پښتانه ورونه

 ډېرځل مې دجمعې رخصتي هم له کورنه بهر تېرېده؛يابه دکوم رنځورپوښتنې ته تلم اويابه دکوم ياراودوست ليدلوته٠
يوه جمعه چې نه کوم کارراپرغاړې و اونه مې چېرته دتللوتکل درلوده؛له ځان سره مې پرېکړه وکړه،چې نن ورځ به په داسې خوب تېروم،چې د ټولې اونۍ دبې خوبۍ تشه پرې ډکه شي٠
له سباناري وروسته پرخپلې بسترې څملاستم؛ سترګې مې لاسره نه وې ورغلې،چې په انګړکې شورشو،وارخطاورپورته شوم٠انګړته ور ووتم،ګورم چې دواړه زامن مې په خپلوکې لاس او ګرېوان دي٠ زماپرليدودواړه داسې غلي ودرېدل لکه هېڅ يې چې نه وي کړي،خوپرخټواوخاوروککړوجامو يې

دعمل څرګندونه کوله٠
مادواړو پسې له ونې شنه لښته راغوڅه کړه،خو سپين سرې مورمې مخ ته ودرېده،لښته يې رانه واخسته اوخپل لمسيان يې له وهلو وژغورل،خوپر دواړويې غوږونه ونېول،توبه يې پرې وکښله٠ماهم ورته يوکتاب خبرې وکړې اونوربېرته پرخپلې بسترې څملاستم٠
خواږه خوب وړى وم،چې بيامې دمورغږترغوږه شو:-((هلئ الکول راوړئ ))٠دغږله اورېدوسره سم مې دخوب مرغه والوت ؛په بيړه ورپورته شوم،انګړ ته ورووتم،ګورم چې يوولس کلن زوى مې په انګړ کې لکه دکمونستانو رپى( بيرغ ) په وينوتک سور ولاړدى او مورمې ورته پرټپي شوي ځاى په الکولو لوندمالوچ موښي٠
ماغوښتل چې ډاکټرته يې ورولم،خوومې ليد، چې زخم دګنډلونه و٠ډاکټرته له وروستوتېرشوم او
دپېښې پرهکله مې پلټنه پېل کړه٠
پېښه بياهم ددواړو وروڼو ترمنځ پېښه شوې وه٠
دبرېښنامزى مې راواخيست اوپرنهه کلن زوى مې دوهلو پېل وکړ٠
مورمې پرخپلولمسيانوډېره مهربانه وه٠هغې هڅه کوله چې خپل لمسي له وهلو وژغوري،څوځله يې وويل:- ((زويه بس يې دى،مړدې کړو،پر وهلو نه سمېږي ))،خوزه داسې وم لکه خوب مې چې سرته ختلى وي؛وارپه وار مې غوصه زياتېده٠
مورمې دخپل لمسي کړيکو ودردوله اوپه قهرجنه لهجه يې په انګړکې ولاړې ونې ته لاس ونېوه اوويې ويل:-((که ددې ونې ټولې لښتې پرې ماتې کړې،خو چې الله ( ج )يې سم نه کړي پروهلو به يې پر لارنه کړې ))٠
هغې غوښتل چې ماشوم زماله منګولوخلاص کړي اوماغوښتل چې دومره يې وډبوم،چـې تـــرڅـــو
ژوندى وي بياله خپل ورورسره جنګ ونه کړي٠
دعقل مرغه مې داسې دسرله پنجرې الوتى و،چې دموردې وينا ته ،چې:-((زويه پروهلو نه سمېږي )) مادزه يې سموم ځواب ورکولو٠دې کې دکورنۍ نوروغړوماشوم زماله منګول نه لکه باز والوځاوه٠
ماشوم منډه کړه دانګړدروازې ته ورغى اوله هماغه ځايه يې پرخپل ورور ورغږکړ:-((اى شوروي والله ( ج )که رانه خلاص شې،زه پښتون يم،پښتون ملامت ته وې اووهل ماوخوړل ))٠
ماچې دخپل زوى دغه ويناواورېده،نود خوشحال خان "خټک"دې انځورته فکر وېوړم، چې :- ((که هرڅويې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي دکږوکاڼودېـــــوال))

{شهزاده"شيرين زوى"ورځ مجله: پنځم کال ،درېيمه ګڼه ١٣٨٣ ل هـ - لېندۍ اومرغومى،پرله پسې ٢٩ ګڼه }