نيوليک تقريظ
تقريظ:

لرغونپوهنه ، پرنسيپونه او ميتودونه د دي اثر نوم دۍ چي محترم پوهنوال محمد رسول باوري له سريزي او نتيجي پرته په شپږو څپرکو کي په روانه پښتو ليکلۍ دۍ .له کومه ځايه چي زه خبر يم دغه اثر په دغه موضوع کي په پښتو ژبه لومړۍ مستقل اثر ګڼل کيږي .د دي مو ضوع په اړه به ځني مقالې ليکل شوي او دلته او هلته به خپري شوي وي ، خو د مستقل اثر په توګه تر اوسه پوري په افغانستان کي بل چا دغه کار نه دۍ کړۍ او دا يوازي باوري صاحيب دۍ چي دغه علمي او ډير مهم او ګټور اثر يې د تحقيق او تتبع له ټولو منل شويو موازينو او معيارونو سره سم ليکلۍ دۍ . زه په خپل وار ده ته کور ودانۍ او شاباسۍ وايم او په دغو علمي کارونو کي ورته نوري برياوي هم غواړم .

ارکيا لوجي ( Archaeology ) يا لرغونپوهنه يو نوۍ او تازه علم دۍ چي د نولسمي پيړۍ په لومړيو کالونو کي منځ ته راغلۍ او د همدي پيړيو په ورستيو کالونوکي د يوي خپلواکي پوهي په توګه وپيژندل شوه . په دغه لږي موده کي دي علم راوښودله چي د علومو د لويو کورنيو په غړو کي يو ډير مهم او ګټور غړۍ دۍ . دا دخپلي کورنۍ له ځينو غړو سره نږدي دوستانه او متقابلي او له ځيني نوروسره يو جانبه روابط لري يا په بله مانا ځني علوم له دي علم نه مرسته غواړي لکه تاريخ ، قبل التاريخ ، انتروپولوجي ،کرونولوجي ، سوسيولوجي ... او بيا ځيني نور علوم له دي سره مرسته کوي لکه جيولوجي ، مساحت ، کيميا ، بيو لوجي ، فزيک او نور .

دې علم د ځمکي پرمخ د انسان د منځ ته راتلو او خوريدو په متعلق پخواني ذهنيتونه او تصورات سم کړل او هم يې د بشر عمر مليونونو کالو پخوانيو زمانو ته په ثبوت ورساوه . همداسي د لرغونو تمدنونو په اړه يې هم پخواني خيالات او انګيرني تصحيح کړلې ، او دا يې ثابته کړل چي د پخوانيو تمدنونو زانګو په لويديځ کي نه بلکي په ختيځ کي ده . دي علم په همدي توګه ډيرنور مهم او ګټور کارونه کړيدي چي زه يې دلته نه څيړم .

لرغونپوهنه داسي يو علم دۍ چي د انسانانو مادي پاته شوي اثار په خبرو راولي او په دي توګه له تاريخ او ماقبل التاريخ او نورو علومو سره مرسته کوي . زياتره مورخين په دي عقيده دي چي ليکلي اثاراو کتيبې د تاريخ ليکني او ماضي د احيا لپاره د اهميت له پلوه په لومړۍ درجه کي راځي ، ځکه چي هغوي ژبه لري او خبري کوي او د خپل وخت حالات بيانوي . خو زه وايم چي د هغو په خبرو او بيان کي هومره فصاحت او بلاغت نه شته او دا د لوستونکو کار دۍ چي څه مطلب تري نه اخلي او څرنګه يې تعبيراو تفسيرکوي . موږ پوهيږو چي هر لوستونکۍ تري عين مطلب نه اخلي او د دوي په تعبير ، تفسير او استنباط کي هم توپيرونه ضرور ليدل کيږي ، نو په دي صورت کي ليکلي اثار دومره زيات د اعتماد او اطمنان وړ نه ګڼل کيږي . برعکس مادي پاتي شوني اثار او ابدات که څه هم لکه چي ليکل شوي اثار ژبه نه لري خو د خپل وخت حالات په ډير فصاحت ، بلاغت او وضاحت سره بيانوي او د هغوي د بيان په تفسير او تعبير کي د لرغونپوهانو تر منځ هومره اختلاف نه ليدل کيږي او زياتره توافق لري ، مثلا يوه مجسمه را واخلۍ او په ځير ورته وګورۍ هغه به درته ووايې چي کله جوړه شوې ده ؟ څه يې اغوستي دي ؟ نژاد يې کوم دۍ ؟ او دين او مذهب يې څرنګه دۍ ؟ ږيره لري که نه ؟ زوړ دۍ او که ځوان ؟ د سر ويښتان يې څرنګه جوړ شويدي ؟ په غاړه غوږ او لاسونو کي يې څه راز ګاڼې اچولي دي ؟او په دي توګه به د خپل عصر او زمانې ښکلا پيژندنه ، رسوم ، عادات ،معتقيدات ، هنر او صنايع او ډير نور څه بيان کړي ، او خپل دغه بيان کي هم صداقت لري او له همدې کبله اکثره لرغونپوهان په خپل بيان کي سره موافق دي .

لرغونپوهنه دهري منطقې او هر هيواد په تيره بيا د افغانستان لپاره ډير اهميت لري ، په افغانستان کي دغه علم د نولسمي پيړۍ په دويمه لسيزه کي په علمي او رسمي توګه خپل قدم ايښۍ دۍ ، او له همدې وخت نه را په ديخوا يو زيات شمير لرغونپوهان افغانستان ته په رسمي او نارسمي توګه راغلي دي او دغه هيواد يې د خپلو څيړنو او کيندونو لپاره يو جنت ګڼلۍ دۍ او دومره اثار يې د ډيرو لږو سيمو نه را برسيره کړي او لاس ته راوړي چي د شرق او غرب موزيمونه پري ډک شويدي .

په افغانستان کي د کار او زيار په نتيجه کي را ښکاره شوه چي دا هيواد يو ډير لرغونۍ هيواد دۍ . او له زرګونو کالو راهيسي په لومړنيو انسانانو اباد او په خپله منطقه کي ديو شمير زړو تمدنونو ، عقايدو ، اجتماعي سيستمونو ، هنري مکتبونو او مقتدرو امپراتوريو د منځته راتلو ، انکشاف او پراختيا مرکز ګڼل کيږي . د نورو هيوادونو تاريخي ابدات زياتره د ځمکي پر سر په خپل ځای کي لاتراوسه پوري په هم هغه رنګ ولاړدي ، خو په افغانستان کي د تاريخي ابداتو يو لږ شمير دلته تر سترګو کيږي ، او نور ټوله ترځمکي لاندي پټ پراته دي . دا ځکه چي افغانستان د خپل اوږده تاريخ په ترځ کي د مهاجمينو ، متعارصينو او يرغلګرو په لاس څوځله وران ويجاړ شويدۍ او زياتره ابدات يې له خاوروسره خاوري شوي ، نو ځکه نن له سترګو پټي او څوک يې نه ويني .

په تيره بيا د افغانسان د اولسونو او لرغونپوهانو دنده ده چي د افغانستان د خلکو فرهنګي شتمني را برسيره او خوندي کړي ، او جهان ته وښايې چي افغانان که نن په ګيډه ماړه او په تن پټ نه دي خو د فرهنګ او کلتور له پلوه دومره شتمن او ماړه دي چي د ليري او نږدي هيوادونو سره يې بيدريغه او سخاوتمندانه مرستي کړي او دهغوي خصوصي او ملي موزيمونه يې ډک او ماړه کړيدي .

دافغانستان هره دره ، غونډۍ او هره دښته لرغونپوهان ځان ته رابولي چي راشي او ويې سپړي تاريخي اثار او ابدات را برسيره کړي . دا رساله د همدي مقصد لپاره ډير اهميت ځکه لري چي افغانان د لرغونپوهني د اساساتو او ميتودونو او اصطلا حاتو سره اشنا کوي ، او هغوۍ دي ته رابولي چي که له يوه ځايه بل ځاي ته ځي نو دلاري په ترځ کي بايد خپل شا اوخوا ته په دقت وګوري او قدمونه هم په احتياط کيږدي ، ځکه خدای مه کړه چي کوم تاريخي او قيمتي اثر تر پښو لاندي نه شي

په پاي کي زه د دي اثر په غور لوستلو او ځان پوهولو ته هغه ښاغلي رابولم چي په رښتيا غواړي د افغانستان په تاريخي ارزښت ځان پوه کړي او دهغه په فرهنګي غنا باندي ځان خبر کړي او په مجموع کي افغاني ټولنه ښه وپيژني ، که څه هم چي د باوري صاحيب دغه رساله به سمدلاسه څوک دغه هدف ته ونه رسوي ، ځکه چي دا تاريخ نه دۍ ، خو د يوي ټولني د تاريخي درک او پيژندلو لپاره سړي ته صادقانه او عالمانه لارښوونه کوي ، چي دا په خپل ذات کي ډير ارزښت لري .

په درناوي

پوهاند محمد حسن ضمير صافي

د اجتماعي علومو پوهنځي استاد