ښاغلى درانه اوفاضل استادناګارراته ديوليك په ترڅ كې داسې لارښونې كړې دي چې البته دهمدې لارښوونو له مخې مې ځينې توري ترې ويستل ،

ګرانه اجمله !

كيسه مې ولوسته –
په ښه روانه اوله فن سره په مناسبه ژبه ليكل شوې، دخپل نوعيت له مخې بشپړ نوښت لري، ز ما په فكر په پښتوادب كې داسې ليكل ندي شوي اوياماندي ليدلي ،
هغه څه چې پدې اثركې دډيرراښكون لامل ګرځي ، هغه دولسي ويناوواومتلونو پر له پسې اوډون دى ، چې پرې استناد شوي اودومره په ذوق تړلي شوي اوارتباط وركړل شوى لكه كومه ښكلې مسلسل غزل .
كيسه ړومبۍ ډيره سمبوليكه اوبياورو،ورو پردې څيروي
ښكلي پاراګرافونه هم لري ، لكه داوبو پرمخ نقشې ،يا ، ګل بې لمره نه غوړيږي.
ستاوعده زماتوبه دواړه دلبره
لكه نقش داّب نه لري وثوق
خوهغه څه چې پرماتروه ولګيده هغه بربنډه ژبه ده كه څه هم په اوسني بهيركې خو له شعره هم جامې وتې دي ، ابيلګى ....... ستادلاتخليقي نوښتونوپه هيله ( ناګار)