى كوي اوتګ راتګ هم كموي.

د وخت لوټمار وڅارئ:
پوښتنه: كله چې كاركوونكي پوه نه شي خپل كار څنګه ترسره كړي، ځكه يو كار به يې خنډ وي، يا هم ونه غواړي چې كار وكړي، نو څه پېښېږي؟
ځواب: ګټې يـې كمېږي او د "وخت تلفولو" پر ګناه اخته كېږي.
د وخت تلفولو ګناه د شركت راروانې پانګې ته لوى زيان دى، دا ګناه بېلابېل ډولونه لري. ايا يو له لاندېينو مواردو څخه پېژنئ؟ هر يو مو چې تجربه كړى، په نښه كړئ:
 د وخت زياتول استراحت يا هم ډوډۍ خوړل.
 تشناب ته پرله پسې تګ.
 شخصي اوږده ټليفونونه.
 په نورو څيزونو د كار ځنډېدل.
 د كار د څومره والي لپاره د انسان ناوړه ځواك؛ د كاركوونكو ډېروالى او يا هم لږوالى.
 كمزورې روحيه چې د منفي فكر او د ډلييزو شكايتونو سببېږي.
 په ګړندي ډول تـګ او په سړه سينه دنده ترسره كول.
كه دا ګناهونه ستاسو د وخت ضايع كېدو سببېږي او د هغو د له منځه وړلو لپاره هڅه كولاى شئ، ګامونه اوچت كړئ، ويې ليكئ.
د مديريت لس لارې:
1- خپل ورځني فعاليتونه سره ډلبندي كړئ.
2- په پيل كې هغه فعاليتونه ترسره كړئ، چې د لومړيتوب وړ دي.
3- اغېزناك بدلون زده كړئ.
4- د وخت د سپما لپاره، سره ورته كارونه ډلبندي كړئ.
5- د نامنظموالي او پاشلتياوو اغېزناك او ګټور بدلون زده كړئ.
6- دا زده كړئ چې بې ارزښتو كارونو ته "نه" ووايئ.
7- له ځانه ناوړه عادتونه ليرې كړئ.
8- ليدنې كتنې، غونډې او وختونه د خپل يادښت په كتابچه كې په نښه كړئ او هره ورځ يې يو ځل جاج واخلئ.
9 – يوازې هغه كارونه ترسره كړئ چې په تاسو پورې اړه لري.
10- د "ګړندي" او "ارزښتمن" ترمنځ توپير وپېژنئ.
رهبرانې او غونډې:
دا مې خوښېږي چې د واټ ترڅنګ خپله خولۍ په لاس ودرېږم او له لارويانو څخه ګدايي وكړم، چې هغــــــوى خپلې نا كارول شوې دقيقې او وختونه زما په خولۍ كې واچوي.
بارناردبرنسون، 90 كلن هنري كره كتونكى

يوې نوې څېړنې ښودلې ده چې مديران هره اوونۍ خپل (17)ساعتونه په غونډو تېروي، چې دا موده غونډو ته د تيارۍ نيولو او له ستړياوو څخه د وتلو لپاره وي. تاسو د نورو خلكو پر غونډو واك نه لرئ، خو خپلې غونډې كنټرولولاى شئ. اغېزناك مشران د غونډو د مشرۍ مهارتونه هم جوړوي.

تر غونډې وړاندې له خلكو سره وګورئ:
له خپلو همكارانو سره د هغوى د ملاتړ لاسته راوړلو لپاره اړيكي ونيسئ او خپل هر اټكل چې ستاسو په اند دوى مو پلوي كوي، ورسره شريك كړئ، هغه كس چې په غونډه كې رسمي واك لري وټاكئ.

د غونډې تـګلار تنظيمه كړئ:
هغه څيزونه چې بايد ورباندې خبرې وشي، په نښه كړئ او د غونډې تګلار څو ورځې وړاندې ګډون كوونكو ته واستوئ، د غونډې مهال او د امكان په صورت كې د هر وينا كوونكي وخت هم وټاكئ.

د غونډې اړتيا وړ څيزونه برابر كړئ:
كه څرګندونو او ګزارشونو ته اړتيا لرئ، ترغونډې وړاندې يې تيار كړئ او ډاډمن شئ چې د غونډې تر جوړېدو وړاندې يې د غونډې په كوټه كې په واك كې لرئ. وړاندې تر دې چې ګډون كوونكي راورسېږي، تخنيكي شيان لكه مايك او دېوالي لوړغږي امتحان كړئ.
د غونډې مشري وكړئ:
هېڅكله د غونډې كنټرول له لاسه مه وركوئ، پر وخت ورورسېږئ او ډېر ژر يې پيل كړئ. كه چا هڅه كوله چې غونډه په خپل انحصار كې راولي هڅه وكړئ چې وروسته يې په ځانګړي ډول وګورئ، كه غونډه له ټاكل شويو موضوعګانو څخه ليرې كېده، بېرته يې اّر موضوعګانو ته راواړوئ.
د واك ګټې:
كله چې په ځراكت سره يوه دنده اختياروئ، نه يوازې خپله مشري نندارې ته وړاندې كوئ، بلكې د خپلو كاركوونكو د مشرۍ مهارتونو ته هم پراختيا وركوئ. په پايله كې مو كار اسانېږي او د

ډلې ګټې هم پراختيا مومي.
دنده ترسره كول، زغم او هڅه غواړي، خو په خوارۍ ارزي. د واك او دندې منل يا سازمان ته ډېر واك وركول په كاركوونكو كې انګېزه رامنځته كوي.
كارونه هغه وخت ومنئ چې:
 د خپل كار لپاره ډېر وخت ته اړتيا ولرئ.
 خپل يوه كاركوونكي په دندې سپارلو سره او يا د هغه د كار پايلې په څارنې سره د نوموړي ځواك ته پراختيا وركړئ.
 كه اړتيا وي، د كارونو د ډېروالي لپاره دې د مسووليتونو يوه كتنه وشي.
1- پروژه په غور سره وټاكئ:
هغه دندې چې د بدلون وړ يې ګڼئ سره لست كړئ. كېدى شي دندې هغه كارونه وي چې ستاسو ډېر وخت نيسي، يا يو ترلاس لاندې كس مو هغه ترسره كولاى شي، سپارل شوې دندې بايد اوږدمهالې څارنې او ځيرنې ته اړتيا ونه لري.

2-د هر كار لپاره د وړ كس په ټاكنه كې غور وكړئ:
وړاندې تر دې چې يوه كس ته يوه پروژه وسپارئ، ټول ګټور او اغېزناك عوامل په پام كې ونيسئ.

 د شخص د كار اوسنى حجم څومره دى؟
 ايا نوى كار به په لېگوالتيا سره ومني؟
 همكاران به څه غبرګون وښيي؟
 ايا نوموړى كس به له نورو مسووليتونو څخه معاف شي؟

3 – نورخلك هم بدلون ته چمتو كړئ:
ستاسو د ادارې كاركوونكي بايد پوه شي چې د هر كار مسووليت بايد د يو چا پر غاړه وي، د پروژو سپارلو دليل هم جوت كړئ.
4 – دندې په غورسره وسپارئ:
دندې په غور سره وڅارئ او د امكان په صورت كې يې بېلګې راوړئ. اړوند كس وپوښتئ چې خپله دنده يې په سمه توګه پېژندلې او كه نه؟ له هغه څخه غوښتنه وكړئ چې تكرار يې كړي. پوښتنو ته يې وخت او د نوي كار په اړه ډاډ وركړئ
- هڅه:
پوښتنو ته د ځواب وركولو لپاره ځان چمتو كړئ، د اړتيا په صورت كې وړانديز وكړئ چې د دندو په ترسره كولو كې دې كاركوونكي ازاد پرېښودل شي.
كله چې كار په بري سره پايته ورسېد، حتماً يـې قدردانى وكړئ.
تاسو كولاى شئ خپل واك بدل كړئ، خو مسووليت د بدلولو وړ نه دى. تر هغه ځايه چې تاسې مسوول ياست، بايد د كار د ترسره كېدو له څرنګوالي څخه خبر واوسئ.
د خپل واك بدلولو مهارت زده كړئ:
ځوابونه:
الف= معمولاً ب= كله- كله ج= ډېر لږ
------1- ايا كارونه كور ته وړئ؟
-----2- ايا د كاركوونكو تر ټاكل شويو ساعتونو ډېر كار كوئ؟
-----3- ايا تاسو د نورو خلكو كارونه هم پر غاړه اخلئ، چې داسې په ګړندي او ښه ډول يې ترسره كوئ؟
-----4- كله چې تر ځنډ او وركاوي وروسته كار ته راځئ، ايا مېز مو له كارونوډك وي؟
----5- هغه كارونه چې په وړاندېنۍ دنده/ سيمه كې مو درلودل اوس هم ترسره كوئ؟
-----6- ايا كاركوونكي د پروژې او خپلو دندو په اړه په پوښتنو سره ستاسو د كار خنډېږي؟
-----7- ايا هغه كارونه چې نور خلك يې په ښه توګه ترسره كولاى شي، تاسو يې هم ترسره كوئ؟
-----8- اّيا په وفادارۍ او يوځاى ته پر خپل وخت په رسگېدو كې ستونزې لرئ؟
----9- ايا احساسوئ چې بايد پر خپلو ټولو كارونو تلپاتې پاملرنه ولرئ؟
----10- ايا د كارونو په اولبندۍ كې كمزورۍ لرئ؟
-----11- كله چې كاركوونكي وړ كارونه نه لري، خواشيني كېږئ؟
---12- اّيا ستاسو د واك د نه بدلولو په باب له نورو خلكو ځينې نيوكې اورئ؟

هغو ټولو پوښتنو ته چې په "الف" [معمولاً] سره مو ځواب كړي، ځير شئ او د ښه والي لپاره لارې چارې چې څه موارد پيدا كړي يادښت كړئ. د ساري په توګه: زه د همكارانو له خوا د خپل كار د خنډ او ځنډ لپاره بايد نو واك هم بدل كړم او تر دې لا پراخې زده كړې ورته برابرې كړم.
1-

2-

3-
تصميم نيونه او مشري:
د فكر كولو، بحث او د نظر تبادلې لپاره وخت مصرف كړئ، د اقدام وخت رارسېږي، سوچ كول بند كړئ او كارته ملا وتړئ.
اندروجكسون
ډېر تصميمونه خطرونه او ناانډولۍ لري، كه هرڅومره مطالعه هم ولرئ بيا هم نه شئ كولاى پايله په ژوره توګه تضمين كړئ.
ښه مشران ښه تصميم نيوونكي دي، اّن پر هغه مهال چې بايد خطرناك اقدام هم وكړي، لاندېنۍ هڅې ستاسو تصميم نيونه پياوړې كوي.
زه بايد پر يوه اغېزناك مشر د بدلېدلو لپاره:

 تر تصميم وړاندې د حل بېلابېلې لارې وپېژنم.
 د حل بېلابېلې لارې د ډلې له غړو څخه وغواړم.
 د بحث د روڼوالي لپاره د حل بېلابېلې لارې سره راوسپړم.
 د حل هره لار د موقعيت په وړاندې وازمويم.
 هر تصميم د ترسره كېدو لپاره يو مسوول وټاكم.
 د اغېزناك اټكل لپاره په هغه كې د يوه ښه جوړښت تابيا وكړم.
 تصميم ونيسم.