داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
د داستان موضوع

داستان، له ډېر پخوا څخه ديوې هنري او پيام لرونكې بڼې په توګه لوړ ځاى درلودلى دى. هر وخت په يوه بڼه مطرح شوى، چې تل يې د خلكو له خوا هركلى شوى او كېږي. د دې ادبي قالب ارزښت په دې كې هم دى، چې د غوره پيامونو د لېږدونې په برخه كې ډېر اغېز لري او دغه توكي په ډېر روڼ انداز سره لوستونكو ته وړاندې كوي.
د يوه داستان د ليكلو په وخت كې، تر هرڅه وړاندې د ”موضوع“ يا ”سوژې“ له مسئلې سره مخ كېږو. غوره به دا وي چې په دې اړه لږ څه نور هم ووايو.

سوژه يا موضوع څه ده؟
موضوع، د ادبي كار لپاره د ليكوال لومړنۍ سرچينه ده. موضوع، د كيسې د اصلي جوړښت پيل دى. هغه څه ده چې داستان پرې راڅرخي. يو محور دى. په حقيقت كې موضوع د داستان مركز ګڼل كېږي. د سوژې يا موضوع ټاكنه په يوه تعبير د داستان لپاره د موخې ټاكنه ده.
د هر داستان جوړښت له موضوع څخه پيلېږي. يانې له هغه څرك څخه چې د ليكوال په ذهن كې رامنځته كېږي او د كيسې د ژوند شمع بلوي.
پر دې بنسټ، سوژه يا موضوع، هغه څه ده چې له بېلابېلو پديدو سره د ليكوال د سوچ، ذهن او حواسو له مخامخېدو سره سم په هغوى كې ځراكت او غور هڅوي، دغه راز د اور غوندې د هغوى په تن كې بلېږي او څه ليكلو ته يې هڅوي. په بله وينا: موضوع، لومړنى داستاني حس دى، چې د ليكوال په ذهن كې ځاى نيسي. د هر داستاني اثر موضوع: ”ځاى“، ”موقعيت“ يا ”يوڅوك“ وي.

د سوژې ځانګړنې:
يوه ښه موضوع يا سوژه، بايد د پراختيا او غزېدنې وړتيا ولري.
هره سوژه د داستان لپاره مناسبه نه وي. كېدى شي ځينې سوژې د فلمونو په درد وخوري او بله سوژه بيا د نندارليك (نمايشنامې)، يا هم د شعر.
له همدې كبله د يوې داستاني موضوع پېژندنه ډېر لوړ ارزښت لري. د سوژې جوړونه د ليكوال د باورونو پر بنسټ جوړښت خپلوي. خو د مسلمانو ليكوالو په توګه زموږ لار له نورو څخه بېلېږي. د داستان له ځانګړنو څخه يوه دا ده چې موږ هڅه كوو موضوع له مذهبي باورونو او اخلاقي معيارونو سره وتړو. د همدې اړيكي له مخې د سوژې يوه ځانګړنه ”خداى ستاينه“ ګڼلاى شو. له همدې كبله هدف خوښوونكى ليكوال بايد پند او عبرت روزنه، د داستاني موضوعاتو له نورو ځانګړنو څخه وګڼي.
په هر حال، په سوژه كې بايد د مخاطب كس ځواكونه او اړتياوې تر كتنې لاندې ونيول شي. طبيعي خبره ده چې مثلاً د ماشومانو داستان بايد د هغوى ځانګړنو او درك ته په پام سره وليكل شي، بايد چې د داستان په ځانګړنو كې د مخاطبينو ځانګړنې او داستاني قالبونه هم راشي.
په سوژه كې جذابيت او جالبيت هم د پام وړ دى. دغه له ټولنيز وخت او شرايطو سره د موضوع تناسب، كېدى شي د سوژې له ځانګړنو څخه وي. كېدى شي يوه موضوع د يوه وخت او شرايطو لپاره ښه او مناسبه وي. حال دا چې هماغه موضوع به د بل وخت او شرايطو لپاره وړ او مناسبه نه وي. بيا هم موږ ته تر هرڅه ارزښتمن توكى د يوې موضوع په ټاكنه كې فكري ژوروالى او مكتبي باورونو ته پاملرنه ده.

د موضوع موندنې لارې چارې:
موضوع موندنه بايد د ليكوال د يوه تلپاتي خصوصيت غوندې مطرح وي. دا بايد ومنو چې چقماق ډبره چې څنګه د يوه هنرمند په ذهن كې يوه رڼا رامنځته كوي، دغه رڼا په بېلابېلو مواردو كې توپير كوي. خو د يوې غوره لارې په خپلولو سره يوه سوژه او موضوع تر ګوتو كولاى شو.
د داستانونو پرله پسې څېړنو ښوولې چې د پېښو په متن كې حضور، د يوه فعال ذهن او هنري ليد لرل، تفكر، تخيل او كله- كله د تېرو خاطراتو زېرمه، ښه فلم ليدل، د يوه غږ اورېدل يا د يوې پېښې تجربه كولاى شي په ذهن كې دغسې يوه رڼا وزېږوي، چې دغه رڼا بيا وروسته ليكوال ته يوه ګلالۍ او په تول پوره سوژه په لاس وركوي.
انسان كولاى شي، له دې لارې بېلابېلې سوژې تر ګوتو كړي. د موضوع موندنې بله غوره لار دا ده چې موږ تجربه كړو او وګورو چې كوم عنصر يا عناصر زموږ عاطفه راپاروي. كله چې غواړو د يوې موضوع لپاره مو په ذهن كې يو دغسې بڅرى وزېږي، بايد د هغه عنصر ګاونډى شو. په بله وينا په ځانګړو حالتونو كې د انسان ذهن، هغه د يوې ”سوژې“ د موندلو پر لوري هڅوي. موږ بايد دغه موقعيتونه ولټوو او په هماغو شرايطو كې تم شو، چې د سوژې رڼا مو پر ذهن خپره شي.
د ليكوال پنځه ګوني حواس كولاى شي انساني حس ته په رسېدو سره د يوې موضوع د موندنې لامل شي. د ”تولستوى“ په وينا: د داستان يا بل هنر ښه والى، د هغو حسونو په ښه والي پورې اړه لري، چې په هغه كې وي.
بايد ټينګار وشي، چې د بېلابېلو سوژو نړۍ ته د لار موندنې په خاطر نه شو كولاى ټولو ته يوه لار غوره كړو او ټول يو ډول وليكو. بايد وپوهېږو چې په نړۍ كې د انسانانو په انډول د ليكلو لپاره موضوعګانې شته، دا ليكوال دى، چې بايد د موضوع د ښكار او خپلولو لپاره لارې چارې ومومي.

كومه موضوع دې وليكل شي؟
له يوې موضوع يا سوژې سره د ګاونډيتوب احساس او نژدېوالى، دغه راز د دې سوژې د تحليل او هنري تفسير لپاره اړتيا كېدى شي، د داسې يوې موضوع نخښه وي، چې د ليكلو لپاره وړ وي.
د هغو سوژو يادښتونه چې لږ تر لږه ذهن ته راځي او په هغو كې د يوې غوره كول، بيا تر څه مودې وروسته د غوره شوې سوژې په توګه خوندي كول او په پام كې نيول، په دې شرط چې پورتنۍ ځانګړنې ولري، په دې لار كې ګټور تمامېدى شي. نو ويلاى شو، چې د ځينو دليلونو له مخې نه شو كولاى هره سوژه وليكو. يو ښه داستان ليكونكى بايد د خپل تخيل، تجربې، زده كړو او اعتقاداتو په مرسته يوې نوې سوژې ته غوره او داستاني بڼه وركړي.
كټ مټ د رڼا د هغه منشور په څېر چې د ليكوال ټولې موندنې خوندي كوي او له ځانه يې تېروي، بيا د ليكوال ذهن او عقل، د بېلابېلو رنګ لرونكو رڼاګانو په شان په زړه پورى ښيي. موضوع پاكيزه ده، چې د يوه ښه او ګلالي داستان رامنځته كېدو ته يو ښه لامل وګرځي.