تاراته هرڅه هرڅه وويل خوماهيڅ ونه ويل

په داڅه دپاسه دوه لسيزو كې چې زموږ په ګران هيواد تيرشول اولاتيريږي، ګمان نه كوم چې دنړى په تاريخونوكې يې بيلګه پيداشي، ټولورنګونوپه كې خپل خپل رخت وښوده اوهغه څه چې دنه كولو اونه ويلووپه كې وشول اوويل شول، قانون اودانسانيت لوړ مقام مات شو دمادي ګټو له پاره اوراواوبه يوځاى شول ،سره ټول شنه شول او شنه بياټول سره شول اوپه پاى كې همدغه مركب په افغان مسلمان اولس هغه څه وكړل چې په يوه څنګله كې به هم نه وي ترسره شوي او ښايي په دغه ليكنه كې ترې دحيواناتوكړنه هم ښه وي. خودغه غيرتي اولس داهرڅه واوريدل، وليدل، وزغمل اولاتراوسه هم پټه خوله لاس ترزنې ناست دى ، داټول يې له څښتن تعالى سره مخ كړي دي.

زموږ باوردى چې حق تعالى به ظالمان داولس په وړاندې ژركوز ګوري كړي .

په درديدلى زړه

ستاسې خوږمن ورور ( خاورې اجمل )