د ارواښاد خالد بارگامي لنډه پيژندنه

د خـــــــــالد غمونو وكــــړې داسې چارې
چې د زړه لــــه هيلو وينې وهــــــــي دارې
موږ د ويــــــــر په وير پوه كړي دده وير يو
زموږ كوكارې اوس له غم وهي كوكارې

ارواښاد خالد بارګامى چې د (ټول افغان) www.tolafghan.com په بحث فورمونو كې يې د غښتلي په نوم ليكنې كولې، د ښاغلي حضرت ګل بارګامي زوى د 1354لمريز كال د ثور د مياشتې په 24 مه نېټه په كنړ كې زېږېدلى. ځوانيمرګ بارګامى لا د طب پوهنځي درېيم كال پاى ته نه و رسولى، چې په هېواد كې د خپل منځي جګړو اور بل شو او تعليمي ادارې په پوځي مركزونو بدلې شوې. خالد هم د نورو زرګونو افغاني زلميانو په څېر نه يوازې له زده كړې محروم شو؛ بلكې له هېواد نه وتلو ته هم اړ شو.
خالد بارګامي د كډوالۍ دولس كلن ژوند په مسكو كې تېر كړ، هغه د كډوالۍ دروند پېټى په پوره مېړانه پورته كړ، خالد د پوهې، مېړانې، مهارت، رښتينولۍ او پښتونولۍ په جامه پوښلى افغان د ښه قلم خاوند، شاعر او ښه ليكوال و، د هغه د نوښت او بې پايو مرستو او هلو ځلو په نتيجه كې يو نيم كال دمخه په مسكو كې د افغاني ځوانو فرهنګيانو ادبي ټولنه جوړه شوه. ددغې ادبې ټولنې او ځوانيمرګ خالد په هڅو سره په مسكو كې په لسګونو مشاعرې، ادبي غونډې او بنډارونه د ځينو پوهانو او شاعرانو د ياد غونډې جوړې شوې. په مسكو كې وروستۍ مشاعره هم د خالد بارګامي په نوښت او مشرۍ جوړه شوې وه، دا مشاعره د كډوالو د نړيوالې ورځې (د جون په شلمه نېټه) د مسكو په څنډو كې جوړه شوې وه، چې يو زيات شمېر فرهنګيانو او فرهنګپالو پكې ګډون كړى و، په دغه مشاعره كې د نورو لسګونو ويناوو او شعرونو تر څنګ د مرګ او جنازې په اړه دغه څلوريزه دده له خوا په كراتو زمزمه كېده:
زما مړي ته كـــــــــفن درسره وركړئ
ټپوســــــــــــــــــان راته پرېنږدئ په ټټر
د وطن د مور لـــمنه كې مې كېږدئ
د كابل خاورې مـــې وشيندئ په سر
مرګي په ډېرې بې رحمۍ او بيړې سره دده ټولې ځوانې هيلې او لوړ اميدونه له خاورو سره خاورې كړل، نوموړى په يوه ترافيكي پېښه كې د 29 كالو په عمر د 2004م كال د جولاى د مياشتې په اته ويشتمه نېټه چې د 1383لمريز كال د زمري د مياشتې له اوومې نېټې سره سمون خوري په مسكو كې خپل ځان حق ته وسپاره او په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو.
انا لله و انا اليه راجعون

له مسكو څخه افغانستان ته دده د مړي په انتقالولو كې په مسكو كې مېشتو افغانانو او د نوموړي دوستانو بې درېغه همدردي او نه هېرېدونكې برخه اخيستې ده.
د لوى خداى(ج) له دربار نه يې كورنۍ ته لوى صبر او ده ته د بښنې غوښتونكي يو.

په دردېدلي زړه
ستاسې خوږمن ورور
خاورې انګار