داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
د داستان ځينې تعريفونه

موږ، دلته د داستان اصطلاح په عامه مانا تر غور لاندې نيسو او پر هغو تعريفونو هم كتنه كوو، چې د هغه په اړه رامنځته شوي دي. موږ پوهېږو چې داستان په لومړي ګام كې د انسان له احساس سره تړاو لري. د خوند او تفرېح پر رامنځته كولو سربېره د نورو كسانو له تجربو څخه هم د ګټه اخيستنې په برخه كې مرسته كوي.
نو له عيني انځوريز داستان څخه تعبير، له ژوند څخه د ليكوال برداشت اود هغې هڅې څرګندونه ده، چې فكرونه او عواطف تر اغېزې لاندې راولي.
بل تعريف: د يو لړ رښتينو پېښو ټولګه ګڼل كېږي، چې په ژوندي ډول له جزئياتو سره يوځاى بيان شوى وي، چې لوستونكي يا اورېدونكي هم هغه مجسم كړاى شي.
جوزف شيپلي، د نړۍ د ادبي اصطلاحاتو په فرهنګ كې ليكي: د داستان تعريف داسې راغلى دى:
”داستان د پېښو د ګزارش او روايت لپاره يوه عامه اصطلاح ده. په داستاني ادبياتو كې داستان نندارې او د يوه هدف لپاره د دوو متضادو ډلو ترمنځ لانجو او هـڅو ته وايي“.
فاسټر په ”د رمان جنبې“ نومي كتاب كې داستان د وخت له اوږدوالي سره سم د پېښو بيان ته وايي. دى د بېلګې په توګه تر سهارنۍ وروسته غرمنۍ(د غرمې ډوډۍ) او تر دوشنبې وروسته سه شنبه، دغه راز تر مړينې وروسته تباهي يادوي...
هغه وړاندې زياتوي: ”داستان په حقيقت كې تر ټولو ساده او حقير ادبي ارګانيسم ته وايي. خو يو بل څه چې په ”رمان“ نومي پېچلي ارګانيسم كې هم شته، هغه يو ګډ لامل دى، چې په داستان كې هم موندل كېږي“.
ځينې داسې داستانونه هم شته، چې د وخت ترتيب په كې نه مراعاتېږي. خو بيا هم د ”وخت“ عنصر د پېښې په څېر په داستان كې خپل ځاى لري.
د (داستان: تعريفونه، اوزارونه او توكي) نومي كتاب ليكوال د داستان تعريف داسې كوي:
”داستان هه منثور هنري اثر ته وايي، چې تر تاريخي ارزښت وړاندې د ليكوال د خپل نوښت، تخيل او هنر زېږنده وي. داستان د تاريخ پر بنسټ رښتينى وي، يا يې هم د تخيل له ځواك څخه سرچينه اخيستې وي. په هر حال يې غوره صفت دا دى، چې د لوستونكي د روحاني خوند لپاره وليكل شي او لږ دې د پوهونې لپاره.
په بله مانا، داستان په لومړي ګام كې د لوستونكي له زړه، احساساتو او عواطفو سره مل كېږي او په دويم ګام كې د هغه له پوهې او د استدلال له ځواك سره.
استادانه داستان، لوستونكى اړ باسي، چې غور وكړي، خو د ټولو داستانونو موخه دا ده چې لوستونكو ته د حس كولو امكان وركړي“.
په دې تعريف كې څو ټكي د ځنډ وړ دي، د منثور هنري اثر تورى دا څرګندوي چې لومړى داستان يو هنري شكل دى. دويم دا چې هر منثور اثر داستان نه ګڼل كېږي. موږ پوهېږو چې تاريخي، فلسفي او ټولنيز اثار، دغه راز يونليكونه، ژوندليكونه او نورې ليكنې، ان ادبي ټوټې هم كېدى شي ځانګړى جذابيت او نورې هنري ځانګړنې ولري. خو بيا هم په لومړي ګام كې د انسان له احساساتو او عواطفو سره نه مل كېږي. بلكې د هغه پر پوهې او د استدلال پر ځواك تكيه كوي، چې په داستانونو كې نه شمېرل كېږي.
دا جمله چې: ”تر يوه حده د پوهونې لپاره...“ دا څرګندوي چې داستان په يوه مانا د نورو هنرونو غوندې نه دى. ځكه چې كولاى شي له تاريخي، فلسفې، سياسي، ټولنيزو او روزنيزو مسايلو سره هم يو شي. كله بيا تر يوه حده د لوستونكي د استدلال له ځواك سره يو كېږي. دا داستاني او غيرداستاني توكي، داستان له نورو هنرونو څخه تر يوه حده بېلوي.
خو بايد وويل شي، چې روزنيز، فلسفي، سياسي او ټولنيز داستانونه، هر يو خپل ارزښت لري او د نفي كولو وړ نه دي.
پر دې سربېره، بايد يادونه وشي، چې د هر داستان هنري ارزښت د داستان په ټولو جوړښتونو كې د سوچ او موخې له رسوخ، دغه راز د هغه له پيام او منځپانګې سره تړاو دى.
د ځنډ وړ بله خبره په وروستي تعريف كې راغلې ده. هغه د لوستونكو د حس په امكان پورې اړه لري،چې د تعريف په پاىكې ورتهاشاره شوې ده.
د داستان په مرسته لوستونكي سوچ ته هڅول بنسټيز كار دى، خو هغه ليكوال يې له عهدې وتلاى شي، چې استادانه او له نوښت څخه ډك كار وكړي. داسې يو هنر وكاروي، چې اغېزناك وي او پر نورو اغېز وكړي. دغه راز د خپلو لوستونكو لپاره دا امكان په لاس وركړي، چې هرڅه حس كړي، لمس كړي، ويې څكي، هضم يې كړي، د ليد او ليدلوري ځواك يې زيات كړي.
"جوزف كنراد" وايي:
”هغه دنده چې غواړم ترسره يې كړم، دا ده چې د ليكل شوي توري په مرسته تا ته دا امكان دركړم چې واورې، حس كړې. تر ټولو مهمه لا دا چې تا ته دا امكان دركوم چې ووينې“.