داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
نور ټكي

د داستان سرليك:
لكه څنګه چې هر كس او هر شى يو نوم يا سرليك لري، نو هر ادبي اثر هم بايد خپله پېژندپاڼه ولري. موږ د داستان نوم، د هغه پېژندپاڼه ګڼلاى شو، د داستان نوم بايد په غور سره وټاكل شي. ځكه سرليك او نوم د لوستونكو د پام راګرځونې يو ارزښتمن لامل ګڼل كېږي.
د داستان نوم، يا سرليك بايد ښكلى او زړه راكښونكى وي. ددې تر څنګ لكه څنګه چې په نامستقيم ډول د داستان موضوع ته نژدې دى، بايد دومره څرګند هم نه وي، چې په لومړي نظر سړي ته ټوله موضوع روښانه كړي، ځكه په دې توګه د داستان راكښون كمېږي. لوستونكي بيا داستان تر پايه نه لولي.
كېدى شي داستان ته يوازې يو تورى د سرليك په توګه وټاكل شي، لكه: "مور"، يا يوه جمله لكه: "اوبه چې له چينې څخه بېلې شوې". كېدى شي د داستان نوم دوه تكراري توري وي، لكه "باران- باران" يا هم دوه غير تكراري توري، لكه: "د حيواناتو كلا".. داستان ته داسې نوم هم وركولاى شو، چې د پوښتنې بڼه ولري، لكه: "شعر څه دى؟".
كولاى شو داستانونو ته ځينې ادبي نومونه وركړو، لكه: "د پتنګانو ټپي وزرونه".
په ټوليز ډول، د داستان، نوم ايښوول، خپل ارزښت لري، چې د ليكوال ذوق او سليقه هم څرګندوي.

د داستان پيام:
موږ پيام د داستان لنډيز او نچوړ ګڼلاى شو. هغه څه چې لوستونكى د داستان تر لوستلو وروسته د پايلې په توګه ترګوتو كوي. طبيعي خبره ده، چې دغه مهمه مسله بايد د داستان په رګ- رګ كې ځاى كړاى شي.
دا ښه كار نه دى، چې ليكوال د داستان په پاى كې په مستقيم او ناڅاپي ډول پر خپلو لوستونكو يوه خبره وروتپي. په حقيقت كې د پيام غير مستقيموالى د داستان له اصلي ځانګړنو څخه ده، لكه وړاندې چې ورته اشاره وشوه، بايد د داستان پيام د داستان له پيله تر پايه پورې تر پام لاندې وي. نو په ګرد داستان كې هره پېښه او خبرې اترې د داستان "پيام" لېږونكى دى. ښه او غوره پيام هغه دى، چې لوستونكى يې تر مطالعې وروسته ترلاسه كړي. پيام بايد داسې جوت او ارزښتمن وي، چې د لوستونكو ذهن او زړه ته لار ومومي او تر ډېره حده يې بوخت وساتي.
ارزښتمن او ښه پيام هغه دى، چې د انساني او الهي مسايلو كتونكى او د لوړو ارزښتونو لېږدوونكى وي، ځكه چې په بشري قاموس كې "وخت" ډېر ارزښت لري. نو د داستان لوستونكي او ليكوال بايد له وخت څخه د ګټه اخيستنې چل زده كړي. هسې دې د منفي او خنثى پيامونو په لوستنې او ليكلو سره خپل وخت نه خرابوي.
كېدى شي هر داستان يو، يا څو اصلي، يو يا څو فرعي پيامونه ولري، خو يو داستان بايد خامخا يو "اصلي پيام" ولري. "اصلي پيام" تل جوت مطرح كېږي، چې د داستان اصلي ستن ده.

داستاني نثر:
كه داستان ليكونكى غواړي له خلكو (يا خپلو لوستونكو) سره اړيكي ټينګ كړي او هغوى ته يو بريمن پيام ولېږدوي، نو بايد مقابل خلك وارزي، د هغوى له ژبې سره دې بلدتيا ومومي. داسې نثر دې وليكي، چې ټول ورباندې وپوهېږي، ځكه چې دغه اړيكي به په بري سره وغزول شي.
نثر، د داستان د كشش او د پيام لېږدونې لپاره له ارزښتمنو توكو څخه ګڼل كېږي. د ليكوال لپاره "توري" د كار اوزار يا داسې چوكاټ دى، چې بڼه، هدف او پيام يې مل وي. دغه اسكلېټ د نثر په مرسته بشپړېدى شي.
نو توري او جملې، يا په بله و ينا، نثر، ځانګړى ارزښت مومي. ځكه چې د ليكوال فكر، احساس او تخيل د همدغو تورو او جملو په مرسته لوستونو ته لېږدول كېږي. پر دې بنسټ د سوچونو او انګېرنو د بېړنۍ لېږدونې لپاره بايد سمه او ګټوره لار وټاكل شي. دغه لار د غوره داستاني نثر ټاكنه ده.
دا هم بايد هېر نه شي، چې د داستان هره برخه، له نورو برخو سره اړيكه لري، دا د همدغو توكو پيوند او يووالى دى، چې د داستان په نوم يې يو واحد شكل رامنځته كړى دى.
پر دې بنسټ، سره له دې چې د داستان هر توكى خپل ځانګړى ځاى او ارزښت لري، د داستان پر نورو جوړښتونو هم اغېز لري. كه موږ د داستان يو عنصر له منځه يوسو، په داستان كې به ستره نيمګړتيا رامنځته شي.
نثر هم خپل ځاى او رول لري. له بله اړخه، د هر كار د زده كړې لپاره په هره رشته كې د زده كوونكو ذوق او استعداد ته په پام سره، د استاد شاګردي كول، يوه ارزښتمنه مسله ده. په ليكوالۍ كې هم بايد دغه ټكي ته زياته پاملرنه وشي. ځوان ليكوالان بايد په وياړ سره د فن د استادانو شاګردي وكړي، چې پرمختګ يې په برخه شي.
په حقيقت كې د سترو ليكوالو د نامتو اثارو مطالعه او د هغوى د كار پر څرنګوالي غور كول، كولاى شي له داستاني تكنيكونو سره زموږ بلدتيا زياته كړي. دلته به په پرله پسې ډول د نثر څو ځانګړنې واوډو:
 داستاني نثر بايد ښكلى وي، ښكلي ليكل غوره دي، خو ښكلي ليكل بايد نور مسايل تر شعاع لاندې ونه نيسي.
 داستان ليكونكي بايد د تورو په ټاكنه كې، يا هم په ټوليز ډول د داستان په نثر كې زياتى ونه كړي، نه دې بېغوره پاتې شي، بلكې په دې برخه كې اعتدال تر ټولو غوره دى.
 د تورو سم او په غور سره ټاكنه ځانګړى ارزښت لري، ځكه ويلي يې دي، چې هر تورى پر خپل ځاى ښكلى دى.
 بايد له زياتو خبرو ډډه وكړئ، خبرې مو بايد لنډې او اغېزناكې وي، نه اپلتې!
 ښه به دا وي چې كليشه يي جملې او تكراري توري ونه كارول شي.
 په داستان كې له پېچلتيا څخه ځان وساتئ.
 په نثر كې نوښت ډېر مهم دى، تاسې پخوانيو، زړو شويو او بې ارواوو تورو ته اړتيا نه لرئ.
 د داستان نثر بايد سره راغونډ، ژوندى، نرم او ښكلى وي، چې لوستونكي د داستان نړۍ ته راوبولي.
 ساده ګي، د داستاني نثر بله ارزښتمنه ځانګړنه ده.
 د نثر په انډول دې د داستان موضوع ته هم پاملرنه وشي.
د داستان هره موضوع ځانګړي نثر ته اړتيا لري. خو بايد د نثر وړتيا ته وكتل شي، چې د داستان لپاره وړ وي. دا هغه څه دي، چې د داستان ليكونكي او مقاله ليكونكي د نثر توپير كوي.
خو، بله مسله هم بايد هېره نه شي، چې هغه زموږ په داستاني نثر كې ماته ليكنه ده. په دې برخه كې خلك بېلابېل نظرونه لري.
ځينې كسان د خبرو اترو (محاورې) ښه ليكل (په ماتو تورو سره) غوره ګڼي. بله ډله بيا كتابي ليكنې ته ارزښت وركوي.
خو بايد يادونه وشي، چې داستاني ادبيات هم بايد د ژبې له اصولو سره وفاداره وي او هم يې په ساتنه كې مرستندوى وي، چې د ادبياتو لوړ مقام مو هماغسې اوچت پاتې شي. نو په كار ده چې توري په سم او وړ ډول وكارول شي.
كله- كله د داستان فضا داسې وي، چې د صميميت لپاره ماتو تورو (خبرو اترو) ته اړتيا پېښېږي. نو پردې بنسټ ليكوال دې وګوري، كه داسې ليكنې ته اړتيا وه، ودې ليكي. طبيعي خبره ده چې كه د داستان لپاره اړتيا وه او ليكوال هم دا وړتيا ولري، چې له محاورې څخه كار واخلي او دا ليكنه په استادانه ډول وكړاى شي، نو څه خبره نه ده.
خو لكه څنګه چې ورته اشاره وشوه، د كار طبيعي بڼه هماغه په كتابي بڼه ليكل دي. بيا دې هم پاملرنه وشي، چې د شخصيتونو خبرې اترې كېدى شي د خبرو اترو په عادي بگگڼه راشي.
وروستۍ خبره همدا، چې نثر يانې د تورو ټاكنه، د جملو لنډوالى او اوږدوالى، وزن او اهنګ... چې دا په ليكوال او بېلابېلو ويندويانو پورې اړه لري.
نثر، د داستان د يوه بېل احساس او عاطفې د بار لېږدوونكى دى. چې د تورو په كارونه كې بايد ورته پام وشي.

د داستان ليكونكي كار:
يو داستان ليكونكى څه كوي؟
دا هغه پوښتنه ده، چې د دې كتاب په پاى كې ورته اشاره كوو او د داستان ځوان مينه وال پرېږدو، چې د دې واټ (سړك) په پيل كې د پرمختګ پر لوري ګام واخلي او له خپلو تجربو يا هم ښوونكو څخه مرسته وغواړي.
يو ليكوال، داستان: "څلوېښت پوښ لرونكې بوخڅه" ګڼي. تاسو به هم ليدلي وي، چې زياتې مېرمنې له زړو ټوټو (ټوكرانو) او اضافي كاليو څخه يوه بوخڅه جوړوي.
په يوه مانا، د داستان ليكونكي كار هم همداسې دى. هغه د يوه هنرمند په څېر، په خپل نوښت سره له هرځاى څخه بېلابېل او سره پاشلي توكي ټولوي. بيا يې سره پيوندوي او يو اغېزناك واحد داستان ترې جوړوي.
د شخصيت جوړونه، خبرې اترې، ځانګړنې، پېښې او د داستان غوره واړه توكي، ليكوال هڅوي، چې له خپل چاپېريال څخه د منل شوي اغېز په رڼا كې پنځونه (تخليق) وكړي.
نو د داستان ليكونكي د كار ظرافت دا دى، چې دغه پيوندونه بايد ډېر ظريف، دقيق او ښكلي وي، چې لوستونكي ورباندې ونه پوهېږي.
موږ، په دې ټولګه كې هڅه وكړه، چې هغه سترې داستاني ټوټې تاسو ته درډالۍ كړو.
اوس د دې وخت را رسېدلى، چې تاسې لاس په كار شئ. "ستن و تار" يا "د مطالعې تار" راواخلئ او د "داستان بوخڅه" وګنډئ.

الحمد لله

د ژباړې نېټه
1382/مرغومى/26/27 مه
كابل- خيرخانه مېنه، د ژمي سړه شپه
12بجې