داستان څه دی او څنګه ليکل کيږي افسانه، نکل . کيسه او داستان داستاني قالبونه اعترافات يا داستاني شرحه
د داستان ځيني تعريفونه د داستان موضوع د داستان طرحه په داستان کې د شخصيت عنصر
په داستان کې خبرې اترې په داستان کې د ليد زاويه نور ټکي  
اعترافات يا داستاني شرحه

اعترافات هم په نامحسوس ډول له رمان سره تړاو لري. اكثره د حال د شرحې ليكونكو هڅه كړې، چې د داستاني خوځښت تر اغېزې لاندې يوازې د خپل ژوند تجربې او پېښې غوره وګڼي، چې په پايله كې يوه بشپړ سرمشقي جوړښت ته لار پرانيزي.
پر دې بنسټ ويلاى شو: كله چې يو ليكوال د خپل ژوند پېښې او ځانګړنې ليكي، نو ليكنو ته يې اتوبيوګرافي وايي. دغه غيرداستاني ادبي شكل له داستاني عناصرو څخه برخمن دى، چې ډېر به په زړه پورى هم وي. خو مادام، بيا داسې ليكنه داستان نه ګڼي، چې ليكوال يې تر ډېره كچه پر تمثيل تكيه كوي.
اوس كه ليكوال د واقعيت له ستايلو لږ وړاندې ګام كښېږدي او يوازې هغه تجربې يا پېښې غوره كړي، چې د هغه له شخص څخه يوه څېره او شخصيت جوړ كړي، يوه سوچ او لېوالتيا ته يو جوړښت ورپه برخه كړي، يانې له واقعيت څخه لږ وړاندې لاړ شي، نو دغې داستاني بڼې ته ”اعتراف“ وايي.
ويل كېږي چې د دې ډول (بڼې) نوښتګر قديس اګوستين (430_354) دى. ژان ژاك روسو هم د دغه ډول داستاني قالب يوه بڼه رامنځته كړې ده.
تر روسو وروسته رمان او اعتراف سره راونغاړل شول او په پايله كې داستاني اتوبيوګرافي رامنځته شوه.
داستاني ژوندليك هم له همدغو ډولونو څخه يو دى. خو توپير يې دا دى، چې ليكوال يې له تجربو، يا هم د خپل ژوند له پېښو څخه د ګټه اخيستنې پرځاى، بل كس د خپلې ليكنې د سرچينې په توګه ټاكي.
نو اعترافات يا داستاني شرحه، د انسان دروني احساساتو او فكرونو ته ځير ده. خو د منځپانګې له مخې تر ډېره ځايه فكري او نظري مسايلو ته لاس غزوي.
زياتره اعترافونه نظري او فكري مسايلو ته د ليكوال د لېوالتيا او خوښې له كبله په يوه مذهبي، سياسي او هنري زمينه كې رامنځته كېږي.

منيپوسي طنز:
زيات داستانپوهان، د ګاليور د يونليك كتابونه او د جاناتان سويفت ليكنې په داستان كې شمېري، خو رمان ورته وايي.
څرګنده خبره ده چې د ګاليور سفرونه يو ډول اعترافونه يا رمانس هم ګڼلاى شو. په دې توګه بايد چې دغه دول داستانونه، په ځانګړې توګه د ولټر په قلم كانديد شوې ليكنې، د داستان يو مستقل شكل وګڼو.
دغه ډول داستانونو ته يې د منيپوسي طنز نوم وركړى دى. د نومولو وجه يې هم دا ګڼي، چې د دې بڼې نوښتګر يو يونانى ليكوال (منيپوس) دى. د هغه اثار پاته نه دي، خو شاګردان يې د هغه د كار بڼه تر اوسه روانه او ژوندۍ ساتلې ده. منيپوسي طنز، د انسان د ځان په پرتله د هغه ذهني لېوالتيا څېړي.
له اعترافاتو سره يې توپير دا دى، چې د مجردو فكرونو او نظرونو په څرګندولو لاس پورې كوي. خو د شخصيت جوړونې له اړخه يې كار له رمان سره توپير لري. په منيپوس طنز كې د چلند له مخې شخصيتونه ټاكل كېږي. شخصيتونه دوديز انسانان او د زمان و مكان محصول نه دي، بلكې ويندويان دي. ځانګړى دريځ او تګلاره لري. په بله مانا رمان ليكونكى شر، حماقت، تعصب او ځورونه د ټولنيزې ناروغۍ په توګه راپېژني. په داسې حال كې چې د منيپوسي طنز ليكوال، دا د انسانانو خپله ناروغي او ناپوهي ګڼي.
رمان ليكونكى خپله ژورتيا او شته د انساني اړيكو د تجزيې او تحليل له لارې څرګندوي. په داسې حال كې چې د منيپوسي طنز ليكوال يوازې له معقولو مضامينو او د مسايلو له متفكرانه كتنې سره سر و كار لري او په نظري بحثونو سره خپل اغېز زياتوي.